سيد فريد الله شاه حساس
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
وائي چي ناديده ؤ کره ديده اوشي نو هغوئ پرې نوم ناروا ايږدي. زۀ دا منم دا حقيقت هم دی چي نۀ خو زۀ ديده وم او نۀ زما مور پلار ناديده ؤ خو بيا هم چي زۀ پېدا شوم نو هغوئ په ما عقل مير نوم کېښودو. پته نشته زما د مور پلار کوم داسي نيمګړی ارمان ؤ، کومه داسي نيمګړتيا وه چي زما په نوم ئې د عقل ټول حدونه تمام کړه او زۀ ئې عقل مير کړم. زما د لوئېدو نه پس اوس د خېر سره دا خبره هر چاته معلومه ده چي زما په نوم کښي د عقل څومره څرګندونه شوې ده، د هغې شلمه حصه هم زما په شخصيت کښي نشته.
زۀ په نوم خو عقل مير يم خو په حقيقت کښي عقل دښمن، عقل نه خلاص او عقل پيرل بنده يم. البته يوه خبره حقيقت ده که زما نوم د عقل مير په ځائ بخت مير وائ نو ډېره به مناسبه وه. ځکه چي د عقل او پوهي په لحاظ چي زۀ څومره کمزوری يم په بخت هم دومره زورور يم. دا هم زما بخت دی چي زۀ دا ګړی الفيس نګري ماډل سکول مالک يم.
د ډېرو خلګو دا خيال دی چي د پرائيوټ سکولونو مالکان صرف مزې کوي. فيسونه اخلي هغه شماري، جمع کوي ئې څربېږي او غټېږي. يقيناً چي دغسي به هم وي ځکه چي تماشبين د نخښي منځ اولي خو صرف مزې چي وي او غم ورسره نۀ وي دا په دنيا ګرانه ده، دا به جنت وي او په دنيا د جنت صرف تصور کېدی شي موندل ئې نشته.
هم دغه وجه ده چي پرائيوټ سکولونو کښي هم صرف مزې نۀ وي نوري هم ډېري مسئلې وي، لانجي وي، غمونه وي او کرل رېبل وي.
ما سره په الفيس ماډل سکول کښي يو څو پنځم پاس او ميټرک فيل تور سري ِمساني دي. د دغه ِمسانو خدائ شته زما غوندي په کور کښي د جوارو د وړو درک نۀ لږي، خو د مازغو نه ئې بوئ د پولاؤ ځي.
په دغه مسانو کښي يوه مس قهر خانم ده. دا مس لکه چي د مرچکو په پټي کښي پېدا شوې ده. د کنړو په ښار کښي لويه شوې ده ځکه چي خپله په چغو چغو خبري کوي او داسي خبري کوي چي ساه پکښي نۀ اخلي او د بل خبره اورېدل خپل توهين ګڼي.
ِمس قهر خانم هر وختي زمری د بريتونه نيولی وي. د مرچکو په څټه ناسته وي، سمه خبره ئې هم د ټوپک ګولۍ وي او چي ماشومانو ته غصه شي نو بيا خو نان سټاپ هغه ګوله باري کوي چي د ښو ښو خلګو نه روګودر خطا کړي.
ِمس قهر خانم سره په سکول کښي هر وختي يوه چوکه په لاسو کښي وي. هغه شکر دی ماشومانو ته دومره سبق نۀ ښائي څومره چي ترې په وهلو د بوسو سخي جوړوي. ماشومان خو پرېږدی خدائ شته زۀ هم ترې په زړۀ زړۀ کښي يرېږم. زما د دغه يري تاثرات لکه چي هغې زما په بوتاړ لوستي دي، ځکه خو د خېره زۀ د الفيس ماډل سکول مالک يم خو په حقيقت کښي مس قهر خانم ته د پياز سر او د ټيپر لکۍ هم نۀ ښکارم.
يو ځل نيمي ما ِمس قهر خانم ته په غصه کښي وئيلي ؤ چي د الفيس ماډل سکول نه به دي ډس مس کړم. په جواب کښي راته هغې ښه په جارحانه او دعوې سره دا خبره کړې وه، ووې عقل ميره چي ما ډس مس کړې نو هغه ورځ به دي د الفيس ماډل سکول آخري ورځ وي. د هغې د دې دهمکۍ نه پس چي زۀ کله هم مس قهر خانم سره مخامخ کېږم نو هيڅ بې هيڅه رانه کُړکه چرګه جوړه شي. زۀ که ډېر هم ځان کنټرول کړم خو د هغې مخي ته ټوکرې ټوکرې او شکرې شکرې شم. ساګ رانه بې وخته سيلۍ يوسي.
