خليل باور
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
سوچ يا فکر يو داسي ذهني عمل دی چي په هغۀ شيانو يا واقعاتو ته په بېل بېل انداز ترتيب ورکول کېږي.
حافظه د معلوماتو د ذخيره کولو يو مفعولي (۱) عمل نۀ دی. بلکې د انسان د تجرباتو او معلوماتو په ذهن کښي د محفوظ کولو د عمل په دوران کښي د داسي قواعدو يا طريقو پلټنه هم کوي چي دغو موادو ته معنا ورکړي او دا رنګه ئې د بيا يادولو وړ وګرځوي، او له نوو راتلونکو موادو سره ئې هم په رشته کښي وتړي.
حافظه يوازي د تجرباتو، مشاهداتو يا ادراکاتو(۲) له لاري د تر لاسه کړو (خارجي) موادو مجموعه نۀ وي، بلکې د سوچ او فکر په وسيله پېدا کړو (داخلي) نتيجو ته هم ځائ ورکوي.
مثلاً که يو زده کونکی د خپلو پېش روو زده کونکو خرابه نتيجه وګوري او پرېکړه (قصد) وکړي چي دی به لوست ته توجه ورکوي، ښه تياري به کوي ( دغه قصد يا پرېکړه د دۀ د خپل فکري نظام پېداوار وي) څۀ موده پس چي استاذ له دۀ څخه ټېسټ واخلي دی فېل شي يا ئې نمبرونه کم راشي نو دۀ ته هغه خپل قصد يا پرېکړه بيا ورياده شي. حالانکې هغه پرېکړه د ذهن پېداوار وي خو بيا هم د دۀ په حافظه کښي محفوظه وي. د ماضي له تجربو د ګټي اخستو د پاره يو داسي نظام لازمي دی چي هغه دغه تېري تجربې محفوظه وساتي او بيا ئې د ضرورت پر وخت بېرته حاضري کړي د دغه نظام نوم حافظه دي.
ځيني حافظې لنډ مهاله (قليل المدتي) او ځيني اوږد مهاله (طويل المدتي) وي. که څوک سترګي بندي کړي او خپل لاس مخته ونيسي بيا د يوې لمحې دپاره سترګي پرانيزي، خپل لاس ته وګوري بيا بېرته سترګي بندي کړي نو هم به تر يو وقفې پوري په بندو سترګو خپل لاس ليدلی شي. دغه يوه وقفه هم د حافظې په تعريف کښي راځي. اوږد مهاله حافظې هغه وي چي يو وار نقش شي بيا تر ډېره مدته د يادولو وړ وي. د يو نقاد او محقق دپاره داسي حافظه غوره وي خو د تخليق کونکي دپاره ئې ارزښت نشته.
د ماشومانو حافظه لنډ مهاله وي ځکه دوئ اوږدۀ ټکي يا جملې نۀ شي وئيلی، په بله معنا نۀ شي ياد ساتلی. که يوه اوږده جمله واوري نو ئې په معنا نۀ پوهېږي، ځکه چي د دۀ په حافظه کښي يوازي د جملې د پائ ټکي پاته شي نوره جمله پيکه يا مبهم شي. د ماشومانو خبري زياتره پر تکراري تورو (حروفو) مشتملي وي. لکه بابا، چوچو، کاکا، ګوګو، لالا، ماما او نور.
د محقق او نقاد دپاره داسي ذهني ورزشونه او طريقې شته چي د هغو په ذريعه د حافظې په مدت کښي اضافه کولی شي. په سائنسي توګه منلې شوې ده چي يو زده کونکی که څۀ ولولي او ( د لوست په معنا هم وپوهېږي ) نو پنځه منټه وروسته د هغه لوست ۲۵ في صده له ذهن څخه ووځي. يوه ګنټه وروستو هغه يوازي ۵۰ في صده پاته شي. په يوه مياشت کښي که پنځه في صده پاته شي نو غنيمت دی. د دې د مخنيوي دپاره د تکراري لوست طريقه په استعمال کښي راوړل کېږي، مثلاً چي مطالعه کوي نو هغه ټکي يا کرښي چي خاص او بنيادي ګڼل کېږي له هغو سره د پنسل کرښي وباسي، هغه ټکي يا کرښي کم از کم يو ځلي په هغه ورځ بېرته وګوري. بلکې په لوړ ږغ ئې ولولي بيا دا بله ورځ ولولي، بيا ئې په هفته کښي يو وار تکرار کړي، بيا ئې په مياشت کښي ....... دغه رنګه تکرار کړي مواد د تل دپاره د حافظې برخه وګرځي. له خپلو ملګرو او انډيوالانو سره که ئې د بحث موضوع وګرځوي هغه نوره هم ګټوره وي.
