P.B. Shelley

تلخيص او ژباړه: پروفېسر خليل باور

کورنۍ شخړي، په ايشيا کښي د لوټ مار مال غنيمت او د مقدونيه او بيا د رومه د عسکري طاقت غلبه، دا ټول د يونان د تخليقي قوت د خاتمې نخښي دي. هغه کليوال شاعران چي د صقليه او مصر د جابرو خو  علم دوستو باچهانو سرپرستي ورته حاصله وه د يونان د عظمت د دور وروستني استازي وو. د هغو په شعرونو کښي ډېره نغمګي وه، لکه د ريدي ګل چي له بوئ څخه ئې روح مغلوب کېږي، او د بېخودۍ کېفيت ورباندي راولي. خو د دې اپوټه تر هغه د تېر دور شاعري وه چي د باغ و راغ د وژمې د تازه څپې رنګه وه چي د هر ډول د ګلانو  خوشبوئي په ګډه وه، چي روح ته ئې چستي او مستي بخښله. او حواسو ته ئې تازګي. د ليکلي شاعر ۍ د نزاکت او نفاست په څنګ کښي مجسمه سازۍ، موسيقۍ، د فنونو نور قسمونو بلکې د ژوند تېرولو طور طريقو او ټولنيزو ادارو ډېري ځانګړني لرلې. دا د شاعرانه قوت کمي نۀ وه، نۀ د هغۀ د غلط استعمال نتيجه. د حواسو، همدرديو او ارزو ګانو په ذريعه تاثير پېدا کولو دغومري هڅه هومر او سوفوکليز (Shphocles) هم کړې وه. په خاصه توګه هومر حسي او جذباتي تمثالونو ته ډېره ښکلې جامه ور اغوستې ده. پر وروستنيو شاعرانو چي دی کوم تفوق لري د هغۀ وجه دا ده چي دۀ داسي داسي خيالات تړلي دي کوم چي د انساني فطرت له بطن څخه رازېږي. داسي نۀ چي د دۀ په شاعري کښي خارجي خيالات نشته، د دۀ لوئ کمال خو دا دی چي دی دواړه (موضوعي، معروضي) سره يو ځائ کړي. د عشقيه شاعرۍ کولو والا نقص دا نۀ دی چي د هغو په شاعري کښي  سطحي و خارجي خيالات وي، بلکې دا چي په هغو کښي باطيني خيالات نۀ وي. هغوئ د خپل وخت د  اخلاقو د خرابۍ ذمه واره ګڼل کېږي، له دې وجي نۀ چي دوئ شاعران دي بلکې له دې کبله چي دوئ شاعران نۀ دي. که تخريب تر دې حده ورسي چي خوند، خوشحالي، جذبه او له فطرت څخه د خوند اخستلو صلاحيت ختم شي نو پر نېکۍ باندي د بدۍ فتح واقعي او يقيني شي. د خدائ شکر دی چي دغه صلاحيت په هغه کښي موجود ؤ. د ټولني د تخريب اخري مقصد دا وي چي د خوښۍ او خوند حس تباه کړل شي. تخريب له تخيل څخه پېل کېږي، بيا عقل متاثر کوي. له هغه ځايه بيا دغسي زهر خورېږي چي هغه ټولنه مفلوج کوي، جذبات او همدردۍ ختموي او پائ خوښۍ او خوندونه معطل کړي. تر دې حده چي ټولنه د يو بې حسه وجود غوندي شي. چي کله يو داسي دور راځي نو شاعري هغو ذهني قوتونو (شعبو) ته ځان متوجې کوي د کومو د تباهۍ وار چي تر ټولو وروسته راځي، او د هغو د ښکالو (اهټ) داسي اورېدل کېږي لکه  اېسټريا (Astrea، د عدل دېوي) چی د نړۍ د زرين دور له خاتمې سره له نړۍ رخصتېده، دغه رنګه د شعر ږغ هم کرار کرار ليري کېږي او ورکېږي.

انسان چي له کوم کوم لذت څخه د برخمن کېدو صلاحيت لري شاعري تل د هغۀ لذت  وسيله وي، په تاريک دور کښي ، هم  د ژوند دپاره رڼا وي،او د هر شر په زمانه کښي هم چي د ښکلا، شرافت او ريښتنتوب وروستنی څرک پاته وي هغه د شاعرۍ په سبب وي، دا به منو چي د سيراکيوس او اسکندريه عياش ښاريان چي دتهيوکرېټسو له کلام څخه ئې ډېر خوند اخست، هغه د نورو وطن والو پر تله کم بې مهره، کم ظالمان او کم شهوت پرسته وو، خو د شعر جادو تر هغه خپل کار کوي تر څو د اخلاقو خرابي د ټولني وجود ټوکر ټوکر نۀ کړي، هغه مقدسه سلسله کومه چي د خلګو ذهنونه له لويو ذهنونو سره له کومو چي نۀ ښکاره کېدونکي مقناطيسي لهرونه پورته کېږي او د عامو خلګو د اخلاقي او روحاني ژوند تړون سره کوي، د هغه سلسلې کړۍ په بشپړه توګه تر اوسه نۀ دي پرې شوي. شاعري هغه قوت دی چي په ځان کښي هم د تجديد او په ټولنه کښي هم د خپل  نوي   توب (احيا) تخم لري. د يونان کليواله او عشقيه شاعري چي ده،لازمي نۀ ده چي د هغې اثرات د موجودي ټولني تر حسيت پوري محدود وګڼلو. د موجودو خلګو دپاره دغه شعري تخليقات کېدی شي د بې ربتو ټوکړو حېثيت ولري خو دا ممکنه ده چي د دغه دور ځيرک او ترقي يافته حس لرونکي يا هغه څوک چي په ښۀ دور کښي زېږېدلي وي، هغه دغه نظمونه د هغه ستر نظم بندونه وګڼي کوم چي شاعران د يو واحد ذهن په  توګه د نړۍ له پېل څخه تر اوس دوره پوري تخليق کوي.

