ډاکټر نصيب الله سيماب

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

(پاملرنه: دا يون ليک ما په ۲۰۰۸ کښي ليکلی دی چي د ځينو وجوهاتو له کبله مي چاپ ته ونۀ سپارلی شو،  اوس ئې ستاسو مخته په بېلو بېلو برخو کښي وړاندي کوم.)

کله چي مي د افغانستان د تلو اراده کړې ده پخپله اراده کښي بريالی شوی يم. داځانته خبره ده چي تر منزل يا مقصود پوري به نۀ يم رسېدلی او سفر به مي نيمګړی پاته شوی وي. دا ځل که څه هم پروګرام نيمګړی شو خو سفر مي نيمګړی نۀ شو پاته. و افغانستان ته تګ او د هغه ليدل د هر پښتانۀ ارمان دی. د کابل ليدل خو هغه خوب دی چي په تعبير پسې ئې ډېر څه د لاسه ورکول او تعبير تر لاسه کول ئې خوش قسمتي ګڼي. د چا چي د کابل ليدلو ارمان په زړۀ کښي پاته شي د هغه د ارمان په زړۀ کښي د يو ناسور بڼه خپلوي. هم دې شي زموږ د سفر ارادې ټينګي کړي وې. که به هر څو چا له جنګه بېرولو خو زموږ د تګ ارادې به هغومره کلکي وې. ما چي به هر چاته ووئيل چي کابل ته ځم، هغوئ به يو وار کښته پورته ضرور راته کتل چي له رنګه خو روغ ښکاره کېږي او خبري د لېوني غوندي کوي. واقعي هم څوک چي لېونی نۀ وي هغه د کابل سفر نۀ شي کولائ. پښتانۀ يو متل کوي چي هغه سړی قسمتي وي چي له هنده زر راوړي او له کابله سر راوړي، نو دا کار د لېونو دی چي د ميني لېوني وي کنې پر سد خلګ خو د ځان او مال د خطر څخه ځان ژغورل هوښياري ګڼي. په تنهائي کښي به مي پر دې خبرو زړۀ درد وکړي په دې چي د نورو هېوادو سفر هر څوک د ځان له پاره افتخار ګڼي او په ډېره خوشحالي ئې کوي. ځکه چي د ځان او مال خطر نشته پکښي، خو افغانستان ته تګ د خطر څخه ډک بولي او دا خبره سمه هم ده. سوال دا پېدا کېږي چي دا ښائسته او په قدرتي ښائست پسوللی هېواد له دې خطره سره چا مخامخ کړی دی. دا هغه پوښتنه ده چي پښتانۀ قام ته ئې ځواب لټول دي، که چېري د دې ځواب ونۀ لټول شي او علت ئې په ګوته نشي نو هم دا رنګه به ئې وطن پرهار پرهار وي او وګړي به ئې په مختلفو نومونو نومول کېږي، د کور فېصلې به ئې بل کوي پر خپله خاوره به ئې په پښو کښي زولنې شرنګېږي، د کوم کور فېصله چي د بل په لاس شي هغه کله هم کور نۀ دی پاته شوی.

نن خوشحاله په دې وم چي د مودو ارمان او هغه تېر نيمګړی سفر چي تر کندهاره پوري مي کړی ؤ د پوره کېدو زېری راباندي وشو. ډاکتړ لياقت تابان، عصمت زهير او ما د افغانستان ته د تګ پروګرام درلود خو نېټه مي نۀ وه ټاکلې. د ډاکټر خوشحال روهي بلني زموږ دا سفر ته علمي بڼه ورکړه. د سيمه ايزو مطالعاتو د مرکز څخه راغلي دعوت نامې چي پر باچا خان باندي ئې د سيمينار کولو تابيا درلوده موږ بللي وو.

ډاکټر خوشحال روهي د محمد صديق روهي زوئ دی څوک چي په پښتو کره کتنه کښي ځان له ښکاره مقام لري، ډاکټر خوشحال روهي هم د سيمه ايزو مطالعاتي  مرکز کښي وظيفه لري. د خپل پلار غوندي د پښتو ادب و چوپړ ته ئې ملا تړلې ده، او د جرمني اسرت مند ژوند ئې ايله کړی دی. ورته په دعوت نامه کښي د سيمينار نېټه د کال ۲۰۰۸ د فروري د مياشتي ۲۷م ليکل شوې وه. کوم وخت چي موږ په کوټه کښي د افغانستان سفارت خانې ته د راه دارۍ او ويزې اخستلو له پاره سره يو ځائ شو نو هلته مي دا فېصله وکړه چي د فروري د مياشتي پر ۲۵مه نېټه به که خدائ کول ډاکټړ لياقت تابان له کوټي را روانېږي زۀ او عصمتالله زهير به په يارو کښي د هغه ملګري کېږو، د دې فېصلې وروسته چي افغان سفارت خانې ته راغلو نو صادق ژړک مو هم ملګری ؤ. ځکه چي هغه په سفارت خانه کښي شناخت درلود. نن سبا خو په شناخت باندي کار ژر کېږي، خو هغه بيا هم وځنډېدی او د ډاکتر خوشحال روهي سره مو د ټيليفون له لاري پر تماس نيولو باندي يوه ورځ د مخه راه دارياني او ډاکټر لياقت تابان ته ويزه پېدا شوه.

