بارکوال مياخېل
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
په بشري ټولنه کښي که د ژباړي دود نۀ وائ او د انسانانو لرغونى علمي ميراث يوې بلي ژبي ته نۀ وائ ژباړل شوى، نو نۀ يوازي به انساني عقل او سوچ دومره وده نۀ وائ کړې، بلکې نړۍ چي د فلسفې او سائنس په اوږو تر اوسنۍ زمانې را رسېدلې او د ټيکنالوجۍ تر برېښنائي زمانې ئې سفر را کړى دى، دا کاروان هم ممکن د جهالت او اسطوروي باورونو په کومه لرغونې تياره دښته کښي ايسار پاته وائ، خو انسان چي د خپلي محدودي پوهي په مرسته د ژباړي چل زده کړ او خپل شفاهي او ليکني (تحريري) ادبيات ئې د خپلو اړتياوو په اساس يوې بلي ژبي ته واړول، نۀ يوازي ئې د مځکي پر مخ، بلکې د کائناتو په هغو ګوښو کښي هم د معلوماتو د لاس ته راوړلو سفر ته دوام ورکړ، چي تر هغه پخوا دوئ په بشپړه توګه ورڅخه ناخبره وو. "يو چا ريښتيا وئيلي دي چي که ژباړه نۀ وائ دود شوې نو نړۍ به د ګونګيانو په يوه کلي بدله شوې وائ" )١(.
په پښتو ژبه کښي د ژباړي تاريخ شاوخوا يوولس سوه کلونو ته رسېږي، د «لرغوني پښتانۀ» په اساس لومړۍ معلومه ژباړه د ابو محمدهاشم سرواني (٢٢٣هـ- ٢٩٧هـ ق) هغه منظومه ژباړه ده، چي د خپل عرب استاد شعر ئې پښتو ته منظوم را ژباړلى ؤ)٢(، نو په دې حساب که و ګورو پښتو ښائي په ژباړه کښي هم تر ډېرو ژبو زوړ تاريخ ولري، خو که ئې د کميت او کېفيت له پلوه و ارزوو او پښتو ته له نورو ژبو را شوي ژباړي زموږ له څنګلوريو ژبو سره پرتله کړو، نو فکر نۀ کوم چي له محدودو ادبي او ديني آثارو پرته دي د علم په نورو برخو کښي سيالي ورسره وکړائ شي. څو پېړۍ پخوا چي په پښتو کښي د ژباړي کار ته په پراخه پېمانه ډېره توجه نۀ ده شوې او يوازي په هغو علومو کښي محدود آثار را ژباړل شوي دي، چي خلګو ورته اړتيا لرله، يو علت ئې کېدائ شي دا وي چي د پښتنو په وطن کښي د علم دومره سرچينې نۀ وې او نۀ د خلګو پوهه تر ديني علومو لوړه وه، خو څومره چي پښتانۀ له کليوال ژونده ښاري ژوند ته راغلي دي، نو د ژوند اړتياوي ئې هم ورسره زياتي شوي دي او نويو علومو ته ئې لاس رسى موندلى دى، ځکه ئې نو د خپلو علمي اړتياوو د پوره کولو لپاره د تخليق تر څنګ څۀ نه څۀ ژباړي هم کړي دي او دې بهير په شلمه پېړۍ کښي هله پېوند اخيستى، چي په بهرنيو ژبو د پوهېدونکيو پوهانو او اديبانو پام ور اوښتى او د يوويشتمي پېړۍ په پېل کښي خو تر بل هر وخت ژباړي ته زياته توجه اوښتې، مګر بيا هم څومره چي اړتيا ده په هغه اندازه د ژباړي علمي ارزښت ته په پام سره په دې برخه کښي ډېر لږ کار شوى او کېږي او هغه هم محدود خلګ د خپل ذوق په اساس هغه وخت کوي، چي وخت ورته ولري.
