ډاکټر نصيب الله سيماب
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
دوهمه برخه
ارګ بازار ته چي راغلو د کتابونو يو دکان ته عصمت الله زهير اشاره وکړه، چي هغه دی احمد صميم صاحب ناست دی هغه لره ورځو. عصمت الله زهير داسي يو کس دی چي د کندهار ټول ليکوالان په نامۀ او څهره دواړو پېژني او د دۀ دا کمال موږ ته ډېر پکار راغلی دی. احمد صميم سپين ږيری او عمر رسيده څوک ؤ، صميم صاحب د کندهار په معاصرو اديبانو کښي يو تکړه او جوت نوم دی، صميم صاحب (۱۹۷۸) په دوره کښي خورا عصريزه (جديده) او اغېزمنه شاعري وکړه. د هجرت په مرحله کښي ډېره موده په کوټه کښي د احمد شاه بابا په لېسه کښي معلم ؤ. اوس هم په کندهار کښي د درس او تدريس چاري تر سره کوي. په کوټه کښي ئې د شعرو مجموعه د "شاعر فرياد" په نوم چاپ کړه، لاکن اوس ئې په شعر کښي هغه پخوانی رنګ نۀ دی پاته. اوس اکثره نثري ټوټې ليکي. د ګل باچا الفت انداز خپلوي.
له دې وروسته د سعيد احمد قانع دکان ته راغلو.قانع په دکان کښي نۀ ؤ. ليکوالان کله نا کله ناشودي کوي. ډاکټر لياقت تابان چي کله د قانع د دکان څخه وتی نو ئې د قانع ورور فضل احمد ته ووئيل
ياره! قانع ستا د ديدن ډېر هواداره وم. هغه درې کاله مخ کښي چي مي ليدلی وې اوس لږ ډنګر شوی ئې.
هغه خوارکي ډېر په ادب ورته ووئيل "ډاکټر صاحب قانع نن نۀ دی راغلی".
کوم وخت چي موږ ارګ بازار ته راتلو صالح محمد صالح د خپلي وظيفې له کبله اجازه وغوښته. بشير احمد نادم، محمد يار او فضل احمد انيس مو ملګري وو. په دکان کښي په کتابونو کتلو بوخت شو، ډاکټر لياقت تابان خپل نوی چاپ شوی کتاب "د شيدا او حنان پر تليز جاج" له کوټي څخه د سعيد احمد قانع دکان ته را استولی ؤ. په هغوئ کښي يو کاټن کتابونه ورک او نور رارسېدلي وو. له هغوئ څخه ئې د کندهار د ملګرو کتابونه ورکړل. په دې وخت کښي چائ او مالټې هم راغلې، په ټولنه کښي بې ډاکټره ژوند ډېر ستونځمن وي او که چېري ډاکتر په سفر در سره ملګری وي بيا نو هغه د چا پر چم "دو شش" دی. خو زموږ له پاره به کله نا کله د ډاکټر ملګري ګرانه په دې شوه چي د شنو ترخو چايو سره به مو مالټې نۀ شوائ خوړلائ. زموږ معده که خرابېده که نۀ خو په موږ به د ډاکټر طبيعت ډېر خرابېدی. ځکه خو مي د قانع په دکان کښي له دې کاره څخه ځان وژغوری. چا په شنو چايو او چا تش په مالټو قناعت وکړی،کنې خوند به ئې هغه وخت کړی وائ چي له چايو سره مي مالټې خوړلي وائ. د سعيد احمد قانع له ورور فضل احمد څخه مو د کتابونو د خرڅېدو په هکله پوښتنه وکړه چي کتابونه خلګ اخلي که نۀ؟ دۀ په جواب کښي راته ووئيل. چي "هو دلته د کتاب مينه زياته ده". دا شی ما پخپله هم محسوس کړ چي ځوانانو د کتاب سره اړيکي بېخي ټينګي ساتلي وې. کله چي به نوی کتاب بازار ته راغلی ؤ هغه به دوئ تر لاسه کړی او وئيلی ؤ. هغه کتاب که په کوټه، کابل يا پېښور هر ځائ چي به چاپ شوی ؤ دوئ به ضرور تر لاسه کاوه. د قانع د دکان څخه د طالب کتاب فروش دکان ته راغلو. طالب هغه څوک دی چي په کوټه کښي ئې ډېر خلګ د کتاب اخستلو او وئيلو په رنځ اخته کړل، د کوټي ښار او په ښار کښي پر مسجد روډ (واټ) به ئې رېړۍ درولې وه. د پښتو کتابونه به ئې خرڅول. بيا ئې لوړ په خلجي پلازه کښي په باقاعده ډول د کتاب فروشۍ دنده مخ په وړاندي بوتله. له کوټي څخه بيا کندهار ته راغلی ،دلته ئې هم د علم د رڼا خپرولو کاروبار ته دوام ورکړی او د کندهار په ارګ بازار کښي ئې د طالب کتاب فروش په نامۀ د کتابو د مئينانو تنده ماتوله. دلته مو هم د خپل مقصد کتابونه وکتل. د سهېلي پښتونخوا ليکوالانو ته يوه اساني اوس دا جوړه شوې وه چي خپل کتاب ډېر په اساني سره تر کندهاره پوري رسولائ شي. د دروېش دراني نوی چاپ شوی کتاب "پښتو عروض" مي په کندهار کښي تر سترګو شو. له دې څخه اندازه کېدائ شي چي زموږ لخوا کتاب څومره ژر کندهار ته رسېږي. دلته محمد يار د دروېش صاحب د عروض کتاب رانيوی. د طالب څخه مو اجازت وغوښتی خو دۀ ټينګار وکړ چي تاسو په هيڅ حال کښي له ما څخه بې ډوډۍ نۀ شئ تلائ، خو موږ د بيا راتګ په پلمه ځان ورڅخه خلاص کړی. د محمد يار د پروګرام له مخي مو يو بل په زړۀ پوري هوټل ميروېس شانديز ته د محمد يار او ملګرو په رهمنائي کښي ځان ورساوه. دا هوټل هم پر هغه سړک موجود ؤ پر کوم چي شاهجهان هوټل ؤ.