نۀ تين شمه او نۀ تېره. خُله مي طی طی شي، پرتوغاښ ئې چېرته اوتښتي. قهرخانم چي زما دا حالت اوويني نو طنزيه انداز کښي راته داسي مسکی شي لکه چي وائي عقل ميره هر چا سره پنج خو قهر خانم سره نۀ پنج.
الفيس ماډل سکول د کلي سکول دی او د کلي د لارو د کوڅو، بې ډبه او بې ادبه ماشومان سنبالول ګران کار دی. ماته سکول کښي کله نا کله داسي محسوس شي لکه چي الفيس ماډل سکول ته مور پلار خپل ماشومان سبق له نۀ راستوي، بلکې صرف وخت پاس کېدو دپاره ئې راستوي. ځکه چي چا سره کتاب نۀ وي، چا سره کاپۍ نۀ وي، څوک په ورځو ورځو کور کښي بسته نۀ خلاصوي، څوک دوه په درېيمه چهټياني کوي.
خپلو کښي جنګ جګړې او کنځل داسي انداز کښي کوي چي د مور پلار د تربيت او خوارۍ انداز ترې کېږي. زۀ عقل مير وم خو د کلي خلګو په ميروګي مشهور کړی وم. په داسي کلي کښي په دغه ماشومانو کښي د الفيس ماډل سکول غوندي ګډوډ سکول داسي ؤ لکه ورانه ژرنده کښي چي لواندې دانې وي او اوږی ورته د ښه اوړو په طمع د ژوند ورځي شپې سبا کوي.
په شروع شروع کښي زۀ عقل مير ميروګي د الفيس ماډل سکول څوکيدار هم وم. خاله هم ومه، استاذ هم وم، اکاونټنټ هم وم. پرنسپل هم وم. ددې نه علاوه هم چي چېرته به زما ضرورت شو زۀ به حاضر شوم.
الفيس ماډل سکول چي بيا وخت سره سره لږه ترقي وکړه او امدن ئې ښه شو نو ما خپلي اوږې سپکولو دپاره په سکول کښي د ځان سره يو وائس پرنسپل اوساتلو. د دغه وائس پرنسپل نوم "اخوا دې خوا" صېب ؤ. اخوا دې خوا په حقيقت کښي د مرغابو نر ؤ، نۀ به ئې بانګ وئيلو او نۀ به ئي اګۍ اچولې، بس هسي به الفيس ماډل سکول کښي اوړېدو راوړېدو او اوزګارخېلو مور پلار سره به ئې د سهار نه تر چهټۍ پوري سرخوږې کولو. ا خوا دې خوا صېب راتلو سره زما اوږې او غوږونه دواړه سپک شوي وو. د هر افت مخي ته به ما هغه دېوال کړی ؤ. د هري پېښي ړومبۍ او لېونۍ بمباري به په هغه کېده، بيا حالات به چي لږ ساړه شو نو ما به پکښي د غير جانبداره فريق غوندي راټوپ کړه او معامله به مي رفع دفع کړه.
اخوا دې خوا صېب ښه سړی ؤ. هري پېښي ته به د مېښي غوندي ولاړ ؤ. هري درنې او قهرجني سرسيندي ته به سنډا سنډا شو. هر قسمه حالاتو کښي به د ټس نه نۀ مس کېدو، خو دا يوه خامي پکښې وه چي وړې نه وړه مسئله به ئې هم خپله نۀ شوه حل کولائ. هره مسئله او لانجه به ئې د دښمن غوندي ماله سنبال ايښودې وه. زۀ چي به سکول ته راغلم نو خپل وړوکی نوټ بک به ئې ايښودی ؤ. زۀ چي به سکول ته راغلم نو خپل وړوکی نوټ بک به ئې د جيبه راوکښو. چشمې به ئې په پوزه د دوربين غوندي توله کړې. لوئ او وړې ټولي مسئلې به ئې راته قت په قت نمبر په نمبر بيان کړې او خپله به ښه سپک سپک د خاروني په چال کښي د دفتر نه بهر ووتو.
زموږ مشرانو ډېر پخوا وئيلي ؤ چي ډب سره ادب وي. هم دغه وجه ده چي موږ خپل ماشومان په ډبولو ډبولو کاږه واږه کړ خو هغوئ کښي بيا هم ادب رانغلو. اوس دا معلومات نۀ کېږي چي دا ولي؟ يا خو ډب هغه ډب نۀ دی پاتي شوی کوم چي به بنده په ادب کولو، او يا ادب کښي هغه عاجزي او تابعداري نشته کوم چي به ډب سره بنده ته اوس په نامۀ شو.
