پروفېسر عبدالخالق مندوخېل
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
د علم ستائينه د جهل غندنه:
کوم صفت چي انسان ته د شرف او عزت لوړه مرتبه بخښي او په کوم صفت چي د انسان امتياز له حيوانانو او نور انواع مخلوقاتو راځي هغه صفت د علم دی. کوم انسان چي له دې شرف محروم وي حيوانيت محضه (تش حيواني خويونه) به په کښي وي، حالانکې د حيوانيت صفات نس ډکول، خواهش نفس سړول او زور کول کښي خو چارپايان او درندګان تر انسان څو چنده زيات دي نو بې علمه انسان پر حيوانانو او درندګانو د لوړتيا درجه او صفت امتياز نۀ لري.(۱)
دغه وجه ده چي د بې علمه جاهلانو په هکله الله تعالٰی سخته کرکه ښکاروي او فرمائي:
إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ الله الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ (الأنفال:۲۲)
ژباړه: بېشکه د الله په نزد بدتر د ژوندي جان مخلوقاتو هغه خلق دي چي کاڼۀ، ګونګيان دي، له عقل کار نۀ اخلي.
مطلب دا چي د الله تعالٰی ورکړی شوي بدني قویٰ او ذرائع د علم (اورېدل، وئيل، او عقل) چي په اصل کښي د حق پېژندني د ستر مقصد لپاره ورکړی شوي وو. دوئ په خپل اصل کار (معرفت حق) کښي صرف نۀ کړو.
د قرآن کريم په ډېرو آياتو کښي الله تعالٰی جهل سخت غندلي او جاهلان ئې سخت ترټلي دي: فرمائي:
(۱) وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آَذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (الأعراف:۱۷۹)
ژباړه: يقيناً ډېر وګړي له انسانانو او پېريانو موږ د جهنم لپاره پېدا کړي دي. د دوئ زړونه شته خو په هغو سره پوهنه نۀ تر لاسه کوي، او د دوئ سترګي شته خو په هغو سره (د حق پېژندني نښاني) نۀ ويني، او د دوئ غوږونه شته خو په هغو سره نۀ اوري (د معرفت حق او علم هدايت) خبري، دغه د چارپايانو په رنګه دي بلکې تر چارپايانو هم لا ډېر کښته لويدلي خلګ دي، دوئ په غفلت کښي ډوب دي.
(۲)وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ (الأنعام:۱۱۱)
ژباړه: زياده تر په دوئ (منکرين حق) کښي جاهلان دي.
نبي کريمﷺ ته ارشاد دی:
(۳): فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ (الأنعام:۳۵)
ژباړه: له سره مه کېږئ له ناپوهانو څخه.
(۴): موسٰی عليه السلام له ناپوهانو (جاهلانو) د الله پناه غوښتې ده:
أَعُوذُ بِالله أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ (البقرة:۶۷)
ژباړه: په الله پناه غواړم چي زۀ دي له ناپوهانو څخه شم.
(۵): نوح عليه السلام ته ارشاد دی:
إِنِّي أَعِظُكَ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ (هود:۴۶)
ژباړه: زۀ پند درته کوم چي ته نۀ شې له ناپوهانو.
د علم توري په قرآن کريم کښي له بېلابېل اشتقاقي صورتو سره اووه سوه اتۀ اويا (۷۷۸) واره ذکر شوي دي. او د انسانانو لپاره وحي هدايت (سمه لار) ښودني ړومبی سبق د علم د زده کول ښودل شوی دی.
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ () خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ () اِقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ () الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ () عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (العلق:۱-۵)
ژباړه: ولوله اې پېغمبره! د خپل پروردګار په نوم، چي هغه ټول مخلوق پېدا کړ. د کلکي شوي ويني له يو ټوټې ئې انسان هست کړ. ولوله ستا پروردګار ډېر کريم دی، چي هغه د قلم په مرسته انسان ته علم ور ښود. انسان ته ئې هغه علم ورکړ چي دی پرې نۀ پوهېدو.
