محمد الله خليل

د مجلې ګڼه:۱۳مه

 د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷

كه دلدار په دلدارۍ زما قدم ږدي      ګويا هر قدم په لاره د حرم ږدي

(رحمان بابا)

د پښتو اكېډمۍ كوټي يو جهان مننه چي د عبدالرحمان بابا ديوان ئې زما د ليک سره په داسي ډول شائع كړو چي ډېر خلګ ورته ګوته په غاښ دي. په دغه ډول د عبدالرحمان بابا ديوان په كال ٢٠٠١ء كښي ''سبا خپرندويه ادارې، حيات آباد، پېښور خپور كړی ؤ چي اوس دغه اداره په پېښور كښي وجود نۀ لري.

د نصيب خبري دي، په كال ٢٠٠٢ء كښي رحمان ادبي جرګې پېښور چي د باباجي كوم مجموعه كلام شائع كړو په هغې كښي په ګڼ شمېر كښي ردّ و بدل شوی ؤ، ولي د ردو بدل اساس او ماخذونه، د مختلفو شعرونو لپاره د يو شمېر كتابونو په حواله موازنه وغېره د جرګې د ځيني ناګزيرو پېښو له سوبه شائع نۀ كړلی شوه او صرف د شعر و شاعرۍ برخه شائع شوه.

له ځينو عزتمندو رحمان دوستانو له اړخه د پوره  پوره وضاحت غوښتنه كېدله،د عامو خلګو له اړخه د شوو نيوكو او غوښتنو په ځواب كښي دغه ليک په يوې ډېري زړې مقالې كښي د اضافې سره تيار كړلی شو چي پكښي په اول كښي د مختلفو شعرونو لپاره د يو شمېر كتابونو په حواله موازنه او بيا د مستندو كتابونو په اساس په دغه شعرونو كښي ردو بدل شوی ؤ او دغه كار بيا د رحمان ادبي جرګې پېښور لخوا ټاكلې شوې د اديبانو كمېټۍ ته وړاندي كړی ؤ، په ورځو ورځو د كره كوټه كتني نه پس دغه بدلون منلی شوی ؤ، دغه ټول تفصيل په دې نوي او په ډېر ښكلي ډول چاپ كتاب كښي موجود دی.

د دې كتاب نقل د دو واوې محترم مراد كتوزي ته د هغوئ د اشاعتي ادارې لخوا د شائع كولو لپاره وركړی شوی ؤ چي د ګرانو وروڼو ابراهيم رومان او ګل محمد بېتاب په ذريعه پروفېسر خليل باور ورور ته پته ولګېدله او د هغوئ ډېره مهرباني چي هغوئ  د سږكال(٢٠١٧ء) په شروع كښي زما غريب استوګن ځائ، رحمان كوټ، دانش آباد  ته تشريف راوړو ، له دغي ورځي نه اګاهو زما له دغه محترم سره هيڅ قسم تعلق يا پېژندګلو نۀ وه او د خپلي ګوشه كنارۍ له امله ما د هغوئ نوم قدر هم اورېدلی نۀ ؤ ،خو د هغوئ خوږو خوږو خبرو او ډېر زړۀ راكښونكي شخصيت په ما داسي اثر وكړو چي ما بغېر د كومو كاروباري تقاضو او شرطونو وغېره هغوئ ته د زړۀ په مينه سمدستي په ټرېسنګ پېپر تيار، كمپوز شوی ټول مواد حواله كړو، كه يو پلو د دغه ورځي دغه خوږ ياد، اوس هم زما لپاره يوه قيمتي اثاثه ده نو بل پلو چي پښتو اكېډمۍ كوټي كومو قابلِ صد احترام چار واكو په كومه مينه، اخلاص او د عبدالرحمان بابا سره د بې كچه عقيدت په حواله دغه كتاب په كوم شان شائع كړو دا زما په تصور كښي هم نۀ ؤ يقيناً چي:

 

كه دا ستا د ښكلي مخ عاشقان ډېر دي

زۀ په واړو كښي اول يم دوهم نۀ يم

 

(رحمان بابا)

پښتو اكېډمۍ كوټي ته يې دا ستر اعزاز ډېر ډېر مبارکه وي.

