خليل الله تصميم
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
په پښتو ادب كښي ځيني داسي كتابونه شته چي له نورو ژبو څخه پښتو ته په وار وار راژباړل شوي دي، د هغو كتابونو له زُمرې څخه يو كتاب د امام غزالي منهاج العابدين دى، چي په اوس وخت كښي پښتو اكېډمۍ كوټي چاپ كړى دى. په دغه كتاب كښي داسي موضوعات هم ځائ په ځائ څېړل شوي دي چي هغه د امام غزالي غوندي لوئ او بشپړ علم غواړي، د بېلګي په توګه موږ دا نمونه وركولى شو چي امام غزالي ليکي: "د نبي کريمﷺ څخه روايت دی چي اللهﷻ يوه ملائکه پېدا کړې ده، د دواړو وزرو تر منځ ئې د اسمان او مځکي غوندي اوږده فاصله ده، سر ئې تر عرش لاندي، پښې ئې په تحت الثریٰ کښي دي. د مځكي پر سر چي څومره انسانان اوسېږي د دوئ د سرونو سره سم د هغې پښې دي، زما د امت څخه چي کوم سړی يا ښځه پر ما درود ووائي دغه ملائکي ته د اللهﷻ حکم کېږي، تر عرش لاندي په بحر کښي غوټه شي، بيا بېرته راووزي، خپل وزر وڅنډي، له هغه څخه څاڅکي توئېږي. اللهﷻ د هغۀ د هري څاڅکي څخه يوه يوه ملائکه پېدا کوي، هغه تر قيامته پوري دۀ ته د بخښني دعا کوي. د يو هوښيار سړي وېنا ده چي د وجود سلامتيا په لږ خوراک کښي او د روح بقا په لږو ګناهونو کښي ده، د ايمان سلامتيا پر محمدﷺ د دررود او سلام په وئيلو کښي ده. امام صاحب د هم دغه کتاب"منهاج العابدين" پېل او اختتام د خدائ په ثنا او په درود سره کړی دی. دلته چي په باقاعده توګه په منهاج العابدين تبصره كوم نو غوره دا ګڼم چي د امام غزالي په حواله هم څو كرښي وليكم.
د امام غزالي پېژندنه: ابو حامد محمد بن غزالي چي لقب ئې حجة الاسلام زين الدين طوسي ؤ، په طوس کښي په کال (۴۵۰هـ) کښي زېږېدلی دی او د (۵۵) کالو په عمر کښي د سهار په وخت د دوشنبې په ورځ د جمادى الاولٰی په څوارلسمه نېټه (۵۰۵هـ) کال کښي له دنيا څخه سترګي پټي کړي دي (پر ګور ئې نور شه).
د امام صاحب له اهمو كتابونو څخه يو كتاب هم دغه "منهاج العابدين" دى چي امام صاحب په ډېره توجه سره د ټولني د ګټي دپاره په دې نيت ليكلى دى چي اولس ته ځيني ګټه ورسېږي. د امام غزالي دغه هڅه "منهاج العابدين" د اسلامي مسئلو کتاب دى چي د امام صاحب د ژوند د وروستيو شپو زيار دی. امام صاحب دغه کتاب په اووۀ بابونو ليکلی دی. چي په دغه کښي (۲۴۳) آيتونه، (۸۲) حديثونه،(۱۰) د بېلابېلو اصحابو قولونه، (۶) د خپل شېخ وېناوي، (۹) د بزرګانو قولونه، د بېلا بېلو عربي شاعرانو د (۱۰۱) اشعارو (۲۰۲) کړۍ، (۴) تعريفونه، (۲) د علماؤ بيانونه، (۴) دعاګاني، (۲۱) روايتونه، (۲۱) فصلونه، (۷۷) پوښتنې او د هغو ځوابونه، (۱۰) آفتونه، (۲۳) حکايتونه او د حديثو (۱۸) لانديني کتابونو څخه ئې حديث را نقل کړي دي.
