ناول " د صوفي دنيا "  د نړۍ د فکري او علمي بهير ارتقائي پلونه

ليکوال: جسټن ګارډئير

ژباړه: ډاکټر برکت شاه کاکړ

"داسي ښکاري چي يو وخت به ټول شيان له نېستۍ څخه زېږېدلي وي. "

صوفي امنډسن د ښوونځي څخه د کور و لور ته کراره  کراره روانه وه. د لاري تر نيمائي پوري لا "جونا" له هغې سره ملګرې وه. دوئ پر لاري د "روبوټس" (مشيني انسانان) په هکله خبري اتري کولې. "جونا" فکر کاوه چي د انسانانو دماغ خو هم آخر د يوه پياوړي کمپيوټر غوندي وي. خو صوفي له هغې سره اتفاق نۀ کولو. ولي چي د هغې په نزد انسان د يو مادي څيز يا هارډوئير څخه زيات ځيرک توک ( Specie) دی.کله چي هغوئ د ښار لوئ بازار ته ورسېدل دلته ئې لاري سره جلا شوې. د صوفي کور د ښوونځي (سکول) څخه ليري ؤ او هلته چار چاپېره  کښت و کروندې يا نړېدلي کنډوالې وې،  او  له دې ځايه بيا يو ګڼ قدرتي ځنګل هم پېل کېدی.

د مئۍ د مياشتي لومړۍ اونۍ (هفته) وه،  په باغونو کښي وني او نيالان  په ډول ډول  ښائستو ګلانو ډک ول،قدرت د خپلي فنکارۍ او ښائست جلوې خورولې. هر ګل د  خپلي تنکۍ ځوانۍ په خمار کښي مست ؤ. صوفي نوک و نيو،  فکر يووړه، آخر دا ټول ښائسته ګلان، درختي او مرغه (شنه ګيا) څۀ ډول د يوې مړاوي خاوري څخه ږېږېدلي دي ؟ او بيا يو څه وخت پس دغه ټول ګلان، پاڼي او  واښه (ګيا) وچ شي او د خاورو شومه شي.

د هغې پلار له کوره څخه ليري په کار پسې تللی ؤ، مسافر ؤ. د سمندر له يوه کونجه تر بله په تلو راتلو کښي به اخته ؤ. د صوفي پلار ارمان درلود چي د خپلي ګټي  زياته برخه د کور په ښائسته کولو او په هغه کښي د اسانتيا برابرولو لپاره خرڅ کړي. د هغه ارمان ؤ چي صوفي او د هغې مور دي ښۀ ژوند ولري. څه وخت چي به هغه په سمندر کښي د خپل د تيلو بارولو ګاډۍ (ائل ټينکر) سره ؤ نو هغه ته به صوفي او د هغه مور ډېر ور يادېدل.

څۀ وخت چي صوفي د باغ ور خلاص کړ نو  سترګي ئې د ليکونو پر بکس (Mail Box) ومښتې، چېري چي ګڼ شمېر ليکونه او يو څو کتابونه پراته وو. د ليکلو نو په بکس کښي يواځي يو ليک د صوفي په نوم ؤ چي ورباندي پر ښکليو تورو ليکل شوي وو. " صوفي امنډسن" “Sophie Amundson, 3 clour close” له دې پرته د لفافې پر تندي بل هيڅ هم نۀ ؤ نويشته. او دا هم څرګنده نۀ وه چي دا ليک د چا لخوا و صوفي ته رالېږل شوی دی.

  بله لا دا چي پر لفافه باندي د ډاکخانې اسټيمپ هم نۀ ښکارېدی. صوفي ور (دروازه) وتړله او په درزېدلي زړۀ ئې کارډ (ليک) له لفافې څخه راويستی. کارډ د لفافې څخه زيات اوږد نۀ ؤ. ورباندي په غټو تورو نويشته وو.

" تۀ څوک ئې؟" 

پر کارډ بل هيڅ هم نۀ ؤ نويشته، په پائ کښي د  پوښتني نشان (؟) نويشته ؤ.

صوفي ته لکه يقين چي نۀ راتلو. هغې يوار بيا د لفافې په تندي خپلي سترګي کراري کړلې. "ايا دا هم زما لپاره دی؟". حتماً دا هم د هغې لپاره ؤ.  خو دا کارډ د چا له لوري  رالېږل شوی ؤ؟ د دې هيڅ درک نۀ ؤ معلوم. هغې له ځان سره ووئيل. "دا ليک به د چا له خوا راغلی وي؟."