او پر مخ د مځکي ړومبی انسان حضرت ادم عليه السلام ته د کائنات د شيانو علم (علم الاسما٫) او د سمي لاري (علم هدايت) ورکړل شو او په دغه علم سره مسجود الملائکه او د مځکي د خلافت لائق وګرځېده. (۲)
پس له دې څرګنده شوه. علم ژوند او رڼا ده، جهل مرګ او تياره ده، علم د انسان د دين او دنيا رهبر (لارښود) او د بني نوع انسان په کمالاتو کښي ستر کمال بلکې د ګړدو کمالاتو سر دی. د ابو البشر ادم عليه السلام شرف و فضيلت پر ملائکو د علم په وجه ثابت شو، ځکه اهل علم وائي.
شرافت الانسان بالعلم والا دب لا بالذات والنسب
ژباړه: دانسان شرف و عزت په علم او په ښه خوئ دی نۀ په ذات نۀ په نسب.
الله تعالٰی فرمائي:
يَرْفَعِ الله الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ (المجادلة:۱۱)
ژباړه: الله په تاسو کښي د هغه چا درجې پورته کوي چي ايمان لرونکي وي او د هغو چي د علم خاوندان وي.
د علم د خاوندانو درجه ځکه لوړه ده چي د هر عمل خواه د دنياوي يا د دين، کمال او تکميل ئې په علم پوري اړه لري. ځکه الله تعالٰی فرمائي:
فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (النحل:۴۳)
ژباړه: پوښتنه کوئ د علم له خاوندانو که چېري تاسو نۀ پوهېږئ.
علامه ابن قيم (مړينه : ۷۵۱ هـ) فرمائي:
العلم حاکم علی ماسواه ولا يحکم عليه شئ ..... فاذا حکم العلم انقطع النزاع و وجب الاتباع وهو الحاکم علی الممالک والسياسات والا موال والاقلام فملک يتاءيد بعلم لا يقوم وسيف بلا علم مخراق لاعب و قلم بلا علم حرکت عابث والعلم مسلط حاکم علی ذلک کله ولايحکم شئ ذلک علی العلم (۳)
ژباړه: علم پر ټولو څيزونو حاکم (واکمن) دی هيڅ يو څيز پر علم بالا واکمني نۀ شي کولائ. چېرته چي علم راشي جګړه او اختلاف ورک شي او په علم پسې تلۀ لازم شي.علم حاکم دی پر ټولو هېوادونو، تمام سياستونو، مالونو او بر اعظمونو، چي کوم هېواد په علم قوي نۀ وي قائم نۀ شي پاتېدائ، بې له علم تُوره (جنګ کول) هسي د ويني تويولو لوبه وي او بې له علمه قلم خوځول هسې عبث کار وي، پس علم حاکم دی پر ټولو څيزونو او شيان ټول تر علم لاندي دي.
د علم تعريف:
علم د عربي توری دی او معنا ئې "پېژندل" دي.د عربي لغت امام ابن منظور افريقي ليکي:
علمت الشئ ای عرفة (۴)
ژباړه:شی مي معلوم کړ يعني ومي پېژندلو.
يو بل عربي لغت پوهه علامه حسين بن محمد المعروف بالراغب الاصفهاني (مړينه:۲. ۵ هـ ) ليکي:
العلم ادراک الشئ بحقيقته وذلک ضربان احدها ادراک ذات الشئ والثاني الحکم علی الشئ بوجود الشئ هو موجود له او نفی الشئ هو منفی عنه (۵)
ژباړه: علم د يو شي په حقيقت پوهېدلو ته وائي، دغه پوهنه پر دوه ډوله ده. يو د يو شي په اصل وجود پوهېدل، بل د شي پر ذات د يو خاصيت حکم لګول. کوم خاصيت و صفت چي په هغه شي کښي وي يا د هغه شي له وجود څه نفي کول.
د علم باضابطه تعريف څۀ دی؟ د علم په هکله د قديم و جديد مفکرينو نظريات او تصورات څۀ دي؟ د علم څانګي او قسمونه د علم مصادر او سرچينې د علم مقصود و غايات او د علم نور مرادفات (سمون ) ټکي لکه ادراک، معرفت، حکمت، فقاهت، تعقل، تفکر، تدبر، شعور، فهم، بصيرت، فضل، نظر او داسي نور اصطلاحات توضيح کول يو اړجنه مسئله او اوږد کړکېچن بحث دی، محققينو او مفکرينو د علم پر موضوع په ځانګړي توګه لوئ لوئ کتابونه ليکلي دي. نو د علم العلم مبحث په بشپړه توګه يقيناً يو ګران مبحث دی. خو په دې ليکنه کښي به ځينو علمي مطالبو ته لنډه کتنه وکړو.
