احمد عقيل روبي

ژباړه: طاهر بونېری

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

په کوم وطن   کښي چي د سپرلي موسمونه د سمندر له خېټي نه ژوند اخلي.

 چرته چي توري ورېځي له سيندونو نه راپېدا کېږي.

زۀ بلائي لټس (Bilitis) په دغسي وطن کښي زېږېدلی يم.

زما مور فونقين• (Phoenician) ده. 

او زما پلار ډيمو فليوس (Damophylos) ؤ.

زما مور ماته د بېبلوس (Byblos) سندري زده کړي وې.

ما په کېپرس (Kypros) کښي د ايفرو دائتي سندري ليکلي دي.

هو ما د سيفو (Sappho) سره پېژندګلو لرله.

ما سندري وئيلي دي او مينه مي هم کړې ده.

اې زما پۀ څنګ کښي تېرېدونکيه لارويه! 

که چرته ما خپل ژوند په هنر مندۍ تېر کړی وي،

نو کورته د تللو نه پس خپلي لور ته زما قصه خامخا وکړه.

زما په قبر د توري بيزې قرباني مې کوه

خو د شرابو د نزرانې په توګه

د بيزې تيونه

زما په قبر خامخا ولوشه.

دا څلوېشت سوه کاله پخوا د يونان د نامتو شاعري بلائي لټس په قبر لګېدلې په دريو کتبو کښي د يوې کتبې عبارت دی. کوم چي هغې په خپله په دغو ګټو ليکلی ؤ. بلائي لټس د يونان يوه داسي شاعره وه چي شپږ سوه کاله قبل مسيح کښي ژوندۍ وه. د هغې زمانه د مشهوري شاعري سيفو زمانه وه. او د سيفو سره د هغې ښۀ ژور تعلقات ؤ. بلکې داسي وئيل به صحيح وي چي د سيفو د خوښۍ او ډېرو نزدې جينکو په فهرست کښي د بلائي لټس نوم تر ټولو وړومبی ؤ. هغې په خپلو نظمونو کښي ډېر ځله د سيفو ذکر کړی دی. ولي هغه سيفو د سيفو په نوم نۀ مخاطب کوي. بلکې د Psappha په نوم ئې رابلي. او د دې خبري اوعتراف هم کوي. چي ګنې و پمفيليا Pamphylian تنکوتنکو جنيکو ته د شاعرۍ او عيني چل سيفو ور زده کړی دی.  د سفيو د شاعرۍ او د هغې د ښائست او شخصيت نه بلائي لټس ډېره متاثره ښکاري. او د هغې په وړاندي ځان بې وسه ګڼي. لکه چي د دې نظم نه ئې برېښي.

زۀ چي خپلي سترګي وغړوم.

نو يقين مي وشي چي اوس ورځ شوه

دا زما سره څوک پروت دی

هم اوس راپه ياد شو دا خو Psappha ده.

زما سره اوده ده او والله چي ډېره ښکلې ده.

د دې وېښته د لوبغاړو غوندي کټ شوي دي. 

ولي بيا هم دا خپل مثال په خپله دی

زۀ د دې له ويښېدو نه وړومبی تلال غواړم

خو افسوس چي زۀ د خپل زړګي سره پرته يم 

زۀ به د هغې دپاسه اوړم

خو زۀ وېرېږم که ما داسي وکړل نو هغه به راويښه شي،

او ما به تللو ته پرې نږدي.

ولي دغه عقيدت، مينه، عشق او احترام تر ډېرو ورځو پوري پاتي نۀ شو. Manasidka نومي يوه ښائسته پېغله د دوئ د اختلاف  سبب جوړه شوه. د چا په باره کښي چي د بلائي لټس بې شمېره نظمونه موندی شي. او سيفو هم د دغه پېغلي په هکله ډېر نظمونه ليکلي دي. بلائي لټس د خپلي زمانې يوه نامتو شاعره وه. د هغې د شاعرۍ اسلوب او موضوعاتو به يقيناً چي د خپل دور ډېر لوستونکي متاثره کړي وي. د هغې په وړاندي د سيفو غوندي لويه شاعره موجوده وه. ولي بيا هم د هغې نوم د يونان په کوڅه په کوڅه خپور شو. او  شهرت ئې وموندو.