موږ اوس هم په کورونو کښي خپل ماشومان د فټ بال غوندي اولو راولو او هيڅ پرواه مو پرې نۀ وي، خو که هم دغه ماشومانو ته چېرته په الفيس سکول کښي استاذ برند برند کاته هم وکړي نو سبا بيا د دغه ماشوم ټول خاندان په سکول باندي داسي حمله آور شي لکه څنګه چي به محمود غزنوي په هندوانو دوه په درېيمه ور خوشي ؤ.
د مور پلار په سکول باندي داسي حملو کښي اکثر له د هغوئ د خبرو انداز، روئې، او سترګي يکدم داسي بدلي شي چي د سکول استاذان هغوئ د کافرانو په صف کښي اودروي او هغه څه ورته هغه انداز کښي ووائي چي د هغوئ د بچو په تربيت کښي د هغوئ د شخصيت کومه خاکه غير واضح وي، هغه د بنده په مازغو بالکل واضح شي.
زموږ په الفيس ماډل سکول کښي هم د ټولو نه لويه مسئله مس قهر خانم وه. د هغې د ماشومانو د وهلو د وجي به روزانه دوه درې مېندي، پلاران او ترونه، ماماګان سکول ته راخوشي وو او د قهر خانم د ماشومانو د وهلو ګيلې او جنګونه به ئې د ځان سره راوړي وو.
موږ مس قهر خانم ډېره پوهه کړه چي بس دی نور دا وهل پرېږده. سرکار هم نور د څه تپوس کوي او که نۀ کوي خو د ماشوم په وهلو ډېر زر په ايکشن کښي راځي او د کمزوري ورخ غوندي پرې ورځي. حقيقت دا دی چي زموږ په ملک کښي د پرائيوټ سکولونو نه نړېدلی دېوال جوړ دی. هر څوک ورنه د خپل مطلب لوټه نړئي. که د ماشومانو مور پلار دي، که ايکسائز والا دی، که پراپرټي ټيکس والا دی که بجلو والا دی که انکم ټيکس والا دی که سرکار دی او که د هغه خدمتګار دی، د پرائيوټ سکولونو په ښه څوک هم رانغله. په کاڼو ئې هر څوک اولي.
مس قهر خانم سره په کلاس کښي يو "غم جبه" نومي ماشوم ؤ. غم جبه په وراني کښي د اور لمبه وه او په سبق کښي ئې مازغه زما غوندي تياره تيارۀ ؤ. د غم جبې پلار يشتينک سرتېزه د خپلي علاقې ورانه پوزه وه. مس قهر خانم غم جبه يو ځل نيم وهلی ؤ او د هغه پلار يشتينک سرتېزه دوه درې ځلي سکول ته د جنګ په نيت راغلی ؤ او ما د ناکامه څو ځله دا خر بابا کړی ؤ.
يشتينک سرتېزه به چي کله د غم جبې د وهلو ګيلې له راغلو نو هغه به د غم جبي دومره تعريفونه وکړه چي موږ ته به ځان ډېر ملامته ښکاره شو. څۀ به منت زاري شوه، څۀ به خوږې پستې خبري شوې او څه به هم د يشتينک سرتېزه د قد و قامت دومره تعريفونه وکړه چي هغه به هم بغير د څۀ لوئي واقعې نه په خېر خېريت د الفيس ماډل سکول نه واپس کړو.
د يشتينک سرتېزه د تلو نه پس به ما مس قهر خانم ته منتونه شروع کړه چي خېر دی ګزاره کوه، خو علت لاړ شي عادت نۀ ځي د سړي نه. مس قهرخانم داسي وړۍ وه چي زموږ په خبرو هغه نۀ شړۍ کېده. زما ټولي خبري به هغې ته داسي وې لکه څنګه چي ګڼو ته ډهول وي.
د سکول چهټۍ ته نيمه ګهنټه پاتې وه. چي اخو دې خوا صېب وار خطا انداز کښي زما دفتر ته راننوتو. ووې پرنسپل صېب غرق شو مس قهر خانم غم جبه په سترګه وهلی دی او سترګه ئې ترې ويستې ده. سترګه ئې سم د وينو ډنډ دی. د اخوا دې خوا صېب دې خبري سره په ما اسمان اوګرځېده، په سر مي چکر غوندي راغلو. يشتينک سرتېزه مي مخي ته سره د کلاشنکوفه سيوری سيوری شو. مس قهر خانم هغه عذاب ؤ چي د غمه ئې خلاصېدم نۀ او د ښادۍ نه ئې خبرېدم نۀ.
ما بلا نۀ وه غوښتې او په بلا اوړېدلی وم. ساه مي تېرو بير وه. سينه مي درنه شوې وه. بدن مي دروند شو او مازغو کښي مي څه شنګ شونګ، او بنګ بونګ غوندي اوازونه شروع شوي وو.
