سيد فريد الله شاه حساس
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
د سړي خواهش او د سړي د ټول عمر ازمائش ته وادۀ وائي. وادۀ يوه داسي مېوه ده چي خوړو والا ئې په خوړو پښېمانه دی او نۀ خوړو والا ئې په خپل نصيب بدګمانه دی. څنګه چي د چائيو يوه پيالې هيڅ وي دوهمه بس وي او درېيمه عبث وي، بالکل دغسي بعضي خلګو ته يو وادۀ هيڅ وي ځکه هغوئ د دوهم وادۀ خوند هم اوڅکي او چي په خوند ئې پوه شي نو دا دوهم وادۀ ئې بس هم شي، عبث هم شي او سر کس هم شي. ځکه چي دې نه پس د هغه په کور کښي د کرتبونو، کمالاتو او تماشو هغه مظاهرې شروع شي چي د کور محلت خلګ ترې بې ټيکټه خوندونه او مزې اخلي.
د ناوادۀ کړو قول ارماني دی چي وادۀ کړي د وادۀ په قدر نۀ پوهېږي کېدائ شي ټهيک وائي ځکه چي قدرمن څيزونه هلته بې قدره کېږي چرته چي ډېر شي. يا بې کړاؤ او بې مطلبه دي مخي ته پراته وي.
ديدن مي کورته ورله يوړو
په قدردان جانان مي ځان بې قدره کړونه
يا که دغسي نۀ وي نو داسي هم کېدائ شي چي:
څوک ئې ديدن پسې ړانده شو
څوک ئې د کټه غورځوي چي خوب راځينه
دا حقيقت دی چي انسان په يو حال کښي هم شکر نۀ اوباسي. په ځواني کښي وادۀ لوئ ارمان وي چي اوکړي نو بيا فريادونه شروع کړي.
ښځه د ژوند ښکلا ده او د دې ښکلا د کمۍ احساس هله بنده ته کېږي کله چي دا نۀ وي. بعضي بد نصيبه سړو سره داسي حادثې کېږي چي د ژوند په اخري مرحلو کښي ترې ښځه واخستی شي او يواځي پاتي شي.
داسي حالاتو کښي دغه بوډاګان او باباګان ډېرو ګرانو سره مخ کېږي. نۀ ئې کور کښي څوک تپوس کوي نۀ بهر چاته يادوي. وادۀ ته ئې زړۀ کېږي خو عمر د دې اجازت نۀ ورکوي چي ناوې راولي. که بابا په ځان اعتباري وي نو بيا بال بچي اجازت نۀ ورکوي چي د هغوئ پلار د ځواني ښځي خاوند شي. کله کله که نور څه خنډان نۀ وي نو بوډا ته غربت اجازت نۀ ورکوي چي په اخري عمر کښي دومره لويه عياشي وکړي. کله کله داسي هم کېږي چي بابا هر مخالفت ته ملا وتړي خو څوک پرې دومره لوئ رسک نۀ اخلي چي رشته ورله ورکړي. بوډا که مالداره وي نو بيا ئې دا مسئله هم مسئله نۀ وي ځکه چي زر زور لري او زر چي درسره وي نو بيا ودونه او ناوياني ډېري.
بوډا سړی چي کونډ شي او ښځه ئې د خاورو څادر واغوندي نو د هغې د تختې اوبه لا اوچي نۀ وي چي ياران دوستان بوډا ته دا قسمه سريزي غږول شروع کړي يا هلکه! د وادۀ غم ځان له کوه ځانله ژوند به درته ګران شي. اې قسم په خدائ ستا د پلرونو په عمر کښي مي ليدلي دي چي ودونه ئې کړي دي. يا انصاف داره ته خو لا ځوان جان ئې وادۀ وکړه چي دوباره ورسره راوټوکېږي.
دا قسمه ترسکونه، مزيداره، ذائقه داره او ثمر باره خبرو سره بوډا په دې غلط فهمي او خوش فهمي کښي راګير شي چي "ابھی تو میں جوان ہوں" او هم دا هغه لېونی خيال وي چي بابا د وادۀ سيند ته په بډو ګوتي اووهي او يوه نعره مستانه پورته کړي ما له وادۀ ما له وادۀ.
