ماښام خټک 

د مجلې ګڼه:۱۳مه

 د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷

د ژب پوهانو ماهرينو د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کښي د ژبو وده د دغو سيمو د ژوند ژواک د پاره د انسانانو فطري ضرورت ګرځولی دی. دا ژبي که يو اړخ ته د قديم انسانانو د اظهار او ابلاغ وسيلې وې نو بل اړخ ته ئې د دوئ د غم او خوشحالو په راشه درشه کښي هم کومک کولو. په دغه سبب که انسان يو خوا حيوانِ ناطق وګرځېدو نو بل خوا حيوانِ ظريف هم وګرځېدو. چېرته چي به دوئ د سنجيدګۍ په سماجي عمل کښي نا هم واري، نا بلده يا نا اشنا عمل يا لوړه ژوره يا خلافِ معمول کار ليدو، نو د تعجب او خوشحالۍ اظهار به ئې د مُسکا، خندا او په بړک بړک خندا سره کولو او دغه شان د زړۀ د خوشحالۍ او د خوشحالۍ دغه کېفيت چي کله د ليک بڼه خپله کړه نو د دې دپاره د طنز و مزاح اصطلاحات وضع کړی شول.

په انګرېزي ادب کښي دا دواړه اصطلاحات بېل بېل ګڼلی کېږي، ولي په اردو ادب کښي دا دواړه پر يو ځائ پکارولی شي او هم دغه حال زموږ د پښتو ژبي هم دی. ولي بيا هم د ادب د نظر خاوندانو په دې دواړو کښي د توپير هڅي په بيا بيا کړي دي. لکه د يو انګرېز مفّکر ايسټ لينډ* په اند مزاح د لوبو جبلت دی. د دې د ټولو نه لوئ کار د انسان يا د يو وګړي غم يا مايوسي په خندا بدلول دي يا په خندا د بدلولو ترغيب ورکول دي.  ډاکټر وزير اغا* مزاح د انسان د تهذيب يوه لويه کار نامه ګرځولې ده چي د دې له وجي خندا د جسماني عمل نه پرمختګ د ژبي او ذهن تر خندا او عمل په لور غزولی يا رسولی دی او هغوئ مزاح د سکون او عافيت زېږونه ګرځولې ده او د دې اډاڼه په اسودګۍ ولاړه او وياړه ده. مشتاق احمد يوسفي په شاعرانه انداز کښي وئيلي چي د مزاح عمل د خپلي ويني په اور کښي د ايشېدو نه پس ته رغوڼه مومي. خشاک چي وسوځي نو سکارۀ ترې جوړ شي، خو په سکرو کښي دننه اور د خارج د اور نه زيات تېز وي، نو هغه بيا ايره کېږي نۀ بلکې هيره کېږي. لسان العرب کښي د مزاح دغه رنګ تشريح شوې ده چي مزاح د داسي خندا يا د خوشحالۍ نامۀ ده چي په کومي کښي وقار، دروند والی او ټِکاؤ له لاسه ور نۀ کړی شي، مقصد دا چي داسي خندا يا مزاح چي په روڼ تندي وي او د زړۀ د خوشحالۍ باعث وي چي د خېر پېلامه وي نۀ چي موخه ئې چا ته ازيت رسول وي يا د چا سپکاوی يا تذليل کول وي. سټيفن ليکاک د مزاح په هکله وائي چي مزاح د ژوند د لوړو ژورو د هغه همدردانه شعور نامۀ ده چي اظهار ئې په فن کښي وشي. دغه شان مزاح بالعموم ښه او د ميني ډکه مُسکا مخ ته راوړي او د يوې واقعې داسي صورتِ حال راوړاندي کړي چي اول زموږ په مخ کښي يا وړاندي نۀ وي او په دغه وخت د دې انکشاف روح ته تازګي وبخښي، د دې بر عکس په طنز کښي نۀ يوازي د اختلاف نکته موجوده وي، بلکې په دې کښي د ستائيني او غندني زاويه هم ښکاره وي. په انسائيکلو پيډيا امريکانا کښي د دې وضاحت داسي کېږي. طنز يو ادبي اسلوب دی په کومي کښي چي يو کس يا فرد يا وګړی يا مکتبهء فکر، کمزورياني، بدۍ او بد اخلاقۍ د اصلاح په خاطر د تضحيق او سپکاوي نخښه جوړه شي، ولي چي د طنز موخه دغه نا هموارۍ يا لوړي ژوري له منځه وړل وي. بيا هم د دې نتيجه هغه شان نۀ راوځي ځکه خو د طنز په بيا بيا تکرار د دې د پاره مهم ګڼلی شي.  د يو وګړي او د ټولني د تندروستۍ ودي د پاره د دې د ارزښت او ضرورت نه انکار نۀ شي کېدی، ولي په تنګ نظره ټولنه کښي د طنز ردِ عمل ډېر منفي وي او د ډېري غصې سره سره کله کله شخړه هم را وزېږوي. د انګرېزۍ ادب يو طنز نګار سِوفټ ليکلي دي چي طنز يو قسم هنداره ده چي په کومه کښي کتونکي ته د هر چا څهره ښکاري او که نۀ ښکاري نو خپله څهره ورته نۀ ښکاري. موږ په پښتو کښي د دې طنز د پاره دا متل چي "خپل بد د ولو منځ وي دا څاک نۀ ويني" هم پکاروو.  ډاکټر سهېل احمد خان وائي چي طنز يو قسم ته احتجاج دی چي د يو چا د خفګان او غصې ته ادبي شان او اسلوبي رنګ ورکوي، ولي بيا هم د ټولني په طنز کښي د اصلاح زاويه او ارزښت لري او دا يو انسان بل انسان ته نزدې کوي. د طنز و مزاح توپير رونالډ ناکس په دې ښائسته ټکو بيان کړی دی چي مزاح نګار د سوئ سره په زغل وي او طنز نګار د سپو سره ښکار کښي بوخت وي. بلي خوا ته يو ښائسته طنز و مزاح نګار رشيد احمد صديقي وائي چي د بهترين طنز اساس دي دا وي چي دا دي د ذاتي بغض او عناد، کينې اؤ کرکي نه پاک وي او د ذهن او فکر د بې لوثه شګفتګۍ نتيجه وي او اکثر داسي ادب وړاندي کوي چي د سنجيده ادب په مقابل کښي ورته مزاحيه ادب وئيلی شي، خو دا دي ياد لرل پکار وي چي طنز و مزاح د يو اديب د تخليقي اسلوب برخه وي، د دې انحصار په دې خبره دی چي هغه د ټولنيز عمل په دې مشاهده کښي د کومو جهاتو نه کار اخلي. حالاتو او واقعاتو ته د کومو زاويو نه ګوري او د ردِ عمل د کوم کېفيت نه تېرېږي. په نورو ټکو کښي طنز و مزاح د اظهار يو انداز ضرور دی ولي دا د ادب يو صنف يا ژانر نۀ دی.

 

 

FaLang translation system by Faboba