ممتاز علي خان خټک
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
زموږ مشرانو د خپلي تجربې او مشاهدې په رڼا کښي د خُلې نه داسي ټکي يا جملې ايستلي دي چي هغه خبري اوس د کاڼي کرښي جوړي شوي دي. دغو خبرو يا ټکو ته موږ متلونه وايو. متلونه زموږ د خوږې ژبي پښتو يوه لويه سرمايه ده. متلونو زموږ ژبي ته ډېره زرخېزي او څورب والی ور بخښلی ده. څرنګه چي حلوه کښي چيني او ترکاري کښي مالګه خوند پېدا کوي، دغه رنګه د متل په استعمال سره خبري کښي زبردست خوند پېدا شي. مطلب ئې نور صفا او واضح شي. زموږ ژبي پښتو کښي بشپړه متلونه موجود دي چي موږ ئې اکثر په خپلو خبرو کښي استعمالوو. د خپلي خبري مطلب او خوند پرې زياتوو. دغه متلونه زموږ د ژوند ژواک عکاسي کوي او موږ ته دا ښئي، چي زموږ مشران څومره ځيرک، تجربه کار او د ژوري مشاهدې خاوندان وو چي هري خبري ته ئې پام کړی دی او د موقعې په مناسبت ئې هغې پوري څۀ نه څۀ وېنا کړې ده چي هغه وېنا نن هم زموږ په کار راځي. موږ هره ورځ يو نه يو متل په خپلو خبرو کښي استعمالوو، خپل مطلب اورېدونکي ته واضح کوو او په خپله وېنا کښي فصاحت او بلاغت سره سره خوند هم پېدا کوو.
هسي خو متلونه بې شمار دي. هري جذبې، واقعې يا قصې پوري څۀ نه څۀ متل موجود دی. دې نه علاوه کور کښي ساتونکی هر ځناور او څاروي پوري يو يا يوه نه زيات متلونه جوړ دي.
کور کښي چي موږ کوم ځناور ساتو هغو کښي اوښ، مېښه، غوا، غوڅکائ، خر، خرۀ، بزه، ګډه، اس، خچر ياټټو، سپی، پيشو شامل دي. دې نه علاوه چرګ او چرګه اګرچي په ځناورو کښي نۀ دي شمېر خو کور کښي ساتونکي شيانو کښي شامل دي او متلونه پرې جوړ شوي دي. اوس به موږ وار په وار هر يو ځناور يا څاروي پوري جوړ شوي متلونو ذکر کړو. دا متلونه چي عام طور ئې موږ په خپلو خبرو کښي استعمالوو ځيني ځناورو پوري خو ماته صرف يو معلوم دی، خو ځيني پوري يوه نه زيات متلونه موجود دي. راځئ چي کورني ځناورو پوري جوړ شوي متلونه د حروف تهجي په ترتيب سره اوګورو. لکه ا ، ب ، پ، ت وغيره. په حساب سره موږ شروع د الف (ا) نه کوو.
ا ــــــ اوښ. اوښ يا اوش: موږ د ټولني يو ډېر پخوانی او اهم ځناور دی چي همېشه زموږ ډېر په کار راغلی دی. څومره چي په جُثه غټ دی هغومره موږ دپاره کارونه هم ډېر زيات کوي. دغه رنګ متلونه هم اوښ پوري ټولو نه زيات جوړ شوي دي چي موږ ئې دلته بيانوو.
۱: اوښه اوښه څۀ دي سم دي پاتي دي لېنګي:
اوښ يو کوږ ووږ قوي الجثه ځناور دی. لېنګي يعني پشتونه ئې ډېر کږه وږۀ او بې ډنګه دي. دا متل هغه چا پوري وئيلي شي چي د چايو کار هم سم نۀ وي. هر يو کار ئې اپوټه يا اُلټا وي. نو ورته وائي چي اوښه اوښه څۀ دي سم دي. پاتي دي لېنګي. ګوره د مشرانو فهم او خيال ته چي غلط کار دپاره څه عجيبه مثال د اوښ په شکل کښي پېښ کړی دی.