دلته دا يوه خبره څرګندول غواړي چي رټه مار ذهن کله هم خلاق ذهن نۀ شي جوړېدی. زموږ تعليمي نظام د تنقيدي سوچ صلاحيتونه نۀ راويښوي، بلکې د ياداښت او رټې صلاحيتونو ته د ودي ورکولو هڅي کوي. په امتحانونو کښي داسي پوښتني کوي چي هغه د ياداښت ازمائش وي، د تنقيدي، تحقيقي يا تخليقي صلاحيتونو ازمائش نۀ وي. مثلاً پوښتنه داسي کوي:
د نيوټن لومړی قانون څۀ دی؟
د دې پوښتني د جواب دپاره زده کونکي له ياداښتو (رټې)کار اخلي پوښتنه داسي پکار ده. چي زده کونکي سوچ کولو ته اړ شي. ماته د يو تربيت په دوران کښي يو انځور راوښوول شو، په انځور کښي يوه جوړه ګوټونه (بوټان) وو. يو ماشوم په خټه کښي تللی ؤ، ګوټونه ئې په خټه کښي ښخ شوي پاته وو. پښې ئې له ګوټو وتلي وې، دی تللی ؤ، له مانه ئې داسي پوښتني وکړې ! دا څۀ دي؟
ما د ماضي د ياداښتو پر بنياد نوم ورکړو: دا ګوټونه دي:
څو ګوټونه دي؟
د ياداښتو پر بنياد مي جواب ورکړو: دوه ګوټونه دي.
د ګوټو رنګ مي هم د ماضي د ياداښت پر بنياد ډېر په اسانه وروښوو، خو چي دا پوښتنه ئې راڅخه وکړه چي:
دا ګوټونه د چا دي؟
نو زۀ سوچ کولو ته اړ شوم. داسي پوښتني د سوچ او فکر کولو صلاحيتونه راويښوي او توانمن کوي.
د نفسياتو ماهرين وائي چي د سوچ په دوران کښي انسان يا خو له ذهني انځورونو (تصويرونوImages) څخه کار اخلي يا له ټکو (الفاظو) او تعقلاتو (Concepts) څخه. دغه دوه څيزونه د فکر يا سوچ الات (Tools of thinking) دي. موږ چي شا و خواڅۀ ګورو وينو يا اورو او هغو ته معنا ورکوو دا ادراک (Percaption) دی. ادراک هغه وخت وئيلی شو چي مشاهدې تجربې ته يو معنا ورکړی شي که سترګي پټي کړو او د څۀ کتلو هڅه وکړو نو زموږ مخته خيالي انځورونه راځي، دغو انځورونو ته بصري متخيله (Visual imgery) وائي. دغه رنګه سمعي متخيله هم شته.
د مختلفو خلګو د متخيلو پراخوالي او ژورتيا (۳) مختلف وي. د چا يوه متخيله ډېره توانمنه وي، د چا بله. د انځور ګرو، د تعميراتو د ماهرينو، د انجنئيرانو، ډيزائنرانو، د قصه ايز ادب ليکونکو وګړو بصري متخيله ډېره تکړه وي. ولي چي دوئ چي کله يو شی په مجسم وجود کښي راوستل غواړي لومړی ئې په ذهن کښي انځور وي.