په لرغوني روم کښي داسي بدلونونه په يو تنګه دائره راغلي دي، لاکن د روم په ټولنيز ژوند کښي د شعر ډېر عمل دخل نۀ وه، رومنانو د يونان تهذيب د ښائستګۍ او فطري ودي بام منلی وو، او موزون (منظوم) ژبه، سنګ تراشي، موسيقي يا  تعمير د فن له لاري ئې داسي هيڅ يو هنر ښکاره نۀ کړ کوم چي د افاقي حالاتو پر ځائ د هغوئ د خپلو حالاتو او کوائفو څرګندونه وکړي، خو غالباً زموږ دا پرېکړه مکمل شهادت نۀ لري، ځکه نو يک طرفه ده، د  اېني اس (Ennius) وارو (Varro) پاکو وېس (Pacuvius) ايک اس (Accius) رنګه لوئ لوئ شاعرانو کلامونه ورک شول. د چا کلام چي شته په هغوئ کښي لوکريشيس (Lucrtius) تر ټولو د لوړي پائې او ورجن د لوئي پائې خلاق شاعر دی. د ورجل د اظهار چي کومه پېرايه ده هغه يو داسي ګړزجنه رڼا غوندي  (Mist of light) ده چي هغه د دۀ د فطرت د تصوراتو انتهائي شديد صداقت له موږه پټ ساتي باوجود له دې چي په ليوي (Livy) کښي شاعري ډېره زياته ده. هوريس (Horece) کېټلس (Catullus) اووډ (Ovid) او د ورجل د زمانې نور غټ شاعرانو انسان او فطرت ته د يونان په هنداره کښي کتل. د روم مذهب او ادارو هم تر يونان کم شعريت درلود، لکه سايه چي تر اصل شي کم اصليت لري ، ځکه نو په روم کښي شعر له سياسي او ټولنيز نظام سره اوږه پر اوږه پرمختګ ونۀ کړ. تل به وروستو وروستو ور پسې ؤ. د روم اصلي شاعري د هغو په ادارو کښي مجسم وه، ولي چي په هغه کښي د ښکلا، ريښتنتوب او شان و شوکت کوم صفات موجود وو    هغه يواځي هم د هغه قوت زېږنده کېدلی شول کوم چي په بد حالي کښي يو نظام پېدا کولی شي، د کېميلس (Camillus) ژوند، د رېګولس (Regulus) مرګ د سينيټرانو د ديوتاګانو  رنګه بېغمه د ګالز (Gauls) په طمع کښېنستل. د کينائي (Cannae) په نښتو کښي له ماتي خوړلو پس د جمهورئې له هينېبل (Hannibal) سره له روغي جوړي انکار دا څيزونه داسي غير فاني ډرامې وې چي په هغو کښي د کردار لوبولو والا خلګ شاعران هم وه، او فنکاران هم، او هغو دا يواځي د خپلو ذاتي ګټو دپاره نۀ کول، د دغو شيانو په کوښت (تهه) کښي چي کوم نظم او ربط  پروت ؤ هغه په خپله تخيل د خپلي نقشې مطابق له بطن څخه رازېږولې وه  او د دې نتيجه يو عالمي سلطنت او دوامي شهرت شو، دا څيزونه يواځي له دې وجي د شعر له لقب څخه نۀ شي محرومه کېدی چي هغه پر يو بله لاره وه. هغه د هغه قرنيو د نظم لاندينۍ (ضمني) برخي دي چي وخت ئې د نوع انسان د حافظې په بياض کښي له لومړۍ ورځي ليکي. 

د مذهب او اخلاقو ارتقائي دائره پائ بشپړه شوه، خطره وه چي نړۍ بېرته د تاريکۍ او بدنظمۍ کندي ته ولوېږي. له ښۀ مرغه د عيسائيت او شولري (Chivalry) مذهبو او اخلاقي نظامو ځيني مخکښان داسي وو چي  هغوئ د خيالاتو او اعمال داسي داسي صورتونه ايجاد کړل چي مخکښي د انسان په تصور کښي نۀ ؤ راغلي، او هغو د انسانانو پر تخيل مټي ټنګي کړې، او د هغو د مات شوو او پرېشانو خيالونو مخکشي ئې په خپل لاس کښي واخسته. په دې  نظامونو کښي چي کومي خرابياني وې دلته له هغو سره زموږ اړه نشته خو د هغو د اصولونو په رڼا کښي چي موږ ئې د ثابتولو هڅه کوو دا څرګندول ضروري دی چي د هغو خرابيانو يوه زره هم د هغه شعريت ،چي په دغه نظامونو کښي بېخي زيات ؤ، نتيجه نۀ وه. 

غالب امکان لري چي موسیٰ عليه السلام، داؤد عليه السلام، سليمان عليه السلام او اشعيان عليه السلام د شاعرۍ(ژورو خيالات) اثر پر حضرت عيسیٰ عليه السلام او د هغۀ پر ملګرو شوی وي، د دغه ستر انسان د ژوند حالات و واقعات چي موږ ته ژوند ليک ليکونکو (سوانح نګارانو) راپرې ايښي دي هغه له شعريته ډک دي، لاکن د هغۀ تعليمات ئې ډېر ژر مسخ کړل. پر عيسوي تعليماتو  ولاړ د فکر نظام تر يو لنډ وخت پوري ؤ  له هغه پس د افلاطون هغۀ فلسفه چي د انسان د ذهن قوتونه ئې په درې ډولونو کښي وېښلي دي بېرته راژوندۍ شوه، د هغۀ جوړ کړی بت بېرته د مهذبي نړۍ معبود وګرځېد  او پر نړۍ يو وار بيا توره شپه وغوړېده.......

کتل غواړي چي له دغي تاريکې او بدنظمۍ څخه بېرته څنګه د يو نوي نظام لمر راوخوت او نړۍ بېرته له يو قيامته پس څنګه د علم او اميد په زرينو  وزرو د  اسمان هسکو ته د ختلو دپاره الوت پېل کړل. لږ د دې وزرو د رپا ساز خو واورئ هغه د ظاهر (د باطن متضاد)  غوږونه نۀ شي اورېدی، هغه يو نۀ ليدونکې او نۀ تمکېدونکې هوا ده چي چابکي(رفتار) ئې لا پسي زياتېږي.

