ممتاز علي خان خټک

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

اوس خو د جمال خان کور حالت ډېر بدل شوی ؤ. پخوانۍ کچه کوټې ړنګي کړلې شوي وې. هغو په ځائ نوي کمرې جوړي کړلې شوي وې. چي خښتو، ګاډرو، ټي ائرنو او چوکونو نه جوړي وې. د کور کچه دېوالونه او د خټو کاڼو جوړه چارجوبوئي هم اوس نۀ ښکارېده. هغې په ځائ هري کمرې کښي فلش سسټم باتهرومونه جوړ شوي وو. خو د دومره بدلون باوجود په دغه کور کښي يوه کوټه اوس هم د پخواني دوران پاتي شوې وه. چي خټو، کاڼو، لوټو خلو نه جوړه وه. دا ډېره زړه کوټه وه. جمال خان د ياد نه هم وړاندي هغه پلار جوړه کړې وه. ډېر وخت پوري به ئې دې ته "د ناوې کوټه" وئيله. ناوې کوټه په دې وجه چي شپېته کاله اګاهو جمال خان پلار د هغه په وادۀ خپلي نږور ګل زريني ته حق مهر کښي ورکړې وه. جمال خان ناوې ګل زريني سرۀ ډولۍ دغي کوټې ته راوړلې شوې وه. د وادۀ په ړومبۍ شپې جمال خان او ګل زريني په دغي کوټې کښي د نوي ژوند اغاز کړی ؤ. صرف يوه شپه نۀ دواړو ډېرکالونه په دغي کوټې کښي  تېر کړي وو. د ځواني عمر خوږې او بې غمه شپې ورځي ئې په لوګو وهلي دغي کوټې کښي ډېر په ميني او په خوند تېري شوي وې.

د وادۀ نه څه وخت پس چي کله ګل زريني په خپل وجود کښي څه نا اشنا غوندي بدلون محسوس کړو. بدن ئې دروند شو. په سر به ئې چکر راتلو. سترګي به ئې تورېدې. زړۀ به ئې کچه کېدو. ترش غوندي څيز خوړلو ته به ئې زړۀ کېدو. هن تر دې چي معياد په ختمېدو شو. د ورکوټي مېلمه د راتلو شپې ورځي ډېري نږدې وراغلې. نو يوه ورځي ګل زريني جمال خان ته غلي غوندي ووې. چرته يوه ښائسته غوندي زنګويه خو بازار کښي واخله خو ګوره ډېره پټه غوندي ئې کورته راوړه چي څوک ئې درسره ونۀ ويني.

جمال خان ورته مسکی شو. ځان ئې باجاڼه کړو. په زنګوئې به څۀ کوې؟ ګل زرينه د شرمه تکه سرۀ شوه. سر ئې ټيټ کړو. ولي بيا تۀ په دې نۀ پوهېږې چي ډېر زر به زنګوئې ته زموږ ضرورت پېښېږي.

بله ورځ جمال خان زنګويه بازار کښي واخسته. کورته ئي راوړله، دوه ورځي پس دغي کوټې کښي سحر وختي د يو ماشوم ژړا واورېدې شوه. هغه ورځ په جمال خان او ګل زريني لکه د اختر ورځ وه. دواړه زړۀ کښي من من غټېدو. زړۀ کښي څه چي په څرګنده ئې هم ډېري خوشحالياني ونمانځلې. ډېر زېري ئې ولېږلو. ډېري ډزي اوشو. ډېر خلګ مبارکي ته راغلو. ښې ډېري ګورړي ووېشلي شوې.

يو څو ورځي پس يو ماسخوتن ګل زريني جمال خان ته ووې څه دي خيال دی ماشوم ته به نوم څه خوښوو. جمال خان لکه چي د وړاندي نه نوم خوښ کړی وي. سمدستي ئې ووې زما خيال دی شربت خان نوم به ئې صحيح وي. ګل زرينه مسکی شوه معلومېږي داسي چي د شربت غوندي درباندي خوږ لګي. جمال خان هغې ته زير زير وکتو. هو د شربت نه که زيات خوږ نۀ وي نو کم خوند دی. په دې خبره دواړه ښه ډېر اوخندېدو. بيا دواړو په دغه نوم صلا يوه شوه اس هغه ماشوم نۀ بلکې شربت خان ؤ. 

