م، ر، شفق
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
" سلسلې" (۲۰۱۴) د ښاغلي اکبر حيات کاکا خېل شعري مجموعه ده. د دې ښاغلي ژوند او فن په هکله فضل الرحمٰن صابر (مردان) خپله مقاله کښي ليکلي دي: (ص ۲۷)
"په ۱۹۸۱ کښي ئې د پښتنو په نسلي موضع يعني چي پښتانۀ د کوم نسل سره تعلق لري، د يو دروند سيمينار انعقاد کړی ؤ. چي مشر مېلمه ئې د پښتو ژبي دروند ليکوال ميا سيد رسول رسا ؤ او صدارت ئې تقويم الحق کاکاخېل کړی ؤ. په دې علمي، تاريخي او ادبي سېمينار کښي په مذکوره موضوع مقالې، د پښتو ادب دوو نوميالو هستيو (خدائ بخښلي) بهادر شاه ظفر کاکاخېل او قاضي عبدالحليم اثر اورولي وې........
عبدالحليم اثر
مردان کميونټي کونسل حال کښي شوي دغه سېمينار له زۀ هم ورغلی وم، خو لږ ناوخته. د ميا بهادر شاه ظفر مقاله مي نۀ وه اورېدلې. قاضي عبدالحليم اثر افغاني د مقالې شروع کولو نه وړاندي وئيلي وو.
"خبره دا نۀ ده چي پښتانۀ آرين دي که بني اسرائيل. اصل خبره دا ده چي بني اسرائيل ټول په ټول پښتانۀ دي او پښتو ژبه د حضرت سليمان عليه السلام په دربار کښي هم ووئيلې شوه."
د قاضي اثر افغاني نه پس "خان روشن خان" اردو کښي يوه مقاله اورولې وه. چي په علمي او تاريخي لحاظ صفا سپېڅلې وه. د لوستونکو عقل او ذهن ته ئې اپيل کوو، خو فضل الرحمٰن صابر صاحب د روشن خان کاکا ذکر نۀ دی کړی. ما چي د اکبر حيات کاکاخېل په "ژوند او فن" د صابر صاحب ليکنه ولوستله، نو د "سلسلې" شاعر ته مي يو خط کښي د روشن خان کاکا حواله ورکړه او يو قسمه ګيله مي ورته وکړله چي خان روشن خان خو ستاسو درنو مېلمنو مقاله نګارانو کښي شامل ؤ، دی مو څنګه هېر کړی دی!!؟
يوه ګيله ده چي همېش ئې کوم
زۀ درنه څرنګه هېرېږم اشنا!
اکبر حيات کاکا خېل يا ملګری صابر صاحب (مردان) څه جواب نۀ ؤ راکړی؟
دا ړومبی ځل ؤ چي ما روشن خان صاحب په ادبي سټېج ولاړ وليدو او د هغه اردو مقاله مي واورېدله. سترګي مي وغړېدلې چي يو "نالوستی" او "غير اديب" سړی په اردو کښي ليکلې مقاله دومره په رواني او اسانۍ څنګه وئيلی شي!!!
ما تر دغه وخته د " تواريخ رحمت خاني" اردو ايډيشن او د روشن خان صاحب " تاريخي حواشي" لوستلي وو او د خان روشن خان اردو " تذکره" مي هم تر څه حده ښه په دلچسپي کتلې وه چي د تاريخي معلوماتو پنګه وه. ولي زۀ دې منلو ته ذهني طور تيار نۀ وم چي خان روشن خان د اردو يو نامتو مصنف هم کېدلی شي. دی به ماته د خاکسار منزل حاجي عبدالحکيم غوندي د تماکو لوئ سوداګر او ساده باده پښتون سړی ښکارېدو. ما به وئيل مالدار سړی دی پيسې خرڅ کولی شي نو پخپل نوم کتابونه چاپ کول ورته څۀ دي؟ زموږ يو خوږ اشنا عبدالکافي اديب (مرحوم) د دې يو مثال دی. په يو څو زره روپو به ئې تحقيقي مقاله وليکله او يارانو به پرې د "ايم فل" او "پي ايچ ډي" ډګرۍ تر لاسه کړلې.
د پښتنو د اصل نسل باره کښي د روشن خان کاکا اردو مقاله زما دپاره څۀ نوی انکشاف نۀ ؤ، زيات متاثره د هغه ساده باده پښتني شخصيت کړم او د مقالې نه وړاندي پښتو کښي يو څو خبروکړم. د دې نه پس ورسره زما ذهني رابطه جوړه شوه. يو خط مي ورته لېږلی ؤ او بيا مي ورسره يو څو دلچسپ ملاقاتونه او خبري اتري هم شوي وې.
روشن خان کاکا چي سټېج ته راوغوښتی شو نو وې وئيل:
زۀ د ډېري مودې راسې د پښتو باره کښي تحقيق کوم، تر لري لري ورپسې لټون کوم او څۀ چي ليکم نو اردو کښي ځکه ليکم چي په کراچۍ کښي او د هندوستان په ښارونو کښي اوس هم داسي پښتانۀ يوسفزي، بنګش، لودهي او د نورو قبيلو خلګ شته چي پښتو ترې هېره شوې ده، خو خپل اصل نسل سره ئې تړون شته دی. زۀ خپل ليکونه دغو پښتنو ته لېږم هغوئ کښي قابل عالمان، اديبان، زما ډاډګيرنه کوي."
