سليم بنګښ
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
تمباکو د پښتونخوا يو ګټور فصل دی چي په قطبي پښتونخوا کښي ډېر پېدا کېږي . دي نه هر قسمه سګرېټ جوړېږي خو په پښتونخوا کښي ورنه خلګ نسوار جوړوي چي ورته په ځيني لهجو کښي تمباکو او په ځيني لهجو کښي کېپ هم وائي. په لويو لنګرو کښي ئې ټکوي، بيا ورسره څۀ شيان نور هم ګډ کړي لکه ايرې، چونا، لونګ او څۀ نور هم په کښي اچول کېږي . اول به نسوار په دېسي يعني کليوالو طريقو ټکېدو چي ورته پائيکو به لګېدلي وې او اوس ورته مشينونه لګېدلي دي. خو بيا هم ورپسې دکانداران نۀ رسي . نسوار ډېر په خوارۍ جوړېږي نسوار د پښتنو يوۀ ډېره اهمه او ډېره ارزانه نشه هم ده . پښتون په نسوارو پېژاندی شي که دا اووايم چي نسوار د پښتنو نخښه ده نو غلطه به نۀ وي. واړۀ عمر نه بچي په نسوارو عادت شي او بيا اخر عمر پوري ورنه ځان نۀ شي خلاصولی . زياتره پښتانۀ واړۀ دي او که زاړۀ نسوار اچوي . غريبان دي او که خانان ، مزدوران دي که افسران ، سياستدانان دي که ورکران ، ملايان دي که طالبعلمان خو چي پښتون وي زياتره به نسوار اچوي . اول خو به د نسوارو نشه هم خلګو بده ګڼله . خو نن سبا دومره نشې راغلې چي دا نشه نشه نۀ شوه پاتې . نسوار نشې نه علاوه هم استعمالېږي . لکه خلګ ئې په زخم کښېږدي. ډېر ژور ژور زخمونه ورسره جوړېږي ځيني خلګ ئې دوا په ځائ هم استعمالوي.
نسوار په شجره کښي دوه قسمه وي. يو د خُلې نسوار دي بل د پوزې . د پوزې د نسوارو هم خپل نشيان دي ( خو دا نسوار څه بل قسمه موادو نه جوړېږي او پښتانۀ ئې په ساده طريقه نۀ شي جوړولائ ) چي لېري نه ئې پته لګي، ولي چي دې سره د سړي شونډه او که برېت لري نو برېت او که بيا ږيره لري نو ږيره تکه سرۀ لړلې وي. ګهنټه ګهنټه سړی داسي پرېشوي (پرنجوي ) چي ټول رګونه ئې خلاص شي او سترګو نه ئې د اوښکو رودونه وبهېږي .
او يو نسوار د خُلې دي چي نسواريان ډېر په مينه ورنه چونډۍ جوړه کړي (د خُلې د نسوارو نور ډېر قسمونه دي چي پکښي کشميري نسوار، بلوڅي نسوار، وچ شنه نسوار، پراړۀ نسوار او داسي نور )او په شونډي کښي ئې ډېر په خوند واچوي . بيا د خُلې نسوار هم دوه قسمه وي يو کلک نسوار وي چي مخکښي به ورنه د نسوارو جوړولو والاؤ په خپل ناپ غونډه ګوله جوړه کړه بيا به ئې خرڅوله خو اوس ئې په واړۀ غوندي پلاسټک کښي اچوي او خرڅوي ئې . او يو شنۀ نسوار دي چي هغه نرم وي هغه خُلې ته نېغ په نېغه اچول کېږي. نسواريان ئې بيا په ژبه واړوي او خُلې کښي ئې ژبي لاندي ونيسي .
خو بيا چي کله خبري کوي نو ورسره نزدې به نۀ کښېنې ګنې په خبرو خبرو کښي به ئې نيم نسوار درباندي ضرور تُو کړي وي .
هغه کسان چي لږه پوهه لري يا افسران يا نېک خلګ وي هغه نسوار هم اچوي او دغه عمل بد هم بولي. نسوارو ته کنځل هم کوي نن سبا ئې په ټشو پېپر کښي تاؤ کړي او خُلې کښي ئې ونيسي . ډېر کسان ئې د پرېښولو کوشش هم کوي خو دا ډېره زوروره نشه ده، په اسانۍ سره سړی نۀ پرېږدي . يوۀ سړي کوشش کړی ؤ چي نسوار پرېږدي نو هغۀ د نسوارو په ځائ سګرېټ شروع کړو او چا ورته وئيلي ؤ چي ورسره کاږۀ هم خوره ډېر خوشحال ؤ دا فارموله ورته يوۀ نسواري دانشور ښئيلې وه، خو اوس هغه کس درې واړه نشې کوي . نسوار هم اچوي، سګرېټ هم څکي او ورسره کاږۀ هم خوري ورسره نسواري دانشور ته کنځلي هم کوي .