ځيني مفکرين وائي علم تر دې واضيح دی چي تعريف ئې وشي يعني وضاحت ته اړتيا نۀ لري او ځيني محققين وائي تعريف ئې ګران دی له دې کبله ئې باضابطه تعريف نۀ په ګوته کوي.
دا د امام الحرمين الجويني، چي د امام غزالي ستر استاذ دی، فکر دی، چي د علم تعريف نۀ شي کېدائ. يا د ډېري روښانتيا له کبله يا د ګرانښت له وجهي.
د فلسفې او علم الکلام ستر امامان لکه امام غزالي امام رازي او علامه سيف الدين امدي هم په خپلو تصانيفو کښي د علم يو قطعي تعريف کولو ته نۀ دي چمتو شوي او وائي چي د تعريف پر ځائ ئې په مثال او تجزيه سره نشاندهي کېدائ شي.(۶)
امام فخر الدين رازي وائي، چي "علم" بديهي وي که ضروري د دواړو تعريف په علم کېدائ شي نو دَور (Circular Difination) به په کښي راشي او دا محال (Impossible) خبره ده. نو د علم د تعريف هڅه کول يو لا حاصل کوشش دی.
بلي خواته ځينو محققينو د علم ډېر او بېلابېل تعريفونه هم کړي دي لکه امام الشعري ئې دا تعريف کړی دی.
العلم معرفة المعلوم علی ما هوبه (۷)
ژباړه: د معلوم څيز پېژندنه په کوم حال و صفات چي هغه وي.
د ګڼو او بېلابېل تعريفاتو سبب ئې دا دی چي د علومو د هري څانګي پوهان ئې په خپل زاويه نظر (Point of view) تعريفوي.
د علم الکلام په مصادر الکتب کښي د علم بحث درې اړخيځ بيان شوي دي.
(۱): د علم ماهيت او تقسيم (۲) د علم باري تعالٰی بحث (۳) د انسان علم د باري تعالٰی د ذات په هکله.
د علم د ماهيت په هکله امام الحرمين الجويني د متکلمينو دا قول زيات خوښ کړی دی.
العلوم معرفة المعلوم علیٰ ماهو به (۸)
ژباړه: د يو معلوم شي پېژندنه څنګه چي هغه شی په اصل واقعيت کښي وي.
قديم معتزله د علم حد او ماهيت په دې ډول بيانوي:
العلم هو اعتقاد الشئ علی ماهو به مع توطين النفس (۹)
ژباړه: علم هغه ټينګ يقين ته وائي چي د يو شي په هکله په زړۀ کښي پېدا شي او د زړۀ تسلي و اطمينان په راشي.
د علم الکلام محققين علم پر دوه قسمه وېشي. يو قديم علم بل حادث علم.
(۱) قديم علم (چي له ازله له ابده موجود دی)
خاص په ذات باري تعالٰی پوري اړه لري، د الله صفت دی قائم بالذات دی هيڅ حد او پائ نۀ لري (غېر متناهي) او محيط پر تمام موجوداتو دی.
(۲) د حادث علم تعلق له مخلوق سره دی دا بيا پر دوه قسمه دی:
(الف) ضروري يا بديهي (ب) نظري يا کسبي.
(الف) ضروري يا بديهي هغه علم دی چي هغه په خپله ښکاره واضح وي تعريف ته اړتيا نۀ لري، په زده کولو کښي ئې انسان زيار نۀ باسي. لکه د محسوساتو علم مثلاً د اور تودښ، د لمر رڼا، يخ و ګرمي، دا په خپله ښکاره شيان دي
(ب) نظري يا کسبي: هغه علم دی چي انسان ئې په خپل کوشش او محنت سره زده کوي او تعريف ته اړتيا لري.لکه عصري علوم او فنون.