نزدې وه چي ما په کرسۍ کښي پښې غزولي وې او توت ته توري شوي وي خو بيا مي حوصله وکړه. اخوا دې خوا ته مي ډېر په کمزوري اواز کښي ووئيل اوبه. هغه ووئيل ګرمي که يخي؟ ما ووئيل يخي. هغه ووئيل د فريج که د کولر؟ ما ووئيل د فريج. هغه ووئيل بجلي د دريو ورځو نه نشته فريج کښي يخي اوبه د کومي راشي. ما ورته ووئيل د کولر نه راکړه. ووې هغه ماشومانو کنګال کړی دی. ما ورته په غصه کښي ووې ګرمي راکړه. هغه د نزدې پروت جګ نه ګلاس ډکولو چي ما ورنه پوره جګ راکړ چ وهلو. جګ مي د لېونو غوندي په خُله راواړولو نيمي اوبه مي اوچښلې او نيمي مي جولۍ کښي چانړ شوې.
زۀ هم داسي لا ګډوډ وم چي دوه استاذانو غم جبه راوسته. ګسه سترګه ئي په وينو کښي ډوبه وه. ما هغه استاذانو ته ووئيل، دا د اور بڅری د غم جاله زر تر زره هسپتال ته رسوئ. هغوئ د حکم تعميل اوکړو.
پته نشته دا زما وهم دی او که نۀ حقيقت دی خو زۀ داسي ګڼم چي بلا وي نو زما په شا وي. ا خوا دې خوا صېب هم ډېر يرېدلی ؤ، ماته خو دغه وخت کښي د خپل رنګ پته نۀ وه خو د اخوا دې خوا صېب په مخ لکه چا د کورکمن لاس وهلی ؤ. هغه ډېر فکرمند انداز کښي ووئيل. سر اوس به څۀ کېږي؟ يشتينک سرتېزه خو به دا ځلي په الفيس ماډل سکول کښي لويه کوتره وکړي. ما ا خوا دې خوا ته ووئيل، اخوا دې خوا صېب! زۀ ئې هم څه په روګودر نۀ پوهېږم چي په کومه منډه کړم. هغه ووئيل صېب نن به ما سکول کښي يوازي نۀ پرېږدې، په کومه چي منډه کوې نو منډه کړه خو دا ياد ساته ستا په ګام به زما ګام وي په دې پېښه کښي به زۀ تا سره څنګ په څنګ په تېښته يم.
وائي چي د ناکسه اشنائي د خر سوارلي ده. چي کله ئې زړۀ وغواړي نو راګذار به دي کړي. د کلي په دې سکول کښي زموږ دغسي ډېرو ناکسو سره اشنائي وه چي څو څو ځله ئې لتي راکړي وې او د خپلي ميني اظهار ئې راسره کړی ؤ. نن د يشتينک سرتېزه نمبر ؤ پته نشته چي څۀ لوبي به راباندي کوي. زۀ هم په دغه سوچونو کښي وم چي اخوا دې خوا صېب غاړه تازه کړه. ووئيل ئې عقل مير صېب د غم جبې د پلار يشتينک سرتېزه مخه به نيول غواړي. ما ورته ډېر په بې وسۍ سره ووئيل. اخوا دې خوا صېب ما چېري په کور کښي د خپلي کور وداني مخه نۀ ده نيولې، په دې کوڅه کښي راله د ثمرګل کاکا سپی روزانه منډي راکوي، د هغه مخه مي چېري نۀ ده نيولې نو د يشتينک سرتېزه مخه به څنګه نيسم؟ هغه خو زورورغوئی دی او زورورغوئی. د غولي منځ نيسي يو طرفته هم ترې نۀ شي بچ کېدی. اخوا دې خوا صېب ووئيل صېب غم مه کوه، د زمرو غوښي چري ګيدړانو نۀ دي خوړلي. ما ورته ووئيل، اخوا دې خوا صېب زما دې بوتاړ ته وګوره، دا تاته د زمرو ښکاري. زما خو ټول عادتونه حرکات و سکنات د دغه دوهم ځناور سره مشابهت لري دا کوم چي د زمرو غوښي نۀ شي خوړلی.
اخوا دې خوا صېب ووئيل، ما سره د دې ټولي مسئلې حل شته. ما ووئيل زرکوه. ړوند د خدايه څۀ غواړي خو دوه سترګي کنه. زرکوه وخت ضائع نۀ کړې. اخوا دې خوا صېب چي کومه منصوبه جوړه کړې وه ښه وه، دم د چمچوري ؤ او نيوو مو پرې ښامار، اوس خوښه د ښامار وه چي دی اودې لاندي راتلو او که نا موږ ئې توت ته توري کولو.