مسلم، مسند احمد، المستدرک للحاکم، مشکوٰة، احيا٫، کشف الخفا٫، سراج الطالبين،حلية الاوليا٫،ابن ماجه، احيا٫ العلوم، الجامع الصغير، سنن ابو داؤد، المسند علی الصحيحين،سنن ترمذی، بخاری، مسلم، المقاصد الحسنه للسخاوی، معجم الاوسط للطبرانی، احيا٫ للعراقی،الجامع الصغير للسيوطی.
سريزي
په دا کتاب څلورسريزې ليکل شوي دي چي لومړۍ څلور صفحې سريزه د پښتو اکېډمۍ صدر سيد خير محمدعارف صاحب ليکلې ده، دا کتاب ئې د اکېډمۍ لپاره يو اعزاز بللی دی، د دې کتاب په حقله ليکي چي "د منهاج العابدين لومړۍ منظومه ژباړه ملا حبيب الله کندهاري عرف (هبو اخوندزاده) کړې ده. د ژباړو د نېست و نابود خبره و مخي ته ږدي چي نن سبا پښتو ژبه په ژباړو کښي ډېره شاته پاته ده خو دغه علمي ادارې خپل کار ته دوام ورکړی دی او د بېلابېلو ژبو کتابونه ژباړي او چاپوي ئې".
ډاکټر عبدالرؤف رفيقي په خپله اتۀ صفحې سريزه کښي د امام غزالي په ژوند خبرې کړي دي او د دۀ د ولولو څخه ډک ژوند ئې په ښه توګه ښكاره کړی دی. د امام صاحب د فلسفې د عامېدلو په حقله ئې څرګندونې کړې دي. په خپلو خبرو کښي وائي چي "امام صاحب په هم دغه کتاب كښې په ډېرو اهمو خبرو ډېر ښۀ ږغېدلی دی، د انسانانو او پېرانانو د تخليق پر غايت او و جنت ته د ورننوتلو يواځينۍ ذريعه ئې عبادت ښودلی دی".
د "منهاج العابدين" لومړۍ نثري ژباړه عبدالخالق کاکړ پانېزي کړې ده چي مولانا عبدالخالق مندوخېل ئې نظر ثاني او تصيح کړې ده، ډېر زيار ئې ورسره ايستلی دی. دا کتاب د مولوي عبدالخالق پانېزي يوه لويه کارنامه او ادبي خدمت دی. په دا کتاب عبدالخالق کاکړ پانېزي څلور صفحې سريزه ليکلې ده، او دی څرګندوي چي د پښتو اکېډمۍ کوټې مجلس منتظمې کمېټۍ دغه کتاب ماته د ژباړې لپاره راورسپاری. دوهمه خبره د امام صاحب کوي چي دا کتاب امام صاحب خپله خوښ کړی او په يو خاص ترتيب ئې ليکلی دی، د دې کتاب ترکيب او ترتيب الله تعالٰی د الهام په صورت کښي د امام صاحب په زړۀ کښي ور اچولی دی.
څلورمه په شلو صفحو مشتمله ضخيمه سريزه ده چي خپله امام صاحب ليکلې ده، د سريزي پېل ئې په درود سره کړی دی په دغه سريزه کښي څلور آيتونه, څلور حديثونه او د څلورو اشعارو اتۀ کړۍ را اخلي. د دغه کتاب خلاصه په څلورو نقطو کښي بيانوي. لومړۍ او دوهمه نقطه له دنيا څخه لاس اخستل او له خلګو څخه ځان يوې خوا ته كول دي، او دوهمه درېمه نقطه ئې له شيطان سره مقابله او پر نفس باندې سختي کول دي. دغه بشپړه کتاب د هم دغه څلورو نقطو پر بنياد ليکل شوی دی. د دغه څلورو شيانو د لارې څخه د ورکېدو خبره کوي، ځکه چي هم دغه څلور شيان دي چي د هر انسان په لاره کښي خنډ جوړوي.
