عمرګل عسکر

د مجلې ګڼه:۱۳مه

 د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷

  ښاغلي سالار يوسفزي پخپل کومنټ کښي د محترم شمس القمر اندېش دا شعر ړاوړی ؤ.

دا شعر د شعور ډک، دا نغمه د زندګي ده

ارمان چي دا فن چا د افلاطون کنډر ته يوړی

چي ما له ئې خوند راکړو- اوما ترېنه نيمه مصرعه ذېلي عنوان کړو-  په دغه ورځ ما د يوناني ادب په هکله کتابونو  اړول راړول او د مخه مي هم چي د نورو ادب پوهانو کتابونه کښي د افلاطون او ارسطو خبري لوستلې نو ذهن مي ورته تيار کړی ؤ چي د دوئ بلکې د يوناني ادب په هکله به په مختصر انداز کښي، خپلو لوستونکو ملګرو، ته معلومات وړاندي کوم،خو چي څوک په ، دا خپلو لوستونکو ملګرو، په اصطلاح اعتراض او نۀ کړي،ځکه چي زۀ دا ليکنه د ټولو ادب دوسته پښتنو دپاره کوم،البت د ٌ وريت پښتون ٌ د يرې ملګري مي زړۀ ته زيات را نږدې دي. نو د هغوئ ذکر مي په خصوصيت سره وکړو–

د شعر پېژندني خبره، ادب پوهان د يوناني فلسفي، ارسطو څخه را اخلي چي په دې هکله ئې په خپل، بوطيقا، نومي کتاب کښي معلومات راوړي دي- دا کتاب هم په ډېر خسته حالت کښي ډېره موده پسته ويات شوی دی او بيا په بله ژبه ژباړل  شوی دی- ډاکټر جميل جالبي پخپل کتاب کښي ليکلي دي، چي ٌ بوطيقا(۳۳۵-۳۲۲ ) له عربي نه په لا طيني ژبه کښي، جيور جيوولا، په ۱۴۹۸ء کښي ژباړلی ؤ، مګر په يوناني ژبه کښي د دې اصل متن په ړومبي ځل ۱۵۰۸ ء کښي خپور شو- يعني د  ارسطو د مرګ اتلس سوه کاله پسته،- دلته دا خبره هم د يادولو وړ ده چي يورپ له يوناني تصنيفاتو نه د عربو په واسطه باخبر شو او تر پاؤ کم دوه زره کاله پوري يورپيان د يوناني تصنيفاتو نه لا علمه وو-ٌ بوطيقا، په خسته او نيمګړي حالت کښي ويات شوی ؤ- په دا کښي د شاعري مقصد او ماهيت باندي بحث دی- خو د دې نه د لوېديځي نړۍ شعري او ادبي روايت زېږېدلی دی- د دې په مقابل کښي بل کتاب، رېطوريقا، چي هم ارسطو ليکلی دی د فصاحت او بلاغت اصول ښئي او د دې سره د عربي،فارسي او اردو د شعري او ادبي روايت تعلق دی- بوطيقا، د هغو ټولو نظرياتومخرج دی، کوم چي د تخليقي عمل په باره کښي تر ننه قائم دي. مګر دا خبره ياد لرل پکار ده چي د ارسطو د ، بوطيقا، اثر په عربي،فارسي او اردو باندي کم پرېوتی دی- د بوطيقا روايت، د لوېديځ د شاعري او ادب روايت اوډوي، د هم دغو رواياتو له کبله په لوېديځ کښي د قديم او جديد ادب اصناف پېدا شوي دي- خو د اکاډميسين محمد صديق روهي، شعر پېژندنه، کښي پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام  يو ځائ ليکي چي ٌ ځيني شعر پوهانو، د ارسطو په شمول، د شعر په ماهيت باندي اساسي غور نۀ دی کړی او  بيا داسي وائي، چي ٌ د شعر د بيان وسيله د کلمو ترکيبونه دي. کلمې داسي ږغيږ سمبولونه دي چي هرومرو وضعي او مجازي معناوي او فرهنګي مصداقونه لري. ٌ

