ذهين افريدی
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
د دې خبري نن څلور کاله پوره کېږي خو زما په زړۀ او ذهن کښي داسي وزري تړقوي لکه د ژوندۍ کوتري نه چا سر ويستی وي، نۀ مي بې غمه چرته خوب ته پرېږدي او نۀ کار ژوند ته ....... د جومات په دروازې راننوتی نۀ وم چي د هغۀ زېړ زبېښلی مخ راته په انتظار ناست وي، او په يو شغ مي د ماضي هغي ورځي ته بوځي کومه ورځ چي زۀ د ذهن د پردو نه لکه د غني راشُوکوم او نۀ راشُوکېږي، زۀ چي څومره هغه هېروم هومره مي په اعصابو کښي لکه د ويشتلې کوتري پرړېږي.زۀ چي ځان څومره ددې اضطراب نه را اوباسم نو هومره مي ځان ته داسي راکاږي لکه د وني نه چاپېر خونړي ښامار د بل ښامار سر په خله کړی وي او ورو ورو ئې تېروي.
زۀ په دې ښۀ پوهېږم چي تر څو زما په ذهن کښي د تېرو څلور کالو نه دېره سوال ته ما ځواب نۀ وي پېدا کړی نو د اضطراب د تور جادوګر د راښکلي کرښي نه سر نۀ شم اړولی، د ذهن د پردو نه د هغۀ زېړ زبېښلی مخ نۀ شم راشُوکولی، کله کله خو مي بېخي د ځان نه وېره وشي، چي د هغۀ زېړ زبېښلی مخ راته مخي ته ودرېږي، د پښو د ګوتو نه مي يوه عجيبه غوندي تودوخي راپورته شي، ټول وجود مي مېږي مېږي شي او بيا زر داسي يخ پخ شم لکه بېخي راکښي روح نۀ وي پاتي شوی.
نن د هغې ورځي څلور کاله وشو خو چي اوس هم کله د جومات هغه ملا ووينم نو زړۀ کښي مي هغه سوال په شدت سره سر راپورته کړي چي ايا هغه په خپل مرګ مړ ؤ او که يزيد په کربلا کښي د تندي نه شهيد کړی ؤ؟ د هغۀ دپاره د هغۀ ټکی ځکه پکاروم چي زۀ په يو عجيبه غوندي کشکمش کښي نښتی يم چي هغۀ په " ابرام مسيح" وبولم که په "ابراهيم علي" او که په "ابراهيم محمد"؟ د هغۀ يو نوم نۀ ؤ، هغه يو داسي د روح بې قلاري په سر راخېستی ؤ چي په يو ځائ کښي ئې هم ډډه نۀ لګېدله، يوې داسي نۀ ختمېدونکي وېري په منډه کړی ؤ لکه د څو ورځو نهر چرته د خان د تنور نه ډوډۍ غلا کړې وي، ټول کلی پسې کوتکونه په لاس راوتي وي او د کلي په کوڅو کښي پسې ځغلي.
هغۀ خپل مرګ ډېر د نزدې نه لېدلی ؤ، پښتورګي ئې د يوې ورځي نه بلي ته وچېدل، سترګي ئې کړاغي ورغلي وې، د جامو په نوم يو څو شلېدلي تارونه ئې د تک تور وجود نه لکه د غڼي د لوګو وهلو جالونو تاؤ وو. اول خو به بيا هم چرته غاښونه پکښي سپين ښکارېدل خو اوس هغه هم په پان او ګوټکو بېخي تور سر بخن اوړېدلي وو، ډاکټرانو صفا ځواب ورکړی ؤ چي هغۀ د يو څو مياشتو مېلمه دی، نو ځکه د هغۀ زړۀ په ګرجو کښي قلاری نۀ کولو، يوې شديدي ناقلارۍ لکه د پېريانو بړبوکۍ د چرچڼو د بڼو د ځان سره تاولو، شکي مزاج خو د مخکښي نه ؤ نو چي د مرګ وېري په خپلو خونړو وزرو سور کړه نو په خپلي عقيدي او ايمان ئې شک پېدا شو او بل حُسين علي ته خدائ داسي خُله او هغي خُلې ته د خبرو داسي هنر ورکړی ؤ چي "ابرام مسيح" د ابرام نه "ابراهيم علي" شو او د وېرېدلي، بوګنېدلي زړۀ تسکين ئې د امام باړو په دنګو دنګو مينارو کښي لټول شروع کړل، شپه او ورځ به ئې د امام باړو طوافونه کول او نتيجه ئې دا شوه چي پلار په بيمار ځان د کوره وشړلو، خپلو خپلوانو به ترې لار بدلوله او داسي برګ برګ په نفرت به ئې ورته کتل لکه د پېړيو پېړيو دشمن ئې وي،
