مولانا وحيد الدين خان
ژباړه: نور احمد فطرت
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
په هېواد کښي د مومنانو او د کافرانو د خپل منځي ميني لپاره يا د اسلام په هکله دغلط فهميو (Misunderstanding) د ليري کولو لپاره نن اړتيا ده چي د اسلام روحاني او انساني اړخونه زيات نه زيات ښکاره کړل شي. د اسلام د دغه روحاني اړخ دوهم نوم تصوف دی. تصوف يا د صوفي ټکی پخپله صوفيانو د خپلو ځانونو لپاره نۀ دی کارولی. غالب ګمان دا دی چي په لومړي دور کښي د ماده پرستي او سياست طلبي څخه د ليري کېدلو په وجه څه خلګو روحاني ژوند ته مخه کړې وه. دغه خلګو به د ساده توب په وجه د اون يا د صوف کپړې اغوستلې. کتونکو داسي خلګو په صوفي صوفي وئيل پېل کړل. بيا د دغه څخه تصوف جوړ شو. اسلام له آره بنده د رب تعالٰی سره جوړ وي يا ئې نزدې کوي. په سلو کښي پنځوست د خارجي باندني شريعت سره دی او پنځوست د سړي د خپل باطن سره دی. د شريعت لومړی کار دا دی چي (دی) وګړو ته يوه بنيادي نېغه لار ورکوي چي د حق لار وي (مسافر حق) پر هغه باندي سفر وکړي، مګر د رب تعالٰی د پېژندلو يا د الله سره د جوړ اډاڼه د سړي پر خپل فطري استعداد يا روحاني طلب باندي پرته ده. څومره چي (دی) فطري طلب کوي هغومره به پرمختګ کوي. د بېلګي په ډول قرآن د ستر څښتن کتاب دی. د دغه لومړنی علم "خبر" موږ ته د پېغمبرﷺ څخه شوی دی. مګر کله چي موږ قرآن پاک په پام او تدبير سره لولو نو زموږ هغه ځاني بصيرت پخپله موږ ته دا شاهدي راکوي چي دا واقعي د خدائ پاک کتاب دی. نۀ د يو وګړي کتاب او داسي نور. اوس دلته قرآن کريم زموږ لپاره يوه عقيده نۀ بلکې انتهائي يو ذاتي علم جوړ شو. دغه معامله د ټول شريعت ده. نبيﷺ موږ ته د عبادت ښوونه کوي او د لمانځه د کولو طريقه راښئي. د دې څخه وروسته چي موږ د لمانځه په کولو اخته کېږو نو داسي احساسوو چي ګويا هر څۀ مو لاس ته راوړي دي. دغه وخت لمونځ زموږ لپاره يو تقليدي عبادت نۀ وي بلکې يوه ذاتي لاس ته راوړنه وي. انسان بايد د الله تعالٰی ذکر وکړي، دا خبره په لومړي سر کښي موږ ته د پېغمبر ﷺ له خوا شوې ده. مګر چي کله موږ په ذکر او اذکار مشغوله کېږو نو دغه وخت يو رنګه موږ ته د روحاني سفر تجربه ښکاره کېږي. په دغه کښي د بنده او د خدائ تر منځ ټول ظاهري حجابونه پورته کېږي او داسي جوتېږي چي ذکر کونکي محض په لفظي ډول خپل رب نۀ يادوي بلکې د خپل پالونکي په دربار کښي د رب پاک سره د خبرو کولو مشق يا تمرين کوي او داسي نور دغسي د دغه ټول شريعت حال احوال دی چي موږ ته د پېغمبر ﷺ څخه رسېدلی دی. په ابتدائي ډول دغه شريعت د يو خارجي "خبر" حېث لري. مګر چي کله يو ريښتنی بنده (دغه دين توحيد) په خپل ژوند کښي راولي يا ئې اختياروي نو ويني چي کوم شی مخ کښي يو خارجي يا باندني خبر ؤ. هغه اوس د دۀ لپاره يو ذاتي معرفت يا پېژندګلوي شوه. اسلام وګړي ته صحيح