ډاکټر برکت شاه کاکړ
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
دلته چي له پښتنو ليري د پوټوهار په دې شنه دښته کښي زړۀ راتنګ شي، او د کلي د مټونو او خاورو ډکي کوڅې راته را يادي شي، د خړو او شاړو غونډيو پر سر د مني را لوتلي بادونه او بيا د دوبي په شپو کښي د اسمان پر مخ د ستورو د خالونو سېل راياد کړم نو بس سړه ساه وکاږم. بيا راته د کډي په وخت کښي د پلار هغه يوه خبره را ياده کړم چي نور دي پر خدائ سپارم، د کوشنيانو او پښتو خيال پر تا پور بولم. کور ودانه مي وختي دلته راتګ ته ډېر خوشحاله وه، خو څه وخت چي مي دلته کډه راکړې ده نو ښائي چي هغه د بابا د رخصتۍ آخري جملې ئې په غوږ کښي دي. يوه مياشت وختي چي مي کوشني د پنځم ټولګۍ ازموينه (امتحان) پائ ته ورسېدی نو مي کوروداني راته ووئيل چي تۀ خو ټوله ورځ په دفتر کښي تېره کړې دغه هلک اوس لا لکه لنده لښته داسي دی او ژبه ئې نرمه ده، که دي يو څوک د پښتو استاد ورته پېدا کړی نو دغه د ګرميو په چهټيانوکښي به ئې پښتو هم زده شي او هغه د بابا جي وصيت به هم پر ځائ شي او بل لا دا چي دغه سوګند خو ئې له ما اخستی ؤ چي، "ګوره راکمې! ستا دي وي که به زما د نسل ژبه غوڅوې"، د دې خبري سره ئې ستونی راډک شو، ژړه غونې غوندي شوه او د ټکري په پلو ئې خپلي اوښکي پاکي کړې.
آخر چي د دې جذباتي کېفيت څخه را ووتله ، ما ورته وئيل چي خبره خو دي بده نۀ ده، حالات و شرائط هم د پښتو د زدکړي بايد زۀ او لويال دواړه پښتو زده کړو.
زۀ د پښتو د استاذ په لټون شوم، د ښار د پښتو د ادبي ټولني د يوه غړي نمبر راسره ؤ. هغه زما دغه جذبه ډېره و ستائيله، راته وې وئيل چي تۀ ئې غم مۀ کوه، داسي استاذ به درته پېدا کړم چي ياد به ئې لرې. يوه ورځ هغه اديب ملګري ټيليفون راته وکړ چي مبارک دي شه استاذ مي درته پېدا کړی دی،سهار به زنګ درته ووهي.
د چار شنبې په سهار د لمانځۀ وروسته ټيليفون و ګړنجېدی! "يو کس راته ګويان ؤ .. په لوړ آواز ئې ږغ کړ! بلې بلې اورې که يا؟؟ د لوئ څښتن ... روغواله... لاس په دعا يم، سهار دي په خېر، د اړيکي ودې بل پلو ته پر ګرځنده درسره خاوري ګلاب الدين نومياتی په ليک نوم د ساهو بې ساري درسره په اړيکه کښي يم. هيله من يم ستاسو دروند حضور به د لوئ څښتن په برکت د سهار په دې روح پاکه باد کښي لکه ګل داسي هوس کوي. که دا نخښه ريښتيا ده چي د سُورسالو ادبي بهير و مرستيال شېرآغا ناښاد ته د پښتو ژبي د زدکړي لپاره د استاذ خواست کړی ؤ"... وغيره وغيره .د خبرو دغه لړۍ لکه د هوا څپه په يوه وار راغله او تېره شوه .
خو زما په هيڅ هم سر خلاص نۀ شو ، تر څو چي جوابي جمله جوړه کړم او د هغه په مقصد و غايت سر خلاص کړم يو دم مي ځان ناجاړه کړ، نعره مي کړه، ها وروره!.. هيلو هيلو ! آ وروره آواز دي سم نۀ راځي لږ په زوره و ګائيږه... هيلو هيلو....
له هغه لوري راته اواز راغلی.. بلې، " وام د ګرځند و دې پلو ته" ... نوري هم هغه ټولي خبري چي په اول ځل ئې راته کړي وې. دومري مي سر خلاص شو چي د پښتو د زدکړي استاذ دی، يو نوم خو ئې ګلاب الدين دی،هغه بل هم يو نوم لري چي خدائ خبر څۀ دی. ما ورته ووئيل چي استاذه درته ستر ګي په لار يُو.