ما اخوا دې خوا صېب ته ووئيل، زر لاړ شه ټول سکول کښي اعلان وکړه چي يو ِمس او استاذ به هم کورته نۀ ځي. هغه ووئيل چهټۍ کښي پنځه منټه دي ِمسانو پسې ګاډۍ راځي. ما ورته ووئيل، وخت مه ضائع کوه، څۀ چي مي درته ووئيل هغسي وکړه. اخوا دې خوا چي لاړو نو ما يو ځلي بيا د حالاتو جائزه اخستل شروع کړه.
مس قهر خانم چي غم جبه په وينو رنګ کړی ؤ د هغې نه هم روګودر خطا شوی ؤ. نن په ژوند کښي په ړومبي ځلي د هغې هوا هم هغه نۀ وه کومه چي به وه. د اخوا دې خوا صيب د دې اعلان نه پس چي يوه مس به هم کورته نۀ ځي او مس قهر خانم به سکول کښي موجود وي په هغې يکدم څه چل اوشو. د ولاړي نه يکدم په ځمکه راپرېوته. سترګي ئې يو خوا بلي خوا اوتښتې، بې هوشه غوندي شوه او د ځان سره ئې د خود کلامي انداز کښي ووئيل. دې ځلي مي معاف کړئ، بيا به نۀ کوم. نوري ټولي مساني ترې راتاؤ شوې، چا ورله لاس مږلو. چا پښې، چا ورله اوبه ورکولې او چا خواږه. دا نوې حادثه وه چي مس قهر خانم د خراړي غوندي يو ګُزار سره تلې وه. ما ووئيل يا الله خېر اوس راته دا چرته دلته تخته نۀ شي.
د خزان پاڼي بې باده رژېږي. خدائ شته او تل به وي چي نۀ خزان ؤ نۀ زۀ پاڼه وم خو حالات دومره سنګين وو چي زما ټول وجود ګوزنی ؤ او زۀ بې باده رژېدو ته تيار وم. ما باندي د ډېري وېري او ورهم دلاسه څه چل شوی ؤ. کله به مي لاسونه په ريږدېدو شو کله به مي پښې په ګډېدو شوې. کله به مي ژبه لرګي لرګي شوه او کله به مي خېټه کښي اوچ غوندي درد شو.
زۀ هم په دې ګډ وډ حالات کښي وم چي د سکول چهټۍ اوشوه. ټول ماشومان کورونو ته روان شو. موږ دومره په الغاؤ تلغاؤ وو چي دې طرفته هم اړو پام نۀ شو چي د غم جبې دوه روڼه چي نورو کلاسونو کښي وو چي هغه هم سکول کښي کښېنولي وائ او کورته هم نه وائ پرېښودي.
هغوئ د چهټۍ نه پس ډېر په تېزي سره کورته رسېدلي وو او کور کښي ئې دا دهشتناک او خطرناک اعلان کړی ؤ چي مس قهرخانم په وهلو وهلو د غم جبې سترګه ويستې ده.
يشتينک سرتېزه دپاره دا خبر د اعلان جنګ نه کم نۀ ؤ. هغه سره د ټوپکو پخو د پنځو شپږو کسانو سره فوري طور باندي په الفيس ماډل سکول باندي د حملې کولو دپاره راروان شوی ؤ. دا خبر د هغه په ګاونډ کښي موجود زموږ يو خېر خوا موږ ته په موبائيل فون راکړو او زموږ روحونه ئې فنا کړو.
دا حقيقت دی چي بې اجله مرګ نشته په دې هر څوک پوه دی خو په دې خبره ځان له تسلي ورکول ګران کار دی. زما د حالت نه ماته داسي اندازه کېده لکه چي ما د اجل نه وړاندي پښې غزولي وې. وخت په تېرېدو نۀ تېرېدو. زما هره ساه دومره درنه شوې وه چي په زور به مي بدن ته راښکه او په دهيکو دهيکو به مي رابهر کوله. تېښتي ته مي ډېر زړۀ کېدو خو په تېښته کښي هم خلاصی نۀ ؤ، ځکه دا د زهرو ګوټ تېرول ؤ.
وخت په تېرېدو نۀ تېرېدو، لکه ګډ چي قصاب خانه کښي تړلی په يو ځائ کله يو خوا ځي او کله بل خوا بالکل دغسي زۀ به هم کله په چوکۍ کښېناستم او کله به پاڅېدم. اخوا دې خوا صېب ماته ووئيل، صېب دا په کلي کښي د سکول پرانستو مشوره تاسو له چا درکړې وه. لويه دښمني ئې درسره کړې ده. ما اخوا دې خوا ته ووئيل. دا دښمني ما ځان سره په خپله کړې ده. ما ووئيل زۀ به په کلي کښي د علم رڼاګاني خوروم. خبر نۀ وم چي دې سکول سره به زما په خپل ژوند کښي تيارې خورېږي.