اوس به راشم په كتاب كښي د ردو بدل سپيناوي ته، چي د عامو رحمان مئينو لپاره تفصيلي ليكل پرې شوي دي، ولي زۀ اول په دې ليكلو هيڅ وېره ترهه نۀ محسوسوم چي دا ليک د عالمي منلي شوي تحقيقي اُصولو په معيار بېخي پوره نۀ دی او د دې اظهار په واضحه ډول په دغه كتاب كښي په صفحه١٠٣ او صفحه ٥٤٨ شوی دی چي

 '' موږ په دې هم قائله يو چي دا وړاندي ليک د كومي ژوري مطالعې او يا ژوري څېړني څه علمي بحث نۀ دی بلكې د ښاغلو لوستونكو د اطمينان او تسلۍ دپاره په روئيدادي ډول يوه نيمګړې موازنه او تر ممكنه حده مناسب غوراوی وړاندي كولی شي چي په دې ديوان كښي كوم ردو بدل ولي! او په كوم اساس وكړلی شو ''؟ 

يا ''دا بيان كوم علمي ، تنقيدي،تقريظي، تنقيصي او تخليقي ډول بيان نۀ دی بلكې تاسو ته په دې ديوان كښي فقط د ردو بدل ماخذونه او اساس ښودل زموږ غرض وو چي كوم شعر يا كوم لفظ په كوم اساس بدل كړی شو يا كوم شعر يا كوم كلام په دې ديوان كښي له كومي زيات كړی شو''،د عامو خلګو د سمدستي پوهېدلو په خاطر د ردو بدل ماخذونه او اساس ښودلو لپاره د څېړني د روايتي اُصولو څخه لكوټي څنګ او څټ شوی دی چي د منورينو، دانشورانو او ساهو څېړنكارانو نه د معروضي حالاتو په خاطر د عفوې پامته دار يم.

له ځيني خواؤ داسي وېناوي هم وشوې چي كوم بېت يا كوم لفظ په دې ديوان كښي بدل كړلی شو نو د دې څۀ ثبوت دی چي دا بدلون درست دی او هغه نور درست نۀ وو؟ په ډېر  احترام د دغو ښاغليو د عبدالرحمان بابا د كلام سره په دومره مينه او عقيدت زۀ هغوئ ته مباركي او سلام پېش كوم او هغوئ ته په ډېره مينه عرض كوم چي د دغه ډول بدلون په لړ كښي پوره پوره وضاحت شوی دی، يو څو مثالونه په تكرار سره بيا وړاندي كووم:

يوه ډېره لويه غلطي چي د پادري هيوز د ۱۸۷۷ء د شائع کړي ديوان نه وروستو نزدې  هر يوچاپ شوي ديوان كښي را روانه وه، د پښتو اكېډمۍ پېښور او کابل پښتو ټولني نه هم دغه سهوه وشوه. د ډېري حيرانۍ مقام دی چي د پښتو اكېډمۍ ډېر عزتمند پوهاند محمد نواز طائر، چي د دغه ادارې مشر هم پاتي شوی دی هغه په خپل کتاب روهي ادب جلد دوهم، ۱۹۷۸ء په صفحه ۱۹۴د جنزانولډسن په هکله ليکلي وو.

''دغه شان د رحمان باباؒ په ديوان كښي ځيني اشعار چي د مودو راسې غلط لوستی کېدل هغه ئې هم په ډېرکاوش د ګڼو قلمي    ديوانونو په موازنه او مقابله صحيح کړل،لکه دا شعر چي په اکثرو چاپ ديوانونو كښي داسي راغلی دی:

 

په عيسىٰ او په دجّال كښي ګناه نشته

دا مکرونه دي د نفس او د شيطان

 

جنزانولډسن د دې  شعر د ګڼو قلمي ديوانونو په موازنه،  داسي تصحيح وکړه:

 

په عيسىٰ او په جمال كښي ګناه نشته 

 دا مکرونه دي د نفس او د شيطان

 

 

           عزتمند نواز طائر ليکي چي دا شعر په خپل وړومبي شکل كښي د جمال خان او ګل خان دتاريخي المئې د سياق و سباق سره هيڅ سمون نۀ خوري خو په   دوهم  شکل كښي د دغه المئې نه اخذ کړې شوې مکمله نتيجه ښئي او د رحمان  بابا ؒد شاعرانه عظمت او متصّوفانه روح ترجماني کوي''. 

