ډاکټر باقي درانی
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
د تخليقي ليکني علمي جاج اخستنه يوه سنجيده موضوع ده۱، په زياته بيا هلته چي په ټولنه کښي بغاوتونه عام شي او خلګ ټولنيز اصولونه او قوانين مات كړي. دا وخت خو هر طرف ته هېئتي بد وضعي ده. يوازي په تخليقي دنيا کښي نۀ بلكې په هر مېدان کښي بې ترتيبي ښکاري. تخليقي ارزښتونه او د اظهار پاخۀ اصولونه خو بېخي په تېزي سره له منځه ځي روان دي. د سوشل ميډيا تر اثراتو لاندي زموږ نوی نسل د ذهني انتشار ښكار دی او زاړۀ ليکوال مو د بېلا بېلو نفسياتي ناروغيو سره مخامخ دي. يوې خواته د تېر څلوېښت کلن جنګ بربادۍ، ورانۍ او نۀ ختمېدونكي ستونځي دي، ډار دی او بې چېني ده، بلي خواته پېوسته مايوسۍ او د مستقبل تورتمونه دي. د ټولني حساس خلګ مو ټول د بې يقينۍ په حالت کښي دي. څوک لاس تر زنه ناست پرېشان حال دي او څوک احتجاج كوي روان دي. نوی نسل ورو ورو پابندۍ ماتوي او هرڅۀ له منځه وړي لګيا دی. يو بېل غوندي لېونتوب دی چي هري خواته ليدل کېږي. ځوانانو يوې خوا ته دلباس قواعد تار تار كړل او بلي خوا ته ئې د موسيقي قوانين ټول تر پښو لاندي كړل. د سيمه ايزو اتڼونو او رقصونو اصولونه ئې هم واړه پاډي پاډي کړل. کلتوري او تهذيبي روَئې بدلي شوې. تر دې حده چي د غم و ښادۍ ارزښتونه او د امن و جنګ انساني اخلاقي قدرونه هم پاته نۀ شول. په داسي حال كښي د ليک لوست او کره کتني اصولونه هم اوس څوک په خاطر کښي نۀ راوړي. جاج اخستنه هم اوس د خوښ او ناخوښ پر بنسټ کېږي. څوک دخوشامد دپاره د چا د ليکني جاج اخلي او څوک بيا د ناخوښه کالي په همدغه توګه ايستل غواړي۲. د حقيقي معيار د تعين دپاره ډېر کم خلګ جاج اخستنه کوي. خال خال خلګ داسي وي چي د تخليقي ليکني د حقيقي معيار فېصله تر مطالعه او تفهيم وروسته د تخليق په بشپړ جاج، تجزيه او تشريح کوي او همدغه تخليقي تنقيد بلل كېږي .
دغسي جاج اخستونکی بايد چي خپل واضحه او اوچت مقاصد ولري. د جاج اخستني عمومي موخه د لوستونکو دپاره آسانتيا پېدا کول وي چي په پېچيده تخليقي ليکنه ئې سر خلاص شي نۀ چي د يو کس تعريف يا تکذيب او توهين پکښي کول. کله کله جاج اخستنه د تصحيح په موخه هم کېږي او په تخليقي ليکنه کښي ځيني تېروتنو ته ګوته نيسي او د سمولو هلي ځلي ئې کوي. خپل خوښ او ناخوښ بيانَول جاج اخستنه نۀ ده بلکې يوه غېر ادبي روَيه ده چي د ليکونکي قد په لوړېږي نۀ بلکي په کمېږي. آسانتيا پېدا کول د ليکني په منصفانه تفهيم ممکنه ده. د تخليقي ليکني څخه علمي نکتې را بېلول او وضاحت ئې کول، په وارو وارو لوستل غواړي. د فکر تر مېچن ايستل او د ليکونکي په نظر ځان پوهه کول غواړي. چي د لوستونکو د پاره نوي نوي امکانات ترې را پېدا کړل شي۳.