په يوه ژبه کښي د لوړ معيار علمي او ادبي آثار هم هغه وخت او هغو کسانو ليکلي دي، چي په څۀ نه څۀ شکل ئې د نورو ژبو د ادبياتو لوستلو ته لاره پېدا کړې ده، هغوئ که بهرني ادبيات او علوم په مستقيم ډول او که ئې د ژباړي له لاري لوستي دي، خو دا چي د نويو ژبو د ادبياتو مېوه ئې څکلې او د ذوق تنده ئې په ماته شوې، نو نوې انرجي او تخليقي تومنه ئې ځني اخيستې او له هغه وروسته ئې پخپله ژبه کښي هم تر هغه اغېز لاندي د نويو ادبيات د تخليق چل زدکړى دى. "د نورو ژبو د ادبي آثارو ژباړي په خپله ژبه، د کباړي د کوټ د اغوستلو څخه بېل يو تعميري او مقصدي مفهوم لري. دا د فکر ولاړ او لړن تالاب ته د صفا اوبو د رود را ګرځولو د مثال ښائست لري....... يوه ژبه هغه وخت لوئ ادب پېدا کولائ شي، کله چي د ژباړو د يوه لوئ او اوږده دور اثرات او ثمرات په خپله لمن کښي را خوندي کړي".)٣(
د نړۍ هغو ملتونو او د هغوئ ژبو ډېره چټکه وده کړې ده، چي پر وخت ئې د ژباړي اړتيا محسوسه کړې ده او د خپلو ژبو د ادبياتو تر څنګ ئې د نړۍ د بېلابېلو ژبو علمي آثار خپلو ژبو ته ژباړلي دي او دا هم د ژباړي برکت دى چي د نړۍ د بېلابېلو اديانو مقدس کتابونه يوې بلي ژبي ته ژباړل شوي او خلګو ته ئې د ژوند، ميني، بشردوستۍ او اخلاقو پېغام رسولى دى او همدا ژباړه ده چي په وسيله ئې يوناني فلسفه لومړى عربي ژبي ته واوښته او بيا په منځنيو پېړيو کښي د کليسا د واکمنۍ په زمانه کښي بېلابېلو يورپي ژبو ته و ژباړل شوه، چي د رينېسانس په نامه د علمي انقلاب پېلامه شوه او يورپ ئې له زرکلني تيارې را و ايست. "که موږ هر څومره ژباړي ته له دې کبله لومړيتوب ور نۀ کړو، چي ګواکې دا تخليق نۀ دى، پر دې برسېره هم له دې خبري انکار نۀ شي کېدائ، چي ژباړه د نړۍ د ملتونو تر منځ د پيوستون ډېره ښه وسيله ده او له دې سره- سره په پراخه پېمانه د تهذيب او تمدن د تبادلې پېلامه بلکې د دې يوازينۍ عملي بڼه ده " )٤(.
پر پښتو ادبياتو يوه نيوکه دا کېږي، چي وائي موضوعات پکښي کم دي او اکثره مضامين پکښي زيات تکرار شوي او په کليشو بدل شوي دي، په شاعري کښي ئې نوي تشبيهات، استعارې، سمبولونه او تصويرونه کم دي، د دې يو سبب هم کېدائ شي دا وي، چي ډېر لږ پښتانۀ ليکوال د نورو ژبو ادبيات لولي او هغه چي لولي ئې هغوئ ئې هم په هماغو ژبو کښي لولي او د هغوئ له تجربو او تخنيکونو استفاده ورته پخپله ژبه کښي بدعت ښکاري، خو که چېري د دغو ژبو ادبيات په منظمه توګه را ژباړل کېدائ او ټولو ليکوالو مو لوستلائ، نو ضرور به ئې د دوئ تجربې زياتي کړي وائ او دوئ به ئې د تخليق له نويو لارو او نويو روشونو سره بلد کړي وائ، "موږ وينو چي د ځينو ليکوالو موضوعات زاړه شوي او نور ئې خلګ نۀ خوښوي، خو د ژباړي له لاري موضوعات له مکاني او زماني محدوديت څخه نوي مکان او زمان ته کډه کوي او هلته له ورتګ سره سم نوې بڼه غوره کوي، تازه کېږي او له سره نوی ژوند پېلوي. د ژباړي بله ګټه دا ده چي نوي ادبي شکلونه او فورمونه پېژندلائ شو، مثلاً موږ پخوا په پښتو شعر کښي د جاپانۍ هايکو فورم نۀ پېژانده، خو اوس د ژباړي له برکته دا خوږ فورم د نورو ژبو تر څنګ د پښتو ژبي مېلمه هم دی" )٥(.