د بوډا دا نوې ټپه په ټول خاندان کښي يو داسي زلزله راولي چي ډېرو نه پکښي رو ګودري خطا شي. کومي هستی چي د بوډا په مال جائيداد کښي حقدار، شراکتدار، يا اميدوار وي هغوئ په قسما قسم طريقو د بابا مخه نيسي خو دا هر څه د بابا لېونتوب ته د شګو دېوالونه شي ځکه چي دا هر چاته معلومه ده چي د بوډاتوب عشق ډېر زوره ور او سرکشه وي.
بوډا ګټی، هغه په بوډاتوب کښي يو ځلي بيا زلمی شي، په ګوزني او له رپېدلو لاسو هغه د ځواني ناوې بنارسۍ اوچتوي او په بې ترتيبه ساګانو کښي هغه يو ځلي بيا وائي. نا ..... نا وي.
د بوډا د لاسو ګوزن او د خبرو ځنکدن سره چي ناوې بوډا ته وګوري نو د هغې په دغه يو نظر کښي د بابا ټولي د حکيمانو کښتۍ، هجونونه او نسخې داسي لاهو شي چي بابا د خپل وران وجود په کهنډر باندي ماتم ماتم شي. پورته سترګي چي ښکته شي بيا نۀ پورته کېږي.
بوډا چي د کومي ګټي دپاره خپل هر څه بائيللي وي، هغه ګټه ئې چي بيلات شي نو د بوډا ځوانه ښځه د دۀ مېړه شي او بوډا په اخري عمر کښي د ښځي کردار لوبول شروع کړي.
په زور هسي هم کلي نۀ کېږي او چي زور دي معلومه شوې وي نو هلته بيا کمزوری د زارۍ نه کار اخلي ځکه چي زارۍ هم د زوره کمه نۀ وي. بوډا زارۍ کوي ناوې ته. ناوې د زوره ور غوندي منت زاري مني خو د خپلي خوښي او غرض ډکي مطالبي هم په بوډا خاوند مني.
د بوډا منت زارۍ او تابعداري چي کله د ناوې مطالبو سره غاړه غټی شي نو د ځواني ښځي هغه ټولي منصوبې پوره کېدل شروع شي د کومو دپاره چي هغې بوډا سره وادۀ دپاره هوکړې وي.
کور د ناوې په نوم شي، جائيداد کښي د ناوې حصه، په نغدو د ناوې قبضه، کاروبار او کارخانې د ناوې په لاس او د ناوې لاس د خپل خاندان په سر. په ناوې دولت ورېږي او د هغې خاندان هم ورسره پکښي لمدېږي. ښځه د بارعبه خاوند غوندي حکم کوي او بوډا د فرمانبرداري ښځي غوندي هر حکم ته سر تسليم خم وي. بوډا خاوند ګوړه ګوړه کوي او هيڅ بې هڅه ځانله خُله خوږه ساتي او ناوې په دې انتظار د ژوند شپې سبا کوي چي کله به د بوډا پښې اګرې ته کېږي چي زر تر زره ئې کفن دفن کړي او د هر څه نه داسي لاسونه راچاپېر کړي چي ميم زرما هر څه زما والا قصه راتازه کړي.
هوښياران وائي کار چي بې وخته شي نو بې بخته شي، او اختر چي تېر شي نو نکريځي په دېوال تپلي کېږي. د وادۀ هم خپل يو عمر وي دا چي تېر شي پکار ده چي وادۀ هېر شي خو داسي نۀ کېږي. پته نشته ولي؟ غم چي څومره تېرېږي او سرړی چي څومره زړېږي د وادۀ مينه او طلب ئې په زړۀ کښي سېوا کېږي. هم دغسي يو بوډا ؤ د وادۀ عمر ئې تېر ؤ خو په بوډا توب کښي په يوې ځواني جينۍ عاشق شو. بوډا په زړۀ سلامت ؤ ځکه نۀ ؤ ملات. پردۍ لورته چي هسي هم څوک په طمع شي نو من غوښه ئې کمه شي او چي بنده لا په پرېوتي عمر هم وي نو بيا خو ترې ډېر رو ګودر خطا کېږي.