ولي کله چي پښتو اكېډمۍ هم د دوئ په مشرۍ كښي د کال ۱۹۶۳ء نسخه بيا چاپ کوي نو د صفحه۸۳ وړومبنی شعر په دې  ډول ليکي:

په عيسى        او په دجّال كښي ګناه نشته

دا مکرونه دي د نفس و د شيطان

 

پښتواكېډمۍ ''عيسىٰ'' سره  علېه سلام هم ليکي!  داسي پښتو اکېډمۍ پېښور غوندي  قابلِ صد احترام علمي اداره هم د ځيني کاتبانو د ناروا لاس وهني ښكار شي،حالانکې د اكېډمۍ يوه قلمي نسخه ق.۳۰۶كښي دغه شعر  داسي دی:

 

په عيسٰى       او جمال خان كښي ګناه نشته

دا مکرونه دي د نفس او د شيطان

 

 

په بله قلمي نسخه ق،۳۸۴ صفحه ۲۰۶ دغه شعر  داسي موجود ؤ :

 

په عيسىٰ        او په جمال كښي ګناه نۀ وه

دا مکرونه ؤ، د نفس او د شيطان

 

هم دغه ډول ډېره عجيبه دا ده چي د کابل پښتو ټولني له خوا د کال ۱۹۷۷ء شائع کړي ''ديوان عبدالرحمان باباؒ'' كښي، د عبد الرحمان بابا په ژوند،مړيني او ديوان که هرڅو  هغوئ  ډېر د قدر وړ کار کړی دی او صفحه ۳۵ نه تر ۳۸ پوري ئې د تاريخ مرصّع په حواله دګل خان،جمال خان، عيسىٰ مومند او د مغلو منصبدار ناصرخان واقعه په بشپړ ډول نقل كړې ده، ولي څه وخت چي د ديوان متن كښي په صفحه ۱۱۱ آخري شعر ته راشي نو ليکي:

په عيسىٰ        او په دجّال کښي ګناه نشته

دا مکرونه دي د نفس و دشيطان

 

واضحه ده چي بابا د ماضي د يوې خونړي واقعې تذكره كوي، د حضرت عيسىٰ علېه السلام او د دجّال د راتللو معامله د مستقبل سره تعلق لري. بله دا چي د تاريخ مرصعّ او د عبدالحميد ماشو وال كتاب ''در او مرجان'' صفحه ٩٥ كلام ١٨٨ سند كافي وزندار دی كه هر څو هم په اكثرو چاپي كتابونو كښي دغه شعر په دې ډول دی چي:

 

په عيسىٰ        او په دجّال کي ګناه نشته

دا مکرونه دي د نفس و دشيطان

 

زما دغه ډېر قابلِ احترام ملګرو ته خواست دی چي بيا ولي دي د پادري هيوز د کال ۱۸۷۷ ء د چاپي نسخې صفحه ۸۱، په کال ۱۹۷۷ء كښي د جنز انولډسن د ډنمارک نه شائع شوي کتاب عبدالرحمان سړبنی مهمند د صفحه ۹۶ او د دوست محمد خان کاملؔ او قلندر مومند د کال ۱۹۸۴ء د چاپي نسخې صفحه ۱۶۱، د پښتو اكېډمۍ پېښور قلمي نسخه ق،۳۸۴ صفحه ۲۰۶ او قلمي نسخه ق.۳۰۶                           په حواله موږ دغه شعر په دې  ديوان كښي په کلام ۱۵۴-٩-٢٩-١٨٤٣ كښي  داسي بدل  نۀ کړو؟

په عيسىٰ       او په جمال كښي ګناه نۀ وه

دا مکرونه وو د نفس او د شيطان

 