د فروري پر ۲۵مه نېټه زۀ سهار وختي د خپل کلي منځکي څخه پر اتۀ ۸ بجې راووتم او پر اتۀ نيمي بجې مي و پښين بازار ته د عصمت الله زهير کورته ځان ورساوه چي د کور دباندي په انتطار ولاړ ؤ د چايو کپ (ګلاس) ئې په مېدان د کوره راو ايست تر څو چي ما چائ کولې دۀ ځان تيار کړی سره روان شو. يارو ته چي راورسېدو د ډاکتر لياقت تابان سره مي پر ټيليفون تماس ونيوی. خو دی تر دا وخته لا د کوره نۀ ؤ راوتلی. د يوې ګهنټې (ساعت) د انتظار وروسته لس نيمي بجې وې چي د ډاکټر لياقت تابان سره په ټيکسي موټر کښي يو ځائ شو او د چمن پر لور (خوا) روان شو. دا هم عجبه خبره وه چي زموږ د درو (۳) واړو تعلق د پښين سره ؤ. د ډاکټر لياقت تابان کلی کربلا سيدان دی، د عصمت الله زهير کلی هيکلزئي او زما کلی منځکی دی. په موږ درو کښي يواځي زما کور په کلي کښي دی دوی  دواړه د خپل کلي څخه کوټي او پښين بازار ته راغلي دي. د کلا عبدالله چي ورتېر شو د کوږک پر غرۀ چي ور پورته شو په مخه د ښاخه لار راغله کومه چي په غرو کښي راځي دا لار و ښي لاس ته په ماندۀ کښي تللې ده. ښاخه هغه ځای دی په کوم کښي چي د سوسن چمن، طلب مذهب، زردانه در خالق او د سهېلي پښتونخوا خوشحال خان ملا عبدالسلام اڅکزی استوګن ؤ چاچي د انګرېز پر ضد له خپل قلم څخه د توري کار واخيستی او انګرېز و دې ته مجبوره شو چي د سلام بابا سوسن چمن په اور وسوځي خو سوسن چمن د اور لمبو ونۀ خوړی البته انګرېز له دې خاوري څخه وشړل شو. پر دې لار چي هر ناولده څوک تېرېږي دا نۀ ورمعلومېږي چي دلته د دې غرونو په سينه کښي يو ملنګ ملا پېدا شوی او پروت دی چاچي د پښتانۀ د بې اتفاقۍ څخه ژړلي دي. او غازي امان الله خان ئې د پښتون قام له پاره د يو نجات دهنده په توګه ور پېژانده، خو سلام بابا نن پخپله د کوږک په غرو کښي له پښتون قام څخه د يوې لوحې (بورډ) حق هم نۀ دی پېدا کړی چي ئې کلی او يا د کلي لار ورباندي وپېژندل شي. په کوږک کښي  تر نن پوري هغه مورچي ښکاره کېږي له کومو څخه چي انګرېزانو پر پښتنو باندي وارونه کول. د کوږک ټول غر له دې مورچو څخه ډک دی او د کوږک بله ځانګړتيا د کوږک د اور ګاډۍ ټنل (ټنډېل) دی کوم چي په ټوله ايشيا کښي تر ټولو اوږد ټنل دی. کوم وخت چي د کوږک پر سر ور پورته شو ټول چمن او بولدک داسي ښکاره کېدی لکه په يوه پياله کښي چي وي. چمن که څه هم په نامۀ چمن دی خو شين ګښتي ئې د نيست برابره ده. او تل د اوبو د نيستۍ سره مخامخ وي، خو د فکر شين ګښتۍ خورا پکښي ډېره ده. معزوريار،رفيقي، عادل اڅکزی او مرحوم نعمت الله خان ټول د دغه سيمي ګلونه دي. په چمن ښار کښي مو دمه نۀ ده کړې نېغ سيدها تر کرښي پوري راورسېدو، تر هغه کرښي پوري کومه چي پر يوه وجود کش شوې ده. کرښي ته نږدې مي د ايف ائي اې په دفتر کښي خپل ځانونه وروپېژندل او دروازې ته راغلو. کوم ته چي د دوستۍ دروازه وئيل کېږي، او داسي خلګ ورباندي ولاړ دي چي دوست او دښمن نۀ سره پېژني ولي چي دوئ خلګو ته نۀ! د هغوئ جېبونه ته ګوري. جېبونه خو د ټولو يو رنګه وي نو ځکه دوئ ټولو ته په يوه سترګه ګوري. دا رنګه خلګ د تميز سترګي نۀ لري او نۀ څوک په ويني، ځکه خو ئې موږ هم راوګرځولو چي تر دې کرښي بې اسنادو نۀ شی اوښتلائ. د اسنادو په کتو ئې هم تسلي و نۀ شوه، په دې چي موږ سر ناخلاصه غوندي خلګ وو، د ملېشې يو عسکر چي د دروازي په خُله کښي ولاړ ؤ دا خبره ئې هر چاته کوله چي سر خلاص که. د سر خلاصېدو څخه د دوئ مقصد د جېب خُله خلاصېده وه. چاچي به د دوئ په لاس او جېب کښي د لسو کالدارو څخه نيولې بيا تر شلو پوري کښېښولې د هغوئ له پاره د اسنادو يا سفارش ضرورت نۀ ؤ، ځکه چي تر قائد اعظم ښۀ سفارش بل څه کېدائ شو، زموږ اسناد ئې په لوړ افسر وکتل بيا ئې اجازه راکړه او ډېر په تابعداري ئې راته ووئيل وروره! خوابدي کېږئ مۀ دا زموږ فرض دی چي ستاسو خدمت وکړو. خير موږ که خوابدي وو که نۀ خو دوئ له موږ څکخه نۀ شو خوشحاله. ځکه چي موږ خو سر نۀ خلاصوئ. تر دروازه چي ووتلو بيا د نورو عسکرو سره مخامخ شو د چاچي زموږ پر غوټو نظر وو ښائي چي دې غوټو دوئ بېرولي وو نو ځکه ئې زموږ غوټي هم په نا تر سۍ وکتلې بيا ئې اجازه راکړه. بيا مو غوټي سره رايو ځائ کړې، زۀ ئې چوکيدار شوم ډاکټر لياقت تابان او عصمت الله زهير د اميګرېشن دفتر ته ورغله، کوم وخت چي موږ د چمن څخه لږ تېر شو مانده ته ور ورسېدو نو د الټو موټر موټر وانان (ډرائيوران) راباندي راټول شو چي په يو سل او دېرش کالداري مو تر پوله (کرښه) اړوو، د کوم چا سره چي موږ په موټر کښي کښېنستو يو بل موټر وان ما ته ودرېدی او راته وې وئيل دا مو خطا باسي تر پوله مو نۀ شي اړولائ زما سره راځئ. ما ورته ووئيل چي تۀ مو په کوم ضمانت اړوې؟ دۀ په ځواب کښي راته ووئيل زما په خُله اعتبار وکړه، ما ورته ووئيل د دې محترم په خُله مو هم اعتبار کړی دی. خو د موټر وان په خپل اعتبار کښي بې اعتباره شو موږ ئې تر پوله نۀ واړولو او کرايه ئې هم پوره واخستله. ما له پردې و موټر وان خښم نۀ راغلی، چي موږ ټول پښتانۀ د داسي بې اعتباره ورځي سره مخامخ يو. که نۀ وای نو به مو پر يوه او بل مرمۍ ولي چلولائ. خير خو سامان ته ولاړ وم دې خوا ا خوا مي کتل کرښي ته چي به مي وکتل، دا خپل وجود به مي تقسيم راته ښکاره شو، خبر نۀ يم چي موږ ولي د تقسيم دجبر ښکار شوي يو. په لوئ سر کښي په انسانيت کښي تقسيم شوي يو بيا د امت مسلمه په حېث چي څومره موږ د تقسيم ښکار يو شايد چي بل څوک نۀ وي. هر هېواد ځان ته يکړ يکړ پاته شوی دی چي چا ئې و ګرېوان او عزت ته لاس ورواچاوه هيڅ پروا نۀ لري، د هيڅ يو مسلم هېواد خوا نۀ ورباندي بدېږي. خوا بدېدل خو پر خپل ځائ په بې عزته کولو او ټکولو کښي مرسته لا هم کوي. په درېيمه درجه کښي د پښتون په حېث د تقسيم ښکار شوي يو. هر څه مو يو دي خو وطن مو يو نۀ دی پاته شوی. فکر مو يو نۀ دی پاته شوی، دې د  تقسيم در تقسيم عمل زموږ ژوند هم د تقسيم ښکار کړی دی ځکه د ژوند و حدت هم نۀ لرو، لږ ګړی وروسته چي ډاکټر لياقت تابان او عصمت الله زهير بېرته راغله زما سر ئې راخلاص کړی چي جانانه! پر راهداري باندي د دخول ټاپه وهل ضروري ده چي ما ضروري ونۀ ګڼله ما هم پر خپله راهداري باندي د دخول ټاپه ووهله دا رنګه د دخول په ټاپه موږ خپل قامي کور پښتونخوا ته ننوتلو. د پښونخوا نوم دې سيمي ته د پټي خزانې د تحقيق مطابق هوتک بابا ورکړی دی. نن د هوتک بابا، بېټ نيکه، فتح خان بړېڅي او شير خان ترين بچيان و خپلي خاوري ته په خپل اختيار نۀ شي ننوتلائ. د خروج او د دخول پېټی به ئې پر اوږو وي نو بيا تللائ شي، کنې مجرمان دي. د غرمې ډوډۍ مو په سپين بولدک کښي وخوړله. د سپين بولدک شهيدان ډېر مشهوره دي د سپين بولدک شهيدان د انګرېز او افغانستان د درېيمي شخړي د شهيدانو لښکر دي چي شمېر ئې درې سوه کسو ته رسېږي، دغه جنګ په ۱۹۱۹ د قلعه جديد په سرحد کښي چي اوس سپين بولدک ورته وئيل کېږي، سپين بولدک هغه ځای دی چېري چي هر وخت دوړي وي په دې چي ريګ دی. دا ځائ چي څنګه هر ه ورځ د خاورو دوړي او طوفانونه ويني نور طوفانونه ئې هم ډېر ليدلي دي. له هم دې ځايه څخه ډېر داسي طوفانونه پورته شوي دي چي ټول افغانستان ئې په غېږ کښي اخستی دی. دا طوفانونه له دباندي څخه هم راغلي دي او د دې ځائ له رېګه هم پورته شوي دي. سپين بولدک چي پخوانی نوم ئې قلعه جديد ؤ،، د کندهار و جنوبي خواته يوه اولس والۍ ده چي جنوبي پښتونستان د کندهار سره موښلوي. دا سيمه زياتره رېګنه د کښت او کرونده ئې په دايمي توګه غنم دي. د کدني سيند ئې څه مځکي خړوبه وي. دا سيمه پخوا د کدني په نامه ياديدله، کدني د خټکيو او شنو نسوارو په حواله هم نوم لري او د کدني نسوار خو دومره زورور دي لکه د کدني خلګ په غير ايستلو کښي، ځکه ئې د نسوارو بيه تر نورو لوړه ده. بيا د قلعه جديد نوم پر کښېښول شو چي هلته يوه نوې عسکري قلعه جوړه شوه، وروسته د سپين بولدک په نامۀ ياده شوه. د سپين بولدک نوم محمد ګل خان مومند ورکړی دی له سپين بولدک څخه مو پر دوې بجې د کندهار پر لور حرکت وکړی.  د کندهار او سپين بولدک نيم سړک (روډ) پوخ شوی ؤ او پر پاته سړک ئې کار روان ؤ. کندهار ته زما دا څلورمه پلا وه چي تلم اول ځل چي مي کندهار ليدلی ؤ داسي راته ښکاره کېدی لکه زما په وجود کښي چي يو نوی بدلون راروان وي يو نوی شی را زرغونېږي نوې سا راکول کېږي، ښائي دا احساس د هغه وجودي تړون له وجي وي کوم چي د کندهار او پښين تر منځ ؤ. د خوشدل خان کلا، بند خوشدل خان دا نومونه تر اوسه پوري د کندهار سره د پښين د وجود ي تړون ګواهي ورکوي. د لوئ کندهار ګواهي په کوم کښي چي د بېټ نيکه دعاوي زمزمه کېدې. د هوتک بابا د وطن مجاهده پکښي کېده، د فتح خان بړېڅي کلا بست پکښي موجوده وه، د پښين شير خان ترين او شمشېر خان ترين پکښي اوسېدل. سردار پردل خان دربار پکښي کاوی، د سردار مهردل خان د تصوف،، الله هو ،، پکښي خورېدلې. هو دا هغه کندهار دی د کومي خاوري چي طالب کندهاری، محمد ګل نوري، مرزا صالح، ملا شمس الله کاکړ، مرزا حنان بارکزی، عبدالهادي داوی، عبدالحی حبيبي، عبدالرؤف بېنوا، علامه عبدالشکور رشاد، محمد نادر ايوبي رنګه بچيان ئې زېږولي او په خپله غېږ کښي ئې نيولي دي. هغه کندهار چي زما د نيکه ګانو علمي مرکز ؤ. دې خاوري به زما په وجود کښي بدلون ولي نۀ راوستی. دا خاوره زما رنګه ډېر ګونګي بچيان د کرښي بلي خواته لري، د مورنۍ ژبي څخه بې برخي بچيان دي د کومو بچيانو څخه چي مور بېله شي د هغوئ ژبه به څنګه ګونګۍ نۀ پاتېږي.

