حنيف خليل
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
"ستړي دليلونه" د اختر زمان خټک وړومبۍ شعري مجموعه ده چي د هغه تقريباً د څلوېښتو کالو د ادبي، سياسي او ټولنيزي مطالعې او مشاهدې لفظي تصوير دی. دا يو داسي تصوير دی چي د ښاغلي اختر زمان د شخصيت او د هغه د ماضي د غرزو پرزو، نشيب و فراز، نظرياتي او علمي هڅو نخښي رامخي ته کوي. دا يو داسي خاکه زموږ سترګو ته را وړاندي کوي چي د مختلفو کږو وږو کرښو د ترتيب نه پس ئې منظم شکل اخستی وي. او اوس موږ په دې خاکه کښي ځيني تتي کرښي وينو چي د اختر زمان د هلکوالي او تازه ځوانۍ د ژوند نخښي راښائي. ځيني داسي کرښي چي د هغه په ژوند کښي د فکري او نظرياتي بلوغت نخښي څرګندوي او د ځينو داسي رنګونو کرښي پکښي هم شته چي رنګونه خو ئې شوخ دي خو د کرښو توازن او تنظيم ئې ګډ وډ ښکاري. دا هغه کرښي دي چي د اختر زمان ناقراره ژوند او د هغه نظرياتي اضطراب رامخي ته کوي. يعني هغه چي څه وئيلي دي دې نه علاوه هم څه وئيل غواړي. او دغسي دا خاکه تکميل ته رسول غواړي.
اختر زمان خټک ډېر ښۀ کار کړی دی چي په "ستړي دليلونه" کښي چاپ شاعري ئې په دريو برخو وېشلې ده او د خپل هلکوالي ځوانۍ او اوسني دور شاعري ئې په باقاعده ډول مرتب شکل کښي چاپ کړې ده. دې ترتيب سره يو نقاد ته ډېره اساني پېدا کېږي چي د هغه د شخصيت داخلي اضطراب او د ټولني په هکله د هغه خارجي تصور دواړو په هکله د هغه د فکري ارتقا٫ جائزه واخستی شي او هغۀ محرکاتو او عواملو ته هم اشاره وکړی شي کومو چي د اختر زمان په شخصيت او فکر کښي وخت په وخت يو ارتقائي بدلون راوستی دی. د دې کتاب په هکله ليکلی خپل تاثر " شخص او عکس" کښي ښاغلی سليم راز هم د هغه په شاعرۍ د تبصرې په وخت دا خبره زياته د توجه وړ ګرځولې ده، چي د اختر زمان شخصيت د هغۀ د شعري لفظونو په ائينه کښي جوت ليدی شي. دا خبره بېخي درسته ده چي فن د فنکار د داغلي شخصيت خارجي عکس وي. بلکې دلته به زۀ د مغربي دانشور بفن (Buffan) مشهوره وېنا هم نقل کړم چي وائي.
“Style is the man itself”
د اختر زمان شاعري هم چي په دغه تناظر کښي لولو نو د هغه شخصيت راته يو پرانستی کتاب ښکاري او دا اندازه راته کېږي چي په ابتدا٫ کښي د اختر زمان ژند د زلميتوب د جذباتي او رومانوي فضا نمائنده پاتي شوی دی. ورو ورو ئې فکري بلوغت موندلی دی. نظرياتي شوخۍ سره مخ شوی دی، ځينو فلسفو او نفسياتو بحثونو سره مخ شوی دی، تر دې چي د تصوف چپو هم وهلی دی، خو لکه چي دغلته ئې هم د مايوسۍ نه سېوا نور څۀ نۀ دي ليدلي او بيا دې نه پس ئې فکري ا ونظرياتي بدلون د انساني او ټولني د مثبت بدلون په لور مخه کړې ده او د نړۍ د مظلومو او محکومو انسانانو په زيلي حالت ئې چي غور شروع کړی دی نو شاعرۍ ئې د مقصديت، مزاحمت او ترقي پسندۍ په لور مخه کړې ده. هم دا د اختر زمان د شاعرۍ نکته عروج ګڼلی شو چي يو خوا پکښي د مارکس فلسفې او سائنسي شعور بازګشت اورېدی شي نو بل خوا د هغۀ مقصديت د پښتون قاميت تصور هم ځان سره تړلی وړاندي بوځي. خو دلته يو وضاحت کول غواړم چي د اختر زمان قامي شعور او د پښتون قاميت تصور د نړيوال انسانيت د تصور ضد نۀ دی. هغۀ د نړۍ د هر محکوم او مظلوم قام پرېوتی حالت ښۀ کول او پورته کول غواړي او په دغه تسلسل کښي پښتون قام دپاره هم د ميني، ورورولۍ، يو والۍ، ترقۍ، خوشحالۍ او غلامۍ نه د خلاصۍ پېغام د خپلي مقصدي شاعرۍ برخه جوړوي.