روشن خان کاکا ووئيل:
دا ړومبی ځل دی چي شاعرانو، اديبانو خپل مجلس ته رابللی يم. په دې ډېر خوشحاله يم او ستاسو شکريه ادا کوم چي ماته مو د خيالاتو د اظهار او خپل موقف ښکاره کولو موقع راکړه، خو تاسو ټولو ته دا خواست هم کوم چي دا ګوته به اوس ټينګه ساتئ، داسي علمي، ادبي مجلسونو ته به مي بيا هم راغواړئ، هغه د پښتو ټپه :
اول دي وې چي رامئين شه
اوس راته وائې زړګی صبر کړه مئينه
د روشن خان کاکا دغو څو خبرو زما په احساساتو ډېر اثر وکړو. زۀ په دغو ورځو کښي د ريډيو پاکستان پښتو خبرونو څانګه کښي ملازم وم. (دستمبر۱۹۷۵ تا جون ۲۰۰۶) کلي ته به هفته دوه هفتې پس تلم راتلم. سټلائيټ ټاؤن ۶۱۲ ډي کښي د ريډيو او نورو ملګرو سره اوسېدم. روشن خان کاکا ته مي پښتو کښي يو خط ولېږلو، د ريډيو پاکستان حواله مي ورکړله او دا مي هم ورته وليکل چي زۀ کله کله نوی کلی صوابۍ ته د "خور بي بي" سلام ته حاضرېږم. ډاکټر سيد محمد اقبال زما اخښی دی. خط کښي مي د روشن خان کاکا چېړلو دپاره دا هم ليکلي وو چي پښتانۀ پخپله درانۀ خلګ دي، خو تاسو د دوئ د درنولو دپاره ځيني اهم شخصيات لکه مولانا شوکت علي او مولانا محمد علي جوهر هم پښتانۀ بلکې يوسفزي ثابتوي. دلته پنډۍ کښي يو دوست بلال رامپوري، دعویٰ کوي چي "علي برادارن" په رامپور کښي د دوئ ګاونډيان وو. په شېخانو مشهور وو او شېخ هغه سړي ته وئيلی شي چي هندو مسلمان شوی وي.
روشن خان (کاکا) راته ډېر زر جواب راولېږلو. ليکلي ئې وو. د ناروغۍ او لاس رپېدو له کبله دا خط د منشي په لاس ليک درلېږم. د مولانا شوکت علي او محمد علي جوهر مشران د صوابۍ "مرغز" نه هندوستان ته تلي وو. د صوابۍ تحصيل محافظ خان کښي ټول ريکارډ زما له نظره تېر شوی دی. دغه کاغذونه ما کتلي دي او راسره دي. تۀ چي کله هم نوي کلي ته پېښه وکړې نو ضرور به ملاقات له وخت وباسې. تفصيل به درته بيان کړم او شېخ يوازي هغه سړي ته نۀ وائي چي هندو مسلمان شوی وي، موږ خلګ نېک عبادت ګزار او د لوئ ږيري سړي ته هم شېخ وايو او که خيال دي کړی وي لکه د ځينو نورو سيمو، ستاسو کلي (طورو) کښي د "شېخانو" خپله حجره جومات شته. دوئ د پخوا نه پښتانۀ مسلمانان وو.
بيا زۀ کال نيم پس چرته نوي کلي صوابۍ ته لاړم. خپل خورئی "اشفاق" (الله پاک دې وبخښي) ځان سره ملګری کړو او مازيګر د "شيوې اډې" نه "روشن پوره" ته پياده روان شو. اشفاق په ټوله لاره په رو رو ګورېدو او د خلګو د خُلې خبري ئې کولې. وئيل ئې ماماجي! دا روشن خان اکا د ځينو خلګو په خيال ښه سړی نۀ دی. "شوم" يادېږي. د دۀ يو زوئ چي ډېر ښه زلمی ؤ. غريبو خلګو ته به ئې ښېګړي رسولې او مدد به ئې ورسره کوو. د پوليس په ډزو وژلی شوی دی. د کلي خلګ په دې هم خفه دي چي دا حادثه د روشن خان اکا د بې غورۍ په وجه پېښه شوې وه، وغيره وغيره. پلار زوئ له کور ځمکه جائيداد ورکړي وو، خو د خلګو د خبرو نه دا اندازه هم په اسانه لګېدی شوه چي ښه خوئ بد کړو. د يار بدو همنشينو هر وخت به ترې داسي خوشي تشي کسان راچاپېره وو چي د پوليس په نظر کښي مشکوک وو، نو پوليس پرې ناڅاپي چاپه ووهله.
ما خپل خورئي ته ووې زما دې خبرو سره دلچسپي نشته.
دومره معلومات لرم چي روشن خان صاحب په ډېره غريبۍ کښي پخپل محنت او پرله پسې کوششونو اوسني مقام ته ځان را رسولی دی. د تماکو يو لوئ کاروبار ئې دی، معتبرو کاروباريانو او لويو خلګو سره ئې راشه درشه او ناسته پاسته ده. زما دغې سره هم څۀ کار نشته. زۀ چي د هغه خوا له ورځم او ملاقات کول ورسره غواړم نو صرف په دې خاطر چي روشن خان يو مؤرخ دی، محقق دی، کتابونه ئې ليکلي دي، د يوسفزيو او پښتنو باره کښي ئې څېړني کړي دي.