لارښودنه ورکوي. که يو خوا ته د حق و لاروي ته د بنسټيزو نښانونو لاره ورښئي چي د سم سفر ضمانت دی، نو بلي خوا ته اسلام (دی) راپورته کوي چي پردې نښانونو برابر برابر ولاړ شي او وروستي منزل يا آخرت ته صحيح سلامت ورسېږي. تصوف (طريقت) په خپل صحيح صورت کښي د دين توحيد د نيم نيمي استاذي دی او دغسي قصه هم، جلا جلا دغه دواړه (فقه او تصوف) پوره نۀ دي او چي دغه دواړه سره يو شي نو د دغه دوهم نوم اسلام دی. پر فن تصوف باندي تر ټولو څخه زيات مستند مواد په پاړسو ژبه کښي دي. په اردو کښي هم اوس ډېر کتابونه ورباندي ليکل شوي دي. د دې څخه علاوه په عربي، انګلېسي، جرمني او فرانسوي کښي هم کافي مواد يا کتابونه پر دغه سکالو باندي راغلي دي. په انسائيکلو پيډيا برټانيکا ( ۱۹۸۴م) کښي پر تصوف (Islamic mysticism) باندي نهايته جامع او معلوماتي مقاله ليکلې ده. د تصوف څۀ مطلب دی؟ دا د کوم توري يا لفظ څخه جوړ شوی دی؟ په دې کښي کافي اختلاف شته. ځيني وائي ددې ماخذ صوف، (کمبله) دی. څوک وائي چي نۀ دا د سياهي څخه اخستل شوی دی. يوه رايه دا هم ده چي دا د تهيوسوفي (Theosophy) پېژند دي چي اصلاً يو يوناني ټکی دی او د دغه مطلب دی حکمت الهي او داسي نور. په قرآن کريم کښي پخپله دستر څښتن ستر ذات د وېري او ميني سر چشمه بلل شوی دی. بيا هم صوفيانو زيات زور د ميني پر اړخ کړی دی. په دغه سلسله کښي د دوئ ماخذ ډېر قرآني آياتونه دي. لکه يو ځائ چي رب پاک په خپل کتاب کښي وائي:
يعني رب دوئ دوستان ګڼي او دوئ خدائ (خپل) دوست بولي" (المائده:۵۴)
د خدائ سره د محبت پر اړخ باندي د زور ورکولو پايله وشوه. چي د صوفيانو په منځ کښي د وګړو سره د ميني نظريه د يو مطلق اصول په ډول پېدا شوه. دوئ د نفرت پر ځائ شفقت د جنګ پر ځائ امن، سوله د ټکر پر ځائ پر مصلحت باندي د وروستي حده پوري زور ورکوي. د دوئ اصول و نظريه د انساني ټولني لپاره يو رحمت ثابت شو. تاريخ موږ ته ښئي چي په کومه ټولنه کښي د صوفيانو زور يا قوت زيات شو هلته جنګ جګړې پخپله پائ ته ورسېدلې. " نافع السالکين" چي پر تصوف باندي يو مستند يا منل شوی کتاب دی په دغه کښي ئې د چشتي صوفيانو په باره کښي ليکلي دي. "چي زموږ د تصوف د سلسلې اصول دا دی" چي د مسلمان او هندو سره دي سوله وکړل شي." بابا فريد ګنج شکر يو پېژندلی صوفي تېر شوی دی. د دۀ په حکاياتو کښي راځي چي يوه پلا د دۀ يو مريد (Follower) دۀ ته يوه غچي د سوغات په ډول راوړله. د هغۀ په ښار کښي غچياني جوړېدلې. وائي چي شېخ فريد و خپل مريد ته ووئيل دا دي څنګه تحفه ماته راوړله. غچي خو پرېکول کوي. حالانکې زمو کار خو پرېکول نۀ بلکې جوړول دی تا چي تحفه راوړله نو به دي د غچي پر ځائ ستن راته راوړله ولي چي ستن ګنډل کوي. او داسي نور. علامه اقبال د تصوف څخه ډېر متاثر ؤ. په نظم او نثر دواړو کښي ئې پر تصوف ډېري خبري کړي دي. د دۀ يو شعر دی.