د احمد شاهي کندهار مرکز چار سو (چوک) دی. کوم وخت چي احمد شاه بابا د زوړ کندهار څخه په کوم کښي چي د نارنج ماڼۍ تاريخي ودانۍ دا وخت هم په خسته حالت کښي يعني د اثار قديمه په ډول موجوده ده، د نوي کندهار بنياد ايږدي. د اشرف البلاد او د احمد شاهي کندهار په نامۀ هم يادېږي. دا سيمه پخوا په مجموعه کښي د "دې خواجه" په نامۀ يادېدله. د ښار تر جوړېدو وروسته هغه سيمه په "دې خواجه" مشهوره شوه چي تر کابل دروازې دباندي پرته ده، مګر په حقيقت کښي د کندهار نوی ښار "اشرف البلاد" ټول په "دې خواجه" کښي واقع دی. چارسو چوک د ښار څلور مشهوره بازارونه (کابل بازار، شاه بازار، هرات بازار، شکاپر بازار ) سره وصل کړي دي. کابل بازار له چار سو څخه مخ پر شرق غځېدلی دی، شاه بازار د چارسو څخه پر مخ پروت دی چي پائ ئې د ولايت و دانۍ (ارګ) ته رسېږي. هرات بازار له چارسو څخه مخ پر غرب اوږد پروت دی چي بل سر ئې هرات دروازې (د شهيدانو چوک) ته ر سېږي. شکاپر بازار د چارسو چوک څخه جنوب ته پروت دی او د احمد شاهي کندهار تر ټولو اوږد بازار دی. پائ ئې شکاپر دروازې ته رسېږي. هر بازار ئې په خپل نامۀ دروازۀ لري. هرات دروازه د کندهار د نوي ښار شروع ده. د دې دروازې بل نوم د شهيدانو چوک دی. د شهيدانو چوک په دې ورته وائي چي دلته هغه شهيدان پراته دي چي د افغان او انګليس په دوهمه جګړه کښي شهيدان شوي دي. دا شهيدان د کندهار د ښار د مسجد طالبان وو چي يوه ګومبته هم پر جوړه شوې ده.
د غرمې د ډوډۍ خوړلو وروسته د لمانځه لپاره د "هنداري" دفتر ته راغلو دا يوه N G O ده چي بشير احمد نادم ئې منېجر دی. په دې ودانۍ کښي يو په زړۀ پوري کتابتون هم ؤ. خو داسي ښکاره کېدی چي استفاده ډېره کمه ورڅخه کېږي. هم دا رنګه د لوبو خورا ډېر سامان پکښي پروت وو. د دې اين جي او مقصد هم دا ؤ چي ځوانان د نشې څخه د ژغورولو لپاره د لوبو و خواته متوجه کړي. که چېري په کندهار کښي د لوبو مېدانونه اباد شي نو نشه او جنګ به په خپل مرګ پخپله ومري. دا د ټولو لوستو پښتنو فرض دی چي هغوئ د خپل قام و ځوانانو ته د توپک پر ځائ قلم په لاس کښي ورکړي. د نشو او د ګوليو سره د لوبو کولو پر ځائ د فټ بال، کرکټ او د نورو شيانو لوبي ور ايزده کړي. توپک که څۀ هم د پښتانۀ زېور بلل کېږي نن ئې دې زېور ته ضرورت نۀ دی پاته شوی. په دې ئې ډېر ځان ښائسته کړی. توپک خو د ضرورت شی دی دا بايد زېور نۀ شي. زېور خو علم دی. پښتون بايد اوس د خپل بچي په ذهن کښي دا خبره کښېنوي چي علم زموږ زېور دی. د نارينه او ښځي دواړو زېور دی. بشير احمد نادم له دې ځايه څخه د "پانګه" په نامۀ يوه مجله هم راباسي. د دې مجلې ځانګړتيا دا ده چي په دې کښي تش د افغانستان اقتصادي او سائنسي اړخونه څېړل کېږي. يعني دا اقتصادي او سائنسي مجله ده. چي پښتو ژبه ډېره اړتيا ورته لري. په پښتو ژبه کښي ادبي مجلې، رسالې او خپروني ډېري زياتي دي خو دې خواته هيڅ پام لرنه نۀ ده شوې. دا يو د ستائيلو وړ ګام دی. دا د هنداري ادارې د پښتو ژبي له پاره ډېر لوئ خدمت دی ،او بيا چي نادم او صالح محمد صالح رنګه ځوانان داسي کارونه کوي نو څنګه به نۀ ګټور کېږي. کوم وخت چي موږ د هنداري دفتر ته راغلو، ډاکټر لياقت تابان له انيس سره بلي خواته ولاړی. د محترم عبدالباري اسير او ابوالخېر ځلاند صاحب دا نظر دی چي تخلص پر سړي اثر اندازه کېږي او دا نظر چي څوک سودائي صاحب وويني بالکل به ئې تائيد کوي. او دوئ هم په مثال کښي سودائي صاحب وړاندي کوي. ښائي هم دا وجه وي چي زما تخلص هم پر ما اثر اندازه شوی وي. دلته زما سېمابي طبعيت چي پر يوه ځائ قرار ډېر کم کوي او هلته د ډاکټر لياقت تابان له انيس سره تګ او ځنډېدنګ ،د هنداري په دفتر کښي زۀ لږ ناقراره غوندي کړم وخت هم ډېر تېر شو، خو عصمت الله زهير که ئې هر څو تخلص زهير دی د خپل