اخوا دې خوا ووئيل، صېب که دي خوښه وي چي دا ټول استاذان او ِمساني په هغه منصوبه پوهي کړو که يشتينک سرتېزه را ورسېدو نو بيا به راته دا کار ګران شي. موږ زر زر ټولي ِمساني او استاذان راجمع کړه او د اخوا دې خوا صېب په منصوبه هم پوهي کړه.
د ِمس قهر خانم طبيعت لږه ګزاره کړې وه. اوښکي ئې اوس هم د سترګو نه د باران غوندي راورېدې. د لوپټې په پيسکي به ئې هره شېبه پس اوچولې. سوڼه سوڼه ئې کول، د پزي نه ئې سور ټماټر جوړ شوی ؤ او خُله ئې ورانه ورانه کوله. موږ قهر خانم ډېره په زور او زير پوهي کړه ځکه چي دې ټوله ډرامه کښي مرکزي کردار به هم هغې لوبولو او د هغې ښه اداکاري به موږ د يشتينک سرتېزه د سرتېزۍ نه بچ کولو کنې نو د نور چا خو اته پته نۀ وه، زۀ په يقيني طور سره د کانګړې په ټس کښي بټګرام کېدم.
انتظار ډېر ظالم څيز دی. په ژوندون به دي پښېمانه کړي. چېرته چي ټولي اسرې ختمي شي نو هلته به بيا هر څوک يو خواته رجوع او دعا دعا شي. ما هم په زړۀ زړۀ کښي ډېري توبې اويستې، ما ووئيل پاکه ربه! زۀ عقل مير ډېر کمزوری يم. زما په کوم عمل که تۀ خامخا ما رانيسې نو کم از کم په يشتينک سرتېزه مي مه رانيسه. سزا راکړه خو په دې انداز او داسي موقع نۀ. او که دي معاف کړم نو تۀ هسي هم غمخور او رحيم ئې. ما د غم جبي دپاره هم دعا کوله چي سترګه ئې بچ وي او خېر شوی وي خو دا دعاګاني د پوره کېدو اميد مي نۀ ؤ ځکه چي دا هر څه ناممکنه غوندي ؤ.
د چهټۍ نيمه ګهنټه شوې وه. په دومره وخت کښي به زۀ کورته رسېدم نن سکول کښي وم. ما وئيل کنې زما کور وداني سره زما فکر شوی دی چي ولي مي ناوخته کړو، ځکه چي د موبائيل فون په سکرين د کور نمبر د عذاب غوندي پړقېدو او غائيبېدو. ما چي نمبر يس کړو نو بل طرف ته مي ښځه په ژړا وه. ما وئيل کنې د سکول د حادثې نه خبره شوې ده او د همدردۍ اوښکي راسره توئيوي خو دا اندازه مي د نور کله غوندي غلطه وه. هغه حسب معمول د هيڅ نه نۀ وه خبره او که خبره هم وائ نو د هغې په صحت د دا قسمه حادثو څۀ اثر نۀ پرېوزي. د ژړا او تکليف سبب ئې دا بيان کړو ووئيل، ګرده کښي مي درد دی، زر تر زره ځان رارسوه کنې نو مرم.
د مرګ دا خبره ئې خدائ شته زما ډېره خوښه شوه خو د وخت انتخاب ئې بالکل داسي غلط ؤ لکه څنګه چي د هغې سره زما د وادۀ کولو انتخاب غلط ؤ. زۀ خپله د ژوند او مرګ په کشمکش کښي وم. کوم خوا چي به مي کاته يشتينک سرتېزه به راته ښکارېدو. ما ښځي ته ووئيل ګوره ښځي زۀ سخت ګير يم. د هغې د اواز نه يکدم د تکليف تاثر ختم شو په غصه کښي ئې ووئيل. چا سره ګير ئې؟ هغه پخوانۍ سره اوسنۍ سره که چېرته نوې دي په ځان دهوکه کړې ده.
ما ورته ډېر په زړۀ ستړي انداز کښي ووئيل ګوره ښځي زۀ په سکول کښي يوه ډېره لويه مسئله کښي ګير يم دعا کوه چي خېر شي. هغې په غصه کښي ووئيل خدائ خو دي د دې سکول نه خلاص کړه، تۀ د شپې ورځي د دې د غمونو نه خلاص نۀ شوې. زۀ مرم او تۀ راته سکول سکول کوې، تباه مړيه، جارو مړيه، ميرات مړيه، ورک تۀ شې او ورک دي سکول شه او په غصه کښي ئې فون بند کړو.