څنګه چي د شربت خان د پيدايښت زېري، مبارکياني او خوشحالياني ختمي شوې نو ګل زريني جمال خان ته ووئيل. د شربت خان پلاره! دا زنګويه خو لږه په دغه تير کښي لکه که. چي کار په وخت شربت خان پکښي زنګوم. د شربت خان پلاره!. دا ټکی جمال خان دپاره بالکل نوې غوندي وه. هغه زړۀ زړۀ کښي خوشحال شو چي هغه لکه اوس يو پلار جوړ شوی دی.

اوس به کله ګل زرينه نۀ وه اوزګاره. غوا به ئې لوېشله، متۍ به مشله، ميچن به ئې وړوله، روټی به ئې پخوله نو شربت خان به ئې زنګوئې کښي واچولو. يو څو سترې سترې جوټې به ئې ورکړې چي هغه سترګي به ور راغلې نو ګل زرينه به کار ته وزګاره شوه.

يوه ورځ ئې جمال خان نه يو نوی فرمائش وکړو. "بازرارنه يو دوه جارجڼي خو راوړه چي زنګوئې دپاسه ئې پړي پوري وتړم چي شربت خان کله راويښ شي.  زنګوئې په جوټې به جارجڼي شرنګ شرنګ کوي. دی به ورته خوشحالېږي." بيا جمال خان د ښځي دغه فرمائش پوره کړو په بله ورځ زنګوئې پوري جارجڼي او څه سرې شنې مرۍ اوتړلي شوې. چي کله به زنګوئې جوټه خوړله دا شايان به شرنګېدو. شربت خان به ورته به زنګوئې کښي لاس پښې وهلو. ورته به خوشحالېدلو. هغه په دې خندا به ګل زرينه په جامو کښي نه ځائيدله. کله کله به چي ګل زريني لاس نۀ ؤ وزګار د غواسپياکي به ئې په دېوال تپلې. لاس به ئې سخه ؤ. شربت خان به زنګوئې کښي راويښ شو. په ژړا به شو. نو ګل زريني نه به د هغه ژړا نۀ شوه اورېدلی، هغې به جمال خان ته ووئيل. هله زر شه. زنګوئې ته جوټه ورکړه. چي شربت خان بيا اودۀ شي. هسي نۀ راوغورځېږي. جمال خان به زر زر زنګوئې ته وراغلو. دوه درې ستري ستري جوټې به ئې ورکړې. د شربت خان سترګي به بيا ولګېدې.

کله خو به داسي وشو. چي هغه خوب به تښتيدلی ؤ اوس به هغه بيا نۀ اودۀ کېدو. نو جمال خان به ورته زنګوئې دپاسه تړلي جارجڼي او ګونګرووان او شرنګولو. شربت خان پام به هغه طرف ته لاړو. کچ کچ په خندا به شو. جمال خان ته به دغي خندا ډېر خوند ورکړو..... هغه به په زنګوئې ور ټيټ شو. شربت خان تنکي مخ نه به ئې بې واره بې واره يو څو خوږې خوږې چاپي واخستې. دا چاپي به هغه ته داسي وتکېدلې لکه د هاړ غرمې تږی بنيادم ته چي څوک يخ شربت ورکړي. بيا به ډېره ساعت پوري زنګوئې خواته ولاړ ؤ. جوټې به ئې ورکولې او شربت خان مخ ته به په مينه مينه کتو.

ګل زرينه به چي څنګه د کاره اوزګاره شوه. نېغه به راغله. ماشوم به ئې زنګوئې نه راواخستو. په دواړه مخه ئې بيا بيا ښکل کړو. سيني پوري به کلک ونيو. الله هو به ئې ورته شروع کړه.

اخ للو للو. شربت خانه! خوب دي راشه په قلاره قلارو.

جمال خان سرکاري نوکري کوله. هغه به چي خپلي تنخواه کښي کوم لږ ډېر بچت کولی شو. هغه به ئې په کور لګولو. هغه مور پلار هم ددنيا نه کوچ کړی وو. کچه کور ټول هغه ته يوازي پاتي ؤ.