هغۀ شاعري چي د يسوع مسيح په تعليماتو کښي نغښتې وه  او د روم د سلطنت د کلټک (Celtic) فاتحانو علم الاصنام  او ټولنيزي ادارې د پرمختګ د لومړي دور له تاريکو او ګډوډي څخه راووتې، او له يو بل سره پېوست شوې او د دوئ له يو ځائ کېدو سره د طور طريقو او افکارو نوی نظام په وجود کښي راغی. په تاريکو ادوارو کښي چي کوم جهالت خور ؤ هغه له عيسائي عقائدو يا کلټک قامونو له عروج سره تړل ډېره لويه غلطي ده، په هغو کښي چي کومي خرابياني وې، هغه د شعري توکو د ختمېدو له کبله وې، د هغو له زوال سره په هغوئ کښي استبداد  او وهم پرستي زياتېده. له ډېرو نورو وجوهاتو چي دلته ئې ذکر غېر ضروري دی انسان له حسيت څخه خالي او ځان خوښی شو د هغو ارادي قوت کم شو هغوئ د خپل نفس غلامان او د نورو د ارادي قوت بنديان شول. هوس، وېري، طمعي او حرس، ظلم و ستم، فرېب او درغلي دوئ پرې نۀ ښول چي دوئ د هيئت، ژبي يا ادارو په صورت څۀ نوي څېزونه پېدا کړی شي......

په يوولسمه صدۍ کښي چېري چي د عيسائيت او ښولري نظامونو شاعرۍ خپل اثرات اچول پېل کړل افلاطون په خپله جمهوريه کښي د برابرۍ د اصولو انکشاف او اطلاق وکړ. د هغۀ په اړوند  د خوند رنګ او قو ت و اقتدار وسائل چي انسان ئې په ګډو صلاحيتونو، وړتياؤ او هڅو شته کوي، هغه دي په ټولو کښي برابر ووېښل شي، پر دې اصول باندي افلاطون يو قد غن ولګاوه هغه دا چي وېش دي د سړي د صلاحيت احساس او ټولني د مجموعي ګټي پر بنياد وشي. افلاطون د تېميس (Timaus) او فيثا غورث له فلسفې سره سم يو اخلاقي او ذهني نظام هم جوړ کړ کوم چي د انسان د ماضي، حال او مستقبل  درې واړو احاطه کوي، يسوع مسيح هغه مقدس او ابدي صداقتونه کوم چي په دې فلسفه کښي پټ وو ټول څرګند کړل، ځکه نو عيسائيت په خپل خالص او مجرد صورت کښي د لرغوني وخت د شعر و حکمت د رموز يو څرګند اظهار شو، بلي خواته د جنوبي يورپ له ځپلي ابادۍ سره چي د کلټک قومونه يو ځائ شول نو نتيجه ئې دا شوه چي د هغو علم الاصنام او کلتوري ادارو کښي چي کومه شاعري وه هغې په جنوبي يورپ کښي انجزاب وکړ..... د زر خريدو او نسل در نسل مرئي توب د رواج د خاتمې او د ښځو پر ډېرو ازاديو باندي د قدغن د ليري کولو واقعات هم د دې نتيجه وه.

د شخصي مريانو خاتمه د انسان دپاره د سياسي اميدونو ډېره پراخه سرچينه ثابته شوه، د ښځو د خپلواکۍ دپاره د جنسي محبت بنياد ولوېد او محبت يو رنګه د يو مذهب بڼه خپله کړه چي معبودان ئې هر ځائ ليدل کېږي، داسي لکه د اپولو ديوتا او فنونو د دېويانو په بدنونو کښي چي ژوند پېدا شوی وي، هغوئ له خپلو چوکيو راکوز شوي وي، او په خپلو عبادت ګزارو  ورګډ شوي وي، داسي ايسېدل لکه ځمکه چي په مقدسو هستيو  اباده شوې وي، د ځمکي پر عادي ژوند د اسمان نُور  ورېدلی وي، او پر ځمکه يو جنت جوړ وي. د دغه جنت جوړلو والا شاعر ؤ  او ژبه ئې د فن اله وه، له پروونسل (Provencal) شاعرانو وروسته پېټرارک (Petrarch) راغی د هغۀ په کلام کښي داسي جادو دی چي په هغۀ باندي د خوښۍ د هغو پټو چشمو  رګونه خلاص شي کومي چي د ميني تر غم لاندي بهېږي. د هغۀ اثر دا وي چي د انسان طبعيت د هغو سرچشمو برخه وګرځي. دا وضاحت به زياتي وي چي هغه مقدس جذبات چي د دې کلام له مطالعې راپېدا کېږي زړۀ ته يو داسي نرمي او ذهن ته داسي وده ورکوي چي انسان تر پخوا نور هم نيک خويه، ګټه رساند او دانا شي، او د  انا پرستۍ له زهرجن خوپ څخه راووځي او په يو صحت منده فضا کښي سفر پېل کړي .دانتې (Dente) د پېټرارک هم د ميني په کار ډېر ښۀ پوهېده د هغۀ اوږد نظم "نوی ژوند" (Vita Nuova) د ژبي او جذبې د پاکېزګۍ يو بې پايه چشمه ده هغه د دانتې د زمانې او د هغه د ژوند د هغو لمحو چي دۀ ميني ته ور کړي وې د هغو يو مثالي تاريخ دی، دانتې خپله محبوبا (Beatrice) د جنت مقدسه هستي جوړول او د هغې ښائست او خپلي ميني ته قدم په قدم وده ورکول او تر عرشه   رسولو داستان د جديدي شاعرۍ يو شانداره تخيلي کارنامه ده........ د تربيه قدسيه هغه برخه چي له جنت سره اړه لري د ميني په شان کښي يو توصيفي ترانه ده...... اېري اوسټو (Ariosto) تاسو (Tasso) شېکسپيئر، سنپسر، کالدران (Calderon)، روسو او زموږ د زمان ټولو لويو شاعرانو د ميني د حکمرانۍدپاره زمزمې کړي دي او د هوس پرستۍ او خواهش د غلبې په ضد ئې د انسانانو په زړونو کښي د بري بېرغونه درولي دي...... 

