سعد الله جان برق 

د مجلې ګڼه:۱۳مه

 د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷

(په کابل کښي صوفي کانفرنس کښي واورولې شوه)

 

 زۀ د ټولو نه اول خو دا بخښنه غواړم چي کېدی شي چي زما دا خبري اوږدې شي او د خپل ټاکلي وخت واوړي. خو د بخښني سره سره دا يقين هم ورکوم چي بې مزې کېږئ به نۀ.

د تصوف په باب زما نظريات د هغه ټولو نظرياتو نه جدا دي کوم چي نن سبا وئيلی، ليکلی او اورېدلی شي. بلکې تر ډېره حده زما په خيال کښي د دې موجوده صوفيانه نظريو شکل او صورت د اصلي تصوف ضد دی. يا کم از کم زيات اړخونه ئې د اصلي تصوف ضد دی.

دا خبره به روستو روڼه او صفا شي خو اول دا واضح کول پکار دي چي تصوف دی څۀ شی؟

دا خبري ما د هند په يو دريو څلورو صوفي کانفرنسونو او سېمينارونو کښي هم کړي دي. هم پکښي به د څوارلسو، پنځلسو ملکونو نمائندګان موجو وو. ستاسو د ا فغانستان يو وفد به هم د هرات د يو پير صيب په مشرۍ کښي ؤ خو ما له ئې نوم اوس نۀ راځي. البته دا راته ياد دي په دغه وخت کښي به پښتانۀ هم ؤ خو د پښتو د نۀ وئيلو قسم ئې کړی ؤ. 

خېر دا خو هسي پکښي يوه خبره راغله. د تصوف په باره کښي د ټولو اول زۀ دا خبره کوم چي تصوف نۀ خو څه نظريه ده، نۀ فلسفه ده او نۀ مذهب دی. بلکې د دې هرڅۀ نه بالا يو کائناتي حقيقت دی او د هغه پايو نه يوه پايه ده چي په کومو دا کائنات او زمان و مکان پېدا شوی دی. د تخليق او تکوين ارتقا٫ پکښي روانه ده او پر قائم دی. د کائنات د دې بابو ذکر به لږ روستو کوم، فی الحال زۀ د اسلامي تصوف خبره کوم چي د رواياتو مطابق څوک ئې د هندي شنکراچاريه د نظرياتو نه اخستې شوې نظريه ګڼي او څوک ئې د سکندرئې د فلا طينوس د نظرئې نوفلا طونيت سره تړي، خو دا ټولي خبري غلطي دي. د تصوف ابتدا٫ اسلام کښي د اصحاب صفه نه کېږي او اولنی صوفي که موږ په اسلام کښي ټاکلی شو نو هغه جناب محمد رسول اللهﷺ دی. ځکه چي دغه اصحاب صفه سره ئې ناسته پاسته هم وه او که دا غېر اسلامي څيز ؤ نو بند کړی به ئې ؤ. نوري د وړۍ د جامو، د صف، صفه وغيره خبري هسي بې مطلبه بحثونه دي. تصوف د انسان په فطرت کښي دی، د کائنات په بنياد کښي دی او د هر مذهب په روح کښي دی.

ما چي وړاندي تصوف ته يو کائناتي حقيقت اووې نو د هغې د واضح کولو دپاره به اول موږ د دې کائنات او تخليق و تکوين په بنياد خبره کوو. دا خبره طبعيات او سائنس هم مني چي د دې کائنات بنياد په منفي او مثبت يعني ثنويت يا دواليزم دی، نۀ دا کائنات او نۀ په دۀ کښي داسي څه يو شی شته چي منفي او مثبت پکښي نۀ وي يا د منفي او مثبت يو اړخ نۀ لري. 

قرآن عظيم الشان دې ثنويت يا منفي او مثبت له د زوج يا ازواج يعني جوړو نوم ورکړی دی. هسي خو په قرآن کښي د زوجه او ازواج ذکر په ډېرو ځايونو کښي شوی دی خو په سوره يٰس کښي ئې ډېر واضح او جامع ذکر دی. فرمائي

 سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ (سوره يٰس ۳۶)

پاک دی هغه ذات چي هر څه ئې جوړو جوړو کښي پېدا کړي دي، که هغه د ځمکي نه راوزي که په تاسو کښي دننه وي او که هغه چي تاسو ته نۀ دي معلوم.