۲: اوښ نۀ ژاړي بور ئې ژاړي:
دا متل په هغه موقع وئيلی شي چي کله څوک د چا نيکي او همدردي نۀ مني. بلکې زياتي په همدردي کونکي باندي احسان اړوي. زموږ په معاشره کښي داسي خلګ ډېر دي چي احسان فراموش دي. د چا د احسان او نيکۍ احساس نۀ کوي. اُلټا هغه پسې خبري کوي خو زموږ مشرانو د داسي خلګو عادت دغه رنګ متل کښي څرګند کړی دی.
۳: کاږه بارونه اوښان وړي:
څومره کښلی متل ده. دغه متل د لوئ حوصلې د اوچت همت او ستر ظرف لرونکي بنيادم باره کښي وئيلی شوی دی، چي د کور، کلي او ټولني خلګو هر جائزه ناجائزه خبره برداشت کوي. خو طبعيت پرې نۀ درنوي. هر قسم خذمت دپاره منډي ترړي وهي. اګر که هغه ډېر ګران کار ولي نۀ وي.
۴: څوک چي اوښان ساتي دروازې ستري جوړوي:
لکه څرنګه چي اوښ په ټيټي دروازې نۀ شي ننوتلی هغه دپاره اوچتي دروازې جوړول ضروري وي. دغه رنګ هر يو مشکل کار دپاره د وړاندي نه بندو بست کول پکار وي. که بندوبست دي اونۀ کړو کار به سمون اونۀ خوري.
۵: چي خدائ ئې شرموي، اوښ د پاسه ئې سپی اوخوري:
دا متل په هغه موقع وئيلی شي چي کله د ډېر احتياط باوجود چاته داسي نقصان اورسېږي چي د چا ګمان کښي هم نۀ وي.
۶: چي اوښ په اديله ؤ نو اديله نۀ وه:
اديله پخوانۍ سيکه وه چي ټولو کښي وړه سکه وه چي قدر و قيمت ئې ډېر کم ؤ. دا متل دا ښئي چي کله کله يو غټ يا اهم څيز په ډېره کمه بيعه ملاوېدی شي خو په هغه موقع بنيادم سره د هغه څيز اخستلو دپاره پيسې نۀ وي. دغي مجبورۍ نه دغه غټ څيز هم بنيادم نه پاتي شي.
۷: اوښ په پرويزي نۀ درنېږي:
کله چي د چا وسيز سړي يعني دولتمند بنيادم څه تاوان اوشي، وئيلی شي چي اوښ په پرويزي نۀ درنېږي، يعني دغه سړی دغه تاوان په اسانه برداشت کولی شي. پروا ئې نۀ کوي.
۸: پته نشته چي اوښ په کوم انډ څملي:
چي د کوم کار انجام پته نۀ وي هلته داسي وئيلی کېږي. اوښ يو ډېر پخوانی ځناور دی. په جثه ډېر غټ دی. صبر ناک هم دی، همت ناک هم دی او غصه يا کينه هم د اوښ ډېره مشهوره ده. د اوښ کينه دومره مشهوره شوې ده چي څوک بنيادم قصدمند يا کينه کش وي، نو ورته شتر کينه وئيلی شي. د ننني ترقي يافته دور نه وړاندي بنيادم د اوښ نه ډېر زيات کارونه اخستلو، د خپل کور ضرورتونو نه علاوه په کرايه به هم اوښ د خلګو سامانونه وړلو دپاره په کارېدلو. بيمار به هسپتال ته يا زيارت د اوښ په شا وړلی شو، اوښ په شا به ناستي يا څملستو دپاره يو ځائ جوړ کړلی شو چي ورته به "هرتل" وئيلو. هغه هرتل کښي به مريض په ارام څملولی شو. د اوښ به خپل مزل شروع شو اوښ په پزه کښي به وړه غوندي ختکۍ وه چي هغه ته به مهار اچولی شو. دغه مهار به چي کوم سړي نيولی ؤ هغه سړي ته به "ساروان" وئيلی شو. وادونو او ښاديو کښي به د اوښ زبردست کردار ؤ. اوښ شا د پاسه به کجاوه جوړ کړلې شوه، په دغي کجاوې کښي به ناوې وړلې شوه، په کجاوه کښي به يو طرف ته ناوې ناسته وه بل طرف ته به د ناوې کوربانه خپلوان لکه خور، ترله يا ورېندار هم سواره وو چي ناوې سره به په بدرګې کښي تلل. ساروان به د وادۀ په موقع اوښ ښه سنګار کړو، ډېر ګونګرو وان به ئې ور اچولي وو. په کجاوه به هم ښه ډېر ګلونه او شالونه ويړ کړي وو چي کله به د ډولونو په درزاهاز او د سورڼې په چغار کښي ورا (ډولۍ) روانه وه. زلمي به ورسره ګډېدل نو ډېر خوند به ئې کولو.