د ابن رشد نظر:
ستر فلسفي ابن رشد ليکي:
ژباړه: انساني علم له الٰهي علم سره ګډوډ کول نۀ دی پکار، ځکه چي الٰهي علم محيط (پر کل کائنات او موجودات خپور چاپېره) دی او يو وسيله ته احتياج نۀ لري. انسان د جز ادراک په حواس او د کلي موجوداتو ادراک د خپل عقل په وسيله کوي د اشيائې مدرکه په بدلېدلو سره د انسان د ادراک علت هم بدلېږي، څيزونه ډېر دي له دې کبله ادراکات هم زيات دي. دا محاله ده چي د انسان علم دی د الله د علم مشابه (ورته) شي ځکه چي زموږ علم د موجوداتو معلول دی او د الله علم د موجوداتو علت دی نو دا دواړه هيڅکله مماثل (يو رنګه) نۀ شي کېدائ. علم الٰهي موجودات پېدا کړي دي، له موجوداتو څخه پېدا شوي نۀ دي. علم الهي قديم او ابدي دی انسان علم عارضي او فاني دی. (۱۰)
د امام غزالي نظر:
حجة الاسلام امام غزالي (مړينه: ۵۰۵ هـ) په خپل شهره آفاق کتاب "احياء علوم دين" کښي د علم په هکله د هغو ټولو مباحثو په ژور علمي و عقلي نظر څېړنه کړې، کوم مباحث چي د امام صاحب تر زمانې پوري د اهل علم د بحث و جدال (څېړنو) ډګر ؤ دې ټولو علمي و عقلي کشالو ته امام په ژور نظر کتنه کړې او د علومو په هکله ئې د تنقيد (کره کتني) يوه پخه نظريه وړاندي کړې ده. ګوا د امام صاحب دا نظر د حکماؤ د (حکمت محض/ منطق محض) د تصور عين ضد (Oposite view) دی خو په دې هکله امام په خپلو نورو تصانيفو " تهافة الفلاسفه " او " المنقذ من الضلال" کښي دلائل ذکر کړي دي.
د غزالي په نزد يو مهمه نکته د علم مقصد و غايت په ګوته کول دي، او له مقصد څخه بيا د هغه علم شرف و فضيلت څرګندېږي، ځکه دی وائي:
اصل السعادة فی الدنيا والآخرة هو العلم (۱۱)
ژباړه: د دنيا و آخرت اصلي سعادت (معاونت پر خېرو ښېګړه) علم دی. او د علم اصلي مقصد د انسان لپاره د ابدي سعادت (خېر و ښېګړه) لاس ته راوړل دي.
د علم په بحث کښي يو بله بنسټيزه مسئله د علومو د درجه بندي (Classification) او د علومو د حېثيت و رُتبې د ټاکلو مسئله ده.
امام غزالي د خپل عصر د علومو درجه بندي ښودلې او د هر علم رتبه و حېثيت ئې ټاکلی دی. د امام د فکر خاصه دا ده چي د دۀ نظريه علم پر کُليت مبني ده. يعني د دۀ په علمي نظريه کښي د دين و دنيا واړه چاري او غوښتني رانغښتل شوي او ځائ کړی شوي دي. دی د کسبو او هنرونو علم د تمدن د قيام لپاره ضروري ګڼي.
احياء علوم دين (کتاب العلم) کښي ليکي:"علوم پر دوه ډوله دی.
۱: شرعي علوم ۲: غير شرعي علوم (يعني دنياوي علوم)
(۱): د شرعي علومو څلور څانګي دي:
۱: اصول ۲: فروع ۳: مقدمات ۴: متممات
۱: اصول: قرآن، سنت، آثار صحابه، اجماع
۲: فروع: علم فقه، علم تهذيب النفس
۳: مقدمات (هغه علوم چي د علوم شرعيه لپاره په طور د آله کارول کېږي) لکه علم لغت، علم نحو، ليک و کتابت
۴: مُتممَات (هغه علوم چي د قرآن او سنت د زد کړي لپاره کارول کېږي.) لکه علم تفسير، علم قرات و تجويد، علم اصول تفسير، اصول فقه، اصول حديث، علم الجرح والتعديل
(۲): غير شرعي علوم: (غير شرعي په دې معنا چي هغه علوم په دين پوري اړه نۀ لري د دنيا د چارو لپاره ضرورت وي) دا پر درې قسمه دي:
ړومبی: محمود علم (يعني د ستائيني وړ علم) هغه علوم او صنعتونه چي د دنيا په چارو پوري اړه لري لکه د طب علم ځکه چي د انسان د بدن روغتيا و بقا په راځي او د حساب علم چي په معاملاتو کښي او په وراثت، وصيت او مال وېشلو کښي کارول کېږي، د دې علوم زدکړه فرض کفائي ده يعني که ئې څوک زدکړي فرضيت ئې له نورو سا قطېږي. صناعات (هنرونه او کسبونه) هم په دغه ډول دي لکه کرنه (زراعت) د جامو د جوړولو هنر (خياطي) سياست (د انساني ټولني انتظام سمون) حجامت (ښکر لګول يا رګ وهل) دا ټول هغه علوم و صناعات دي چي که يو ښار د دې نه خالي وي نو خلګو ته به سخت زيان ورسي."