د ژبپوهانو په نظر ژبه په يوه ورځ او د ځانګړيو کسانو له خوا نۀ ده جوړه شوې، بلکې د ټولنيز تړون له مخي د پېړيو په اوږدو کښي د اولس په ګډ زيار جوړه شوې او وخت په وخت له اړتياوو سره سم زياتوني پکښي شوي دي. ژبه ټولنيز تړون ځکه بلل کېږي، چي هره کلمه ئې خپل يو ټولنيز او کلتوري پس منظر لري، مثلاً که څوک «بدرګه» کلمه وائي، نو د بدرګې تر شا ئې د پښتنوالي اصول مخي ته درېږي، که «ګودر» وائي نو د کليوال ژوند يو انځور ئې سترګو ته درېږي، په دې لحاظ د پښتو ژبي هره کلمه تر شا خپل يو تاريخي او کلتوري پس منظر لري، خو اوس مو چي له نوي زمانې سره اړتياوي بدلېږي، نو له دې انکار نۀ شي کېدائ چي ژبه مو دي د پرديو ژبو له تسلطه اغېزمنه نۀ شي، مګر که خپلي نوي اړتياوي هم د خپلي ژبي د زړو ريښو په مرسته پوره کړو، نو نۀ يوازي به مو ژبه د نويو اصطلاحاتو په برخه کښي غني شي، بلکې د نويو اصطلاحاتو تر شا موجود مفاهيم به مو هم د جمعي (ټوليز) ذهنيت برخه شي او په دې برخه کښي ژباړه تر هر څه ارزښتمن نقش تر سره کولائ شي، "د ژباړي په وسيله ژبه له څو اړخونو وده کوي، که يوې خواته د کلماتو او ژبي د روزني په وسيله په بشري علومو کښي د زياتوالي سبب کېږي، ورسره سم د ذهني پولو د پراختيا سبب هم جوړېږي. ژباړه په عملي کچه د دوو ژبو او دوو تهذيبونو تر منځ د پله جوړولو کار کوي، د ژباړي د همدې پله په وسيله علوم، خيالات او تصورات له يوه تمدنه تر بل تمدنه او له يوه هېواده تر بل هېواده سفر کوي" )٦(.
که څه هم پښتو اوس د کمپيوټر او انټرنيټ ژبه ده، په سلګونو وېبپاڼي لري، په لسګونو نړيوالي رسنۍ څلرويشت ګهنټې په پښتو ژبه خپروني کوي، په ټولنيزو رسنيو فېسبوک، ټويټر، واټسپ، وايبر او انسټاګرام کښي مستقيماً پښتو ليکل کېږي، خو آيا موږ دا ويلائ شو چي پښتو اوس يوه جديده او پرمختللې ژبه ده؟ يوه ژبه چي د کومو شرائطو له مخي جديده او پرمختللې ژبه ګڼل کېږي، د هغه اساس دا دى چي يوه ژبه بايد په ټولو علومو کښي شتمنه وي او د علم په مېدان کښي ئې اوږد مزل وهلى وي، د سائنس او ټيکنالوجۍ په برخه کښي له وخت سره سم د خپلو خلګو علمي اړتياوي پوره کړي؟ د ادبياتو تر څنګ په طبعي او ټولنيزو علومو کښي په هغه اندازه تخليقي، څېړنيز او ژباړلي آثار ولري، چي خلګ ئې په بله ژبه کښي لوستلو ته مجبوره نۀ شي، نو په دې اساس که وګورو پښتو يوه جديده او پرمختللې ژبه نۀ شو بللائ، بلکې پښتو د روايت او جديديت تر منځ پرمختلونکې ژبه ده، ځکه چي اکثريت خلګ ئې خپلي زياتي علمي اړتياوي د پرديو ژبو په آثارو پوره کوي او خپلو ليکوالو ئې دا اړتيا په سنجيدګۍ سره نۀ ده محسوسه کړې، چي که د تخليق برخه ئې کمزورې وي، نو د ژباړي په وسيله خپله ژبه له جديدو رجحانونو سره و تړي، ژباړي ته د خپلي ژبي د بقا٫ په هينداره کښي وګوري او په دې کار کښي د خپلي ژبي احيا او رينېسانس لازم وګڼي، ځکه چي "په اوسنۍ زمانه کښي له ژباړي پرته هيڅ يوه ژبه د جديدي او پرمختلونکي ژبي دعوه نۀ شي کولائ. دا حقيقت له چا پټ نۀ دى چي له اردو ژبي د يوې جديدي ژبي په جوړولو او په هندوستاني ژبو کښي د يو امتيازي حېثيت په ورکولو کښي که نور عوامل شامل دي، نو له يورپي خصوصاً له انګرېزي علومو او ادبياتو څخه ژباړي هم په دې برخه کښي مهم رول تر سره کړى دى، د همدغو ژباړو په وسيله د اردو ژبي لپاره د يوه پرمختللي صنعتي تمدن دروازې پرانستل شوې، له همدغو دروازو د عقلانيت، د خپلواکۍ د ګټي، بشردوستۍ، روشنفکرۍ، د څېړني د ذوق او د سائنسي فکر خوږبويه څپې را ننوتي او دا ژبه ئې تازه او غښتلې کړه")٧(.
