فېصل فاران
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
ډېره مغروره ده په قسم که درته اوګوري۔
مازغۀ دي خراب دي۔ هسي مي ولي ورپسې لګوې۔ څۀ داسي ښکلې خو هم نۀ ده۔
اې! ښکلې ده که نۀ ده خو خوند ناکه خو ده کنه۔ او د ظالم لور هډو چاته ګوري هم نۀ۔
مړه په دې څوک څۀ کوي ۔ پرېږدو ئې۔
هاهاها۔۔۔۔۔خود ئې پرېږده نو۔ بورا داسي اوخندل۔ لکه چي په ما طنز کوي۔ هسي اور ئې راباندي بل کړو۔ ما وې که اوس هر څۀ وي خو دې ته به ئې ښايم چي دی چاته ګوري او کنه۔ سمه خبره خو دا وه چي د ګاونډ دا جينۍ زما د حسن په معيار پوره نۀ وه۔ زما معيار څۀ بل څه ؤ چي هغې کښي د ريما نه کم کوز ښائست والا جينۍ نۀ ځائيده او په دې معيار فرزانه ډېره برابره وه۔ فرزانې پسې زۀ څو ورځو نه شوی وم خو لا کونډه انخښتې نۀ وه چي بورا راته بله قصه اوکته۔ بورا خپله هم فرزانې پسې لولپه ګرځېدو۔ ما سوچ کوو چي څۀ بهانه جوړه کړم او ګاونډيانو کره لاړشم۔ د دې جينۍ خاندان زموږ ګاونډ کښي نوی نوی په کډه راغلی ؤ۔ دا چهچيان وو او پښتو به ئې هم ډېره په خوند وئيله ۔ چي کله به زۀ ورکره لاړم او مور به ئې په هر خبره ماته مينا مينا کول نو په ما به ډېر ښه لګېدل۔ اوس د بورا دې خبرو سره زما ذهن بل بل خوا تلو۔ دې کښي څو ورځي تېري شوې خو څه بهانه نۀ جوړېده۔ آخر مي سوچ دا اوکړو چي زموږ دغسل خانې دېوال د هغوئ کور سره لګېدلی ؤ۔ ما وې اودرېږه بره به اوخيژم دې ټنکۍ سره به هسي چېړ چاړ اوکړم۔ که د هغې راته خيال شو نو څه کاشن ماشن به ورکړم۔ ما لا دا سوچ کولو چي دې کښي يوه تېزه سيلۍ راپورته شوه او د غسل خانې په چت ئې پرتې د غوړو تشو ډبو سره ټنګا ټونګ شروع کړو۔ ډبې خپلو کښي جنګېدې او لوئ شور ئې جوړ کړی ؤ۔
زما پام بدل شو ۔ کراچۍ کښي باران کله کله وي او چي باران وي او بنده ورته قميض اونۀ باسي او د غولي منځ کښي اونۀ درېږي نو بيا به ئې څۀ خوند وي۔ مور مي په بورچي خانې کښي کار کولو ۔ ما وې اواز ورته ورکوم خو چي خيال مي شو نو برامډه کښي مخامخ کټ د پاسه هينګر کښي خيرني جامې ځوړندي وې۔ ما جامې راخستې او دې کښي د کوڅې د دروازې د خلاصېدو اواز راغی ۔ ما وې جوړ روڼو کښي مي څوک راغی ۔ يو پينڅه کښي مي پښه اچولې وه۔ بله کښي پښه اچوله چي هغه برامډې ته مخامخ راښکاره شوه۔ لاس کښي ئې د ډالډا غوړو تشه ډبه نيولې وه چي دا ستاسو ده۔ سيلۍ کښي ستاسو د غسل خانې چت نه موږ کره راګزار شوه خو چي ما ته ئې اوکتل نو په ځائ اودرېده، يو دوه ترې خطا شو۔ ما نه خپله هم دوهمه پينڅه ورکه شوه او په پته نۀ پوهېدم چي دا پښه کوم ځائ اومنډم۔ ما زر مور ته اواز اوکړو او څه په ګرانه مي پښې له پينڅه پېدا کړه۔