دوهم: مذموم علم (بد او ناروا علم) لکه جادوګري (سِحر) کوډي، شعبده او داسي نور.
درېيم: مباح علم: په دنياوي علومو کښي هغه روا علوم چي د ټولني نقصان پکښي نشته لکه د شاعرۍ علم، د تاريخ علم او داسي نور.(۱۲)
په اسلامي ادبياتو او علم الکلام کښي له بېلابېل اړخو د علم درجه بندي او وېش په مختلف عنواناتو (سرليک) سره شوی دی. لکه په ديني نکته نظر سره علم پر دوه ډوله وېشل شوی، يو شرعي علوم دوهم غير شرعي علوم (يعني دنياوي علوم) بيا د هر يوه لاندي ذيلي قسمونه او ښاخونه دي.
د علم الکلام په اصطلاح کښي د علم نور وېش د معقولات او منقولات په نامۀ د حکمت نظري او حکمت عملي په نامۀ او علم حضوري او علم حصولي په نامۀ هم شوی دی.
په علم الکلام کښي د علومو په تقابلي مطالعه (Comparative Study) کښي د دې بحث څېړنه هم شوې چي کوم علم ښه او کوم بد (مذموم) دی کوم علوم د انساني ټولني او تمدن لپاره ګټور او کوم د دنيا او آخرت په ګټه دی او هغه علوم چي توهم پرستي، بې علمي (ناکاره توب) او بې يقيني پېدا کوي، د مسلمانانو ايمان و يقين ته زيان رسوي او په تمدن کښي فساد خپروي هغه ښه نۀ شي کېدائ. لکه د طلسماتو او سحر (جادو، کوډي) کاهن ګري (کهانت) او فال ګرۍ علوم کوم چي قرآن کريم په ښکاره ډول حرام (Prohibited) ښوولي دي.
د علم الکلام په علمي بهير کښي د يونان د منطق و فلسفې د محمود يا مذموم علم په توګه علمي و عقلي تنقيد او څېړنه هم په زور شور سره شوې ده. د امام غزالي " تهافة التهافة" او د امام ابن تيميه کتابونه الردعلی المنطقيّين، نقد المنطق او کتاب العقل والنقل په دې هکله د علمي نړۍ خورا مشهور کتابونه دي.
لنډه دا چي په اسلامي ادبياتو کښي د علومو د تقابلي شرف بحث څېړل د علم مقصدي او افادي نظرئې ته اشاره کوي.
مدوّنَه علوم او د هغو تقسيم و ترتيب
د علم او علوم تر منځ يو فرق دا دی چي د علم ټکي عام دي او د علوم په توري کښي د علم خاص او منظم صورتونه ګڼل شوي دي. د علم په يو خاص ترتيب سره منظم شوي صورتونو ته "علوم مدوّنه" وئيل کېږي.
علامه تهانوي (۱۱۵۸ هـ) ئې تعريف داسي کوي:
هی العلوم التی دونت فی الکتب کعلم الصرف والنحو والمنطق والحکمة ونحوها (۱۳)
ژباړه: علوم مدوّنه هغه علوم دي چي د کتابو په صورت کښي ترتيب کړی شوي دي (يعني د يو اصولي نظام لاندي ليکل شوي دي) لکه صرف، نحو، منطق، حکمت او داسي نور علوم.
چونکې علم ډېر پراخ او پر کل کائنات خپور دی ځکه به په علم کښي انواع و اقسام ضروري وي او په هره نوع او څانګه کښي به نوري څانګي او ښاخونه هم وي.
د ابن نديم نظر: د علومو د وېش او ترتيب يوه فني طريقه د ابن نديم کتاب "الفهرست" (۳۷۷ هـ) کښي ښکاري: چي د الفهرست په ړومبي مقاله کښي ئې د رسم الخط او د اسماني شرائع د کتابو او د قرآن مجيد ذکر کړی او وروستو ئې علوم لسان و ادب بيا علم الکلام، فقه، حديث، بيا فلسفه او علوم حکمت او په پائ کښي ئې توهماتي علوم او باطل فرقې ذکر کړي دي. (۱۴)
د ابن خلدون نظر: د فلسفه، تاريخ او علم الاجتماع (sociology)
لوئ عالم و مفکر علامه عبدالرحمٰن ابن خلدون (۷۳۸- ۸۰۸) د علومو او صناعاتو په هکله تفصيلي بحث کړی دی او علم ئې پر درې ډوله وېشلی دی:
(۱): علوم حکمت و فلسفه: دا پر څلورو انواع دي.