"کندهار د افغانستان ښکلی او ښۀ موقعيت لرونکی ښار دی. دغه ښار د جنوبي پښتونستان د کوټي د ښاره څخه (۲۲۵ کلوميټره) او د چمن څخه د ۷۲ ميله (۱۱۵ کلو ميټره) پر واټن پروت دی. دا ښار د درو خواوو څخه غرونو احاطه کړی دی. د ارغنداو (ارغنداب) سيند د دغه ښار په شمال لوېديځ کښي د غرونو تر شاه بهېږي. که چېري د ارغنداو سيند نۀ وائ نو دلته به د خلګو د اوسېدلو توان هم نۀ وائ. د کندهار شمال ته د روزګان ولايت، جنوب ته ئې چمن، کوټه، پښين، ختيځ ته ئې زابل او لوېديځ ته ئې د هلمند ولايت دی.

د بولدک پر لار د کندهار څخه شپاړس کلو ميټره مخ کښي د کندهار نړيوال هوائي ډګر Kandahar International Airport  دی.  دا مېدان په ۱۹۴۰ کښي د متحده ايالاتو د يونائيټيډ سټېټ لخوا د يونائيټيډ سټېټ ايجنسي په نګراني کښي جوړ کړل شو. دا مېدان په ۱۹۷۹ کښي روسي ځواکونو ونيوی. د روس او افغانستان په جنګ کښي ډېر زيان ورته ورسېدی. دوهم ځل په ۲۰۰۱ کښي د امريکې لخوا ډېر زيات زيان من شو، په ۲۰۰۷ کال کښي بېرته جوړ کړل شو چي اوس د امريکائي فوځي عملياتو او اولسي الوتکو له پاره په کار راوستل کېږي، د سپين بولدک سړک ئې مخ ته تېر شوی. کوم وخت چي له دې مېدان څخه تېرېدو نو ويشتلو ټانګونو، الوتکو  او نور جنګي سامان د خپلي ورانۍ حال په خپله راته ووايه. چي موږ د دې خاوري پېدا وار نۀ يو. دلته خو غنم راشنه کېدل، دلته خو کشمش خانې د انارو او د انګورو باغونه وو. موږ له ډېرو شتمنو هېوادو څخه راوړل شوي يو موږ په خپله خُله کښي اور راخستی ؤ. موږ خپل جنګ دې خاوري ته راوړي يو. د تودو اوبو جنګ، د قيمتي ډبرو جنګ، د خپل اولس د بقا جنګ. نن که موږ دلته سوځلي او برباد پراته يو پرواه  نشته. اولس خو مو بې غمه دی نن هم زموږ نور تر موږ زيات طاقت لرونکي ملګري لګيا دي د خپل اولس د بقا جنګ پر دې خاوري کوي. تاسو ته به په مخه درغلي وي. 