الله تعالٰی په قرآن عظيم الشان کښې فرمائي:
وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (الفرقان: ۶۳)
ژباړه: کله چي له دوئ (ايماندارو) سره جاهلان مخاطب شي نو دوئ سلام ورته کوي.
امام صاحب په سريزه کښي و عالمانو ته د دا کتاب د وئيلو اشاره کوي . حضرت عليؓ فرمائي: "متلونه او مثالونه د هوښيار دپاره دي، کم عقل ته ئي هيڅ فائده نۀ رسېږي". هم په دغه څېر امام صاحب د يو عربي شاعر اشعار په خپله سريزه کښي د کتاب د ويونكو دپاره ليكلي دي:
"ژباړه: زۀ د خپل علم ډېرې قيمتي ملغلرې پټې ساتم دپاره د دې چي دا و جاهل ته معلومې نۀ شي. ولې دا به زموږ په مينځ کښي د فتنې باعث وګرځي."
په هم دغه سريزه کښي د عبادت په کولو څلور اړيکي په څلورو اسبابو دفع کوي. په رزق کښي په خداى توکل د خيالاتو په دنيا کښي معامله په خداى پرېښول، پر تکليف د صبر او د خداى پر پېښو باندي د راضي کېدلو خبره کوي.
اول باب: لومړی باب د علم په بيان کښي راغلی دی. دغه باب په (۲۰) صفحاتو ليکل شوی دی. په دغه باب کښي امام غزالي (۷) ايته، (۱۰) حديثه، (۱) قول، (۲) روايتونه، (۲) پوښتني او د هغه ځوابونه راخستي دي.
امام صاحب د علم په بېلابېلو اړخونو خبرې کړې دي، د علم په معرفت ئې د خداى پاک و پېژندګلوي ته اشاره کړې ده، د خداى پاک د نزدېکت ئې هم دغه يوه ذريعه ښودلې ده. له استاد څخه د علم په حاصلولو رڼا اچوي او وائي چي "په خپل فکر او سوچ هم علم حاصلېداى شي خو د استاد څخه د علم په حاصلولو کښي انسان ته هغه کشالې اوارې شي کوم چي د يو وګړي دپاره ستونځه جوړوي". د عالمانو په حقله وائي چي له خدايه ډېره وېره عالمان کوي او د ايت په دليل يې ثابتوي:
إِنَّمَا يَخْشَى اللهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ (فاطر: ۲۸)
ژباړه: يعني د الله تعالٰی په بندګانو کښي ډېر زيات له خدايه عالمان وېرېږي.
د عالم خوب د جاهل تر عبادته غوره ګڼل کېږي. يعني هغه لمونځ چي د علم پر بنياد نۀ وي، داسې خلګ هم شته چي علم د فخر او فساد دپاره زده کوي. په حديث کښي راغلي دي چي "هغه کسان به خداى و دوزخ ته واچوي څوک چي علم د هم دغه دپاره زده کوي چي فخر په وکړي او له ناپوه خلګو سره فساد په وکړي، او د خلګو توجه ځان ته راوګرځوي".
دغه باب ته که د يوه اړخه وګورو نو د نننۍ ټولنې پر بنياد خبرې کوي، دغه عصري او ديني علم هم د دغه دپاره زده کېږي چي د مادي وسائلو وسيله وګرځي او د خلګو سره بحث په وکړي. خو په اصل کښي هغه جاهل ګڼل کېږي چي تر ټولو زياتي خبري کوي. په زياتو خبرو کښي زيات دروغ وئيل کېږي چي د ټولني دپاره تر ټولو لوئ لعنت او د علت سبب دی. د هم دغه علت د ختمولو دپاره په اول باب کښي امام صاحب د علم پر بنياد خبري کوي، او د علم فائدې او د علم د حاصلولو طريقې راښيي.