د دانتې شاعري د وخت پر درياب داسي پل دی چي قديمي او جديدي نړۍ ئې سره يو ځائ کړي دي. د نا څرګنده (Invisible) شيانو هغه مسخ شوي تصورات چي دانتې او د هغۀ حريف ملټن په مثالي (ايډيالي) صورتونو کښي وړاندي کړی دی هغه داسي پوښاک دی چي دوئ پر ځان اغوستي او د ابديت په نړۍ کښي ژوندکوي. دا يو قابل غور مسئله ده چي د هغۀ په ذهن کښي د خپلو اعتقاداتو او د دۀ د وخت د عامو اعتقاداتو تر منځ چي کوم توپير ؤ دی په هغه څومره خبر ؤ کم از کم د دې توپير د ښکاره کولو خواهش ئې درلود، ولي چي هغه ريفيئس (Riphaeus)    ته چي ورجل (Instissimus Unus) ورته وائي په جنت کښي ځائ ورکوي. او د جزا و سزا موجودي عيسائي عقيدې شاته کوي او له ځانه پرېکړي کوي. د ملټن ګم ګشته جنت (Paradise lost) چي عام خلګ د عقائدو د کوم نظام حمايت بولي په اصل کښي هغه د دۀ فلسفيانه ترديد دی. د شيطان سيرت کښي چي د عمل کوم جوش او شاهانه شان و شوکت ښکاره کړل شوی دی د هغۀ مثال چېري هم نۀ ليدل کېږي. دا خيال سم نۀ دی چي ملټن هغه د بديو د عام تصور يو مجسم صورت وړاندي کول غوښت. داسي نفرت چي په هيڅ طريقه ئې تسکين نۀ شي کېدی داسي مکاري چي د خپل مطلب د پوره کولو دپاره له ډېر زغم او صبر څخه کار اخلي ا وپر دښمن باندي د ستونزو راوستلو دپاره په ډېر تدبير سره منصوبه بندي کوي. دا ډېړ لوئ صفات دي که دا په يو مرئي کښي وي نو هغۀ به د بخښني قابل شي لاکن په يو خپلواک حاکم کښي دا صفات کله هم د بخښني وړ نۀ شي کېدی او که څۀ هم  د يو مات شوي دښمن ماته ئې بې عزتي کموي خو دښمن ژوندی پاته کېدل بهر حال د عا ر او بې عزتۍ خبره ده. په حېث د يو با اخلاقه هستۍ د ملټن شيطان د ملټن پر خدائ باندي تفوق لري لکه يو داسي څوک چي د لوړو مقاصدو تر لاسه کولو دپاره که ظلم تېری ورباندي وشي يا خوارۍ و ستومانۍ ورباندي راشي نو هم دي ثابت قدمه ولاړ وي تفوق لري پر داسي چا باندي چي د سوبي (فتحي) په غرور د  خير پر غونډۍ ورته کښېني او خپل دښمن د انتقام نشانه وګرځوي د دې دپاره نۀ چي هغه پېښمانه شي د دۀ دښمني پرېږدي بلکې د دې دپاره چي هغه نورو بدو ته وګماري او د نوري سزا موجب وګرځي. ملټن په دې هکله له عامي عقيدې داسي انحراف کړی دی (که دا انحراف وبولو) چي خپل خدائ ته ئې پر شيطان باندي هيڅ اخلاقي تفوق نۀ دی ورکړی. له يو بلا واسطه (نېغ) اخلاقي مقصد څخه بې نيازي د ملټن د شاعرانه جوهر تر ټولو لوئ ثبوت دی. هغۀ د انساني فطرت توکي راواخستل داسي ئې سره ګډ کړل لکه يو مصور چي پر کېنوس باندي رنګونه سره ګډ وي او بيا ئې د خپل پراخ انځور په ترکيب کښي د اېپک شعر د صد اقتونو په څېر استعمال کړل. يعني له هغو اصولونو سره سم چي په مرسته ئې د خارجي کائنات د واقعاتو يو سلسله او د عقل لرونکو او با اخلاقو هستيو عملو نه له يو بل سره داسي مربوط کړي چي د انساني نوعي د راروانو نسلونو دپاره تل د وسيلې (همدردۍ) دپاره محرک وي. طربيه قدسيه (Divina commedia) او ګم ګشته جنت جديد علم الاصنام ته د يو نظم هيئت وربخښلی دی. بيا به نو د وخت له تېرېدو سره به علم الاصنام د توهماتو د انبار برخه ګرځېدلې وي . کله کله به پېدا شوی وی او بيا به فنا شوی وي. شارحين و مفسرين به د قديم يورپ د مذهب په تحقيق او تشريح کښي اخته وو يا به ئې يواځي په دې پاته شوی وي چي د شاعري د ابديت مهر ورباندي لګېدلی ؤ.

هومر لومړی او دانتي دوهم حماسه ليکونکی شاعر ؤ. دانتې په دغه معنا حماسه ليکونکی ؤ چي د هغۀ تخليقات د دۀ د زمانې او را وروسته زمانې له علم، جذباتو او مذهب سره يو ټاکلی تعلق درلود، د هغۀ تربيت دغو شيانو سره څنګ پر څنګ شوی ؤ. ليوکربشيس (Lucretius )خپلي وزري د محسوسي نړۍ په ګندګيو ولړلې او درنې ئې کړې. که د ورجل خبره وکړو هغه له داسي کسرنفسي سره چي د دۀ د قابليت د جوهر شايان شان وه ځان ئې تر تقليد پوري محدود وساته، که څۀ هم  حقيقت دا ؤ چي دۀ چي به د هر شي نقل وکړ هغه به ئې له نوي سره تخليق کړ. له دۀ وروسته چي څومري هم نقالان وو لکه اپولونيس دوډليس (Appollonusrhodlius)  کونټس کالابر (Quintus Calaber) نونس (Nonnus) لوکن (Lucan) سټېټس (Statius) او کلاوډين (Claudian) هغو چي کومي سندري ووئيلې هغه خوږې وې لاکن د اپيک د رښتنولۍ يو شرط هم هغه نۀ ؤ پوره کړی، ملټن درېيم حماسه ليکونکی شاعر ؤ........