موږ په خبرو خبرو کښي "روشن پوره" ته ورسېدو. حجرې ته ورننوتو، برانډه کښي يو څو مشران په کټونو کښي ناست وو. روشن خان سره ئې خبري اتري کولې، هغوئ ته ئې غوږ ايښی ؤ. سپينه ټوپۍ په سر، يوه شړۍ ئې له ځانه کلکه تاؤ کړې وه. تکيه ته ډډه لګولې ټونډ مټونډ ناست ؤ. څنګه چي زموږ په ښکالو پوهه شۀ نو مخ ئې موږ پله راواړولو او ښه په اوچت اواز کښي ئې ووئيل.
"هر کله راشئ زلمو! يَرَه دغسي کله کله سړی لار خطا کړي، ملګري سره کښېني، د کلي اولس او د ملک خبري اوشي، زړونه سره سپک شي. ښه مو وکړل. هلکو! ورشئ د دې مېلمنو دپاره د چايو او نور څۀ بندوبست هم وکړئ!...."
دې مهال کښي ناست خلګ راولاړ شو زموږ يو يو مشر سره جوړ تازه اوشو. د روشن خان صاحب خوا له چي ورغلو نو لاسونه ئې د شړۍ نه رابهر کړل په رپېدلو لاسونو ئې راسره روغ بړ وکړل. وئيل ئې پاڅېدل راته ګران دي، خفه نۀ شئ دا وخت مي هم تېزه تبه ده."
ما ورته وئيل " نه جي تاسو مشران ئې تاسو له تکليف نۀ درکوو بس لږه شېبه به ستاسو نه څو خبري واورو بيا به ځو."
دې مهال کښي روشن خان کاکا بيا چغه کړه "يا هلکو! ورشئ چائ او ورسره څه خواږه ترسکون راوړئ او وخت د ډوډۍ هم رانزدې دی کور سوال جواب وکړئ چي څه تړکه مړکه ولګوي.
"روشن خان کاکا په يو نېب لګيا ؤ، ما سره وېره پېدا شوه که دا حال وي نو دۀ سره به خبري څنګه کوو، څه په ګرانه مي ترې د خبري وار بيا موند.
زۀ: روشن خان کاکا ډوډۍ ته بالکل نۀ ايسارېږو، موږ ته به د ماسخوتن په ډوډۍ زما "خور بي بي" په انتظار وي. دا خورئی راسره ضمانتي او ګواه دی، صرف ستاسو ليدو له او د يو څو خبرو دپاره دلته راغلی يم. اوسېدونکی د طورو يم خو راغلم د اسلام اباد نه.
روشن خان کاکا: ښه ښه مشتاق ئې کنه، هغه خط چي دي رالېږلی ؤ!! دا خو دي کمال وکړو، زۀ خو دي په بيعه واخستم. يا هلکو ورشئ کنه د چايو زرتر زره ښه انتظام وکړئ. بيا تاسو مشرانو ته وائي تاسو به کله کله په ريډيو د پښتو خبرو نه اوری تاسو به دا اواز هم اورېدلی وي.
"دا ريډيو پاکستان دی د مشتاق نه خبرونه واورئ. "دا هغه مشتاق دی کنه!"
دې وېنا سره روشن خان کاکا نېغ راپاڅېدو، شړی ئې لړه کړه او څادر ئې کلک تاؤ کړی ؤ، زۀ هم ور پاڅېدم ما وې ګورئ جي تاسو کړاؤ مه کوئ، بس څو خبرو ته لېواله يو. روشن خان کاکا وئيل نه کنه! مشتاق صاحب تبه خو لاړه وشلېده. زۀ خو ستا په شان سړی له خدايه په اسمان غواړم او تۀ ئې راله په مځکه راکړې. ګوره! چي ډوډۍ ته ايسار شئ نو خبري به ډېري وکړو."
اوس په ما مېږي حواله دي. او روشن خان کاکا وائي "يه سړيه! دا ما له چي څوک راځي د تماکو نه بغير بله خبره نۀ وي. زړۀ ئي راله څخا کړو.تا ښه وکړل. چي راغلې........"
بيا ئې سمه هنګامه جوړه کړه " روشن خان " کاکا خبري هم کولې او برانډه کښي ځي راځي. چي خيال مي شو نو څوک يو خوا زغلي څوک بل خوا منډه وهي. دې کښي يو زلمی په شغ راغی، د يوې کوټې ور ئې لري کړو ماته وائي. "راځئ دلته به کښېنو، د الله پاک احسان دی دا برانډه دا ټوله حجره زما ده، تاته دا کوټه نۀ ښايم. ټول د الله تعالٰی فضل دی، دا قالين چي غوړېدلی دی دا صوفې چي پرتې دي، په دې مي کار نشته. ما وئيل دلته به بېل ښه په ارام خبري وکړو. ستا د پوښتنو جوابونه به هم وشي، بهر ناسته کښي دا نقصان دی، څوک عام مېلمه راشي نو خامخا به زموږ د خبرو تسلسل ماتېږي. دلته به ښه په جمع زړۀ او سکون خپل مجلس وکړو. هيڅ قسمه خلل به پکښي نۀ راځي.
"روشن خان کاکا" موږ په صوفو کښېنولو. دې کښي يو پاتنوس د مېوو دانو، بل د چايو، تودو پيکوړو، بسکوټانو او روشن خان کاکا پخپله لکه د سيماب د قطرې قرار نۀ مومي. په ولاړه ولاړه هلکانو ته هدايات هم ورکوي. او موږ دواړو ته بيا بيا يوه يوه دانه په ګوته کوي، تاسو دا واخلئ او دغه پيکوړې خپل کور وتيلی شوې، بازار نۀ دي. ښه تودې دي، تاسو ست مۀ غواړئ، دې ته لاس کړئ کنه.
