اسير منګل

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

     "ځلنده ارمانونه" دپښتو قصه ايز ادب يو دروند ناول دی چي ټول٦١٥مخونه لري، چي د ليکوال ښاغلي عنايت الله ياسر په ژوري مطالعې او مشاهدې دلالت ورکوي. ګڼ کردارونه لري، دغه قصه په روايتي توګه د دوو قوتونو خير او شر نه چاپېره ګرځي. ډاکټر روښان،وږمه،شګفته، ئې مرکزي کردارونه دي. سوشلزم څۀ تۀ وائي، سرمايه دارنه سوچ څۀ وي او ذهني غريبي او ددې اثرات په ټولنه څۀ وي. په دې قصه کښي دا هر څه په ډاګه شوي دي. دا د دواړو زامونو جګړه ده، يو طرف ته که دپسمانده ذهن سرمايه دارنه سوچ او جاګيردارانه ذهنيت غندنه موجود ده، نو بل طرف ته روښان فکره او دترقي خوښونکي رحجاناتو ستائنه هم شوې ده اوحوصله افزائي هم .

   ډاکټر روښان دنېکۍ علمبردار دی، د ځمکني حقيقتونو پوهه لري، دچقېدلي اولس نفسيات پېژني او ددې اولس په خدمت يقين لري. ولي بل اړخ ته دشګفتې سرمايه دارانه سوچ او دهغې پلويان وي، دهغې په خيال د انسانيت خدمت د مايوسه خلګو کار وي، هغه هر پړقېدونکی څيز سرۀ زرګڼي ولي دهغې د ترۀ لور وږمه دهغې بېخي يو اپوټه تصوير وي. دلته دکلاسونو فرق وي، ډاکټر روښان هر څو که په انسان او انسانيت مئين وي او ښۀ پوهه هم لري ولي بيا هم يو زلمی وي، په رګونو کښي ئې دځوانۍ وينه په غورځنګونو وي. د زړۀ له کبله تېر وخوري، د بد مزاجه سرمايه داري جينۍ شګفتې په مينه کښي راګير شي، يو طرف ته دکروړ پتي لور چي هغه هر څه دمادې په چشمو کښي ګوري او هغې روښان دې دپاره خوښ کړی وي چي هغه يو لوئ ډاکټر وي او دهغې په خيال د دولت يو زبردست مشين ثابيتېدائ شي. ولي بل اړخ ته صرف او صرف پاکه مينه وي چي هغه خالص د انسانيت په عظمت باور لري چي کله مطلبي جينۍ ته پته ولګي چي د ډاکټر نظريه د دولت نۀ بلکې د انسانيت خدمت دی نو هغه د ډاکټر او دهغه دقدرونو سپاکوی شروع کړي او داسي د وادۀ نه مخکښي د دوئ تر مېنځه شوې کوزدن ماته شي. دلته دسرمائې دلاسه دخلوص اي ميني داسي بې عزتي اوشي چي د ډاکټر په زړۀ يو نه ورانېدونکی داغ ولګي. ولي کله چي دشګفتې د کاکا لور وږمه د ډاکټر په ژوند کښي راشي نو ددې داغ د ليري کولو باعث وګرځي. شګفته او وږمه دواړه دکاکا لوڼي د يوۀ نيکه لمسۍ وي، فرق صرف دومره وي چي يوۀ جذباتي او بله سنجيده وي. شګفته چي کومه فېصله دخپل ژوند په هکله اوکړي هغه د ناکامۍ او رسوائۍ وي او وږمه چي کومه فېصله اوکړي هغه دکاميابۍ او د دور اندېشي وي. دغه ناول موږ ته په دې لړ کښي دا پېغام راکوي چي د ژوند په هکله فېصله کول په سنجيدګۍ پکار ده چي وروستو پښېماني نۀ وي او په خصوصي توګه هغه زلمو او جېنکو ته يو پند دی چي کوم اعلی تعليم يافته وي او په ازاده ټولنه کښي وخت تېروي.

   د ناول لمن دا فسانې په رنګه لنډه نۀ وي، دلته ټول ژوند بيانېږي او د ژوند سره تړلې هره پېښه د فن او هنر په چوکاټ کښي سنجولی شي. په دې قصه کښي هم ددې تکنيک نه کار اخستی شوی دی. پلاټ ئې ډېر مضبوط دی. په مجموعي توګه يوۀ روايتي قصه بيانوي. ولي د جدت دپاره پکښي ځيني داسي منظررونه هم ښودلی کېږي چي هغه په پښتونخوا کښي پرېږده چي په لاهور او کراچۍ کښي هم په نظر نۀ راځي. دلته قصه غير فطري معلومېږي لکه چي ډاکټر روښان دشګفتې دکوزدن د ماتېدو نه پس دخپلي خور نرګس او د اخښي جلال په موجودګۍ کښي چي ورسره وږمه هم وي شراب څښي. دې کښي شک نشته چي دا د يو اوچت کلاس قصه ده چي فرق ئې په دولت او په تعليم کېږي، خو دلته آزادي څه ډېره آزاده شوې او قصه د تضاد ښکار شوې ده چي دژوند سره مينه کونکی اتل دژوند نه تېښته کوي.

