ډاکټر برکت شاه کاکړ 

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

کله چي زۀ او نعمتي صاحب د کلي د بس له چهته را کوز شو، نېغ د ټانګو سټاپ ته مي منډه واخيسته، د بادرنګانو، پکوړو، وچي مېوې خرڅونکو کباټ برداره هلکوانو راپسې نعرې کړې، هان صوفيانو خيال کوئ اوس مي بيا په روزي کښي لغته را وهلې وائ. د کوچوان نعرې مي له ليري تر غوږ شوې، داسي راباندي و لګېدې لکه د دوبي د روزه مات اذان.  هغه په زوره زوره نعرې وهلې، تر بازاره په پنجي،  تر بازاره په پنجي. نعمتي صاحب ګهړۍ ته وکتل، هله ژر کوه، ګام را غټ که.  کله چي ټانګې له  نزدې ورغلو، کوچوان راته ووئيل چي ټانګې د ميږو او پسو ګنج ته نۀ ځي. ما وئيل چي کاکو موږ هم هلته نۀ ځو. نعمتي صاحب چي وختي لا په خولو کښي لوند خيشت ؤ، له خښمه غاښونه وچيچل، ګهړۍ ته ئې وکتل، بيا ئې  ورته ووئيل! کاش، چي زموږ سره د جنګ وخت وائ نو ما به در ښوولي وائ چي مسخرې و څۀ ته وائي. هغه خوار ناجاړه شو. وې وئيل! صاحبه، په سرۀ دوبي، چي غنم هم لو شوي دي، تاسو دومري لوئ کوټونه او برنډياني اغوستي دي، زما هم خيال واوښت چي شايد تاسي شپنيان يا غوبانه ياست، د چا پر تندي خو ئې نۀ وي ليکلي، د جامو او ګفتار څخه د خلګو پېشې، کاروکتار معلومېږي. که شپنيان نۀ ياست نو سکوليان يا ماسټران خو هم نۀ ياست  وغيره وغيره.  ګنج له نۀ ځو، بازار ته ځو، ما خبره غوڅه کړه، بسم الله. نعمتي صاحب  د کوچوان سره د مخ پر ګدۍ کښېنستی او زۀ د هغوئ سره شا په شا د درو نورو سواريانو سره کښېنستم. ټانګه روانه شوه، کوچوان د لږ څه خاموشۍ وروسته له نعمتي صاحب څخه و پوښتل،صوفي جانه څۀ کار کوې! ماسټر يم، هغۀ لکه ضدي کوشنی مخ بلي خوا ته واړوی او په ډېر رعب ئې ځواب ورکړ. هان نو دغه نيم بادرنګ نو زۀ وخدای چي در واخلې! کوچوان نيم خوړلی بادرنګ و هغه ته پيش کړ. نعمتي صاحب مخ بلي خواته واړاوه، او په بې نيازه انداز ئې ووئيل،  نې خورم بادرنګان دي!. په ټانګه کښي چپه چپتيا شوه، يواځي د آس ترپکو، يا بيا د آس پر شا د کوچوان د غمچنو شړکا اورېدل کېده. څه وخت چي د بازار منځني برخي ته راغلو، نعمتي صاحب پر کوچوان ږغ کړ چي!،بس  بس دلته موکښته کړه. ياالله چي به دي خير وي!، کله چي له ټانګې را کوزېدی، د برنډۍ د ښي اړخ جېب ئې په چنګک کښي بنده شو، خرپ ئې شو او يوه لويه تراټه  د برنډۍ څخه را جلا شوه. واړه واړه کاغذان لکه کوتري له هوا مځکي ته راغلو. نعمتي صاحب په مټې ځان له لوېدو بچ کړ. يوه داسي ناکجاته ئې تر خُله ووتله چي په يوه وخت کښي، برنډۍ، ټانګه، چنګک او کوچوان ئې ټول پکښي را ونغښتل. خو کوچوان په ځير ورته کتل، ما کوچوان ته د لسو روپۍ نوټ ورکړ، سترګه مي ورته ووهله چي مانا،  که ناروغه نۀ وائ نو به ئې په سرۀ ژمي کښي برنډۍ څله اغوسته.