زما له يوه خدايه وه. زړۀ کښي به مي وئيل چي دا ځمکه وشلېدی او زۀ پکښي ورننوتی. روشن خان کاکا ته موږ پاک ماشومان ښکارېدو او لکه د مهربان مشر به ئې پخپل لاس يو يو شی را پيرزو کوو......" ما وئيل داسي به قصه ګرانه شي، تاسو کښېنئ چائ به څښو، پيکوړې به خورو، خو چي يو څو خبرو له پکښي موقع هم ورکړو، ګنې نو بيا به ستاسو د دې درنې مېلمستيا باوجود تشه جولۍ واپس ځو او زر مي يوه حواله ورکړه چي تاسو په تذکره کښي پاک پېغمبر ؐ سره د جناتو (پېريانو) د جرګې ذکر ډېر په تفصيل سره کړی دی. د قران پاک د آيتونو او احاديثو په رڼا کښي مو يو ډېر عالمانه بحث کړی دی. ثابتول دا غواړئ چي دغه د جناتو جرګه به د پښتنو وه، ځکه چي ژوند ژواک ئې د صحرائي، ځنګلي خلګو غوندي پټ ؤ او جن به ئي صفتي نوم وي!!؟ خو ټوله ذمه واري مو د قرآن مفسرينو او عالمانو ته په غاړه کړې ده. دغو کښي سر سيد احمد خان، غلام احمد پروېز، سيد ابو الاعلٰی مودودي او نور هم شامل دي!!!
روشن خان صاحب په دې خبره ډېر خوشحاله شو چي ما "تذکره" لوستې ده. زر پاڅېدو د تذکره تازه اشاعت ( سوم ) ئې راواخست. (۱۹۸۲) او پخپل لاس ليک ئې راپيرزو کړو. د پاسه پرې پخپل پوخ شکسته خط کښي وليکل.
تحفه بخدمت ګرامي جناب مشتاق صاحب زاده عمره
موضع طورو مردان
منجانب روشن خان موضع نوا کلي
تحصيل صوابي مردان
بتاريخ ۳۰ دسمبر ۱۹۸۳
روشن خان
روشن خان کاکا وخاندل. مشتاق صاحب! ستا خبره بالکل صحيح ده. زۀ خو د خپلي خبري او خپل موقف مضبوطولو دپاره د هر عالم او مفسر حواله را اخلم خو پخپله عالم او مفسر نۀ يم، نو ځکه ذمه واري د هغوئ ده چي نور تحقيق وکړي. زۀ خو صرف د خپل مطلب يوه نکته په ګوته کوم. لکه دې بره دري کښي څۀ ټنګ وشو. زۀ وايم تاسو ورشئ وګورئ. دغلته چرګه ده؟ که پېشو؟ زۀ څۀ وئيلی شم؟ زما خو ټنګ تر غوږو شوی دی.
پوښتنه: روشن خان کاکا. تاسو ووې عالم نۀ يم، سبق مو دغه څلورم جماعته پوري وئيلی دی، نو مصنف څنګه شوې؟ او دومره ښائسته، اسانه، روانه اردو څنګه ليکلی شې! او که تاسو خفه کېږئ نۀ دې "تذکره" کښي ځيني داسي جملې دي چي هو بهو د الله بخش يوسفي کتاب "تاريخ يوسفزي" کښي ما لوستي دي......!!!
روشن خان: تۀ لږ صبر وکړه جواب درکوم. بيا پاڅېدو د يوې المارۍ نه ئې د پلاسټک يوه درنه تېلۍ کښي د کاغذونو پرزې راوړلې، ورسره يو بل کاغذ هم لاس کښی ؤ. وې اول دا وګوره! بيا به خبري کوو.
دا خط ورته د کراچۍ نه پروفېسر ابو سلمان شاهجهان پوري ليکلی ؤ. خط کښي ليکي. "ستاسو مسوده مي ولوسته چرته ځائ په ځائ مي په پنسل "کا، کي" درست کړل ستاسو اردو تحرير بالکل د ژبي او محاورې په لحاظ صحيح دی او په خصوصي توګه د تاريخ دپاره هم داسي ژبه موزون ده کومه چي تاسو استعمال کړې ده."
د دې نه اګاهو چي پروفېسر صاحب ابو سلمان د " تواريخ حافظ رحمت خاني" دوهم اردو ايډيشن باره کښي مقاله ليکلې وه. د "حرف آخر" لاندي ليکي" روشن خان صاحب پخپله اعتراف کړی دی چي زما مورنۍ ژبه پښتو ده. اردو مي نۀ مورنی ژبه ده او نۀ مي باقاعده زده کړه کړې ده." نو د تذکير تانيث يا واحد جمع د غلطيو باره کښي ئې بخښنه غوښتې ده. ابو سلمان صاحب وائي که چېري "حرف آخر" مي د ټولو نه اول لوستی وې نو خيال به مي دا ؤ چي ډېري غلطۍ به ترې شوي وي او دغه غلطۍ که نۀ وې نو ډېره به ښه وه، خو د مصنف د غلطيو نه چي د پروف ريډنګ غلطۍ هم وباسلې شي نو بيا غلطۍ تش په نوم پاتي شي. او آخر کښي د فاضل مرتب دا هيله صحيح معلومېږي چي دا کتاب د عام لوستونکو دپاره نۀ دی. د تاريخ د طالب علمانو او بالخصوص د پښتنو د تاريخ ذوق لرونکو د خوښې څيز دی او دوئ به پخپله غلطۍ سمي کړي.
