شفا کاکړه

د مجلې ګڼه:۱۳مه

 د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷

اسما پر کټ پښې ئې يو پر بل اچولي لاس تر زني ناسته زرغونې ته کتل.

زرغونه د چائ کوپ مخامخ پر ميز کښېږدي.

اسما خونه کښي سره وکتل زرغونې ته مخا مخ شوه.

د کهړکۍ خواته روانه شوه، په ګپه کښي ئې پردې سره کښ کړې چي په خونه کښي سرۀ غرمه جوړه شوه. 

بيا زرغونې ته ئې په حيرانتيا وکتل چي هغه د موبائل پر کتو بوخته وه.

اسما زرغونې ته ورنزدې شوه، موبائل ئې ځني واخستو، پر نيالي باندي ئې وغورځوی.

اسما و کهړکۍ ته شا راوګرځوله، زرغونې ساړه ساړه اسوېلي اخستل، سترګي تکي سرې وې، داسي معلومېده چي په شپو شپو باندي ئې خوب نه وي کړی. 

زرغونې ستا دا عادت مي بېخي نۀ خوښېږي چي ټوله ورځ پر فيس بک ناسته ئې. افسوس هم کوي او څه کوی هم نۀ شي.

 پرېږده ياره د بل غم دي پر سر اخستی دی.

 ګوره زما ګراني! په غم کښي مستانه ووسه، شکر وباسه چي تعليم يافته ئې، که بې تعليمه وې بيا خو به دي سترګي پټي وې.

زرغونه د کهړکۍ خواته روانه شوه، په پرده ئې لاس ونيوی، کاش اسما زۀ بې تعليمه وائ، درد خو به مي دومره زيات نۀ ؤ، تۀ خبره ئې اوس ماته داسي معلومېږي چي له ما به د مځکي خسمانان لا حساب کوي، ځکه چي اوس زموږ سترګي غوږونه خلاص دي...... هو هو، زرغونې! تۀ عجبه خبري کوې، موږ د ځان دپاره هر څۀ کوو، د جهان ټهېکه مي نۀ ده اخستې. پوه شه پوه. او بله خبره واوره! ستا وروڼه تا هيڅ کله دومره مخ ته نۀ ايله کوي، زۀ ئې ښه پېژنم. تۀ مهرباني وکړه په دغه ناسور ځان مۀ کړوه.

اسما زما په خيال بدلون د ځان څۀ پکار دی.

بدلون، بدلون، اسما د سترګو په رپېدو. څۀ وائې زرغونې چي بدلون د ځان څه پکار دی. مطلب موږ........

زرغونه د اسما پر وږه لاس کښېږدي، زما مقصد دا نۀ دی چي....

 نوستا مقصد څۀ دی اسما؟ تۀ هسي په تاؤ شوې، زما په خيال ما بده خبره نۀ ده کړې.

اسما په خشم خپل پرس ته لاس کړو. ګوره زرغونې! تۀ ماته هر وخت پېغور راکوې چي زۀ د خپل کلتور، قام خيال نۀ ساتم، لوته لوته کېږم، په پوهنتون کښي تر نجونو، هلکانو ته وخت ورکوم، نن چي ستا دپاره کورته رالم چي تا پوهه کړم چي تۀ په پرېدو خلګو کار مۀ لره، خو افسوس تا زۀ پر خپل کور بې عزته کړم.

زرغونې د اسماپه سترګو سترګو کښي وکتل. څوک پرېدي دي؟ راته ووايه. تۀ څنګه انسانه ئې چي سينه کښي زړۀ نۀ لرې. اسما تۀ ولي دا خلګ پرېدي ګڼې، انسانيت، پښتنولي هيڅ نشته، دا ټوله بکواس دي که څنګه؟

ګراني زۀ تر تا جار شم. اوس به ما او تا په ګډه د دې خاوري انسانانو ته ملا تړو چي شعور څۀ دی، مينه څۀ ده. زرغونه په رپېدلو شونډانو اسما تر لاس ونيوله. ستا په خيال زۀ لېونۍ يم ځکه خو زما په خبره ستا سر نۀ خلاصېږي. ځکه خو مي دوري، دلي سره کښوې، يو مي دوري پوري وهي بل مي دلي.

اسما بيا پر کټ کښېنسته، د زرغونې ژړغوني ژغ ته ئې کتل. بس که ياره!  اوښکي پاکي کړه......دا خُله دي لږ په کراره کړه ځکه چي دېوال غوږونه لري. زرغونې تا يوازي په تياره کښي څراغ اخستی دی. 

د زرغونې پر شونډانو مسکا وغوړېده......

هغه ورځ هم ليري نۀ ده خو موږ خوږو او ايماندارو ملګرو ته ضرورت لرو....... ګراني ستا په خيال اوبه تر ورخ تېري نۀ دي.....

موږ که له اوسه ورخونه وتړو خو هغه ورځ ليري نۀ ده چي موږ په خپلو خپلو کږديو کښي په کراره شو، خو موږ به تر څو په پرېدي لوبو کښي غورځو......

اسما لاس تر زنه لاندي ونيوی.

عجبه ده زرغونې! زۀ تا له هغه خرۀ را اړوم تۀ بېرته په سپره شې، تۀ خبره ئې چي نن سبا اولاد د مور او پلار نۀ مني، تابه څنګه ومني.

ځکه اسما چي زموږ د کوشنيانو تر اوسه روزنه نۀ ده شوې. د هغه دپاره به څه تکليفونه وړو. 

مطلب تۀ له پښتو نۀ اوړې.

اسما د پرس څه ژاولي راو ايستی او زرغونې ته ئې ونيوو. زرغونه سپکه پورته شوه، ژاولي ئې سپيني کړې، په خُله کښي ئې واچولې.