ہو چکا گو قوم کی نشانِ جلالی کا تصور ہے مگر باقی ابھی شانِ جمالی کا تصور
دا د نن لپاره ډېره اړينه خبره ده. چي په اوسني وخت کښي عامو وګړو ته د جنګ نۀ بلکې د سولي خبري وشي. نن اولس ته د ټکراؤ نۀ د سولي اړتيا ده. دغه رنګه پخپله مسلمانانو ته نن د جنګي اسلام څخه زيات د تصوفي اسلام ضرورت دی. نن موږ بايد د اسلام پر "ورته" اړخ باندي زور واچوو. امام شاه ولي الله ليکلي دي چي د دۀ پلار پخپله هم يو صوفي ؤ. دۀ به زياتره د دۀ و مخته دغه شعرونه تکرارول. چي د دواړو جهانونو راحت يا سکون صرف په دوو ټکو کښي پټ دی." د دوستانو سره نرمي او د دښمنانو سره ښه رويه (سلوک)
اسائش دو گیتی تفسیر ایں دو حرف است با دوستان تلطف با دشمنان مدارا
د صوفيانو نکته نظر (Point of view) مشهور او نمائنده صوفي شاعر حافظ شيرازي په ډېر کمال سره په دوو ليکو کښي بيان کړی دی. دی ليکي موږ د سکندر او د دارا رنګه باچهانو قصې نۀ دي وئيلي. تۀ که پوښتنه کوې له موږ څخه نو د محبت او د وفا خبري وپوښته. د دۀ د پاړسو شعر د لوستلو لپاره حاضر دی لکه چي وائي:
ما قصہ سکندر و دارانہ خوانده يم از ما بجز حکايت مہروفا میپرس
د صوفيانو دغه د ميني وفا او د سولي مسلک د هر چا خوښ شو. په همدغه خپل او پردي ټول دوئ ته راغلل. مخالف هم که دوئ ته راغلي وائ د دوئ ښو اخلاقو ته به ټيټ شوي وائ. د صوفيانو د دغه روش يا طريقه کار څخه په ټولنه کښ سوله او مينه زياته شوه. خلګ د يو او بل سره په مينه مينه ووسېدل. دوهمه ګټه د دغه دا شوه چي د دغه ميني او سولي څخه د مسلمانانو او نا مسلمانانو تر منځ قامي رقابت ختم شو. د دغه ګډ ژوند څخه په فطري ډول د اسلام ښېګڼي (خصوصيات) و خلګو ته ښکاره شوې چي وروسته بيا ډېر خلګ له دغه وجي په اسلام مشرفه شول. د تصوف په باره کښي يوه غلط فهمي دا ده چي دا د ترک دنيا تعليم ورکوي. مګر تر کومه ځايه چي د حقيقي تصوف تعلق دی. دا خبره صحيح نۀ ده. پروفېسر خليق احمد نظامي ليکلي دي چي کوم شی صوفيانو پرېښود هغه دنيا (ماده پرستي) نۀ وه. بلکې د دنيا غلط استعمال ؤ. (تاريخ مشائخ چلد جلد اول صفحه) (۱۳۲) د يوې نظرئې د صحت يو معيار دا دی چي هغه به د ژوند د هيڅ اړخ (Side) سره ټکر ونۀ لري (او نۀ به ټکر وکوي) بلکې په هغه کښي به د ژوند دهر اړخ سره رعايت موجود وي. دغه صفت په تصوف کښي شته. په تصوف کښي پر اندروني آرونو يا قدرونو (Values) باندي زور راوړل کېږي. په تصوف کښي دباندني (خارجي) ټکر او پر ځائ دا خلي حقيقتونه چېړل کېږي. دغه اصول سراپا يعني سراسر رحمتونه دي. دغه قاعده چي د ژوند پر کوم اړخ باندي و ازموئيل شي، صحيح او ګټور به راووزي. په تصوف کښي روحانيت، قناعت او د رب تعالٰی په پرېکړه باندي راضي کېدل او داسي و خلګو ته په مثبتو نفسياتو کښي اوسېدل ور ښودل کېږي او داسي نور.
