شفا کاکړه

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

پر اتم مارچ د ښځو نړيواله ورځ د نړۍ په هر کونج کښي لمانځل کېږي. دغه ډول دا ورځ په کوټه کښي هم ولمانځل شوه چي اکاډمي ادبيات کوټي هم د ښځو يو ادبي نشست ايښی ؤ. هر چا تر خپل وسه پوري ګډون پکښي وکړی، و خپلي ټولني ته ئې  د ښځو د عالمي ورځ په اړه ډول ډول پېغامونه ورکړل، د دې ورځي په اړه په کينټ کالج کښي او د انجونو ډګري کالج کښي يو په زړۀ پوري د مختلف اين جي اوز  له خوا  ماپښين له درو بجو پس لمانځل کېدونکې وه. کله چي د کالج وخت ختم شو، د کالج دننه د اين جي او  لوئي لوئي ګاډۍ د پوليس تر سترګو رالاندي راننوتې چي د بهرني هېوادو خلګ هم ورسره وو. کله چي ښځي د ګاډيو څخه راښېوه کېدلې او د خپل پروګرام په خوا رواني وې د هغو تګ، د هغو جامې، د هغو خبري او تر هغو پوري رسېدل، شا يد زما ټولنه به په پېړۍ پېړۍ ونۀ مني چي زما د ټولني ښځي دي په داسي ټولنه کښي خپل کار تر سره کړي. په دې پروګرام کښي مي د ګډون نيت ؤ خو نۀ پوهېدم چي بېرته ولي راغبرګه شوم چي زما پښې مخ ته د تلو انډيوالي نۀ کوله. زۀ د پرنسپل د کمرې مخا مخ پر چوکۍ له څو شاګردانو سره کښېنستم. او دوئ ته په جورت کښي ناسته په کتلو مي مغزی وچ شو چي له هغې خوا دوې پښتنې انجوني رارواني وې او په انګرېزي ژبه کښي ئې له ما څخه پوښتنه وکړه چي دلته داسي يو ځائ شته چي موږ خپلي جامې بدلي کړو چي پروګرام شروع کېدونکی دی. ما د انجونو د باتهـ روم خوا ته اشاره ورته وکړه او تر سر مي لکه چي دود ووزي ځکه چي موږ په داسي ټولنه کښي ژوند کوو چي هلته د انجلۍ د کور څخه وتل تر اوسه پوري ګناه کبيره ګڼل کېږي. دلته د ښځي او د نرانو په تعليم کښي اوس هم توپير شته او نۀ تعليم زموږ په دې رياست کښي داسي پرمختګ کړی دی چي موږ يو څۀ پکښي و وايو. دلته خو  تعليم کول د هر چا کار نۀ دی. بيا نو لور په دې ټولنه کښي تعليم ته پرېښوول يو اسان ګائ نۀ دی. بيا که چېري زموږ د  ټولني نارينه ښځينه په داسي جامو کښي ليدل، د نر سره اوږه په اوږه تلل، په خندا خبري کول، په ورځ کښي دوې جوړې کالي بدلول، بيا د ښځو په حق ږغېدل، د نارينه خپل ځانته راپارول، په لاسو کښي دوه موبايل ګرځول، يو پلار، ورور دومره زړۀ نۀ شي کولائ او نۀ خپله لور په پتلونو کښي و پردي نارينه ته په لوبو کښي غورځېدل د يو چا نفس ئې نې مني. بيا زما ټولنه چي تر اوسه پوري د جهالت په تورو تيارو کښي ډوبه پرته ده چي بنياد ئې د سرې خټي دی چي تر اوسه پوري په پښو نۀ ده درېدلې، هغه خو لا په خاړپوڅو کښي روانه ده.

