حبيب الله کاکړ
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
زۀ نۀ پوهېږم چي پېل د مذهب او د ميني تر منځ له رشتې څخه وکړم، که نۀ تعصب او کرکه چي له مذهب سره په کم ارتباط کښي په ليټرېچر کښي ځلېږي؟ په 1950 خوا و شا کښي چي ټولنيز اروا پوهانو د ټولنو د ستونزو په اړه مذهب لوستی، نو د مذهب او نسلي تعصب تر منځ د ربط په پلټنه کښي وو. او کشاله هم دا ورته پېښه وه، چي مذهب په متن کښي مينه، انساني مساوات، انساني اقدار، برداشت اود صبر تلقين کوي، خو ټولنيز سائنسي تجرباتي تحقيقونه (social empirical studies)د مذهب او تعصب تر منځ تعلق مثبت څرګندوي. مذهبي متن او مذهبي روئې دواړه په پام کښي د لرلو له کبله د مذهب او د تعصب تر منځ تعلق څۀ مبهم غوندي وي، په هم دې نو د دوئ پېل د مذهب او د تعصب له تعلق څخه کېدی، چي د عقيدې، روحانيت، او متن تر حده خو د مذهب او د ميني تر منځ ربط څرګند دی، ځکه نو لوست بايد د عملي مذهب (lived religion) وشي چي په ټولنه کښي څنګه عملي کېږي او څنګه تعصب زېږوي.
خو زۀ چي اوس په کوم حال کښي دغه پاراډکس ته مخامخ يم ماته دغه مسئله لږ بېله ښکاري. هغه ځکه چي، د دې دوو لسيزو په ليک او لوست کښي چي مذهب له سياست سره د ترهګرۍ، عسکريت پسندي، انتهاء پسندي او رجعت پسندي غوندي ډسکورسز کښي څنګه تر بحث لاندي دی، په دې کښي د مذهب له تعصب او کرکي سره تعلق نۀ بلکې د مذهب له ميني او د برداشت سره اړيکي تر دوړو لاندي دي. دلته د مذهب او د تعصب تر منځ پر تعلق څه ليکل شائي تکرار و ګڼل شي، د تحقيق سوال بايد د مذهب او د ميني تر منځ د مبهم تعلق په اړه وي، او پېل هم بايد له دې نوي خبري وشي. بلکې دا هم ممکنه ده چي له سره څوک د مذهب د کرکي او ميني د سرچشمې په حېث له دې پاراډکس څخه انکار وکړي، چي د مذهب يوازي له کرکي سره تعلق کېدلائ شي، او دلته نور هيڅ قسم پاراډکس وجود نۀ لري. د مشال خان د پېشي په اړه چي زما مخ ته کومي ليکني راغلي، په دې کښي دغه دريځ په هغو ليکنو کښي انتهائي څرګند غوندي وی، په کومو ليکنو کښي چي د چاپېريال د ردعمل ډار نۀ محسوسېدی، او يا هغه ليکني چي په يو ازاد چاپېريال کښي ليکلي کېدلې.
خو زما په خيال، له معذرت خواهانه مذهبي ليټرېچر (apologetic religious literature) بغيرهم، دغه پاراډکس شتون لري. په دې کښي که څه هم شک نشته، چي د وخت په نوي ډسکورسز کښي چي مذهب په ليک کښي له کومو لفظونو، اصطلاحاتو او عکسونو سره تر بحث لاندي دی، د دې پاراډکس شکل به ئې ضرور بدل کړی وي. کرکه او تعصب به ئې د مذهب داسي غير منفک جزء ثابت کړی وي، چي نور به پر دغه تعلق ليکلو ته څه پاته نۀ وي. خو د دې کرکي او تعصب په ضد دريځ هم يوازي په انساني عقل تکيه نۀ کوي. بلکې دلته هم مذهبي جزبات يا ډېر واضح څرګندېږي او يا ئې دليل د مذهب پر اوږو تکيه کونکی ليدل کېږي. په همدا وجه موږ اوس هم کولائ شو، چي د ارواپوهني په هغو نظريو(theories) کښي د موجوده مذهبي نفسياتو د څېړلو هڅه وکړو، کمي نظرئې چي د دغه پاراډکس د حل د پاره تحقيق و زېږولې.
