محبوب ګل ياسر
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
د افيمي دادا که اوس عمر د پنځه اويا نه اوړېدلی دی خو لا حوصله ئې ځوانه ده، په لاره کوڅه حجره او جومات کښي هر چا سره ګپي لګوي او حوصله به ئې ولي ځوانه نۀ وي چي دا وخت ئې ټول بچي زلميان دي. درې زامن ئې په سعودي عرب کښي خواري مزدوري کوي. لوڼي ئې هم وادۀ شوي دي او د دۀ نه بيا هلک جوړ شوی دی. خدائ خو څوک نۀ شرموي خو انسان، انسان شرموي. د افيمي دادا دا معمول دی چي دی به د سحري د نهو بجو نه مخکښي د زرولي خان د کارتوسو کوټۍ ته ځان را رسوي او د کوټۍ په دوهم Portion کښي د دۀ خپله کرسۍ ده. په هغې راشي کښېني او تر د دوو بجو پوري دغلته دی ناست وي او چي څوک ورسره خوا کښي کښېني نو دومره افيم ئې خوړلي وي چي په سترګو پټي به ورسره په نرۍ لهجه کښي خبري کوي او دومره په مزه مزه به درسره ګپ لګوي که دی ټوله ورځ هم لګيا وي خو ولي دی به ستړی قدرې نۀ شي او بعضي وخت دی په چا سره ګپ لګوي او د دۀ خو سترګي پټي وي او چي دی سترګي غړوي راغړوي نو هغه کس ترې پاڅېدلی هم وي.
خدائ خو څوک نۀ شرموي خو انسان، انسان شرموي. زر ولي خان خلګو ته دومره او شرمولو چي هر چاته وائي چي افيمي دادا دا چل وکړو او افيمي دادا دا چل اوکړو. بس سم يو حال ئې راخستی دی او که افيمي دادا چاکه پېژندو او که چا نۀ پېژندو خو دۀ په ټولو خلګو وپېژندو. او بل د زر ولي خان د کارتوسو کوټۍ هم ټوله ورځ د هغو خلګو د ناستي پاستي نه ډکه وي کوم چي په روز ګار کښي بې روزګاره دي او په بې روزګارۍ کښي په روز ګار دي. زما د خبري مطلب دا دی چي دلته داسي خلګ هم کښېني څوک چي په روزګار دي او ځانونه ئې په زور بې روز ګاره کړي دي. لکه امجد علي خان ايډوکيټ چي د هائي کورټ لائسنس ورسره دی خو قسم ئې خوړلی دی چي يوه ورځ به کچرو ته لاړ نۀ شم. سيد ولي ماما د دۀ په باره کښي وائي چي دۀ صرف د کاغذ ډګرۍ اخستې ده په نور څه کښي غريب نۀ دی. زوار هم ژوند بائيللی دی. د سحري راشي او لکه د امجد علي خان ايډوکيټ دلته ټوله ورځ د زر ولي خان د کوټۍ بېنچ ستړی کړي او په افيمي دا دا پوري ټوقي کوي. خو ولي افيمي دادا هم قسم خوړلی دی نۀ به د ځائ نه اوخوزي نۀ به چاته قهر شي او نۀ به چاته بد رد ووائي.
يو ځل زر ولي خان امجد علي خان ايدووکيټ ته ووې چي يو د دې افيمي دادا نه سخت تنګ شو مشر سړی دی هلکه خپلو مشرانو سره ګپي لګوه د کشرانو نه څۀ غواړې. دی راشي موږ سره ټوله ورځ په دکان کښي تېره کړي هغه کرسۍ ئې راله هم ستړې کړه. امجد علي خان ايډووکيټ ورته زر ووې چي باقي ترې دا کرسۍ پټه کړه. دی به بيا نۀ راځي. په زرولي خان د امجد علي خبره سمه او لګېده خو د دۀ نه سمدستي خبره هېره شوه. د کرسۍ غم ئې او نۀ کړو خو چي په سبا زر ولي خپله د کارتوس کوټۍ کولاؤ کړه نو سمدستي امجد علي خان هم راغلی. لا لس منټه تېر نۀ وو، دوی ګپ لګولو چي په دې کښي افيمي دادا د ليري نه ښکاره شو. امجد علي خان زر زر ولي ته ووې چي هغه دی بيا افيمي دادا راغلی. زر ولي خان زر د تادۍ نه هغې کرسۍ له مخ بل اړخ تل واړوو چي څنګه افيمي دادا راغلی نو زر ئې ووئيل چي دا کرسۍ داسي چا تاؤ کړې ده. په اواز کښي يې غصه او غصه کښي ئې ناراضګي ښکاره شوه.
کله چي افيمي دادا دکان کښي کښېني نو بيا دي خدائ د زر ولي خان د خُلې نه اوساته. د سړي نه حيا ټولوي. د لاسو، خُلې، پوزي او د وجود د نورو حصو د شرارتي حرارتونو سره سره په بنده پوزه او په تالو کښي خبري کول دا د دۀ د ژوند منشا٫ ده. افيمي دادا به د دۀ په دې حرکتونو څۀ پوه شي، هغه خو چي په کرسۍ کښېني نو د ناستي سره هغه خپلي سترګي پټي کړي چي بيا چاته دا هم پته نۀ لګي چي دی ويښ دی او که نۀ اوده دی. که زر ولي خان ډېر اشارتونه خلګو ته د دۀ په سر کوي خو دۀ خو سترګي پټي کړي وي او د زر ولي خو دا هسي هم يو خراب عادت دی چي څوک پرې سلام واچوي نو دی ورته زر وائي چي دې خوا راشه چي هغه ورله راشي نو دی ورته وائي چي لس روپۍ ته راکړه کنه! چي په افيمي دادا پرې چائ اوڅکو. که يو کس ورته انکار وکړي نو داسي بيا بل ته اواز وکړي او دا سلسله روانه وي اخر چائ د بهره کوي. افيمي دادا د خپل ځان نه هم خبر نۀ وي او زر ولي ئې په شرمونو اوشرموي. چنده د افيمي دادا په نوم د خلګو نه اخلي. دا څۀ د زرولي خان څه يوه ورځ نۀ ده بس دا ئې يو سقا عادت جوړ شوی دی. چائ به پخپله څکي او بدناموي افيمي دادا. خو دا خبره هم ده چي د افيمي دادا د ناستي بل ځائ چرته نشته ګنې هغه هم دومره څه ناپوهه شوی نۀ دی. د نمسو کړوسو پلار دی. د خاندان مشر دی. خو هغه غريب هم مجبوره دی. خپله ښځه ئې مړه ده. د ګپ ئې څوک نشته او چي چا سره کښېني نو هغه هم دومره نيک عمله چي په رنګونو کښي پرې بل رنګ نۀ خيږي. او چي څۀ ئې مخي ته تېر شي هغه هېر شي. خو دا خو بېله خبره ده کنه! چي افيمي دادا په عذابوي او د دۀ په نوم د خلګو نه چائ څکي.