د عبدالرحمان بابا د ديوان د يوې قصيدې  يو شعر تقريباً په اکثرو چاپي نسخو كښي بدل كړی شوی دی نتيجتاً د شعر مطلب د قلمي نسخو د شعر نه بېخي برعکس جوړېږي، ما چي څومره قلمي نسخې ولټولې په هغه ټولو كښي دغه شعر په دې  ډول دی:

 

همسايه وي چريکار د پښتانۀ شي

او په اصل يا موچي وي يا قصاب وي

 

په ټولو چاپي نسخو كښي، سوا د کابل پښتو ټولني د کال ۱۹۷۷ء د چاپي نسخې او د کامل مومند، قلندر مومند د کال ۱۹۸۴ء د چاپي نسخې نه دغه شعر په بدل شکل كښي دی،

د کابل پښتو ټولني د کال ۱۹۷۷ء د چاپي نسخې په صفحه ۲۵۹ دغه شعر  داسي دی:

 

همسايه وي چرې کار د پښتانۀ شي

او په اصل يا موچي وي يا قصاب وي

 

د دوست محمد خان کامل مومنداو قلندرمومند د کال ۱۹۸۴ء د چاپي نسخې په صفحه ۲۹۲ دغه شعر  داسي دی:

 

همسايه وي چرېکار د پښتانۀ شي

او په اصل به موچي يا به قصاب وي

 

د پښتو اكېډمۍ پېښور د چاپي نسخې په صفحه۱۱۱، د نوراني کتب خانې د چاپي نسخې په صفحه۸۰، د رحمان ادبي جرګې پېښور د کال ۱۹۷۷ء د چاپي نسخې په صفحه۳۲۴، دغه شعر  داسي دی:

همسايه او چليکار ئې پښتانۀ شي

او په اصل به موچي يا به قصاب وي

 

د ښاغلي پادري هيوز د چاپي نسخې په صفحه۱۰۶، د حاجي عبدالحکيم د مقبولِ عام پرېس لاهور د چاپي نسخې په صفحه۸۱ او د ايشرسنګهـ او چجوسنګهـ د چاپي نسخې په صفحه۸۴ د دغه شعر وړومبۍ مصرعه  داسي ده :

مسايه ئې چرې کار و پوښتانۀ شي

د حاجي عبدالحکيم د کال ۱۹۴۸ء د چاپي نسخې په صفحه۱۰۳ دغه مصرعه  داسي ده : همسايه او چرې کار ئې پښتانۀ شي

د اداره اشاعت سرحد پېښور د چاپي نسخې  په صفحه۱۱۲، دقديمي کتب خانې په چاپي نسخه كښي، د ډنمارک دجنز انولډسن د چاپي نسخې په صفحه۱۴۶، دبندۀ ماترم د چاپي نسخې په صفحه۷۷ او د فضلِ صمداني دواړو چاپي نسخو كښي دغه مصرعه  داسي ده :

همسايه ئې چرې کار او پښتانۀ شي

په قلمي نسخو كښي د ښاغلي طاهر بخاري ( دصوابۍ) قلمي نسخه كښي، دقلندر مومند سره په دريو قلمي نسخو كښي او د پښتو اكېډمۍ پېښور قلمي نسخه ق.۳۸۴كښي دغه مصرعه  داسي ده : همسايه وي چرېکار د پښتانۀ شي

د پښتو اكېډمۍ پېښور قلمي نسخه،ق.۲۲۲ په صفحه۱۰۵دغه مصرعه  داسي ده :

همسيه وي چرېکار د پاشتنو شي

هم د دغه اكېډمۍپه بله قلمي نسخه ق.۵۹كښي دغه مصرعه  داسي ده :

همسايه وې چرېکار د پښتانۀ

په کال ۱۲۷۳هجري(۱۸۵۶ء) كښي دسيد علي تقي په اهتمام شائع شوی ديوان عبدالرحمان باباؒ چي د واحدعلي خان اردّو ترجمه هم ورسره ده،په دغه نسخه كښي، چي فوټوسټېټ نقل  ئې د پېښوريونيورسټۍ پښتو اكېډمۍسره په ق.۷۵۸پروت دی، دغه مصرعه  داسي ده :