۲: ا : اس : د اوښ په شان اس هم ډېر پخوانی ځناور دی چي اکثر به د سواري پکار کښي په کارېدلو. بادشاهانو سره د اسانو ډېري قصې تړلي دي. ګويا اس يوه شاهي سواري وه. پخوا به جنګونو کښي اسان ډېر کارېدو. اس پوري هم څو متلونه موجود دي،لکه چي وائي:
۱: اس لره په لاس لره: مطلب دا دی چي هرڅه ورسره وي خو چي هغه دي خپلي قبضې کښي وي که چېري يو څيز ستا ملکيت وي هم خو چي ستا په قبضې او اختيار کښي نۀ وي، هغه ته خپل مۀ ګڼه. ځکه وائي چي اس، ښځه او توره بل لاس کښي مۀ ورکوه.
۲: اسانو نالونه وهلو، چيندخو ورته پښې اونيولې: دا متل په داسي موقعو وئيلی شي چي کله څوک کمزور بنيادم همداسي قسم کار ته لاس واچوي چي زورور خلګ ئې کوي، بيا دغه کس په دغه کار يا کسب کښي پاتي راشي نو بيا وائي چي اسانو نالونه وهلو چيندخو ورته پښې پورته کړې. چي موږ ته هم نالونه ووهئ، خو برداشت ئې نۀ کړی شو.
۳: اس چي منچېږي نو د مغژي په زور: اس همېشه مضبوط مغژي پوري تړلی شي. اس چي کوم اواز کوي هغه ته انړېدل وائي او چي مغژي نه راخلاصېدلو دپاره کوم زور لګوي هغه ته منجېدل وائي. دغه مغژي يوه مضبوط سهارا وي چي د هغه په طاقت يا اسرې دا اس زور کوي. دا متل هغو خلګو باره کښي دی څوک چي په خپله خو کمزوری وي خو بدمعاشي ډېره لويه کوي. وجه ئې دا ده چي د هغو شاته څوک غټ يا زورور او طاقتور بنيادم سهارا موجوده وي. د بل چا په طاقت بدمعاشي کوي.
۴: اس اوبه په خپله څښي خو شپېلاک ئې بهانه وي: عموماً چي کله څوک اس ته چېرته په خوړ، په نالی، الګړي يا تالاب کښي اوبه ورکوي نو مالک دغه وخت کښي ورته شپېلاک (د خُلې سيټي) ژغوي او اس په مزه مزه اوبه څښي. دغه متل په داسي موقع وئيلی شي چي يو بنيادم يو کار په خپله طبعه او په خپلي خوښي کوي خو د چا مشوره يا ويان ورته يوه بهانه جوړه شي. اوښ او د اس متلونه چي ماته کوم معلوم وو هغه مي ذکر کړو خو د اس او اوښ دواړو باره کښي دا يوه بله ډېره دلچسپه قصه مشهوره، چي کله څوک اوښ واخلي، کورته ئې بوځي، نو اوښ کور دننه نظر واچوي، اوګوري چي زۀ به د کور بنيادم اوساتلی شم او که نۀ. او چي کله څوک اس واخلي کورته ئې بوځي نو اس د کور په خلګو نظر واچوي او دا سوچ شروع کړي چي ايا دا خلګ به ما اوساتلی شي او که نۀ.