د رخصتي ورځ وه، زۀ او لويال (زما زوئ) د سهار له واره لا په انتظار ؤ، ماځيګر مي د استاذ سره خبره وشوه هغه په لاري ؤ، او موږ دلته په کور کښي د ډېري خوشحالۍ په جامو کښي نۀ ځائيدو. آخر هغه مبارکه لمحه راغله چي د کور ګهنټۍ ووهل شوه او يو غنم رنګه ،جګ، ډنګروکی سړی د کور و ورۀ ته تعظيماً ولاړ ؤ، سر ئې کښته،په نريو کډلنو سترګو کښي د پارون ورځي پاتي رانجه ښکارېده او زموږ په لېدو ئې نۀ پر شونډو مسکا خوره شوه او نۀ ئې د څۀ ډول خوشحالۍ اظهار و کړ. داسي انداز ئې ؤ لکه د کاليو مينځلو خراپ مشين جوړولو لپاره يو مستري راغلی دی.
داستاذ بائيسکل لويال کورته بوتلی او ما استاذ د مېلمه خوني ته راوست. د روغبړه وروسته مي پوښته ورڅخه وکړه چي استاذه، بوتل به څښې که چائ؟ هغه په طنزيه انداز کښي ووئيل. بوتل؟ دا بيا څۀ بلا ده؟ زما خيال شو چي استاذ څه بله معنٰی ورڅخه واخسته، ژر مي ووئيل،زما مطلب دی کولډ ډرنک، سافټ درنک!. د استاذ پر تندي د يوې ثانئې لپاره د ګونجو ټال جوړ شو، بيا ئې يو ترخه مصنوعي مسکا پر شونډو خوره شوه، کورښادې خو دی ووايه چي سړې څښووې به درته لېواله کړم. څښووې، لېواله، دا دواړه ټکي ما په لومړي ځل په پښتو کښي واورېدل. له ځان سره مي ووئيل چي، هلکه لکه چي د علم پر خزانه واوښتې. بوتل چي اوس د څښوې په نامه پښتون شوی ؤ يو دم حاضر شو.
لومړۍ ورځ ئې را څخه د پښتو ليکلو ټيسټ واخستی چي د هغه تر توقعاتو مي زيات ښه وکړ،لويال هم بد نۀ ؤ، ټ . ړ. ښ، ڼ،ګ، ډ، ړ ټول پېژني او هم ئې د پښتو جملې جوړول زده وې. د هغه پس ئې د بغله له جيبه د پښتو د يوې زړې مجلې شلېدلي پاڼي را وايستې، د هغه په لوستلو کښي هم موږ بريالي شو. استاذ حق حيران شو! د اوږدې چپتيا پس ئې ووئيل، چي ستاسي د املا او لوست ستونزه خو کمه ده، البته د ادائيګۍ او له تورو سره د ناآشنائۍ ستونزه بېخي ژوري ريښې لري. زۀ به هره ورځ تاسو ته شل نوي ټکي دريادوم خو! تاسو به ئې کور، کوڅه او جمات کښي کاروئ چي پر ژبه مي واوړي.
دلته مي په کور کښي او هلته مي د محلې په حساب د درو پښتنو ملګرو سره او په دفتر کښي د دوو پښتنو ملګرو سره د سوچه پښتو تمرين پېل کړ. په لږ وخت کښي مي ډېر پر مختګ و کړ، څومري چي مي کورس پر مختګ کولو هغومري پر سوچه تورو لاس بری کېدم. خو خبر نۀ يم چي دغه پښتانۀ دومري تنګ نظره ولي وي، د ګوتو په شمېريو څو پښتانۀ سره مېشته يو خو اوس چي زما دغه د سوچه پښتو ګايونه اوري ټولو راڅخه ډډه کول پېل کړې ده. ښائي چي را باندي سوځي.