دوهم باب : دوهم باب د عبادت په لاره کښي د توبې په بيان کښي راغلی دی، چي په (۲۳) صفحاتو ليکل شوی دی. په دا باب کښي امام غزالي (۲) آيته، (۲) حديثه، د يوه شعر (۲) کړۍ، (۳) دعاګاني، (۲) روايته، (۱) فصل، (۴) پوښتني او د هغو ځوابونه (۱) حکايت او د د توبته النصوح تعريف را اخستی دی.
دغه باب د توبې په کولو او د عبادت په قبلېدو ليکل شوی دی. په دې باب کښي وائي چي د دروغو او د غيبت کونکو ژبه هيڅکله هم د ذکر الٰهي لائقه نۀ شي جوړېدلى.
د توبې په تعريف کښي ليکي چي "ائينده دپاره د داسي ګناه د پرېښولو قصد کول چي له مخه څه ګناه نۀ وي شوې او دا پرېښودل خالص د خدائ د تعظيم او د خدائ د ناراضګۍ له وجي څخه دي." هم دغه ته د توبې نوم ورکوي.
د توبې د تعريف وروسته د توبې په څلورو شرطو کښي د ګناه د پرېښېدو او له توبې څخه غرض صرف د خدائ تعظيم او د دۀ له سخته عذابه په وېره کښي بيانوي. د توبة النصوح په تعريف کښي "زړۀ له ګناهو څخه پاکول او په کلکه توبه کول بيانوي" . د خداى تعالٰی ارشاد دی:
إِنَّ الله يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ (البقره:۲۲۲)
ژباړه : بې له شکه الله تعالٰی د توبه کولو والا او د پاک و صاف اوسېدلو والا دوستان ګڼي.
لکه څنګه چي امام صاحب پورته ذکر وكړ، انسان بايد چي د ګناه د پرېښولو ټينګه اراده وکړي او ګناه ته بېرته رجوع نۀ وکړي. او پښېماني باندي ظاهره کړي. رسول الله په يو حديث کښي وائي:
الندم توبة
ژباړه: يعني پر ګناهونو باندي د پښېماني نوم توبه ده.
د توبې تر اغاز مخته د توبې درې بنيادي شيان بيانوي: د خپلو ګناهو څخه کرکه کول، د الله تعالٰی د عذاب څخه زياته وېره او د خپلو کمزوريو او د ګناه په باره کښي خپله بې حيائي محسوسولو ذکر کوي.
درېيم باب: درېيم باب د عبادت د خنډونو په بيان کښي راغلی دی چي تر ټولو لوئ باب دی. دغه باب په (۱۷۳) صفحاتو ليکل شوی دی. په دا باب کښي امام غزالي (۵۶) آيته، (۴۰) حديثه، (۳) قولونه، د (۷۰) شعرونو (۱۴۰) کړۍ، (۱) تعريف، (۲) د علماؤ بيانونه، (۱۲) روايتونه، (۳۲) پوښتني او د هغو ځوابونه، (۱۰) افتونه، (۱۰) د اصحابو قولونه، د خپل شېخ (۳) وېناوي، (۱۰) حکايتونه او (۸) فصلونه ئې را اخستي دي.
که څه هم په دا باب کښي امام صاحب ډېري بېلابېلي مسئلې را اخستي او پوره مقاله په ليکل کېږي خو هغه سر ټکي به ئې را واخلو چي په نن سبا کښي ډېر عام ليدل کېږي.
دغه باب د توبې پس د ګناهونو څخه په ځان ژغورلو کښي ليکل شوی دی او څه چي دنياوي اسباب دي، له هم دغه څخه د لېري کېدو په هکله ئې بحثونه کړي دي. د خلګو سره د راشه درشه او په عبادت کښي د شيطان دهوکه، شيطاني فعلونه د شيطان سره د جنګ په اړه ئې داسي ډېري مسئلې را اخستي دي. يو آيت را اخلي چي:
إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا (فاطر : ۶)
ژباړه: بېشکه چي شيطان ستا دښمن دى، تاسو هم له دۀ سره دښمني وكړئ.