په پښتو کښي ممکن د ژباړي کار ته ځکه هم کمه توجه شوې وي، چي يو خو له را شويو اکثرو ژباړو سره علمي او ژبنى انصاف نۀ دى شوى او هغو ليکوالو چي ژباړي ئې را کړي دي د خپل ذوق له مخي ئې را کړي دي او د ژباړي ټول مسلکي اړخونه ئې په پام کښي نۀ دي نيولي، چي د يو متن د ژباړي په وخت د ژباړن ذمه واري جوړېږي، بل دا چي ژباړي ته د يوې پردۍ مېلمنې په سترګه کتل شوي او خپل تخليقي توليد ترې غوره ګڼل شوى دى. په اوسنۍ زمانه کښي هم چي ژباړي د تخليقي کار غوندي برابر ارزښت موندلى، ډېرى ليکوال د ژباړي کار ته په ښه سترګه نۀ ګوري او د هغه ليکوال په اړه چي تر تخليقي کار ئې ژباړو ته توجه زياته وي دا فکر کوي چي ګواکې د هغه د تخليق چينه وچه ده، ځکه نو ژباړي کوي، "د ژباړي کار تر اوسه پوري معمولاً تر تخليق ټيټ کار ګڼل کېږي او دا ډېر ناسم رجحان دى. د ژباړي ارزښت په هيڅ ډول تر تخليق کم نۀ دى، ځکه چي په ژباړه کښي تخليق له نوي سره ايجادېږي، په همدې خاطر خو په امريکه کښي د ژباړي لپاره د بياتخليق (Recreation) اصطلاح هم کارول شوې ده. د ژباړي په وسيله موږ د نورو ژبو له افکارو او اقدارو سره اشنا کېږو" )٨(.
زموږ په ټولنه کښي معمولاً دا نظر عام دى، چي د يوه قوم له ټولنيز ژوند، کلتور، مذهبي عقائدو او اسطوروي باورونو د خبرېدو لپاره بايد د هغوئ تاريخ ولولو او د قومونو ځانګړي تاريخونه ځکه د ژباړي لپاره مناسب نۀ بولي، چي هغه يوازي د هغوئ لپاره ليکل شوي وي، خو په دې شايد ډېر کم پوهېږي چي د يوې ټولني ادبيات، اسطورې، فوکلور او اقتصادي مناسبات د هغوئ د ژوند هر اړخ راته انځوروي، نو که د دوئ په ژبه کښي په دغو برخو کښي ليکل شوي آثار را و ژباړل شي، نۀ يوازي دا چي د دوئ له ژونده به مو خبر کړي، بلکې د خپلي ټولني د بدلون لپاره به هم ډېر څه ځني زده کړو، "د همدې ژباړي په وسيله د يوه ځانګړي هېواد، د يوې جغرافيائي سيمي او د يوه ځانګړي قوم څېړني، د هغوئ علوم او هنرونه د ټول انسانيت ملکيت جوړېږي، ځکه نو د ژباړي ذمه واري لږ تر لږه دومره د ارزښت وړ ده، څومره چي د يوه کېمياوي يا معدني قوت له يوې بڼي بلي بڼي ته د اړولو ذمه واري ده")٩(.