ب: بزه: بزه هم کور کښي ساتونکی ځناور (څاروو) کښي ډېره عام او مشهور څاروی دی. متل دی چي بزې بزې شودې به راکړي خو د پچو ډکي. يعني څوک چا سره د ښېګړي يا د همدردي يو کار وخوکړي خو په مينه او اخلاص سره نۀ وي. بلکې څۀ نه څۀ خو پکښي وي يا ډېر وخت پکښي ولګوي نو دغه متل وئيلی شي. بزې پوري يو بل متل يا ټپه هم شته چي وائي؛ که غم دی نۀ توري بزې واخله مئينه. ګويا بزه ساتل يو ګران کار دی او د بزو څرول خو لا ډېر جنجالي کار دی.
پ: پيشو: پيشو هم يو څرګند او عام جاندار دی چي ډېرو کورونو کښي ئې خلګ ساتي. د پيشو ډيوټي دا وي چي کور کښي مژکان ډېر نۀ شي. پيشو د مژکانو خوړلو ډېره شوقينه وي. متل دی چي پيشو مژکان خدائ دپاره نۀ نيسي. دا متل هغو خلګو باره کښي وئيلی شي څوک چي چا سره څه همدردي يا ښېګړه خو وکړي. نو دې کښي د هغه اخلاص نۀ بلکې څه غرض پټ وي.
۲: پيشو خوب کښي وازګي ويني: هغه چا دپاره وئيلي شي چي د يو څيز د طلب ډېر شوق وي ورسره، غواړي چي هغه څيز ورته خامخا حاصل شي. که هغه ورته په لاس نۀ هم ورځي خو دی شپه او ورځ د هغه په سوچونو کښي پروت وي.
۳: وازګه ئې راوړه پيشو سره کېښوه: پيشو د غوښي ډېره شوقينه وي خصوصاً وازګه يا چربي خو ورته ډېره ښه لګي چي مومي سرپا پرې نۀ کوي. کله چي څوک يو اهم څيز لکه روپۍ، کالي، پتري يا بل قيمتي څيز چا غير دم دار اوګڼ ګپ غوندي سړي سره امانت کښېږدي بيا هغه پکښي خيانت وکړي نو دغه متل وئيلی کېږي چي غوښه ئې پيشو سره کېښوه.
"خ" خر يا خرۀ:
۱: متل دی چي خرۀ ښکر ګټلو غوږونه اوبائيللو: دا متل په داسي موقع وئيلی کېږي چي کله څوک لالچي بنيادم په خپله برخه صبر نۀ کوي، غواړي چي زياتي څه ئې چانه را ونيوي. خو کله داسي هم وشي چي هغه کس خپله برخه هم وبائيلي، يعني ډېر لالچي سړي باره کښي دغه متل وئيل کېږي.
۲: خرۀ ښکر نۀ کېدو وئيل چي لا خو وړوکی دی: دا متل داسي بنيادم پوري وئيلی شي چي عمر کښي خو لوئ وي خوکړۀ وکړۀ او شکل شبهاهت نه هلک لګي، نو بيا وئيلی کېږي چي خرۀ ښکر نۀ کېدو وئيل چي لا خو وړوکی دی.
۳: خر ابا کړه کال پرې تېر کړه: کله چي څوک خپل غرض دپاره چا سره دوستي او تعلق جوړ کړي او چي مطلب ئې پوره شي بيا ورسره تعلق ختم کړي، خو دغه متل وئيلی کېږي. يعني غرض او مطلب دپاره چا بې کاره اوخندني سړي سره تعلق جوړول هم څه بده خبره نۀ ده.