تخلص برعکس خوشحاله وي او زما رنګه سېمابي ملګري لپاره د قرار باعث ګرځي. ځکه خو به ئې زما خښم په خندا خنداکښي د کمولو هڅه کوله. لږ د دۀ هڅه بل د عبدالمالک همت صاحب راتګ مي په طبعيت کښي لږ قرار راوستی. همت صاحب چي زموږ په راتګ خبر شو نو د روغبړ له پاره ئې د هنداري دفتر ته ځان راورساوی چي د دۀ د ميني او خلوص ښکارندوی دی. موږ حال احوال سره کاوه چي ډاکتر لياقت تابان د خپلي ځلانده او خندرويه څېرې سره راښکاره شو. ماته چي ئې وکتل پوه شو چي ځوان په خښم دی. د دې د مخه چي ما به څه وئيل، د کابل ټکټان ئې راته ونيول چي دا واخله که خدائ کول سبا سهار پر اوه (۷) بجې کابل ته راونېږو. دې خبري زما د خښم بېخ و ايستی. د خوشحالۍ ګيا ئې په وجود کښي رازرغونه کړه. همت صاحب د مېلمستيا په نيت راغلی ؤ چي مېلمانه به کور ته بيايم ،دلته تابان صاحب ټکټونه راوړل. دهمت صاحب څخه مي بخښنه وغوښته او د همت صاحب سره مو د کابل څخه و کندهار ته د بيا راتګ او مېلمستيا کولو په وعده رخصت واخستی او د منظرې لپاره د بابا صاحب د زيارت پر لور روان شو. د کندهار په ښار کښي مو د انيس په موټر کښي د کندهار پر پخواني او صفا سړکانو خوند اخستی. د دې سړکانو په هکله يوه د يادولو خبر دا ده چي دا ټول واټونه د ملي اتلانو او ليکوالانو په نامۀ يادېدل. لکه د علامه عبدالحی حبيبي واټ، پير محمد کاکړ واټ، ميروېس واټ او داسي نور. يو بل شی چي ما اورېدلي وو چي په کندهار کښي داسي حمامونه هم شته چي په هغه کښي ټول خلګ يو ځائ لمبېږي. د دې خبري تصديق هغه وخت وشو، کله چي مي يو ځائ ليکلي وليدې چي " نمرئې حمام" د محمد يار او نادم څخه مي پوښتنه وکړه چي د دې نمرئې حمام معنٰی څۀ ده. هغوئ راته ووئيل چي نمرئې حمام هغه ته وئيل کېږي چي جلا جلا غسل خانې لري او هر سړی جلا جلا لمبېږي. دلته يو بل ډول حمام هم شته چي ګله ئې او عمومي حمام ورته وئيل کېږي. په هغه کښي خلګ يو ځائ لمبېږي. خپله باټلۍ خپله لوټه ئې وي. په نمرئې حمام کښي تش اوبه د حمام وي. صابن، شمپو او توليه (ټوال) به د ځان سره راوړي. يا به دا شيان دلته په پيسو جلا رانيسي او د حجامت (د سر د وېښتانو) لپاره بيا جلا ځائ دی چي د نمرئې حمام سره په يوه ځائ کښي وي خو کار او کوټه ئې ځان له جلا وي.
کوم وخت چي د فيل غرۀ ته نزدې شو يوه غټه منطقه مي وليده چي شا و خوا ئې ازغن تار جار شوی ؤ. ډېره لويه منطقه وه کوم وخت چي موږ تېرېدو هغه وخت دوې څرخي الوتکي هم راغلې دلته کښېنستې. د دې مطلب دا ؤ چي دلته يو کوچنی غوندي ائيربيس هم موجود ؤ. په دې ځائ کښي پخوا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر صاحب کور ؤ. دا ځائ په دفاعي نکته نظر په ډېر مهم او ځانګړي ځائ کښي جوړ شوی ؤ. د دې ځائ په ليدلو مي په ذهن کښي پوښتنه را پېدا شوه چي ملا محمد عمر صاحب ولي د خپلي استوګني له پاره دا ځائ منتخب کړی ؤ او بيا ئې پر دومره پراخه منطقه ولي جوړ کړی ؤ. د ملا محمد عمر صاحب په هکله دا مشهوره ؤ چي قناعت خوښوونکی څوک ؤ بيا پر دې دومره پراخه منطقه باندي دومره شانداره ځائ جوړول څۀ مقصددرلود چي نن دغه ځائ د امريکا د سي ائي، اې، په جنوبي ايشيا کښي تر ټولو لوئ مرکز بلل کېږي، او ډېر داسي کارونه پکښي تر سره کېږي چي د افغانستان د لا بربادۍ باعث ګرځي او د امريکې د غاصب فکر نمائندګي کوي. خو د دې پوښتني جواب مي پېدا نۀ کړی. پوښتنه مي په ذهن کښي هغسي تشنه پاته شوه. پښتون يوازي هغه قام دی چي ذهنونه ئې دا رنګه ډېرو پوښتنو څخه ډک دي چي په جواب ئې سر نۀ دی ګرځولی. هر څۀ د قسمت لوبه بولي او په قسمت پوري ئې تړي. دوئ هيڅ کله هم د جواب د لټولو هڅه نۀ ده کړې. د يو بل په ملګرتيا کښي په خپل منځ کښي سره ولي او هر يو ځان پر حق ګڼي خو حق ته ئې نۀ په روڼو سترګو کتلي دي او نۀ ئې د لټولو کوشش کړی دی.
