قمر صحرائي
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
انور خان يو لاس سره د لفټ څوکه نيولې ده، او بل لاس سره ئې خپله خور نازبينه د لاس نه کلکه نيولې ده. ډېر زيات ستړی شوی دی، او خولې پرې راماتي شوي دي. ځکه چي پخپله هم ځوړند دی، او خور ئې هم ځوړنده ده، نۀ خور له په بره لفټ ته خېژولی شي، او نۀ ئې پرېښودی شي. او لفټ په سوونو فټه اوچت د خوړ د پاسه د اوسپني په تارونو کښي نښتی دی چي يوې غاړي ته اوختی ولاړ دی، نور کسان ترې لاندي خوړ ته غورځېدلي دي، چي هلته تس نس شوي دي، د کلي خلګ د غورځېدلو مړو په سمبهالولو کښي اخته دي، ښځي خپل سرونه ټکوي او په چغو چغو ژاړي. ماشومان روړې باشاړې وهي، سړي کلي والو ته چغي وهي، چي کټونه راوړي، يوه هنګامه جوړه ده چي څوک يو بل ته نۀ دي سم............
د انور خان مور پلار، وروڼه خوېندي او خپل خپلوان د کلي اړخ نه د خوړ په غاړه په دنګ کمبر ولاړ دي....... انور خان ته چغي وهي، چي شابه ....... لږ همت وکړه......... جينۍ بره وخېژوه ...... وېرېږه مۀ...... شابه نر شه.
ځکه چي اوس دومره لږ وخت کښي څوک هم د دوئ مدد له نۀ شي راتلی. منځ کښي فاصله ډېره ده، او لفټ د خوړ په منځ کښي په تادونو کښي نښتی دی او بل هسي هم د تارونو د پاسه په دومره فاصله کښي د دوئ مدد ممکن نۀ دی. انور خان اوس دومره قوت نۀ لري، چي خپله خور لفټ ته واپس وخېژوي. ساعت تر ساعته ئې طاقت کمېږي.
انور خان خپله خور د خپل وادۀ جوړې جامې اخستو دپاره ځان سره بازار ته راوسته. ځکه چي انور خان په خپلي ټو لي کډي کښي په خپلي دې کشري خور نازبيني باندي ډېر مئين هم ؤ، او اعتبار ئې پرې هم ؤ. چېرته چي به هغه څۀ ښه شی ومونده يا به پرې څه شی خوږ ولګېده........ نو هغه به ئې خپلي دې خور نازبيني له راوړه.
نازبينه هم په خپل ټول کور کښي هوښياره، بيداره او پالېمانسه جينۍ وه. ځکه خو به ورته ټولي کډي د ډېري ميني او ناز نه نازو وئيل.
د انورخان وادۀ نزدې ؤ ........ مور ورته ووئيل.
انوره! خپله خور نازو دي ځان سره بازار ته د ښځو مارکېټ ته بوځه. دا به هلته اينګور له مي د وادۀ سوټونه، پېزار او نور سامان واخلي او موږ له به هم جامې مامې او پېزار واخلي...... دا په سودا ډېره ښه پوهېږي. انور خان هم دغه غوښتله چي نازو له د خپل وادۀ سودا اخستو دپاره ځان سره بوځي.
د سهار چائ چي دوئ څنګه وڅښله نو انور خان خپلي خور ته ووئيل. نازو! ځان تياروه چي بازار ته ځو، چي وخته نه لاړ شو..... نو د غرمې ډوډۍ له به بيا خپل کورته راورسو.
نازو زر زر ځان تيار کړو، او دواړه له کوره ووتل، چي کله د کلي هغه سرته ورسېدل. چي چېرته لفټ لګېدلی دی نو هلته نور خلګ هم لفټ ته د ختو په انتظار ولاړ وو. په دوئ کښي سړي، ښځي او ماشومان هم وو. دا خلګ هم بازار ته روان وو، اکثر پکښي دکانداران او سرکاري ملازمان وو. لفټ نېغ لوئ سړک سره لګېدلی ؤ، چي لاندي ئې په سوونو فټه ښکته ډونګ خوړ ؤ. لفټ دپاسه نه بغير له څه چهت يا جنګلې جوړ ؤ، او بل د لفټ لاندي هم تارونه لګېدلي وو چي لفټ به پرې روان ؤ. ټول خلګ لفټ ته وختل، او لفټ روان شه، چي څنګه د خوړ منځ له ورسېده نو هغې غاړې ته کوږ شه چي په کومي غاړي خلګ زيات ناست وو. دغه خلګ خو نېغ خوړ ته وغورځېدل. خو انور خان زر خپله خور نازبينه د لاس نه راټينګه کړه، خو پخپله هم ځوړند شه. اوس نۀ خور په بره لفټ ته خېژولی شي او نۀ ئې پرېښودی شي. دومره ستړی شوی دی چي لېڅي ئې ماتېږي.
نازو انور خان ته وائي..... ګل لاله! ما پرېږده، او تۀ زانګو ته وخېژه، زما غم مۀ کوه..... نۀ نازو نۀ ..... يا به دواړه ژوندي يو او يا به دواړه مرو. زۀ څنګه خپله د ګل په شاني خور د مرګ کندې ته وغورځوم .... نۀ .... نۀ .... داسي نۀ شي کېدی، داسي به چېرته ونۀ شي.
ګوره ګل لاله! ستا وادۀ تيار دی، ورېندار به مي کونډه شي، او د ابا او دېدې زړۀ به له خفګانه وچوي. تۀ ما سره ځان مۀ وژنه .
نازو! بس کړه، بس کړه ..... د خدائ دپاره چپ شه..... زۀ د خپلي ګوډۍ خور نه بغير ژوند نۀ شم تېرولی. چي بله خبره د خُلې نه ونۀ باسې. انور خان يو ځل په کمبر باندي ولاړو خپلوانو ته وکتل، خو هغوئ هغسي لا ورته د همت او حوصلې ډاډ ګيرني ورکوي. انور خان پوهه شه، چي زموږ مدد له څوک هم نۀ شي راتلی، خپل ټول قوت ئې جمع کړو، او يو ځل بيا ئې په بره زور وکړو. خو دې آخري کوشش کښي هم بريالی نۀ شه...... اوس د انور خان يقين خاص شه، چي نۀ خو پخپله لفټ ته ختی شم او نۀ خپله خور خېژولی شم، دومره ستړی شوی يم چي نور په داسي حالت کښي يوه لحظه هم نۀ شم تېرولی. که خور پرېږدم، نو هغه به ښکته خوړ کښي پوټی پوټی شي. يا خدايه! ...... څۀ وکړم....... څۀ وکړم.
د نۀ غوښتلو باوجود هغه په تذبذب کښي په آخري ځل پوري غاړي ولاړو خپلوانو ته وکتل...... او بيا ئې په بره اسمان ته وکتل او بيا ئې کلمه شهادت درسته کړه ..... او د لفټ څوکه ئې پرېښوده.