بلائي لټس د درياب د يوې بې حاله چپې غوندي په غاړه، غاړه بې درکه ګرځېده. د هغې چرته مستقل ساحل نصيب نۀ شو. ټول عمر د جدائي او فراق په لمبو کښي سوځېدله. او بيا اخر چي له دنيا نه لاس په سر شوه.  

د خپلي دېوي عبادت به ئې کولو. او يو څو کلونه ئې په ارام تېر کړل. او بيا چي کله بوډاتوب د هغې د عمر دروازه وټکوله نو هغه له ژوند نه نا اميده شوه. چي خپل ګونجي شوي مخ ته ئې وکتل نو د خپلي دېوي يعني ايفرو دائتي نه ئې هم زړۀ بد شو. د چا په صفت کښي چي به هغې شپه او ورځ سندري وئيلې. هغې د ايفرو دائتي په وړاندي يو احتجاجي نظم وليکلو او زياتي ئې د خپلي شاعرۍ دفتر بند کړو.

"ريښتونی مرګ"

اې بي رحمه دېوي ايفرو دائتي!

ښۀ نو ستا دغسي خوښه وه چي زما ښائست دي ختم شي

زړۀ راښکونکې زلفي مي ورکي شي

او زۀ په غړېدلو سترګو مړۀ شم

چي خپلي څهرې ته په ائينه کښي ګورم نو نمونې راباندي ودرېږي

نۀ مسکا نۀ هغه رنګ او نۀ ښکلا

دا څنګه کيدی شي چي هر څه دي دومره زر ختم شي

زۀ خو هله اوس د (۸× ۵) ټوله د څلوېښتو کلونو يمه

مانه خو داسي ښکاري لکه چي پرون پېدا شوې يم.

افسوس اوس به زما سره څوک مينه اونۀ کړي.

نۀ فنا کېدونکې کيپرس (Kypros) ما خپل کټ شوي وېښته ستا لا خاطره پرېښي وو.

زۀ به تا ټول عمر يادومه.

د معصومي بلائي لټس د ژوند دغه اخري نظم ؤ. شپږ سوه کاله قبل مسيح د ژوند نه ډکو نغمو ليکونکې دا شاعره د نولسمي پېړۍ تر اخره پوري ؤ، ادب لوستونکو له نظر نه پناه وه. د هغې د نوم او شاعرۍ نه هيڅوک خبر نۀ ؤ. ولي د ۱۸۹۴ نه پس بيا ټول خلګ ډېر زر د هغې سره اشنا شول. افرين دي وي د جرمني په پروفيسر G.M. Heim چي  د پورټ سعيد نه ګېر چاپېره د پخوانيو کنډراتو ليدلو له ورغلی ؤ او چي واپس راتلو نو د دې يونانۍ شاعري د نظمونو پنډوکی ئې هم له ځانه سره راوړو.

هغه د Pale-o-Limisso په مقام د پخوانيو تهذيبونو د کنډرو ليدو دپاره ورغلی ؤ. دغه علاقه د اوسني پورټ سعيد نه ګېر چاپېره پرته وه. پروفېسر Heim د کنډرو په کتو کتو کښي د يو کوهي بېخ ته ورکوز شو چي له خاورو دوړو او ګټو نه ډک شوی ؤ. د کوهي په بېخ کښي يوه تهه خانه وه چي په دېوال کښي ئې چاؤد راغلی ؤ چي يوه لاره ترېنه کمرې ته تلله. او هم په دغه کمره کښي د يونان مشهوره شاعره بلائي لټس د خپلو سلو نظمونو سره په ارام اوده وه. د بلائي لټس مزار په دې کمره کښي د سنګ مرمرو په يوه ډبره جوړ شوی ؤ او چاپېره په دېوالونو  د هغې نظمونه او سندري تراشلي شوي او ليکلي شوي وو. پروفېسر ته د دواړو جهانو خزانه په لاس ورغله. هغه دغه ټول نظمونه د ځان سره په کاغذ وليکل. هغه د يوناني ژبي پوهان هم ؤ او بيا ئې دغه ټولي سندري په جرمني ژبه کښي ترجمه کړې. او د “Song of Bilitis” په نوم ئې په ۱۸۹۴ کښي په کتابي بڼه کښي چاپ کړې. او بيا د ليکوالو قلمونه د بلائي لټس دپاره وچلېدل.