خو له بده مرغه هلته په کار ځائ (دفتر) کښي مي هم اوس طالع تور دی. پخوا به مي پښتنو ملګرو د غرمې مړۍ زما پرته نۀ خوړه ، دواړه پښتانۀ ملګري به راته په انتظار وو، خو اوس زما تر راتګه پوري ئې مړۍ خلاصه کړې وي، په طنزيه انداز کښي راته وائي، صاحبه! سړې څښووي څښې، که توري کوړومبي؟ بيا د ځواب اورېدو پرته راڅخه روان شي. حالانکه هغه خبر دي چي زۀ نۀ څښووي خوښوم نۀ توري کړومبي (توري چائ) نو بيا ولي داسي راته وائي؟
اوس دلته په محله کښي چي د پښين، سوات او دير درې پښتانۀ ملګرو به مي هم وختي زما لاره څارله،خو هغوئ اوس د جمات د انتظامي کومېټۍ د پنجابي غړيو سره ناسته پاسته پېل کړې ده، چي مي وويني مخ په بله کوږ کړي، يا په ګرځنده (موبائل) ځان اخته کړي،سټ وګروهي. نۀ سلام نۀ کلام، ناځوانان د پخوانۍ يارۍ خيال ليا هم نۀ ساتي.
تېره ورځ مي استاذ ګلاب الدين ته د خپلوټولنيزو اړيکو د ټولېدونکي ټغر وير لړلی داستان واورولو. هغه وئيل، چي تۀ ئې غم مۀ کوه، دا د کړکېښ جور (دتاريخ جبر) دی، تۀ يوازي نۀ ئې، دا زما د ټولو زده کونکيو ستونزه ده، زۀ هم له دې ستونزي سره مخامخ شوی يم،اوس لکه د "کسوک" يا "شري" له دې ناروغۍ څخه پوخ يم، په هيچا کښي هيڅ ری نۀ وهم، تۀ به هم که خېر ؤ زما ډول شې، په دنيا کښي هر اوښتاوڼ (انقلابي) هم له دغسي حالاتو سره مخامخ کېږي، اوښتون (انقلاب) خو داسي نۀ راځي. خدائ شته زۀ ډېر قانع شوم.
خو اوس زما د سوچه پښتو تمرين به څنګه کوم؟ ولي چي په محله او دفتر کښي اوس ملګرو راڅخه ډډه کوله. استاذ مبارک راته ووئيل چي په دې کښي دي خېر دی، په اصل کښي د ښاروالو ژبه ککڼه وي، د هغوئ سره هسي هم پښتو مه واياست، ما ورته وئيل چي دلته خو کليوال نشته. هغه د بغل له جيبه خپل مات کړوپک ګرځنده (موبائل)، راويوست او بيا ئې راته ووئيل، دا ګرځنده د ړندو دلاس لکړه ، او د بې زبانو ژبه ده، د بې سترګو سترګه ده. بس نغداوو (پيکيج) ورته نغد کړه، چي څۀ خپلوان، سپين سري ترورياني، اناګاني، ترلې، ماما ګان، خوريان لرې، بس د ورځي ورسره سهار ، غرمه ، ماښام يو يو ساعت سره خبري کوه، بيا ئې اثر ته ګوره.
دغه مجرب نسخه مي هم پېل کړه، خو د هغه خوږو عزيزانو سره چي زما د ټيليفون د زنګ په ارمان به وو هم چنداني خبره پر مخ نۀ تله. تېره ورځ مي د ورېنداري زنګ راغلو، د کور او کوشنيانو حال ئې پوښتلو، ، ماوئيل چي، د پاک څښتن څخه دي سر لوړې غواړم، روغواله دي ښه دي، په کهول کښي مي دود درک پر ځائ دی، د مسافرو سره اړيکه شته که يا؟ هغې خواري ايله راته ، ايخک، ايخک کول. بيا ژر ووئيل چي ښځي ته دي ټيليفون ورکړه. ما ورڅخه پوښتنه کړه چي ټيليفون بيا څۀ دی؟ هغه لکه چي لاړي و موښتلې په زوره ئې چيغه کړه چي هۍ پر لونګين څۀ ټکه سمه شوې ده.
دلته مي زنانه هم زړۀ نازړۀ وه، سوړ جنګ خو وختي لا پېل شوی ؤ، اوس بس زۀ او لويال سره پاته وو، کله چي به مو په کور کښي تمرين پېل کړ نو کور وداني به وئيل چي اوس لږ ساعت آرام وکړئ دغه ژبه خو د الجبرا تر سوالو هم ګرانه ده. خو موږ دواړه په يوه خُله وئيل، چي ښه ژبه ، سوچه ژبه.