په دانتې او ملټن دواړو کښي د مهذبي نړۍ مذهب خور ؤ، څنګه چي په ښکاره په جديد يورپ کښي د عبادت نا اصلاح شوې طريقه رواج وه دغه مِن و عن د دغو دوو شاعرانو په کلام کښي  ليدل کېږي. دانتې چي د عيسائيت تر تحريک څومري له مخه راغلی ؤ ملټن دغومري وروستو راغی. دانتې ته لومړی مذهبي مصلح وئيل پکار دي....... هغۀ له مذهب څخه مغلوب شوی يورپ را ويښ کړ او د بربريت له خوړجن طوفان څخه ئې يو نوې ژبه راپېدا کړه چي په هغه کښي موسقيت ؤ  او په زړونو کښي ځائ نيوونکې وه.  هغۀ د هغو لوړو مراتبو لرونکو خلګو سر خېل ؤ کوم چي د احيا٫ العلوم بانيان وو. يعني د هغو باغي فرښتو سردار چي د ديارلسمي صدۍ د اټلي پر اسمان ئې د ځلاندو ستورو  رنګه د تاريک دور په تاريکيو کښي ځلا وکړه. وئيلی شو چي د دۀ ټکي  ژوندي روحونه دي. ژوندۍ بڅرکي دي او د روشن خيالۍ بلي زرې دي .ډېري لا داسي دي چي تر اوسه د خپلي زوکړي په ايرو کښي پټي دي، په هغو کښي داسي کرنټ پټ دی چي د هغۀ رو د يو ښۀ تار په انتظار دي د لوړي پائې شاعري همېشه ابدي او دوامي وي. هغه د څېړۍ (بلوطOak) هغه لومړۍ مېوه ده چي په تخمونو کښي ئې د څېړۍ د ونو په سلګونو ځنګلونه پټ دي. په يوه يوه که له هغه زر پر دې هم پورته شي بيا هم د   هغۀ د معناوو باطيني ښکلا نۀ شي لوڅېدی .يو لوئ نظم يو داسي چينه وي چي له هغه څخه د حکمت او خوښۍ اوبه رنځي وهي. چي يو نفريا يو دور د هغۀ له مقدسو ګټو ګټمن شي نو له هغه وروسته يو بل نفر او بل دور او بيا بل نفر او بل دور دغه رنګه په نفر پسې نور ډېر نفر او په دورو پسې دورونه راځي، له هغه سره اړيکي جوړوي او خوند ځيني اخلي.

د دانتې، پټرارک (Petrarch) او بوکېشيو (Boccaccio) په دور پسې چي کوم دور  رالی په هغه کښي د انځور ګرۍ، مسجمه ګرۍ او د تعمير فن را ژوندی(احيا٫) شو. پر چا سر (Chavcor) باندي د اټلي د دغه فني نشاۃ الثانيه باد ولګېد ځکه نو د انګرېزي ادب ابتدا  له دۀ څخه ګڼل کېږي. لاکن زما مقصد خو د شاعري جواز وړاندي کول دي نۀ چي د هغۀ تنقيدي تاريخ ليکل يا پر ټولنه باندي د هغۀ د اثراتو جاج اخستل. ځکه نو پر هم دې باندي ئې بس کوم چي هغه څوک چي په پراخه معنا  شاعر ورته وئيل کېدی شي پر خپله زمانه  او پر راوروسته زمانه باندي څۀ رنګه اغېز کوي.

له شاعرانو دا غوښتنه شوې ده چي هغه د ټولني د سردارۍ تاج له خپله سره ليري کړي او د ارباب فکر او ميکانکي علومو د ماهرينو پر سر ئې کښېږدي. دا منل کېږي چي تخيل د ډېري خوشحالۍ سرچينه ده. لاکن دا دعوه هم شته چي له عقل و فکر څخه کار اخستل زيات ګټور دی. د دې تفريق په تل کښي چي د افادې کوم تصور دی راشئ  د هغۀ هم لږ جاج واخلو. خوښي او ګټه په عامو معناوو کښي داسي شيان دي چي هر احساس لرونکی او ذهين څوک ئې د لټولو هڅه کوي چي  لاس ته ور شي نو ئې زړۀ پر ځائ شي لاکن خوشحالياني دوه ډوله وي. يوه دوامي ،تلپاته  او عالمګير، بله محدود او لږ وختي (عارضي) .له افادې څخه مراد  د لومړي يا دوهم ډول دخوشحالۍد پېدا کولو توان.  په لومړيو معناوو کښي مينه ميلان توانول پاکېزګي وربخښل، تخيل پراخول او پر احساساتو د روحانيت توکي سېوا کول مفيد دي، لاکن په دوهمه معنا کښي د افادې ټکی د فطرت حيواني او مستحکمو غوښتنو څخه زموږ ژغورني د ژوند دتحفظ ضمانت، د توهماتو له ګمراهيو ساتنه، او تر هغه حده په انسان کښي د زغم او حوصلې ګنجائش پېدا کول چي د هغو د ذاتي مفاد منافي نۀ وي.

په دې کښي شک نشته چي کوم خلګ چي په محدوده معنا افاديت ته وده ورکونکي دي. په ټولنه کښي د هغو منصب څرګند دی. هغوئ د شاعرانو پر پلونو باندي ځي او د هغوئ تخليقات د عام ژوند په کتاب کښي رانقل کوي او د دې دنيا په مکان و زمان کښي د نوو نوو شيانو اضافه کوي. د هغوئ هڅي لوړ قدر لري خو شرط دا دی چي دوئ چي زموږ د فطرت د ادنیٰ قواؤ د معاملاتو بندوبست کوي نو هغه دي د اعلیٰ قواؤ له معاملاتو سره نۀ ګډوي. 