دې پسې څو ورځي بيا زړۀ کښي ځان ته ملامته ملامته کېدم چي دا راسره څۀ لانجه اوشوه۔ بره ټينکۍ ته مي هم دوه درې پېرې ختل کوزېدل اوکړو۔ ځان مي د هغې په کش کړپ پوهولو خو څه خوند ئې نۀ ؤ۔
بورا چي به زۀ لاره کښي اوليدم نو مسکی مسکی به شو او زۀ پوهېدم چي دی په ما پوري خاندي۔ ځکه چي ما به د هغه وړاندي د جينکو د دوستۍ ډېري دعوې کولې نو ماته داسي ښکارېده لکه چي هغه زما دعوې هسي ډوزي ګڼي۔ ملامتيا له کبله ما د کوڅې د سر ملګرو سره ناسته هم پرېښوه او بورا نه به مي هم ځان پټ پټ کولو خو تر کومه پوري آخر ما وې که هر څه وي بس دی نور د غسل خانې د پاسه دا بې مقصده ختل راختل پرېږدم اوجينۍسره سمه خبره کوم۔ ناڅاپه مي خيال بيا هغه هينګر ته لاړو هغې کښي يو مېخ راوتی ؤ۔ ما وې ځم د دوئ نه څټک بهانه کوم۔ خو بيا مي سوچ اوکړو چي کور کښي څټک شته نو څۀ دپاره ګاونډ نه څټک غواړې ۔ غلی غوندي پاڅېدم۔ څټک مي راواخستو او د بسترو د صندوق د لاندي مي پټ کړو۔ بيا مي مور ته چغي شروع کړې چي هغه څټک کوم ځائ دی چي د هينګر دا مېخ پرې ټک وهم۔ يو درنګ ورپسې بيا د دروغو ښه اوګرځېدم خو پېدا مي نۀ کړو۔ او دغه وه چي څټک مي بهانه کړو۔ زړۀ مي مضبوط کړو او نېغ ورکره لاړم۔ مور ئې ورله اواز ورکړو۔ هغې څټک راواخستو او ماله ئې راکولو۔ اګر که ما ښه پخه اراده د ائي، لو، يو کړې وه خو ناڅاپه مي زړۀ بې واره په درزا شو۔ وار پار رانه خطا شواو پته نشته چي د خُلې نه مي څنګه دا خبره اوخته۔ لږه په ورو خانده ، کوڅه کښي ستا خندا ته خلګ پښه نيولی کېږي او بيا مي څټک د هغې دلاس نه سم راچک وهلو او په شغ راووتمه۔ خو زړۀ کښي داسي يرېدلی ومه لکه چي ډېر لوئ جرم مي کړی وي۔ ماوې درنګ دی که ساعت دی اوس به ئې مور موږ کره راشي او ماته به وائي چي مينا! تا زما لور له څۀ وئيل۔ خدائ خېر کړو۔ هيڅ هم اونشو نو په ساه صورت شوم۔ ما وې راشه لږه ټينکۍ اوګورم چي اوبه پکښي شته او که نۀ ۔ بره اوختم۔ هسي اخوا دې خوا شوم ۔ بيا مي غليب کښي لاندي اوکتو نو هغه غولي کښي په پېړۍ ناسته وه۔ سبزي ئې پرېکوله۔ برامډه کښي کړکۍ کښي په ټيپ ريکارډ کښي د کمار سانو سندره لګيدلې وه۔
بمبئ سے گئی دہلی ، دہلی سے گئی پٹنا ، پھر بھی نہ ملا سجنا
هغې سندره اورېده او سبزي ئې پرېکولو سره ئې سر خوځولو۔ دې کښي ورته مور اواز ورکړو۔ دا ټيپ بند کړه۔ اوس به دي پلار راشي۔ هغې سر راوچت کړو چي بره په غسل خانه ئې زۀ اوليدم نو زر پاڅېده۔ چوړکۍ ئې چانګيري کښي د پرېکړي سبزۍ د پاسه کېښوه ۔ تر کړکۍ لاړه او ټيپ ئې بند کړو۔ دومره لرې نه ماته د هغې د تاثراتو صحيح اندازه نۀ لګېده۔ البته د سندري نه مي د خپلو د معنو د را وباسلو کوشش کولو۔