د مذهب او تعصب تر منځ د تعلق پلټنه اوږد تاريخ لري. په 1946 کښي ګورډن الپرټ (Gordon Allport) په نسلي تعصب کښي مذهبيان تر لږ مذهبيانو او تر غير مذهبيانو زيات وموندل. کيرکپېټريک په 1949 کښي مذهبيان تر غير مذهبيانو لږ بشردوست (humanitarian) دريافت کړل. په 1950 کښي اېډرنو فرينکل برنسويک(Adorno, Frenkel-Brunswik,)، ليونسن(Levinson) او سېنفورډ(Sanford) څرګنده کړه چي نسلي مرکزيت (ethnocentrism) اقتدار پسندي (authoritarianism) په هغو وګړو کښي زياته وه چي چرچ ته حاضرېدل، د هغو وګړو په نسبت چي چرچ ته نۀ تلل. (Michael, 167)
بروس هنسبرګر (BruceHunsberger) د باټسن،(Batson) شوينرېډ،(Schoenrade) او وينټس (Ventis) د کتاب Religion and the Individual: A Social Psychological Perspective په حواله سره ليکي چي، په 1960 او تر هغه وړاندي په 23 سائنسي تحقيقونو کښي 19 تحقيقونو د مذهب او تعصب تر منځ تعلق مثبت څرګند کړی. درې تحقيقونو په دې اړه واضح دريځ نۀ درلود او فقط يوه څېړنه داسي وه چي د مذهب او تعصب تر منځ د تعلق خبره ئې رده کړه. (Hunsberger, 1995)په دې کښي څه تحقيقونه داسي وو چي هغه وګړي ئې زيات تعصب لرونکي څرګند کړل، کوم چي د چرچ فعال حاضرېدونکي وو، د هغو په نسبت چي چرچ ته يا خو نۀ تلل او يا کم تلل.
په 1955کښي ټولنپوه جوزف فيچر (Joseph Fichter) د کيتهولک چرچ د ګډونوالو په څېړنه کښي چرچ ته حاضرېدونکي په څلورو برخو کښي تقسيم کړل. 1. نيوکلېر (nuclear) فعال حاضرېدونکي او وفادار عقيدت مند2. موډل (modal) اوسطاً حاضرېدونکي 3. مارجينل (marginal) تر دې هم کم 4. ډورمېنټ (dormant) هغه چي کېتهولک فرقه ئې پرېښې وي خو بل چرچ ئې لا د عقيدې په حېث نۀ وي منلی. (Johnstone, 2016) د دې بحث په رڼا کښي نوموړي د نيوکلئير تعداد لس فيصد څرګند کړ، او زياتوي چي د مذهبيت دغه قسم له تعصب څخه خلاص وی، نور قسمونه زيات متشدد او متعصب غوندي وو. (Michael, 167)
په 1961 کښي جرهارډ لينسکي (Gerhard Lenski) د چرچ د غړو ګډون په دوو برخو کښي و بېښی. يو هغه چي په ټولنه کښي د يو مقام حاصلولو د پاره د چرچ برخه وو، څه ته چي لينسکي (communal involvement ) وائي. او بل هغه چي د عقيدې په رڼا کښي د روحاني معنا په لټون کښي وو چي نوموړی ئې په (associational involvement) سره بلي. په دې کښي اول قسم وګړي زيات د تعصب او تشدد رويه درلوده د دوهم په نسبت. (Michael, 167)
په 1954کښي ګورډن الپرټ په خپل شاهکار کتاب The Nature of Prejudice کښي يو پوره څپرکی دمذهب او تعصب پر تعلق ليکلی وی. خو تر 1968 پوري تحقيقونود مذهبيت او تعصب تر منځ متضاد غوندي لاسته راوړني څرګندي کړې. کله زيات مذهبيت د تعصب سبب برېښېدی او کله بيا زيات مذهبيت د صبر او ميني سبب. دې کشالې الپرټ ته د فکر يوه نوې لاره پرانستله کومه چي نوموړي د 1966 په تحقيقي مقاله “Religious Context of Prejudice” او 1967 په “Personal Religious Orientation and Prejudice”کښي بحث باندی وکړ.په دې ليکنو کښي الپرټ يوه نوې نظريه د مذهب د اروا پوهني په اړه معرفي کړه، چي په اروا پوهنه کښي د داخلي مذهبيت (intrinsic religiosity)او خارجي مذهبيت (extrinsic religiosity) په سرخط سره پېژندلې کېږي. (Allport, 1966)