د کور کچه دېوالونه به ئې ورو ورو ړنګولو. هغو په ځائ به ئې د خښتو پخه چارديواري جوړوله. کله چي په نيو پنشن راغلو. کومه جمعواري چي ورته ملاؤ شوه هغه ئې ټوله په کور ولګوله. زړې کوټې ئې ړنګي کړې. دوې نوي کمرې يوه لويه برانډه ئې جوړه کړله. خو د ناوي کوټې په نوم مشهوره کوټه ئې ړنګه نۀ کړه. پته نشته چي ولي؟ پيسې ورسره ختمي شوې او که دې کوټې سره ئې ډېر خواږه يادونه تړلي وو. د ړنګولو زړۀ پرې نۀ کېدو. چي چا به ورته ووئيل چي نور کور خو دي مزيدار شو.  خو دا يوه کوټه دي ور کښي بد رنګه لګي. نو جمال خان ورته به په خندا کښي ووئيل. چي خېر دی د دې وار به هم راشي. اوس خو دغي کوټې نه د ناوي توب نوم هم لاړو. څنګه چي ناوي زړۀ شوې ده. هغه رنګ د هغې کوټه هم زړۀ شوې وه. ځکه به ئې اوس دې ته زړۀ کوټه وئيلو. جمال خان او ګل زريني خپله استوګنه په نوي کمرو کښي شروع کړې وه. زړۀ او د کاره وتلي شيان پراته وو. چي اوس ئې دوران تېر شوی ؤ. لکه ميچن د کلال د لاس جوړ شوي لوښي لکه ننګي مټي، کوزې، ښانکونه او کنډولونه. دوه مات لالټينونه، يوه د شړشمو ډيوه يو مات شلېدلی کټ د پلار د زمانې يوه سپاره او يو ږغ هم په يوه موګي کښي زوړند ؤ، هغه زنګويه چي شربت خان ئې پکښي په ماشوموالي کښي زنګولی ؤ د زړې کوټې په يوه ګوټ کښي پرته وه.د زړې کوټې ور به هر وخت بند ؤ. ډېري مودې نه چا دغه ور نۀ ؤ خلاص کړی. د هغې ورخلاصلولو چرته ضرورت څۀ ؤ. خو اوس د ناستي پاستي نه وتلې وه. کله به چي باران شو. زړۀ کوټه به ټوله او څڅېدله. سامان به پکښي ټول لوند خويشت شو، خو کباړ سامان په خرابېدو هم چا څه پروا نۀ کوله. او نۀ د دغه سامان چرته بل د کېښولو ځائ ؤ. ځکه هر څه پکښي ورو ورو ورستېدو. يوه ورځ ډېر زيات باران اوشو. درز شو. چي د زړې کوټې چهت راپرېوتلو. هر څه پکښي خوندي شو. بله ورځ جمال خان ورته دوه مزدوران راوغوښتو. چي چهت ورنه جګ کړي. خټي، خلي، تېرونه اوکرزي ورنه بېل بېل کړي. خوندي سامان ورنه رابهر کړي. مزدوران په کار لګيا شو. غرمه پوري ئې ښۀ ډېر کار وکړو. خټي، خلي، کاڼي او لرګي ئې بېل بېل کړو. خوندي سامان ئې رابرسېره کړو. سوا د يوې ميچني او زنګوئې نور هر څه مات ګوډ وو. يوه مزدور ميچن او بل زنګويه د کور غولي ته راوايسته. ګل زريني ترور! يوه دي ميچن بله دي زنګويه روغه پاتي ده نور دي هر څه ټوټې ټوې دي. بل مزدور اووې. ميچن خو خېر د ماتيدو څيز نۀ ؤ. ولي چي د کاڼي جوړه وه. خو د زنګوئې قسمت دي په دې ښۀ وه. چي  کوم ګوټ کښي پرته وه. هلته تېر پاس په دېواله کښي ښخ شوی ؤ، زنګوئې باندي راپرېوتلی نۀ ؤ. هغه ځائ ډډ پاتي شوی ؤ. زنګويه ځکه بچ شوې ده. ګني خذر خذر (ټوټې ټوټې) به لاړه وې.