همسايه وي چرېکار د پښتانۀ شي

مذکوره ټوله قصيده که په ژور نظر وکتلی شي نو صفا څرګندېږي چي په دې  كښي عبدالرحمان باباؒ د هغه وخت د خپل اولس په بدحالۍ ژړا كړې ده خو په چاپي نسخو كښي د قلمي نسخو برعکس، په پورته ليک مصرعه كښي چي کوم بدلون شوی دی، دې  كښي کسب ګر د کور مالک او خاوند ښودلی شوی دی او پښتانۀ  ئې د هغۀ همسايه او چېري کار ښودلي دي، ولي دا انداز بيان د زميني حقائقو مطابق نۀ برېښي، بفرض محال که د وطن معاشي حالات دومره خراب وو، چي د ځمکو خاوندان، زمينداران بې اندازې بدحاله شوي وو نو څومره پوري چي زما ذاتي معلومات دی، کسب ګر له زمانو را هيسې د زميندارانو سره په اقتصادي او معاشي لحاظ تړلي را روان دي، او دغه سلسله اوس هم په ډېرو علاقو كښي وجود لري، سره د دې  چي په ننني دور كښي د کسب ګرو له پاره د ګټي وټي نوري نوري ذرائع، نوکرۍ، چاکرۍ او مزدورۍ پېدا شوي دي خو په هغه دور كښي دغه ذرائع هډو هم نۀ وې، کسب ګرو به ټول کال د کلي د زميندارانو،خانانو، ملکانو او اربابانو خدمتونه،بېګارونه،اشرونه، بګاړي، کارونه او روزګارونه کول او د هغې په معاوضه كښي به  هغوئ  ته فصلانه ورکولې شوه يا په وادۀ، ښادۍ وغيره كښي به ورته توره(څه نغدي) ورکولې شوه. دغه شعر كښي د موچي او قصاب احاطه تر ټولو کسب ګرو پوري خورول پکار دي. که چېري په ملک كښي د قحط سالۍ يا معاشي بدحالۍ له ټسه د ملک خانان، ملکان، زمينداران وغيره په اقتصادي لحاظ ، دهغه دور د ګټي وټي د  ذريعو په حواله، ښكته پرېوتل، نو کسب ګر به هم ارومرو په هم دغه توله بلكې له دې  نه هم زيات ښكته پرېوتل، دا هيچېري هم عقل نۀ مني چي د جا ئيداد، کليو، جاګيرونو او کورونو مالکان بې کوره او بې اوره شول او دا هرڅه کسب ګرو ته په لاس ورغلل، زما غالب ګمان دا دی چي عبد الرحمان باباؒ د خپل مخصوص پاک ضمير، پاک زړۀ ، پاک او سوچه مسلمان دماغ او فکر له امله، په دغه شعر كښي د بې اوره، بې کوره او محرومي طبقې،کسب ګرو، په قابلِ رحم حالت افسوس ښكاره کړی دی،ځکه  وائي  ، چي هر کله د دغي طبقې خپل کورونه نشته، د بل فقيران، همسايه ګان دي نو ځکه دوئ د دغه خپلو نائيکانو، ملکانو، خانانو خدمتونه،بېګارونه او چرې کاري کوي، فقيران،همسايه ځکه دي چي خپل کورونه نۀ لري او په ځيني ځيني ځايونو كښي د دې  مثالونه اوس هم شته، پښتانۀ د برخې، دوتر،جائيداد خاوندان وي او دي،د هغوئ  فصلونه به هم چي تيار شول نو د پاکولو لپاره مصّلي او د تول پارسنګ له پاره به دړ وائي ؤ، چرېکار به د دغو خلګو ځمکي په پنج وندۍ، نيمکاره، اجاره يا بل حساب کرلې ريبلې، نو ځکه غالب ګمان دا دی چي د قلمي نسخو شعر:

همسايه وي چرېکار د پښتانۀ شي.او په اصل به موچي يا به قصاب وي

د عبدالرحمان بابا د مجموعي فکر،مزاج او نظر عين مطابق برېښي نو ځكه ما دغه بدلون د پورته ليک مستندو كتابونو په اساس په دغه كتاب كښي  په كلام نمبر ٢٨٥-٤٠-٣٨- ٣٢١٥ كښي واخستلو۔