۴: خر د باره پرېوځي خو د تېزه نۀ پرېوځي: دا متل د خرۀ عادت پوري کېږي. خر که هر څومره زوړ شي خو خوئ بوئ او عادتونه به ئې هغه د خرتوب وي. داسي بنيادم چي د خرۀ په شان کم عقل عادتونه کوي که هر څومره په عمر کښي مشر شي هغه پوري دغه متل کېږي. يا که څوک څومره دولت مند او ترقي والا شي خو د خپل حسب نسل خويونه نۀ پرېږدي، نو دغه متل ورپوري وئيلی شي.
۵: د خرۀ مينه خو لته وي. دغه متل د خرۀ هغه عادت پوري کېږي چي که هغه سره څومره مينه وکړی شي هغه د ميني په قدر و قيمت نۀ پوهېږي. هغې په بدل کښي به لته درکوي، کوم بنيادم چي د خرۀ په مثال دغسي عادت لري يعني بې وفا او احسان فراموش بنيادم باره کښي دغه متل وئيلی شي.
۶: د خرۀ لکۍ که بره نه کاچې، که کوزه نه، هغه دوه لوېښتي به وي:
دغه متل کښي مثال د خرۀ د لکۍ ورکړی دی. مطلب ئې دا دی چي د ځيني بنيادم عادتونه او خويونه همېشه دپاره يو شانته وي هيڅ بدلون پکښي نۀ راځي.
۷: چا ورته ووې خرې خرې بچی دي اوشو، هغې ورته ووئيل خپل بار به وړي، خپل به وړم: خره د خر مونث ده دا متل خرې پوري شوی دی. مطلب ئې دا دی چي څوک د چا په کار نۀ راځي هر سړی خپل خپل بوجهـ پخپله اوچتوي لکه چي خوشحال خان بابا وئيلي دي:
هر سړی پېدا دی خپل خپل کار لره کنه.
ټ، ټټو يا خ، خچر يا ق، قچر
د ټ حروف تهجي پر ترتيب سره خ نه اول ليکل پکار وه. خو خېر لږه غوندي سهوه اوشوه که خ پسې ئې هم وليکو څه ډېر باک ئې نشته. ټيټو هم يو ځناور دی چي د اس په شکل کښي وي. چي سوارلي دپاره په کار راځي. ټيټو باره کښي ما دوه متلونه اورېدلي دي چي داسي دي.
۱: تۀ ټيټو نه کوز شه ټيټو ماته راکړه: ډېر مطلبي او غرض سړي د عادت اظهار په کښي شوی دی. څوک چي خپل مطلب پوره کوي که بل کس ته نقصان هم وي پکښي يا بل ته تکليف او بې ارامي هم ورسي خو چي د دۀ غرض پوره شي
۲: وائي چي ځه ځه ټټو دي سوري ته اوتړه: غالباً چي د بې پرواهي او لائعلقي اظهار په کښي شوی دی. زما په خيال کښي ټټو ته خچر يا قچر هم وئيلې کېږي. يعني ټټو قچر يا خچر د يو ځناور نومونه دي متل دی چي :
۳: افسر په مخ مۀ تېرېږه او قچر په څټ مۀ تېرېږه: يعني افسر په وړاندي تېرېدل او قچر څټ ته تېرېدل دواړه د خطرې او نقصان باعث کېدی شي. افسر به درته غصه شي. يا به څه بيګار درته حواله کړي او قچر به لته درکړي. مطلب دا دی چي يو نيم کار داسي وي چي د، تاوان باعث کېدی شي هغه نه ډډه پکار ده.