د کندهار په ښار چي ور کښېوتو زړۀ مي ډېر خوشحاله شو. په دې چي درې کاله د مخه چي ما کوم کندهار ليدلی ؤ هغه کندهار نن درې کاله پس داسي ښکاره کېدی چي د پر مخ تګ او بيا رغوني پر لور ئې سفر پېل کړی ؤ. او دا احساس مي په هر وګړي کښي وليدی چي بايد موږ د امن پر لور سفر پېل کړو. د نظر يو تضاد او اختلاف بايد په خپل منځ کښي حل کړو او دا اختلاف بايد د پرمخ تګ باعث وګرځي نۀ د جنګ او تباهي. د دې بېلګه هغه رنګونه وو کوم چي پر دېوال جوړ شوي ؤ  او لوړ ور سره انځورونه هم جوړ شوي وو. تر دې بېرغ او د هغه تر رنګو لاندي څه دا رنګه عبارتونو ليکل شوي وو.

د  تباهي انځور،    د رغوني پر مهال انځور او د خوشحالۍ انځور

تور رنګ سور رنګ زرغون رنګ

پرون     نن صبا

د رنګونو دې ژبي ډېر خوند راکړی او هغه دعا مي راپر زړۀ شوه چي پښتنه مور ئې خپلي لورته کوي چي، زرغونه شې. زما پر زړۀ هم دا دعا بې اختياره راغله چي خدايه! د تيارو خپلي دې پرهار وطن ته د زرغون رنګ زرغونتيا ور په برخه کړه چي بچي ئې د بورا غوندي پر ګلانو نڅا وکړي، او د غمونو له نڅا خلاص شي. کندهار چي ما په لومړي ځل ليدلی ؤ هغه د شمس الدين کاکړ شعر مي راپر زړۀ شو چي وائي:

 

کندهار چي د استوګني وطن نۀ دی

باري څۀ کړم په زيارت د پلار و مور ځم

 

خو په دې ځل مي احساس څه دا رنګه ؤ لکه عبدالعلي اخوندزاده چي وائي:

عبدالعلي! ليدلی هندوستان غوندي وطن دی

که سل کشميره راکړې کندهار نۀ بدلوم

 

په سپين بولدک  کښي مي له بشير احمد نادم سره پر ټيليفون تماس نيولی ؤ. بشير احمد نادم ډېر وخت په کوټه کښي تېر کړی دی دا وخټ په کندهار کښي د يوې، اين جي، او، سره کار کوي. کله چي د خاد کوڅې ته ورغلو د نادم رنګه خوندوره څېره مو په هر کلي کښي مخ ته ولاړه وه. کندهار ته موږ تقريباً پر څلورنيمي بجې راورسېدو، غوټي مو د دوئ د اين، جي، او، په دفتر کښي کښېښولې، يو ساعت مو دمه وکړه، د راتګ د مخه مي و نادم ته دا خواست کړی ؤ چي تر څو موږ در رسېدلي نۀ يو زموږ په راتګ به څوک نۀ خبروې، بيا په زياته محمد يار. محمد يار مي په دې ورته ياد کړی ؤ چي محمد يار خو محمد يار دی. کنه د دېخوجې نامي دی او ښائي چي تاسو به پر مخ زما سره پر دې خبره متفق هم شی چي ښۀ مو وکړه چي محمد يار مو نۀ کړی خبر. عبدالحد محمد يار د بېنوا فرهنګي ټولني مشر او د ښکلا مجلې، روح روان دی، بېنوا فرهنګي ټولني په لږ وخت کښي د کندهار ادبي فضا ته ډېر څه ورکړه. د ژوند نوې سا ئې پکښي پوه کړه. پر انټرنيټ باندي خپل وېب سائيټ لري چي د عبدالله احسان په زيار رامنځ ته شوی دی او د انټرنيټ په نړۍ کښي ئې په پښتو ژبه کښي يو ځانګړی مقام تر لاسه کړی دی. عبدالله احسان چي په هالينډ کښي ژوند کوي کور ئې په کندهار کښي دی. پر پښتو مين او د انټرنيټ د نړۍ سړی دی، چي دا وخت ئې يو بل ويب سائيټ په پښتو، اردو، انګرېزي ژبو کښي د لر  په نامه پرانستلی دی چي په هغه کښي د سياست، ادب، معيشت يعني د ژوند هر اړخيځ مواد موجود دي او هر څوک کولائ شي چي خپلي ليکني ډېر په اسانه توګه دې ويب سائيټ ته ور پورته کړي. پښتو چي دا رنګه ځوانان لري هيڅ کله د مرګ په خوب نۀ شي بيدېدلائ. وروسته مي بشير احمد نادم ته ووئيل چي اوس نو موږ غواړو چي و بېنوا فرهنګي ټولني ته ورشو. تا خو به څوک نۀ وي خبر کړي؟ هغه په جواب کښي راته ووئيل چي نۀ ما خو ستا حکم منلی دی ځکه مي هيچا ته نۀ دي وئيلي. موږ هم غوښتل چي محمد يار په کندهار کښي حيران او پرېشانه کړو په دې چي په کوټه کښي ئې موږ هم دا رنګه حيران او پرېشانه کړي وو. د خاد په کوڅه کښي د بېنوا فرهنګي ټولني مرکز هم دی د خاد کوڅه په دې ورته وائي چي دلته پخوا د خاد مرکز ؤ چي اوس ئې هم بېنوا فرهنګي ټولني ته مخامخ ودانۍ موجود ده. د نادم له ځايه چي راکښته شو نېغ دبېنوا فرهنګي ټولني په مرکز ورننوتلو. د نورو ملګرو سره سره عبدالواسع هڅيال هم څوک چي د ملي ټولنيز او فرهنګي اوونيزي خپروني "عينو" مسؤل چلوونکی هم دی، په مرکز کښي ناست ؤ. موږ لا روغبړ کاوه چي يوه ملګري پر بل ملګري ږغ کړه چي محمد يار په کتابون کښي دی خبر ئې کړه. کتابون د مرکز په څنګ کښي په يوه بله کوټه کښي ؤ خو عصمت الله زهير ووئيل چي نۀ محمد يار زۀ پخپله خبروم. ښائي چي زوړ پور ئې ور ادا کړم. محمد يار د راتګ سره سم د روغبړ د مخه شا وخوا په مرکز کښي وکتل او په ډېره پرېشاني ئې پوښتنه وکړه چي غوټي مو چېري دي؟ کله چي په دې خبر شو چي هغه د بشير احمد نادم په دفتر کښي پرتې دي، خدائ شته چي خوا ئې بده شوه. نادم ته ئې د کندهار د پايلوچانو په څېر د سترګو تر کونجانو وکتل ماته داسي و ايسېدی لکه ورته وائي چي ولي ناځوانه خبرولم خو به دي.... خو دا پړۀ زموږ وه نۀ د نادم، نادم خو د مېلمنو د خواهش احترام کړی ؤ.