پائ مو د زناني سره هم شخړي مخ پر زياتېدو شوې. يوه ورځ د سهار پر ناشته مي پر دې شخړه سره پېل شوه چي له ننه پس به زموږ په کور کښي هګۍ ته هګۍ نۀ وئيل کېږي.هغې چي د پراټو چمچه ئې په لاس کښي وه را وې غزوله او وې وئيل، "نو بيا به څۀ خاوري ورته وايو؟" ما په ډېر رازدارانه انداز ورته ووئيل "اصل توری دی "هوۍ" دا خو د زمانې باد و باران او د پښتنو بدبختي ده چي داسي اصلي توري له موږ څخه لکه غميان د ښار په مردارو ناليو کښي غزار شوي دي". هغې سر و خوزاوه، نوره جرحه ئې راسره ونۀ کړه.
درې ورځي وختي سهار چي سرکاري رخصتي وه، لويال راته ووئيل چي بابا نن کومه ورځ ده؟ ماورته وئيل ادينه (جمعه)، مور ئې برګ برګ را وکتل، هغه بيا ووئيل چي بابا تاسو به زما د ښوونځي لاسباړه (فيس) نۀ وي ښندلی، ماوئيل چي نۀ بچيه! د شورو (چارشنبه) په ورځ به ئې کوم. کور وادني مي دا سي تېره راته و کاتو. د هغه پس لويال ووئيل! په سولګر (کمپيوټر) د ډنډګلي (سافټ وئير) را ټيټول (ډاونلوډ) غواړم،خو دا کار راته ډېر ربړين څرګندېږي، البت اړينه ده چي په ادينه ئې بشپړه کړم. ماورته ووئيل چي تۀ خپل سولګر دي لنګر کړه. زۀ په پنځه دقيقې کښي درغلم، هغه بيا راغلی چي بابا برېښنا نشته! مور ئې باره وکتل بيا ئې ووئيل په شنه آسمان برېښنا؟ يو وار ئې ماته وکتل بيا لويال ته. بابا آيا زۀ ستاسي ورون پاسی سولګر را واخلم، ما وئيل نۀ بچيه د هغه لنګرول ربړين دی، اړينه دی چي خپل ميز پائ سولګر لنګر کړې، يو څو دقيقي د برېښنا څار وکړه... زموږ د تمرين په دوران کښي هغه چمچۍ په لاس حقه حيرانه دېوال ته ولاړه وه، يو وار به ئې ماته کتل او بل وار لويال ته،د هغه پس درب شو لاندي و موښته، په زوره زوره کرږي پېل کړې، بوغۍ ئې کړې، د لېونو غوندي ئې د سر وېښتان شکول، لوئ لوئ کرږي کړې! "وۍ کاککه مخ مي تور شو"!، زوئ او سړی مي دواړه را لېوني شو، وۍ بابکه ، وۍ ادې، دغم کډه دي را وکړم، راکمې! تاته چا وئيل چي پردي ښار ته را کډه ... وغيره وغيره.
ښځه مي دوې ورځي نا آرامه وه، موږ هم لکه چي د جنګ په مېدان کښي د جنګي اخلاقياتو له مخي اور بندي کېږي، د سوچه پښتو تمرين مو معطله کړی ؤ،کله چي به مو نافهمه ووئيله لکه د هيري روژه، ژر به مو استغفار و کړ، استاذ ته مو د ناروغۍ بهانه جوړه کړه، خو د ښځي ذهني حالت مخ پر خرابېدو وو، پائ مو د نفسياتوهسپتال ته بوتله، له بده مرغه هلته ډاکټره هم پښتنه وه، رنځوره ئې په ډېر تفصيل واورېده، د اورېدلو وروسته ئې د روغتون پر چارواکو ږغ وکړ چي کار ئې په سړي کښي دی، ټينګ ئې کړئ، چي درڅخه خلاص نۀ شي!،
ما هم تُو پر مټانو، پټو مي هم هلته پاتي شو، ايله مي په ټاليو ځان را خلاص کړ، کورته په لنډه ساه راغلم، معلم صاحب وختي لا راغلی ؤ، هغه ته مي ټوله قصه وکړه، چي د پوليسو ګزمه را پسې ده موږ خو به دغه نزدې روغتون ته يوسي، په تا که خبر شو د حيدرآباد د لېونو جيل "ګيدو بندر" ته خو به دي يو سي. هغه هم دوې پښې خپلي کړې، د سائيکل پېډلان ئې زور کړ، پرداسي نرۍ ګلۍ ووت، چي د پوليسو د ډاکسن هيڅ لاره نۀ ورته کېده.
د سوچه پښتو د زدکړي وروستی ارمان مي هم هلته د پوټوهار په زرغونو غرونو کښي په سنځيلي کښي ښخ کړ، روح دې ښاده او قبر دي ئې منور وي.