چ: چرګ يا چرګه:
موږ ته پته ده چي چرګي چرګان تقريباً هر کور کښي ساتلی شي. هر څوک ئې ډېر ښه پېژني. د پښتنو په روايت کښي مېلمه ته چرګه حلالول يو لوئ اعزاز ؤ. چرګ او چرګي باره کښي هم مشرانو متلونه ضرور وئيلي دي لکه چي وائي:
۱: چرګه که ښو ته نيسې کاغېږي، که بدو ته نيسې کاغېږي: چرګي دا خصلت دی چي کله څوک اونيسي نو چرګه کاغېږي. خامخا چرګه دي که حلالولو دپاره نيوله هغه به کاغېږي او که نۀ څه ښه غرض دپاه دي نيوله بيا به هم شور کوي. که متل داسي خلګو باره کښي وئيل کېږي چي که هغو سره نيکي او همدردي هم وکړې خو هغه احسان فراموشه وي. نيکي احساس ورسره نۀ وي. هغه نيک کار کښي به هم نکتې چيني راوباسي او خبري به ورپسې کوي.
۲: که چرګ بانګ وکړي سبا به شي که بانګ اونۀ کړي سبا به شي: چرګان عموماً سهار وختي بانګونه کوي چي هغې نه دا پته لګي چي شپه تېره شوه. سهار شو. پخوا د موجوده دوران غوندي ګړۍ، ټائم پيسونه، ګهړيال، موبائل وغيره نه وو. خلګو ته به د سهار کېدو پته د چرګ بانګ نه کېده. خلګو به چي د چرګانو بانګونه واورېدو نو پوهی به شو چي شپه تېره شوه، سهار شو. خو د دې مطلب دا نۀ ؤ چي که چرګانو به بانګونه او نۀ کړو بيا به سهار کېدو نۀ. دا متل اصل کښي دا خبره څرګندوي چي يو نيم کار چا مخصوص سړي پوري موقوف نۀ وي. د دنيا کارونه هر حال کښي کېږي لګيا دي.
۳: چرګ په ډېران کښي مۀ ګوره، چرګ په تباخي کښي ګوره: غالباً دا د چرګ د غوښو شوقيانو خلګو مقوله ده چي چرګ په ډېران ښه نۀ شي ليدلی، په تباخي يعني تالۍ کښي خوند کوي.
۴: چرګ خو يو مرغه دی چي چا اوخوړو د هغه دی: دا متل هم ګمان دی چي د چرګ د غوښي شوقيانو په دې غرض جوړ کړی دی چي که پردی چرګ دي اوخوړو هم باک ئې نشته.
۵: چرګه چرګه جامه دي ځانه خوراک دي د ډېرانه: دا متل هغه چا پوري وئيلی کېږي چي هر څه ورته مفت او تيار ملاوېږي، څه ډېره ستړې ورپسې نۀ کوي.
۶: چرګه چي څربېږي، کونه ئې تنګېږي: اګرچي دا متل غير ادبي غوندي دی خو خلګ ئې اکثر وائي. ځکه مي وليکلو. مطلب ئې دا خبره څرګندوي چي بعضي خلګ چي څومره دولتمند کېږي هغومره شومان او کنجوسان کېږي.
س: سپی.
د کور څوکيداري دپاره ځناور نوم "سپی" دی. د سپي قسمونه هم ډېر دي. رنګونه او شکلونه ئې هم مختلف دي لکه د کور نورو ځناورو په شان سپي پوري هم خوندور خوندور متلونه شته دي.
۱: سپيو کور په کور بدي وي، خو فقير ته ئې يوه وي: دغه متل د سپيو هغه اتفاق څرګندوي چي کله په يوه کلي يو فقير يا ملنګ خېر غوښتو دپاره راشي نو د کلي ټول سپي ورته په يوه خُله په غپه سر شي، نو ملنګ دپاره اتفاق جوړ کړي. دا متل داسي خلګو په باره کښي دی څوک چي خپله کښي نفاق لري خو بيا هم بهرني خلګو دپاره خپله کښي اتفاق جوړ کړي يا د کلي مشترکه مفاد دپاره يو شي بې اتفاقي ختمه کړي.