د بابا صاحب پر کوتل چي څنګه ورپورته شو د ارغنداؤ (ارغنداب) زړۀ تخنوونکي ناوې مي د زړۀ د رباب په زېر وبم ګوتي پوري کړې. لکه څوک چي په مدهوشي کښي ننداره کوي. هم داسي يوه ننداره زما و مخ ته وه. ما فکر کاوه چي ښائي دا به زما د دې خاوري سره يو جذباتي تړون وي چي په ليدو ئې مدهوشه شوم. دا به دا رنګه ښائسته نۀ وي، خو ډاکټر لياقت تابان او عصمت الله زهير هم د څه دا رنګه کېفيت سره مخامخ وو. اوس نۀ يم خبر چي دوئ هم دا رنګه جذباتي تړون درلود که دا ځائ داسي زړۀ وړونکی ؤ. دا فېصله تاسو کولائ شئ چي د ارغنداؤ ناوه د بابا صاحب د زيارت څخه نندراه کړئ چي دا واقعي هم ښائسته ده که موږ جذباتيان وو. د بابا صاحب زيارت په ارغنداؤ کښي دی که دا ووايم چي د رود پر غاړه دی نو بې ځايه به نۀ وي. په دې چي د ارغنداؤ رود ئې ګڼ اړخ ته دی او ښي اړخ ته ئې د انارو باغونه دي او د زيارت سره نزدې په باغو کښي د ناستي له پاره چمنيان جوړ شوي دي.
"د ارغنداؤ سيند د ګل کوه د شش پر د لمني او لومان درې څخه راوزي، د هزاره جات د لوړي سطح جنوبي خواته لوېديځ لوري ته جريان لري. د سنګ ماشې په برخه کښي (جاغوريو سيمه) راستې خواته راځي او د روزګان تر پلۀ راتېرېږي. بيا مستقيماً د پُل جنګي خواته د کم عرض (تنګي) درې په مابين کښي تېرېږي چي دغه دره ئې زياته اباده کړې ده. خو کله چي د پُل جنګي څخه تېرېږي خپله مجرائي د جنوب لوېديځ ته اړوي، د دايچوپان په سيمه کښي زيات ځي او د توخو ارغنداب او مېزاني ته راځي. د دغي سيمي د ابيارۍ او شين ګښتۍ وروسته د کندهار سيمي ته راداخلېږي. او خپلي دواړي خواوي تر سنځري پوري ډېري ابادي او معموري ساتي. دغه سيند د کشکي نخود (مېوند اولسوالي) تر تېرېدو وروسته د هلمند د ولايت په بست کښي د هلمند سره ګډېږي. د دغه سيند اوږدوالی تر ۴۱۳ کلو ميترو پوري رسېږي. دغه سيند زيات مرستيالان لري چي لوئ ئې دا دي. ترنک لوړه، ارغسان (ارغستان." (محمد ولي ځلمی کندهار ۱۸۰) علامه عبدالشکور رشاد د کندهار ياداښتونه ۸۷)
د بابا صاحب د زيارت څخه لږ راپه دې خوا چي سړک د دالې د بند و خواته ځي جلا کېږي. د ارغنداؤ پر رود چي کوم بند (کاسه) جوړه شوې ده، دا سيمه د دهلي (دالې) په نامه يادېږي. دهله د شاه ولي کوټ په اولسوالي پوري مربوط کلی دی. پر مخ دا لار روزګان ته ځي چي تر کابله پوري ځان رسوي.
پر دې چوک باندي عصمت الله زهير پر انيس باندي ږغ وکړی. کوټ بابا ته درېږو. ډېر خلګ ځانونه د پيران او ملنګانو شاکره بولي خو د زهير رنګه شاکره مي ونۀ ليدی. داسي نۀ دا ډېر شاکر توب ئې ...... کوټ بابا يو مجذوب بني ادم ؤ چي پر کتبه ئې د مړني نېټه د ۱۳۷۸، ۶، ۱چهارشنبې شپه ليکل شوې وه. پر کوټ بابا باندي يوه سپين سرې ښځه مجاوره وه چي پر ځان ئې يو رنګه جلال هم طاري کړی ؤ. کوم وخت چي موږ له مزار څخه بېرته راوتلو زهير او تابان د دې ملنګي قلنګ ور کړی. ښائي چي کم به ؤ نو ځکه ئې په جلال کښي ووئيل:
راوګرځئ، کنې بابا ته وايم چي بېرته مو پر څلورو راولي.
ما پر زهير ږغ کړی. د خدائ دوسته ګام در غټ کړه داسي نۀ چي د دې مجاوري د جلال ښکار شو. موږ پښتانۀ خو داسي يو لکه د ښکار مرغان. کله په دام ښکار شوي يو، کله په توپک او کله بيا په دم وچو.