شک کونکي دي په ډېره خوشحالي زموږ توهمات ليري کړي خو هغه ابدي صداقتونه کوم چي د تخيل پر تختۍ باندي نقش دي هغه دي نۀ بربادوي لکه څنګه چي ځينو فرانسوي ليکوالانو کړي دي. د ميکانکي علومو ماهرين دي د انسان زيار و خواري کمه کړي، د اقتصادياتو ماهرين دي د هغو د منظم کولو هڅي وکړي، په سر سترګو ئې منو  خو دا خيال به ساتي چي د هغوئ نظر ئې د تخيل له لوړو اصولو سره د عدم مطابقت په وجه داسي نۀ وي هغه د دولت،نعيئش يا د غربت و افلاس صورتونو ته لا وده ورکړي، لکه څنګه چي په انګلستان کښي وشول. هغوئ دې وېنا ته عملي جامه ور اغوستې ده چي وائي له چا سره چي ډېر څه شته هغوئ ته به نور ورکړل شي او له چا سره چي لږ څۀ شته له هغوئ به هغه هم واخستل شي. شتمن نور هم شتمن او نېستمن نور هم نېستمن شول. د سلطنت بېړۍ د انتشار په کندو (Seylla) او استبداد په څرخنډيو (بهنور) کښي راشکېل شوه. د ګټي او زيان د معاملاتو نګراني که نۀ وي نو پائېله به ئې هم دغسي څرګندېږي.

د لذت تعريف په لوړه معنٰی کول ډېر ګران دی ولي چي د داسي کولو دپاره به په ډېرو متناقضو (Paradoxes) خبرو کښي مطابقت پېدا کول ضروري وي د انسان فطرت  جوړ داسي دی چي په هغۀ کښي د هم اهنګي کمي دومري ده چي توجيه کول ئې ممکن نۀ دي، تر دې حده چي زموږ د وجود د ادنیٰ برخو دړد زياتره د اعلیٰ برخو (دماغ )له لذت سره اړه لري.

تر ټولو د ښۀ خير ښېګړي د څرګندوني وسيله عموماً غم، وېره او مايوسي وي. الميه افسانې چي څنګه همدردياني زېږوي وجه ئې متناقض اصول دي. له ټرېجيډي څخه موږ ځکه خوند اخلو چي دړد  و تکليف کښي چي کوم خوند پټ وي له هغۀ څخه ئې څرګندونه کېږي بل لور ته دغه اصول د غم ګينۍ سرچينه هم ده چي په خوږ و خوږو نغموکښي شتون لري، هغه لذت چي له غم څخه تر لاسه کېږي د خوشحالۍ تر لذت څو چنده زيات دی، ځکه خو وائي چي تر هوس جن (خوشحاله )کور غمجن کورته ورتلل زيات ښۀ وي .داسي نۀ ده چي خوشحالي تل له دړد و غم څخه زېږي. نۀ، د ميني او دوستۍ خوشحالي، د فطرت د ښائست او ښکلا د وجدان خوشحالي، د شعريت د ادراک او د شاعري د تخليق خوشحالي دا هغه خوشحالياني دي چي له دړد و غم سر ئې هيڅ اړه نشته.

په دغو لوړو معناوو کښي خوند او لذت پېدا کول يا وده ورکول  حقيقي  افاديت دی. څوک چي دغه رنګه افاديت پېدا کوي هغه شاعر يا د شاعرانه  مزاج فلسفي وي.

لاک ، هيوم او ګبين (Gibbon) والټئير او روسو او د دوئ پلويان چي د زورېدلي او مظلوم انسانيت دپاره کومي هڅي کړي هغه د منني وړ دي. که چېري دوئ دنيا ته مۀ وائ راغلي له دوئ بغېر چي به کوم اخلاقي و ذهني پر مختګ وو هغه اندازه کول ګران نۀ ؤ، نو دغه به ؤ چي يو دوې صدۍ به نور هم انسانان د غلط فهميانو ښکار وو، څۀ به نور هم نر ښځي او ماشومان د  ارتداد د جرم په سزا په وور سوځل کېدل. کېدی شي اوس موږ په سپېن کښي د کليسائي احتساب (Inquisition) د خاتمې مبارکۍ يو بل ته نۀ ورکولی خو دا اندازه کول شايد د تخيل تر وس دباندي وي چي که دانتې، پټرارک، بوکيچيو، چاسر، شېکسپيئر، کالدان، لارډ بېکن او ملټن دنيا ته نۀ وائ راغلي، که رافيل او مېکائيل انجيلو نۀ وائ زېږېدلي که د عبراني شاعرۍ ژباړي نۀ وائ شوي، که د يوناني ادبياتو د مطالعې غبرګون (احيا) نۀ وائ شوې، که د لرغونو مجسمو وتلي نمونې موږ ته نۀ وائ رارسېدلي، که د لرغونو مذهبونو شاعري له هغو مذهبونو سره نېست و نابود شوې وائ نو به د نړۍ اخلاقي حالت څۀ وائ؟

که د دغو فنونو ژور اثر د انسانانو ذهنونه نۀ وائ راويښ کړي نو به هغوئ د دغو وضاحت کونکو  علومو(Grosser Science) له اخترعاتو څخه کله هم د ګتي اخستلو توان نۀ وائ موندلی ا و نۀ به د دې وړ وائ چي د تشريحي دليلونو په ذريعه د ټولني د بديو جاج واخلي.

له موږ سره اخلاقي، سياسي او تاريخي دانش يا حکمت دومري ډېر دی چي په سمه توګه له هغۀ عملي ګټه اخستل ممکن نۀ دي. سائنسي او اقتصادي معلومات دومري دي راسره چي د هغو په مرسته مو  د شيانو جوړولو يو انبار جوړ کړی شو، خو د هغو منصفانه وېش نۀ شو کولی. د فکرونو د دې نظام تر ملبه لاندي شاعري د اعداد و شمار، معلوماتو او حساب و کتاب تر خاتو لاندي غا رتبه(خپه) پرته ده. د اخلاقو، حکومت او معاشياتو په هکله د معلوماتو کمي نشته کم از کم موږ ته دا ادراک شته چي خلګ چي په عملي توګه څۀ کوي تر هغه نور هم ښۀ کېدائ شي. لاکن په موږ کښي پر خپلو اعتقاداتو باندي د عمل کولو جرات نشته. په موږ کښي دومري تخليقي قوت نشته چي د شيانو په هکله چي له موږ سره کوم معلومات شته هغه د تخيل موضوع وګرځوو. په طبع کښي مو هم دومري پراخي نشته چي تخيل هر څۀ راته ووائي پر هغه باندي عمل وکړو. موږ د ژوند له شاعري ليري يو زموږ احساسات پر ادراکاتو باندي درانۀ دي. څومري چي هضم کوی شو تر هغه مو زيات هړپ کړي دي. کومو علومو چي پر خارجي کائنات باندي انسان لا سبری کړی دی هم دغو علومو د شعري توان د نېستۍ له کبله د انسان باطيني نړۍ تنګه کړې ده، انسان فطرت خو مسخر کړ خو خپله هم د ذات تر تسخير لاندي شو، هغۀ ټول ايجادات چي د انسان  زيار(مشقت) ئې کمول و يا منظم کول و هغه چي په کومه غلطه طريقه استعمالول کېږي، له هغه  کبله چي کو مه نابرابري خورېږي د هغۀ سوب يواځي دا دی چي ميکانيکي فنونو ته وده ورکړی شوه خو له هغه سره په څنګ کښي تخليقي قوت ته وده ورکول نظر انداز کړی شو. له کومو ايجاداتو چي دا هيله وه چي هغه به د انسان په مشقت کښي کمي راولي خو داسي ونۀ شول، دغه لعنت نور هم زيات شو د هغۀ وجه له دې نه علاوه بل څۀکېدی شي؟