تخليقي ليکنه نۀ خو مضمون غوندي وي او نۀ مقاله. دا په ټولنه کښي د يوې نۀ يوې پېښي تر اثر لاندي د لاشعور له شكمه زوكړې وي او د احساس شدت پکښي له ورا ښکاري. جاج اخستونکی دا پکښي ګوري چي آيا دا لوئ کار دی او که يو عام غوندي ليکنه؟ دی نۀ خپل موقف پکښي څرګندَول غواړي او نۀ خپل نظر ورباندي توپي. لوئ تخليقي کار هغه دی چي د لاشعوري تخليقي تودوالي سره سره، تر داخلي تنقيدي شعور هم وتلی وي. د ټولنيزو ادبي قدرونو پر بنسټ ښکلا او خوند پکښي وي. د نظر په سمه زاويه د ژوندون د سمي لاري سمت په ټاکل کېدائ شي . لوئ تخليقي کار زياتره د ښكلي الهامي خيال پر وزرو الوت کوي خو كله کله د ژور احساس په نتيجه کښي هم تر سره کېږي. په دواړو صورتونو کښي د ستر فكر تر مېچن وځي او په ځانګړي تنقيدي شعور ورو ورو معقول ترتيب ومومي. جاج اخستونکی همدغه اوصاف پکښي ګوري. داهم پکښي کتَلائ شي چي د تخليق كوونكي تجربه او مشاهده څومره ژوره ده؟. په ليکنه کښي ئې څومره موزونيت، معقوليت ، مقصديت او اثبات شته؟۳.
سنجيده تخليقي جاج اخستونکی د ليکني تر مطالعې وروسته چيده چيده نکتې سره راغونډي کړي فکر ورباندي کوي. ترخپل نظر مخ کښي د ليکوال نظر ګوري او تاريخي شهادتونه ئې هم په ذهن کښي ساتلي وي. خاص خاص خبري او خال خال تېروَتني په وارو وارو تر نظر تېرَوي. دا هم ګوري چي د ليکني د خپل عنوان سره څومره ټينګ تړاو شته؟. د وخت او حالاتو سره ئې موزنيت څومره دی؟. بيا نو په دغه هکله د خپلي مشاهدې او تجربې په رڼا کښي خپل نظر ورباندي ورکوي۴.
د تخليق د معيار جاج اخستنه پخپله يو دروند کار دی او اصولونه ئې هم دومره ساده نۀ دي لکه څنګه چي ښکاري. بحث که د شاعرۍ وي که د افسانې، که د ناول وي او که د ډرامې خپل خپل اصولونه او ټېکنيک لري. د بېلګي په توګه شاعري د عروضو پر بنسټ تلله کېږي. د وزن جاج ئې اخست کېږي، بحرئې کتل کېږي، سېلابونه ئې شمېرل کېږي، قافيه او رديف ئې سره پرتله کول غواړي. افسانه خپل ميزان لري او ناول خپل بېل اصولونه. د ډرامې بيا خپل ځانګړی ترازو دی چي معيار ئې په کتل کېدائ شي. خو بيا هم د هري تخليقي ليکني د جاج اخستني څلور ګډ بېخکي ټکي دي چي د تخليقي ليکني په جاج اخستنه کښي ډېر مهم دي. يوه دا چي په تخليقي ليکنه کښي د تخليق كوونكي نظر څۀ دی؟ بله دا چي په دا هکله تاريخي شهادتونه څۀ دي؟ درېيمه دا چي د جاج اخستونکي په دا هکله خپل نظر څۀ دی؟ او څلورمه دا چي د تخليقي ليکني د معيار حقيقي سطحه څۀ جوړېږي؟.
د ليکوال نظر خو زياتره د خپلي تخليقي ليکني په هکله ډېر اوچت وي ځکه نو د جاج اخستونکي ورسره اتفاق ضروري نۀ دی خو د نظر توپير ئې بايد چي څۀ اصولونه او معقول استدلال ولري. هر ليکوال ته خپله ليکنه ښکلې او معياري ښكاري، كه ئې تخليق هر څومره سطحي غوندي وي خو د دۀ په ګچه پوره وي او ښکلې ورته ښکاري. كه ئې هر څومره ټولنيز او تخليقي ارزښتونه تر پښو لاندي كړي وي، دی ئې بيا هم مدافعت كول غواړي- جاج اخستونکی بايد چي تېروتني هم پکښي وګوري او د سموالۀ معقوله لار ئې ور وښئي. نوي نوي فکري نکتې پکښي را بره کړي چي د لوستونکو تنده هم پرې ماته شي. د جاج اخستونکي خپل بېل نظر كېدائ شي. شخصي خوښ او ناخوښ به ئې هم وي خو د جاج اخستني اصولونه ئې بايد چي په نظر کښي وي. که څۀ هم د يوې ليکني په هکله د خلګو يو شانتي نظر ډېر كم امكان لري خو که په څو پخو اصولونو ګچه کړل شي نو ئې د نظر توپير په راکمېدائ شي. دا يوازي د تخليقي تاريخ په رڼا کښي په عالمي تخليقي اصولونو ممکنه ده۵.