د ارغنداؤ پر سيند د جوړ شوي بند څخه يو واله جلا شوې ده چي د لوئ والې په نامه مشهوره ده. د محمد ولي ځلمي په کتاب کندهار کښي دا واله د احمد شاهي والې په نامۀ ذکر شوې ده. محمد ولي ځلمي د دې والې په اړه ليکي (د دغي والې سر بند په خوجه ملک کښي دی او پائ ئې پر ترنک لګېږي. دا واله د ارغنداؤ پر سيند تر بند جوړولو وروسته وکيندل شوه او د بابا صاحب په برخه کښي د يو شمېر ولو د تقسيم شبکه پر جوړه شوه. ظاهر شاهي واله (وياله) د کوتل تر غرۀ راوتلې او د کندهار د ښار شمال ته تېرېږي او د ښار پر بند د ترنک خوا ته ګرځي او هتله د شمال او جنوبي ترنک پر شا خوا وېشل کېږي. چي شمال ئې د ذاکر تر بنده او ملا کوچي پوري رسېږي او جنوب ئې د بين المللي هوائي ډګر، د ارغستان د رود د شمالي ساحل تر ناکودکه پوري خړوبه وي). ( محمد ولي ځلمی کندهار۲۳۲ ).
خېر خو په دې واله کښي موږ دا وخت اوبه ونۀ ليدې چي لا مل ئې محمد يار راوښوئ چي په يخ کښي په دې واله کښي اوبه نۀ وي چي کوم وخت د مځکو د اوبه خوري ضرورت شي نو بيا دا واله له اوبو ډکه وي. پر کندهار د عوامي ( اولسي )شاعر سيد عبدالخالق صادق او د عبيد الله جان "کندهاري" ډېر ا حسان دی چي دا لو واله د ارغنداؤ رود تخته پُل او داسي نور شيان ئې زما رنګه په ګونګيو پښتنو وپېژندل. هغه خاوره خوش قسمته وي چي دا رنګه وګړي ولري. دسيد عبدالخالق ذکر به پر مخ بيا کوو اوس به د بابا صاحب د زيارت له نندارو څخه خوند واخلو. زيارت ته چي ور نزدې شو يو غټ ملي بس مي وليدی چي پر ليکلي وو: پاک افغان دوستي بس. زما په ذهن کښي د دوستۍ يو بېل تصور څرخ ؤ خواړۍ او شکر مي وکښئ چي شکر دی زموږ لخوا دا رنګه تحفې هم راغلي دي.
د بابا صاحب زيارت د غرۀ په لمن کښي د غرۀ سره جوخت دی او د غرۀ په سر کښي د شاه حسين مزار ؤ. دا تش مزارونه نۀ دي بلکې د پکنيک (منظرې) يو ډېر خوندور ځائ هم دی. دا زيارت د کندهار د پخواني والي ګل اغا شېرزي چي اوس د ننګرهار والي ؤ په توجه سره دومره ښائست موندلی دی. د ګل اغا شېرزي نوم چي موږ څنګه اورېدلی ؤ د هغه څخه برعکس هر چا ئې د کار ستائينه کوله. په دې چي دې سړي د بيا رغوني په اړه بېخي ډېر کار کړئ ؤ. په کندهار کښي چي څه ترقياتي کارونه شوي وو د دې سړي په وخت کښي شوي ؤ. د هر هغه چا مرسته ئې په دولتي او ذاتي چارو کښي کوله چا چي به په ښار کښي د رغوني کارونه کول. له هغه وروسته بيا په دې هکله چا کار نۀ دی کړی. د دې تر ټولو لوئ مثال د بابا صاحب زيارت ؤ چي د دۀ د کار او د نورو د بې کارۍ ګواهي (شاهدي) ئې ورکوله. د دۀ دې رنګه کارونو په اعتراف کښي ئې د وزير محمد اکبر خان چي د امير دوست محمد خان زوئ ؤ د هغه په نامۀ د بيا رغوني ميډال ورکړل شوی دی. ګل اغا د بابا صاحب د سپېره غرۀ څخه يو ګلستان جوړ کړی ؤ. د دۀ لګول شوي نالا نو ځائ پر ځائ خپل رنګ ښکاره کړی ؤ. کوم ځايونه چي دۀ په غرۀ کښي د منظرې لپاره جوړ کړي وو چي له هغه څخه به د سېل له پاره د راغلو خلګو له پاره هوټلان جوړېدل ،له هغه څخه اوس د چکر ځايونه جوړ شوي وو. په دې ټول غرۀ کښي ئې برقي لائټونه (ګروپان) لګولي وو چي اوس غير فعال وو. د محمد يار په قول چي د جمعې په ورځ دلته ډېر خلګ د سېل لپاره راځي او پر هر موټر لس لس افغانۍ اخستل کېږي. که چېري د افغانۍ ورباندي خرڅي شي نو ښائست به ئې په بدرنګي نۀ بدلېږي. کوم وخت چي مي د غرۀ په سر کښي د شاه حسين بابا د زيارت سره د اوبو تالاب وليدی چي له لاندي څخه د اوبو پائپ هم ورته راغلی ؤ زړۀ مي درد وکړی. پر ځائ د دې چي د اوبو ډک وائ د نورو شيانو ډک وو او که چېري دا رنګه وساتل شو نو ډېر ژر به د دې زيارت ښائست په بدرنګي بدل شي.
د بابا صاحب پر مزار چي کومه ګومبته د ګل اغا شېرزي په وخت کښي جوړه شوې وه د هغه ډيزائن انجينئير ننګيالي جوړ کړی ؤ.