صوفي بې واره د خپل لوبو ځائ ته ولاړه.  د هغې پيشي شيرکن  هم د ځنګله راووته.  وار د مخه چي صوفي دروازه وتړي شيرکن جمپ وواهه او له دروازې پوري ووته.

صوفي د کتابونو بسته  پر خپل ځائ کښېښوده او د خپلي پيشي شيرکن لپار ئې د خوراک بندوبست وکړ، او بيا هغه د اشپز خانې پر چوکۍ کښېنسته او په خپل لاس کښي وه هم هغه ټکو ته په زير زير وکتل "ته څوک ئې؟"

هغې ته هيڅ معلومه نۀ وه، هغه صوفي امنډسن وه خو دا څوک ؤ چي  هغې لره ئې  دغه کارډ رالېږلی ؤ. د هغې زړۀ او ذهن د دې ناولده ليک په هکله يو ډول لړزانده وو.

"نو څه به شوي ؤ که چېري  زما نوم اين نوسټن ؤ!  ايا زۀ به بل څوک وم؟ هغې ته يو دم ورياد شو. "هو بابا به زۀ دلل مور په نامه هم يادولم. د تيل" صوفي خپل ځان د لل مور امنډسن په نامه وبلله ، خو هغې ته  دا ټول ډېر مصنوعي معلوم شو.

صوفي له هغه ځايه ټوپ وواهه او د غسل خانې و لورته روانه شوه. هغه ناولده ليک هم د دې په لاس کښي ؤ. هغه د ائينې و مخته ودرېده او خپلو سترګو ته ئې پي ځير کتل پېل کړ."آيا زۀ صوفي امنډسن يم" هغې له ځان سره ووئيل. خو په ائينه کښي چي د کومي انجلۍ عکس ښکارېدی هغه د  صوفي امنډسن ؤ.  هغه هڅه وکړه چي ځان و غولوي، خو داسي و نۀ شو. صوفي خپله بټه ګوته پوزي ته يووړه او خپله پوزه ئې د ګاډۍ هارن غوندي کښېکاږله (پريس کړه). هغې ووئيل " آيا تۀ  زۀ يم." خو هغې هيڅ ځواب ونۀ موندو. هغې خپله خبره بدله کړه " زۀ تۀ يم". 

صوفي امنډ سن ته خپل کړۀ وړۀ (خدوخال) ښۀ نۀ ايسېدل، کله ناکله به په دې سوب د خواشينۍ سره  هم مخامخ وه.  که څه هم هغه په دې  پوهېده چي د هغې د بادام غوندي اوږدې او غټي سترګي دي، لاکن هغې دا فکر کاوه چي شايد دا به خلګ زما د زړۀ ښوولو لپاره وائي. ولي چي دهغې پوزه ډېره وړه او خُله لويه وه، د غوږونو او سترګو تر منځ ئې مځکه (فاصله) بېخي کمه وه، سترګي ئې غوږو ته نزدې وې. او تر ټولو د پام وړ خبره د هغې  بې سېکه او بې رنګه غوندي وېښتان  هم وو.  پلار به ئې مدام د هغې په وېښتانو ټوکي کولې، وئيل به ئې  " د ژړو وېښتانو پېغلوټه".  

خو صوفي د خپل کړۀ وړۀ سره سره هم په دې خواشيني وه چي آخر زۀ د خپل رنګ، قد،وېښتانو، او کړۀ وړۀ په هکله ولي اختيار منه نۀ يم؟. زۀ خپلي خوندکياني (دوستاني) خو ټاکلی شم او د هغوئ سره د خپلي خوښي خبري او لوبي کولی شم خو د خپل ځان د جوړښت په هکله د يو مطلق جبر سره مخامخ يم.  هغه له ځان سره ووئيل چي کاش ماته د خپل ځان  د جوړښت په هکله د پرېکړي کولو حق راکړل شوی ؤ، دا هم يو امکان ؤ چي ما له سره  انسان جوړېدل هم نۀ ؤ غوره کړی.

"خو انسان څۀ دی" هغه ناببره د ائينې و لور ته ولاړه او نېغه ودرېده،  زۀ فکر کوم چي لوړ د خپلي خوني لور ته ولاړه شم او حياتيا(بيالوجي) راکړل شوی کار بشپړه کړم. څه وخت چي هغه دالان (مال) ته ورسېده هغې يو دم نوک ونيوله ځان سره وبږنېده. زۀ بايد چي باغچي ته ولاړه شم.