جاج اخستونکی بايد چي د تخليقي ليکني هر اړخ په غور وګوري، او دا پكښي ولټوي چي تخليق كوونكي دلوستونكو د تخيّل د الوت دپاره كوم زيار پکښي كښلی دی؟ تخليقي جوړښت ئې څنګه دی؟ تخليق چېري مدافعتي خو نۀ دی؟ ژبه ئې تر کومه حده ادبي خوږوالی لري؟ لساني شعور ئې څومره پختيا لري؟ په تخليق كښي ئې رواني او باريك بيني شته او كه نۀ؟معقوليت پکښي تر کومه حده شته؟ د فكر پختيا پكښي ښكاري او كه نۀ؟ په تخليقي ليکنه کښي ئې ماورائيت چېرته په نظر راځي؟ تخليقي استدلال ئې پر معقوليت مبني دی هم او كه نۀ۶؟
بايد چي د لوستونكي په نظر هم د تخليقي ليکني جاج واخستل شي. دا پکښي وکتل شي چي تحرير څومره خوندَور دی، د لوستونکي تسکين څومره په کېږي او تخيّل تر کومه حده الوت په کولائ شي؟. جاج اخستونکی بايد چي په تخليقي ليکنه کښي د هغې موخې پلټنه هم وكړي كومه چي د تخليق كوونكي په خپل ذهن كښي نۀ وي خو د يؤ لوستونکي په حېث پکښي محسوسېږي. په خپله پلټنه كښي جاج اخستونکی بايد چي د حقيقت او مجاز تر منځ د هغي پټي رشتې په تلاش كښي وي كومه چي د تخليقي ليکني په بېلا بېلو منظرونو كښي پېچلې وي. پوخ جاج اخستونکی چونكې د خپلي تجربې پر بنسټ په ټولنيزو توقعاتو خبر وي ځكه نو د لوستونكو د تكل ټكي پكښي ګوري او تشريح ئې كوي روان وي.
که څه هم تاريخي شهادتونه د زمانې يا دور سره تړاؤ لري، خو هره تخليقي ليکنه د تېر دور د روايتونو او لرغونو اصولونو په سايه کښي کېږي ځکه نو د تاريخي لړ څخه هيڅکله بېلېدائ نۀ شي. دور يا زمانه په تخليقي جاج اخستنه کښي ډېر مهم څيز دی. جاج اخستونکی د تخليق كوونكي د ژوندانۀ او د هغه وخت په مناسبت بحث ورباندي كوي، په كوم كښي چي دغه تخليق شوی وي. ورسره ورسره د تېر وخت موازنه د اوس وخت سره هم كوي چي لوستونكی د تخليق په هېئت او مقصد پوهـ كړي۶.