دې پسې روشن خان کاکا د پلاسټک تېلۍ زما مخي ته کېښوده. وئيل ئې مشتاق صاحب! ستا خبره بالکل رښتيا ده. چي زما " تذکره" کښي او د الله بخش يوسفي صاحب کتاب کښي ځيني جملې او پيراګرافونه يو شان دي. تۀ دا پرزې او کاغذونه وګوره. دا ټول کچه مواد ما وخت په وخت ليکلي او جمع کړي دي. زما د هلکوالي نه، نقشو کتلو او تاريخ لوستلو سره شوق ؤ. غريبي وه، مزدوري به مي کوله، د کتاب قلم سره مي اشنائي نۀ وه، بيا د الله تعالٰی ډېر احسان او کرم ؤ. زما خواري په ځائ شوه، اوس هر څۀ ډېر تېر دي. زامن مي ښه لوستي دي، بهر امريکه کښي ئې سبق وئيلی دی. يو پکښي وادۀهم هلته کړی دی. ما ورله اجازت ورکړی ؤ. ځکه چي ښځه ئې جرمنۍ ده. جرمنيان هم په رګ ريښه کښي پښتنو ته تلي دي او که تحقيق وکړلی شي نو د پښتو او جرمنۍ ژبي ډېر الفاظ هم يو شان دي. څه ډېر لږ غوندي فرق پکښي محسوسېږي.
نو هر کله چي اوس د پېسو هيڅ کمی نۀ ؤ او زما شوق هم دی. زړۀ له به مي راغله چي د يوسفزيو او پښتنو د اصل نسل يو تاريخ ليکل په کار دي. الله تعالٰی به درنه تپوس کوي چي روشن خانه! مال دولت مي دومره درکړو چي اوس ئې تاته هم حساب کتاب نۀ دی معلوم او چي په تاريخ او تحقيق کښي دي دلچسپي لرله نو دا فرض دي ولي پوره نۀ کړو، نو ځکه مي دې کار له اوږه ورکړه.
"روشن خان" کاکا د انکسارۍ او کسر نفسۍ مظاهره وکړه، وئيل ئې زما خو د تماکو کاروبار ؤ. د کتابونو سړی نۀ وم. محترم الله بخش يوسفي يو منلی شوی صحافي او اديب ؤ، تا ته به معلومه وي دۀ په ۱۹۲۵ کښي د اردو پښتو يوه رساله د سرحد په نوم جاري کړې وه، زما دوست ؤ خبره مي ورسره وکړه، هغه پخپله عالم اديب ؤ، څه کومک به ورسره زما شو نو په دې حواله ئې ښکلي ښکلي کتابونه چاپ کړي دي. بيا چي هغوئ وفات شو نو ما په اول ځل " حواشي بر تواريخ حافظ رحمت خاني" تاليف کړلې. زۀ د ځينو اردو دان طبقې اديبانو ډېره شکريه ادا کوم چي په خپلو تنقيدي تبصرو او جائزو کښي ئې زما حوصله افزائي وکړله او دغسي مي پخپل مخ سر د کتابونو چاپ کولو سلسله جاري وساتله.
د الله بخش يوسفي صاحب په هکله د روشن خان کاکا بيان کښي اخلاص ؤ، مبالغه نۀ وه. زما ذهن که هم اخستلو چي د مرحوم يوسفي صاحب زوئ "طارق بن يوسفي" مدير اعزازي ماهنامه سرحد (تواريخ حافظ رحمت خاني اشاعت سوم اردو۱۹۷۷ ) دا ګواهي د "نظر اول" سرخط لاندي ورکړې ده. هغه ليکي:
".......ہم اور ساری قوم "خان صاحب" پر فخر کرتی ہیں۔ ان کی عظمت، علم دوستی اور تاریخ نوازی سی پھٹانوں کی تاریخیں مرتب ہوئیں۔
بابائے صحافت مرحوم اللہ بخش یوسفی کی یوسف زئی پٹھان اور سلسلہ تاریخ آزاد پٹھان جلد اول و دوم اور تاریخ حافظ رحمت خانی پشتو اکیڈمی پشاور نے خان صاحب کے تعاون سے شائع کی۔ "
جناب طارق بن يوسفي دا اعتراف هم کړی دی چي:
"پختون قوم کی تاریخ کا جس قدر خزانہ آپ (روشن خان) کے پاس ہے اس دور میں شاید ہی کوئی اس کا ثانی ہو۔"
زما ورسره دې اوږد ملاقات کښي روشن خان کاکا د مولانا شوکت علي (د مولانا محمد علي جوهر مشر ورور) په هکله ښه په تفصيل سره ذکر وکړو چي د صوابۍ تحصيل کښي ما د محافظ خانې ټول کاغذونه چاڼ کړي دي. د دوئ مشران د مرغز صوابۍ تلي وو او د هندوستان رامپور کښي مېشته شوي وو. په اصل يوسفزي وو. روشن خان صاحب ووئيل زۀ او د نوي کلي صدر بخت جمال، زلميتوب کښي د "باچا خان" سپاهيان وو. کله چي باچا خان کانګرس سره ملګری شو نو موږ مسلم ليګ کښي شامل شو. دغه دور ؤ. مولانا شوکت علي زموږ د علاقو په دوره راتلو نو خواهش ئې ښکاره کړی ؤ چي "مرغز" کلي ته به ځم. دغه دور د سياسي هنګامو دور ؤ. يو خوا "سرخ پوش" (خدمتګار) په زور