 بس بس زرغونې! زۀ خوره درڅخه ځم،له تا، ستا له خدمته مي توبه ده. دواړه لاسونه ئې پر تندي ونيول. د خدائ په امان. د درواز ګړب شو. زرغونه پر کټ ناسته چي اول اسما جواب راکړو نور به څۀ کوي. خلګ ولي له خدمته بېرېږي، عجبه ده خلګ نن سبا پر خپل حق غوښتلو باندي شرمېږي. 

د زرغونې مور راننوتله. زويه! اسما څله په خشم ولاړه.

 ادې! هغه کله کله غصه کېږي.

 نو تا څۀ ورته ووئيل.

 ما څۀ کوله موره! پر هغې نن سبا زما خبري چپي لګېږي.

هر وخت پېغور راکوي چي ستا د منزل خښتي له ازله کږې دي، دا نۀ سمېږي، موره! چي انسان کوشش وکړي او په صفا نيت يو کار ته ملا وتړي. بيا خو هغه سمېږي.......

بالکل زويه .......

 موره! اسما د ډېر ماړه سړي لور ده، هغه زموږ په درد نۀ پوهېږي......

زرغونې دا شکر وباسه چي اول سرکښي ئې ملګرتيا در سره پرېښووله، کنې بيا به دي ژړل. زرغونه راجسته شوه.

 هو موره! پښتانۀ وائي ژوند ازغن بار دی. خو د دې طلب دا هرګز نۀ دی چي موږ ګرسره لاس تړلي کښېنو.

 ستا مور له تا سره ده زويه! موږ سر په سترګو هر څه وينو چي زموږ ژبه، کلتور، تاريخ هر څۀ ته شا راګرځولې ده. دابه اوس تۀ ماشومانو ته او خلګو ته ور زده کوې. چي خاوره څۀ ده، وطن څۀ دی، ازادي څۀ ده، له دې تيارو څه ځان نور ونغاړه، رڼا ستا منتظره ده. زما ښائستې لوري، خو ګرانۍ مايوسي ګناه ده.......

 موږ به تر څو داسي بې څه ګرځو، دنيا مو پر ځان وخندوله، بس يو د بل په لڅېدو باندي ځان معتبر ګڼو.

موره! بيا خلګ ولي وائي چي ښځه دي بس تر څلورو دېوالو پوري کښېني، هغه د نر غوندي هيڅکله کار نۀ شي کولائ. موره! نر خو هم د ښځي غوندي نۀ شي جوړېدلی، هر يو پر خپل خپل ځائ سم دی.

 زرغونې که ما نن زدکړه نۀ وه کړې، ما به ګوره چي تۀ په کوم کوم چاپېريال کښي لويه کړې وې...... تعليم پر نر او ښځي باندي فرض دی.

زرغونې تۀ ځان فريش که دباندي راووزه.

ستا د ورور د راتلو وخت دی...... د زرغونې دوئ کوشنۍ سرکاري کلا وه چي دوې خوني او دوه باتهـ روم، بنده برنډه او يو باورچي خانه وه. دباندي کوشنی سرائ ؤ......

زرغونه دباندي کالی واچوي دا او مور سره ناستي وي چي ورور ئې راننوزي........

دوئ ولي دومره ځورېدلي ځورېدلي معلومېږي.

 زرغونې وخندل. کوم دی خو هغسي يو.......

زرغونې ورور ته ګلاس اوبه ونيولې..... مور ئې خوني ته ننوتله.

 زرغونې نن اسما راغلې وه.... هم؟

 دا هم بيا څه دي ستا په هغې څۀ کار دی. هو، نن دومره په جذبات کښي وه.

 ګوره وطنه! تۀ زما ورور ئې، زۀ ستا هر ناز پر دا دوو سترګو وړم، خو تۀ مهرباني وکړه له اسما سره ډېر نزدې نزدې مۀ کېږه. تۀ خبر ئې هغه د کمشنر لور ده. هغه زموږ په دې عام کور کښي هيڅ کله ګذاره نۀ شي کولائ. خو تا له موږه بېلوي، زۀ هغه تر تا ښه پېژنم. 

زرغونې هغه زما مينه ده، بل ما ژمنه ورسره کړې ده. وطن ګلاس کښېږدي....

زرغونې له تا مي دا اميد نه ؤ هيڅ کله هم .......

هغه زموږ غوندي ژوند نۀ شي تېرولائ، موږ د درو ورځو ساړه هم تودوو.....

بس که زرغونې، زۀ لګيا هم د سي ايس ايس تياري کوم خدائ به ئې له موږه واخلي، موږ هم د بابا د مرګه وروسته مور د استانۍ په تنخوا لوئ کړو. ښه تعليم ئې راکړو. زرغونې پوزه ورته تروه کړه.

 سمه ده چي خدائ تاسو دومره سره مئين کړي ياست زۀ څله ستاسو منځ کښي خنډ جوړېږم. 

زۀ حيران په دې يم زرغونې تر پروند پوري اسما وه او نن هغه غټ بازه شوه.

دوئ پر هغه ځائ سره ناست وو چي مور ئې ژغ کړو. 

وطنه، وطنه تۀ راشه وګوره د اسما پر پلار باندي بريد شوی دی. ګوره پر ټي وي پټۍ چلېږي، د زرغونې تر خُله چيغه ووته......  ژر ژر تر خوني ولاړه چي موبائيل ئې راواخستی چي يو پېغام ليکلی ؤ.

 ګراني تا سم وئيل، بدلون پکار دی......

د بل غم تر واوره سوړ دی. بابا او زما کورنۍ ټوله ولاړه........

 

FaLang translation system by Faboba