محمد يار هغه څوک دی چي کندهار ته ورغلې بيا تر هغو پوري درسره ملګری وي تر څو چي له کندهاره وځې. محمد يار، بيا نۀ کور لري، نۀ کار، نۀ مور لري، نۀ پلار، نۀ په کور کښي ناروغي، او نۀ يو بل ضرورت ور پېښېږي. د محمد يار دې پښتني ميني زموږ په زړۀ کښي دا تصور جوړ کړه، چي پخواني پښتانۀ هم دغسي وو، يا لکه چي دی له پخوانۍ قافلې څخه پاته وګړی دی. د توجو مرکز ئې بس هم هغه مېلمانه وي. په دې وجه ښائي ځيني خپل ملګري ور څخه خفه هم وي، چي مېلمانۀ دي په خپل حصار کښي اخستي وي موږ ته ئې نۀ راولي. د دې کوچني کوچني خفګان باوجود محمد يار ته په کندهار کښي ليکوالان او فرهنګيان ډېر احترام لري او ځوانان خو بېخي يارانه ورسره لري. هر مېلمه چي د دۀ و دې دومره زياتي ميني ته وګوري نو له ځان سره به دا خبره ضرور کوي چي تا به خدائ شيراز ته راولي يو ساعت پس صالح محمد صالح نوريوال او نور ملګري هم راغله. محمد يار خو داسي دی لکه د شاتو ګبين ټول ملګري پر راټول وي. د ماښام د ډوډۍ له پاره د ملګرو سره يو ځائ شاهجهان سالو (هوټل) ته راغلو چي په کندهار کښي  د ډوډۍ په هکله ډېر مشهور دی. په کندهار کښي دا رنګه ډېر هوټلان جوړ شوي دي چي د دې خبري ګواهي ورکوي چي کندهار مخ پر ترقي روان دی. نور خوراک خو ئې هم هغه رنګه ؤ لکه په کوټه کښي چي په کابلي هوټل کښي پېدا کېږي، خو بېل او خوندور خوراک ئې "دوپيازه" ؤ چي د کندهار مشهوره خوراک دی. که څوک غواړي چي د کندهار خوراک دي وخوري چي ځان له يو بېل رنګ او ځانګړتيا وي لري نو د ډوډۍ پر مهال دي د دوپيازه ضرور په ياد لري. دا خوراک د پيازو سره غوښه پخ شوې وي او چولې جلا ورسره ورکوي. دې رنګه سالونانو (هوټلانو) د کندهار ښارته ښائست ورپه برخه کړی دی.

د ډوډۍ خوړلو وروسته د فضل احمد انيس کورته راغلو، فضل احمد انيس هغه فنکار دی که چېري په بل قام کښي وائ نو ښائي چي ټولي نړۍ به پېژندلائ خو پښتانۀ پښتانۀ دي که نۀ. تۀ و کوم چاته چي د غربي نړۍ پر مخ تللي کار پوهان ګوته په غاښ کېږي د دۀ د صلاحيت د لا روښانه کولو لپاره جديد ليپ ټاپ او نور د پروډکشن سره تړلي الات په تحفه کښي ورکوي دا د انيس د صلاحيتونو اعتراف دی. خو موږ د دا رنګه خلګو د صلاحيت د اعتراف کولو پر ځائ غلطه استفاده ورڅخه کوو. انيس په انډين ويډيو کښي د پښتو ريمېکس ئې په خپل ږغ کښي په داسي انداز کړی دی چي سړی ورته حيران پاته شي او بيا ئې يوه سي ډي هم دا رنګه ريمېکس جوړه کړه او په خپل خرڅ ئې ريليز کړه، خو دکاندارانو د دۀ سي ډي، کاپي کوي او خرڅوي ئې. هيڅ حقوق ئې نۀ ورکوي او نۀ ئې پېژني. دۀ چي څومره خرڅ ورباندي کړی ؤ هغه په تاوان کښي ولاړه. غير قانوني ګټه نور ورڅخه اخلي، اوس په پښتني ټولنه کښي دا څوک سپينوي چي د سي، ډي حقوق او د کتاب حقوق څۀ دي. بل څوک ئې د اجازت بغيره خپرولائ شي که نۀ. که چېري موږ د قانون پاسداري وکړو، نو به د انيس رنګه باصلاحيت فن کاران د يوې سي، ډي د ريليز کولو وروسته خپل فن له لاسه نۀ ورکوي بلکې لا به د پر مخ تګ زمينه ورته برابرېږي.