د ماسخوتن مونځ به چي وشو، د امام باړې دروازه به پوري شوه نو ابراهيم به د سر د پټولو فکر په مخه کړه، چار چاپېره به په بازار کښي ګرځېده که چرته د چا په زړۀ کښي به ترس راغلو نو د دکان مخي ته به ئې زړې خېرني بوجۍ غوړولو ته پرېښوده، ګنې د اکثرو دکاندارانو دا خيال ؤ چي " راشي د اور په بهانه او د کالۀ مېرمن شي" نو ځکه به پرې چا د بند جرنده شوي دکان مخي ته هم اعتبار نۀ کولو او اکثر به د ابراهيم علي د بازار د کوڅه ډبو سپو سره په ډېران شپه وه. خو هغۀ دا هر څۀ د يو څو ورځو تکليف ګڼل او نۀ ختمېدونکی ژوند ئې په دنګو دنګو مڼو، يخو يخو چينو، رنګ رنګ باغونو او مېوو کښي د حورو، غلمانو سره ليدلو، نو ځکه ئې ځان د يو څو ورځو کړاؤ ته لکه د شنې تيږي نيولی ؤ.خو خبره هلته ورانه شوه چي محرم ئې په سر ودرېده جلوسونه روان شو د زنځيرونو شړنګه جوړه شوه، هغۀ بې نېټې مرګ وليدلو، ترمې ترمې ملا ئې داسي درد کولو چي پوره لس ورځي د تبي چپې پرې تلې راتلې، په زړۀ کښي ئې يو ځل بيا يو ناقلار غر په ړکېدو شوه او داسي ورته ښکارېده لکه د هغۀ په زړۀ کښي د امام باړو ولاړي مينارې ټولي نړېدلي وي نو يو عجيبه غوندي کېفيت په خپله غېږه کښي ونيولو.يوې داسي ناقلارۍ په سر رواخيسته که چرته چا ورته د ګېډي پوري بم تړلی وائ هم نو انکار ئې نۀ کولو.
د ابرام مسيح نه د ابراهيم علي د جوړېدو قصه په ټول چم کښي لکه د ډول سُرنا خوره شوه نو یو ورځ چا د مازيګر د مونځ نه پس مُلا صېب ته ووئيل چي په دې سړي کښي چانس شته که لږ محنت پرې وکړائ شي او د هغې ورځي نه پس ملا صېب دې کار ته بډي ووهلې.
د ماسخوتن د مونځ نه پس نېغ د ابراهيم علي پسې لاړ او لاس نيولی ئې خپل بېټک ته راوستو." ړوند څۀ غواړي؟خو دوه سترګي....." نو ابراهيم علي هم ورسره بغير د څۀ کش کړپ روان شو. ملا صېب ورته د يخو اوبو بالټی راډکه کړه، خپلي سپيني استري کړي جامې ئې ورته راوړې، په مړه خېټه ډوډۍ ئې پرې وخوړه، پسته د بخملو بستره ئې ورته سمه کړه.
ابراهيم علي څه ډېري ورځي پس د سپو د درز غوبل، کوَنګ کونګ نه په سکون په مړه ګېډه اودۀ شو او ملا صېب ټوله شپه د ثوابونو، جنتونو او حورو غلمانو خوبونه ليدل، ورځي تېرېدې او ابراهيم علي د جومات په لور نزدې کېده او يو ورځ چي زۀ د مازيګر مونځ ته جومات ته لږ ناوخته لاړم نو جمه شوې وه خو بيا هم جومات ډک ؤ. خلګ د ممبر نه راتاؤ وو، امام صېب ابراهيم علي د ځان سره ودرولی ؤ، يو يو کس په نمبر نمبر ورتلو ،ورترغاړه وتو او مبارکۍ ئې ورکولې .
ابرام مسيح د ابراهيم علي نه "ابراهيم محمد" شوی ؤ، هر چاته مسيح، علي او محمد خو ښکارېدو ولي ددې نومونو په پرده کښي نغښتی زېړ زبېښلی مخ، ترمي ترمي وجود او وچ کړس پښتورګي چاته هم په نظر نۀ راتلل.
