نزيرخاکسار

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

د صندلي سلګۍ وې چي د درېدو نوم نۀ ئې نۀ اخستو.سترګي ئې له ډېري ژړا داسي سرې اوښتي  وې تۀ به وائې چي سرۀ مرچ ئې پکښي اچولي دي. په کور کښي هيچا  هم د صندلي سره د زړۀ خواخوږي نۀ کوله، دا حيرانه وه چي کومه لاره خپله کړي، څوک داسي شته چي د دې د زړۀ په ارمان پوه شي.

پلار ئې د خښمه سور او سپين کېدی، د خُلې نه ئې ځګونه غورځېدل، او دا خبره ئې کوله چي؛

خبردار که دي دا خبره تر خُلې ووته، کنې خُله به دي در ماته کړم.

د صندلي مور، خوشحاله هم وه او خفه هم. خوشحاله په دې وه چي و لور ته ئې مرکه راغلې وه، ښه په پيسو کښي پټ او د نامه خلګ وو، او خفه په دې وه چي سړی د څلوېښتو کلو وو. او صندله د پنځلس کلو وه، يعني تر نيم عمر ئې هم زيات مشر ؤ.

مور ئې صندله پوه کوله چي خير دی که لږ عمر ئې زيات دی، موړ خو دی، هر ناز به دي واخلي، هر ارمان به دي پوره وي. نن سبا عمر ته څوک ګوري، که ګوري نو پيسو ته ګوري. بې عقلي مۀ کوه.

تر دې خو مرګ ښه دی نۀ نو هغه سپين ږيری. زۀ د هغه سپين ږيري سره وادۀ نۀ کوم،موره نۀ زۀ ګونګۍ يم نۀ ړنده او نۀ ګوډه يم. زۀ ځوانه يم، زما په زړۀ کښي هم ارمانونه دي.زما هم دا حق دی چي زما خاوند دي ځوان وي.تاسو ولي ما ژوندۍ ژاندې په اور کښي اچوئ.

وشرمېږې په دې خبرو، د خدايه هم نۀ وېرېږې، مور ئې په جواب کښي ورته ووئيل.

بس صندلي دا يوه خبره تر غوږ نيولې وه چي زۀ دا وادۀ نۀ کوم، هغه سړی له ما مشر دی، مخ کښي هم وادۀ لري، بچيان لري، څۀ وشو چي کونډ دی، زۀ دا نۀ کوم........

ماخوستن د صندلي مور و خپل خاوند ته ووئيل چي صندله دا رشته نۀ کوي، هغه انکاري ده، وائي چي زۀ له دې کوره نۀ وزم.ډېره زياته خوابدې ده.

پلار ئې يو دم په غصه شو، نو مطلب يې څۀ دی، ټول عمر زما پر سر کښېني، ما هغو خلګو ته هو کړې ده، پنځه لکهه روپۍ راکوي، او هان يوه خبره په خلاصو غوږو واوره، سبا هغوئ يو څه پيسې راوړي، انجلۍ بوزه بازار ته او د ضرورت څه سامان ور واخله، بې ځايه شيان به نۀ ور اخلې. او نۀ به پيسې ډېري خرڅوې.

په دا سبا صندله ډېره په زړۀ غمجنه وه، مور ئې ورله راغله او ورته ئې ووئيل چي ځان تيار کړه ځو بازار ته چي د ضرورت سامان در واخلم. دې په مات زړۀ چادر نماز پر سر کړو، د موره سره په نۀ زړۀ روانه شوه. په نۀ زړه ئې د ضرورت سامان واخست، بېرته په نۀ زړۀ کورته راغلل، مور ئې په ټوله لاره نصيحت ورته کاوه، چي ګوره زويه! د پلار شمله ټيټه نۀ کړې، زموږ د ټولو عزت ستا په لاس کښي دی. پلار دي وائي چي هغه ډېر ښۀ انسان دی، هر ارمان به دي در پوره کړي. بس تۀ زموږ د عزت خيال ساته.

په دا سبا خلګ راغلل، پاته ولور ئې وراوړی، د وادۀ ورځ وټاکل شوه. پر صندلي هره ورځ لکه يو ساعت زر زر تېرېده. خير د وادۀ ورځ هم راغله، خلګ سره د زوم راغلل. مولوي صاحب به اوس د نکاح تياري نيوله چي ناڅاپه نارې شوې چي پر ناوي څۀ وشو، چيغي شوې، بغاري شوې، هيڅ سود ئې نۀ وتوچي څۀ قصه ده. ناوې په خپله کوټه کښي رډي سترګي، تر خُلې ئې ځګونه روان پرته وه. دوئ زر د کلي يو ډاکټر راوغوښت، هغه چي وکتله نو ئې ورته ووئيل چي دا خو د وخته لا مړه ده. دې زار خوړلي دي.

د صندلي مور په هغه ځائ بې سوده شوه، پلار ئې د لېونو غوندي بغاري وهلې،په ټول کور کښي ماتم خور شو. 

صندله له کوره د انسانانو په جلوس کښي وايستل شوه، خو دا جلوس د زوم د کور خوا ته نۀ د اديرې خوا ته روان وو. په دغه ورځ د ګلاب اکا ځوان زوی هم و کوهي ته ولېدلی ؤ، هغه ئې هم د صندلي په څنګ کښي و خاورو ته وسپاری. لاکن د خلګو خُلې نۀ تړل کېدې. هر چا خپل خپل ډول وهی، چا څۀ چا څۀ وئيل، خو رښتيا، رښتيا صرف صندلي ته معلوم ؤ.    

 

FaLang translation system by Faboba