ليک: رابندر ناتهـ ټېګور

ژباړه: مقدس خان معصوم

د مجلې ګڼه:۱۳مه

 د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷

زما يوه همسايه په وړوکوالي کښي کونډه شوې وه. هغه لکه خزان  وهلې ناشګفته کلۍ وه چي د خپل ښاخ نه جدا شوې وه. ما به په زړۀ زړۀ کښي د هغې عبادت کولو، د دې نه علاوه ما به هغې ته څه په بل نظر نۀ کتل. د دې خبري سپينول نۀ زما خواهش دی او نۀ ئې څه ضرورت شته.

زما د دې راز نه زما خوږ دوست "مادهو" هم واقف نۀ ؤ او ما به فخر کولو چي زما دغه راز هيڅ چاته معلومه نۀ دی. لاکن د زړۀ جذبات او احساسات د غرونو د هغه چيني په شان وي چي په څۀ نه څۀ چل د قابو نه د باهر وتلو کوشش کوي. او که هغه ناکامه شي نو بيا خو ډېر تکليف رسوي. هم دغه وجه وه، ما اراده وکړه چي خپلو قلبي جذباتو ته د نظم جامه ور واغوندوم. او د زړۀ دا دروند بار ورباندي د سپکولو ذريعه پېدا کړم. زۀ هم دغه کشمکش کښي راګېر وم چي زما دوست مادهو ته هم په شاعرۍ کښي دلچسپي را وړاندي شوه. لکه څنګه چي ناڅاپه زلزله راشي او انسان حيران پاته شي هم داسي ما هم چي د مادهو په طبعيت کښي انقلاب وليدو نو هک حيران شوم. هغه د شاعرۍ نه بالکل نابلد ؤ. رديف، قافيه، بحر او وزن نه هم واقف نۀ ؤ. بيا هم هغه بلا تکلف طبع ازمائي وکړه او د اصلاح دپاره ئې له مانه مدد وغوښتو او زما لمن ئې ټينګه ونيوله.

ما د هغه په نظم تنقيدي نظر واچوم، چي نۀ خو په قديم طرز ليکلې شوی ؤ او نۀ په جديد رنګ کښي ؤ. د شروع نه تر آخره پوري بس د محبت يوه افسانه وه. 

ما ترې نه په خندا خندا کښي پوښتنه وکړه چي دا خو ووايه چي آخر ستا مخاطب څوک دی؟ هغه په جواب کښي ووئيل چي زۀ خو لا په خپله هم د هغه نه ناخبره يم.

د مادهو د نظمونو په نظرثاني کښي ماته هم تسکين قلب حاصلېدو. ما د هغه په نظمونو کښي د خپل زړۀ تاثرات او واردات بيانول شروع کړل. لکه څنګه چي يوه کړوکه چرګه د سيمرغ اګۍ ومومي نو هغه اګۍ ژر خپلي سينې لاندي ونيسي او هغې باندي کښېني. هم دغسي ما هم د مادهو خيالات د خپلو جذباتو لاندي پټ کړل او د هغه د تک بنديانو به ما داسي اصلاح کوله چي د هغه نظم به زما د خيالاتو ائينه دار ؤ او مادهو به هم خوشحاله شو او وبه ئې وئيل. بس بس ما خو هم دغه خبري نظم کول غوښتل. خو زۀ پکښي ناکامه شوم او تاخو خاص زما د زړۀ خبري وليکلې خو خدائ خبر چي تاته زما د جذباتو اندازه څنګه وشوه. 

ما به د مشهورو شعرا غوندي په تسلۍ سره جواب ورکړو. چي دا خو زما د قوت خيال کرشمه ده. ګڼي په حقيقت کښي ټول خيالات خو هم ستا دي، زۀ خو صرف پکښي لږ ډېر الفاظ وړاندي وروستو کړم.

په شروع شروع کښي خو مادهو ته زما په خبرو باندي يقين نۀ راتلو. خو په قرار  قرار ئې فکر کولو او آخر کار دغه مغالطې بيا د يقين صورت اختيار کړو. 

زۀ دې خبري نه انکار نۀ شم کولائ لکه څنګه چي يو نجومي د خوش نصيب ستوري په تلاش کښي د اسمان په طرف ګوري دغسي به کله کله ما هم د همسايه د کړکۍ په طرف وکتل او هلته به زما ګوهر مقصود ماته په نظر راغلو. 