۱: د فرانس نامتو مصنف Pierre فرانسي ژبي ته واړول.

 ۲:په ۱۸۹۶ کښي ميډم Jean Bertheroy ئې هم په فرانسيسۍ کښي ترجه وکړه.

۳: ډاکټر Richard Dehmel او Phul Gold Man هم دغه سندري په جرمنۍ ژبه وژباړلې.

۴: په ۱۸۹۷ کښي Alexandar په Czech  ژبه کښي او هم په دغه کال په Swedish ژبه کښي Gustan Uodgren بلائي لټس څلور سندري ترجمه کړې.

ولي د انګرېزۍ لوستونکو ته دغه سندري په ۱۹۰۴ کښي اورسېدې، Horach Brown دغه سندري په ډېره خوندوره انګرېزۍ کښي ترجمه کړې او لوستونکو ته ئې وسپارلې. په ۱۹۱۹ کښي مچل بک Mitchal Buck د بلائي لټس د نظمونو په فرانسيسۍ کښي ترجمه شوې مسو ده خپلي مخي ته کېښوده، او انګرېزۍ ته ئې واړوله. او بيا ئې په ۱۹۲۸ کښي هم دغه ايډيشن له د نوي سر نه ترتيب ورکړو او د بلائي لټس سل نغمې په عنوان ئې په کتابي صورت کښي چاپ کړو. زما سره هم دغه نسخه په لاس کښي ده چي زۀ ترې د بلائي لټس په نظمونو رڼا اچوم.

بلائي لټس شپږ سوه کاله قبل مسيح په يو غرۀ ايز کلي کښي سترګي پرانستي چي د Melas سيند په غاړه د پمفيليا په لمر خاته اړخ پروت دی. دا علاقه کاړجنه شاړه شومياړه او د ځنګل په ګور سيوري کښي راګېره ده. د بلائي لټس پلار يونانی ؤ. ولي هغې په خپلو نظمونو کښي چرته هم د پلار ذکر نۀ دی کړی. او نۀ ئې چرته هغه ياد کړی دی. يواځي د مور ذکر د هغې په نظومونو کښي موجود دی. داسي ښکاري لکه چي بلائي لټس پلار د هغې د زېږېدو نه اول چرته غائب شوی وي. په دغه علاقه کښي بلائي لټس د خپلي مور او خوېندو سره د ژوند اولنۍ ورځي شپې تېري کړي دي. سحار وختي به هغه د چرګ په بانګ راپاڅېده. څاروي به ئې اوبه کول، پۍ به ئې لوشل. که په کومه ورځ به باران ؤ نو دې به بيا ټوله ورځ څرخه کوله. لوبي به ئې کولې، په خوړونو لختو او چينو کښي به لمبېده او د ښاپېرو خوبونه به ئې ليدل. بلائي لټس دغه هر څه په خپله شاعرۍ کښي خوندي کړي هم دي. د ژوند ټولي ابتدائي تجربې او مشاهدې د هغې د شاعرۍ روح دی. مثلاً په چينه باندي شکرانه يا خوړده ايښوول. چي که چرته ښاپېرۍ ورله راشي. او بيا يوه ورځ د يو ړوند بوډا راتلل او د ښاپېرو د وجود تصديق کول د مثال په توګه ئې دغه نظم وګورئ.