د شعري توان په ذمه دوه کاره دي. يو دا چي د علم، اقتدار او لذت نوي وسائل پېدا کوي. دوهم دا چي د انسان په ذهن کښي دا خواهش پېدا کوي چي هغه دغه وسائلو ته يو خاص ربط و ضبط او نظم ورکړي او د ښکلا  او خير تخليق وکړي. شاعرۍ ته د ودي ورکولو زياته اړتيا هغه وخت وي چي د ځان خوښۍ او ناروا ګټي اخستلو د اصولونو د غلبې په وجه د خارجي ژوند  ارام و اسائش د انسان د فطرت د باطيني ژوند پر ساز سامان باندي تجاوز وکړي په داسي وختونو کښي جسم څرب شي  توانا شي، او روح ناتوان او کمزوری.

 شاعري په حقيقت کښي يو مقدس او اسماني شی دی. د علم مرکز هم دی او د علم محيط هم. د ټول انسانيت پر علم باندي درنه ده. د انسانيت ټول علم له دې څخه د اعتبار سند اخلي. دا هر فکري نظام هم جرړي دي او هم ئې ګل و غوټۍ. د فکر ټول نظامونه له دې را زرغونېږي او هم له دې ور داښت (نشونما) اخلي. که هغه وچه شي نو نۀ به مېوه وي او نۀ به تخم او په دې خزان وهلي نړۍ کښي به د ژوند د وني وارثان له خپلي فطري ورثې څخه محرومه پاته شي. هغه د ټولو څيزونو د څهرو ځلا او ټولو شيانو خدو خال ده. هغې ته خپل ترکيبي توکي داسي اهميت لري لکه ځمکه، خاوره، انبار، اوبه، جرړي، څانګي او پاڼي چي د ګل، رنګ و بوئ ته مهم دي. که شاعري هغه لاهوتي هسک ته پرواز نۀ وائ کړی چېري چي د عقل ګونګي بچي وزر نۀ شي رپولی او له هغه ځايه ئې رڼا ځلا مستعار نۀ وائ راوړې نو به د نېکۍ، ميني، د وطن  ميني، او دوستۍ څۀ معنیٰ وه؟ د دې نړۍ د ښکلو مناظرو تپوس به چاکولو. دغه د دوو ورځو په ژوند کښي به د زړۀ د سکون اسباب څۀ وي؟  او له دې ژونده پس د راروان ژوند دپاره به د څۀ هيله وي؟ شاعري د فکر له عمل سره هيڅ مطابقت  نۀ لري، يعني هغه يو داسي قوت نۀ دی چي د ارادې زېرفرمان وي. يو څوک داسي يو دم اعلان نۀ شي کولی چي "بس له اوس وروسته به زۀ شاعري کوم" د يو عام سړي لا څۀ کوې، يو لوئ شاعر هم که دا اعلان کوي نو دا به وړه خُله لويه خبره وي. ولي چي په تخليقي عمل کښي د انسان ذهن د مړاوي انګار  رنګه وي چي يو ناليدلی قوت يعني د باد څپه به ژوند پکښي پېدا کوي، دغه ناليدلی اثر د انسان له اندرون څخه راپېدا کېږي لکه د يو ګل رنګ چي د ورداښت په دوران کښي له خپل باطن څخه راپېدا کېږي او زموږ طبع نۀ د هغۀ د راتلو پېشکي خبر راکولی شي او نۀ د رخصتېدو، که دغه اثر په خپل اصلي صورت او اصلي قوت مدامي پاته کېدی شوی نو خدائ خبر د دې نتيجه به څومري ستره وي. خو واقعتاً کېږي داسي چي د شعر وئيلو عمل څنګه پېل شي هلته امد، الهام يا باطني غوښتني يعني هغه قوت چي شعر ګوئي کوي نوم که هر څۀ ورکړې هغه بېرته مخ پر زوال شي ځکه خو له لوئ نه لوئ شاعر هم چي د ذوق تر څښتنانوپوري رسي هغۀ د دۀ د اصل تصور يو خام عکس وي. زۀ د اوس وخت تر ټولو لوئ شاعر څخه دا پوښتنه کوم چي ايا دا دعوه غلطه نۀ ده چي د شعر وتلې نمونه د عرق رېزي او دماغ سوزي نتيجه وي؟ نقاد چي دکوم زيار او کار سفارش کوي د هغۀ سم تاويل دا کېدی شي چي هغه دي له الهامي لمحاتو پوره پوره ګټه واخلي او د هغو تر منځ چي کومي وقفې وي هغه دي په مناسبو رسمي ټکو او تراکيبو ډکي   کړي. دا اړتيا ځکه پېښېږي چي شاعرانه قوت محدود وي کنې ملټن د ګم ګشته جنت ټول تصور مخکښي لا په ذهن کښي جوړ کړی ؤ او وروسته ئې په جزوي توګه د دې تصور تشکيل کړی ؤ. د دې خبري سند د هغۀ دا دعوه ده چي د شاعرۍ دېوي (خدائڼي)( The muse )بې له څۀ فکر او تامله په ما دغه کلام وکړ ...... د شاعرانه قوت دغه جبلي غوښتنه په مجسمه سازي او انځور ګري کښي نور هم څرګنده ښکاري يوه اعلیٰ مجسمه يا انځور د شاعر د تخليقي قوت تر اثر لاندي داسي ورداښت کوي لکه بچي د مور په نس کښي. هغه قوت چي يو لاس ليکلو ته اړ باسي يا يوه تيږه ورباندي سکونډي خپله د دې عمل او د دې عمل د مدارجو او د هغو د وسائلو څرګندونه نۀ شي کولائ.