دغسي خود Concept معنا تصور هم کېږي. تصور معنا هر هغه څۀ چي تۀ ئې د تصور په سترګو ليدلی او د تصور په غوږو اورېدلی شې. دلته ورته تعقلات معنا ځکه ليکلی شوې ده چي Concept د تصور له معنا پرته داسي معنا هم لري مثلاً يو ماشوم يوه توره پشي وويني نو دا تصور کړي چي داسي شکل و صورت او رنګ لرلو والا شي ته پشي وئيل کېږي. چي کله بيا سپينه پشي وويني نو دا زده کړي چي که سپينه وي نو هم پشي ده. دغسي له وخت سره دا هم زده کړي چي که لکۍ ئې نۀ وي نو د نورو شواهدو په تصور هم د پشي ډله پېژندلی شي. که يوه پښه ئې نۀ وي نو هم ...... دغه رنګه د پشي د نسل نور ځناور هم وپېژني لکه پړانګ، زمری او نور...... دغه رنګه پۍ ورکونکي ځناور، د ملا هډوکي لرونکي ځناور، حلال ځناور، حرام ځناور، پچي ورکوونکي ځناور، اګۍ اچوونکي ځناور، پر دغه بنياد د شيانو پېژندني ته تعقلات وئيلي شوي دي. يعني د شيانو د پېژندني د معقول وجي تعين يا باور. د منطقي تعقل د قيام دپاره ضروري ده چي د شيانو يا واقعاتو د مشترکو او مختلفو خصوصياتو ادراک وکړی شي. نسلي امتيازات، قومي، قبيلوي، مذهبي امتيازات په منطقي تعقلاتو کښي نۀ وي. د دغو بنياد مجرد او جذباتي وي. مثلاً د لوېديځي نړۍ وګړي پر درواغو رښتيا ته فوقيت ورکوي، غلا، رشوت، درغلي (دهوکه) سپارښت بدبولي. قتل، قبضه اغوا ته په بد نظر ګوري، د ښځي احترام، پر ماشومانو شفقت ښۀ رويه ګڼي، تر فرديت اجتماعيت ته، تر ملوکيت جمهوريت ته اهميت ورکوي. د خپلو فرائضو ادائنه د ايمان برخه بولي، صحت، صفائي د پام وړ څيزونه ګڼي. خو د پردې په اړه د هغوئ خپل تصور دی، د دومره ښېګړو باوجود ختيځ وګړي تر دوئ غوره بلل کېږي. دا وېش جذباتي(نرګيسي) بنيادونه لري. منطقي تنقيدي تله نۀ لري.
د محقق او نقاد رويه هم د دې برعکس وي. رويه د فکر مظهر وي. که فکر صحت مند وي نو رويه صحت منده وي. ولي چاپېرچل (ماحول) مځکه ده. کورنۍ خپل خپلوان، دوستان، ملګري، استاد، کتاب ريشې (جرړي) دي، فکر تخم دی، او رويه فصل.
ځيني خلګ معاملات پر حالاتو پرېږدي. د هغو دا عادت ګرځېدلی وي چي هر شی بې له څۀ اګر مګره مني، داسي خلګ يوازي د معلوماتو حصول کافي بولي. د هغو پر بنياد نتيجه راوباسي هغه خپل فکر جوړ کړي او بيا هغسي رويه اختيار کړي. دا فکر غېر مربوط فکر دی. د داسي فکر اخذ کړي نتيجې ته تعميم (Generalisation) نۀ شي ورکول کېدی. د دې مثال داسي کېدی شي. ښۀ معمار چي د دېوال خښتي ږدي نو د لومړۍ خښتي ځائ لېول کړي او خښته پر لېول باندي کښېږدي. له معمار سره يوه اله وي "سال" هره خښته چي پاس ورباندي ږدي نو د سال په مرسته ئې له لاندينۍ خښتي سره سموي، سال داسي آله ده چي تل عموداً ځوړند وي. په دا طريقه که دېوال تر اسمانه هم اوچت کړل شي نو هغه به سيخ سيده وي. کوم فکر چي سال نۀ لري، يعني يو واضح علمي بنياد نۀ لري هغه سمه نتيجه نۀ شي اخذ کولی. دغسي فکر ته کم عقلي يا بې عقلي وئيلی شو.
عقل د ماضي له مشاهدو، تجربو، مباحثو، زدکړو....... څخه د کار اخستلو د صلاحيت نوم دی. که د ماضي له ټولو زدکړو څخه د کار اخستلو صلاحيت نۀ وي (بنيادي خښته نۀ وي) نو عقل نومي شی نشته.
ځيني مفکرين دا صلاحيت لري هغوئ د ماضي په هنداره (روايت) کښي سم ميزان ويني. دوئ کولی شي چي د معاملاتو په څېړلو، لټولو کښي کوټ او کره سره بېل کړي او سمي نتيجې ته ئې ورسوي، خو هغه داسي کول غواړي نۀ، ولي چي هغه هره نتيجه د خپل ذاتي مفاد پر بنياد دا ايستل غواړي، داسي سُو٫ محققين چي په هر مېدان ور ګډ شي لوبه ګډوډه کړي. د هغوئ په فکر کښي خود غرضي وي، ځکه نو رويه ئې هم خودغرضانه وي.
د تنقيدي فکر لرونکي چا څۀ خصوصيات وي لکه:
۱: د هري نتيجې تر منلو مخکښي ښۀ سوچ کوي.
۲: د هري معاملې تل ته ځان رسوي.