"ړوند بوډا او ښاپېرۍ"

يو ړوند بوډا په نمر کښي اوسېږي

ښاپېرو ته په کتلو کتلو سره هغه خپل نظر بائللی دی

او خوشحالي د هغه نه ډېره ليري پاتي شوې ده

ښاپېرۍ د فيحا سوس Physos د شين ډنډ په غاړه ولاړي وې

اوبه د هغوئ د زنګونانو نه په پورته ختلي وې

د هغوئ سپيني سپيني مرۍ د هغوئ په تورو وېښتو کښي ځلېدې

 د هغوئ نوکونه د کيرړو د وزرو په شان نري وو

هغوئ د اوبو د پاسه ګوتي وهلې

او له ډنډ نه به ئې د اوبو ګلونه راشوکول

هوا به د هغوئ په پښو کښي تېر وتله

د هغې وړوکوالی په خوړونو، لختو، لوبو او وړو ورشيلو کښي تېر شو. خو کله چي بلائي لټس د ځوانۍ په درشل قدم کېښوده، نو هغې لکه د پښتنو د حسېن بابا په شان) يوه زبردسته ډغره وخوړه. او د خپل محبوب په مينه کښي راګېره شوه. هغه په خپلو نظمونو کښي د خپل محبوب نوم نۀ اخلي.او نۀ په ښکاره د خپل مين توب څرګندونه کوي. د هغې د دغه دور په نظمونو کښي وېره او شرميلاپن غوندي محسوسېږي. د اظهار پرانستی کېفيت او ښکاره بې تکلفي ئې په ورستيو نظمونو کښي په لاس راځي. کوم چي هغې کېلپرس ته د تللو نه پس ليکلی دی. دغه وخت خو لا هغه د وړو وړو خبرو نه وېرېږي، چي د هغې په شاعرۍ کښي په خړپوسو ليدی شي. لکه چي دغه يو نظم کښي ئې وئيلي دي. 

"ورک شوی خط"

افسوس، زما نه زما د محبوب خط چرته ورک شوی دی

ما هغه د خپلي سينې په ګرمۍ کښي خوندي کړی ؤ.

زۀ په منډه منډه روانه وم چي چرته رانه وغورځېدو

زۀ به اوس د دغه خط په لټون د خپلو پښو په پلونو پسې ځمه 

که دغه خط چا وموندو نو زما مور ته به ئې ولولي

او هغه به ما زما د ناسوده خوېندو په مخکښي اووهي

که دغه خط چا نارينه وموندو نو هغه به ماته د راکولو نه اګاهو

زما د ميني او مهربانۍ طلبګار شي

که دغه خط د چا ښځي په لاس ورغلو

(وۍ خدايه تۀ مي پرده پوخ شې )

نو هغه به ټوله دنيا خبر کړي

او زما نه به زما لالی وتروړي

هو، د هغې دغه ويره رښتيا شوه، او د هغې محبوب ناڅاپه له هغې نه وشو کولائ شو. او د هغې د پلار په شان ناڅاپي ورک شو. په تلو تلو کښي ئې يو ماشوم هم د هغې په غېږه کښي پرېښودو. بلائي لټس تر ډېره وخته په خپل کلي کښي د بد نامۍ دغه داغ او نۀ ګرځولی شو. او يوه شپه ئې د پمفيليا په يوه عبادت خانه کښي دغه ماشوم پرېښودو او چرته ورکه شوه او تر مرګ پوري بيا خپل کلي ته واپس رانغله او بيا يوه ورځ ته پته ولګېده چي هغه په Mytilene کښي د ژوند او خوند نه ډکي شپې تېروي. دغه وخت د هغې عمر هيله شپاړس کلونه وو.

Lesbos او Mytilene ته  په دغه دور کښي د دنيا د مرکزي ښارونو څهره په سر وه، دواړو ښارونو په شان، شوکت، ښائست او رغوڼه کښي ايتنهنز نه زيات اهميت لرلو. په غرۀ دپاسه جوړ شوی د My tilene ښار د خپل وخت د تعمير يوه شانداره نمونه وه. له کوم ځائ نه چي به د ايشيا غاړي او پېڅکي ښکارېدې. د دنګو لوړو عبادت خانو منارو به د اسمان سره خبري کولې. په تنګو کوڅو کښي به هر وخت د ګاهکانو ګڼه ګوڼه وه. د سيلکو، ورېښمو، هيرو جواهراتو او سرو، سپينو ډهېري په بازارونو کښي ځائ په ځائ پراته وو. د ښځو په غوږونو کښي رازوړندو موندرو به په مشرق او مغرب کښي رڼاګاني خورولې. سړي به په خوشبويو او عطرو کښي لمبېدلي ګرځېدل. د قالينونو او ټوکو په دکانونو به هر وخت غوبل جوړ ؤ. د کورونو له کهړکيو نه به شپه او ورځ د سازونو او اوازونو يو سيلاب راختلو.

