ارزو زيارتواله
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
په کوڅه کښي سوداګري اواز کړی چي سودا ده سودا، مېلمنه په منډه تر دروازي دباندي ور ووته، تپوس ئې ځيني وکړی چي بنګړي خرڅوې که نۀ؟ سوداګري د دروازې په چوکاټ کښي خپله د سودا غوټه ور خلاصه کړه او رنګارنګ بنګړي ئې ځيني را وايستل مېلمنې يو سيټ بنګړي راپورته کړل، په لاس ئې وکتل له سوداګري ئې پوښتنه وکړه، وئيل دا بنګړي په څو ورکوې؟ سوداګري چي د دې په سترګو کښي د بنګړو دخوښولو رنګ وليدی نو ئې لږ ګران ورته بيعه کړل. د مېلمنې خوا بده شوه او پرېشانه غوندي ودرېده. سوداګري د مېلمنې و مخ ته وکتل نو سوکه ئې ورته ووئيل چي دا بنګړي خو ګران دي خو تۀ زما ډېره خوښه شوې نو تاته به ئې ارزانه درکړم. مېلمنې له خوشحالۍ ژر د خپل پړوني پر پلو تړلي روپۍ خلاصي کړلې، شمار ئې کړلې، د بنګړو قيمت ئې سوداګري ته ورکړی او په خپل کور دننه شوه. په منډه د کوټې په لور ولاړه مور ته ئې نارې کړلې. موري! موري! دا وګوره ما له سوداګري ترورۍ څومره ښائسته بنګړي ډېر ارزانه راکړل. مور چي ورته پام شو دا ئې واورېدل له قهره تکه سرۀ شوه. د مېلمنې له لاسه ئې بنګړي واخستل تر دروازه دباندي ئې وغورځول او مېلمنه ئې په مخ په څپلاخه ووهله. مېلمنه وچ تير حيرانه پاته شوه. هيڅ سر ئې نۀ شو خلاص چي اخر مور داسي ولي وکړل؟ څو دقيقې پس مور په غېږ کښي ونيوله په سر ئې مچ کړه ورته وې وئيل چي هيڅ کله به له سوداګرو سودا نۀ کوې او دا بنګړي دغومره قيمت لري، هيڅ ئې ارزانه نۀ دي درکړي. ماته ږغ کوه تاته به تر دې ښۀ بنګړي رانيسم. د مېلمنې مور چي غنم رنګه نومېده د کلي د يو غريب سړي لور وه. مور ئې په وړکوالي کښي مړۀ شوې وه. د غنم رنګي دوه وروڼه وو چي دواړه تر دې لوئ وو. د غنم رنګي پلار او وروڼو د خلګو په پټو کي کارونه کول. په وړوکوالي د کور د کارو ګرده ذمه واري پر غنم رنګي راغله. په خپلو وړو لاسو به ئې پلار او وروڼو ته شوې اومه ډوډۍ ور پخوله او بيا به بېرته له هغې ډوډۍ شوي ځايونه جلا کول. د پلار او وروڼو مخ ته به ئې ايښودله. د کور له جارو څخه ئې واخلې، ډوډۍ پخول، د دوئ کالي مينځل، اوبه راوړل، دا ګرد د غنم رنګي ذمه وو. د کلي انجونو به په هفته کښي يوه ورځ په ماندۀ کښي اورونه بل کړل، د اوبو غاړي ته به ئې ټيمان پر کښېښول، اوبه به ئې ګرمي کړلې، کالي به ئې په پرې مينځل. يوه ورځ چي غنم رنګه هم د کاليو مينځلو له پاره ماندۀ ته تللې وه، کالي ډېر وو، هلته ورباندي مازيګر شو. په اور ئې اوبه توئ کړې، زر زر ئې وچ کالي له بوټو راټول کړل، منډه ئې کړل، په سر ئې واخستل په يوه لاس کښي د ابو لوښي وو، زر زر د خپل کور په خوا روانه وه. لاسونه ئې بند وو د مخ و پټېدو ته ئې هم پام ونۀ شو. د مازيګر ژړ لمر ئې له مخه شغلې پورته کولې.