د حقيقي معيار تعين جاج اخستونکي لره آسانه کار نۀ دی. دا په دغو څلورو نکتو کښي تر ټولو مهمه او پېچلې نکته ده ځکه نو اوږد بحث غواړي. که جاج اخستنه پر مروجه اصولونو نۀ وي لکه چي ئې موږ ګورو نو به ئې ارزښت څۀ وي؟ موږ وينو چي تنقيدي مقالې ځائ ځائ خو د معيار د ښېګړي په موخه ليكل كېږي او كله كله بيا يوازي د تشريح دپاره هم وي. کله خو داسي برېښي چي جاج هم تر څۀ جبر لاندي شوی دی. جاج اخستونکی ليکي چي د کتاب نوم فلان دی، فلان ليکلی دی، د سريزي ذمه داري ئې فلان پوره کړې ده، ټايټل ئې ښه دی، ۳۲۱ صفحې ئې دي، د کتابت غلطۍ پکښي کمي دي، او همدا رنګه ئې تر سر تېر کړی وي. داسي لا هم وي چي جاج اخستونکی د تحليل او تجزئې سره سره د تخليقي ليکني په هکله د خپلو روحاني وارداتونو اظهار پکښي کوي لګيا وي۲. د جاج اخستني حقيقي ارزښت د جاج اخستونکي په مطالعه، لساني شعور، پوهه، مقصديت او نور ډېر څۀ پوري اړه لري۷. په جاج اخستنه كښي دا هم په نظر كښي ساتل پکار دي چي د تحرير پر لوستونكو اثرات څۀ دي؟ د تخليق پر ټولنيزه او عالمي سطح حېثيت څۀ جوړېږي؟ او كومه نتيجه چي ترې ايستله كېږي هغه پرحقيقت مبني ده هم او كه نۀ؟
د زياترو حقيقي معياري تخليقي ليکنو اړه په جمالياتو پوري وي او د هري سيمي د ليکوالو د جمالياتو په هکله خپل بېل اصولونه وي. دغه اصولونه ئې د ټولني د اجتماعي لاشعور سره ډېر ټينګ تړاو لري. د يورپ او امريکا د جمالياتو اصولونه هغه نۀ دي چي په افريقا کښي ليدل کېږي. همدغه شان د اېشيائي سيمو خپل جمالياتي اصولونه دي. په نفسياتو کښي جماليات خپل جدا اصولونه لري او په فلسفه کښي بېل. په اصل کښي جماليات۸ د فلسفې يوه څانګه ده چي د ښكلا د احساس تفهيم په كېږي او د ښائست د بېلا بېلو اړخونو وضاحت کوي. د تخليقي ليکني په جاج اخستنه کښي دا ضروري ده چي د تخليق کوونکي تړاو د کومي ټولني څخه دی او په دغه ټولنه کښي جمالياتي اصولونه کوم کوم دي؟ بيا نو د يوې تخليقي ليکني علمي جاج اخستنه په ممکنه ده. که داسي نۀ وي نو سنجيده جاج اخستنه څنګه امکان لرلائ شي؟. د جمالياتو خپل بېل او پېچيده علامتونه وي چي په تخليقي ليکنه کښي پر خال خال ځايونو د اوچت مقصد په هکله بيان شوي وي. چونکې د جاج اخستني موخه د لوستونکو دپاره د دغو پېچيده علامتونو پلټنه او تفهيم ئې کونه هم وي ځکه نو د آسانتيا پېداکولو د پاره دغه علامتونه تر بحث لاندي راوړل او تفهيم ئې کول لازمي وي.
په معياري تخليقي ليکنه کښي له نفسياتي اړخه دا هم په پام کښي ساتل غواړي چي د هر تخليق كوونكي خپل بېل او ځانګړی جمالياتي حِس وي چي د تخليق پېل په کېږي. داخلي تنقيدي شعور ئې بيا هغه مهم څيز دی چي دی خپل تخليق په ښکلی کوي، تراشي ئې او سموي ئې. يعني که څۀ هم د تخليق ابتدا زياتره په لاشعوري توګه کېږي خو تر داخلي تنقيدي شعور ايستل ئې د جمالياتو سره تړاو لري. جاج اخستونکی دا هم پکښي ګوري چي دی خپلي تخليقي ليکني ته ښكلا ځنګه وركوي ؟ آيا په دغه تخليقي ليکنه د دۀ د خپل تسل سره سره د لوستونكو، اورېدونكو او ليدونكو تسكين هم كېږي او که نۀ. تخليق چي په هره موخه شوی وي جمالياتي اړخ ئې جاج اخستونکي لره ډېر مهم وي، ځکه نو په هيڅ ګون تله ورباندي نۀ شي تېرېدلائ. د غوره تخليق اصل جوهر ښکلا ده او په تخليقي عمل كښي د ښكلا پېكر تراشل تر هر څۀ ګران او نازک كار دی۹.