د نسوارو نشه هم ډېره عجيبه نشه ده. ځيني خلګ ورته د ښاپېرو نشه هم وائي . په روژه کښي دغه نشه سړی ډېر تنګوي چي څنګه روژه ماته شي مونځ وکړي نو نسواريان اول نسوار اچوي کله کله خو دوې چونډۍ ونيسي او بيا خاموشه کښېني. کله کله په خ خُله کښي نسوارو سره اودۀ هم شي چي ويښ شي نو په خُله کښي ئې نسوار ړنګ شوي وي .
زموږ په کلي کښي يو لېونی دی، هغه په روژه کښي هم نسوار اچوي او غږ کوي چي چا وې چي په نسوارو روژه ماتېږي، زر به جېب نه ډبې راوباسي او يوۀ غټه چونډۍ نسوار به د روژه دارو نسواريانو په مخکښي واچوي .
د نسوارو ځان سره د ساتلو دپاره هم خپل ډبې وي چي ائينه هم په کښي لګېدلي وي. اول خو دغه ډبي ساده ؤ خو نن سبا ډېر ښکلي ډبي جوړېږي چي په کښي ښکلي ښکلي غمي هم لګېدلي وي او ورسره ائينه هم وي چي نسواري ورباندي وخت په وخت خپل خُله ګوري چي په نسوارو ککڼه نۀ وي، اوخپل غاښونه هم ګوري چي څومره پاتې دي او څومره د نسوارو دلاسه پرېوتي دي. غاښونه خو شايد چي د نسوارو په وجه چېنجو نه بچ پاتې شي خو نسوار ئې چېنجو پوري رسېدو ته هم نۀ پرېږدي.
نسواريان هم خپل خپل نسوار اچوي لکه د باړې خپل نسوار دي د ټل خپل نسوار دي د بنو خپل نسوار دي د خېشکو خپل نسوار دي چي وروستو زور کوي خو چي څوک په کومو نسوارو عادت وي نو نور نسوار خوند نۀ ورکوي . زما يو ادبي مشر به نسوار په فريج کښي ځان سره ساتلو. زما ځيني نسواريان ملګري ما ته راځي ځان سره ښۀ ډېر نسوار کلي نه راوړي زۀ هر څه نه اول د دوئ دپاره د توک دانۍ بندوبست کوم، ګنې نو بيا خو ئې ټول بېټهک نه توک دان جوړ کړی وي. خو هغوئ په يوۀ شپه کښي دومره نسوار تو کړي چي زۀ بيا يواځي نسوار نۀ غورځوم ورسره توک داني هم غورځوم .
موږ چي کله د ټمبر کار کولو نو په مياشت کښي به لس پنځلس ورځي کور نه بهر وو. په سندهـ او پنجاب کښي به لرګيانو پسې ګرځېدو نو زما نسواريانو ملګرو به دوه دوه کيلو نسوار ځانونو سره ټل نه ضرور وړلو او د پنجاب خلګ به ورپوري خندېدو چي دومره نسوار به خورۍ . خو دا شکر دی چي نن سبا پنجابيان هم په نسوارو عادت شوي دي . بلکې پښتانۀ نن سبا په عربو کښي ډېر دي نو عربيان هم نسوار اچوي . چي کله عربيان په ټېکسي کښي کښېني او پوهه شي چي ډرايئور پښتون دی او اکثر وي هم پښتانۀ نو بيا ورنه نسوار ضرور غواړي . نسوار په سعودي عرب کښي بند دي خو چي څوک په نسوارو عادت دي هغه ئې حج ته هم ځان سره وړي ګنې بيا ئې هلته په درې سوه روپۍ پوړۍ اخلي خو نسوارو نه صبر نۀ شي کولائ . په سعودي عرب کښي به ئې د کشمش په نوم غواړې ګنې بيا به درته نۀ ملاوېږي .
موږ ملګري به چي کله فلم ليدو ته سينما ته تلو نو ځان سره به مي نسوار ضرور وړلو ولي چي زموږ يو ملګری ؤعمومًا به هغۀ نه نسوار پاتي کېدو . نو چي کله به ورسره نسوار نۀ ؤ نو بيا به ئې په موږ قيامت جوړ کړی ؤ او فلم به رانه پاتي ؤ.
يوۀ ورځ مي په رېل ګاډۍ کښي سفر کولو، شپه وه او سخته يخني وه، باران هم ؤ، زۀ پاس په بهرت پروت وم چي لاندي شور شو . يوۀ کس خُله نسوارو نه ډکه وه، هغۀ د نسوارو توکولو دپاره وخت په وخت شيشه خلاصوله او نورو کسانو د شيشې خلاصولو اجازت نۀ ورکولو، ولي چي يخني زياته وه، خو هغه مجبوره ؤ. ولي چي لاندي په فرش هم خلګ پراته وو نو هغۀ به شيشه خلاصوله، ګنې نو بيا به څۀ حال ؤ په دې سړی ښۀ پوهېږي .