د سړو خنداګاني او د ګډېدونکو ښځو اوازونه به هر وخت اورېدلائ شو. شراب به لکه د اوبو په شان بهېدل. يوه داسي ټولنه چرته چي به  خاوند شپه او ورځ د شرابو په نشو کښي او د ګډېدونکو ښځو په محفلونو کښي بوخت وو. د کور زناناؤ هم ځانله مشغلې کتلي وې. د خپلي تنهائې ختمولو دپاره ئې داسي لوبي ولټولې. په څۀ کښي چي د سړو نيمګړتياوي ښځي په خپلو کښي پوره کولی شي. وشوه نو د She to He فارموله په She to She کښي بدله شوه.   بلائي لټس چي د نارينه د لاسه ئې وړومبی هم زخم خوړلی ؤ. د ښځو په دې لوبه کښي شريکه شوه. سيفو دغه وخت لا  ژوندۍ وه. د هغې د ښائست او شاعرۍ نغاره څلور طرف ته غږ ېدله. بلائي لټس ډېره زر د هغې د خوښي په جنيکو کښي ورګډه شوه. خو وشوه دا په خپله مهم شاعره وه. ځکه نو تر ډېره وخته ئې د هغې سره او نۀ پاللی شوه. او بيا يوه جينۍ چي Mnasidcka نومېده او دواړو خوښه وه. د سيفو او بلائي لټس تر مېنځه د ليري والي سبب وګرځېده. او بيا په خپله Mnasidcka هم د هغې سره بې وفائي وکړه. چي ذکر ئې د بلائي لټس په نظمونو کښي موندی شي. وشوه نو اوس دلته هم د هغې طبع او نۀ لګېده. او هغې يو ځل بيا د سفر سامان وتړلو او "جزيره کيپرس" ته لاړه. دغلته هغې د خپل ژوند له نوي سر نه اغاز وکړو. او د محبت د يوې ايفرو دائټي Aphrodite په مندر کښي خدمتګاره جوړه شوه. او د محبت، حسن، عشق او جنس په پټو او باريکو اړخونو ئې نظمونه ليکل پېل کړل. او د ايفرو دائتي صفت ئې هم جاري وساتلو. د بلائي لټس ټول کائنات په سلو نظمونو مشتمل دی. چي په هغې کښي درې کتبې هم شامل دي. د هغې شاعري په ويړيا توګه په دريو برخو کښي وېشلې کېدی شي.

۱: په وړومبۍ برخه کښي هغه نظمونه دي کوم چي هغې په خپل ابائي کلي کښي ليکلي دي او د هغې د ماشومو والي پوره تفصيل ترېنه په لاس راځي.

۲: دوهمه حصه ئې په هغه نظمونو مشتمله ده چي هغې د Mytilene د قيام په دوران کښي وئيلي دي. په دې کښي د ځوانۍ د دور عکاسي په نظر راځي.

۳: درېيمه حصه ئې په کيپرس کښي په وئيلي شوو نظمونو مشتمله ده. پښېماني، ګلي، شکوې، جدائي، د عمر د زر،زر تېرېدو وېره او جنس د دغه نظمونو خاص خاص موضوعات دي.