کښي ؤ بل خوا د "شين پوشو "(مسلم ليګ) شور ؤ. چا ووې "مرغز" خو د سر خ پوشو ګړهـ دی. هلته به څنګه ځو. کله چي د مرغز کلي مشرانو ته پېغام ورسېد، نو هغوئ ډېر خوشحاله شو، وئيل ئې دا خو ډېر خوږ او دروند مېلمه دی. د سترګو په بڼو به ورته لار جارو کړو، حجره ورته صفا کړلې شوه، کټونه او پکښي غټ غټ بالښتونه په ترتيب کړی شو او مرغز کښي د مولانا شوکت علي دروند هر کلی شوی ؤ. موږ څو زلمی ورسره جلب کښي تلي وو. مقصد مي دا دی که چېري مولانا شوکت علي يوسفزی نۀ وائ او مرغز صوابۍ ئې ټاټوبی نۀ وائ نو په مرغز کښي د مولانا نوره څۀ دلچسپي کېدلی شوه!!؟
د "روشن خان کاکا" حجره کښي د پخواني صدر جنرل محمد ايوب خان په فريم کښي بند يو غټ تصوير هم اوېزان ؤ. ما ورته په غور کتل نو "روشن خان" کاکا وخاندل. وئيل ايوب خان "ترين" دی او يو دروند پښتون دی. د دۀ د بنيادي جمهوريتونو نظام (بي ډي سسټم) کښي ما هم چټک کردار ادا کړی ؤ.
زۀ اوس له ډېره وخته راسې د عملي سياست نه يو خوا ته يم، زما کتابونه باچا خان ته هم رسېدلي دي، خوښ کړي ئې دي او د دې کار ستائينه ئې کړې ده.
ما هسي د خوند دپاره يوه پوښتنه دا هم وکړه:
افغان محققين او د جديد تحقيق په رڼا کښي "پښتانۀ" آرين نسل ثابتوي او د نعمت الله هروي تاريخي معلوماتو ته د شک په نظر ګوري. خو تاسو بيا هم هغه زوړ تار غږوئ چي پښتانۀ بني اسرائيل دي؟
روشن خان کاکا اووې. د غلطۍ امکان هر وخت موجود وي، د نعمت الله هروي ټول تاريخ ته دروغ نۀ شي وئيلی کېدی. هغه د عربي مستند تاريخونو نه استفاده کړې وه او زۀ له ځانه څنګه خبره کولائ شم؟ زما څۀ حېثيت دی؟ د تاريخونو مطالعه مي کرې ده، د حوالې دپاره سند پېدا کوم، د خبري تصديق کوم، په دليل خبره کوم. "حواشي بر تواريخ حافظ رحمت خاني" ترتيب کولو دپاره ما ډېري ستړي کړي دي. " تذکره" تاسو لوستې ده. د دې ټول هر څۀ علمي دلائلو او تحقيق تاريخ نه يو طرفته هم د پښتنو د ثقافتي ژوند ژواک او رويو نۀ معلومېږي چي د اسلام نه اګاهو دا ټول قام د دين مذهب پابند خلګ وو، نو په ځائ د دې چي د دوئ رشته موږ ګټو او بتانو سره اوتړو ښه دا نۀ ده چي د يو پېغمبر (اسرائيل) اولاد وګڼلی شي؟؟؟ د اسلام قبلولو نه پس پښتانۀ مشران له وخته راسې ځان ته بني اسرائيل وائي. حالانکې دوئ په مذهبي او سياسي دواړه توګه د اوسنو اسرائيلي رياست او يهودو سخت خلاف دي. خو لکه د روحاني پېشوا ميا عمر د څوکنو خپل اصل نسل نۀ پټوي. کله چي رخصتېدو نو روشن خان کاکا اووې، دغه هلک ستاسو په انتظار دی. ګاډۍ کښي به مو ورسوي اوس تياره خورېږي او فاصله زياته ده. بيا چي ګاډۍ کښي کښېناستو نو زۀ تر اوسه په دې ځان ته ملامته شم. چي زۀ اډو پوهه نۀ شوم او دغه سپېڅلي بزرګ مشر پخپله د ګاډۍ دروازه بېرته کړه، څه وئيلو ته ئې پرې نۀ ښودم. وئيل ئې دا د ۶۸-۱۹۶۷ زوړ ماډل ګاډۍ دی، زۀ په ماډل څۀ کوم؟ خو بس چرته لاړ شو راشو پکښي.
دا فوکسي ګاډۍ چي په سړک روان شو نو ډرائيور زما د خورئي اشفاق يار اشنا ؤ. هغه معذرت وکړو چي تاسو مېلمانه وئ، موږ درسره سم "اخېره پخېره" ونۀ کړلی شو، ما ورته ووئيل دا خو څه خبره نۀ ده. ډرائيور وخاندل. او جي ! خو د دې وجه معلومه کړئ کله چي خان کاکا سره څوک صحافي ليکونکی اديب ناست وي خبري اتري کوي نو موږ ته دا حکم وي چي دې منځ کښي به خوا له نۀ راځئ. که چېري په هېره ورشو او مېلمه سره جوړ تازه وکړو نو د مېلمه رخصتېدو نه پس راله غوږونه راکاږي. او وائي. "کارمو څۀ ؤ؟ چي زموږ په خبرو کښي راتلئ!؟"
خپل ځائ سره چي د ګاډي نه کوز شو، ډرائيور ته مو په مخه ښه ووې. نو اشفاق غوږونو له ګوتي يوړلې وئيل ئې.