د تصوف دوهم اړخ:
بيا هم دا د تاريخ (History) الميه ده چي هر شی په ابتدا کښي د فطرت پر سطح پېل شي چي وروسته هغه د زياتوب يا د حد څخه د اوښتو سبب شي يا د غلو ښکار شي، دا د تصوف سره هم وشو. د لومړي دور صوفيان د فطرت په ليکه (دائره) کښي دننه ول، مګر وروسته صوفيانو غلو يا زياتوب وکړی. دوئ پر تصوف باندي د اسلام د غالب کولو پر ځائ د تصوف رنګ غالب کېدل پېل کړل. دغه رنګه په تصوف کښي د ګټو سره سره تاوانونه هم ګډ شول. اسلام بې له شکه يو روحاني مذهب دی. د اسلام روحانيت د ټولي انساني هستۍ سره نښتی دی. دی ټول انساني وجود ته روحاني غذا ورکوي. مګر په وروستني زمانه کښي چي د تصوف کومه بڼه جوړه شوه. دا د انسان د اصلي هستي څخه يو جلا او مستقله څانګه ښکاره شوه. دا څنګه د ژوند لپاره يوه ضميمه (وہ شے جو کسی اور شے پر بڑھا کر لگائیں یا اخبار کی معمول سے الگ اشاعت) جوړه شوه. (يعني په دين کښي يوه اضافه خو نۀ شوه مګر د دين په نوم يوه څانګه شوه. فقط دغه تصوف د ژوند لپاره قوت محرکه هم نۀ شو ثابت (وګورئ د دې لپاره د مولانا صاحب کتاب " فکر اسلامي". (فقط)
له بد قسمتۍ دا واقعه هغه وخت وشوله چي نړۍ په يوه نوي دور کښي داخلېدله، روايتي دور پائ ته رسېدی او سائنسي دور د يو غالب قوت په ډول په نړۍ کښي په چټکي سره ځان ښکاره کوی. په دغه زمانه کښي په مسلمانه ټولنه کښي د صوفيانو ډېره غلبه وه. په دې خاطر مسلمان په مجموعي ډول د دغه عالمي عمل (د سائنس او علوم فطرت څخه) ليري شو. د دې نتيجه دا شوه هغه شاته پاته کېدل چي نن په مسلمانه ټولنه کښي ليدل کېږي. د دې لامل هم دغه د دوهم دوره ئې تحقيقه صوفيان ول او دي. په لومړي دور کښي چي د فطري علومو لپاره د څېړني کومه لاره هواره شوې وه هغه د دوهم دور تصوف د ټول مسلمان ملت څخه واخستله. امر شکيب ارسلان (۱۹۴۶- ۱۸۶۹) تقريباً اويا کاله مخ کښي يو کتاب وليکی، د هغه نوم ؤ " لما ذاتا خرالمسلمون و تقدم غيرهم " ژباړه: مسلمان ولي پاته شو او نور قامونه مخته ولاړل. د هغه وخت څخه تر اوسه پوري پر دغه سلګونو نۀ په زرونو مضمونونه او کتابونه ليکل شوي دي. مګر اصله پوښتنه يا سوال تر اوسه پوري هم پاته دی. په اوسني زمانه کښي د مسلمانانو پر سائنسي پسماندګي تقريباً ټول اهل فکر په يوه خُله دي. مګر د دغه پسماندګي يا شاته پاته کېدو لامل څۀ دی؟ پردې باندي تر اوسه يوه ټول منلې رايه مخته نۀ ده راغلې.
