قمر صحرائي
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
زۀ کله کله سوچ کوم که چرته فېشن په ژوند کښي نۀ وائ نو دې قوم(تاسو به پوهه شوي ئې چي زما اشاره کوم پله ده) به د دې په ځائ په ځان بله کومه لوبه کوله، ځکه چي زۀ کله نه په ښۀ بد پوه شوی يم او ليدلي کتلي مي دي نو دې قوم د فېشن په نوم ځان سره کومي کومي پېښې او کومي کومي نخرې ونۀ کړې. يو دور ؤ چي کله زۀ ماشوم وم نو دې خلګو به خو چي کوم به بادار ؤ د کيريلين ټوکي نه د خلکي په شکل انګا جوړه کړې وه چي پکښي به د شاته نه او مخکښي نه ټول ښکارېده خو فېشن ؤ هيڅ خبره نۀ وه ځکه چي د فېشن اصول دی که د سړي نه هر څۀ جوړېږي د مثال په توګه برماڼو يا د بليجي يږ، نو هيڅ پروا نشته، تر دې که فېشن کښي ټول بربنډېږي نو خير دی خو چي فېشن وشي.
بيا د لږي مودې نه وروستو يو بل ټوکی (بوسکی) راووته او ورسره سم دم يو فېشن هم راغلی. يعني لنډه خلکه او د ارتو پېنڅو پرتوګ چي خښتګ او پرتو غاښ به پکښي څامړه ښکارېده خو چا ورته بد نۀ وې، ځکه چي فېشن ؤ او پېنڅې به دومره ارتي وې چي سړی به پکښي ټول دننه تلی شو او بيا به ترې په اسانه وتی شو او د سر وېښته به دومره غټ کړي وو چي په يو هلک به د شاته نه د يوې لنډيري جينۍ ګمان کېده. بيا الله الله خير صلا، يو بل ټوکی( هائي صافي) او (کي ټي) را ووتل. دې سره يو فېشن هم راووته چي اوږده خلکه چي هغه ترپښو پوري رسېده لکه د ناڅاپۍ ملنګان، او د پرتوګ تنګي پېنڅې چي کله به سړي اغوسته لکه د يږ او پينکو پر زول چي وي او د سټيل تڼۍ چي په هغې به جدا دومره خرچه وه چي د مياشتي د تنخوا نيم بجټ به پرې لګېده او د سر وېښته دومره اوږده کړي وو چي سترګي به پکښي پناه وې. بيا يو بل فېشن راووته چي هلکانو به د سر وېښته دومره اوږده کړي وو چي شاته نه به پکښي کمڅۍ کړي وې نو ښکته به هلک ؤ او د مرۍ نه به بره جينۍ وه. نو په يو وخت کښي به دوه جنسه په ځان کښي غلط ملط شوي وو. ځکه چي درې جنسه خو موږ ته معلوم دي لکه هلک، جينۍ او درېيم چي نۀ هلک وي او نۀ جينۍ يعني کدړا يا هجړا(بې ادبي معاف) خو د دې کمڅۍ والا به جنس نۀ معلومېده ځکه چي کدړا به ورته هم نۀ شو وئيلی. ځکه چي کدړاګانو خو يو خپل ذات دی، خپل قام دی، خپل خېل دی او خپله کورنۍ ده خو چي دغي مورتي ته به موږ څۀ وې؟
او اوس يو داسي فېشن راوتی دی چي هلکان داسي ښکاري لکه د چوړو پيسان. د سر وېښته به ئې د غاړو نه يعني شرقا غربا او څټ کښي د ظهراب کاکا په چاړې خرېيلی وي او په منځ کښي به ئې د ګډ زومبق پرېيښی وي لکه د بټګرام هندوان، چي نور سر وخرئي او په منځ کښي ورله څړی پرېږدي. ځکه خو اوس په دې هلکانو او هندوانو کښي تميز نۀ کېږي.
ها، هير شوی ؤ رانه، يو وخت کښي د تيزو يعني شوخو سرو او زيړو رنګونو جامې راوتي وې چي په هلکانو به د سيالکوټ د جينکو ګمان کېده، او په بازار او چنو کوڅو کښي به دغه لښتۍ ګرځېدې. چي ځوانان به پرې اکثره خطا کېدل.
حقيقت کښي دا قوم (نوم به ئې نۀ اخلم) داسي په احساس کمترۍ کښي اخته دی چي نۀ ئې څۀ تهذيب شته نۀ ئې ثقافت شته، نۀ ئې څۀ کلتور شته او نۀ ئې څۀ لباس. بس شين سترګو يعني انګرېزانو حراميانو دغه د هوس قوم ښه معلوم کړی دی. کله ورسره يوۀ ملنډه کوي او کله بله.
يو انګرېز پاکستان ته راغی چي د پتلون خښتګ ئې سوری ؤ. نو پاکستانيانو د خپلو روغو پتلونونو او پرتوګونو خښتګونه سوري کړه او بيا به ټول خښتګ سوری ګرځېدل. دغسي يو بل پاکستان ته راغی چي په يوې پښې ګوډ ؤ نو پاکستانيانو خپلي روغي پښې ګوډي کړې او بيا ټولو پينک وهه او په بازارونو او لارو کوڅو کښي به د پاړه زيارت د منجورانو غوندي اټوپيټ کېدل.
د پاکستان د يو ريلوې سټېشن کښي يو انګرېز چائ څښه چي ريل ترې روان شو، نو هغه زرغوندي د چائ سړولو دپاره د واوري غونډ پيالې ته وغورځوو نو بيا پاکستانيانو به په جيب کښي د واوري غونډان ګرځول او سوړ چائ به ئې هم نۀ معاف کوو.
يو بل انګرېز چي په سترګه کاڼيا ؤ يعني ون بلب شاټ پاکستان ته راغی نو پاکستانيانو چي هغه وکته نو هر چا خپله خپله روغه سترګه پټه کړه.
دا قوم د انګرېزانو نه دومره متاثره دی چي د انګرېز جوړېدو په شوق کښي يوۀ انګرېزي ادا نۀ پرېږدي. هم په شکل ځان نه انګرېزان جوړوي هم په لباس او هم په ژبه ځان نه انګرېزان جوړوي او په خپلو خپلو ژبو کښي د انګرېزي ټانکو لګولو سره خپلي خپلي سوچه ژبي بنارسي کړي او د صوتياتو ملغوبه ترې جوړه کړي.