بابا ولي چي اصل نوم ئې حسن ابدال دی، د امير تېمور د زوئ شاه ميرزا د واکمنۍ په مهال کښي ژوند کاوه. کله چي هغه د هند نيولو ته تللی ؤ نو بابا ولي ئې د شين ډنډ څخه د بري د تر لاسه کولو له امله بوتی، کله چي بريالی راستون شو نو بابا ولي د کندهار په ارغنداؤ کښي ځني پاته شو او د غرۀ په لوړ سر کښي ئې يو ځائ جوړ کړی چي بيا ئې د لنګر نوم واخستی. دغه لوئ او رسنده پير په (۹۳۵ ل س) کښي مړ شو او د ډورۍ ډبره ئې وروسته د مغلوي واکمنۍ اکبر باچا په لارښوونه جوړه شوې ده.
دا تحرير د کندهار د اطلاعاتو و کلتور وزارت پر يو بورډ (لوحه) باندي ليکلی ؤ. دا رنګه معلوماتي بورډونه د اطلاعاتو کلتور وزارت پر ډېرو ځايو ليکلي وو چي زما رنګه د نابلده خلګو له پاره ډېر معلومات ورکوي.
د بابا صاحب د زيارت څخه چي راستنېدو دلته ماښام قضا ؤ. د فضل احمد انيس که هر د کاره په نامۀ وبلل شي نو بې ځايه به نۀ وي. سندر غاړی، اداکار او هر څه د مزاح حس خو ئې بېخي بيداره دی. هسي هم د کندهار د اوسېدونکو د مزاح حس مشهوره دی او د دې عملي مشاهده موږ د دوئ په محفلونو کښي وکړه .چي کله عبدالواسع هڅيال، اميد، انيس، رحيم نثار، نادم، محمد يار او نور سره يو ځائ شي بيا نو محفل د خندا رنګ اخلي او ګپه هم داسي خوند کوي چي انسان خوند ورباندي اخلي. د دوئ ګپه په زړونو کښي مينه او پر شونډو مسکا پېدا کوي. په هم دا رنګه محفل کښي مو د ماښام ډوډۍ د انيس په کور کښي و خوړله او شپه مو هم دلته تېره کړه. وختي په دې بيده شو چي سهار پر پاؤ کم اووه بجې د کابل اډې ته ځان رسول ؤ. دا ذمه واري هم د انيس پر غاړه وه ځکه مي ماښام ټول سامان د انيس په موټر کښي کښېښاوی چي سهار څه ستونځه نۀ وي، خو سهار چي وختي راپورته شو لمنځونه مو وکړل. موټر ته چي راغلو په کوم ټال کښي چي موټر ولاړ ؤ هغه ټال بند او چوکيدار نۀ ؤ. له کومي ستړي څخه چي موږ ځان ژغورۍ چي ناوخته نۀ شي هم هغه ستړې راپېښه شوه. مطلب چي اوس به څۀ کېږي سامان خو ټول په موټر کښي پروت دی. لکه څنګه چي ما مخ کښي ذکر کړی ؤ چي ډاکټر په سفر کښي رحمت وي چي د ناجوړۍ پر وخت سړي ته په کار ورځي او زموږ سره خو داسي ډاکټر موجود ؤ چي يو خو سيد دی او بل د قرآن شريف حافظ دی او تخلص ئي تابان دی. نو ما او زهير به ولي زهيرېدو. ډاکټر لياقت تابان خپل کرامات ښکاره کړ چي د ټال د دنني خوا څخه ئې په دوو ګوتو تړلی سيخ خلاص کړی لکه تجربه چي ئې لري. نۀ يم خبر چي دا کمال دۀ چېري ايزده کړی دی. د ډاکټرۍ په زدکړو کښي خو زما په خيال څه دا رنګه نۀ وي خېر هر ځائ چي ايزده کړی دی نن زموږ پکار راغلی. د موټر څخه مو سامان پر دې کوچنۍ دروازه راوايستی او د کابل اډې ته مو په بل ټيکسي کښي ځان راورساوی. ښائي چي بس هم تش زموږ په انتظار ؤ څنګه چي ور وختو روان شو. بس ډېر ارام او په سکون تر کابله پوري ورسولو هيڅ محسوسه نۀ شوه چي موږ دي سفر کړی وي. يو دومره ښه بس او بل ښه جوړ شوی سړک د دې ارام سفر وجه وه.
د کندهار څخه چي پر وتلو شو چېري چي د کندهار بائي پاس سړک او د کندهار د ښار سړک سره يو ځائ کېږي او د کابل سړک په وجود کښي راولي پر هم دې ځائ د کابل د لوئ لاري د ټرانسپورټ د کنټرول څانګي چارواکي ولاړ وو. د هر موټر څخه ئې ټول ټيکس اخستی او دا کار ئې ډېر په منظمه توګه سرته رسېدی. د ټرانسپورټ په هکله په افغانستان کښي ښه پر مخ تګ شوی دی. پر کومو سړکانو چي موږ سفر وکړی هغه ټول ښه په معياري انداز باندي جوړ شوي وو ځکه چي فاصلې ئې کمي کړي وې، خو په مضافاتو کښي داسي څه ښائي چي نۀ وي. په کندهار کښي د کابل او بولدک اډه چي ډېره ښه په ترتيب جوړه شوې وه، د هر ښار له پاره خپل خپل ځايونه درلود، له هغه ځايه څخه ګاډۍ (موټران) هغه ښار ته وتلې. هم په هغه ځائ کښي به ئې سواريان په موټرو کښي کښېنستل او خپل منزل ته به روانېدل. خو هغه د چمن د ډرائيورانو يو مرض دلته هم راغلی ؤ، هغه داسي چي د سواري غوټه به په يوه موټر کښي وه دی به ئې په بل موټر کښي کښېنولی ؤ. دا هم هغه ډرائيورانو کولو کوم چي بولدک ته تلو. مقصد دا چي دا مرض ئې د چمن څخه راوړی ؤ.که دا حال ؤ نوکېدی شي چي دا مرض نور هم خور شي. د کندهار څخه چي د کابل پر لور روان شو د ترنک سيند مي هم سفر شو.... د ترنک سيند د مقر د اب استادئې څخه راځي. د شاه جوئ او زابل د سيمو څخه را تېرېږي او تر کندهاره رارسېږي. دغه سيند د ډورۍ سره ګډېږي. د هيډوګرافي منطقه ئې ۱۰۷۰۰ ده.