د بيساکهۍ مياشت او وخت مازيګر ؤ، په اسمان باندي ورېځي خپرې وې. هغه وخت زما همسايه په کړکۍ کښي يوازي ولاړه وه. ما د هغې په سترګو کښي ډېر د رنج و غم اثار وليدل، د هغې غټي غټي او زړۀ راکښونکي سترګي لکه د تېزي هوا د خوف نه دمارغه په شان پريشاني وي. هغه په څۀ خيال کښي غرقه معلومېدله. بس د هغه وخت نه ماته زما د زړۀ بار نۀ سپېکېدلو، بلکې د وحشت قلب معامله څه بله وه. 

نو ما پخه اراده وکړه چي بنګال کښي به يو داسي پراپېګنډا شروع کړم چي د کونډو ښځو په ودونو کښي هيڅ رکاوټ پاته نۀ شي. په دې معامله که بېشک زما ژوند هم په خطره کښي پرېوځي. زۀ به د هيچا د مخالفت پرواه نۀ کوم، خپل کار سره به کار لرم. ما دغه خبره مادهو سره هم شريکه کړه. 

هغه ماته ووئيل چي په کونډتون کښي ښځو ته يو قسم د پاک روحاني مرتبه حاصلېږي او که چېري هغوئ بيا وادۀ ته تياري شي نو دغه پاکيزګي او روحانيت به ئې پاته نۀ شي. 

د مادهو په دې فضول او شاعرانه ګفتګو باندي ماته غصه راغله ا ورته مي وئيل چي د قحط ورځو کښي يو سړی د لوږي مړکېږي او د هغه وړاندي د خوراک د څيزونو بد بيانول او د ګلونو په خوشبو او د بلبلو په سندرو د هغه د خېټي د ډکولو کوشش کول حماقت نۀ دی.

نو نور څۀ دي؟ د مصورانو په نظر کښي د ارټ په لحاظ سره په سوځېدلي مکان کښي يو خاص قسم خوبصورتي خو راشي، لاکن مکان ته د مصور په نظر نۀ شي کتلی. په دې مکان کښي اوسېدل هم کېږي نو مصور چي هر څۀ وائي خو د مکان مرمت هم ضروري وي. داسي ده او که نۀ؟ تۀ خو به کونډو سره څه په نور خيال شاعرانه محبت کول غواړي، خو چېري تا دا سوچ هم کړی دی؟ چي د کونډو ښځو په سينو کښي د حسرت او ارمانونه ډک زړونه پراته وي. 

مادهو يوه سړه ساه واخسته او سوړ اسوېلی ئې وکړو او زما خبره ئې ومنله. چي واقعي ستا خيال په خپل ځائ د تعريف وړ دی. 

يوه هفته پس ئې ماته ووئيل که تۀ زما مدد کولی شې نو زۀ به په خپله هم يوې کونډي سره وادۀ کولو ته تيار شم. 

ما چي د مادهو دا خبره واورېده نو ما يک دم هغه ځان ته راغاړي ويستو او تسلي مي ورکړه چي ستا په وادۀ که هر څومره روپۍ خرڅ راغلو هغه به زۀ له ځانه تاته درکړم.

بيا هغه ماته ټوله قصه واوروله چي څه مودې نه هغه يو کونډي سره محبت کول شروع کړي دي او دا خبره ئې تر اوسه چاته هم ظاهر کړې نۀ ده. په کومو ماهوار رسالو کښي چي د مادهو په نوم به زما نظمونه شائع کېدل هغه رسالې به ئې خپل منزل مقصود ته رسولې او د هغې نظمونو خاطر خواه اثر وشو. يعني د بل تحريک څه ضرورت پاته نۀ شو. 

بلکې په خپله د اميدو ياس طريقه په لاس راغله او هغه ماته دا اطمينان هم راکړو چي په دې معامله کښي زما خپله څه چالاکي هم نۀ وه ولي چي د هغه منظور نظر کونډه خو خوانده هم نۀ وه. د کونډي د ورور په نوم به هغه يوه رساله هره مياشت مفت ور استوله. حالانکې دغه لېونتوب ؤ، خو په دغه طريقه به ئې زړۀ ته لږ اطمينان ورسېدو او مادهو به ځان ته دا تسلي هم ورکوله چي ما خو د ديوتا په نوم باندي د هغه په مخ کښي ګلونه هم خپاره کړي دي، خو هغه به ترې خبر وي يا که نۀ. او قبول به ئې کړي که نۀ."