د کلي د ملک زوئ د خپلو سمسورو پټو په چکر وتلی ؤ، په لاري ئې پر غنم رنګي سترګي ونښتې، د هغې د حسن وړانګو ئې د زړۀ دنيا تاله واله کړه، غنم رنګه که څۀ هم د غريب سړي لور وه خو د هغې دوه وروڼه ډېر غيرتي ځوانان وو.
شاه وزير شپه ګرده په سوچو تېره کړه، هغه غوښتل چي غنم رنګه د خپل ځان کړي، د هغې دپاره د ريښتې پېغام لېږل څۀ ګران کار نۀ ؤ خو د خواشينۍ خبره ئې دا وه چي و سمسور ته ئې خپل د اکا لور ولوله ور غوښتې وه. سمسور به د غنم رنګي د کور شا و خوا تاوېدی راتاوېدی خو د غنم رنګي ديدار ئې بيا نۀ ؤ نصيب شوی. له ځان سره به ئې قسم قسم منصوبې جوړولې. کله به ئې له ځان سره سوچ کوی چي د خپل اکا لور ولوله مړۀ کړي، خو دا کار هم څۀ اسانه نۀ ؤ او د نيول کېدو خطره هم پکښې وه. چي ټولي لاري پر بندي شوې نو د کلي د يوې کونډي ماسو تروري خيال ئې په زړۀ کښي راغی. ماسو ترورۍ يوه ګوډه لور او يو زوئ درلودی. په ځواني کښي کونډه شوې وه. خپلو بچو ته ئې پخپله ورګټله. اول به ئې د خلګو بسترې ور جوړولې بيا چي يو څه ډېري پيسې جمع شوې نو ئې سوداګري شروع کړه. له بازاره به ئې په ارزانه د کاليو جوړې واخستې په کلي کښي به ئې په ګټه خرڅولې. ماسو ترورۍ به هر سحار له کوره د سامان غوټه پر سر وتله. کلي په کلي او کور په کور به ګرځېده. د هر نغري په حال خبره وه. اکثره به مېرمنو په پور هم کالي ځيني اخستل. د کلي ښځي بازار ته نۀ تلې نو ځکه به ئې همېشه د دې لار کتله. له ماسو ترورۍ سره به مشورې هم کولې، د هر ځوان د زړۀ راز داره هم وه. يوه ورځ غنم رنګه د ملا پر اذان راپورته شوه. پلار، وروڼه ئې بل کلي له د روزانې دپاره تلل. ژر ژر ئې چائ ورپخې کړلې چي دوئ رخصت شول نو د کور په نورو کارو بوخته شوه. و تنارۀ ته د ګرمېدو دپاره خاښې ور واچولې. د باکس تلۍ ئې ورکړه هم په دا سات دروازه و ټکېده. د دروازې تر درز ئې ورته وکتل. دباندي ماسو تروري ولاړه وه. دې د دروازې ور ورخلاص کړ. روغبړ ئې ورسره وکړی او يوې خواته ئې کالی ور اوار کړی. ماسو ترورۍ په ډېر په مينه پسته او خوږه ژبه خبري ورسره کولې، خو غنم رنګه و سودا ته ډېره تازيلمنه وه. ماسو ترورۍ غوټه خلاصه کړه، رنګارنګ جوړې ئې د غنم رنګي مخ ته ايښې وې خو يوه ډېره ښائسته جوړه ئې يوې خواته کښېښودله. غنم رنګي په هغه جوړه کښي سترګي وې. وې وئيل، ماسو تروري دا جوړه خو به چا اخستې نۀ وي؟ ماسو ترورۍ ورته وئيل هو دا د ملک لور په ما راغوښتې ده که ستا خوښه ده داسي جوړه به بل وار زۀ تا له د راوړم. د غنم رنګي خو خوښه وه خو وئيل يا تروري له ما څخه اوس پيسې هم نشته چي بابا پيسې راکړي بيا به ئې رانيسم. ماسو تروري د کاليو غوټه په سر کړه او ځيني رخصت شوه غنم رنګي ژر ژر خپلي ډوډۍ تناره ته ولګولې څونۍ ئې ټولوله، د جوړې په خيال کښي ورکه وه چي بيا دروازه وټکېده. خدايه خير کړې، دا بيا څوک دی. ږغ ئې ور وکړی چي څوک ئې؟ له هغې خوا ما سوتروري ور ږغ کړل چي زۀ يم ستا ترورۍ. دروازه ئې ور خلاصه کړه او حال ئې ځيني وکړی چي تروري څۀ خو دي پاته شوي نۀ دي؟ هغې وئيل نۀ زويه! دغه جوړه مي تاله راوړه غنم رنګه پرېشانه غوندي ودرېده. ولي چي هغې سره خو پيسې اوس نۀ وې. ماسو تروري ورته وئيل چي ما د ملک کره جوړه يوړه، د ملک لور کور نۀ وه نو ما هلته دا ذکر وکړی چي دا جوړه د غنم رنګي هم خوښه شوه. د ملک زوئ سمسور دا جوړه له ما څه واخسته پيسې راکړې او ماته ئې وئيل دا جوړه غنم رنګي له ور وړه. غنم رنګي چي دا خبره واورېده، د بدن وينه ئې وچه شوه. شا خوا ئې سره وکتل چي دا ګائ خو چاوا نۀ ورېدی. ژر ئې ورته ووئيل. يا ماسو تروري زۀ دا نۀ غواړم، بېرته ئې وروړه. ماسو تروري غوځۍ پر واچوله وئيل، زۀ دي ستا بلا واخلم تۀ زما د خوندکۍ لور ئې، پر ما بېخي ګرانه ئې، تۀ بېرېږه مۀ دا جوړه واخله زۀ هيچا ته نۀ وايم. هسي هم ماته سمسور ډېري پيسې راکړې، هغه پر تا مئين دی. که تۀ دا نۀ واخلې نو هغه به ماته په خښم شي. ته ډېره خوښ قسمته ئې چي هغه تا خوښوي که هغه وغواړي چي په کلي کښي هره پېغله خوښه کړي نو پلار به ئې د زرو په تله ور واخلي. غنم رنګه د ماسو په خبرو کښي راغله، جوړه ئې واخسته. په دا شرط چي چاته به وائې نۀ. ماسو خپل کور ته ولاړه و غنم رنګي ته ئې د کور له کارو د فکرو سره سره يو بل فکر د سمسور هم ور واچولی. ماسو ترورۍ اوس پره دوهمه درېيمه وراتله. د سمسور پېغام او څۀ نۀ څۀ نخښه به ئې وراوړله. يوه ورځ چي د غنم رنګي پلار او وروڼه د روزاني دپاره لاړل، ماسو ترورۍ وراغله. غنم رنګي ته ئې وئيل چي له ما سره زموږ کورته راشه، سمسور دي انتظار کوي.
غنم رنګي خپل کورته تاله واچوله، په وېره وېره د ماسوتروري کورته ورسره ورغله. سمسور په ريښتيا چي ډېر ښائسته ځوان ؤ او غنم رنګه خو سمه د سپوږمۍ خور وه. اوس ئې نو دا معمول جوړ کړی چي د ماسو پر کور به دوئ سره ليدل. يو د بل سره به ئې د ميني خبري کولې. ماسو تروري به دباندي پېره ورکوله. داسي کارونه تر ډېره نۀ پټېږي. د کوڅې په کورو کښي د دوئ په هکله پسکی شروع شو او دا حال د غنم رنګي تر تروره هم ورسېدی. هغه د غنم رنګي کره ورغله او د هغې و پلار ته ئې ووئيل چي تاسو ټوله ورځ له کوره بهر ياست ځوانه لور دي کورکښي يواځي وي. سهار به څوک تور په پوري کړي. ځکه زر تر زره يو ځائ ئې ورکړه. دغنم رنګي پلار هم په فکرجن ؤ، ورته وئيل ئې هو خوري دا تۀ ښۀ وائې، که ستا په نظر کښي يو څوک وي خو راته وئې ښوده. ترور ورته وئيل زما زوئ نورک له ئې راکړه. د کور انجلۍ به په کور کښي پاته شي. يوه پرېشاني به دي نۀ وي. هغه وئيل چي له زامنو به صلاح وکړم بيا به حال درکړم. زعفران اکا و خپلو زامنو ته د ترور خبره وکړه نو هغو په بدل کښي د ترور د لور رشته ځيني وغوښتله. د غنم رنګي ترور د سرۍ په حق کښي نۀ وه خو مجبوره وه چي دا رشته قبوله کړي څو ورځي پس د غنم رنګي کوزده له نورک سره وشوه. ترور پر