په معياري تخليقي ليکنه كښي د ښائست احساس را پاڅول په څۀ خاص ترتيب، تنظيم او تناسب ممكن دی او دغه تناسب ئې په اصل كښي د جمالياتي حِس د تسكين موجب ګرځي. دا تأثر بلکل صحيح نۀ دی چي ترتيب، تنظيم، تناسب او ربط يوازي په لوړو تهذيبونو كښي ممكن وي. په تهذيب يافته او کم تهذيب يافته ټولونو کښي د ښکلا ماخذ فطرت دی. په دواړو کښي جمالياتي حِس پر خارجي او داخلي برخو وېشلی دی. خارجي برخه ئې په فطرت، ماحول او تاريخ پوري اړه لري او داخلي برخه ئې د تخليق کوونکي پر ذات يا نفس مشتمله ده. ټول انسانان د فطرت څخه د ښكلا د بېلا بېلو عناصرو د ترتيب، تنظيم، تناسب او ربط زدكړه كوي او فطرت د متمدن او غېرمتمدن قامونو مشترک ماخذ دی. ترقي يافته قامونه د فطرت، ماحول او تاريخ څخه د ښائست بېلا بېل علامتونه اخلي او په غېرمتمدنه ټولنه كښي هماغه فطرت د ښكلا يو لوئ ماخذ دی. د دغو ټولنو ماحول او تاريخ جدا جدا دي ځكه ئې نو په تخليقي ليکنو کښي څۀ نۀ څۀ توپير جواز لرلائ شي. د دواړو ټولنو د ليکوالو داخلي نفسيات هم د انسان په حېث تر ډېره حده يو شانتي دي، ځكه نو حُسن آفريني يوازي د ترقي يافته قامونو په برخه نۀ شي كېدلائ. البته په تخليق كښي د ښائست احساس پېدا كول يو ټېكنيک دی او ټېكنيكل كار په ترقي يافته ټولنه كښي تر مذهبي او قبائلي ټولني زيات په آساني تر سره كېدلائ شي، ولي چي ښكلا تراشل ډېر نازک او پېچلی عمل دی.
د حقيقي معيار په هکله د ښکلا سره سره د تخليق کوونکي تخيّل هم ډېر مهم دی. په تخليقي عمل کښي تر تخيّل وروسته چي كله د تخليق كوونكي د تصوّر آس د اظهار منډي ته چمتو شي نو ټينګېږي نۀ بلکې غوټې وهي. دا بيا په ټېكنيک قابو کېدائ شي او په اظهار كښي ئې د جمالياتي ارزښتونو پر بنسټ معقوليت پېدا کېږي. ځكه نو د ټېكنيک اساسي موخه د اظهار او ابلاغ د پاره معقوله او مخصوصه سانچه تيارول او تناسب ساتل دي. د’ آ رټ ‘ ټکی له پخوا څخه د همدغه هنر په معنا راروان دی۹.. د تخليق كوونكي موخه چونكې د ښكلا په نوو نوو او بېلا بېلو كېفيّتونو د لوستونکو ذهنونو مسحوره كول دي ځكه نو د اظهار په عمل كښي د ټېكنيک حېثيت هم مسّلمه دی. شاعري، افسانه، ناول او ډرامه ځان ته بېل بېل اصولونه او جدا جدا ټېکنيک لري. جاج اخستونکی که پخپله د دغو اصنافو په ټېکنيک خبر نۀ وي نو جاج به ئې څنګه ګټور ګڼل کېدائ شي؟ په جديد دور كښي د تخليق د معيار په اړه ټېكنيكي بحثونه ډېر پېچيده دي او د دې سيمي د عامو لوستونكو تر دائره دباندي ځكه ښكاري چي نفسياتي او سائنسي اړخونه ئې ژوره مطالعه غواړي. خو د انټرنېټ په برکت دغه مباحث هم اوس روځ په روځ آسانه كېږي، ولي چي څېړونكي ئې په آساني د نېټ له لاري ترلاسه كولائ شي او ګټه هم ترې اخستلائ شي.