له داخلي مذهبيت څخه د الپرټ مقصد د يو وګړي د مذهبيت هغه اړخ دی چي دی د مذهب په عملي کولو کښي په ژوند کښي معنا پېدا کوي. نفس د مذهب په رڼا کښي هر وخت پرتله کوي. له مذهب سره ئې يو داخلي کېفيت، جزباتيت تړلی وي چي له ځانه وتل د خدائ په لور تلل وي. دغه قسم مذهبيت د الپرټ په خيال له تعصب څخه ليري وي. انساني اقدار او انسانيت ته له يو ډېر روحاني پلوه ګوري. د فيچر نيوکلئير او د لينسکي ايسوسيئېشنل ښکېلتيا د الپرټ په خيال اصلاً دغه قسم مذهبيت دی. (Michael, 167) بل اړخ ته له خارجي مذهبيت څخه د الپرټ مقصد هغه قسم مذهبيت دی چي يو وګړی ورباندي په ټولنه کښي يو مقام لټوي. مذهب د يو خاص مادي مقصد د پاره کاروي. خپل نفسياتي اطمينان د خدائي رضا ګڼي. يا د الپرټ په لفظونو کښي ”خدائ ته ګرځېده دي، بغير له نفس څخه د را ګرځېدلو “ دغه قسم مذهبيت تعصب، کرکه او تشدد زېږوي. الپرټ زياتوي، چي که يو داسي ماشوم ته مذهب ور وښودل شي، چي نفسياتي طور ځان محفوظ ګڼي. هيڅ قسم نفسياتي ضرورتونه نۀ محسوسوي. په ټولنه کښي د خپل ځان د حېثيت په اړه مطمئن وي، دغه ماشوم به مذهب په داخلي انداز عملي کوي او که چېري دا ماشوم ژور نفسياتي ضرورتونه لري، نو به ئې په شخصيت کښي خارجي مذهبيت وده کوي. (Kahoe, 1985) الپرټ په دې اند هم دی چي نفسياتي ناروغياني په داخلي مذهبي شخص کښي تر خارجي مذهبي کمي وي.
د داخلي مذهبيت او خارجي مذهبيت د يو نظرياتي چوکاټ په حېث منځ ته د راتلو نه پس د الپرټ شاګردانو لکه ډبليو، سي، ويلسن او جې، آر، فيجن په تجرباتي څېړنه کښي د وګړو د مذهبي رويو معلومولو د پاره يو ترازو (scale) جوړ کړ. وروسته الپرټ او ملګري ميکائيل روز په هغه کښي څه بدلون وکړ چي اوس په ارواپوهنه کښي د الپرټ او روز د مذهبي موقعيت تلي (Allport and Ross Religious Orientation Scale) په نامه سره بلل کېږي. په داخلي مذهبيت او خارجي مذهبيت که څه هم د ډېنيل باټسن (Daniel Batson) او د ليري وينټس (Larry Ventis) د مذهبي پلټني موقعيت (Religious Quest Orientation) نظريه او د آر، ډبليو، اې (Right-Wing Authoritarianism) د ارواپوهانو لاسته رواړني نيوکي لري خو په دې کښي شک نشته چي د مذهب ارواپوهنه دې پړاو ته د الپرټ د داخلي مذهبيت او خارجي مذهبيت په رڼا کښي راغلې ده. همدا وجه ده چي تر اوسه د ارواپوهني په څېړنو کښي مهم رول لوبوي.
اوس که موږ د مشال خان د قاتلانو مذهبيت د مذهب د ارواپوهني په رڼا کښي معلومول غواړو، نو دلته خو د تجرباتي پلټني ضرورت دی، چي د الپرټ د تلي په رڼا کښي يوه تله جوړه کړل شي او دا قاتلان ټول شخصي و پوښتل شي، بيا به موږ د هغوئ د مذهبيت په اړه يوې نتيجې ته ورسو. هغه په دې چي د الپرټ له داخلي او خارجي مذهبيت څخه نيولې بيا د باټسن تر مذهبي لټون او د شي اړخيز اقتدار پسندۍ د اروا پوهني ټول اپروچز شخصي روئې مطالعه کوي. نېغ په نېغه خو موږ له دې نظرياتو څخه د ټولني د نفسياتو اندازه نۀ شو لګولائ.