بوډا به شپه او ورځي د لېونو غوندي دغه جينۍ پسې ګرځېدو. جينۍ پوهه شوه چي بوډا بې وخته لمبه شوی دی هغې بوډا ته ووئيل وادۀ درسره کوم خو زما دوه شرطه به پوره کوې بوډا ورته ووئيل ستا هر شرط ماته منظور دی بس خپله غلامي کښي مي واخله.
جينۍ ورته ووئيل ړومبی شرط دا دی چي وادۀ نه پس به تل ځوانانو سره ناسته کوې او دوهم شرط دا دی چي کور به په دوازۀ نۀ راځې په دېوال به راټوپ کوې.
بوډا ووئيل ماته دي دواړه شرطونه منظور دي. وادۀ اوشو بوډا به ځوانانو کښي ناسته کوله. د ځوانانو به د ځوانۍ خبري وې. د جنکيو د حسن او ښائست تذکرې به وې، د ميني محبت ګرمي به وه. د ځوانانو جذبو لېونتوب به وو. د تاوژنو ارمانو لمبه لمبه اسوېلي به وو. بوډا به هر وختي دې خبرو سره د تازه ګلاب غوندي غوړېدلی وو. د سيند د سرکشه اوبو غوندي به لېونی انداز کښي چپه چپه ؤ. کورته چي به راورسېدو نو په دېوال به ئې لکه د مست تنزري ور ټوپ کړه او لکه د ساتلي شوي اس به ئې ترې اخوا ټوپ کړه.
بوډا مطمئن ؤ ناوې خوشحاله وه چي يو ورځي بوډا له زاړۀ ملګري په مخه ورغله . هغوئ د بوډا ډېري ګيلې وکړې چي وادۀ نه پس دي موږ هېر کړي يو او د ځان سره ئې خپل محفل ته بوتلو.
هلته د بوډا ټول بوډاګان او باباګان راجمع وو. دا ټول د خزان وهلو پتو غوندي زېړ او رژېدلي وو. يو فريادي غوندي ماحول وو، د ژوند د رنګونو نه ډېر ليري مايوسه غوندي انداز وو. وخت لکه چي هلته په سلګو وو. جذبې په ځکندن وې اميدونه خاوري شوي وو او غمونه په غورځنګ وو.
يو پکښي ووئيل د ګوډو د درده مړ شوم په ناسته مونځ کوم. بل ووئيل زما اودس نۀ ټينګېږي قطره قطره څڅېږم، درېيم وئيل زما د ملا هډوکي لاندي دباندي شوي دي ډاکټر وائي د زور او جټکو نه ئې ساته. بل پکښي ووئيل زما نظر بلکل ختم شوی دی يو ځلي مي د حلوا په ټس کښي نکريځي وخوړې او هفته وړاندي مي د اوبو په ځائ د خاورو تيل څکلي وو. هسي خدائ بچ کړم ګنې نو ناشپاتي شوی ووم.
بوډا چي د خپلو همزولو دا خبري واورېدې نو رو رو ترې هوا ووته او په اخره کښي چي د محفل نه پاڅېدو نو چي ئې ځان پسې راخکې او لکه د شل ګيدړ غوندي کورته روان شو. چي کورته اورسېدو او دېوال ته ئې وکاته نو هغه ورته يو داسي غر ښکاره شو چي په سر ئې د ختو لار بوډا ته ښکاره نۀ شوه. په دېوال د لوړېدو طاقت ئې ځان کښي اونۀ ليدو. زړۀ کښي ورسره دا وېره هم وه چي چرته دلبر کاکا غوندي مي د ملا هډوکي بې ځايه نۀ شي ځکه چي ماډل د دواړو يو ؤ.