په معياري تخليقي ليکنه کښي د احساس برخه تر فکر او ياداښت درنه وي. د تخليقي ليکوال په ذهن كښي د ښائست ادراک په احساس پوري اړه لري او احساس د هر تخليق کوونکي بېل وي۱۰. كه څه هم په ظاهره احساس يو داخلي څيز ښكاري خو په اصل كښي ئې تړاؤ د پنځو واړو حواسو سره دی چي له خارجي ماحول څخه اثرات اخلي. د بېلا بېلو حواسو كېفيت په مختلفو خلګو كښي په بېلا بېلو حالتونو کښي جدا جدا وي. په غم كښي يو شانتي او په خوشحالي كښي بل شانتي وي. په ناروغۍ كښي يو رنګه او په روغتيا كښي بل رنګه وي. همدغه شان په بېلا بېلو وختونو كښي د احساس تودوالی يو غوندي نۀ وي. ادراک چونکې د احساس سره سره د فکر او پاخۀ ياداښت په مرسته جوړېږي او دا درې واړه د هر کس خپل خپل وي ځكه نو د ښكلا ادراک هم په خلګو كښي يو رنګه نۀ شي کېدائ. هدغه شان د حِسياتو بېلا بېلي سطحي دي. تخليقي ليکوال او جاج اخستونکي دواړو لره د دغو سطحو ادراک او فنكارانه اظهار يوه ډېره پېچيده مسئله ده. ورسره ورسره ئې ابلاغ بيا تر دغه لا هم ګران كار دی. ځكه نو که څه هم ښكلا د تخليق د معيار يوه مهمه پېمانه ده خو يوازي په دغه ګچه د تخليق جاج اخستل صحيح نۀ شي ګڼل کېدائ.
د حقيقي معيار يوه بله مهمه پېمانه ټولنيز اخلاقي ارزښتونه هم دي چي د تخليقي ليکني په جاج اخستنه کښي تر نظر لاندي ساتل غواړي. دا سوال له ډېر پخوا نه په تواتر سره پوښتل کېږي چي آيا اخلاقي ارزښتونه د تخليقي ليکني په معيار پوري څۀ اړه لري او كه نۀ؟ ځواب ئې همېش په اثبات کښي وي ولي چي که داسي نۀ وي نو بيا به تخليقي ليکني يوازي جذبات را پاروي. نۀ به څۀ اعتدال پكښي وي، نۀ استدلال او نۀ معقوليت. دا صحيح ده چي د ژوندانۀ خواږۀ او ګټور څيزونه سره را يو ځائ کول او د بېلا بېلو لوستونكو تسكين په کول ادب دی خو يوازي د ژوندانۀ خواږۀ د لوستونكو بشپړ تسل نۀ شي كولائ، بايد چي تخليقي استدلال هم ورسره مل وي۱۱.
تخليقي معيار يوازي پر بېلا بېلو اخلاقي ارزښتونو تلل هم صحيح نۀ ده خو په دې جديد دور كښي لا هم اخلاقيات د تخليق د معيار يوه مهمه او لازمي برخه ده. چونکې فطرت يو كائناتي څيز دی ځكه نو د تېري زمانې او د اوس وخت د تخليقي ليكوالو په فطرت كښي څه ډېر توپير نشته. د تخليقي ليکنو لوستونکو لره د اوسنيو اديبانو پېغام تر ډېره حده هماغه دی کوم چي پخوا ؤ. فرق ئې دومره دی چي ورو ورو د تخليقي ليکنو د معيار په هکله د اديبانو او پوهانو رايه لږ غوندي بدله شوه او دوی ورو ورو د ښكلا ميني او محبت په خوا هڅه وكړه او حِسياتو ته ئې ډېر اهميت وركړ. اوس ادب زياتره د خوند او ميني تر ذهني پابندي لاندي كېږي، ولي چي په دې دور کښي د لوستونكو ضرورت همدغه پاته شوی دی. که حقيقي معياري تخليقي ليکني د ژورو احساساتو د بې ساخته بهاؤ په نتيجه کښي وګڼو او د مغربي رومانوي اديبانو په شان ښکلا، احساس، تخيّل، مينه او خوند تر استدلال ډېر مهم وګڼو نو به د فرد او ټولني تر منځ ، د ټولني او فطرت تر منځ او بيا د فرد او فطرت ترمنځ څۀ خاص معنوي تړاو پاته نۀ شي. په اوسني مادي دور کښي سائنس او ټېكنالوژي د صارفيت پر تمبو ولاړدي. د دولت پر بنسټ د خلګو تر منځ توپير ليدل کېږي او د برابرۍ فقدان ورځ په ورځ زياتېږي. ځکه نو بايد چي تخليقي ليکني د دغي خودغرضۍ پر ضد وشي كومه چي د پيسې په زور هر څه کول غواړي. حقيقت دا دی چي د تخليقي ليکني ډېر زيات كلتوري وزن لري. تخليقي ليکني بايد چي تر ډېره حده د ژوندانۀ پر حقائقو مبني وي. که د ټېكنالوژي د ترقۍ سره سره په ټولنيزو كلتوري ارزښتونو كښي ورو ورو غوره بدلون راشي نو په ورين تندي قبلول هم د اديبانو ذمه واري ده.