۳: تر ټولو غوره نتيجې ته پرېکړي په فکري توګه د ځان رسولو هڅه کوي.
تنقيدي فکر وائي دې ته چي د هري معاملې څېړنه پلټنه په داسي انداز وکړی شي چي کوټه و کره سره بېل کړی شي. دا يو داسي فکري عمل دی چي:
۱: لومړی د مسئلې (مفروضې) په هکله هر اړخيزه معلومات تر لاسه کړي.
۲: بيا هغه ښۀ تجزيه کړي.
۳: د هغو معلوماتو له لاري خپله د سم او ناسم يا موزون او غېرموزون ادراک وکړي.
۴: په مدلل انداز، په خلاص او غېر جانبداره ذهن د حقيقت د رابرسېره کولو هڅه وکړي.
۵: د داسي کولو دپاره د تر لاسه کړو معلوماتو (موادو) په اړه پوښتني رامنځ ته کړي.
۶: د هغو پوښتنو د جواب دپاره تحقيق وکړي او نوي معلومات رامنځ ته کړي.
د تنقيد په اړه يوه غلط فهمي هم موجوده ده. ډېر خلګ تنقيدي فکر په منفي معنا اخلي. دوئ داسي ګڼي چي په هر شي کښي خامياني لټول تنقيد دی، حالانکې د تنقيدي فکر کار د ښې رائي يا ښې نتيجې د راپېدا کولو کوشش دی.
تر هر څۀ بالا تره، بې له څۀ تعصبه پر دليل باور کول، د يو مسئلې د حل دپاره پر راغونډ کړو موادو باندي تنقيدي نظر اچول او په وراسۀ او دليل يو ښې نتيجې ته رسېدل. د تنقيدي فکر معيار دی.
۱: د يو نظر د سم يا غلط ثابتولو تر شا پکار دی، دلائل موجود وي.
۲: ناقد به پر مفروضو يا مشهورو خبرو باندي بې له تحقيقه يقين نۀ کوي.
۳: هغه به دا نۀ ګوري چي وئيلو والا څوک دی، بلکې به دا ګوري چي وئيل شوي څۀ دي او بنياد ئې څۀ دی.
۴: ناقد په پرېکړه کولو کښي له صبر او زغم څخه کار اخلي. داسي نۀ چي نيمګړي معلومات ئې مخته راغلل دی د هغو پر بنياد په تازيله تازيله نتيجه راوباسي. دا ونۀ ګوري چي مواد صحيح دي که غلط، داسي پرېکړه عموماً د پښېماني سوب جوړېږي.
تنقيد څۀ اداب هم لري:
د تنقيدي فکر دپاره په اخلاقي اعتبار ضروري ده چي:
۱: اسلوب سنجيده وي.
۲: مدلل وي.
۳: تعميري وي.
بې ځايه تنقيد او يوازي خامياني را ايستل د تنقيد تعميري مقصد ختم کړي. د اصلاح پر ځائ د تخريب سوب شي. د تنقيد انداز داسي پکار دی چي:
۱: د مخاطب احترام متاثر نۀ شي.
۲: چي هغه د رد عمل پر ځائ په خوشحاله زړۀ پر دلائلو او تنقيد باندي غور وکړي.
تقابل او موازنه د تنقيدي فکر عناصر دي. د حقائقو موازنه کول بېخي ډېر ضروري دی. زموږ مخته چي کله يو حقيقت يا يوه نظريه راشي نو د دواړو اړخونو دلائل کتل پکار دی چي:
۱: کوم چي ئې په حق کښي دي او
۲: کوم چي ئې په مخالفت کښي دي
د تنقيدي فکر حکمت ولي Why دی. که د يو شي په هکله په ذهن کښي پوښتني پېدا نۀ شي د هغۀ منل بې دليله منل دي. پوښتنه پېدا کول او د هغۀ ځواب لټول اصلي تنقيدي رويه ده. نيوټن چي سېب وليد چي را ايله شو. دا عمل نۀ د دۀ دپاره نوی ؤ او نۀ د بل چا د پاره، خو نيوټن چي دا عمل وليد نو سوال ئې پورته کړو چي "ولي" سېب د مځکي په لور ولي راغی؟ د دې پوښتني په جواب کښي ئې کشش ثقل دريافت کړ.
تنقيدي فکر د هر شي استنادي حېثيت ګوري. په پټو سترګو هر څۀ منل د تنقيدي فکر خلاف رويه ده لکه:
۱: يوه خبره يوازي په دې وجه منل درست نۀ دي چي دا خو له زمانو دغسي ده.