موږ چي تر اوسه له هري هغي عقيدې، ادب، اسطورې، نظرئې، تيورۍ او فکري مکتب سره اشنا شوي يو، چي سرچينه ئې زموږ له خاورې نۀ ده، له هغو ټولو سره د ژباړي په وسيله بلد شوي يو، که د تورات، انجيل، قرآن، ګيتا، ويد او اويستا ژباړي نۀ وائ شوي، نو انسانان به د دغو اديانو او مذهبونو له پيغامه نۀ وائ برخمن شوي. که د سقراط، افلاطون او ارسطو فلسفه نورو ژبو ته نۀ وائ ژباړل شوې، نو د فلسفې او ټولنيزو علومو په مرسته به د کائناتو، خدائ او انساني ژوند په اړه پوهه دومره نۀ وائ زياته شوې. که د ګيلګمېش، هومر او فردوسي حماسي داستانونه نورو ژبو ته نۀ وائ ژباړل شوي، په ادبياتو کښي به د حماسي داستانونو د تخليق چينه بهانده نۀ وائ پاته شوې. که د نړۍ مشهور شاعران او ليکوال يوې بلي ژبي ته نۀ وائ ژباړل شوي، نو نۀ به ئې نړيوال شهرت موندلى وائ او نۀ به ئې تخليقات نړيوال شاهکارونه بلل شوي وائ. په دې توګه دا ويلائ شو چي ژباړه د نااشنا خلګو تر منځ د خپلوۍ او اشنائۍ ژبه ده او "ژباړه هغه کيلي ده چي په وسيله ئې د علمونو او هنرونو ټولي خزانې پرانستل شي، ځکه خو ورځ په ورځ د ژباړو ارزښت زياتېږي او ژباړي هم د تخليق درجه موندلې ده" )١٠(.
کومي ټولني چي تر اوسه په علمي لحاظ وروسته پاته دي او خلګو ئې فکري وده نۀ ده کړې، يو لوئ سبب ئې دا دى چي هغوئ خپلي ژبي ته د نورو ژبو د ادبياتو دروازې نۀ دي را خلاصي کړي. د انسانانو تر منځ چي د سياسي او اقتصادي ګټو په خاطر په پېړيو پېړيو د مذهب پر نامه عقيدوي کرکو او تعصبونو ته لمن وهل شوې ده او انسانان له يوه بله ليري کړل شوي دي، د بېرته را نزدې کولو لپاره د دوئ شريک ادبيات په دې کښي مهم نقش تر سره کولائ شي، خو که دوئ د يو بل په ادبياتو د پوهېدو لپاره د ژباړي هنر خپل نۀ کړي او د ژباړي په وسيله په ادبياتو کښي د يو بل کلتوري ارزښتونه او نفسيات، ټولنيز ژوند، جنسي او جمالياتي تمايلات او تاريخ ونۀ پېژني، نو ډېره به ګرانه وي چي يو بل ته را نزدې شي. "که چېري څوک په خپله تخليقي اثار نۀ لري او هغه د ژباړي په وړاندي هم توند حساسيت ښئي او وائي چي ګټه نۀ لري، دا په خپله د شاتګ او وروسته والي لپاره لا راواروي. که چېري تخليقي ادب کمزورى وي، نو په کار ده، چي دغه تشه په ژباړه ډکه کړائ شي، چي د زياتو ژباړو خپرېدنه په خپله د تخليق او پنځوني لپاره زيات توکي (مواد) را منځته کوي، چي څېړونکو او لوستونکو ته به زياتي اسانتياوي برابري شي" )١١(.
د يوې ژبي په ادبياتو کښي بدلون هم هله راتلائ شي او له نوي زمانې سره نوي خبري او نوي رجحانونه (پديدې) پکښي راتلائ شي، چي ليکوال ئې د خپلي ټولني اړتياوو ته په پام د نورو ژبو هغه ادبيات را و ژباړي، چي نوې تيورۍ او نوي ادبي مکتبونه پکښي وړاندي شوي وي. له کلاسيکيته ئې را نيولې تر رومانويت، سمبوليزم، رياليزم او موجوديت (Existentialism) پوري ټول فکري او ادبي مکتبونه هم د ژباړي په لاره له يورپي ادبياتو مشرقي ادبياتو ته راغلي دي، دا خبره هم بايد له پامه ونۀ غورځوو، چي هر ادبي او علمي مکتب چي په کومه ټولنه کښي پېدا کېږي، د هغې ټولني معروضي حالاتو ته په پام را پېدا کېږي، خو له دې هم انکار نۀ شته، چي ځيني مکتبونه نړيواله بڼه لري او د نړۍ نوري ټولني هم ورته تمايل پېدا کولائ شي. د پښتو په شمول اردو او فارسي معاصرو ادبياتو که تر پخوا وده کړې ده او نوي رجحانونه پکښي را پېدا شوي دي، نو يو لوئ سبب ئې د همدغو پرمختلليو ژبو د ادبياتو ژباړي دي، چي زموږ د ټولني ليکوالو ورڅخه استفاده کړې او د خپلي ژبي ادبياتو ته ئې ورڅخه نوې رڼا راوړې ده. "زما په اند که موږ ژباړي ته مخه نۀ کړو او پښتو ژبه په همدې اوسنيو ګامونو خپل يون ته پرېږدو، زۀ وېرېږم چي يوه ورځ به اړ يو پښتو ژبه يوازي د شعر او شاعرۍ لپاره و کاروو او د سائنس، ټکنالوجۍ او نورو پوهنو لپاره انګرېزي او يا نورو بهرنيو ژبو ته مخه کړو" )١٢(.