      کله چي دقادر خان او د روئيدار خان کاروبار شمشاد خان خراب کړي او دې دپاره يوۀ مهره دظفر په شکل کښي استعمال کړي، ولي د هغه چي کله شمشاد خان سره ورانه شي او هغه ئې چوټي کړي نو  واپس د قادر خان او دروئيدار خان دې ډلي کښي شامل شي او بيا د هغه په سازشونو شمشاد خان د پولۍ پړق ته کښېني. دلته د هيرو په ځائ ويلن سره د لوستونکي خوا خوږي پېدا شي. پکار ده چي دا تاوان فطري ښودلی شوی وائ او دوئ لکه دشمشاد خان ظفر دمهرې په توګه نۀ وائ استعمال کړی چي کله دتاوان او ګټي منظرونه ښودلی کېږي نو دا قصه دناول په ځائ دفلم شکل اختيار کړي. 

    ددې ناول قصه چي زياته دمکالمو په شکل کښي مخ په وړاندي ځي، مصنف ښۀ خواري کړې ده چي دخپلي پوهي او د تجربې ترمخه خپل ناول ته ډېر څه ور وبخښي. ځيني ډېري دکار خبري وړاندي کوي. لکه دمثال په توګه. 

    د هر څه شاته اقتصاديات وي چي کله منظم وي نو هر څه منظم وي

 عقل دجذباتو مۀ تابع کوه.

 سرمايه چي ترقي اوکړي نو نوي اخلاق وجود کښي راولي، زاړه روايات رواجونه لکه د زاړه دېوالونو په ځمکه تس نس غور ځوي

   غريب سړی په جامه کښي انسان لټوي او سرمايه دار انسان په جامه کښي لټوي.

  ددې جملې لوستو سره ماته د فارسۍ ادب لوئ دانشور مو لاناروم دا خبره راياده شوه، ما ډېري قيمتي جامې وکتې چي انسان پکښي نۀ ؤ او ما ډېر اوچت انسانان وکتل چي جامې ورپوري نۀ وې.

   په ځيني ځايونو کښي چي کله د ناول نګار دلاسو نه د فن مزی وښوئيزي کردارونه خپل سمي ته پرې نږدي او لکه واغط ئې تشريح شروع کړي نو دناول نګار او د واعظ ترمېنځه فرق ختم شي. ځيني ځايونو کښي منظرونه ډېر غير منطقي توګه بدلېږي لکه په ٣٢٨مخ دقادر خان او روئيدار خان کور ته راتګ او روښان سره خبري کول

   ددې ناول خاتمه دا ښائي چي دروغ ماته وخوري او رښتيا ګټه اوکړي. ډاکټر روښان په خپل کردار ثابته کړي چي که چرې ډاکټر وغواړي نو هغه د هر چا نه په ښۀ توګه دانسانيت خدمت کولائ شي. ولي دا يو منلی شو ی  حقيقت دی چي کله رڼا مخي له راشي نو هسي دتيارې په زړۀ تياره راشي او د هغې دختمولو هڅي شروع کړي. لکه څنګه چي په دې ناول کښي ډاکټر روښان د مرګ دوه ځله شمشاد خان تابيا اوکړي. يو ځل هغه سکوټ بچ شي او بل ځل ولګي خو بيا هم مړ نۀ شي. ځکه چي د وژلو والا نۀ د بچ کولو والا ډېر طاقتور وي او دا د ډاکټر روښان ډېره لويه سينه وي چي هغه دبرداشت يو زبردست مثال وړاندي کړي چي دغيرت خان غوندي جاګيردار  ذهنونه بدل کړي او هغه خپل ځان دانسانيت د خير ښېګړي دپاره وقف کړي.

  دشپږو سوو نه زيات مخونو باندي خور دا ناول په ځيني ځايونو کښي دضرورت نه زيات اوږد شوی دی چي د لوستونکي د بوريت باعث کېږي. که چرې ناول نګار غوښتلی نو دا قصه په درې سوومخونو هم لېکلې کېدی شوه چي خوند به ئې نور هم زيات ؤ. دې نه زما دا مطلب نۀ دی چي ګنې اوږده ناولونه دي نۀ ليکلی کېږي ولي دپښتو لوستونکيو دپاره ضروري ده چي په لنډه توګه د هغوئ  د دلچسپۍ سامان پېدا کړی شي، پرته له دې د روز مرې محاورې او د متل استعمال پکښي ډېر کم ښکاري. دې اړخ ته هم پام لرنه ضروري وه. په اخر کښي به زۀ دومره قدرې ووايم  چي ليکوال خپل ځلنده ارمانونه، دخپل اولس او د خپلي خاوري دپاره ليدل غواړي. هغه زموږ دټولو ارمانو دي، زموږ په دې خاوره چي نن کومه بده ورځ راغلې ده، د هغې د ټولو نه غټه وجه زموږ ذهني پسماندګي ده، او چي ترکومي پوري چي به موږ کښي پوهه نۀ وي راغلې، ترهغې پوري دا ځلنده ارمانونه پوره کېدائ نۀ شي.

 

FaLang translation system by Faboba