دا د چايو هوټلو والا خو هسي هم صفا کار نۀ کوي، ټول نسوار هم اچوي پيالې او چائينک ئې هم سخا وي خو زموږ مجبوري وي چي مېلمه ته به چائ ضرور راغواړې خو خيال به ضرور کوې ولي چي دوئ هم د نسوارو د غورځولو په وخت دا نۀ ګوري چي د کوم چائينک سر خلاص دی او د نسوارو چونډۍ چرته لړه کړو .
نسوارو کښي ايره ګډېږي مخکښي به خلګ کوڅو کښي ګرځېدو او صفا ايره به ئې په تمباکوکښي د ګډولو دپاره په بيعه اخسته . او ځيني کسانو خو د بېرړي په ايرو کښي نسوار جوړاوئ او غږ به کوي چي کېپ دی بېرړي .دا مي اورېدلي دي چي د سوما بوټی همدغه د بېرړي بوټی دی.
نسواريان د نسوارو سوال ، سوال نۀ بولي ډېر معتبر کسان د نسوارو سوال کوي. زموږ په علاقې کښي يو ملا ؤ چي هغۀ به جرګې فېصله کولې او ډېر زورور او معتبر سړی ؤ. د خپل قام مشر ؤ، هغوئ سره ډېر همسايه هم پراتۀ وو او په نورو قومونو کښي ئې هم همسايه لرل. يوۀ ورځ هغۀ ته د بل قوم يو ډېر معتبر کس چي نوم ئې وزير ؤ هغه هم ډېر هوښيار جرګه باز و ګډ ( پسۀ ) سره راغی چي د ملا صېب همساياتوب کښي شامل شي کسان هم ورسره وو نو د همساياتوب دا طريقه وي چي خلګ ګډ حلال کړي او په ګډه ئې وخوري. خو ملا صېب وزير واپس کړو او ګډ ئې حلالولو ته پرې نۀ ښودو چي وزيره زۀ تا په همساياتوب کښي نۀ قبلوم او د تا دا ګډ په لوخي کښي نۀ اخلم . ځيني خلګ داسي وي چي د يوۀ نيم کس لوخي نۀ قبلوي. وزير خفه واپس شو . ورځي واوښتې، يوۀ ورځ د دوئ دواړو په يوۀ جرګه کښي په ګډه په يوۀ کلي کښي شپه راغله. د دواړه په يو ځائ کښي شپه وه. دواړو چائ اوڅکلې. عموماً په خوږو پسې خلګ نسوار اچوي . خلګ اودۀ دي، ناوخته دی، دلته ملا صېب سره نسوار ختم شو، هغۀ کوربانه راويښ کړو چي ما سره نسوار ختم شوي دي، چرته نه ئې پېدا کړی. خو شپه وه هغوئ کوشش وکړو خو نسوار چرته پېدا نۀ شو . په دې وخت کښي دي بل جرګه باز وزير د نسوارو ډبی را وايستو او يوۀ غټه چونډۍ ئې ورنه جوړه کړه او په خُله کښي ئې واچوله. ملا صېب ورته اووې چي وزيره نسوار ما ته هم راکړه، وزير ورته اووې چي ملا صېب تا نه قربان خو که دا د نسوارو چونډۍ په لوخي کښي قبلوې ؟ ملا صېب غصه شو، ورپسې ټوپک ئې راواخستو چي اوس دي ًولم. هغوئ ورته اووې چي زورور ئې خو هسې نسوار نۀ درکوم که په لوخي کښي ئې قبلوي نو بيا ئې واخله ، ملا صېب ورته ډېري ګډي وډي اووې او ورته ئې اووې چي ما د تا ګډ واپس کړی دی. بيا به د تا نسوار په لوخي کښي څنګه قبلوم ؟
بيا ئې کوربانه ته اووې چي نسوار پېدا کړی ګنې روغه شپه به په ويښه تېروم . د کور خلګ بيا نسوارو پسې وګرځېدو خو نسوار نۀ ؤ. نسوارو نۀ د مرغۍ پۍ جوړي شوي وې . وزير بيا د نسوارو ډبی را وايستو او هم هغه شان ئې خُله نسوارو نه ډکه کړه . خو ملا صېب ته ئې بيا نسوار ورنۀ کړل . ملا صېب ورپسې راوچت شو خو وزير سره نزدې د اوبو لښتی بهېدو هغوئ استاد ته اووې چي که زور کوې نو ټول نسوار د اوبو لښتي ته غورځوم يوۀ ټوکه او يو جنګ شورو شو .
ملا صېب بيا ورپسې اوچت شي، ټوپک راواخلي خو وزير نسوار نۀ ورکوي د ملا صېب کسان هم کوشش کوي چي وزير نه نسوار په چل راواخلي خو وزير هم استاد ؤ هغه هر قسمه حملې ته تيار ؤ استاد بيا کوربانه ولېږي خو نسوار نۀ شي پېدا. کوربانه وزير ته سوال وکړي چي يوۀ چونډۍ نسوار ملا صېب ته ورکړه خو هغه ئې نۀ مني اخر ملاصېب ډېر تنګ شي او وزير نه چونډۍ نسوار په لوخي کښي قبول کړي.