شاعري د ښو او خوشحال ترينو طبعتو د ښو او خوشحال ترينو لمحو سرنوښت وي. داسي لمحې زموږ د ټولوپه تجربو کښي راځي کله چي يو خيال يا جذبه چي موضوع ئې يو ځائ يو څوک يا خپله زموږ يو ذهني کېفيت وي، بې له دې چي  ور را وډبوي راشي او بېرته درخصت شي خو د دغه مختصر قيام اثرات ديو نا قابل بيان خوشحالۍ په شکل کښي پاته شي. چي ياد ئې زموږ په ذهن کښي تر ډېره مدته پوري خوند پېدا کوي. دا لمحې داسي راځي لکه يو مقدس فطرت چي ناګهانه زموږ په فطرت راګډ شوی وي، لاکن د دې ګډون نخښي داسي وي لکه باد چي د سمندر پر سر تېر شي په اوبو کښي څپې پېدا کړي لږ ګړی وروسته هغه څپې ورکي شي يواځي پر ساحل باندي د هغو څپو نخښي پر شګه باندي پاته شي دغه او دغه رنګه نوري لمحې د داسي خلګو په تجربو کښي راځي چي د هغوئ د احساس قوت د لوړي درجې ځيرکتوب او د تخيل قوت ئې د انتهائي درجې پراخوالی لري. د ذهن هغه کېفيت چي د دغو خاصيت وي هغه له هر پست (سفلي) خواهشاتو سره په جنګ وي د نېکۍ ميني د وطن د ميني او دوستۍ ګرم جوشي له دغو جذباتو پېدا کېږي....

شاعري هر شي ته ښکلا ورکوي، تر ښکلو هم د ښکلي شي ښکلا زياتوي، د هر مکروه شي اصليت وربدل کړي او هغه ښکلی کړي.  سوکالۍ له دهشت سره ، غم له خوشحالۍ سره، ابديت له تغير سره پېوند کړي په نقيضېنو کښي موافقت پېدا کړي. کوم شي ته چي ئې لاس ورسي هغه که خاوره وي زر شي د هغې نړۍ له مخه ښکاره پرده ليري کړي او خوابيده حسن لڅ کړي کوم چي د دې شکلو (صورتو) روح دی.

د هر شي وجود د هغۀ  پر ادراک باندي ولاړ دی. هغه د اداراک کولو والا د ادراک تر حده موجود دی. د نفس (ذهن) خپله دنيا ده." هغه له جنت څخه دوژخ او دوژخ څخه جنت جوړولائ شي" خو شاعري موږله دې لعنت څخه خلاصولائ شي. موږ چي اتفاقاً په کوم ماحول کښي يو د هغه د تاثراتو په زنځيرونو کښي راګير يو، هغه که وغواړي نو خپله يوه مصوره پړده زموږ مخته وغوړوي او که وغواړي نو د شيانو له څهرو د ژوند توره پړده ليري کړي. په هر دواړو صورتونو کښي هغه زموږ په وجود کښي نوی وجود پېدا کوي. هغه موږ د داسي نړۍ اوسېدونکي جوړوي چي دغه ښکاره نړۍ يواځي د هغې ښکاره صورت دی د کومي نړۍ چي موږ برخه يو، د هغې مشاهده کوونکي يو، هغه د هغې نړۍ له نوي سره تخليق کوي هغه زموږ له سترګو د شناسائي هغه پرده ليري کړي کومه چي موږ د دې حېرانونکي هستۍ له مشاهدې  محروم ساتي، هغه موږ دې ته اړ باسي چي د کومو شيانو چي موږ ادراک لرو له هغو سره د احساس رشته جوړه کړو او کوم شيان چي موږ پېژنو هغه د خپل تخيل موضوع وګرځوو چي دغه کائنات د حسي تاثراتو تکراري اعادې له وجي زموږ له ذهن څخه نهام شي نو شاعري هغه بېرته له نوي سره جوړوي.......

لکه څنګه چي يو شاعر د نورو خلګو دپاره د لوړي پائې د حکمت، خوشحالۍ، نېکۍ او نېکنامۍ موجد وي، دغسي پکار دی چي هغه د دغو خوبيو ښۀ نومونه هم وي. تر کومه حده چي د شهرت يا نوموړۍ اړه ده، زۀ له وخت څخه دا غوښتنه کوم چي دا اعلان وکړي چي د ژوند د نورو ادارو بانيان په دې اړه کښي د شاعر مقابله کولی شي؟ دا هم نۀ شي ردولی چي شاعر په انسانانو کښي له ټولو نه زيات دانا، خوشحاله او ښۀ انسان وي، غټ شاعران ډېر د لوړ سيرت او ښۀ طبعيت څښتنان وي. که موږ د دوئ د ژوند د ننه معاملو مطالعه وکړو نو ليدلائ شو چي هغه ډېر خوش نصيبه خلګ وو. چپ له هغو خلګو چي هغو شاعرانه طبع خو لرله خو د لوئ درجې د شعر د ليکلو توان ئې نۀ درلود.

شاعر يو لوړ الهامي مفسر وي. د هغو ديو قامتو سايو هنداري وي کوم چي مستقبليت په حال باندي بدلوي؛ داسي ټکي وي چي هغه د هغو مفاهمو څرګندونه کوي په کومو چي دی خپله هم خبر نۀ وي؛ هغه جنګي نغارې وي چي خپله نۀ جنګېږي؛ هغه غورځنګ وي چي خپله نۀ خوځېږي خو نړۍ وخوځوي. شاعر د نړۍ هغه قانون جوړونکی دی چي  اعتراف ئې تر اوسه نۀ دی شوی.  

نوټ: د دې ژباړي لومړۍ برخه د ليکني په تېره ګڼه کښي شائع شوې ده دا ئې دوهمه برخه ده.

 

FaLang translation system by Faboba