"الله دي معافي وکړي. چي څوک دي د نزدې نه ليدلی نۀ وي، ورسره دي ناسته او خبري اتري نۀ وي شوي، نو ورپسې خبري نۀ دي کول په کار. روشن خان بابا خو د پښتونولۍ ژوندی تصوير دی."
کورته چي ننوتو نو ډاکټر صاحب (سيد محمد اقبال مرحوم) او د هغه کشر ورور سيد فضل غفور باچا او "خور بي بي" زموږ په انتظار وو. ما چي ورته د ملاقات او د هغه د خاطر تواضع لنډ شان حال تېر کړو نو ډاکټر صاحب ووې!
"مشتاقه! دا ملاقات ستا دپاره ضروري ؤ. روشن خان داسي سړی دی چي عام خلګ ئې نۀ شي پېژندلی. د قلم کتاب سړی دی. فضل غمخور باچا ووئيل. روشن خان کاکا دروند خوږ او ساده پښتون دی. د ګاډي د ماډل دا خبره ئې درته بالکل رښتيا کړې ده. که و غواړې نو د لکهونو روپو شاندار ګاډی ساتلی شي. خو په " ټيس ټپاس" ئې کار نۀ وي. او دا څوک چي ورته "شوم" وائي، د دغو خلګو خيال دا دی چي دا څومره مال دولت ورسره دی. "روشن خان کاکا" دې دغه ټول هر څه په لارو کوڅو کښي او د سړک په يوه او بله غاړه لکه د ريوړو، پتاسو ونولي. د "خور بي بي" په مخ د خوشحالۍ مسکا خوره شوه. وئيل ئې.
"مشتاقه! تۀ لا ماشوم هلک وې. د داجي، ماما جي او حافظ محمد ادريس لالا تقريرونه به دي واورېدل يا اسرار او باچا (سيد نورالحق) به د تراوو ختم کښي په ښکلي اوازونو کښي رکوع ګاني ووې. نو تۀ به خفه کورته راغلې. وئيل به دي که داسي خبري ما هم کولی شوې نو څنګه به ښه وه. اوس وګوره! ستا دغه ارمان الله پوره کړو. په ريډيو چي نور خلګ هم ستا اواز کښي خبرونه اوري نو خوشحالېږي. او نن دا د څومره ساعت دي روشن خان کاکا سره خبري وکړې. دا ناسته مۀ هېروه، دا خپل عزت وګڼه او ما دا داجي، مولانا محمد عنايت الله طورو د خُلې څو څوځله اورېدلي دي چي روشن خان کاکا د احترام، پښتو او پښتونولۍ سړی دی."
"روشن خان کاکا" سره نور زما دوه ملاقاتونه د يوې سلسلې دوه کړۍ دي. مئ ۱۹۸۶ کښي چي "پښتو ادبي سوسائټي اسلام اباد" جوړه شوه نو يو اعلان مو دا کړی ؤ چي د " اميرحمزه خان شينواري" او محقق مؤرخ " خان روشن خان" په درناوي کښي به يوه خاص ادبي دستوره کوو. موږ سره مالي وسيلې هم نۀ وې خو پوئ کړی شو چي دا دواړه مشران د رنځورتيا له کبله د تګ راتګ جوګه نۀ دي. نو په دغه لوري مو څه پرمختګ او نۀ کړی شو.
ورځ نېټه راته ياد نۀ شي، خو نوي کلي (صوابۍ) کښي مي شپه وه، په ټيلي فون مي ورسره تماس ونيولو. وئيل ئې راشه! خبري به هم وکړو او د غرمې په ډوډۍ به ما سره مېلمه ئې. دا ځل ملاقات کښي اشفاق او د هغه ملګری وصال (الله دي صحت او ژوند ورکړي. امين) هم شريک ؤ. په دې موقع روشن خان کاکا د خپل نوي تصنيف " یوسفزیوں کی سرگزشت " يوه مسوده ماته وښودله چي د طباعت آخري مرحلو کښي وه. د کتاب په ړومبي مخ د علامه اقبال د فارسي مشهوره قطعه ليکلې شوې وه.
آسیا یک پیکر آب و گل است
ملت افغاں دریں پیکر دل است
از فساد او فسادِ آسیا
از کشاد او کشادِ آسیا
بيا بيا ئې پوښتنه کوله. دا قطعه څنګه ده؟ مناسب ده؟ ستا خوښه شوه؟
او جي دا په دوو لحاظه مناسب ده. يو په دې چي پاکستان کښي تر ټولو معتبره خبره هغه وي چي باني پاکستان محمد علي جناح صاحب مفکر پاکستان علامه محمد اقبال فرمائيلي وي. بله په دې مناسب ده چي پخپله علامه صاحب هم د دې نظرئې منونکی دی چي پښتانۀ بني اسرائيل دي."
