ذاکر زيارتوال

د مجلې ګڼه:۱۳مه

 د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷

فولکلور په خاصه توګه د انګلېسي کلمه ده. له  فوک- خلګ   او  لور، پوهه  څخه جوړه شوې ده. او په همدې اصطلاح په ټوله نړۍ کښي مشهوره شوې ده. په انګليستان، فرانس او امريکه کښي  د ټولو خلګو د محصول او اثارو حالت ته فولکلور وائي. لکه شعر، ميوزک، نڅا او همدارنګه عقيدو او عنعناتو ته هم فولکلور وئيل کېږي.  فوکلور هغه علم دى چي  د اولسي ژوند او ادبي تاريخ د نامعلومه لرغوني دورونو سره تعلق لري. د دې علم د زدکړي  مقصد دا دى چي   صديو  مخ کښي  د يوې معاشرې د خلګو د سوچ او فکر انداز څۀ ؤ.... په دغو فوکلوري ملغلرو کښي  هغوئ  د خپل ژوند، مسائلو، غم، ښادۍ او د خپلو ساده جذبو اظهار د خپل معاشرتي ضرورت مطابق کړى وي.

د فولکلور په باب ښاغلی داور خان داؤد ليکي:

“د فوک (FOLK)لغوي معنا د اولس  يا خلګ،او د لور(LORE) معنا ده پوهه يا زدکړه. دا شان د فولکلورFOLKLORE معنا شوه د خلګو (اولس) زدکړه يا پوهه. په ادبي اصطلاح کښي " فولکلور" د يو اولس دود ،دستور تهذيب و تمدن، ثقافت، توهمات، رواياتو، تعصوباتو ،عقيدو،کړو وړو،وادۀ، ښادۍ ،مړي، ژوندي ،خوښۍ نا خوښۍ ، د تجربو ، مشاهدو او نور ډېر څه ته وائي”(1)

د پښتو اولسي او شفاهي ادبيات يا فولکلور منثور او منظوم بېلابېل صنفونه لري. لکه  لنډۍ، غاړي، سندري، نارې، سروکي ، بګتۍ، بدلي، فالونه، متلونه، نکلونه ، انګۍ ، د ماشومانو سندري  او نور چي  دغه هر يو ئې بيا نور لوئ  واړه ډولونه لري. دغه راز  د دوئ د استعمال ځايونه هم سره جلا دي او موضوعګاني  ئې هم سره توپير لري. 

 

د فلکلور يا اولسي ادب پېدائښت :

دا چي فولکلور کله پېدا شو او څنګه پېدا شو دا يو داسي سوالونه دي چي تر اوسه نۀ دي جواب شوي. البته وئيلی شو چي کله هم انسان د مځکي پر سر ژوند پېل کړ نو سم د لاسه ورسره خپل ثقافت او فولکور هم منځ ته راغلی، د فولکلور يا اولسي ادب  د پېدائښت  په لړ کښي وتلی فولکلورسټ عابد قيوم داسي نظر لري :

“د فلکلور دپېدائښت او منځ ته راتګ په برخه ښائي ووايو چي  هغه وخت چي بشر د لومړي ځل لپاره د طبيعت له مشاهدو سره مخامخ شو نو ددې موجوداتو او اشياؤ په مقابل کښي چُپ او غلى پاتي نۀ شو او د خپل فکر د ډول سره سم ئې څېړنه پکښي وکړه. له هغې ورځي راهيسې چي انسان د وجود په ډګر کښي قدم ايښى دى، تل ئې زيار ايستلى، چي د اشياؤ او موجوداتو حقائق او ريښې ځانته معلومي کړي نو ځکه له هر څه سره چي مخامخ شوى فکر او غور ئې په کښي کړى، څو ئې يوه نتيجه لاس ته راوړي او د خپلي پلټني د حل د تسکين لپاره ئې د هر نا معلوم د معلومولو په غرض منډي را منډي کړي دي او د خپل محدود فکر له غوښتني سره سم ئې تر يوه حده د خپل ځان قناعت حاصل کړى او څرنګه چي دی په هغه وخت کښي د خپل ژوند لومړني پړاؤنه ئې وهلي او فکري وده ئې تر دې حده نۀ ده رسېدلې چي د پېدائښت ټول اړونه او معماوي حل کړي او نۀ ئې دومره تجربه درلوده چي د خپلو تجربو حاصل د خپلي لاري ډيوه وګرځوي او د هغې په رڼا کښي خپلوڅېړنو ته دوام ورکړي نو په يو ډول خيالبافيو او موهماتو ئې لاس پوري کړ او د هر څه لپاره ئې اندي علت او دليل وټاکه چي همدا دليلونه او علتونه ورو، ورو د رواياتو داستانونو، عقايدو او افکارو په شکل واوښتل او فولکلور ئې منځ ته راوړ ”(2)