په دغه ايت کښي د " كُلَّهَا " ټکی و هر هغه څيز دپاره دی چي خدائ پېدا کړي دي. " خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا " يعني د کائنات هيڅ يو وړوکی بوټی، مړ يا ژوندی، ليري يا نزدې، ښکاره يا پټ داسي څۀ نشته چي د هغه جوړه نۀ وي. که هغه مثبت دی نو منفي به ئې هم لازمي وي او که منفي دی نو مثبت به ئې خامخا وي.

د ټولو نه اول خو چي د دې کائنات او زمان و مکان د پېدائش کومه نوې سائنسي او طبعياتي نظريه ده چي د "بګ بينګ" يا لوئ چاودني يا عظيم الشان ډز يا د لوئ انفجار نظريه ورته وائي چي د دې خلا په لړمون کښي يوه وړه شان زره يا اېټم د نن نه څه خوا و شا شل اربه کاله وړاندي اوچاودله او د کائنات تر روان شو خور شو او خورېږي او دا کېدی شي چي دومره موده نور هم خور شي خو آخر به يوه ورځ د دې چاودني زور تمام شي او بيا به غونډېدل شروع شي چي د غونډېدو آخري حد ته اورسي نو بيا به د ډېره زوره اوچوي او دغسي خورېدل به شروع کړي. دا څوک هم نۀ شي وئيلی چي د دې زموږ موجوده زمان و مکان نه وړاندي دغسي زمان و مکان يا کائنات څومره ځل پېدا شوی او ختم شوی يا پس د دې نه به څومره ډزونه کېږي او کائناتونه به جوړېږي ورانېږي، خو په دې ټول عمل کښي کوم واضح او ښکاره څيز دی هغه د انتشارا و ارتکاز يا خورېدو غوړېدو زوج يا ثنويت يا منفي مثبت دی. يو جوړول کوي بل ورانوي. ځکه چي د جوړولو دپاره ورانول هم لازمي وي. مطلب دا چي د کائنات بنياد هم دغه زوج يا منفي مثبت دی او وړاندي پکښي هر شی د دغه زوج ثنويت په دوو پښو روان دی او په هر پېدائش کښي موجود وي او په وړاندي سلسله جاري ساتي.ورپسې دوهم لوئ ثنويت يا زوج د مادې او طاقت دی. ميټر او انرجي. چي يو شی هم تر نه بهر نۀ دی خو بغير د يو ځائ کېدو نه دواړه بې کاره، بې مقصده هم وي. بلکې دا د ثنويت بنيادي پېژندګلو ده چي يوازي يوازي نۀ منفي څه حېثيت لري او نۀ مثبت. چي دواړه يو ځائ يا يو بل ته مقابل شي نو وړاندي به تر پېدائش يا ارتقا٫ کېږي. دا صرف په ژوندو کښي نۀ دي بلکې په هره هره زره او څاڅکي کښي دي. مثال دپاره ئې انسان کافي دی خو دۀ کښي ماده يعني جسم او انرجي چي عام عدد ورته روح وائي دا دواړه چي يو ځائ وي خو ژوندي وي چي جدا شي نو ماده په ځائ مړۀ پاتي شي او روح مړو ته په نظر نۀ راځي. دا د هر قوت يا انرجي خاصيت دی چي په پنځو حواسونه محسوسېږي او ماده محسوسېږي. 

بل مثال ئې موږ د بجلۍ راخستی شو. انرجي او توانائي موجوده وي، خو چي په مادي تار يا يوه آله يا موصل نۀ لري نو ليدی نۀ شي. بجلۍ په ګوتو محسوسېږي خو دا بېله معامله ده، کنې ډي سي کرنټ په ګوتو هم نۀ محسوسېږي. نۀ د ريډيو، ټيليويژن، موبائل يا ايکسرې وغيره چي په انساني حواسو محسوسېږي. حالانکې په خپله خاص آله کښي ئې پته اولګي، د بجلۍ تارونه هم چي ځان ځان له روان وي نو هيڅ نۀ شي کولی خو په يو مشين يا آله کښي د مادې مدد ورسره شي نو څه تر جوړ شي. مطلب مي د دې ټولي خبري نه دا دی چي زوج يا تنوعيت يا منفي و مثبت د کائنات بنياد دی چي د منفي او مثبت پکښي ادميت او اهليت، تصوف او فسطائيت، اور، اوبه او ځمکه او اسمان هم دی.

دا تنوعيت په انسانانو کښي هم دی، صرف جسماني طور نۀ بلکې ذهني طور هم روان دی. چي منفي مثبت سوچ، منفي مثبت خويونه، منفي مثبت عملونه، مزاجونه، عقيدې او نظرئې هر څه پکښي راځي. 