۱: علم منطق ۲: علم طبيعي ۳: علم ماوراء الطبيعيت (الهيات، روحانيات) ۴: علم مقادير ولاعداد (هندسه، موسيقي، هيئت ئې څانګي دي)
(۲): علوم نقليه: هغه علوم چي له شارع (الله و رسولﷺ) څخه منقول دي لکه علم تفسير، علم الحديث، قراۃ، اصول فقه، علم الکلام، تصوف، رؤيا (خوبونه) وکشف، د عربي ژبي د زدکړي مددګير علوم لکه علم لغت، علم البيان، علم الادب، علم النحو
(۳): مذموم علم: لکه علم السِحر والطلسمات (د جادوګري او کوډو علوم) (۱۵)
د علم د انواع و اقسام په هکله يو عمده بحث د "کشف الظنون عن اسامي الکتب والفنون" ليکوال حاجي خليفه د خپل کتاب په مقدمه کښي کړی دی:دی وائي:
"د علم وېش په څو څو ډوله شوی دی:
يو د قديم او حادث په عنوان سره.
دوهم: د تصور و تصديق په لحاظ سره.
درېيم: هغه علوم چي ادراک ئې په حس وي يا په قياس.
څلورم: د بېلابېل موضوعاتو په لحاظ سره.
او علوم مدوّنه پر دوه قسمه دي:
(الف) هغه چي اهل الشرع مدوّن کړي دي.
(ب) هغه چي فلاسفه و ترتيب کړي دي.
په پورتني تقسيم کښي ځيني ته علوم او ځينو ته ضائع وئيل کېږي." (۱۶)
الغرض د علومو د تاريخ په لوئ بهير کښي داسي برېښي چي د اسلامي مفکرينو او متکلمينِ اسلام علمي تصورات و افکار د قرآن مجيد تر درانه علمي اثر لاندي راټوکېدلي او مخ په وړاندي تللي دي. د قرآن له نظره د علم مقصد و غايت د لوئ خدائ معرفت د حق او هدايت پېژندنه، د نفس انساني پاکول (تزکية النفوس) او د انساني ټولني ښېګړه و تهذيب دی. په قرآني فکر کښي علم د شک ( لا ادريت يا ارتيابيت ) پر ځائ له يقين څخه رازېږي او بې نفع او بې عمله علم د ستائيني وړ نۀ بلل کېږي. له دې کبله د علم په اسلامي غورځنګ کښي له علم و معرفت سره څنګ په څنګ د علم د مقصديت فکر چي د انساني ټولني خېر و فلاح او د فرد د دنيا او آخرت ګټي په نظر کښي وساتي، ته زيات اهميت ورکړل شوی دی.
والله يقول الحق وهو يهدی السبيل
ماخذ و مراجع:
۱: امام ابن قيم،الجوزيه مفتاح دار السعاده: ص۱۲۴ ، جلد:
الاول، قاهره مصر
۲: حواله سابقه
۳: حواله سابقه
۴: ابن المنظور افريقي، لسان العرب، ماده: علم
۵: راغب الاصفهاني، مفردات القرآن، کتاب العين
۶: الغزالي، المستصفیٰ / علامه سيف الدين آمدي، ابکار الافکار
۷: ابوالحسن الاشعري، مقالات الاسلاميين
۸: الجويني، الارشاد، ص: ۷
۹: حواله سابقه
۱۰: ابن رشد، تهافة التهافة، ص: ۲۷۹ تا ۲۸۵
۱۱: الغزالي، احياء علوم الدين، جلد: الاول، کتاب العلم
۱۲: حواله سابقه، مُلَخَصاً
۱۳: التهانوي، کشاف اصطلاحات الفنون، المقدمه
۱۴: ابن نديم، الفهرست، المقدمه
۱۵: ابن خلدون، تاريخ، مقدمه
۱۶: حاجي خليفه، کشف الظنون عن اسامي الکتب والفنون، المقدمه