بلي خوا ته چي مولانا شبلي نعماني په ، شعر العجم ، کښي د ارسطو، چي شاعري د سنګتراشي، مصوري او  موسيقي په شان نقل بولي-د هغه دا خيال غلط بولي– او وائي، چي اصل خبره دا ده چي انساني جذبات،لکه خوشي او غم، د انسان په زړۀ کښي زورور حرکت پېدا کړي- دا حرکت، اواز، راګ او يا رقص جوړ شي- دا حرکات نفساني وي او په نفساني حرکاتو باندي دلالت کوي، لکه څنګه چي الفاظ په معنٰی دلالت کوي، لکه څنګه چي نطق/  بيان يو فطري څيز دی، دغه راز  د انسان، دا اشارات او حرکات هم پخپله ادا شي او هغه د نقالي په غرض نۀ وي-

اوس خبره  دلته، د افلاطون په کنډر کښي د کودرو د لټون هم ده- ځکه چي د دۀ دا خبره، چي شاعر ئې د خپلي، مثالي جمهوريه ، نه ايستلی دی،  پخپله د هغه عظيم شاګرد، ارسطو، هم د دۀ د نامې اخستلو  بغير د نيوکي لاندي راوستې ده.

ښاغلي  اېچ جي ويلز،پخپل کتاب،مختصر تاريخ عالم ،کښي د تاريخ يو کودری داسي راته ښئي، چي د سليمان دور د ۹۶۰ ق م جوړېږي – د هغې پسته د اسرائيل او د يهودا تقسسيم په نامۀ شوې باچاهۍ د تباهي او جلا وطني د غمونو سره مخا مخ کېږي. په هم دغه زمانه کښي  يوناني قام د ښکارېدوبه عمل کښي ؤ. يو خوا ته که عبراني پېغمبرانو د خلګو  او خدائ تر ميان د اخلاقي  ذمه دارۍ يو تعلق جوړولو ،نو بلي خواته يوناني  فلسفې، انساني ذهن ته د يو نوي ذهني مهم د احساس او طريقې تربيت ورکولو.

او لکه څنګه چي معلومه خبره ده چي يوناني قبائل هم د اريائي ژبو د ويونکو  يو ښاخ ؤ، او د نورو ډېرو اريايانو په شان دوئ کښي هم سندرغاړي او په تحت اللفظ کښي ويونکي خلګ موجود وو، او د دوئ دغه هنرمندي هم يو اهم ټولنيزعمل ؤ، نو هم دغو خلګو ، د خپلو خلګو  د وحشيانه ماضي نه  دوه اهم نظمونه د، ايليډ، او د،اوډيسي،راوړاندي کړو، چي په ، ايليډ، کښي يوناني قبائلو څرنګه د ،ټرائ، محاصره وکړه او قبضه  ئې کړو، او بل نظم، اوډيسي،کښي څنګه يو هوښيار کپتان،اوډيس، د، ټرائ، نه په  واپسي خپل وطن ته راستون شو.

دا نظمونه يو ړانده شاعر،هومر، په  اتمي ياا اوومي صدۍ ق م کښي ليکلي وو يا ليکل ورسره تړل شوي دي، دا ښائي، چي دا وخت د يوناني قبائلو دجنګ او جدال وخت تېر شوی دی. د  يونان مځکه اوسمندري ټاپوګان د دې ثبوت وړاندي کوي. د دوئ  په دغو جزيرو کښي ويړه راويړه ابادي کله هم د درو لکهو نه زياته نۀ شوه.د ځينو ښارونو ابادي ئې له پنځوسو زرو نه هم زياته نۀ وه. د دوئ پخپلو کښي د باهم همدردي په بنياد تعلق خو ؤ مګر يووالی پکښي نۀ ؤ. البت دوه شيانو پخپلو کښي را ټينګ کړي وو.  يو دا دوو نظمونو او بل د اولمپک لوبو، چي د لوبودا وخت به په قلاره  تېرېدو چي اقتصاد سره سره، په چم ګاونډ کښي د يونان شهرت هم مقصود ؤ.ٌ

په شپږمه صدۍ ق م کښي د يوناني ښار تجارت،اهميت او شهرت زياتېږي. د يونانيانو حکومت د اشرفيه نظام ؤ چي په ممتازه خاندانونو  باندي مشتمل ؤ. د ووټ حق هر چا ته حاصل نۀ دی څو سوه يا څو زره به د دې جمهوري رياستونو ښاريان وو، نور به ټول غلامان يا ازاد خلګ. ولي بيا هم د وختونو په بهير کښي دا ړومبي جمهوري خلګ وو.