اخر د ډېر سوچ و فکر نه پس بوډا د کور دروازۀ اوهله. ډب.... ډب.... دننه چي ئې ځواني ښځي دا اواز واورېدو نو سمدستي ئې ورته په تيز اواز کښي ووئيل چي ما درته وئيلي ؤ بوډاګانو کښي به نۀ کښېنې، تۀ منې نۀ سړيه ځان دي غرق کړو زۀ دي بائيلم.
د نفسياتو ماهيرن دا وائي چي د محفل ناسته اثر لري ښۀ محفل ښۀ اثر. بد محفل بد اثر. د محفل د اثراتو دا خبره ئې بلکل ټهيک ده ځکه چي دا ژوند د ډېرو تجربو نچوړ دی. خو د بوډاګانو د ځوانانو په محفل کښي ځوانېدۀ دا راته ګرانه ښکاري ځکه که داسي وي نو اوس به په دنيا کښي يو بوډا هم نۀ ؤ.
ستر خوشحال بابا هم په تېر عمر د يوې ځواني جينۍ سره وادۀ کړی ؤ. د هغې د ځواني تنده چي په بابا ماته نۀ شوه نو بيا ئې يو تور مصلي سره وادۀ کړی ؤ. ډېړ په کړاؤ او سختي کښي به ئې د هغه سره خوشحاله ژوند کولو. خوشحال بابا چي د تور رقيب په خوا کښي د ځوانۍ دغه شوخ رنګونه په غوړېدو وليده نو بې اختياره ئې د سوزه چغه کړه.
چج په لاس تور مصلي وې
خو تل ځواني وې
بوډا خاوند باندي د ځواني ښځي ترخې خبري هم شات و شکري لګي. هغه په دې خبره ښه پوره عمل کړی وي چي د يار ياري که دي مقصد وي عيبونو ته به ئې نۀ ګورې.
بوډا خاوند د ځواني ښځي په جال کښي داسي ګير وي چي نۀ ترې هغه د وتو کوشش کوي او نۀ ترې هغه وتی شي. هغه د خپلي ښځي دومره تابعداره او فرمانبرداره وي چي هغه ورته هسي هم لږه مسکۍ شي نو بوډا خاوند په پرېوتو پاسېدو بلکې خړپوسو د هغې طرف ته ځان رسوي.
بوډا خاوند د ځواني ښځي وړاندي هر وختي داسي مسکين مسکين وي لکه څنګه چي يو خيرات او زکات غوښتونکی د شتمنو وړاندي د ځانه قابل رحم انسان جوړ کړی وي. بوډا خاوند د وېښتو او برېتونو تورولو دپاره د تورو نکريځو او وسّمو استعمال دومره په کثرت سره کوي چي د سر څرمن او د مخ رنګ ئې تور تور او سپور سپور وي. د کمزورۍ او ناراستې د وجي اکثر له دغه رنګرېزي هغه په وخت نۀ لګوي او داسي حالاتو کښي د هغه د سر وېښته يا ږيره او برېت نيم سپين او نيم تور وي. بوډا خاوند په داسي حليه کښي برګه چرګه يا د تيتر نيکه ښکاري.
بوډا خاوند ته اکثر د ملا درد او د جوړونو د دردونو تکليف وي. هغه چي هم چرته حکيم ويني نو يوه کشته او معجون ترېنه راخلي. رنګارنګ کشتې او نسخې هغه په دې اسره استعمالوي چي هغه به يو ځلي بيا ځوان شي. خو د ځوانۍ سپرلي داسي سپرلی دی چي دا لاړ شي، بېرته نۀ راځي. او د بوډاتوب خزان داسي خزان دی چي دا راشي بېرته نۀ ځي.
بوډا خاوند که چرته په لار ښځي سره روان وي نو ښځه ترې وړاندي روانه وي او دی ورپسې د اعظم صېب د غزل د دې شعر غوندي ډېر ليري را روان وي.