دلته د ښځو نړيواله ورځ که وګورو داسي ډېري ورځي لمانځل کېږي چي دوئ ورسره ناخبره دي. د دې ټولني سترګي تر اوسه لا د رڼا څرک ليدو ته په طمع دي. هغو خو تعليم تر اوسه په پيسو پېژندلی دی. څوک چي روپۍ لري هغه د تعليم حق لري. دلته خو تر اوسه طبقاتي ټولنه ختم شوې نۀ ده. دلته چي په کلي کښي مېندو ته ووائي چي اسکول ته غوړي او ښودې راځي په دا بله ورځ ټول ماشومان راځي. هسي خلګ تر اوسه تعليم پېژني نۀ. دلته خو خلګ په ګولۍ پسې منډي وهي. هغه وريځي به په څۀ وپېژني. دلته د خپلي مائينې(کورودانه) خور، مور نوم اخستل پېغور ګڼل کېږي.

خو بيا زما زړۀ دا ورځ څنګه ومني چي دا د ښځو نړيواله ورځ ده. هغه څۀ دا ډول چي نن هم زما د ټولني ښځي په ټيمانو کښي اوبه له مندو څخه راوړي. خاښې او ماخۍ راوړي، پر خپلو اوږو د نرانو سره خټي کوي. د خاښو بارونه ورسره تړي. نن هم چي زموږ د ټولني نارينه پر کور نۀ وي دغه مشراني ښځي د کور ذمه واري پرخپل سر اخلي. نن هم زموږ ښځي او انجونه تر هسپتالو و کالجونو پوري د تګ دپاره يوه لاره نۀ شي هوارولی. د هغو منځ کښي تر اوسه خنډونه پراته دي. صرف دا مسئلې د انجونو نۀ دي، دلته خو د نرانو تعليم هم نشته.

زۀ، زما ټولني ته د ښځو د نړيوالي ورځي کوم پېغام ورکړم. دغه پېغام په کوم ځي زۀ د بل هېواد خلګو ته ورښکاره کوم چي زۀ پښتنه داسي ژبه وايم يا دا زما د کلتور برخه ده کوم چي زۀ ستاسو مخ ته ولاړه يم او د بل په واليو غوږ سروي کوم چي زۀ په داسي ازادي ټولني کښي کار کوم او د خپل حق خبره کوم. خو شايد زۀ له دې يوې خبري سره متفقه نۀ شم.

زما ټولنه په اومه سپڼسي پئېلې ده. هغه هر وخت پرې کېدائ شي. زۀ به اول د خپلي دې رنځوري ټولني غم خورم، چي تر څو د دې ټولني تشخيص نۀ شي وه، نو دا ټولنه نوره هم د ناسور سره مخا مخ کېږي. زما د ټولني علاج پکار دی. ولي چي زما په ټولنه کښي تر اوسه د يوې انجلۍ حق غوښتل يا د ښځو د حق خبره کول تر اوسه پوري پر دې ښځي خپله نۀ پوهېږي، يوه ښځه تر اوسه و دې ته تياره نۀ ده چي هغه دي خپل زوئ ته يوه تعليم يافته انجلۍ وغواړي او کور ته ئې راولي.