۲: که سيند بهېږي، خو سپي په ژبه وي: دغه متل د قسمت او نصيب څرګندونه کوي. مثال ئې د سيند او سپي ورکړلی شوی دی. سيند کښي خو ډېري اوبه بهېږي خو سپی چي کله سيند نه اوبه څښي نو جام ورنه نۀ شي ډکولی، بلکې په ژبه به ورنه لږي لږي اوبه را اخلي او څښي به ئې. دغه متل دا څرګندوي چي کله کله هر څيز ښه ډېر مقدار يا تعداد کښي موجود وي خو د چا خوار سړي نصيب په کښي ډېر کم وي. هغه ته ډېر کم ملاؤ شي.
۳: سپی ټمېږي کاروان تېرېږي: د دا متل مطلب دا دی چي څومره خُلې هغومره ښېرې! يعني خلګ هر کار پوري رنګ رنګ خبري کوي، که څوک ښه کار کوي هغه پسې هم خبري کېږي او که بد کار وي هغه باندي خو نکته چيني خامخا وي. خو پکار دا ده چي څوک څه نيک مقصد دپاه قدم پورته کړي هغه دي جاري اوساتي، د چا د خبرو په وجه دي ئې بندوي نۀ. لکه څه رنګه چي يو کلي خوا کښي کاروان تېرېږي د کلي سپي ورته ټمېږي (ټامېږي) خو کاروان د سپيو غپه په وجه اودرېږي نۀ، بلکې خپل سفر جاري ساتي. سپي چي کوم اواز خُلې نه اوباسي هغه ته ټمېدل يا غپېدل وائي.
رحمان بابا خو وائي چي:
که ګدا د سپي په غولي غرض نۀ که
سپي به نۀ که په ګدا باندي غرض
د رحمان بابا دغه شعر هم يو زبردست متل نه کم نۀ دی.
۴: کوري شه د چا د مخي: دا د خټکو د سيمي متل دی او مروت وائي چي:
چخي چخي چا د مخي: لفظ کوري او لفظ چخي دواړه د سپي شړلو دپاره استعمالېږي. دا متل داسي سړي باره کښي دی چي هغه څه بد رنګ او غلط کار وکړي. د هغه دغه غلطي د معاف کولو هر ګز نۀ وي، خو بيا هم د هغه سړي د چا مشر يا يار دوست د ښه کردار په خاطر د هغه غلطي څوک معاف کړي نو دغه وئيلی شي چي کوري شه د چا د مخي يا چخي چخي د چا د مخي.
"غ" غوا يا غوڅکائ
غوا چي مذکر ئې غوڅکائ دی مشهور او پېژندلی ځناور دی. چي پخوا راهيسې کورونو کښي ساتلی شي. ګڼ مقاصد ورنه حاصلولی شي. لکه زمينداري پر کېږي، شودې تر اخستلې شي، غوښه ئې خوړلی شي. عموماً د ستر اختر په موقع قرباني کښي حلالولی شي. غوا او غوايه پوري متلونه جوړول هم مشرانو هېر شوي نۀ دي.
۱: هندو يار دپاره د غوا غوښه خوړلې ده: هندوانو په مذهب کښي غوا ډېره مقدسه ګڼلی کېږي. هندوان د غوا غوښه نۀ خوري بلکې غوا حلالول عظيمه ګناه ګڼي. يار ئې دوستي کښي يو بل دپاره لوئ قرباني ورکول په خاطر دغه متل جوړ شوی دی. کله چي څوک ياري دوستي په خاطر لويه قرباني ورکړي نو دغه متل ورته وائي چي هندو يار دپاره د غوا غوښه خوړلې ده.
۲: غوا حلاله نۀ تربل په سر نيولې: تر بل ښانک ته وائي. کله چي غوا حلاله شي نو ډېره غوښه وي پکښي، چي څرمن ورنه اووېستی شي، ټاک ټوک کړلی شي، نو خلګ ورته لوئ لوئ ښانکونه او تربل راوړي، غوښي پکښي واچوي، خو دغه کار کښي ډېر وخت لګېږي، خو پخوا چرته چا بېړندي سړي غوا حلالولو سره سمدستي ښانک په سر نيولی راغلی ؤ. يعني د بې صبرۍ مظاهره ئې کړې وه. په هغه موقع چا د خُلې دغه خبره وتلې وه چي غوا حلاله نۀ او تربل په سر نيولې. سر نيولې دا متل د بې صبرۍ او جلدبازي کونکي سړي باره کښي وئيل کېږي.