"پِش پِش پِش"!

صوفي پيشي دباندي تلو ته مجبوره کړه او د باهر تلو پس ئې  ور پوري کړ. د هغې په لاس کښي د افسون څخه ډک  کارډ ؤ او د ريت او باجري پر کچه لاره ولاړه وه نو خپل ځان ته ئې ډېر ناشوده محسوس کړ. شايد چي هغه يوه لوبته ده، چي د حرکت پړی ئې د بل چا په لاس کښي دی.  

(هغه له ځان سره په چورت کښي غرقه وه. آيا دا يو ډېره غير معمولي خبره نۀ ده چي زۀ په يوه وخت کښي په دې جهان کښي وجود لرم او د يو نابلده احساس لاندي د هغه څه په لټون يم چي ماته هيڅ درک نۀ راکوي.

شيرکن ( د هغې پيشي) په دې مهال کښي د باجري او خاوري څخه ټوپ کړل او لاندي د ګڼ ځنګله ته وښوېده. هغه يوه ژوندۍ غوندي پياوړې پيشو وه، هر وخت ټوپونو وهلو ته به لېواله وه،  دا د حيرانتيا خبره نۀ وه خو دا وخت پيشو او صوفيه دواړه په هم دې باغ کښي موجوده وو خو توپير هم دا ؤ چي د صوفيه غوندي هغې ته د خپل ځان د وجود ادراک او شعور نۀ ؤ. 

صوفيه په دې فکر کښي وه چي د زمان په دې مهال کښي ژوند کوي نو مغزو ته دا خيال هم راولېدی چي دا به تل تر تله ژوندۍ نۀ پاتېږي "يوه ورځ به راځي چي دا به  له دې نابودي دنيا څخه خپلي جامې نغاړي."

ايا د مرګه پس  به ژوند وي؟ د يو بل داسي سوال ؤ چي شيرکن (پيشي) له نيکه مرغه ور باندي نۀ وه خبره.

او بل دا چي اوس ماياپه د صوفي انا(نيا) وفات شوې وه. تر شپږو مياشتو پوري به صوفي هره ورځ يادوله واقعي دا څومري د خواشينۍ خبره ده چي  ژوند پائ لري او ناپائيداره دی .

صوفي د باغ پر لاره ولاړه وه،  هغې د ژوند د ختمېدو په حقله خواشينې وه. ژوند او مرګ د يوې سيکې (Coin) دوه مخه دي، که يو مخ ته ډېر په ځير وکتل شي نو د ا بل اړخ هم هغومري روښانه کېږي.

يو ادم زاد ته د خپل ژوند ادراک تر هغه وخته پوري کېدائ نۀ شي تر څو چي هغه ته دا احساس نۀ وي چي هغه به يوه ورځ د ژوند له کنډوه څخه د مرګ و نابلده جهان ته سفر کوي. خو و بل پلو ته بيا ژوند هم يوحيرانونکی شی دی، ولي چي د ژوند د تصور پرته د مرګ احساس کول هيڅ امکان نۀ لري.

صوفي ته د خپلي ارواح ښادي انا خبره ور ياده شوه. څه وخت چي هغه وروستی وار ډاکټر ته تله، هغې دا وئيلي وو.

"ژوند دومري خوږ وي،دا حقيقت ماته نن څرګند شو."

آيا د ژوندد خوږلت احساسولو يا د ژوند د اصل مرام معلومولو لپاره موږ بايد ناروغه شو يا بيا د ليکونو په بکس کښي د حيرانتيا ډک ليکونو انتظار وکړو.

"شايد نور ليکونه هم رارسېدلي وي." صوفي بې واکه د ليکونو د صندوخ پر لوري منډه کړه. هغه د صندوخ تر څوري وليدل چي يوه بله سپينه لفافه، پرته ده. صوفي ډېره حيرانه شوه. ولي چي هغې ته معلومه وه چي لږ ساعت وړاندي د ليکونو دغه صندوخ خالي وه. پر دغه لفافه هم د دې نوم نويشته ؤ. هغې لفافه څيري کړه او يو کاغذ ګوټی ورڅخه راووت چي ورباندي ليکلی وو.