د دې ټولو خبرو وجه دا ده چي زما د ټولني د تعليم معيار ټيټ دی. زموږ ټولنه مهذبه نۀ ده.  هغه تراوسه ناجوړه ده، هغه تر اوسه د تعليم په مقصد او فکر باندي پوه شوې نۀ ده، هغه تعليم ذريعه معاش ګڼل شوې ده، دلته شعوري فکر تر اوسه ړوند دی. هغه په دې چي تعليم ئې په خپله مورنۍ ژبه نۀ دی. کوم خلګ چي د تعليم ډګر ته راووتل له هغو خپله ژبه، تاريخ، کلتور، تهذيب، او داسي نور ټول شيان د منځه ولاړو. بيا په داسي نوي ټکنالوجي وخت کښي چي د هر سړي فکر بلي خوا ته ولاړو، دلته خلګو د ازادۍ مطلب په بله معنا واخستو. هر سړی خپلي لوږي پر سر واخستو.  د کومي وجي چي زموږ ټولنه نوره هم له خطرې سره شوه. اوس نۀ د چا دخور، نۀ د چا لور حفاظت کوي،  بلکې اوس تعليم تر پيسو او يارانې پوري راورسېدو. هم دغه نقصان به نور هم زيات شي. ولي چي انجونه او هلکان د تعليم په ډګر کښي له کتابو څخه ليري شو، بيا تعليم ځکه د دوئ تنده نۀ کړه ورماته چي هغه په خپله ژبه نۀ دی. کوم شی چي په خپله ژبه نۀ وي، هغه تعليم بيا نۀ د خپلي خاوري، وطن د يو شي سره نۀ شي مخلص کېدائ. داسي تعليم خو اوس زموږ له منځه هر څه يوړل له کوم څخه چي زموږ د ټولني هيله وه. نن چي زموږ پر ټولنه او وطن باندي اورونه بلېږي، هر چا لاس کښي اچولی دی او موږ ډېر په مينه باندي زغملي دي او زغمو ئې. نن زموږ د انجونو د تعليم دغه حال دی چي ټوله ورځ ئې پر سوشل ميډيا باندي اخته دي. په کالجونو کښي چي له اخلاق څخه ئې لاسونه مينځلي دي، بيا به زموږ دغه ټولنه څنګه معيار خوا ته بيايو. بيا به په خپلو لوڼو او خوېندو به څنګه تعليم کوو. موږ به په دغه تنګ نظره ټولنه کښي خپلو ښځو ته کوم پېغام ورکوو. تر څو چي له دغي ټولني سره سوکه سوکه روان شو. څۀ د دوئ په خوښه، څۀ زموږ په خوښه چي زما د وطن او خاوري په ګټه وي. ددې ټولني د پر مختګ  لاري هواري نۀ کړو، نور به هم شاته پاته شو چي تر اوسه په مورنۍ ژبه تعليم نۀ وي بله ژبه هيڅ اثر ورباندي نۀ کوي. هغه که په انګرېزي وي که په اردو، خو زما د ژبي اثر چي تر څو په ونۀ شي هيڅ کله دا ټولنه نۀ شي سنګينه کېدلائ  او نۀ په داسي ډول موږ ازادي تر لاسه کولائ شو. او نارينه دي بايد و ټولني ته او ورسره خپل خاوري ته مخ را وګرځوي، چي د هر چا خور، لور، خپله خور او لور وګڼي، لار ښودنه  دي ئې وکړي، کنې زموږ خوېندي او لوڼي به زموږ له لاسو ووزي. بيا به ناست يو لاسونه به مږو. موږ به اول خپل بنيادونه محفوظه کوو، بيا به مخ ته ګورو. تر څو چي د خپلي خاوري د وطن غم په خپله نۀ وخورو يو څوک نۀ راځي دلته، هر سړی خپل پاور غواړي.

خو زموږ د ټولني ښځي بايد هر کار ډېر په صبر، په استقامت، په ميني او اخلاص باندي وکړي چي د ټولني نوري انجونه او ښځي هم خپل حق وپېژني. په کومه طريقه چي موږ خبره کوو په هغه طريقه په زر کالو هم نۀ سره رغېږي، موږ شعوري فکر پېدا کولو ته اړتيا لرو چي خلګ څۀ کوي موږ څۀ کوو. د دې ټولني څخه هغه ناوړه رواجونه، روايتونه، دودونه، ختمولو مبارزه بايد وکړو چي په ټولنه کښي تنده نوره هم زياته شي. هو، بايد هر سړی دا احساس ولري چي کشکې زما لور هم داسي زدکړه کړې وائ، د خپلي ټولني هر هغه کار ته ګوډه ماته کړو چي له کوم څخه چي ټولنه په رنځ اخته شوې ده. کېدائ شي تر ډېره حده موږ کاميابه شو او د دې ټولني په خدمت کښي نوري هم لاري هواري شي.

 

FaLang translation system by Faboba