چي د ترنک و څنګ ته ورنزدې شو او ترنک مو پر څنګ را سره روان شو د ميني او د خپلوۍ د احساس سره سره به ئې کله نا کله د ښه هم سفر غوندي بلکې د ګائيډ غوندي زما په معلوماتو کښي د اضافې په خاطر داسي راته ووئيل.
دا وګوره شا و خوا غرونه څومره تېرې تېرې څوکي لري ځکه خو تېره تېره ښکاره کېږي. د دې سيمي خلګ هم د دې غرونو رنګه تېره دي. هم دا وجه ده چي دلته کله هم د پېړيو راهيسې بهرنۍ قبضه ګرو په ارامه خوب نۀ دی کړی. د غرو دا تېرې څوکي او وسېدونکي به ئې لکه د زارو نشتر په وجود جګېدل. له دې ځايه په سلامت وجود کله هم څوک نۀ دي وتلي.
کله چي به زما فکر بلي خواته ولاړی بيا به داسي سوکه لکه کوچنی چي پلار په غېږ کښي راټينګ کړي، د احساس په غېږ کښي ورټينګ کړم او بيا به داسي راته ګويا شو لکه يوه مور چي و بچي ته د هغه په مينه کښي د کړېدو حال وائي. او ما هم په ډکو سترګو د مودو تنده د ترنک په غېږ کښي اوبو له لګيا وم. څومره د خپلوي او ميني احساس ؤ ځکه خو ترنک هم وئيل.
ما درته ووئيل چي له دې ځايه هغه چا روغ وجود نۀ دی وړی چي د قبضې په نيت راغلی دی. د نيمګړي وجود سره تللی دی. د دې خاورو دښمنانو دلته سرونه، لاسونه، پښې او عموماً ئې مړ وجود پرې ايښی دی. خو دوستانو ئې دلته زړونه پرې ايښي دي. دا هغه خاوره ده چي په تندي پوهېږي په نيت پوهېږي. څوک چي په کوم نيت ورله راځي هم هغه رنګه چلند ورسره کوي. و دوستان ته ئې دښتونه، غرونه ټول ګلزار ګلزار شي خو و دښمن ته د دې تېرو څوکو په شان شي.
د ترنک په څنګ کښي مي د يو کلي يو بورډ وليدی چي "سنګر کلی" ورباندي ليکل شوی ؤ. د سنګر کلي سره ماته د پښين د سنګر کلي او غونډياني رايادي شوې. د پښين و سنګر کلي او غونډيانو ته سنګر ځکه وائي چي پر دې ځائ باندي انګرېزانو ماته خوړلې ده. پښتنو دا سنګر د انګرېزانو په وينو لړلی ؤ. ښائي چي د دې سنګر کلي به هم داسي يو تاريخ وي. تر سنګر کلي چي تېر شو د ښار صفا بورډ مي تر سترګو شو. د ښار صفا نوم مي ډېر اورېدلی ؤ نن مي د بس څخه ننداره وکړه. يو ښائستوکی غوندي ځائ ؤ چي په ښائست کښي د صبر د ونو برخه زياته ؤ. کچه يو څو دکانونه پر لوړه غونډۍ باندي جوړ شوي وو. پر مخ د خاران کلی او کلات کلی په مخه راغله. ځيني داسي نومونه لکه خاران، کلات او داسي نور داسي نومونه وو چي زموږ په سيمه کښي د بلوڅو د ښارو نومونه هم دي او ښه غټ غټ ښارونه دي، خو دلته د هغه په نسبت کلي او کوچني ښارګوټي دي. کلات ته چي نزدې شو واوره مي تر سترګو شوه. ما ډاکټر لياقت تابان مخاطب کړی چي زما و څنګ ته ناست ؤ ډاکټر ووئيل چي داسي ښکاري چي پر مخ به يخ او واوره دواړه زيات وي. داسي نۀ چي دا سفر مو واوره او يخ رانيمه خوا کړي. د ډاکټر د جواب څخه مخ کښي زهير چي له موږ څخه جلا په دوهمه چوکۍ کښي ناست ؤ راغږ کړه.
"سېمابه! هغه کيڼ لاس ته پر هغه لوړه غونډۍ د شېخ متي قبر دی" .
شېخ متي (کلات بابا) د شېخ عباس زوئ د سړبن په کورنۍ کښي په ۶۲۳ هـ کښي زېږېدلی او د شپږ پنځوسو (۵۶) کالو په عمر وفات شوی دی او د کلات پر غونډۍ ښخ دی.