بله ورځ چي کله زۀ د څټک واپس کولو دپاره لاړم۔ هغې مي څټک د لاس نه اخستو نو غلې غوندي ئې اووې بيا خو څوک کوڅه کښي اودرېدلی نۀ وو کنه او مسکۍ شوه۔
دغه ده۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ما زړۀ کښي اووې چي جينۍ خو قابو شوه۔
ولې نا۔ زۀ ولاړ وم کنه۔ دومره قدرې مي اووې او راروان شوم۔
اوس ګوره چي بورا ته څنګه جواب ورکوم۔
چا ته ګوري نا۔ مغروره ده۔ هن ! داسي وي مغروره؟ دا خو يوې خبري يوړه۔ خو اوس به بورا ته څنګه ثابتومه ۔ چي جينۍ مي پهنساؤکړې ده۔
آخر مي ذهن ته دا خبره راغله چي کله سکول ته ځي نو لار کښي به ورسره د هغه په مخکښي خبري اوکړمه چي يقين ئې اوشي۔
بله ورځ سهار وختي پاڅېدم۔ ښه ډېر ويسلين مي په وېښتو پوري کړه۔ آئينې ته مي کته۔ سر مي په شا ږمنزوه چي دې کښي مي پلار د کمرې نه رابهر شو۔ چي زۀ ئې اوليدم نو اودرېده۔ يو درنګ ئې راته په غور غور اوکتل۔ بيا ئې راته وې ۔
”بچی دا تۀ سکول ته روان ئې که فيشن شو کښي شرکت کوې ؟“
ما پلار ته لا د جواب جوړولو کوشش کولو چي د کوڅې ور اوډبېدو۔ ما وې ځه راځه بهانه تياره ده۔ زر مي کوڅې ته منډه کړه چي ور مي خلاص کړو نو بورا ولاړ ؤ ۔ وې راځه نن درباندي يو څيز اووينم خو سوزې به نۀ ۔ زړۀ مي يو درز کړو چي څۀ چل خو شوی ضرور دی او ورسره روان شوم۔ چي د خپلي کوڅې نه درېيمي کوڅې ته اورسېدو نو ماته ئې وې چي دلته اودرېږه۔ دې کښي لا پنځه منټه تېر نۀ وو چي د بغدادو کونترو هغه سېل راښکاره شو چي ميره ئې فرزانه وه۔ بورا ورته ورور ورور وړاندي شو۔ مخکښي روسته ئې اوکتل۔ کوڅه کښي زموږ نه بغير نور څوک نۀ وو۔ زر ئې جېب نه يوه رنګينه لفافه راوباسله او فرزانې ته ئې په لاس کېښوده۔ هغې زر موټی بند کړو او مسکۍ مسکۍ روانه شوه۔ بورا په يو فاتحانه انداز کښي ماته اوکتل۔ وې ئې څنګه بچو منې که نا۔ جواب به چوټۍ کښي راکوي۔
څۀ! زما د خُلې نه ډېره په ګرانه خبره اووته خو ستا خو هغه بله نۀ وه خوښه۔
نا مړه په هغې څوک څۀ کوي۔ هغه مي تاته بخښلې ده خو ګورې اوس به زموږ منځ کښي نۀ راځې ۔ ستا هغه شوه او زما دا شوه۔
بورا په يو انداز کښي وېښته په يو لاس په شا واړول۔ بيا ئې ماته سترګه اووهله او روان شو۔ ما داسي محسوسه کړه۔ لکه زما نه بل غټ شوده نۀ وي۔ د جينکو هغه ټولۍ د کوڅې د ګوټ نه پناه شوه او بل راروان ؤ چي سر کښي ئې زموږ د ګاونډ جينۍ چاخه چاخه راروانه وه۔
ماته ئې اوکتل او مسکۍ شوه۔