روشن خان کاکا سم را ولوېدو، وئيل ئې د دې څۀ حواله يا سند تاسره شته؟ ما ورته وې او جي کله چي حکيم نجم الغني خان (رامپوري) خپل کتاب "اخبار الصناديد" علامه محمد اقبال ته لېږلی ؤ نو په ۱۹- ۱۹۱۸ کښي ورته علامه صاحب د شکرئې خط کښي دا خبره ليکلې وه. او د هغوئ يو کتاب کښي دغه خط چاپ شوی دی. "روشن خان کاکا" په ډېره لېوالتيا و وې. د "اخبار الصناديد" دواړه جلدونه ما سره پراته دي. دا حواله به زما له نظره نۀ وي تېره شوې؟ ما ورته تسلي ورکړه چي حکيم نجم الغني خان خو تاسو ته معلومه ده. " کثير التصانيف" ؤ. په جدا جدا موضوعاتو ئې څه دېرش ضخيم کتابونه چاپ کړي وو. زۀ چي اسلام اباد ته ورشم نو اول کار به مي دا وي چي تاسو ته به دغه د علامه محمداقبال صاحب رائې په تحريري توګه راولېږم.
د حکيم نجم الغني خان يو کتاب "مذاهب الاسلام" ما چرته د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ اسلام اباد په کتابتون کښي لوستی ؤ. پروفېسر محمد ايوب قادري پرې يوه علمي مقدمه ليکلې ده. دغه مقدمه کښي د نجم الغني خان په نوم د علامه اقبال ليکلی خط شامل دی. د خط په آخر کښي ئې دې رائې سره اتفاق کړی دی چي پښتانۀ په اصل کښي "بني اسرائيل" دي. د علامه محمد اقبال خپل الفاظ داسي دي.
"کشا سرہ اغلباً اور افاغانہ یقیناً اسرائیل الاصل ہیں. "
ما روشن خان کاکا ته يو خط په ډاک ولېږلو ډېر زيات خوشحاله شه. څو مياشتي پس راته پلار (مولانا محمد عنايت الله) خبره وکړه. چي "روشن خان صاحب" د علي حيدر بهادر په وفات غمرازۍ له خاکسار منزل مردان ته راغلی ؤ. د دعا لاس نيوې نه پس ئې محتاط لهجه کښي ستا پوښتنه وکړه. ما ورته وئيل. او مشتاق الرحمٰن زما کشر هلک دی. د روشن خان څهره روښانه شوه. (دا ځکه چي ستا (شفق) ورسره د کورنۍ يا نوره څه تفصيلي پېژندګلو نۀ وه کړې. خان کاکا پخپله اندازه لګولې وه چي د خبري پخلی وشو) نو داجي ته ئې ووې ستاسو بچي په ما د غر هومره احسان کړی دی. ما سره د شکرئې الفاظ نشته. داجي ورته ووې "ليک لوست زما د هلکانو مشغله ده. ښه په خوشحالۍ به ستاسو کار خدمت کوي، دې کښي د احسان څۀ خبره ده؟
دغه موده کښي يوه ورځ زۀ او اقبال حسين افکار مردان کښي په "پليزه" ( فټ پاتهـ) روان وو، پاکستان چوک سره زياته بېړه وه، موږ په خبرو وو. دې کښي افکار صاحب زما پام راوګرځولو چي د سړک پوري غاړه د ګاډۍ هارن تاسو ته وهلي شي. ما چي وکتل نو د ګاډي ډرائيور د لاس په خوځولو اشاره راکړه. موږ دواړه چي د ګاډي خواله ورسېدو نو څه ګورم چي روشن خان کاکا د ګاډي ور بېرته کړو او راکوزېدو، ما ورله ډېره مخه ووهله، مۀ راکوزېږئ، زه ستاسو کشر يم، نيازمند يم خو هغوئ خپله وکړه. زۀ ئې سينې ته جوخت کړم، ټول رپېدو. وئيل ئې. " اکرام ډاکټر له راغلی وم. تاسو ته مي خيال شو چي دا خو جوړ مشتاق صاحب دی. ډېر خوشحاله شوم. تاسو په ما لوئ احسان کړی دی. د علامه محمد اقبال حواله دي راولېږله. ما د لاهور نه ستا د خط تر مخه هغه کتاب "مذاهب الاسلام" هم راوغوښتو. د علامه صاحب خط چي پکښي ولوستو ستا خبره او ياد داشت بالکل صحيح ؤ. ما مولانا صاحب ته هم شکريه ادا کړې وه. ما ورسره د پښتو ادبي سوسائټي په حواله د افکار صاحب پېژندګلو وکړه. نو روشن خان کاکا شکريه ادا کړه چي ستاسو دستورې له نۀ شوم درتلی، خبر مي لوستی ؤ. روشن خان کاکا چي کله موږ نه رخصت شۀ، نو زۀ خپلو سوچونو يوړم. دا بزرګ مشر په ناروغه وجود څومره ويښ او بيدار دی. پخپل مقصد څومره مئين دی. د يوسفزيو او پښتنو تاريخ بيا بيا خپرولو ته څومره لېواله دی. څومره ادب او سليقه ده پکښې. د يوې يوې خبري د صحت دپاره تصديق او لټون کوي. د يوې يوې حوالې ورکولو دپاره سند پېدا کوي او لوستنه ئې څومره ژوره ده!! د "روشن خان کاکا" د ژوند يوه يوه لحظه او د دروند شخصيت يوه يوه ادا د نوي نسل د زلمو دپاره د عمل نمونه او د تاريخ د زدکړي وسيله ده:
خدايه! څه شۀ هغه ښکلي ښکلي خلګ
په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلګ
خبر نۀ يم چي و کومه خواته لاړل
ليده نۀ شي هغه ما ليدلي خلګ