"دا جهان له کومه راغلی دی؟"

"زه په دې څۀ خبره يم؟" صوفي له ځانه سره وګڼېده. حقيقت خو دا دی چي هيچاته هم هيڅ نۀ دی معلوم خو بيا هم. هغې وسنجولو چي دا يوه ډېره مناسبه پوښتنه وه. صوفي ته په اول وار دا احساس اوشو چي انسان ته بايد دا خبره خود معلومه وي چي دا جهان له کومه راغلی دی؟ ګنې پر دې جهان کښي اوسېدل له دې پوښتني پرته هيڅ مرام نۀ لري.

صوفي ته دا ډول ليکونو هره ورځ را رسېدو چي صوفي ئې بې سوده غوندي کړې وه، د هغې سر څرخ خوړلو ، له ځان سره پرېکړه وکړه چي بايد هم هلته پټه کښېني چېري چي عموماً دا په داسي کېفيت کښي له ځان سره يواځي کېږي.

 د صوفي دغه پټ ځائ ته هغه وخت راځي لکه هغه يا خو ډېره په خښم (غصه) کښي وي يا بيا ډېره غمګينه او کله کله چي بيا ډېره خوشحاله وي نو هم دلته وي. خو نن هغه يواځي د کنفيوژن کېفيت دلته راوستې وه. د هغې کور د ناغ په درختو کښي چار چاپېره ګير ؤ. د ګلانو بې شمېره ډولونه غوړېدلي وو. مېوه داره  وني ځنګېدلې او يو پراخ چمنی (لان) چي پر چلتره ( چبوتره) جوړ شوی دی له دې ځايه څخه ډېر په زړۀ پوري ښکاري. دا  ټول بابا جي (د صوفي نيکه) د خپلي مېرمني لپاره هغه وخت جوړ کړي وو کله چي د دې اوله لور د زېږون يو  څو شپو وروسته مړۀ شوه. بابا جي غوښتل چي د هغه مېرمن دي د غم غلطولو لپاره له دغه ښائسته ودانۍ څخه کار واخلي.  د دغه ارواح ښادي انجلۍ نوم ميري (مريم) ؤ. د دې پر قبر باندي چي کومه لوحه ولاړه ده پر هغه ليک دي.

" ښائسته ميري راغله، زموږ ژوند ئې معطر کړو، او موږ ئې د خپلو يادونو سره لانده لېمه پر ېښودو.

د باغچي په کونج کښي له ډېري مودې بوټي او واښۀ ولاړ وو چي ښائي ډېر وخت څخه چا لاس نۀ ؤ وروړی، ځکه خو دلته ګلانو او بوټو ودۀ کړې وه او نۀ د شا ثبوت ونه لويه شوې وه. په اصل کښي دا يو زوړ کېڼ (باړ) ؤ چي وختي د ځنګله و لور ته درول شوی ؤ. د دې کېڼ شا و خوا وښو (ګيا) او نورو خورو بوټو دومري ګڼه ګوڼه جوړ کړې وه چي اوس ورڅخه نۀ انسان تېرېدلی شو او نۀ څه بل خزنده (حېوان) ګرانه انا دا وائي چي د لرګيو او کيزو څخه جوړوه کېڼ شل کاله پخوا د چرګو او چيچړو (چيچيانو) د زېرمه کولو لپاره جوړ کړی ؤ. انا وائي چي د جنګ په کال کښي د ځنګله څخه ناڅاپه چغالان او  ګيدړان راتلواو چرګي او چيچيان به ئې وړل. د صوفي پرته نور د کور و هر وګړي ته دغه زړۀ خرابه (کېڼ) داسي بېکاره ؤ لکه چي د باغچي په هغه بل کونج کښي چي د سويانو کوډلي وې دا ځکه چي د کور ټول وګړي د صوفي د دې رازه ناخبره وو، چي هغه په دغه زړۀ خرابه (کېڼ) کښي د يوه نامعلوم فلسفې اشنائي ليکونه خوندي کوي او لولي ئې.

خو صوفي له هغه وخته و دې کېڼ ته د اوښتو لاره موندلې وه کله چي هغه ډېره وړه وه. په وړوکوالي به هغه کله نا کله په خاړپوسو کښي د وښو اوبوټو و دې خرابه ته راوتلې وه. دا يو کوشني کور غوندي ؤ او هغه له وړوکوالي په دې خبره وه چي د پټ پټوني لپاره تر دغه ځائ غوره بل ځائ نۀ شي کېدائ.