مخ ته د تقویٰ خبره کوي. تقویٰ له هره اړخه څېړي کوم څه چي د دين په تاوان کښي راځي له هغه څخه پرهېز کولو ته د "تقوٰى" نوم ورکوي. نفس ته د حيوان مثال ورکوي، درنده ځيني جوړوي چي د تکليف په وخت کښي ژاړي او چي موړ شي نو له حده وزي. هغه څه چي فضول او بې ضرورته شيان دي دغه د عبادت ګزار دپاره يو افت بولي، او لس افتونه را اخلي که څه هم افتونه ډېر دي، يو افت کښي وائي چي "په ډک نس خوراک کول په عبادت کښي خنډ پېښوي". په هم دغه باب کښي څلور اعضاوي په ګوته کوي که چېري دغه څلور شيان (سترګي، ژبه، نس، زړۀ ) په حفاظت کښي وساتل شي نو له هري ګناه سړی په امان کښي کېدائ شي. د دغه څلورو اعضاوو حفاظت لازم او ضروري ګڼي.
څلورم باب: څلورم باب د عبادت څخه دلېري کېدو په بيان کښي راغلی دی. دغه باب په (۸۹) صفحاتو ليکل شوی دی، په دا باب کښي امام غزالي (۴۷) آيته، (۱۰) حديثه، (۴) قولونه، د (۷) اشعارو (۱۴) کړۍ، (۲) تعريفونه، (۲۱) پوښتني او د هغو ځوابونه، د خپل شېخ (۲) وېناوي، (۴) حکايتونه، او (۳) فصلونه را اخستي دي.
دغه باب د عبادت او د رزق په بيان کښي ليکل شوی دی. د رزق څلور قسمونه بيانوي، رزق مضمون، رزق مقصوم، رزق مملوک، رزق موعود. د رزق په باره کښي دا آيت بيانوي:
وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ (الروم: ۴۷)
ژباړه: د مومنانوامداد زما پر ذمه دى.
د توکل تعريف را اخلي. پر الله تعالٰی باندي بهروسه او له مخلوقه څخه هر قسم اميد پرېکولو ته نوم د توکل ورکوي. له طمع څخه د ځان په ژغورلو بحث کوي، او د نورو د محتاجي څخه چي کومه تباهي پېښېږي د هغه په باره کښي موږ ته لاره راښئي او دا وائي چي د رزق په باره کښي په يوه خدائ توکل ضروري دی. له چا طمع ساتل نۀ دى په كار، او له طمع څخه په ځان ژغورلو کښي داسي حديث بيانوي:
اياکم واطمع فانه فقر حاضر
ژباړه: تۀ په خپله له طمعې څخه ځان ساته ولي چي هغه نيستي او محتاجي ده.
صبر د يوې ترخې دوا په څېر معارفي کوي، او څلور قسمونه ئې را اخلي (صبر پر طاعت، صبر له ګناه، صبر د دنيا، صبر پر مصيبتو) هم دغه وائي چي صبر ضرر رسونکي شيان ليري کوي.
د رضا او د قضا بيان په هکله وائي چي رضا د قضا د قدر حق بولي د ژوند په معملاتو کښي غم او فکر د نۀ کولو تنبيه کوي. د يو عربي شاعر اشعار د بېلګي په توګه را اخلي: " نو تۀ دا حقيقت وبوله چي کوم شی په تقدير کښي شوی دى هغه خامخا کېږي، نو هغه ضرور پر تا باندي راځي تۀ پر هغه باندي صبر کوې که ئې نۀ کوې".