د راقم الحروف (مولانا وحيد الدين خان) خيال دی چي د دې لږ سه لږ لامل په تېرو پېړيو کښي د زياتوبه ډک تصوف دی چي په دغه زمانه کښي پر ټوله مسلمانه ټولنه باندي راخور شوی دی. سائنسي حقائق خو يو وګړی غورو فکر ته رابولي. د دې برعکس يو مبالغه کونکي يا د حد څخه اوښتی تصوف د انسان په خوبونو، بې ځايه فکرونه او پراسراره قصو کښي د ورکولو درس ورکوي. (دا درس داسي انسان د ځان څخه ورکوي چي حد پرې تمام دی) د تېرو زمانو يا د پېړيو د تصوف دغه غلبې د مسلمانانو ذهن د خارجي حقائقو څخه ليري وساتی. بلي خواته لوېديزوال (اهل مغرب) د پېړيو څخه په غور او څېړنو اخته د دغه فکري فرق پايله (Result) هغه علمي فرق دی چي نن د مغربي نړۍ او مسلمان ملت يا ټولني په مخ کښي په نظر راځي. دلته زۀ د يوه نوماند صوفي يوه واقعه نقل کوم چي د دې څخه به تاسو پوهه شی چي حق څۀ دی او باطل څۀ؟ (امام) شاه ولي الله په مسلمه يا په منلي ډول يو ستر صوفي او عالم دين ؤ دی ليکي چي زما د پلار حضرت شاه عبدالرحيم (صاحب) شفقت زما پر حال باندي داسي ؤ لکه د يو پلار چي پر زوئ باندي او د يو زده کونکي د پر ښونکي او د يوه شېخ پر يوه مريد باندي وي. د شاه عبدالرحيم صاحب د روزني طريقه څنګه وه؟ د دې اندازه د يوې واقعې څخه کېدلائ شي. شاه ولي الله صاحب ليکي چي په کوچنيوالي کښي يوه ورځ زۀ د ملګرو يا د دوستانو د يوې ټولني سره د يو بڼ (باغ) سېل ته ولاړم چي کله بېرته راغلم! نو پلار راته ووئيل چي ولی الله! تا په دغه ورځ او شپه کښي (يعني د باغ په سېل کښي) څه لاس ته راوړل چي هغه تل پاته شي. حالانکې موږ ستا په نۀ شتون کښي دومره او دومره درود ولوست. شاه صاحب ليکي ما چي د خپل پلار دا خبره واورېده نو زما زړۀ د باغ د سير يا د تفريح څخه بالکل پورته شو. (يعني مات شو) د دې څخه وروسته بيا ماته کله هم د سېل شوق پېدا نۀ شو.
وګورئ (تاريخ و عزيمت از مولانا علي ندوي حصه پنځم صفحه ۱:۳ )
دغه واقعه يا پېښه په علامتي ډول هغه طبيعت يا مزاج موږ ته راښئي چي د صوفيانو سره شته د الله د پېژندني د حصول لپاره دوئ صرف متصوفانه تدبيرونه پېژني چي د دې ټوله اډاڼه پر مراقبه (سوچ، سب چیزوں کو چھوڑ کر خدا کا دہیان کرنا) ورد او الفاظ غوندي اعمالو باندي ده. نړۍ چي د هغه يوه غټه برخه باغ، سېل و تفريح هم ده، باندي غور و تدبر کول دوئ غير معياري شی ګڼي او د تل لپاره ئې پرېږدي. د دوئ (يعني د تصوف) د ټولو ډلو) دغه ترک په بالواسطه انداز کښي د اوسني دور د ټولو مسلمانانو لپاره د فطرت د علومو څخه د پاته کېدو لامل جوړ شو. د اکابرينو صوفيانو زمانه خو د نوي نړۍ د سائنس او د فطرت د علومو زمانه ده. په کښتني انځي (Map) کښي د دغه زمانې اندازه کېدلائ شي.
خواجه معين الدين چشتي ۱۲۱۴- ۱۱۱۷
جلا الدين رومي ۱۲۷۳- ۱۲۰۷
نظام الدين اوليا ۱۳۲۵- ۱۴۴۳
سيد محمد غوث ۱۵۱۷- ۱۴۲۸
شېخ احمد سرهندي ۱۶۲۴- ۱۵۹۳
خواجه نقش بند حجته الله ۱۷۳۹- ۱۶۲۴
(امام) شاه ولی الله دهلوي ۱۷۶۲- ۱۷۰۳
سيد احمد بريلوي ۱۸۳۱- ۱۷۸۶
حاجي امداد الله مهاجر مکي ۱۸۹۹- ۱۸۱۷
(مولانا) اشرف علي تهانوي ۱۹۴۳- ۱۸۶۳