غنم رنګي له کوره وتلو اوبو ته تللو هم پابندي ولګوله. غنم رنګي به د سمسور په جدائي کښي له ځان سره پټ پټ ژړل. سمسور د دې په کوزده ډېر غمجن او غصه ګرځېدی، زړۀ به ورته وئيل چي ورشي نورک په ګولۍ وولي. ولي يوه ورځ ماسو تروري له ورغی چي يوه مشوره ځيني وکړي. هغې چي د دۀ خبري واورېدلې نو ئې ورته ووئيل چي تا او غنم رنګه دواړه سره ولاړ شئ يو ليري ښار ته. ستاسو له تلو پس به دا خبري د کلي سپين ږيري او ستا پلار خلاصي کړي. ستا پلار د کلي ملک دی څو موده پس به بېرته راشئ. د هغه د ماسو تروري مشوره خوښه شوه. ماسو تروري يوه ورځ د غنم رنګي کره پټه ورغله او په حال ئې خبره کړه هغې هم بې د څه سوچه د ماسو تروري خبره ومنله. يوه شپه چي د غنم رنګي وروڼه او پلار له کاره ستړي راغلل او بيده شول غنم رنګه له کوره راووتله. په کوڅه کښي سمسور ورته ولاړ ؤ د خپل يو دوست په موټر کښي دواړه ښارته د هغه کورته ولاړل. دوې ورځي پس ئې د خپل دوست په مرسته نکاح وتړله. دوئ دواړه به په ښار کښي د دوست پر کور په يوه تنګه کوټه کښي وخت تېروی تر څو چي له کلي د فېصلي يو حال وراتلی. ښۀ ډېري شپې هم په دغه بند کښي تېري شوې. يوه ورځ د سمسور دوست ډېر پرېشانه وراغی سمسور ږغ پر وکړ خير زرکه څۀ قصه ده؟ ولي داسي پرېشانه معلومېږې. هغه ټول حال په لاس ورکړی چي ستاسو له وتو پس ستا وروڼو ستا کشر ورور په ګولۍ وويښتی دی. خو شکر ستا ورور ټپي شوی دی مړ نۀ دی. د کلي مشرانو ستا د پلار او غنم رنګي د پلار تر منځ روغه کړې ده ستا خور ئې و نورک ته ورکړې ده او بل ئې دا فېصله کړې چي هر ځائ تا و غنم رنګه په لاس ورشی نو به دواړه په ګولۍ وولي. سمسور چي دا واورېدل نو ډېر پرېشانه شو. زرک دواړه لاس ورته جوړه کړل چي تاسو به په نن شپه زما له کوره ځئ په بل ښار کښي ئې د خپل يو فيکټرۍ والا دوست پته ورکړه چي هغه به تا له کار هم درکړي او د استوګني بندوبست به هم درته وکړي. سمسور او غنم رنګه په شپه شپه په شنۀ زړۀ ماتو ګامو له دې ښاره هم ووتل. هغه ډېر پښېمانه ؤ، د ماسو تروري سبق د تباهي سبق ؤ، ماسو ترورۍ ته ډېر په خښم ؤ چي موږ که بې وقوفه وو، کم عقلان وو دې خو به زموږ خبره نۀ منله. هوښياره سپين سرې ښځه وه خو هغې صرف د خپل مفاد په خاطر د يو څو پيسو په لالچ کښي زموږ ژوند راتباه کړی. نن د بل په وطن کښي چي ژبه ئې لا هم نۀ وه زده وخت تېروی. سمسور چي په ژوند کښي يو کار ته هم لاس نۀ ؤ وروړی، له سهاره تر ماښامه په فيکټرۍ کښي په ولاړي و مشينانو ته ولاړ کار ئې کوی. شپې ورځي هم په دغه شان تېرېدلې. و دوئ ته خدائ يوه لور ورکړه چي نوم ئې مېلمنه باندي ايښې وه، په پردي وطن کښي ئې بې له د خدايه او بې له دې دا يوې لورکۍ دوئ بل هيڅ نۀ درلودل. نن چي مېلمنې له سوداګري د بنګړو اخستلو او ارزانه رانيولو ذکر و غنم رنګي ته وکړی نو د دې هم هغه ماسو ترورۍ او جوړه و ذهن ته راغله چي د دې ګرد ژوند ئې ور تباه کړی ؤ.