۳: غوا لاړې، مخي دي هم ورپسې لاړوي: د غوا بچي ته سخی وئيلی شي. دا متل زما په فکر په داسي موقع وئيل کېږي چي کله يو غټ نقصان اوشي نو بيا ورپسې په واړه نقصان سړي زړۀ ستر کړي. هغه وائي چي هر کله مي دغه غټ تاوان اوشو نو د وړوکی تاوان دي هم شوی وائ. خېر دی فکر نشته، کېدی شي دې نه علاوه هم څه بل مطلب وي. ولي چي بعضي متلونه دومره ژور وي چي په اسانه سړی مطلب ته نۀ رسي.
غوڅکائ يا غوايه لکه چي ذکر اوشو چي د غوا مذکر غوڅکائ دی. چي يو زورور ځناور دی. عموماًيوي کښي په کار راوستلی کېږي. يو نيم غوڅکائ لاټ وي. په اخلاص مټ يوي ته غاړه نۀ کېږي، خو چي کله ئې زميندار په چوکه ووهي نو بيا روان شي. په دغه موقع زميندار ورته وائي چي " لنډيه غوايه د زور کمي خو دي نشته خو چي کوي ئې.
دا متل داسي بنيادم پوري هم کېږي چي هغه يو کار کولی شي خو لاټ غوندي وي، کولو ته ئې زړۀ نۀ کېږي خو چي کله ئې وکړي نو ډېر ښه ئې وکړي.
"ګ" ګډا:
ګډا يو عاجز طبعه غوندي ځناور دی چي خلګ ئې شودو دپاره ساتي. شودو نه علاوه د ګډي غوښه هم خوړلی شي او وړۍ هم ډېري قيمتي وي چي ډېر شيان ورنه جوړېږي. ګډي باره کښي متل دی چي:
۱: ګډي په شا وړۍ څوک نۀ پرېږدي: ګډي په شا چي کومي وړۍ وي هغه چونکې ډېري قيمتي وي ځکه همېشه خلګ هغه ورځني صفا کوي. يعني په قېنچي ورنه کاله وي. مفهوم د دې متل دا دی چي قيمتي شی څوک هم او کله هم نۀ پرېږدي.
۲: وړۍ ګډي بچي زغملي دي او دولت هندو بچي زغملي دي:
دا متل موږ ته دا ښائي چي عهده رتبه دولت هر سړی نۀ شي زغملی. يو نيم کس داسي وي چي دغو شيانو سره کبر او تکبر پکښي نۀ راځي. اکثر خلګ چي څه مقام اومومي بيا ځان ورنه هېر شي. اردو کښي وائي چي خدا گنجے کو ناخن نہ دے۔
"م" مېښه.
مېښه هم يو غټ شوده ور ځناور ده. غوښه هم پکښي بيسيار وي. په وجود ډېره غټه وي، ځکه ئې اندامونه هم ډېر غټ وي. مېښي باره کښي متل دی چي : چي غلا کېږي خو د مېښي پتون نه : دا متل هغو خلګو باره کښي وئيلی شي څوک چي ډېر لوئ غبن، غلا يا دهوکه وکړي. لکه تېر ورځو کښي د بلوچستان يوه سيکتر په کور کښي د قارون خزانه موندلې شوې وه. دغه مال دولت هغه د حکومت خزانې نه پټ کړی ؤ. دغه رنګ د مېښي پتون غلاګاني زموږ واکدران او صاحب اقتدار خلګ تل کوي لګيا دي. موږ ترې اورو، وينو، ګورو خو موږ څه کولائ شو، موږ دلته نهاري تېروو، دوئ لګيا دي د مېښي پتانونه پټوي.