په دې موقع د اختر زمان د دريو واړو دورونو د شاعرۍ نه بېل بېل مثالونه پېش کول او په دغه تناظر کښي ئې د فکر او نظرئې جاج اخستل ډېر وخت غواړي، زۀ به په مجموعي ډول څو خبري کوم. لکه چي وړاندي هم اشاره شوې ده چي د هغۀ د زلميتوب د شاعرۍ شوخ رنګ رومانوي دی. په دغه رومانويت کښي د حسن او جمال تاثر هم شته او د فطرت نګارۍ تصوير هم خو دغه د حسن او جمال تصور او د فطرت نګارۍ تصوير ئې يواځي، د خوند او مسرت اخستلو ذريعه نۀ ده، بلکې د خپل ماحول د مجموعي نفسياتو او داخلي کېفياتو يوه روڼه هنداره هم رامخي ته کوي چي په تانده ځوانۍ کښي هم د شاعرۍ د فکري بلوغت ثبوت ورکوي دغسي هغه چي کله د دوهم دور يعني د شلو او دېرشو کالو په منځني دور کښي د شوې شاعرۍ ميدان کښي قدم ږدي نو د فطري جذباتو ترجمان رومانويت سره د سماجي شعور، نمائنده مقصديت سره هم مخ کېږي، او دغسي د هغۀ د شعر په ائينه کښي د هغۀ د ژوند اضطرابي فضا سره سره يو بل تصوير هم رامخي ته کېږي چي هغه د اختر زمان د چارپېرچل او د هغۀ د ټولني د عزز پرزو تصوير دی. سره د دې چي هغه دې دور ته د بې خونده ځوانۍ نوم ورکوي خو دغه بې خوندي د هغۀ د ميني او داخلي کېفياتو په اړه هغۀ مايوسو ته اشاره کوي کومو سره چي هغۀ د ځوانۍ په ناقراره ژوند کښي د ميني او مستۍ په فضا کښي مخ شوی ؤ. خو دې کښي هم شک نشته چي د هغۀ فکري بلوغت او سماجي شعور په هم دغه دور کښي وده موندل شروع کړی دی او بيا د هم دغه دور غور، فکر، حساسيت او شعوري بلوغت د هغه دوهم دور د مقصدي، انقلابي او مزاحمتي شاعرۍ پېش خېمه جوړه شوې ده. کله چي موږ د اختر زمان خټک د درېيم دور يعني د دېرشو او پنځوسو کالو تر منځه شوې شاعرۍ ته متوجه کېږو نو راته جوتېږي چي په دې دور کښي هغۀ د يو سماجي سائنسدان (Social scietest) په حېث زموږ مخي ته راځي، د دې دور په شاعرۍ کښي د هغۀ خود سره فکر او باغيانه سوچ په ازادۍ او جرا٫ت سره سر پورته کوي. په دې دور کښي شوې شاعرۍ موږ ته د اختر زمان د پنځوسو کالو د ماضي تصوير هم را وړاندي کوي، خو ورسره د وروستو شلو کالو د تجرباتو او مشاهدې هغه غبار هم سر پورته کوي کوم چي د دۀ په زړۀ او دماغ پروت ؤ او سر ئې پورته کول غوښتل. د هغۀ د دې دور په شاعرۍ کښي هغۀ اواز هم تر غوږوکېږي چي اختر زمان تر ډېري مودې په زړۀ ساتلی ؤ او په دې موقع ئې راڅرګند کړو، د دې دور په شاعرۍ کښي د مقصديت مزاحمت او انقلاب د هغۀ سرچينې نخښي هم رامخي ته کېږي چرته نه چي اختر زمان د علم، پوهي، مشاهدې او مطالعې اوبه څښلي دي. په دې موږ ته راجوته شي چي د اختر زمان د فکر او نظرئې په رغاوڼه کښي اصلي محرک مارکسي شعور او د ترقي پسند ادب مطالعه ده. په دې دور کښي هغۀ که يو طرف ته د خپل پښتون قام په ځمکه بل شوي اور ته پرېشان دی نو ورسره د نړۍ په هر ګوټ کښي د اورونو او جنګونو غندنه کوي. زۀ به په مختصره توګه دا ووايم چي د اختر زمان د دې دور شاعرۍ د نړيوالي منظر نامې په تناظر کښي رامخي ته کېږي چي موږ ورته د هغۀ د شاعرۍ نکته عروج وئيلی شو.
په فني لحاظ هم دا شاعري د بالغي او معياري شاعرۍ ټولي خوبۍ په ځان کښي لري، د ژبي په حواله اختر زمان ډېر محتاط دی. هغۀ نۀ يواځي د شعر د ژبي خيال ساتل ضروري ګڼي بلکې په عمومي توګه هم د پښتو ژبي، مختلفو لهجو او پښتو املا په هکله د هغۀ شعور او مطالعه ډېره پخه او رسا ده. د هغه د "ستړي دليلونه" د درېيو واړو دورونو په شاعرۍ کښي نظمونه هم شته غزلي هم سندري هم او ځيني متفرق شعرونه هم.
هلته څو نثري نظمونه هم ليکلي دي چي د هغۀ په قول اصل کښي په انګرېزۍ کښي ليکلي شوي وو. پښتو کښي ئې وروستو يو مجموعي تاثر بيان کړی شوی دی. سره د دې چي زۀ د نثري نظم د وجود په حق کښي نۀ يم، البته نثري شاعري ورته ضرور وئيلی شو. په دې موقع باندي چي د نظم او شعر تر منځه بنيادي فرق په نظر کښي وساتلی شي خو دا موقع د دې بحث نۀ ده، البته د ښاغلي اختر زمان خټک د غزلو سره سره د هغۀ پابند، ازاد، معریٰ او نثري نظمونه زۀ د پښتو په شعري ادب کښي يوه نوې او د قدر وړ اضافه ګڼم او ښاغلي اختر زمان خټک سره سره ښاغلي علي اکبر سيال ته هم پيرزوئيني وړاندي کوم چي د هم هغۀ په تحريک او خواهش دا قيمتي منظوم افکار د تاريخ د پاڼو برخه جوړه شوه او د يولا لهانده او سرګردانه شاعر د "ستړي دليلونه" په شکل زموږ مخي ته راغلل.