د وړومبۍ حصې په نظمونو کښي د بلائي لټس د وړکولوالي نقشونه په پوره توګه بيان شوي دي. ګور له کور نه د مجلس فضاع، د ډنډونه، ځنګل، واښۀ، شنې شنې ورشوګاني، د يخو اوبو چينې، ساده توب، همځولي جينکۍ او د هغوئ لوبي، ټوقي، کم عقلتيا، د مور نصيحت. دا هر څه د هغې د ابتدائي شاعرۍ برخه ده. مثلاً يو نظم "د مور نصيحت ئې وګورئ:

"د مور نصيحت" 

زما مور ما په سيوري لمبوي

په پړقيدونکي لمر کښي راته زړوکي اغوندي

د ډيوې په رڼا راله کملڅۍ جوړوي

چي زۀ چرته د سپوږمۍ په شپه بهر ووځم نو زما پرتوغاښ له دوه کلکي غوټي ورکړي

هغه ماته اکثر وائي چي:

د پېغلو جينکو سره لوبي کوه، د ماشومانو سره لوبي کوه

د زلمو هلکانو خبرو له کله هم توجه مۀ ورکوه

د کونډو ښځو په نصيحتونو چرته هم عمل مۀ کوه

يو ماښام به ستا غوښتو له څوک راشي. په دروازۀ کښي به ګڼه وي.

ډولکي او باجې به غږېږي.

هغه ماښام په کوم  ماښام چي به نۀ ودېږي بلائي لټس

ماته به د درد او يادونو درې مېوې راکوي نو ځې به

يوه د سحر دپاره بله د ماښام دپاره

او درېيمه چي تر ټولو زياته ترخه وي

د خوشحاليو د ورځو دپاره

دا د څلوېښت سوه کاله پخوانۍ مور جذبات دي چي د ان د مور نه بيخي مختلف نۀ دي. د بلائي لټس شاعري د جذبات نګارۍ منظر کشۍ، ميني، جنس او فراق د تبصرو يوه بهترينه نمونه ده. د هغې شاعري يو ناوياته او قيمتي البم دی چي په کښي لګېدلي تصويرونه نن هم د خپلو رنګونو او ښائستونو په وجه ترو تازه دي. د دوو وېرېدونکو مينانو يو تصوير ئې وګورئ.

کله چي هغه واپس راغی نو ما خپل مخ په لاسونو پټ کړو

"وېرېږه مۀ هغه وائي موږ چا ليدلي يو؟"

"شپې او سپوږمۍ ته ما ووئيل،

سپوږمۍ خپله څهره په ډنډ کښي وليده او اوبو ته ئې هر څه ووئيل

د ډنډ اوبو چپو ته خبره ورسوله

چپو کښتۍ ته وائي

کښتۍ جالوان ته ...... که خبره دلته پاتي شوې وي نو ښۀ به وه

خو جالوان دغه هر څه يوې ښځي ته وائي

اوس به دغه ښځه زما مور او زما خوېندي خبر کړي.

او دغسي به ټول Hellas په هر څه پوهه شي.

د بلائي لټس ټوله شاعري د عشق او جنس له عناصرو نه ډکه ده چرته هغه د جينۍ په عشق کښي ګرفتاره ښکاري او چرته په خپله د سيفو په جال کښي نښتې ده. چرته د وصال نه پس د پښېمانۍ په اور کښي سوځېدلې ښکاري. او چرته په جدائي کښي د محبوب په يادولو. جنسي بې لاروي په هغه دور کښي (لکه د نن دور په شان) يو فېشن جوړ شوی ؤ. د هغې د ځيني نظمونو لوستولو نه پس داسي محسوسېږي لکه چي د هغه دور ښځه په جنسي لحاظ د نن د يورپ د ښځي په شان وه چي د جنس جائزه او ناجائز استعمال د روزمره ژوند يو عام عادت ګڼي. بلائي لټس د جنس د دغه عنصر بيان ډېر په بې پرواهي او بغير د څه وېري ترهې کړې دي. او دغه لاپرواهي کله کله د هغې د اسلوب خامي هم جوړه شوې ده، خو هغه کله کله له دې لوبي نه تنګه هم راغلې ده او دغه ستوماني، پښېماني او احتجاج د يوه ښکلي نظم په بڼه کښي ځان ښکاره کوي.

"پښېماني"

کنګل شپه، ځنګل او سخته يخني.