د کونډي ورور سره چي مادهو کومه دوستي شرو ع کړې وه نو په قول د هغه په دې کښي هم څه خاص مقصد نۀ ؤ، خو څوک چي چا سره مينه کوي نو د هغه نزدې استوګنو سره هم قدرتي مينه محبت پېدا شي. د سختي بيمارۍ په دوران کښي د کونډي ورور ته ورتلل او بيا هغې سره د مادهو ملاقات کېدل او د وادۀ عهد و پيمان کول دا يو اوږد داستان دی. اول خو هغه کونډه وادۀ ته نۀ تيارېدله، خو مادهو چي ورته د اوښکو نه ډکو سترګو سره زور دار او دلکش دليلونه وړاندي کړل نو هغې د وادۀ کولو "هو" وکړه.

مادهو ماته ووئيل اوس د هغه کونډي عزيزان مانه د وادۀ خرڅ غواړي.

مادهو ووئيل چي د وادۀ نه پس زما پلار به د پنځو شپږو مياشتو دپاره ضرور په ما خرڅ بند کړي نو په دغه دوران کښي زموږ د دواړو د خرڅ هم څه بندوبست پکار دی.

ما فوراً د مادهو په نوم چېک کټ کړو او ورته مي ووئيل چي دوسته! اوس خو د خپل منظور نظر اته پته و ښايه او تۀ ئې پرېږده زۀ قسم خورم چي بيا به د هغې په نوم نظم نۀ ليکم او که چېرته ليکلو مي هم نو د هغې د ورور په ځائ به ئې تاته در استوم .مادهو ووئيل وروره! په ځائ به ئې تاته در استوم. 

مادهو وئيل وروره! زۀ د هغې نه نۀ يرېږم خو هغه د دوباره وادۀ کولو په خپله پريشانه ده، ځکه خو هغې ماته وئيلي دي. چي زما حال به هيچاته نۀ وائې، خو زۀ اوس فکر کوم چي تانه دا خبره پټولی هم نۀ شم ولي چي د وادۀ ټول آخراجات خو تا په خپل سر واخستل. نو زه به څنګه تاته د خپلي محبوبې اته پته نۀ ښايم. زۀ خو ستا احسان مند يم. 

نو دوسته! "هغه خو هم ستا همسايه ده چي په نولسم نمبر مکان کښي اوسېږي." 

ماچي د مادهو دغه خبره واورېده چي هغه ستا همسايه ده او په نولسم نمبر مکان کښي اوسېږي نو که زما زړۀ د اوسپني بوائلز هم وي "نو يقيناً په دې ګوزار به چاودلی وي. په ډېر مشکله سره چي زما په طبعيت کښي لږه حوصله راغله نو ما ترې تپوس وکړو چي ولي هغه د کونډو ښځو دوباره ودونه کول اوس خوښوي؟"

"مادهو" ښه په ډاډۀ زړۀ او په خندا سره ماته جواب راکړو چي هو هغه دا وخت د کونډو د ودونو په حق کښي ده. نو خوښوي به ئې ولي نۀ؟ 

ما په طنزيه انداز کښي ووئيل چي هغې به ستا نظمونه لوستلي وي ځکه په تا عاشقه شوې ده، که څنګه؟

مادهو ووئيل نو په دې کښي د تعجب څۀ خبره ده. ولي زما نظمونه څه معمولي نظمونه ؤ، که څۀ؟ هم ددغه نظمونو د اثر لاندي خو هغې ماته غاړه کښېښوه چي هو زۀ تاسره وادۀ کول غواړم.

نو مابه د دې نه پس څۀ وئيل او د څۀ وئيلو ګنجائش خو هم پاته نۀ شو. البته دا خبره چي "بکف چراغ داشتن."

د دې نه لوئ او معتبر مثال به هيڅ کله چا ليدلی او اورېدلی نۀ وي. 

 

FaLang translation system by Faboba