۲: منل شوې ده، ټول خلګ ئې هم دغسي مني.
هغه خبري چي د موضوع په اړه اهمي او بنيادي وي.
۱: د هغو تصديق کول او
۲: د عقل او دانش پر بنياد د هغو منل تنقيدي رويه ده.
د تحقيق دپاره ځيني پوښتني بنيادي اهميت لري لکه:
۱: د دې معلوماتو ماخذ څۀ دی؟
۲: له کوم کتاب څخه اخستل شوي دي؟
۳: کتاب د چا دی؟
۴: په متعلقه څانګه کښي د دې کتاب استنادي حېثيت څۀ دی؟ او مهمه خبره دا ده چي:
۵: د دې کتاب په اړه د اهل علم رايه څۀ ده. که اهل علم اختلاف څرګند کړی وي هغه اختلاف څۀ دی؟ او نور.
نتيجه:
د تنقيدي فکر په پائ کښي نتيجه وي. نتيجه را ايستل تر ټولو مهم خو د احتياط کار دی. د ناقد مقصد تنقيد برای تنقيد کله هم نۀ وي بلکې تنقيد د يو غوره نتيجې دپاره وي. موږ چي د واقعاتو او حقائقو مشاهده کوو، پلټو ئې، نو پکار ده چي هغه څۀ نتيجه خامخا ولري. سائنس پوهان چي کومي تجربې کوي. نتيجه د دوئ په حق کښي وي که په رد کښي. په دواړه صورتونو کښي کاميابي ګڼي ولي چي په دواړه صورتونو کښي يو حقيقت رابرسېره شي. که نتيجه نۀ وي، نو بيا تحقيق و تفتيش بې ځايه او بې معنا دی.
۱: مفعولي Passive : داسي عمل چي د نورو فعاليتونو نتيجه وي خپله فعال نۀ وي. مثلاً : يو زدکونکی په ټولګي کښي ناست وي که د استاذ له وېنا څخه يا د ټولګيوالو له تکرار څخه د دۀ څۀ زده شول زده شول کنې دی خپله هڅه نۀ کوي. دا مفعول کردار دی او داسي زدکونکي چي خپله د استاذ خُلې ته ګوري يو يو ټکی نوټ کوي که ئې زده نۀ وي نو پوښتنه کوي. د افعال کردار دی.
۲: ادراک Perception : ادراک داسي عمل دی چي د هغۀ په ذريعه يو څوک خپل حسي تجربات (د سترګو، غوږو، پوزي، ژبي او بدني محسوساتو تجربات) منظم کړي او هغو ته يو معنٰی ورکړي. مثلاً سور، ګړدي، تريو نرم شي ته د ټماټر نوم ورکول. يا د چا ږغ د اورېدلو او د هغۀ د پېژندلو عمل او نور.
۳: د متخيلو پراخوالی او ژورتيا:
د مختلفو خلګو د متخيلو پراخوالی او ژورتيا مختلفه وي، د پراخوالي او ژورتيا بېلتون که په مثال سره وشي نو ښۀ به وي. پراخوالی دا دی .
مثلاً د يوې وني په تصور سره د نورو ونو تصور.
د کېلې ونه د زردالو ونه د سېب ونه د انځرونه د انار ونه
ژورتيا دا ده، د يوې وني په تصور سره د هغې بېل بېل خصوصيات متصور کول د سېب د وني (۱) قد و قامت ۲ د پاڼو ګچه او څرنګرالی ۳ موسم، آب و هوا د، سېب شکل و صورت ۵ طبعي خصوصيات ۶ کيمياتي ارزوني او داسي نور ........ دا هم وئيلی شو چي د يوې واقعې په ليدلو سره د ماضي بې شماره واقعات په تصور کښي راتلل پراخوالی دی او د يوې واقعې په ليدلو سره د هغې ښۀ يا بد اثرات متصور کول هغه تاريخي، وي معاشي وي، معاشرتي وي، جغرافيائي وي، کلتوري وي، ټولنيز وي، فکري او نور....... دا ئې ژوروالی دی. د چا مطالعه چي پراخه وي د هغو په شعر او ليک کښي اسميت زيات وي او د چا مطالعه چي ژوره وي د هغو په شعر او ليک کښي فعليت زيات وي. د چا مطالعه چي پراخه وي د هغو اسلوب، ساده، بيانيه، تفصيلي او غېر جامع وي. د چا مطالعه چي ژوره وي د هغو اسلوب تمثالي، استعاراتي، علامتي، مختصر او جامع وي.