غاړي څۀ ته وائي:

 غاړي د اولسي ادب يوه غوره او په زړۀ پوري منظوم صنف دی  چي په  اووه يا په اتۀ سېلابه وئيل کېږي. په غاړو کښي هر ډول عشقي،حماسي او تاريخي مطالب په ښه  شان بيانېږي  او  ساده  اولسي افکار، ټوکي او ټکالي او د پښتنو د کلتور بېلابېل اړخونه، خويونه او رواجونه په خپله لنډه تنګه غېږ کښي رانغاړي.

د کاکړۍ غاړو په هکله نوميالی ليکوال  صادق ژړک ليکي:

“کاکړۍ غاړي د پښتو اولسي ادب  يو داسي ژانر دی چي د پښتو له لنډيو پرته ئې ساری نۀ ليدل کېږي.کاکړۍ غاړي په يو لنډ بحر کښي ډېر ژور مفهوم رانغاړي. يعني د مفهوم په لحاظ چي څومره پراخي دي خو د جوړښت لمن ئې ډېره تنګه ده. يعني کاکړۍغاړي چي اووه او اتۀ او يا اتۀ او اتۀ سېلابه لري دومره توان ور کښي دی چي د خلګو په زړونو کښي ئې ځالي کړي دي. زياتره کاکړۍ غاړي د هنر له پلوه دومره جالبي دي چي په يوه کاکړۍ غاړه د سړي د عمرونو تنده ماتېږي. کاکړۍ غاړي د اولسي ادب هغه ژانر دی چي د ځينو خلګو دغه نظر ردوي چي پښتو ژبي ته ازاد شعر له نورو ژبو څخه راغلی دی ځکه چي په کاکړۍ غاړو کښي يوه برخه داسي ده چي هغه ازادي غاړي دي”(3)

  که څه هم کاکړۍ غاړي له نامۀ څخه ئې له کاکړو سره تړلي معلومېږي خو د ټولو پښتنو اصل مال دی او په پښتنو کښي داسي قبيله نشته چي د دې په جوړولو کښي ئې لږه يا ډېره ونډه نۀ  وي اخستې.  دغه ډول له نورو اولسي اصنافو  څخه يو جلا او بېل شی دی چي لومړی وار کاکړو جوړ کړی دی او د فولکلورسټانو په خيال چي  تر ننه  پوري به زيات او کم پنځوس زره  غاړي جوړي شوي وي.

د بېلګي په ډول دغه لاندي غاړي وګورئ.

نۀ لرم په غاړه ګنده

ورک سې زما و د ګران ژونده

                 سي مه ستا خيالونه يو سي

                 بادام ګل وکي بيا تو سي

د ترينو لهجه:

ترينو يا  وڼېڅي  د پښتو يوه ځانګړې لهجه ده.  چي د سهېلي پښتونخوا د  هرنائي او چوتير په سيمو کښي وئيل کېږي. لکه څنګه چي له نامۀ څخه ښکاري دا د ترين قام سره اړه لري. خو د ټولو ترينانو لهجه  نۀ ده. په هرنائي کښي چي کوم قامونه ژوند کوي هغه ټول دغه ځانګړې لهجه وائي. د پوهانو په خيال دا د پښتو تر ټولو پخوانۍ  يوه ډېره لرغونې لهجه ده. په دې لهجه کښي د پښتو ډېر پخواني لرغوني ټکي خوندي دي چي تر اوسه پوري يوه قاموس هم نۀ دي نيولي.  په دې لهجه د سهېلي پښتونخوا نور پښتانۀ ډېر کم پوهېږي.  خو د وخت له تېرېدو سره په دې لهجه کښي هم  لږ بدلون تر سترګو  کېږي.  په کومه سيمه کښي چي لا تر اوسه دغه لهجه هغسي په سوچه ډول وئيل کېږي هغه د هرنائي د سپين تنګي او د زيارت چوتېر سيمي دي.

د ترينو په هکله نوميالی محقق سيد خېر محمد عارف داسي ليکي:

“ترينو ټول محققين يوه ډېره لرغونې لهجه بولي او اکثره خو په دې لهجه کښي د پښتو ژبي ابتدائي خال وخط لټوي. ددغه لهجې ذکر تر ټولو له مخه جعيت رائ  Jamait Raiپه لورالائي او سيوۍ ګزيټر کښي کړی دی کوم چي په  1906کال د برټش ګورنمنټ له خوا چاپ شوی دی .لهذا په لورالائي ګزيټر کښي ليک دی چي د سنځاوۍ سپين ترينان د پښتو يو بدل شوی شکل يا له پښتو څخه جلا بل ډول پښتو وائي چي هغه ته ترينو وئيل کېږي.دا د کوټي او پښين د پښتو له لهجې څخه جلا غوندي لهجه ده.روايت دی چي وڼېڅانو د خپل پلار سره جنګ وکړ نو پلار  ګفت ورکړ يا ئې ښېرا ورته وکړه چي د ګزيټر په الفاظو کښي څه دا ډول ده.

(4)“warza pa zhaba the sok ma puhezah

په دې لهجه باندي چي کومو څېړنکارانو تر اوسه پوري  څېړني کړي دي  په هغو کښي د سيال کاکړ ، خېرمحمد عارف ، عمر ګل عسکر او خليل باور   نومونه د ذکر وړ دي . سيال کاکړ په لومړي ځل په دې لهجه باندي د ترينو په نوم يو کتاب وليکی. له دې وروسته عمرګل عسکر د وڼېڅي په نوم يو کتاب وليکی چي د پښتو اکېډمي کوټي له خوا چاپ شوی دی. خېر محمد عارف د ترين او ترينو په نوم په دې لهجه باندي ډېره په زړۀ پوري څېړنه کړې ده چي د پښتو اکېډمۍ له خوا چاپ شوی دی.  په دې اوسني وختو کښي خليل باور صاحب هم د  پوهنتون څخه پر دې لهجه باندي د ايم فل ډګرۍ تر لاسه کړه.

اوس د دې لهجې د ودي او پر مختګ دپاره ډېر ځوانان شاعران او ليکوالان توانېدلي دي په دې کښي د نظام الدين نظامي ، خيام ترين  او  ايوب دانش  نومونه د ذکر وړ دي. نظامي لومړی شاعر دی چي په دې لهجه کښي ئې شعر پېل کړ. دغه رنګه خيام ترين لومړی سندر غاړی دی چي دغه لهجه ئې په موسقي کښي معرفي کړه .

د ترينو غاړي:

 د هرنائي په سيمه کښي هم د اولسي ادب دغه صنف شتون لري خو  د هرنائي غاړي د نوري سهېلي پښتونخوا له غاړو څخه ځکه توپير لري چي هغه په يوه ځانګړې لهجه  “ترينو” کښي وئيل کېږي. هم دغه لهجه د غاړو په خوند او رنګ کښي نور زياتوب راوړي. د ترينو غاړي لکه څومره چي د دې سيمي د ښځينو په خُلو کښي سوچه دي هومره د نارينو په خُلو کښي  نۀ دي.

 د ترينو د غاړو په هکله د سهېلي پښتونخوا وتلی محقق  سيد خېر محمد عارف په خپل کتاب “د غاړو ادبي څېړنه” کښي داسي ليکي.