زۀ ټوله رپېږم

تا دلته زۀ څله راوستې يم

ولي زما غوړېدلې بستره له دې کاړجني مځکي نه زياته نرمه نۀ وه

زما ګلابي جامې به داغونه داغونه شي

زما وېښته به په جاړو بوټو کښي ونښلي

تۀ وګوره زما مرۍ په خټو او چقړو کښي لړلې شوې ده

ما يواځي پرېږده زۀ پښېمانه يم

ماته هيڅ مۀ وايه، زما لاسونه زما په سترګو پرېږده

څۀ، موږ انتظار نۀ شو کولی؟

څۀ، موږ وحشيان او ځناور يو، چي يو بل په دې ډول غواړو

ما يواځي پرېږده

زما زنګونان او شونډي دغسي بند پرېږده

زما سترګي دي هم دغسي پټي وي

دوئ پرېږده چي ژړېږي ژړېږي او ژړېږي

د بلائي لټس ټوله ټاله شاعري د هاغه دور د سړو د روئې او د ښځو د ژوند د طور طريقو عکاسي کوي. د ښځو جنسي بد چلني د سړيو د ښځو له مجبوريو نه فائده پورته کول. د خپلي ټولني د اخلاقي، سماجي او معاشرتي ژوند پر اړخيز جائزه د سخا او مکروه ذهنونو تصويرونه ...... په جزيره کيډس کښي وئيلي شوي شاعري اګر چې د هغې د خپل ژوند قصه ده خو په دې قصه کښي موږ ته ټول يونان په نظر راځي. هغې د خپلي دېوي په صفت کښي او سندري وئيلي نظمونه ئې ليکلي دي خو چي کله ئې د خپل تندي دپاسه په سپينو وېښتو کښي لکه د سپينو زرو په شان برېښنا وليده نو هغه ډېره اوپرېده. هغې ته هغه ورځي وريادي شوې چي د ښار ټولو خلګو به د هغې مخ ته په کتلو سره د سحار د نمر راختلو هرکلی کولو. تر پرو نه پوري به خلګو د هغې د پښو وينځلو اوبه چښلې. او نن هغې په خپله خلګو ته لغوي وهلې.

"اخري مئين ته"

زلميه! چي تېر وځې نو په ما ځان مۀ ناغرضه کوه

د شپې په تياره کښي زۀ اوس هم ښکلې يم

زما د عمر د خزان موسم اوس هم د چا د سپرلي خېزه نه زيات زړۀ راښکونکی دی

زما مخ ته مۀ ګوره

دا هغه روڼ مخ دی چي په يوه زمانه کښي به ټولو خلګو ډېر په بې تابۍ سره غوښتلو

زما وېښته اووينه

دا هغه وېښته دي چي په تعريفونو ئې سيفو سندري ليکلي دي

په ما ځان مۀ ناغرضه کوه

زۀ به ستا دپاره د خپلي ځوانۍ هر څه راټول کړم

زۀ به تا له د Lykas خوږه شپېلۍ درکړم

او د Mnisid cka زير جامه هم 

خو زلمي په دې تېر عمر کښي د هغې په خبرو کښي رانغلل او بلائي لټس د خپلي ځوانۍ په مړبي د وينو اوښکي توئيولې. هو اخر چي د هغې اوښکي وچي شوې، سترګي ئې کړاغي شوې او د زړۀ درزا ئې بنده شوه، د هغې د خوشبو ګانو او د ځان سينګارولو سره ډېره مينه وه، ځکه نو د هغې سهېلو (جينکو) د هغې (Necklale) ګل دان ائينه او د خوشبو بوتل د هغې سره په تابوت کښي کېښودل.

څلوېښت سوه کاله پس چي پروفېسر Heim د بلائي لټس کفن پرانستلو نو دغه درې واړه څيزونه د هغې سره پراته وو. خو د سترګو په رپ کښي د هوا وړومبی چپې د خاورو سره خاوري کړل خو د بلائي لټس ژوندۍ شاعري څلوېښت سوه کاله پس نن هم ژوندۍ ده.

 

FaLang translation system by Faboba