د صوفي په لاس کښي دوې لفافې وې او هغه په تازيله د باغچي څخه تېره شوه او پر څلورو (خاړپوسو) شوه لکه چينجی خپله لاره جوړه کړه او خپل پټي ټهکانې ته ننوتله. هغې په يوه کډي کښي پټه ودرېده د کېڼ او باغچي تر منځ د کوشني پېوست څخه ئې و باغچي ته کتل هغه ته خپل کوشنيوالۍ ورياد شو کله چي به هغې و باغچي ته له دغه لوري کتل نو باغچه به ورته يوه بېله دنيا وبرېښېده. هغه به دغه خيال ډېر خوشحاله کړه، کله چي به په کوشنيوالي هغه دلته پټه شوه نو پلار او مور به ئې لړزانده شو او هغې به غلي غلي له دې څخه خوند اخيستو چي مور او پلار ئې ورپسې سرګردانه لټون کوي، خو دغه بېله دنيا هر وخت د هغې تاند تصور ته رڼا ور بخښله، کله چي به هغې په بائيبل (۱) کښي د "باغ عدن" ذکر تر غوږ شو نو هغې ته به هم دغه خپله باغچه ورياده شوه چي د هغې لپاره ئې د يوه جنت حېثيت درلود.

دنيا له کومه راغلې ده؟ هغې ته په دې هکله څۀ خاص خبرتيا نۀ وه هغې ته بس دومري معلومه ده چي دغه نړۍ يوه سياره (۲) ده چي د کائنات په دې ارته سينه کښي چورلي. مځکه د خلا (تشيا) په ارته سينه کښي خپل يون جاري ساتي خو بيا سوال دا را پورته کېږي چي دغه خلا (تشيا) له کومه راغله؟

که موږ د فرض کړو چي خلا (تشيا) ازلي شتون لري نو بيا دا سوال راپورته کېږي چي ايا يو شی په ازلي توګه هم وجود درلودلی شي. د هغې په زړۀ کښي يوې ناګهانه اندېښنې غزوني وکړې هو حق هم دا دی چي د هر موجود شي د پېل (اغاز) څه نه څه تاريخ خو وي. نو ځکه خلا (تشيا) هم اخر له يو ځايه راغلې ده؟

که خلا د يوه بله ځايه راغلې ده نو بيا هغه شی چي خلا ورڅخه جوړه شوې ده له کومه ځايه راغلی دی؟ صوفي شکمنه شوه او محسوس ئې کړه چي ايا هغه خو د نافرمانۍ او سرکشۍ پر لار نۀ ده روانه، خو اخر پر يوه نۀ يوه وخت کښي يو  شی حتماً د نۀ شي (نيستي) څخه پېدا شوی دی خو ايا دا څه امکان هم لري. 

هغې له ځان سره سوچ وکړ چي د دنيا له ازله څخه وجود د لرولو نظريه به څومري امکان ولري؟

هغوئ په ښوونځي سکول کښي لوستي وو چي دا دنيا خدائ پېدا کړې ده بس هم دغه خبري د هغې و زړۀ ته قرار ورکړ چي د خدائ په پېدا کښي څه شوي کول دي؟

لږ وخت وروسته د هغې په ذهن کښي يو وار بيا دغه سوال سر راپورته کړ چي که خدائ خلا (تشيا) تخليق کړې ده نو بيا خدائ چا تخليق کړی دی؟ څه وخت دغه سوال د هغې په دماغ کښي غزوني وکړې چي هغه ولړزېدله، او په خپل داخل کښي ئې يو زورور احتجاج محسوس کړ. خدائ د هر شي پر تخليق باندي قدرت لري. هغې له ځانه سره ووئيل چي د دې سوال ځواب بس هم دا دی چي خدائ له ازله څخه وجود لري. د صوفي په فکر کښي دغه تضاد له ورايه برېښې دی چي هغه دغه نظريه کړې وه هر هغه شی چي وجود لري يو وخت ئې د جوړښت پېل شوی دی. او هو هغې په خپل لاس کښي دوو لفافو ته پام شو لفافه ئې خلاصه کړه. د يوه ليک پر تندي ليکلې ؤ، تۀ څوک ئې؟ دغا دنيا له کومه راغلې ده؟ 

اوهو څومري د خواشينۍ سوالونه دي. هغې له ځانه سره سوچ کوی خو اخر دغه ليکونه له کومه راغلي دي چي صوفي ئې د ژوند او روزګاره و ايستله او هغه ئې د کائنات دپېچلو کسيانو (پهيلي) سره ناڅاپه مخامخ کړه.