ما د افلاطون د کنډر نه چي کوم کودري راټول  کړي دي، په هغو کښي په ړومبي سر کښي،هومر، ( ۹-۱۲ ق م؟) چي د شاعري مقصد، مزه، بولي او الهامي قوت ئې ګڼي او د ديوتاګانو سره ئې منسوب کوي. د کومو په مرسته چي هغه نظمونه ليکي. دوهم شاعر، هيسيډ ،(۸ق م)۰ وائي چي د شاعري مقصد الهامي درس ورکول دي. زنوفير(۴۵۵-۳۹۱) درېيم شاعر په دواړواعتراض کوي او وائي چي دوئ د مقدسه ديوتاګانو سره نا مناسبي خبري تړلي دي. د پنځمي صدۍ  (۵۱۸-۴۳۲ ق م) شاعر، پنډار، فطري شاعرانه صلاحيت ته اهميت ورکوي. هغه د تېکنيک خبره هم کوي او په کمه ټکو کښي د معاني دنيا ابادول خوښوي. جور جيس د (۳۸۰  ق م) شاعر،شاعري د عروضي نظام  يو شکل ګڼي چي مقصد ئې اورېدونکي متاثره کول دي. هم دغه شان (۴۴۸-۳۸۰ ق م ) شاعر، ارسټوفيز،هغه شاعر د ستائيني وړ بولي چي صحيح او ريښتونی وي، او دا هم وائي، چي خراب شاعر د بې پاڼو ونه وي او خراب شاعر په تشه هوا کښي د اواز پېدا کولو په ذريعه فن ته تاوان رسوي.

اوس د تېرو صديانو د کودرو نه د افلاطون جوړ کړي لوښي ته راځو. افلاطون، د انساني فکر په تاريخ کښي يو لوړ دنګ شخصيت دی. محترم حميد نسيم دخپل تفسير،تعارف الفرقان، په آخري برخه کښي د دۀ په هکله ليکي، ٌ د افلاطون ذهنيت امرانه ؤ-ٌ دا په دې سوب هم وئيل کېږي چي د هغه تعلق هم د اشرافيه ډلي سره ؤ، پخپله هم شاعر ؤ او شاعران ئې عظيم خلګ ګڼل، تر دې حده، ډاکټر جميل جالبي  ليکلي دي، چي  افلاطون پخپل کتاب ٌاي انٌ کښي داسي تبريک ورته وړاندي کوي چي  ٌ ځکه چي شاعر يوه رڼا ده، او الوتونکی پاک څيز دی. هغه، ترهغه وخته تخليق نۀ کوي تر څو الهامي قوتونه په هغه غالبه شوي نۀ وي. هغه ډېر شانداره ټکي وي په کومو چي شاعر، د انسان عمل وړاندي کوي، لاکن دا ټکي د فن د اصول په بنياد دۀ کښي نۀ پېدا کېږي، بلکې د فن دېوي دۀ کښي د الهام په ذريعه پو کړي- شاعر د فن له قوته  نۀ، بلکې د اسماني قوت نه نغمه سرا شي-ٌ بلي خوا ته د اسماني وجدان په حواله مجنون او ديوانه هم ورته وائي او دا چي د اخلاقو معلم نۀ دی، اندازه سمه نۀ شي لګولی، د کوم شي چي نقل کوي، هغه له حقيقته دوه درجې ليري وي. د، هومر، په حواله  دا  مشهوره ده چي هغه خدائ په هغو کارونو ښودلی ؤ چي په اخلاقي نکته نظر د بدي اظهار ځني کېږي او افلاطون وائي، خدائ د نيکي اشاره ده، ځکه بدي د خدائ له طرفه نۀ،  بلکې  د بل چا له طرفه پکار ده ، اؤشاعر، لکه څنګه چي اخلاقي جذبات را لړزولی شي نو ځکه د هغه له اثره هر ښاري د بدي په لار تللی شي. ځکه ئې هم د خپلي، جمهوريه، نۀ بهر ايستلی دی. د شاعر په هکله د افلاطون دا اصول د هغه په ذاتي خوښه غالب دی، او دا هم نۀ دي هېرول پکار، چي هغه د اشرافيه دډلي نۀ ؤ او بل د دۀ استاد، سقراط هم  په بد اخلاقي د خورولو په تور د زهرو پياله څښلې وه او دلته د اشرافئې سياست په عمل کښي ؤ چي هغه بيا ځان ته جدا بحث دی او زۀ ترې  ډډه کوم.

 

FaLang translation system by Faboba