پنځم باب: پنځم باب د (عقبةُ البواعث) په بيان کښي راغلی دی. دغه باب په (۵۸) صفحاتو ليکل شوی دی. په دا باب کښي امام غزالي (۶۰) آيته، (۵) حديثه، (۱) قول، د (۸) اشعارو (۱۶) کړۍ، (۱) تعريف، (۱) دعا، (۵) روايتونه، (۴) پوښتني او د هغو ځوابونه، د خپل شېخ (۱) وېنا، (۳) حکايتونه او (۲) فصلونه را اخستي دي.
دا باب د عبادت په استقامت ليکل شوی دی. وائي چي په عبادت کښي صبر او استقامت پکار دی، د نفس د سرکشۍ خبره کوي او هم دغه نفس د عبادت و خواته راګرځوي. مخته د خوف و د رجا په هکله د حضرت آدم عليه السلام څخه بيا تر محمد مصطفٰیﷺ پوري د اوو نبيانو د خوف و د رجا قصې را اخلي. خوف ته د درنې وېري نوم ورکوي، چي د يو بد شي له ګمانه څخه په زړۀ کښي پېدا کېږي. د خوف او د وېري په هکله ډېر آياتونه را اخلي:
يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ (الزمر : ۱۶)
ژباړه: اې زما بندګانو له ما څخه ووېرېږئ.
وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ (الحجر:۵۰)
ژباړه: بېشکه زما عذاب ډېر دردناکه عذاب دی.
په دې کتاب "منهاج العابدين" کښي امام غزالي د ابليس د اويا زره کاله د عبادت خبره کوي. د سجدې څخه د انکار په کولو چي کومه سزا ورکول شوې ده هم دغه را اخلي. مخته د پنځو شيانو ذکر را اخلي د مرګ، قبر، قيامت، جنت او دوزخ.
د قيامت د ورځي بيان را اخلي پرهيز ګاره خلګ چي په څۀ طريقه د قبر څخه راپورته کېږي او په ښۀ جامو او په تېز اس د سپارلۍ ورکولو کوم شيان ورکول کېږي هم د دغه ذکر کوي، او د ګناه ګاره سړي دپاره چي کوم توک او ځنځيرونه د قبر پس د محشر و ميدان ته بيائي دغه بيان را اخلي.
د جنت او دوزخ ذکر کوي چي کوم کسان چي جنتيان دي هغه ته به رنګارنګ نعمتونه ورکول کېږي او دوزخيانو ته به عذاب مقرره کړي او الله تعالٰی به ورته وائي چي زما سره خبري مۀ کوئ.
شپږم باب: شپږم باب د عقبةُ القوادح په بيان کښي راغلی دی. دغه باب په (۶۲) صفحاتو ليکل شوی دی. په دا باب کښي امام غزالي (۱۳) آيته، (۱۰) حديثه، د (۶) اشعارو (۱۲) کړۍ، (۱۱) پوښتني او د هغو ځوابونه، (۵) حکايتونه او (۴) فصلونه را اخستي دي.
دا د رياکارۍ په باره کښي ليکل شوی دی. د ريا څخه چي پښېمانۍ پېښېږي د هغه په هکله دوه قسمه مصيبتونه را اخلي. د دنيا او د اخيرت شرمندګي بيانوي او هغه دفتر (سجن) را اخلي چي تر مځکه لاندي يو دفتر دی او ردي اعمال کښي جمع کېږي. د حديث په حواله و ريا کار ته د قيامت په ورځ د څلورو نومانو د ورکولو ذکر کوي. "اې کافره! اې فاجره! اې غداره! اې نقصان اخستونکې" غوندي نومانو باندي ريا کار ثابتوي. دوزخ چي د ريا کارانو څخه چيغي وهي د هم دغه ذکر په حديث کښي را اخلي او د ريا کار څخه چي د دوزخ ګرمي زياتېږي هغه بيانوي.