نعمتي صاحب ګهړۍ ته پام شو، بيا ئې ووئيل هله درځغله. هغه له مخه زۀ ورپسې، د کوټي ښار په کوڅو کښي مو منډه اخيستې ده، د برنډۍ تراټي راباندي ګرځي،د شا و خوا رېړۍ والو او د هوټل باروالاو راپسې تر شا نعره کړه چي هائ صوفيانو مۀ پرېږدئ. لس  منټه وروسته مسلم آباد سکول ته را ورسېدو، چېري چي د پښتو ايم اې امتحاني مرکز ؤ. د نعمتي صاحب  ساه لنډه شوې وه، پر تشو ئې لاس نيولی ؤ او تر سترګو ئې اوښکي را رواني وې. ساه ئې سمه کړه، سکول ته چي ننوتو، څۀ ګورو چي په لان (چمني) کښي په لسګونو پښتانۀ پر لمنځو ولاړ دي،په منځ کښي يو خواره بښکی کس ولاړ دی چي دلته د امتحان اخيستلو وظيفه لري. هغه لکه د کراچۍ د بس کلينډر په وقفه وقفه نعره کوي چي ژر شئ لمونځونه مو وکړئ د پښتو ادبياتو د تاريخ  پرچه پر شروع کېدو ده. موږ هم لمنځونه ادا کړل.د دوبي غرمه پر ختمېدو وه، خو بيا هم هر چا سايه لټوله، امتحاني مرکز لا نۀ ؤ خلاص، نظر مي وځغلاوئ داسي مي محسوسه کړله چي خدای دي لري دغه خړ پړ پښتانۀ د علم و ادب پر ډيوه داسي راټول دي لکه پتنګان.  لکه د جنګ لښکري ټولو د رنګا رنګ څادرانو(پټوګانو) زغرې اغوستي وې،داسي کسان هم وو چي پر برنډۍ ئې پاسه څادر هم اچولی ؤ.

کله چي د امتحاني مرکز انتظام کارانو خپل بندوبست سرته ورساوئ نعره ئې کړه. د پښتو ادبياتوپتنګان دي د خپل ادبي بصيرت وړانګې خورلو او رڼاګانو د پاشلو لپاره هال ته ځان راورسوي. دغه اعلان  اورېدل ؤ چي ټولو وګړو په يوه صلا د هال و لورته منډه کړل. دوازه پراخه وه خو د علم د سمندر موجونه هم په مستي کښي وو. د يو څو دقيقو وروسته ټول وګړي بيا غلي په څادرانو کښي ناست وو.

 انتظام کارانو خپل فرض سرته ورسولو. ټولو ته پرچي او سوالنامې ووېشل شوې. يوه مشر انتظام کار ږغ وکړ ګرانو محترمو! يو غوږ شئ،تاسو ته د پښتوادبياتو  په آزموئينه کښي ښۀ راغلی وايو. لومړی کار بايد دا وکړو چي تاسو ټول مهرباني وکړئ پټوګان کښته واچوئ  چي د ليک وکارته مولاس چمتو شي." دۀ له خبره نۀ وه پوره کړې چي له کونجه يو ببر کس را پورته شو، پټو ئې په ځان راسم کړ بيا ګويا ن شو! ګوره ملګرې، مسخرې به نۀ سره کوو، څادر زموږ د لرغوني کلتور يوه مهمه برخه ده او زموږ په ټولنيز ژواک کښي خپل ځانګړی حېثيت لري. او بيا په يو داسي حال کښي موږ د دې کلتوري اثاثې څخه ځان محرومول نۀ غواړو. ګنې د امتحان له موږه درپاته دی. درځئ ملګرو! تعجب دی، داسي اتفاق ما کله هم په پښتنو کښي نۀ ؤ ليدلی، ټوله لکه د ملېشې والا د يوه کس په خبره چپ چاپ ولاړ شو، او ممتحن خُله وازه نيولې حيران ولاړی. ناجاړه شو،  ژر ئې خپله خبره بدله کړه، کورښادو ماوئيل چي کار ته به چمتو شئ ګنې زما ئې پر سويمه. بخښنه ئې وغوښته، ولاړ شوي لوستونکي ووئيل، کښېنئ ملګرو، ټول کښېناستو. زما په نعمتي صاحب کښي پام ؤ، سر ئې په خولو خيشت ؤ او د کښېناستو پس ئې ورو په برېتو کښي و مسېدی.

هان واورئ، ممتحن نيم زړۀ ګوياند ؤ، لومړی سوال لازمي دی،او پکښي د مختصر سوالو ځوابونه ليکل دي، او باقي څلور سوالونه کول دي . د هال د يوه کونج نه اذانګه راپورته شوه يوه ډنګر ځوان په غير متوقع  درانۀ ږغ ووئيل. وروڼو! غوږ شئ چي کار مو په اسانه شي. ها نو اول سوال دی!

 د پښتو او اوستا تر منځ څه تړون دی؟

نعمتي صاحب بې واره ځواب ورکړ!، پښتو مي ژبه او زۀ ئې ويونکی! ټولو ورته افرين ووايه، نعمتي صاحب د دوې ګوتي په هوا کښي اوچتي کړې او د ويکټري نښان ئې جوړ کړی او ورو ورو مسېدی.

هم دغه ډنګر کس بيا بل ږغ و کړ!   د اخوند دروېزه او پير روښان تر منځ شخړه په څۀ سوب وشوه؟ 

هغه کس چي معلم دلپذير صاحب  ئې باله له څادره لاس راويوست چيغه ئې کړه، واورئ ګرانو! اخوند دروېزه د هغه سره د مځکي تنازعه درلوده وائي چي پير روښان ئې اوبه تړلي وې او په ملامت ؤ.همدغه ځواب وليکل شو.