 “د پښتو په ډېره پخوانۍ لهجه ترينو کښي هم د غاړو شاعري په مخه راځي.دا لهجه ويونکي خلګ پر دوو لويو برخو وېشل شوي دي چي يوې ته مېخاڼي او دوهمي ته وڼېڅي نامۀ ورکړل شوې ده . وڼېڅي په سپين تنګي بابي هڼ او چوتېر کښي استوګن دي . او په دې کښي د دوئ اصل ټاټوبی چوتېر او د چوتېر شاوخوا علاقې ګڼل کېږي . د دوئ همسائيګي له يوې خوا د زيارت د کاکړو د سنټيا قبيلې د سارنګزيانو سره ده، بلي خوا ته ئې همسائيګي د دومړانو کاکړانو سره ده او تحصيل ئې هم سنځاوۍ دی نو امکان لري چي تر دغه اثراتو لاندي دې خلګو د غاړو شاعري ته په خپله لهجه کښي ځائ ورکړی وي. ولي چي په دوئ کښي دا شاعري بېخي په پراخه پېرايه کښي نشته” (5)

سيد خېر محمد عارف صاحب يوازي د وڼېڅيو د غاړو يادونه کړې ده خو که ورته وکتل شي د هرنائي په سيمه کښي هم د ترينو غاړي رواج دي يعني په هرنائي کښي چي کومي قبيلې ژوند کوي هغه ټولي له دې صنف سره بلدي دي او د غاړو په جوړولو کښي فعاله برخه اخلي . په دې سيمو کښي ځيني داسي غاړي هم وې چي يوازي لهجه به ئې بدله وه نوره به هغه کاکړۍ غاړه وه خو ما چي د بېلګي په ډول کومي غاړي راوړي دي هغه ټولي د هرنائي ، نسکي او ګڅيڼي د سيمو دي، هم په دې سيمو کښي جوړي شوي دي .د يادو شوو سيمو په ودونو او کليوالو بانډارونو کښي  دغه غاړي په زيات شمېر وئيل کېږي. اوس خو د دې سيمو سندرغاړي هم دغه خوږ اولسي صنف د نوي دور له ميوزک سره زمزمه کوي چي يو نوم په کښي د ځوان سندرغاړي د خيام ترين هم دی چي ډېري غاړي ئې له ميوزک سره زمزمه کړي دي. 

صادق ژړک هم د ترينو غاړي د وڼېڅۍ په نامۀ نوموي او وائي چي د کاکړۍ لهجې پر وڼېڅي باندي اغېزه ده چي له کبله ئې په وڼېڅي يا ترينو کښي هم غاړي شتون لري. صادق ژړک په دې هکله داسي ليکي.

“کاکړۍ غاړي د پښتو اولسي ادب يو داسي ژانر (صنف) دی چي په لکهونو کاکړۍ غاړي نن هم په اولس کښي ژوندۍ دي.کاکړۍ لهجه د پښتو يوه پراخه لهجه ده.پر شاوخوا نورو پښتنو ئې وړ(اثر) لوېدلی دی . لکه په کاکړۍ لهجه کښي د هلک دپاره چوری  او د انجلۍ دپاره چورۍ توري کارېږي.دغه وړ لومړی پر وڼېڅي لوېدلی دی. هغه ځکه چي په وڼېڅيو کښي بازيان کاکړ هم شته. په وڼېڅي کښي و انجلۍ ته چوره او هلک ته چورا وائي چي بيا وروسته دغه وړ پر سندهي او سرائيکي ژبو هم لوېدلی دی چي هغوئ و هلک ته چورا وائي. وڼېڅي د پښتو لرغوني بڼه ده. د پښتو ډېر نياږه (نياږه،نږه)توري ئې په خپله لمن کښي ژوندي ساتلي دي چي څېړني او پلټني ته زياته اړتيا لري. په وڼېڅي کښي هم کاکړۍ غاړي وئيل کېږي. ما ځيني کاکړۍ غاړي له وڼېڅيو څخه راټولي کړي دي چي په وڼېڅي کښي وئيل شوي دي. د يادوني وړ ده چي د وڼېڅي کاکړۍ غاړي نن په ډېر لږ شمېر کښي په اولس کښي ژوندۍ دي”(6)

دلته به د بېلګي په ډول د ترينو يو څو غاړي وړاندي کړو.