ايټاليائي ليکوال ايټالو کالوينو وائي "له ژباړي پرته به زۀ د خپل هېواد په پولو کښي ايسار وائ. ژباړونکى زما تر ټولو ښه ملګرى دى، چي زۀ ئې له نړۍ سره اشنا کړم"، نو که غواړو چي له نړۍ سره اشنا شو، د نړۍ له غني ادبياتو، د هغوئ له تاريخ، عقائدو، کلتورونو، سياستونو، اقتصاد، لرغونو تهذيبونو، سائنس، نفسياتو او فلسفې سره اشنا شو، نو پکار ده چي د ژباړي لپاره مستقل مرکزونه ولرو او نۀ يوازي د ادبياتو بلکې د طبعي او ټولنيزو علومو مسلکي خلګ په دې برخه کښي په دنده وګمارو، چي پښتو ته له بهرنيو ژبو ژباړي را وکړي او پخپله ژبه کښي د خلګو د علمي تندي د ماتېدو غم وخوري، که نۀ وي دا به داسي وي لکه يو څوک چي خپل باغ لري، خو د خپلي خوښي مېوې پکښي نۀ لري او مجبور وي چي هغه مېوې په بازار کښي د مېوو له دکانه واخلي، نو که غواړو چي د خپلي ژبي باغ مو وچ نۀ شي او سمسور پاته شي، نو د ژباړو په وسيله بايد د هر علم مېوه پکښي وکرو او همدا مو د سائنس او ټيکنالوجۍ په دې چټکه زمانه کښي د ژبي د پايښت او بقا٫ ضمانت دى.
ماخذونه:
)١( ترجمہ کا فن اور روایت، اردو میں تراجم کی مسائل، ډاکټر ظهيراحمد صديقي، ١١٩م مخ). خپروونکى: سټي بک پوائنټ، اردو بازار کراچۍ.
)٢( پټه خزانه، د محمدهوتک بن داود، ٥٨- ٦٠ مخونه. دوهم چاپ ١٣٣٩هجري شمسي.
)٣( سريزه، پروفېسررازمحمد راز ١٣مخ (د ماځيګر چارسو، ژباړن: محموداياز)، خپروونکى: بېنوا فرهنګي ټولنه- کندهار
)٤( مغرب سی نثرى تراجم، ابتدائیہ، ٢م مخ، مرزا حامد بېګ). خپروونکى: مقتدره قومي زبان، اسلام اباد.
)٥( (د جنوبي اسيا هېوادونه او ادبي اثارو ژباړه) عبدالنافع همت، تاند وېبپاڼه
http://www.taand.com/archives/88698
)٦( مغرب سی نثرى تراجم ، باب اول: ترجمہ کا فن ، ٥م مخ). خپروونکى: مقتدره قومي زبان، اسلام اباد
(۷)(ترجمه کا فن او روايت، مقدمه، قمر رئيس، ١٣م مخ). خپروونکى: سټي بک پواينټ، اردو بازار کراچۍ.
)۸( ترجمہ کا فن اور روایت ، تراجم اور اصطلاح سازى کی مسائل، پروفېسر آل احمد سرور، ٢٩م مخ). خپروونکى: سټي بک پوائنټ، اردو بازار کراچۍ.
)۹( ترجمہ کا فن اور روایت ، ترجمی کی بنيادی مسائل ، ډاکټر ظ- انصاري، ٤٩م مخ). خپروونکى: سټي بک پوائنټ، اردو بازار کراچۍ.
)۱۰( ترجمہ کا فن اور روایت ، ترجمہ کى اہميت، شهباز حسين، ١٢٤م مخ). خپروونکى: سټي بک پوائنټ، اردو بازار کراچۍ.
)۱۱( (پښتو او د ژباړي اړتيا، ١٣٨٣ل کال چاپ، خپرندوى: بېنوا فرهنګي ټولنه- کندهار، ژباړه، ٥م مخ، صالح محمدصالح)
)۱۲( (د ژباړي فن، ليکوال: رفيع الله ستانيکزى. سريزه، خوشال روهي، د مخ). خپروونکى: صميم ادبي ټولنه.