اوس د تخليقي ليکني جاج بايد چي په علمي او تاريخي تناظر كښي واخستل شي106,. د انسان په حېث د هر تخليق كوونكي جذبات او احساسات تر ډېره حده هماغه دي كوم چي د نورو تخليق كوونكو دي ولي چي دا د ټولو سره ګډ انساني جذبات او احساسات دي. توپير ئې تش دومره دی چي هر تخليق کوونکی ئې د خپلي ټولني او خپل ماحول په حساب په بېل انداز وړاندي كوي. د تخليقي ليکوال نفسياتي جوړښت داسي وي چي د تاوده احساس او داخلي انفراديت په وجه دی تخليق کولو ته اړ کاندي. حقيقي تخليق کوونکی همېش دا هلي ځلي کوي چي تخليق ئې تر خپلو جزونو ستر وي. که ئې په تخليق کښي د محبوب ذکر وي نو د دۀ دا پوره پوره کوشش وي چي تاثر ئې دومره ښکلی، خوږ او خوندور وي چي د محبوب تر حقيقي حېثيت ئې مقام په اوچت شي. جاج اخستونکی بايد چي دا هم پکښي وګوري چي د تخليق کوونکی تخليقي ليکنه تر نورو عامو ليکنو ستره ده او که نۀ، ولي چي د دۀ تود احساس بايد چي دی د دغي ليکني په ښکلا او معيار خوښ وکاندي. د دۀ تخليقي ليکنه بايد چي له نورو تحريرونو څخه غوره او بېله وي ولي چي دا د لاشعور نه زوكړې وي او ددۀ تر خپل داخلي تنقيدي شعور هم وتلې وي. بايد چي د ادبي قدرونو په زېور ښائسته وي او د نظر په سمه زاويه د ټولني د پرمختګ لار هم ټاکلائ شي. ولي چي تخليق هغه ستر انساني صلاحيت دی چي که د ژور احساس سره سره په سم فکر او پراخه تجربه وشي نو يو کس د سړيتوب تر معنوي سطحي پوري رسولائ شي.
دا خبره چي تخليقي ليکني يوازي د خوند د پاره كېږي صحيح نۀ ده، ولي چي يوازي په خوند د هر عمر، هر مسلک او هر فكر د لوستونكو تسكين نۀ شي كېدلائ. تخليق بايد چي بېلا بېل اړخونه ولري او د ټولني د لوئ شمېر وګړو د ذهني تسكين باعث وګرځي. ښکلا، احساس، تخيّل او مينه په ليکنه کښي خوند پېدا کوي خو د ځينو خلګو تنده بيا هم نۀ په ماتېږي. يعني د ټولني د بشپړ تسکين دپاره بس نۀ دي. که جاج اخستونکی د د تخليقي ليکني عېبونه پټ كړي او يا ئې يوازي د عېبونو په تلاش كښي وي نو دا په هيڅ توګه هم صحيح نۀ ده. د تخيّل په قوت د څۀ داسي نوي څيز مخته راوړنه معياري ادبي تخليق بلل کېدائ شي چي په خلګو کښي دخوښۍاو خوند داحساس پېدا کولو سره سره د ټولني په ګټه هم وي. که څه هم ادبي تخليق د مضمون او مقالې غوندي موضوع په پايله نۀ رسوي خو د خوښۍ او ښکلا يو خوږ غوندي احساس پکښي راپاڅوي چي اورېدونکي او لوستونکي د حېرت، ښکلا ، هيلو او خوند يو لامتناهي سلسله پکښي ګوري. ورسره ورسره تخليق کوونکی چي په كومه ټولنه كښي استوګنه کوي نو د هماغي له تاريخ، تهذيب او کلتور نه اثر اخلي. خپله ټولنه او کلتور په لاشعوري توګه د تخليق کوونکي تخيّل، احساس او فکر وربدلوي . د تسكين دپاره ئې هماغه طريقې په كار ورځي كومي چي په دغه ټولنه او کلتور كښي د قبولېدو وړ وي۱۲. د ژونګ د اجتماعي لاشعور نظريه په حقيقت کښي د همدغه نظر تصديق كوي. په حقيقت كښي يو تخليق هم د اخلاقي ارزښتونو خالي نۀ وي. د ټولنيزو اصولونو او ارزښتونو په تناظر كښي ئې د حقيقي تخليقي معيار تعيُن كېږي. د تخليق نور بېلا بېل اړخونه هم بايد چي وکتل شي، لكه مقصديت، لساني شعور، تخليقي جوړښت او لوستونكو لره پېغام.