 درېيم سوال صوفي شمسک تلفظ کړ! پېغله کوم صنف ده؟ د هغه په څنګ کښي غنم رنګه خاموشه سړي بابو غلام جان وخپلي علمي ذخيرې ته لاس کړ ه ! دا نو زۀ درښيم يو غوږ شئ." پېغله په اصل کښي صنف نازک ده،  ټولو هم دغه وليکل.

بل سوال يوه خوار ځواکه صوفي بيان کړی. د خوشحال بابا څو اولاده وو؟" 

يوه ملا وشمه کس جواب ورکړی! دوه شپېته ځامن او يودېرش لوڼي، يعني ټول درې نوي (۹۳). دغه انکشاف د پښتو ادب و ټولو لوستونکو ته د حيرانتيا وړ  ؤ، ځکه هيچا هم باور باندي ونۀ کړ، دلپذير صاحب نا ببره له خُلې لاس واخيستل.  "دا څۀ وائې. موږ دلته د مسخرو لپاره خو نۀ يو راغلي. و خورې دا د جونګاښ په رنګ خلګ ستا د مسخرو دي! وغيره وغيره.  امتحاني انتظام کار مداخلت وکړ، هغه په نيم زړه ووئيل  ګورئ محترمو! زموږ خيال خو هم وساتئ کور مو په ښادي شه اوس خو ګر سره تر ګرېوانو سره رانيسئ. دلپذير صاحب اوس هم د خښمه سور او شين کېدائ، دغه کس ته ئې پر ږيره او برېتو لاس را تېر کړی چي يعني دباندي به ئې سره معلومه وو. 

ټوله امتحاني حال پر دې ستونزه سره جرګه شو، آخر ئې واک وه نعمتي صاحب ته ورکړ،چي کومه  فيصله هغۀ وکړه ټولو ته به منظوره وي. هغه له پټو څخه خپل خور وجود راويوست بيا ئې ووئيل.  ښه نو وليکئ د خوشحال بابا شپږ ځامن او درې لوڼي وې. ټولو هم دغه ځواب وليکئ.

ګل محمد يو بل سوال پورته کړ چي کاظم خان شهيد د چا کړوسی ؤ؟ د ډېره اسماعيل څخه راغلی پښتون دانشور په يو داسي محال کښي چي ټول قام په بحران کښي ؤ وفرمائيل. کاظم خان شهيد د حمزه بابا کړوسی ؤ تېر ورځو کښي د پېښور يونيورسټي د کمېسټري څانګي و لېبارټري نه راغوځار شو او شهيد شو! او هم هلته دفن دی د جنوبي پښتونخوا علم پالونکو پښتنو چي څه وخت د مېلمه پښتون ادبي ذوق او جامع معلومات واورېدل نو ورته ګوته په غاښ شول. همدغه ډول يو بل سوال تلفظ شو! تنقيد و څۀ ته وائي؟ 

نعمتي صاحب چي اوس جرګه مار هم ؤ، او پر خپل ځان ئې د باور منقطع سلسله بحال شوې وه، بې له څه انتظاره ږغ وکړ تنقيد مانا پوچ و رد وئيل، دا يو ناروا عمل دی کوم چي په امت کښي نفاق پېدا کوي، په ادب کښي د تنقيد هيڅ ګنجائش نشته."

ټپه څو سيلابه ده؟دا يو داسي سوال ؤ چي د لږ وخت لپاره ئې د ټولو عالمانو ماغزه سره ولړزول،  بيا يو کس چي پر سمه سېنځه ئې لويه ژړه خولۍ ايښې وه او په خپلو چچو سترګو کښي بېخي ډېر رانجه ځائ کړي وو، چيغه کړه، پېدا مي کړه، پيدا مي کړه، وليکي. 

پرېږده چي خړ سيلاب مي يوسي

په لامبوزن اشنا به ډېر ډېر نازېدمه

 زۀ او نعمتي صاحب تر شپږو بجو هم دلته وو، ټوله امتحان په ډېر ښه ماحول کښي تر سره شو،ټول سوالونه مو بشپړه کړ، له حاله چي راووتو، نعمتي صاحب د خپل نيکه توره پخوانۍ برنډۍ و ايستله،د کتاب څخه بېل شوي ډېر کاغذان ئې پکښي زېرمه کړل،  او دباندي ئې د کهاد په لوته کښي کلکه و نغښتله او واچوله، له ځانه سره ئې ومسېدی، د نيکه مسکين دغه توري بوري برنډۍ  زما د تعليمي يون تر ټولو مهمه ملګرې ده، زما بېړه خو پار شو، اوس بې خپل اولاد ته په ميراث کښي ورکوم، لمر پر پټېدو ؤ، موږ هم هغه کوچوان بيا پېدا کړ او لمر په ژړي طلائي رڼا کښي اوس آس، کوچوان او نعمتي صاحب ټولو سره خندل او د علم توتکيانو پاس د نعمتي صاحب پر سر وزري رپولې. 

 

FaLang translation system by Faboba