جمال خان او ګل زريني عمرونه اوس د اتياؤ کالونو نه بره شوي وو. هغوئ په بدن ډېر کمزوري شوي وو. کار کسب نه وتلي وو. شل پشوګان ورنه جوړ شوي وو. د تېر وخت په يادونو به ژوند تېرولو. شربت خان اوس د زنګو ماشوم نۀ ؤ پاتي. ښه غټ ځوان ؤ. خو د مرغي هغه بچي په شان چي مور ئې په جاله کښي خُلې کښي خوراک ورکوي ئې موړ پت وساتي. چي کله لوئ شي. بيا دغي جالي نه پرواز وکړي. دغه شان شربت خان هم دغه کور نه الوت کړی ؤ. هغه دواړه بوډاګان ئې يوازي پرېښي وو. چا چي زانګو کښي ځنګولی ؤ، چا چي په مټوګرځولی ؤ، چا چي ډېر الله هو ورته وئيلي ؤ. چا چي شوګيرې ورته تېري کړي وې. چا چي ځانونه ورته سپېلنو په شان لوګی کړي وو. اوس خو د ناوي توب کوټې هم ورسره ملګرتيا پرېښې وه. صرف دغه زنګويه ورته د تېر وخت يادونو نخښه پاتي شوې وه.

چي څه وخت مزدوران د کاره فارغ شو د کوره ووتو نو ګل زرينه په ټيټه ټيټه ملا وراغله. په رپېدلي رپېدلي او کمزورو لاسونو ئې زانګو په را اوچته کړه. ډېره په کړاؤ ئې برانډي ته راوړه. هغه وخت ورته راياد شوي ؤ چي کله هغې په فرمائش جمال خان زانګو په کوټې کښي لکه کړې وه. دې پکښي په اول ځل شربت خان زنګولی ؤ. بيا ورته څه نوري ډېره تجربې زيادي شوې. شربت خان په زانګو کښي کله خوب کله ژړا کله خندا، کله ورته جارجڼي شرنګول، کله ورته جوټې ورکول. کله ورته په ولاړي ولاړي الله هو وئيل. په ګل زريني څه چل غوندي اوشو. زانګو خوا کښي کېنسته. زانګو پرې پوري تړلي جارجڼي اوګو نګرووان ئې راخلاص کړو. يو ساعت پوري ښه اوشرنګولو. تا به وې چي شربت خان ورته په ريښتيا په زانګو کښي پروت دی خاندي ورته. ګل زرينه هم ورته مسکی مسکی شوه . بيا ئې هغه اورڼي يو يو زنګونه راواخستو چي هغې به ورځ کښي څو څو ځلي وينځلو. يو اورڼي اوس هم څه زېړ زېړ ښکاره شو. لکه هغې ته ډېر کالونه وړاندي وينځلو نه پاتي شوی ؤ. بيا ئې هغه ورکوټې بالښت ته پام شو. چي شربت خان په خپل وړوکې غوندي سر پرې لګوو. خوب به ئې ورباندي کوو. ګل زريني د غم بالښت راواخستو. څو څو ځلي ئې چاپ کړو. سترګو پوري اومښلو. ورسره سترګو نه رڼې رڼې اوښکي رواني شوې. بالښت پوري ګنډلی هغه تعويز ئې راخلاص کړو. چي منجوري ترور ورته نظرماتي او هر قسم بلاګانو نه په امان کښي ساتلو دپاره کړی ؤ. منجوري ترور ورته وئيلي ؤ چي تعويز اول شنې څيرې کښي پټ کړه. بيا ئې په دوړي (چمړې) کښي اوګنډه. ګل زريني ته دا هم راياد شو چي هغې کله تعويز چمړې کښي ګنډلو نو د ستني تېره څوکه ئې په ګوته کښي ښخه شوې وه. ګوتي نه ډېري ويني بهېدلي وې.

ګل زرينه په زنګو هغسي ور ټيټه وه. په وچو او رګونو رګونو لاسونو ئې يو يو څيز په کښي لټوو. په غور به ورته کتو. داسي تکېده لکه په خود کښي نۀ وي. دغه دوران کښي جمال خان امسا په لاس ماشوم په شان په وړو وړو قدمونو کورته راننوتو. ګل زرينه ئې زانګو پوري مشغوله وليده. ورته ئې ووئيل. ګل زريني نن خو بيا د شربت خان په زانګو ځان مشغولوې. ګل زريني زړۀ خو هسي هم راډک شوی ؤ. 

خپله ځواني، خپل خدمتونه، خپله مينه او اخلاص ورته مخته مخته کېدو. د شربت خان بې پرواهي، لا تعلقي او بېوافائي او خپلي موجوده بې وسي ژړا ته راوستې وه. زنګوئې هغې ته خپله ټوله ماضي مخته اودرولې وه. جمال خان د خُلې ئې دغه خبره واورېده، د ضبط بند ئې مات شو چنګ په ژړا شوه، جمال خان ورته حق بق ولاړ پاتي شو.

 

FaLang translation system by Faboba