زۀ خو د ژوند د لاري هغه سرته ورسېدم
تۀ چرته پاتې شوې اشنا زۀ چرته ورسېدم
داسي حالاتو کښي که بوډا خاوند ښځي پسې تيز تيز قدمونه اخلي نو د ساګانو تسلسل ئې ماتېږي او د ټوخي دوره هم پرې راځي. د لوندو خټو لږ اوبه بهانه وي او د بنګړو بار له يو ګزار هم کافي وي.
د بوډاتوب په وادۀ کښي دا يو نقصان هم موجود وي چي بوډا خپلي ځواني ښځي سره د يري نه سخته خبره هم نۀ شي کولائ. بوډا سره هر وختي دا يره وي چي دا کوتره چرته د بلي بلۍ په لور الوت اونۀ کړي، ځکه بوډا خاوند ځواني ښځي ته د مېړه توب ټول حقوق سپارلي وي.
بوډا خاوند ځوانه ښځه د دې وېري هم نه ژړوي چي بې شمېره حرام خواره او بد نيته غازيان د هغې اوښکي وچولو ته تيار ناست وي.
په بوډاتوب کښي د ځوانو ښځي سره وادۀ کولو نه پس په بوډا خاوند او د بينک په څوکيدار کښي هيڅ فرق پاتي نۀ شي. دواړه به هر وختي ويښ، چوکس او دوه سترګي څلور ساتي ګنې نو که لږ بې غمه کېږي نو هغه به بيا نۀ وي د څه څوکيدارۍ ته چي دی ناست وي.
ځوانه ښځه او بوډا خاوند اکثره داسي ژوند کوي لکه چي دوه مارغان وي يوه ئې جاله خو خبر نۀ وي د يو بل د حاله. وائي چي هر شپونکی سره د خپلو ګډو فکر وي خو بوډا خاوند سره د خپلي ګډي فکر دې دپاره هم زيات وي چي هغه خپله د عمر دغه فرق محسوسوي، خپلي کمزورۍ او د ځواني ښځي د خوبو نه خبر وي ځکه ورسره هر وختي زړۀ کښي دا يره موجود وي چي نن دی که سبا دی دا ملک د زرغون شاه دی.
اوس دا زرغون شاه څوک دی؟ دا دې بوډا خاوند ته هر هغه دوهم درېيم کس زرغون شاه ښکاري څوک چي د هغه ځواني ښځي سره په خندا خوشحالۍ خبري کوي.
دا حقيقت هم دی دوه به سره ښۀ وي که دريېم تر منځه نۀ وي. دا درېيم هر ځائ کښي خلل دی. فساد دی، ورانی دی، رقيب دی، دا هغه خودرو ګنده بوټی دی چي دا هر ځائ بې تپوسه بې پوښتني هيڅ بې هڅه راټوکېږي. او د دوو تر منځه د اختلاف او دښمنۍ سبب جوړېږي. کله نا کله داسي هم چي دوه سره جوړ شي او د درېيم مخ تور شي، خو دلته د دې خبري امکان ډېر کم وي ځکه چي بوډا خاوند د شباب اسمان ته رسېدی نۀ شي او د ځوانۍ اسمان دومره لېونی وي چي هغه يخي او کمزوري ځمکي ته راټيټېدی نۀ شي.
بوډا خاوند که د ځواني ښځي مېړه توب نۀ مني نو هغه سره دا وېره وي چي ځوانه ښځه به د هغه پوشيده کمزورۍ او رازونه ډنډوره کړي. د خپلو دغه کمزورو پټولو دپاره هغه د ځواني ښځي هري ناروا ته روا وائي او ځوانه ښځه د خپلي ځوانۍ د بيلات په بدل کښي بوډا خاوند په خپلو اشارو ګډه وي.
بوډا چي په تېر عمر کښي د وادۀ کومه غلطي کړې وي هغه د هغه په مرۍ کښي داسي ازغی شوی وي چي نۀ ئې توکلی شي او نۀ ئې تېرولی شي. هغه پخپله د دغه غلطۍ په زړۀ زړۀ کښي هر وختي توبه توبه کوي خو په کومه بلا چي دی اوړېدلی وي هغې نه څوک په توبو نۀ خلاصېږي.