په کومه کښي چي نړيوالو د فطرت مطالعه کوله او نوی سائنس په وجود کښي راتلی، په دغه زمانه کښي مسلمان قامونو د صوفيانو زير اثر د فطرت څخه ليري په ګوښو او کونجو کښي د اعتکاف په ډول ناست ول. په داسي حالت کښي د دې پرته نور څه کېدلائ شول چي دوئ دي په سائنس او پرمختګ کښي د نورو قامونو څخه ډېر شاته پاته نۀ شي او داسي نور. زما مطلب دلته دا نۀ دی چي اهل تصوف نېغ په نېغه خلګو ته ووئيل چي تاسو د سائنس څخه ليري ووسئ او کله هم د سائنس علم حاصل نۀ کړئ، بلکې زۀ دا وايم چي د زياتو به ډک يا د مبالغه آمېز تصوف په پايله کښي په مسلمانه ټولنه کښي چي کوم مزاج پېدا شو هغه د سائنسي يا د ستر تعليمي مزاج بالکل برعکس يا خلاف ؤ. سائنسي مزاج سړی د خارج حقائقو د مطالعې خواته بيائي، مګر دغه (ناسم) تصوف چي پورته ئې يادونه وشوه وګړي (انسان) د پر اسراره باطن خواته متوجه کړي. سائنسي يا ستر تعليمي مزاج تخليقي فکر پېدا کوي او تصوفي مزاج سړی په ذهني جمود اخته کوي. سائنسي مزاج په سړي کښي د دريافت يا د څېړني جذبه پېدا کوي او ناسم تصوفي مزاج په سړي کښي دغه ذهن پېدا کوي چي هغه دي بس پر خپل شېخ باور وکړي او خپل د عقل د "ور" د خلاصولو هڅه يا کوشش دي نۀ کوي، په قرآن کښي چي لومړني آياتونه رانازل شول په هغه کښي د "اقرا٫" يا "ووايه" خبره شوې وه. حال دا چي صوفيانو و خلګو ته دا مشق يا سبق ورکړی چي کتابونه او کاغذونه وسوځي. لکه چي وائي "صد کتاب و صدورق در نارکن"
قرآن پر عالم کائنات باندي غور و فکر د معرفت راز ښودلی يا ښکاره کړی دی (ال عمران ۱۹۰)
د دې برعکس صوفيانو و خلګو ته دا ذهن ورکړی چي شېخ د ټولو کمالاتو يا خوبيو خزانه يا زېرمتون دی. د شېخ سره مينه پېدا کړه ټول ديني او دنياوي کمالات به لاس ته راوړي. د لومړي دور مسلمانان (يوازي او يوازي ) د قرآن د ستر فکر څخه متاثره شول. په دې خاطر هغوئ د پوهني په ډګر کښي زبردست پرمختګ وکړی اولا هغوئ ديني علوم د خپلو څېړلو مېدان جوړ کړی او د اسلام کتب خانې، يا کتاب کورونه ئې د هري اسلامي موضوع (Topics) د کتابونو څخه ډک کړل.
د دې نه وروسته د دنياوي علومو (علوم فطرت ) و خواته متوجه شول او په دغه ډګر کښي ئې هم تر حد زيات پر مختګونه وکړل. حتٰی تر دې پوري چي دوئ د نوي اوښتون (جديد علمي انقلاب) د پېل کولو والا هم جوړ شول. مګر وروسته پر مسلمانه ټولنه د صوفيانو غلبه وشوه، دوئ د مبالغه امېز تصوف په ذريعه مسلمان نسلونه په ذهني جمود اخته کړل. په لومړي دور کښي چي کوم قام يا ملت د علمي کاروان سردار ؤ په وروستني زمانه کښي هغه صرف د کاروان ګړز (ګردو غبار) جوړ شو يا پاته شو. صوفيانو چي په وروستيو کښي د روحاني سلوک لپاره کوم اجتهادي نظام جوړ کړی هغه بلاشبه نزاعي يا فسادي ؤ او دی. ولي چي د دغه اجتهاد تړاؤ د تعبُدي امورو (عبادتي افعالو يا کارونو ته وائي) سره دی او د علماؤ په منځ کښي دا يوه متفق عليه مسئله ده چي د اجتهاد تړاؤ صرف د معاملاتو سره دي په تعبُدي يا عبادتي امورو يا کړونو کښي اجتهاد جائز نۀ دی. صوفيانو د دغه لوئ او نازک حد خيال ونۀ ساتی، دوئ د مسنون طريقه عبادت سره "د معاون تدبير" په نامۀ نوري طريقې جوړي کړې او دا طريقې يا بدعتي کړني ئې په خپلو مريدانو کښي خپرې کړې. د دوئ دغه فعل ئې له شکه د شرعي حد څخه تېری ؤ او دی. او په ګران به دغه منل کېږي يا تصويب کېږي هم. دغه رنګه دغلطو صوفيانو او کمزوري تصوف په وجه يو بل شی هم په وجود کښي راغلی چي هغه د صحابه کرامو په وخت کښي نۀ ؤ. هغه دی ځاني يا شخصي تقدس يا پاکوالی. د صحابه ؤ په وخت کښي ټوله پاملرنه د خدائ پاک و خواته وه. د خلګو په نيز ټول ديني قدر و قيمت د خدائ او د هغه رسولﷺ ؤ. مګر د صوفيانو په وجه د دغه بدعت رواج پېل شو اوس خلګ د صوفي شخصيت په شعوري يا غير شعوري ډول مقدس بولي.