او هم دغه منفي مثبت د تصوف په بنياد کښي هم دی. تصوف مثبت دی او فسطائيت ئې منفي دی چي په ساده ټکو کښي ورته موږ د خېر و شر، تعمير و تخريب، امن او جنګ هم وئيلی شو. وصل او فصل ورته هم وئيلی شي، د برترۍ او کمترۍ ا حساس هم دی او د زۀ" او زموږ" جنګ هم دی. يو هغه چي د يو ځان والي يو ځائ والي او برابرۍ علمبردار دی. بل هغه چي د بالا ترۍ دعوه ګير دی. 

د دې دوو منفي او مثبت ډلو په اولني سر باندي ادم او ابليس ولاړ دي او په دې آخري ئې اشرافيه او عواميه موجوده ده. 

ادم او ابليس کېدی شي هستۍ او شخصيات او افراد هم وو خو په اصل کښي د مثبت او منفي دوه سرشتونه، دوه مزاجونه دي چي خاوره او اور ئې هم دوه اړخونه دي.

په ابتدا٫ کښي چي د انساني معاشرې ابتدا٫ کېده نو دوه قسم خلګ وو. غوښي خوارۀ او غله خواره يا سبزي خواره، چي په هندي اصطلاح کښي ورته ماساهاري او شاکهاري وائي. او په انګريزۍ کښي ورته ويجي ټيرين او نان ويجي ټيرين وائي. 

غوښي خورو سره د ښکار دپاره وسله هم وه چي ابتدا٫ کښي دا ناتراشلی کاڼی ؤ، خو رو رو پوړۍ په پوړۍ تر اېټم پوري را اورسېده. هم دغه د کاڼي د وسلې په تراشلو کښي ورته اور هم په ګوتو ورغلو چي د انسان اولنی کيميائي ايجاد دی. د غوښي خوړلو په وجه ئې مزاج کښي جارحيت، تشدد او حيوانيت هم زيات ؤ نو غله خور، سبزي خورته ئې خاکي او ځان ته ئې برتر نعرې ووئيل. حالانکې که په غور اوکتی شي نو اور په خاوره باندي هيڅ کله هم برتر نۀ دی، بلکې د اور وجود د ځمکي او خاوري د برکته دی چي ځمکي څه عناصر په خپلو اومښلی شي نو اوربه تر پېدا کېږي، کنې نشت دی. بيا چي ترڅو د ځمکي خشاک ور  رسي نو ژوندی دی کنې مړ. اور که هر څومره کوشش کړي  نو خاوره ختمولی نۀ شي بلکې له څه نوره هم کلکه او د کار شي. لوښي شي، خښته شي اوسپنه شي، شيشه شي، خو خاوره يوه چونډۍ هم اور وژلی شي. لکه صرف خپل خېرات پر بند کړي نو هم فنا شي. خو باوجود د دې محتاجۍ هم چي بلېږي نو د اسمان په طرف  تلل غواړي او خاوره د خپو لاندي وي. اوبه چي هم د خاورو پېداوار دی هغه په ښکته ځي او ورته تش لوګی وي نو هم په بره زور کوي.

هم دغه د اور برتري د ابليسيت د دغو بنياد دی چي حقيقي نۀ دی، بلکې مخلط او بې بنياد دی. بلکې ابليسيت اور د غرور تکبر احساس همېشه غلط وي. په داسي بېروني او خارجي څيزونو وي چي د انسان خپله خوبي او صنعت نۀ دی، خو د خاوري اوبو او ادم صفات خپل دي. 

د خاکي ادم او ابليس نه راشروع شوی دا دوه منفي او مثبت تقسيم چي د هغه ځايه راروان شوی دی نو پوړۍ په پوړۍ ان تر ننه رارسېدلی دی. 

سبزي خورخاکي ادم زراعت شو او د زراعت دپاره يو ځائ ټيکاوېدل ضروري ؤ نو د کورو او استوګني سلسله ئې هم شروع کړه. کور ئې جوړ کړو، کلی ئې جوړ کړو او پکښي ئې د ګډ اوسېدو سلسله شروع کړه چي د تهذيب او تمدن اجتماعيت او شريکي معاشرې بنياد شو. 