ځکه نو په تخليقي ليکنه کښي بايد چي د تخليق کوونکي د نوو نوو خيالونو او تصوراتو هغه ستر صلاحيت څرګند وي چي ليکوال ئې د نورو كسانو څخه بېل په ښکاره شي. د تخليقي ليکوال او جاج اخستونکي دواړو د نظر زاويه بايد چي د احساس سره سره پر ستر فكر او پراخه تجربه مبني وي چي د معياري او غېر معياري ليکني بشپړ توپير په ممكن وي. د تخليقي ليکني بنسټ بايد چي پر معقوليت ولاړ وي او فنکارانه استدلال ئې پر حق او ريښتيا مبني وي چي د تخليقي اصولونو او ټولنيزو ارزښتونو تصديق په كېږي. د انساني آزادۍ او انصاف پر مسلمه عالمي اصولونو ئې جوړښت شوی وي. د انساني حقوقو ژغورنه پكښي شوې وي او د ټولني په نوي تشكيل كښي مدد هم ترې اخستل كېدائ شي .
اخځليك
۱- هرنادي پال ، ʼ تنقيد څۀ دی؟ ʻ What is Criticism?) (
انډيانا يونيورسټۍ پرېس ، ١٩٨١
۲- هارټ مېن، جيوفرې، ʼ خود رو تنقيد: د اوسني ادب مطالعه ʻ
The Study of Literature Today Criticism in the Wilderness:
ا ئېل يونيورسټۍ پرېس ، ١٩٨٠
۳- اېنډريو بېنټ او نيکولس رايل،Andrew Bennett and Nicholas Royal
An introduction to literature, criticism and theory
Creative writing
Third edition published by Pearson Britain in 2004
۴- ابراهم، مېئرهاورډ، ʼ نارټن آنتالوجي آف انګلش ليټرېچرʻ،
(The Norton Anthology of English Literature)
اووم اېډيشن، ٢٠٠١
۵ - الېكزنډر ميچل، A History of English Literature يعني
ʼد انګرېزي ادب تاريخʻ مار ټن ٢٠٠٠
۶- وېلېك ، رينې،ʼ د جديد تنقيد تاريخ: له ١۵٠ څخه تر ١٩۵٠ پوري ʻ
(History of Modern Criticism: 1750-1950) څلور ټوكه،
كېمبرج يونيورسټي پرېس، ١٩٨٣
۷- ډېشيز ، ډېو يډ Daiches, David) ʼ (د ادب تنقيدي جائزې ʻ
(Critical Approaches to Literature)دوهم اېډيشن، لانګ مېن ١٩٨١
۸ - فريجن ، سوسن او پېټرك مېنارډ، ʼجمالياتAesthetics ʻ
آكسورډ يونيورسټۍ پرېس ١٩٩٨
۹- ګراهم، ګورډن، ʼدآرټ فلسفه : د جمالياتو سريزه ʻ
(Philosophy of the Arts: An Introduction to Aesthetics)
دوهم اېډيشن، روټلېج ٢٠٠٠
۱۰- لېنګر سوسنې، (Mind: An Essay on Human Feeling)
يعني ʼ ذهن: پر انساني احساس يو مضمونʻ دوه ټوكې ، ١٩۶ - ١٩٢
۱۱- ايوان ، ايفور ، ʼ د انګرېزي ادب مختصر تاريخ ʻ ،
Short history of English Literature څلورم اېډيشن، پېنګوئن ٢٠٠١
۱۲ - ډوليمور ,جانتن او اېلن سينفيلډ Dollimore, Jonathan and Aln Sinfield,
Political Shakespeare: New Essays in Cultural Materialism.
Manchester University Press. eds. 1994 [1985].