لنډه دا  چي زما خپلو ګرانو او درنو  لوستونكو،د با با عبدالرحمان مئينانو او دوستانو ته خواست دی چي په دغه كتاب كښي د هر ډول بدلون لپاره باقاعده حوالې وركړلې شوې ده او بيا د باوري سند په بنياد بدلون شوی دی كه څوک له دغه بدلون سره اتفاق نۀ كوي، يقيناً چي هغوئ معترضين نۀ بلكې ادب دوستان او د بابا مئينان دي، د هغوئ دغه سعې به بغض، حسد نۀ بلكې مينه، اخلاص، ادب دوستي وي،نو هغوئ دي سره د باوري سندونو خپل فكر او نظر وړاندي كړي داسي به د عبدالرحمان بابا د كلام د نور نور سمون يوه قابلِ ستائش سلسله شروع شي او دا هم ممكنه ده چي د بابا هغه كلام چي په ضميمو كښي شامل دی، هغې لپاره هم څۀ سند تر لاسه شي، بې شكه چي دا به يو قابلِ ستائش كاوش وي.

په آخر كښي زۀ د پښتو اكېډمۍ كوټي يو ځل بيا د زړۀ له اخلاصه ډېره ډېره شكريه ادا كوم چي زما د تصور نه ډېر بره ئې دغه كتاب په دومره ښكلي ډول خپور كړو.

هومره طمع مي له خپله بخته نۀ وه

 نۀ پوهېږم په څۀ شان مي دی موندلی

 

(رحمان بابا)

په ډېر ډېر درنښت.

 

اغلاط نامه

صفحه كرښه غلط صحيح

٣٥ ٢١ ١١٣٤      ١١٥٤

٤٣ آخري پهګېمي ميوزيم كښې په ګېمي ميوزيم كښې

٤٦ ١٦ كتابپښتو څېړنې كتاب پښتو څېړنې

٤٨ ٩ ١٨٤٨ء ١٨٩٨ء

٥٢ اوله كتابد رحمان بابا كتاب د رحمان بابا

٥٧ دريمه ديواند سر خط لاندې ديوان د سر خط لاندې

٥٨ ١٥ پښتو كښېعبدالرحمان پښتو كښې عبدالرحمان

٦٤ ٤ مصرعهله نېستےٴ مصرعه له نېستےٴ

٦٤ ٥ نهصحيح نه صحيح

٧٥ اوله نۀ لرىوى نهځما نۀ لرى وى نه ځما

٧٧ اوله كابل وړومبنۍ په چاپي كابل په وړومبنۍ چاپي

٨٠ ٢١ كابل وړومبنۍ په چاپي كابل په وړومبنۍ چاپي

٩١ ٢٠ كلام١٢،٢٤٤،٢٧٠٦ كلام ٢٤٤-١٢-١٧-٢٧٠٦

١٠١ آخري ؤ وو

١٠٧ اتمه ٩-٩-٩-١٠ دغه مصرعه ٩-٩-٩-١٠  كښې دغه مصرعه

١٠٩ ٢٢ ١٨-١٨-٨-٢١٤ مونږ ١٨-١٨-٨-٢١٤ كښې مونږ

١٢٠ ١٨ درې شعرونه نۀ ؤ درې شعرونه نۀ وو

٦٠٢ ١٧ مه زۀ په عشق دغه كار ګڼم غماز زۀ په عشق كښې دغه كار ګڼم غماز

٦٦٠ ١١مه ترو رحمانؔ به څۀ مانه كا له افلاكا ترو رحمانؔ به څۀ مانه كا له افلاكه

٦٨٦ څلورمه چي به ګانده زاته بل فصل تيار شي چي به ګانده راته بل فصل تيار شي

٦٩٧ نهمه ترو خاصے به ئې له خونه ترو خلاصے به ئې له خونه

٧٣٤ پنځمه و توانا و ته حُجّت د نادان څۀ دے وَ توانا وَ ته حُجّت د ناتوان څۀ دے

 

FaLang translation system by Faboba