شېخ متي هغه څوک دی چي په پټه خزانه کښي ئې هم ذکر شوی دی. پر قبر ئې پنجره جوړه شوې وه، زړۀ مي ډېر وغوښتل چي د موټر څخه کښته شم او يو ځل ورشم خو دا ناشونی کار په دې ؤ چي موږ په خپل موټر کښي نۀ بلکې په عمومي بس کښي مي سفر کاوه. د کلات ښار د غرۀ په لمن کښي او د ترنک د سيند پر غاړه اباد ښار ؤ. او زياتره ودانۍ ئې کچه وې. کلات د زابل ولايت مرکز دی. د زابل شمال ته د کلات د ارغنداؤ اولسوالي جنوب ته ئې د شينکۍ اولسوالي، د سيوري کلی ختيځ ته ئې د نورک چينه او د شاه جوئ د علاقه داري سيمي، لوېديځ ته ئې پلي سنګي او د بلدک د اولسوالۍ سيمي پرتې دي. د کلات مځکي هواري د کښت او کرهني دپاره مساعدي دي. د مځکو يوه برخه ئې د ترنک د سيند څخه اوبېږي او نوري برخي ئې کاريزونه دي، يعني د کلات د کرهني د مځکو درې برخي په کاريزو او دوې برخي ئې د سيند په اوبو اوبېږي. د ښار جوړښت ئې د سهېلي پښتونخوا د کلاسيف الله د ښار په څير راته ښکاره شو. نورک ته چي را ورسېدو دا د کلات او شاه جوئ په منځ کښي يوه سيمه ده. (د نورک په نامۀ په سهېلي پښتونخوا کښي د ګلستان سره يوه ښه اباده سيمه هم موجوده ده) واوره لا زياتېدله، ټول غرونه او مځکي د واوري سپين څادر پر ځان خور کړ ی ؤ. تر شاه جوئ چي راورسېدو د مځکي واوره بالکل داسي ښکاره کېده لکه د شپې چي واوره ورباندي شوې وي. سيوا د سړکه نوره ټوله مځکه د واوري ډکه وه."
شاه جوئ يوه پراخه سيمه ده چي د مربع په شکل لوېدلې ده. د شاه جوئ شمال ته د ارغنداؤ علاقه داري جنوب ته ئې د شملزو و ناوې علاقه دارۍ او ختيځ ته ئې د پَښ کنده او ورپسې د ګيلان علاقه داري، لوېديځ ته ئې نورک او ورپسې کلات دی. شاه جوئ ته په پسرلي د کندهار او سهېلي پښتونخوا څخه د سلېمانخېلو، د پټانو، ناصرو، خروټو، ترکو او ځيني نور وړو قبيلو پووندوو دېرش زره (۳۰۰۰۰) کورونه را اوړي، د شاه جوئ د لاري دايزنګي او کرمان ته ځي او په مني بېرته پر دغه لار کندهار او جنوبي پښتونستان ته ځي، خو اوس دا رنګه صورتحال نۀ دی. د افغانستان د حالاتو له کبله ډېر لږ داسي کوچيان پاته دي چي هغه له يوې سيمي څخه بلي سيمي ته ځي. اوس خو تش په سل (۱۰۰) ګونو کورنۍ دي چي هغه په يخ کښي سکهر او سيوۍ ته ځي او په ګرمي کښي پښين او توبې ته خېږي. نور ئې زياتره کورنۍ ځائي شوي دي.
پراخه سيمه، سپينه واوره په دې واوره کښي تور سړک داسي ښکاره کېدی لکه تور مار او يا لکه د پېغلي پر سپين مخ د زلفو ټال، راختلی لمر ئې سپين والی نور هم زيات کړی ؤ. په دې دومره ښائسته فضا کښي بيا هم زړۀ شين ؤ په دې چي سفر مو ديخ او واوري نذر نۀ شي. خو زهير چي څوک زهير نۀ شي ليدلائ ماته مخاطب شو.
ياره! موږ کوم د ميّنا چيچيان يو چي له يخ او واوري څخه بېرېږو موږ خو هغه مرغان يو چي په داسي موسم کښي هم د بلبلانو په څير سندري وايو. غم دي د ميّنا چيچيان کوي زموږ ئې په څۀ. د زهير دې خبرو د نغمو احساس پکښي را ژوندی کړی او پر شنۀ زړۀ ئې زرغونه پرده راواچوله. شاه جوئ هم کچه دکانونه درلودل او د سړک پر غاړه ئې د شمسي توانائي برقي لائټونه لګېدلي وو او په زياتره سيمو کښي چي ما وليدل هم دا رنګه شمسي توانائي څخه کار اخستل شوی ؤ. ښائي په دې ښار ګوټو کښي د شپې د رڼا بندوبست هم له دې لاري کېدی. په افغانستان کښي د برق ستونځه ډېره زياته ليدل کېده. دا ستونځه په کندهار کښي بېخي ډېره وه. د کندهار د ښار نيمائي برق له کجکي څخه دی. دوهم نيمائي ته برق له انجنو له لاري ورکول کېږي. کوم چي په تيلو چلېږي. خو ښه اړخ ئې دا ښکاره کېدائ چي تر خپل وسه پوري توجه ورته کېده چي د ژوند نخښه ده.
د لسو (۱۰) بجو په شا و خوا کښي مقر ته را ورسېدو. د مقر نوم زموږ له پاره په دې نابلده نۀ دی چي د پښتو ژبي ښائسته سندر غاړی عبدالله مقری چي ځيني خلګ ورته بلبل افغانستان هم وائي د دې سيمي دی او خپله سيمه ئې په ټول پښتانۀ وپېژندله. دوهم نوم د نور محمد ترکي دی چي مقر ته ورڅرمه د ناوې د سرۀ کلي اوسېدونکی دی.