حالاتو نه سمه د خر لکۍ جوړه شوې وه چي د کومه طرفه مي کچ کوله لوېشت وه. ما يو غم ژړولو دا پکښي لا بل ؤ. کور کښي خدائ شته زما څه ډېر قدر نشته او نۀ مي څه ډېر ځائ شته. زما هر خفګان هلته خود ساخته ګڼلی کېږي او هر غم مي په ګپ شپ حسابېږي. د کوروداني دامسئله مي د يشتينک سرتېزه او د غم جبې نه هم اهم وه ځکه چي زۀ په دې خبره خبر وم چي دې نه پس به مي کور کښي ګزران ګران وي.
زارۍ هم د زوره کمه نۀ وي او نن سبا هر خاوند د زارۍ په زور په خپل کور کښي د ژوند ورځي شپې سبا کوي. ما هم د زارۍ دپاره د منت دپاره، د معافي دپاره په موبائيل باندي د کور نمبر ډائل کړو. بلخوا فون رسيو نۀ شو.
ټينشن نومي څه څيز که زما په ژوند کښي وي نو هغه به د ښځي نه علاوه بل څه نۀ وي. زما ښځي په دې وخت کښي هم د دې خبري مظاهره کوله او دا ئې ډېر په جارحانه انداز کښي ثابتول چي زما ټارچر کول د هغې د ژوند نصب العين دی.
په دوهم ځلي هغې فون رسيو کړو. ما ورته ووئيل ګوره زۀ به تا د يو هسپتال په ځائ دوه هسپتالونو ته بوځم د يو اپرېشن په ځائ به درله څلور اپرېشنه وکړم خو في الحال زۀ ډېري ګراني سره مخ يم. څه د دردونو ګولۍ واچوه. ګهنټه نيمه ارام وکړه. زۀ کوشش کوم چي زر تر زره در ورسم. هغې ووئيل ټيک ده. خو زر راځه بيا چېرته هغه بلي سره د اسلام اباد په چکر لاړ نۀ شې او په غصه کښي ئې فون بند کړو.
ما د شکر يوه اوږده ساه واخسته خو دا ساه مي په خُله کښي نيمګړې نيمه خوا پاتي شوه ځکه چي د سکول په لويه دروازۀ يشتينک سرتېزه سره د خپلو پنځو شپږو چمچو او کف ګيرونو ډېر په جارحانه انداز کښي را دننه شوی ؤ. ما دا اورېدلي وو چي د ګيدړ جنګ له ځي نو وسله به د زمري اخلي خو چي د زمري جنګ له چي ځې نو بيا به وسله د څۀ اخلې؟ په دې هکله يا خو تاريخ چپ پاتي شوی ؤ يا زۀ عقل مير پرې خبر نۀ وم. زۀ که خبر وم نو دومره خبر وم چي زورور نه يا ليري او يا غلی. ليري تلی نۀ شوم او غلی پاتي کېدی نۀ شوم، ځکه چي خطره وه. ډېره نزدې وه او يشتينک سرتېزه په صورت کښي زما دفتر ته لکه د اجل راننوته.
يشتينک سرتېزه له زۀ ورپاڅېدم غاړه مي ورکوله خو هغه راسره د دوو ګوتو سرونه داسي د نفرت او سپکاوي انداز کښي ملاؤ کړو لکه چي زما ناپاکه وجود باندي هغه خپله پاکي نۀ خرابوي. دې نه وړاندي چي به يشتينک سرتېزه سکول ته راتلو نو ما به ورسره لاس ملاولو او دۀ به غاړه راکوله. انسان چي څومره زر بدلېږي دومره زرساتلی شوی ځناور هم نۀ بدلېږي. انسان دومره زرغورځېږي چي يقين پرې ماتمونه کوي. انسان د مفاداتو دپاره خر بابا کوي او مفاد او غرض ئې چي پوره شي نو بيا هغه د کمر نه لاندي ګُزاره وي.
يشتينک سرتېزه د موجوده دور د انسانانو ښه په خلاص مټ نمائندګي کوله. ماته مخامخ د فرعون غوندي کښيناستو. د نمرود د نفرتونو اور ئې سترګو کښي لمبه لمبه ؤ. د شداد لوئي ئې په مخ باندي څرګنده وه د ابو جهل غوندي ئې مرۍ هسکه کړې او څټ اېغ نېغ کړی ؤ. ماته ئې ووئيل. ميروګيه نن به راته څۀ بهانه، څۀ قصه کوې او په څۀ به رانه ځان خلاصوې؟ ماته به دې نه وړاندي يشتينک سرتېزه عقل مير صېب وئيلو. نن زۀ د عقل مير صاحب نه ميروګی شوی وم. د وخت په ګردش کښي د سترګو په رپ کښي دغسي ډک لوټکی تشېږی او تش ډکېږي. ما ډېر کوشش اوکړو چي جنګ که نۀ کوم خو چي لکۍ اوچته اونيسم. د يشتينک سرتېزه وړاندي لکۍ اوچتول ما دپاره څۀ اسان نۀ ؤ خو د ډېر کوشش نه پس زۀ خپل دې مقصد کښي کامياب شوم.