انيس چي د کندهار د نندارې د ټيم برخه ؤ کوم چي به ئې په افغانستان کښي ډرامې وړاندي کولې اوس يواځي په يوه ځان ډېر کارونه مخ په وړاندي لري. خدائ دي وکړي چي دی پخپل مقصد کښي کاميابه شي. په دې شپه د انيس په کور کښي موږ د دۀ د فن ننداره هم وکړه، کندهار د دا رنګه ډېرو ځوانانو ډک دی چي هغه کولائ شي خپل صلاحيتونه په کار واچوي او د نړۍ پر مخ د خپل قام د کلتور او ادب د پر مختګ سوب وګرځي. له دې ځوانانو څخه يو صالح محمد صالح هم دی چي په دې شپه له موږ سره ؤ. د "هوسۍ" مجلې د ساختو وروسته ئې د ږغ له نړۍ سره اړيکي ټينګي کړې. د ازادۍ راډيو اورېدونکي د صالح محمد صالح د نوم سره بلد دي. پښتانۀ متل کوي چي درانۀ بارونه وړي خوراک ئې ځوز دی. ما چي کله هم صالح محمد صالح ليدلی دی يا مي ملګرتيا ورسره شوې ده دی په کار بوخت وي. کله ژباړه کوي، کله د مجلې ټائيټل جوړوي، کله کېمره په لاس تصويرونه اخلي او يا پر انټرنيټ د خلګو د خندولو او معلوماتو له پاره په خپ ويب سائيټ کښي پر کمپيوټر بوخت وي. دا نۀ ګوري چي چېري يم څوک را سره دي شپه او ورځ کار کوي. خو خوب ئې هم بيا خوب دی ما چي کله د دۀ دا کار او خوب وليدی هغه د کوچني والي د توردېب نکل راپه ياد شو، نو صالح هم د الله دين د څراغ غوندي راته معلوم شو چي هر کار ځيني اخستل کېږي، چېري چي ځائ ورته پېدا شي دۀ ته خوب ورځي. بيا که هر څه ږغ او ږوغ وي دی له خوبه نۀ وځي او نۀ چرت پکښي وهي. د شپې مي تر ډېره پوري د انيس، محمد يار او صالح محمد صالح د بانډار څخه خوند واخستی.

سهار چي راپورته شو د ناري وروسته مو پروګرام جوړ کړی چي ارګ بازار ته به ځو او بيا به د اطلاعاتو کلتور دفتر ته ورځو چي د نورو ليکوالانو سره هم ووينو او د علامه رشاد بابا ميوزيم چي د اطلاعاتو کلتور د رياست د دفتر په ودانۍ کښي دی وګورو. د کندهار په ارګ بازار کښي د کتابو دکانونه خورا ډېر دي. په دې دکانو کښي هر رنګه کتابونه پېدا کېږي، دا ټول دکانونه يو ځائ دي لکه د لاهور او  کراچي اردو بازارونه. خو د کندهار د ارګ بازار د کتابو دکانونه د هغوئ په مقابله کښي بېخي لږ دي. که لږ هم دي خو تر پښين او کوټي ډېر دي. د کتابو په حواله بيا په زياته د پښتو کتابو په حواله د کوټي او پښين ليکوالان بلکې د ټولي سهېلي پښتونخوا ليکوالان د نېستۍ سره مخامخ دي او تل لکه د دوهمي نړۍ خلګ د امداد په انتظار وي. کله چي دا رنګه ښار ته ولاړ شي نو لومړي نيت ئې د کتابو ځائ ته تګ په خيال کښي وي. ارګ بازار د کندهار په لومړي ناحيه کښي دی. ارګ بازا په دې ورته وائي  چي دلته د والي (ګورنر) د ناستي ودانۍ ده چېري چي والي کښېني هغه ته ارګ وئيل کېږي او د ولايت په نامه هم يادېږي. د ارګ بازار سره په خوا کښي خرقه شريفه او د احمد شاه بابا مزار هم دی او بلي خواته ئې د والي د کښېنستو ځائ هم دی، خو والي چي چېري اوسېږي هغه ته منډګګ ماڼۍ (ګورنر هاؤس) وئيل کېږي.

په ارګ بازار کښي دوه داسي کتاب فروشان (پلورونکي) دي چي د هغوئ د زيارت بغيره موږ بېرته کورته نۀ ځو لکه طالب او سعيد احمد قانع په کندهار کښي داسي دي لکه په پېښور کښي دانش. زۀ به ورته د کندهار دانش ووايم که څۀ هم دی تش کتاب فروشي کوي خدائ دي وکړي چي يوه خپرندويه ټولنه هم ولري او د دانش رنګه د پښتو او پښتنو و چوپړ ته ملا ټينګه کړي اميد شته چي دی خپلي زدکړي سرته ورسوي نو بيا دې خواته هم توجه وکړي.

 

 

( نور بيا )

 

FaLang translation system by Faboba