د ټېلو بېره زنګېږ

خولۀ شکر غه ده ګاېږ

 

کشو درګې چي کشکا ده

تې نازک ده که لېږدا ده

 

ما سينګيا توره شوکڼه

تا څاريا ماته بيڼه

 

کنډېرۀ خرک به راوي

چُوک به لې اوس دي لا وائي

 

وټا واچه خپل غوږۀ چي

ما سنزن نيا ده لاستۀ چي

 

خوپ چي سور دې شين پټکا سه

غوله وانه باندې راسه

مارزو غټ پيټه مه وکړ

ترژه سوي پتک دې سه کړ

 

که کوټڼو ګوډه ډک که

سېلاو راغه زغړده وکه

خود به کې دومي نخرې

تۀ دې وازنې روڼۀ خورې

 

شپو چي که توري چوټي

کشو پرې سي تا تر کوټي

 

ما ګوډي شمزې غوتې

تۀ توري نې ناسته وې

 

که دي خولي ګران يي زړۀ چي

زې راسي چينه ماندۀ چي

 

تاس مېني غه ښه سايه ده

لږ به چينو ښه سايه ده

 

خواره سې مخ دي پټ کړ

تاسه نن بسک باندې تس کړ

 

لارې لارې نن هيدې

سه تاس وګړي له راغې

 

 

لکه ژغل سه وين ماندۀ چي

دومي غم پروت ده ما زړۀ چي

 

تا سپينو لاستو اوګره ويه

ما خوړه دوبي غرمه ويه

 

غلطي يه خپله ويه

سته مانده لارې هيده

 

ټول دې وائين سخنه ده

ما ده وړکۍ نې زړۀ تکيه

 

ناست وي زۀ خاص تر پېشمي يه

خوب مه نوي زړۀ شيني يه

 

خپل دا خټو کور دې څۀ کې

يوار راسه تر نسکې

 

پايله

غاړي د اولسي ادب يو په زړۀ پوري صنف دی،دا غاړي اوس په نورو سيمو کښي هم شتون لري، يوازي تر کاکړستان پوري محدودي نۀ دي. دلته موږ د بېلګي په ډول د هرنائي د سيمي د ترينو غاړي وړاندي کړلې،ترينو لکه څنګه چي د پښتو يوه لرغونې لهجه ده او په دې کښي د پښتو يو شمېر داسي لرغوني توري خوندي دي چي تر اوسه پوري يوه قاموس هم نۀ دي نيولي. په دې لرغوني لهجه کښي د پښتو اولسي ادب بېلابېل اصناف شتون لري.  دغه رنګه په دې لهجه کښي غاړي هم وئيل کېږي چي بېلګي  مو دلته وړاندي کړې، په دې لهجه کښي نور هم په زړۀ پوري اولسي اصناف شته خو د نن ورځي محقق بايد چي دې ته مخ واړوي،په دې لهجه باندي تر اوسه هم سم کار نۀ دی شوی خو چي کومو پلټونکو تر اوسه پوري په دې لهجه باندي پلټني کړي دي ورته پورته اشاره وشوه.

 

حوالې

1_داؤد خان داوار،خوشحال او فولکلور،پښتو اکېډمي پېښور  2006،مخ13

2_قيوم عابد،فولکلور،مخ1

3_ژړک محمد صادق،کاکړۍ غاړي،پښتو ادبي غورځنګ،مخ 13

4_عارف خېر محمد،ترين او ترينو،پښتو اکېډمي کوټه،2011، مخ 177

      5 _عارف  خېر محمد، د غاړو ادبي څېړنه ،پښتو ادبي ملګري     لورالائي1995،  مخ 12

         6_ ژړک محمد صادق،کاکړۍ غاړي،پښتو ادبي غورځنګ، مخ135

 

FaLang translation system by Faboba