مايشتينک سرتېزه ته ووئيل يشتينکه! نن به دا خبره صفا کوو. ځکه چي نه خو اګۍ په ټکۍ بدلېږي او نۀ الو په شلتالو پېوندېږي. زۀ تاته روزانه وضاحتونه او فريادونو نور نۀ شم کولی. نۀ غل يم نۀ د غلو ملګری يم، هر څۀ به ستا وړاندي وی، فېصله به هم تۀ کوې او ستا فېصله به زما فېصله وي.
زما په دې خبره باندي يشتينک سرتېزه چي اېغ نېغ لکه د سيخ ناست ؤ لږ ډهيلا غوندي شو. ما اخوا دې خوا ته ووئيل ټولي مساني او استاذان دفتر ته راوله چي پۍ او اوبه بېل شي. استاذان او مساني چي دفتر ته راغله نو ما يشتينک سرتېزه ته ووئيل ګوره صېبه تا خپل بچي سره د غم جبې ماته حواله کړی دی. ما ستا بچی دې استاذانو او مسانو ته حواله کړی دی. موږ ته دلته هر ماشوم د خپل بچي غوندي دی. موږ خپلو ماشومانو ته د هغوئ په ورانو لږه ډېره سزا په کورونو کښي هم ورکوو. کله نا کله په کور کښي هم ماشوم خوږېږي دا د قصده نۀ وي. غېر ارادي وي، غلطي وي، دښمني نۀ وي.
ستا ماشوم غم جبه که نن خوږ دی نو د غلطي نه دی. د قصده نۀ دی. يشتينک سرتېزه صېب که تۀ بيا هم خامخا زموږ په نيتونو شک کوې دا ِمس قهر خانم ده د چا د غلطۍ سزا چي موږ ټول په عذاب کړي يو. تۀ پوهي شه او ِمس قهر خانم پوهي شه ځکه چي غم جبه دې وهلی دی او پکار ده چي تۀ دې سره حساب برابر کړې.
زما دې خبرو نه پس چي يشتينک سرتېزه چي ِمس قهر خانم ته اوکاته نو هغه په زوره زوره په ژړا شوه. ووئيل ما نه غلطي شوې ده. غم جبه ډېر وران دی ماته پته نۀ وه چي هغه به داسي خوږېږي. دې نه پس مس قهر خانم په سلګو شوه او د سترګو نه ئې د اوښکو باران داسي راروان شو چي نزدې وه چي د ناستو خلګو زړونه ئې په سيلاب لاهو کړي وي.
د قهر خانم ژړا داسي کار وکړو لکه په اور چي اوبۀ واچوې. لکه تاوژن قهر چي ملامته شي، يخ پخ شي. لکه لمبه لمبه نفرت چي د ميني غېږه کښي سکون شي په قرار شي. د يشتينک سرتېزه سرو سترګو کښي د نرمي او همدردي رڼاګاني په ګډا شوې. قهر خانم په ژړا وه. د هغې ژړا سخت زړونه موم کړي وو. په دفتر کښي د هغې د ژړا نه سوا د خاموشۍ مکمل راج ؤ.
يشتينک سرتېزه قهر خانم طرفته مخ راواړولو په ټيټو سترګو او ډېر مدهم او نرم انداز کښي ئې هغې ته ووئيل. خوري! ډېر بد دي کړي دي خو چي قصداً نۀ دي نو ما معاف کړې ئې.
دې دوران کښي غم جبه هم د هسپتال نه سره د استاذانو راغلو. هغوئ د ځان سره دا زېری راوړی ؤ چي د غم جبې سترګه بالکل بچ ده. بره وروځه ئې زخمي ده، د هغې په وينو ئې سترګه د وينو ډکه وه. يشتينک سرتېزه خپله د غم جبي سترګه او کاته او چي تسلي ئې اوشوه نو غم جبه ئې ځان ته راتر غاړه باسلو.
قهر خانم بې اختياره پاڅېده، غم جبې ته مخامخ کښېناسته او هغه ئې لېونۍ انداز کښي په دواړه رخساره ښکل کړو. د هغې په ډکو سترګو کښي د ميني هغه ټول رنګونه په چورلکونو او پيرونو سر وو کوم چي د يوې مور د ميني سرمايه وي.