خو البته، که د مذهب د اروا پوهني د داخلي او خارجي مذهبيت دغه نظريه د بشرپوهني په رڼا کښي د انټونيو ګرامشي(Antoni Gramsci) د کلچرل هيجيموني (cultural hegemony) په چوکاټ کښي د تعليمي ادراو په موجوده کلتور تطبيق کړلائ شي، د ټولني د مذهبي نفسياتو څه څرک ممکن دی چي وليدل شي. د دې پرېکړي تعميم کول خو ګران کار دی چي رياست د مقامي کلتور د ارتقاء انتهاء ده که نۀ، خو دا حقيقت دی چي پاکستان د يو رياست په حېث چي د کومو فرقه وارانه شخړو له کلتور څخه منځ ته راغلی، د دې شخړو مېدان يوازي دا نۀ چي پېښور او مردان نۀ وی، بلکې د موجوده پاکستان په مقامي او قامي کلتور کښي هم داسي روئې شتون نۀ درلود. له دکن، حيدرآباد، بهار، اتر پردېش او عليګړهـ څخه را ټوکېدونکې فرقه وارانه سياسي کلتور چي د دو قومي نظرئې کوم مېټا نېرېټيو ته زوکړه ورکړه، دا که د يو نوي مذهبي رياست په زېږولو کښي لږ موثر پاتي شوی وي که ډېر، خو د مقامي کلتورونو د مزاحمت په ضد کښي رياستي اوويا کلنه پاليسي ضرور پاتي شوه.
رياست د قانوني او انتظامي ادارو د سياسي او اقتصادي سټراټېژيو د انساني دانش او چالاکيو تخليق دی. رياست روح نۀ لري. رياست د شعور په انتهاء کښي د رباني وجود د تجربه کولو نه ذوقي حس لري او نۀ يو وجداني کېفيت . مذهب د دې دو قومي نظرئې د مېټانېرېټيو په رڼا کښي د الپرټ د خارجي مذهبيت جوګه شو، چي په اول پړاؤ کښي ئې موخه د هندوانو په ضد يو اقتصادي، سياسي او ټولنيز مقام تر لاسه کول وو، او په دوهم پړاؤ کښي ئې له مقامي کلتورونو څخه د راټوکېدونکي قامي مزاحمت دريځ ټيټول. د مقامي کلتورونو مزاحمتي عناصر د شل کولو په نيت، د خارجي مذهبيت پاليسي د ادارواوويا کلن رياستي کلتور پاتي شو. دا اوويا کلن رياستي نفسيات د مقامي کلتورونو په ککڼ کولو کښي تر دې حده کامياب شو، چي د کلتور په سيکولر ماديت، او سيکولر معنويت يقين لرونکي سياسي ليډران هم چي اولس ته مخامخ کېږي، د مذهب د خارجي استعمال څخه بغير اولس نۀ شي قانع کولائ. د مذهب د داسي قسم خارجي استعمال خو انتهائي عجب غوندي هغه وخت څرګندېدي، چي د مشال له مرګ څخه پس په صوابۍ کښي مذهبي ګوندونه د مشال په حق کښي وو، او په مردان کښي هم هغه مذهبي ګوندونه ئې په ضد.
مخالفي خُلې بندولو ته د الپرټ خارجي مذهبيت د مذهب استعمال له رياستي نفسياتو څخه د رياستي ادارو په ذريعه د ټولني ګراس روټ ته ننوت. د حيرانۍ خبره دا نۀ ده چي ” آخر په تعليمي ادارو کښي داسي ولي کېږي“،دا خو به هم کېږي په تعليمي ادراو کښي. ځکه چي د رياست د پاليسيو اثر خو هم د تعليمي ادارو په ذريعه مقامي کلتورونه ککڼ کوي. هسي خو له مقامي کلتورونو څخه چغي نۀ پورته کېږي چي؛
تۀ که سکول ته لاړې د تبليغ او اين جي او به ئې
نور به زما نۀ ئې د پنجاب د ادارو به ئې
پوځ به دي آقا وي ، بند په تورو زولنو به ئې
ګل مي بچي ! تا زۀ سکول ته نۀ بيا يم
اخځلیکونه
Allport, G. W. (1966). The Religious Context of Prejudice. Journal for the Scientific Study of Religion , 447-457.
Hunsberger, B. (1995). Religion and Prejudice: The Role of Religious Fundamentalism, Quest, and Right-Wing Authoritarianism. Journal of Social Issues , 113-129.
Johnstone, R. L. (2016). Religion in Society: A Sociology of Religion. New York: Routledge.
Kahoe, R. D. (1985). The Development of Intrinsic and Extrinsic Religious Orientations. Journal for the Scientific Study of Religion , 408-412.
Michael, G. W. (167). Personal Religious Orientation and Prejudice. Journal of Personality and Social Psychology , 432-443.