صوفي درېيم ځل بيا ډاکخانې ته ولاړه. ډاکي د نن ورځي ډاک راوړی ؤ. هغې له برڅيرني نظر باندي د ډاکخانې صندوخ ته وکتل. چي پکښي يو څو اشتهارونه يوه مجله او دوه ليکونو د هغې مور لپاره پکښي پراته وو.

په صندوخ کښي يو پوسټ کارډ هم ؤ چي د (Fropicalbeack) انځور  باندي ؤ. هغه چي دغه کارډ وکوت يو ناولده نمبر باندي لګېدلی ؤ د يو اين بټالين باندي ليک ؤ کېدائ شي دا به د بابا لخوا وي؟ ايا هغه بېخي پر بله سيمه نۀ ؤ او بل دا چي دغه ليک د هغه په لاس نۀ ؤ ليکل شوی. دغو ټولو خبرو صوفي زړۀ نا زړۀ کړه.

صوفي چي د پوسټ کارډ پر تندي وکتل په غټو تورو باندي ليکل شوي وو. هيلډ مولر نيګ C/O صوفي امنډسن ۳ کلور کلوز. نور ټول درک (پته) هم هغه وه چېري چي صوفي اوسېده.  پر کارډ ليکل شوي وو.

ګراني هيلډي! پنځلسمه کليزه دي مبارک شه زۀ تاسو ته څه شی ډالۍ کول غواړم!  زۀ په دې باور لرم چي ستاسو به په دې سر خلاص شي او دغه به ستاسو د ودې (Growth) په لار کښي يو مهم رول ولوبوي. د صوفي په واسطه (C/O) د ليکلو لپاره بخښنه غواړم ولي چي دغه هم تر ټولو اسانه لار وه. د پلار له لوري مينه قبوله کړئ.

صوفي د کور و خواته منډه واخسته. نېغه اشپز خانې ته ورغله. د هغې په بدن کښي يو طوفان راپارېدلی ؤ. اخر دا هيلډه څوک ده چي د هغې پنځلسمه کليزه د صوفي د کليزي څخه يوه مياشت لومړۍ ده؟ 

صوفي د ټيليفون ډائرکټري راواخسته دلته په سلګونو خلګ د مولر د نامۀ وو او يو څو نومونه د نيګ هم وو خو په ټوله ډائرکټري کښي د مولر نيګ نوم پيدا نۀ شو.

هغې دغه پر اسراره پوسټ کارډ يو وار بيا په غور وکتلو دغه له هر بابته اصلي ښکارېدی ولي چي پر دغه مورهم ؤ او کارډ هم باندي مښتی ؤ.

اخريو پلار د خپلي لور لپاره پر غلطي درک (پته) د کليزي مبارکي ولي استوي؟ يو پلار اخر د خپلي لور پر کليزه د هغې سره څه ډول مسخرې کولی شي. او بل دا چي اخر دا څه ډول اسانه لار ده چي هغه خپلي لورته د کليزي کارډ رسول غواړي. خو پر دغو ټولو خبره برسېره هيلډه نومي انجلۍ به زۀ په څۀ ډول پيدا کوم چي له سره دلته شتون نۀ لري يو داسي سوال ؤ چي د صوفي په مغزو کښي توپان راوستی ؤ.

اوس صوفي د يوې بلي ستونزي سره مخامخ وه. هغه دا چي د دې کيسۍ د حل کولو لپاره به اوس هغه په خپلو سوچ کښي يو  ترتيب راوړي.

نن غرمه په دوو ساعتو (ګهنټو) کښي هغه د درو مهمو سوالونو سره مخامخ شوې وه. لومړی سوال چي د هغې په ذهن کښي غزوني کولې دا ؤ چي په ډاکخانه کښي دوې سپيني لفافې د هغې لپاره چا پرېښي وې؟

په دغو لفافو کښي چي کوم ليکونو هغې ولوست پر هم زښت پېچلي سوالونوليکلي وو. 

او  درېيم دا چي هغه په دې خبره فکر کوي چي اخر دغه "مولر نيګ" څوک کېدائ شي؟ او د هغې د کليزي کارډ و صوفي ته ولي استول شوی دی. هغې په دې خبره يقين ؤ چي دغه درې سوالونه يو له بل سره څه ۀ څه تعلق ضرور لري ولي چي تر نن ورځي صوفي يو معمولي او عادي ژوند کاوه او هيڅ داسي سوالونو سره نۀ هغه مخامخ شوې وه چي د هغې په ژوند کښي بدلون راوستی ؤ.

 

FaLang translation system by Faboba