مخته د شرک خبره کوي. د شرک په هکله د قيامت د ورځي بيان په حديث کښي داسي را اخلي:
"ژباړه: د قيامت په ورځ باندي به يو اواز والا په زوره اواز وکړي چي هغه به ټول خلګ واوري، چېري دی هغه چي د الله تعالٰی پر ځای به ئي د خلګو عبادت کاوه، ولاړ شئ د خپلو عملو بدله له هغه چا څخه واخلئ چي تا سو عمل د هغه دپاره کولی."
د اخلاص په هکله بحث کوي او د اخلاص معنا داسي بيانوي چي هر هغه څوک چي د الله تعالٰی کوم حکم وشي هم دغه رنګه ومنل شي او په هر حکم ئې عمل وشي. د اخلاص په مخالفت کښي ريا په دوه قسمه بيانوي. ريا خالص او ريا مخلوط اوله ريا د دنيا او دوهمه ريا د دنيا او د اخيرت د نفع په اراده کښي بيانوي.
په هم دغه باب کښي د عجب معنا او حقيقت بيانوي يعني د خپل عمل صالح ته د ډېري لوړي مرتبې ورکولو والا ته نوم د عجب ورکوي. د عجب والاؤ ته د مرګ مخته د توبې تاقيد بيانوي او هم دغه ورته وائي چي که د مرګ مخته توبه وکړل شي نو مخته اعمال به دي د ضائع کېدو څه بچاؤ شي .
اووم باب: اووم باب د حمد و شکر په بيان کښي راغلی دی. دغه باب په (۵۹) صفحاتو ليکل شوی دی. په دا باب کښي امام غزالي (۵۸) آيته، (۵) حديثه، د (۹) اشعارو (۱۸) کړۍ، (۳) پوښتني او د هغو ځوابونه او (۳) فصلونه را اخستي دي.
دا باب د حمد و شکر په حقيقت، و معنٰی او د حمد و شکر په حکم کښي ليکل شوی دی. دلته حمد د تسبيح او شکر د صبر او د خپل حال و الله ته د سپارلو له قسمه را اخلي، شکر د کفر او حمد د غندل په مقابله کښي راوړي. حمد عام او زيات او شکر کم او خاص ثابتوي.
د الله تعالٰی ارشاد را نقل کوي چي:
وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ(سبأ : ۱۳)
ژباړه: زما شکر ګزاره بندګان لږ دي.
د حکيمانو پنځه ګټوري خبري را اخلي: په مسافري کښي ناروغي، په سپين ږيرتوب کښي مفلسي، په ځواني کښي مرګ، له ليدلو وروسته ړوندوالی او له معرفته څخه وروسته ناپوهي ذکر کوي. او دا په دنيا کښي تر ټولو لوئ مصيبتونه او مشقتونه ګڼي.
په دا باب کښي د زاهد په هکله وائي چي که چېري دی جنت غواړي په عوض کښي هغه دوه رکعته نفل کوي، يا دوې روپۍ خيراتوي يا دوې شپې دي بې خوبه د الله تعالٰی په لاره کښي درېږي او دا کافي بولي خو دا هيڅ کله هم کافي نۀ بلل کېږي. دا ثابتوي که چېري د الله تعالٰی فرمانبرداري وکړي او دا هر څه په ځان باندي لازم کړي د هغه دپاره شل ګټي په دنيا او شل ګټي په اخيرت کښي را اخلي.
د دنيا په شلو ګټو داسي بحث کوي: د دنيا ګټي را اخلي الله تعالٰی په دنيا کښي کار سازه دی او د دۀ ټول تدبيرونه ور جوړوي. د اخيرت يوه ګټه کښي د جنت زېری ورکوي چي د جنت مالک به همېشه وي.
د بنده دپاره علم، عمل، اخلاص او وېره ډېره ضروري بولي او د ذوالنون مصري بيان را اخلي ټوله خلګ مړۀ بولي ماسوا له اعمالو ويده بولي ماسوا له عمل کولو دهوکه بولي ماسوا له مخلصانو خلګو او تمام مخلصان په خطر کښي اچوي ماسوا له تقویٰ دارو خلګو.