دغه رنګه په اسلام کښي شخصيت پرستي يا په نورو ټکو کښي ګروډم داخله شو. حالانکې د اسلام لپاره دا سراسر نابلده خبره ده. په دې خاطر خو وائي چي کهنوت په اسلام کښي جائزه يا روا نۀ دی بيا هم لکه څنګه چي پورته ئې ذکر وشو د صوفيانو په وجه دوه ګټور کارونه وشول. لومړی په مسلمانه ټولنه کښي د انساني قدرونو يا ارونو اشاعت يا پهيلاؤ وشو او بيا په دغه يا پايله کښي په اسلام کښي اشاعت يا د خورېدني لاره هواره شوه. اسلام په خپل ذات کښي يو تسخيري کشش لري. که چېري د مسلمانانو او غير مسلمانانو (داعي او مدعو) په منځ کښي نفرت ختم کړل شي، يوه معتدله فضا جوړه شي نو به اسلام پخپله خپور شي. صوفيانو (واقعي) دغه کار وکړی. بيا هم په اعلٰی تعليم يافته ډله کښي د قبوليت او منني لپاره اسلام پر نوي او اعلٰی معيار باندي د وړاندي کولو اړتيا شته. په دې خاطر چي د دوئ په زمانه کښي د اسلام کومه خورېدنه يا اشاعت وشو هغه هم د عوامو پوري محدوده پاته شو، نو داسي وشو چي د قام په کښته طبقه کښي خو (اسلام) خپور شو، مګر د قام زياته او اعلٰی ذهينه طبقه محرومه پاته شوه. د کميت په لحاظ خو د مسلمانانو په شمېر کښي زياتوب وشو، مګر د کېفيت يا د څنګه والي په اعتبار سره لوړ معيار حاصل نۀ کړل شو. اوسنۍ زمانه د علمي پرمختګ زمانه ده. د سائنسي انقلاب په پايله کښي په انساني فکر کښي زبردسته تبديلياني کېږي، د وخت ذهينو خلګو نوی تعليم تر لاسه کړی او ذهني دور ته ورسېدل. اوس اړتيا ده چي اسلام د نوي وخت پر علمي معيار باندي وړاندي کړل شي. اسلام د عصري دلائلو سره مدلل کړل شي او د خلګو مخته راوړل شي نو به نوې طبقه د دغه ستر مذهب سره اشنا شي. مګر د وخت دغه اړينه کار ونۀ کړل شو او د دې ساده وجه دا وه چي پخپله مسلمان د خپلي ناخبرۍ په وجه د دغه ځانګړي او مهم کار و خواته متوجه نۀ شو.
د صوفيانو غلبې د عوامو په اندرون کښي اسلام خو خپور کړی مګر د خواصو طبقه د دې څخه محرومه پاته شوه. د دې پايله يا نتيجه موږ نن ګورو چي مسلمان ملت نن د تعداد په لحاظ څومره ډېر دی مګر د زور او تاثر په لحاظ د نړۍ کمزور ترينه يا پس ترينه قام جوړ شوی دی. ولي چي زور او تاثير د لوړو (Advance) او لوستو ذهنونو په وجه يا ذريعه سره راځي او اعلٰی ذهنونه په خپله مسلمانانو د اسلام و خواته مايله نۀ کړل، بيا نو د کافرانو اعلٰی ذهنونه (Advance minds) به د اسلام و خواته څنګه مايله شي.
(د مولانا وحيد الدين کتاب (فکر اسلامي) مخونه ۱۲۸- ۱۳۸