غوښي خواره ښکاريان او نايان په بله مرحله کښي څاروي پال شول او د څاروو د څرن دپاره ځائ په ځائ ګرځېدل پکاروي نو خانه بدوش صحرائيان هم شول. او د خانه بدوش انحصار په اسمان وي يعني نمر، باران، تاؤ وغيره. نو دۀ د اسمان ليدو نظريه خپله کړه او خاکيانو د ځمکي مور عقيده جوړه کړه. تر ډېري زمانې خو سلسله دا روانه وه صحرائيان به راغلل د ادميانو کلي کورونه به ئې لوټ کړل او واپس به خپلو صحراګانو کښي ورک شو، خو د وسلې برترۍ ئې اوس هم لرله. کلي والو خوارو به بيا کورونه اباد کړل، نه ئې وسله لرله، نۀ خوئ ئې د جنګ ؤ نو بيا به بله ډله راغله او لوټ به ئې کړل. آخر دا وسله وال برتر جنګجو او تشدد پسند کښي دا سوچ پېدا شو چي واپس ولي ځې، مستقل ورته په سر کښېنه. نو د وسلې په سوري کښي ئې د ډاکو نه د محافظ او حکمران درجه حاصل کړه. هغه ورځ شوه نن ورځ شوه چي يو موټی وسله وال په يو لوئ اکثريت مسلط وي. دا تناسب تقريباً د پنځلس او پنځو اتياؤ دی. پنځلس فيصد اشرافيه چي هيڅ نۀ کوي او هر څه خوري، پنځه فيصده عواميه يا ادميان چي هر څه کوي، پېدا کوي، جوړوي خو بيا هم په خېټه نهر وي. ځکه چي اوس په دې نوي جامه کښي ډاکو نوري وسلې هم پېدا کړي دي. مذهب، قانون، وطن، نسل، ملک وغيره.

اوس به راشو تصوف ته. تصوف د ادميت دوهم نوم دی. په نورو قومونو او مذهبونو کښي ئې نوري نوري نامې دي، خو اصل بنياد ئې د ادميت دی. يا د انسان مثبت او د خېر اړخ سراسر فيض ښېګړه او مينه. او هغه بل اړخ له چي اوس څوک هر څۀ نوم ورکوي خو سراسر شر، فساد، جنګ او که په ژور نظرئې وګورئ نو دا نن چي په دنيا کښي کوم اور لګېدلی دی خو دغه پنځلس فيصده اشرافئې لګولی دی. په زړۀ پوري خبره پکښي دا وه چي په اول سر کښي هم ورسره د برترۍ نشان " اور" ؤ. بيا که تانبې اوسپني وسلې وې نو هغه هم په اور جوړېدې فلزات هم اور ؤ، باردو هم اور وي او اېټم هم اور دی. ادم هغه وخت هم خاوره ؤ بيا هم خاوره ؤ او اوس هم خاوري دی. د تصوف بنياد د خاوري او ځمکي مور دی. نو دوئ خدائ هم د مور په شان ګڼي، اولاد ئې سينې پوري نيولی وي او چي مړ شي نو بيا ئې هم په خپل لړمون کښي ځائ کړي. دوئ په مقابل کښي اور والاؤ نظريه د اسمان پلار ده. اور هم د غر زوئ دی او بره خېږي. د هغوئ په نظر کښي خدائ د پلار په شان دی چي اولاد پېدا کوي، ساتي ئې. خو تر نه په فاصله کښي اوسي او کله کله قهر هم کوي. ټول مذهبونه هم بيا د دې بنياد نه پېدا شوي دي. سامي مذهبونه " شمسي" مذهبونه دي او اريائي مذهبونه " ارضي" مذهبونه دي. دلته يوه خبره د تصوف په باره کښي دا کول غواړم چي تصوف په اصل کښي وحدت الوجود دی. هم هغه نظرئې چي د يو وجود نه پېدا کېږي او بيا به هغه وجود کښي شاملېږي. خو نن سبا يوه غلط فهمي د  وحدت الشهود په نوم پېدا شوې ده چي په اصل کښي صوفيانه نظريه نۀ ده. حالانکې لکه د وحدت الوجود ورله هم هغه شان اصطلاحات او الفاظ هم پېدا کښي شوي دي او هم هغسي سلسلې ئې هم دي، خو دا يو ډېر د لږي مودې پېدا شوی شی دی او د پېدائش ځائ ئې هندوستان دی.

لږه رڼا به په وحدت الشهود هم واچوو کله چي د کربلا مېدان کښي هم د خپل نبيؐ نمسي مسلمانانو حلال او د موروثي او روايتي بادشاهت اغاز ئې د خلافت د نوم لاندي کړو نو مسلمان څه خو حکومت سره شول، قاضيان، امامان، مفتيان او نورو سرکاري منصوبه ئې اختيار کړل نو د علماؤ دې طبقې له د اهل شريعت نوم ورکړی شو او  کومو مسلمانانو چي دې سره اتفاق نۀ ؤ او په مزاج کښي ئې تشدد هم نۀ ؤ هغوئ په خاموشۍ سره يو اړخ ته شول.

حافظ شيرازي د دې حالت ډېره ښه ترجماني کړي ده. هر څو که د هغه اشاره بل خوا وه چي:

 

شد آں کہ اہل نظر در کنارہ می رفتند

ہزار گونہ سخن در دہان و لب خاموش

 

ببانگ چنگ می گویم آں حکایت لہ

کہ از لہنفتن آن دیگ سینہ می زد جوش

 

امور مصلحت ملک خسروان دانند

گدائی گوشہ نشینی تو حافظا مخروش

 

دغه ګوشه ګير خلګ د اهل طريقت په نامه مشهور شول. په منځ کښي زمانه تېرېده تېرېده، د دواړه ډلي د يو بل نه دومره ليري شوې چي يو بل ئې کافر اوګڼلو او دښمنۍ ته خبره اورسېده.

په هند کښي د علماؤ يو شمېر چي شاه ولي الله، شاه عبدالعزيز مجدد الف ثاني غوندي لوئ علما پکښي شامل دي، هغوئ فکر وکړه چي دا دواړه ډلي يو بل ته نزدې کول پکار دي، کنې د بېلو بېلو مذهبونو شکل به اختيارکړي. د دغه کوشش دا نتيجه وشوه چي طريقت او شريعت خو تر يو بله نزدې نۀ شول خو په دا منځ کښي ئې يوه بله نظريه راووته چي څه عناصر پکښي د شريعت دي او څه د طريقت دغه نظرئې ته وحدت الشهود وائي چي د طريقت او شريعت په دا بين بين کښي ده خو يوه هم نۀ ده.

مطلب مي دا دی د تصوف اصلي نظريه د وحدت الوجود ده چي دا ټول کائنات هم يو وجود ګڼي او دا هر څه د هم هغه يو وجود کثرت يا فصل ګڼي. نن دغه وجود خور او د فصل په حالت کښي دی خو رو رو به دا اکثريت په وحدت او فصل به وصل کښي بدل شي او بيا به تر هم هغه واحد وجود يا شي جو شوه شي چي د کومي نه راوتی دی.

ما خپل يو د اردو کتاب وحدت الوجود او بګ بينګ کښي هم دا بحث کړی دی چي په خپل بنياد کښي د وحت الوجود او بګ بينګ نظريه يو شی دی. هم هغه د يو وجود خورېدل و غونډېدل انتشار او ارتکاز چي وحدت الوجود ورته فصل او وصل وائي.

خو د حيرانتياخبره پکښي دا ده چي کومه نظريه نن سائنسي او طبيعاتو د بې شماره مشاهدو، تجربو، حساب کتاب او زړۀ نه ئې قائمه کړې ده، دا نظريه انسان ته په هغه قديمو زمانو کښي چا ښودلې وه چي په قرآن کښي هم صفا صفا وائي چي:

انا لله و انا اليه راجعون. 

موږ د الله يو او دوباره به الله ته ورستنېږو. ځکه کل شی يرجيع اله اصله. او چي چاخپل ځان وپېږندو هغه خپل رب وپېژندو. پاتي شوه دا خبره چي نن د تصوف په نوم کوم شی يادېږي هغه څومره تصوف دی او څومره نۀ دی نو د دې دپاره څه د ډېره لويو لويو بحثونو ضرورت نشته. تصوف د " زۀ" او "زما" سخت خلاف دی. و د "موږ" او "زموږ" علمبردار دی. زۀ زما يا انفراديت د نورو نه بالا کېدل نۀ، هغه  د عبادت په نوم وي. نو هم د تصوف د روح خلاف دی که چېرته هم په څه شکل د "برترۍ" او "زۀ" احساس راغلو تصوف ختم. 

زما په خيال کښي هر هغه انسان صوفي دی چي خپل حلال رزق ګټي. د مالک د احکامو پابند وي، اجتماعت او مينه خوښوي، هغه صوفي دی. ځکه چي الله سره د تړون او رابطې دپاره د څۀ ځائ يا کټ يا حالت ضرورت نشته، هغه انسان سره د ښهه رګ نه نزدې دی، په کار کار کښي، سفر سفر، په ناسته ولاړه هر وخت ورسره رابطه پېدا کېدی شي. 

 

FaLang translation system by Faboba