ابراهيم محمد ډېر زيات خوشحاله ؤ هر چا به وئيل چي د مسلمانېدو سره ئې په مخ ورځ په ورځ نور راخورېږي خو خدائ خبر ولي ماته د يوې ورځي نه بلي ته زېړ معلومېده او بيا هغه ورځ هم راغله کومي ورځي چي زۀ دومره په اضطراب کښي اچولی يم، کومي ورځي چي زما په زړۀ او ذهن کښي هغۀ سوالونه راولاړ کړي دي، د کومي ورځي نه پس چي زۀ جومات ته ننوځم نو د هغۀ زېړ زبېښلی مخ راته مخي ته ودرېږي . په هغه ورځ چي زۀ د ماسپښين د مونځ نه لږ مخکښي جومات ته د تلاوت په نيت لاړم نو ابراهيم په جومات کښي بې حاله اوده پروت ؤ. مخ ئې بېخي لکه د کورکمن تک زېړ تښتېدلی ؤ که په تندي ئې د خوَلو ډنډونه نۀ وائ ولاړ نو بېخي پرې د مړي ګمان راتلو، لمن ئې په خېټه اوړېدلې وه، سپين پرتوګاښ ئې د خوَلو د زوره د توري خېټي سره نۀ شو پېژندلی، خُله ئې وازه نيولې وه، مچان پرې بڼېدل، شونډو ئې داسي پوستکي نيولي وو لکه چا په اور وريتي کړي وي.د تندي د شدت نه ئې ژبه هم وچه تکه سپينه تښتېدلې وه.د جومات چار چاپېره دېوالونو ته په لږه لږه فاصله يو يو کس ډډه وهلې وه.د قران شريف ايتونه ئې ورو ورو زم زمه کول. ملا صېب هم نن ځان جوړ کړی ؤ، سپينه د لټې جوړه ئې اغوستې وه، سپين د ململ رومال ئې د سر نه لکه د پټکي تاؤ کړی ؤ په "فضائل اعمال" ئې سر ورټيټ کړی ؤ.
زۀ هم يو طرف ته کېښنستم خو لا مي بسم الله هم پوره نۀ وه تېره کړې چي ابراهيم يوه داسي چغه کړه لکه لړم چي چيچلی وي او نېغ کېښنستی، داسي تېزه تېزه ساه ئې اخيستله لکه ډېر زيات ستړی شوی وي، د کېښنستو سره ئې دواړه لاسونه غوږونو ته يوړل او په توبو سر شو. ملا صېب ترې سمدستي په غصه کښي تپوس وکړه چي "بيا دي اوبه په خوب کښي وليدې؟........" "نۀ نۀ ........ هو هو ......" هغۀ د هېبته ځواب ورکړه، يو ساعت ئې سر په دواړو لاسونو داسي کلک ونيولو لکه په منځ بېل شوی وي او بيا ئې سره يو ځائ کوي، بيا ئې لمن اپوټه کړه د مخ او تندي نه ئې خوَلې پاکي کړې، په دواړو لاسونو ئې ټينګي ټينګي دواړه سترګي ومښلې، لاړي ئې داسي په زوره تېري کړې لکه د خوړ وچ کاڼي تېروي، په وچو سپورو شونډو ئې وچه ژبه تېره کړه او وې وئيل چي " خوب مي ليدو چي يوه تکه سره دشته ده چار چاپېره تکي سرې شګي الوزي، خېمې لګېدلي دي، سرۀ غرمه ده نمر د وجود نه لکه د اور د لمبو راتاؤ دی، ګېر چاپېره ماشومان او ښځي ژاړي، د هر چا رنګ داسي اوړېدلی دی لکه په اور سوځېدلي وي، د هر چا ژبي د تندي نه راوتي دي، په خوا کښي د تکو سپينو رڼو اوبو چينه بهېږي، په اسونو سواره، نېزې په لاس فوځونه د اوبو نه چاپېره ولاړ دي، يوګوټ اوبه هم چاته نۀ ورکوي، ماشومان د تندي مري، زما هم د تندي نه ژبه راوتې وي او چي د صبر مزي مي وشلېږي نو د اوبو په لور روان شم خو د هغه فوځ مشر راباندي د غشي داسي ګزار وکړي چي زۀ يوه بې درېغه چغه کړم او غشی مي سينه داسي وڅيري چي زړۀ او پښتورګي مي بهر راوځي او په سرو شګو کښي په غورځنګونو شي او داسي ايرې ايرې لاړ شي لکه وچه ډوډۍ څوک په لاسو کښي وسولوي او چور چور لاړه شي." هغۀ لا نور هم څۀ وئيل چي ملا صېب ورته په غصه کښي ووې " بس بس ...... دا ټول ستا وهم دی.....پاسه اودس وکړه....... اوس دومره وخت نۀ دی پاتي....... زما د ماشوم زوی او د دې ناستو بوډاګانو نه شرم وکړه" او ماته بېخي د کربلا منظر مخي ته نېغ ودرېده، هغه سرې شګي .... سرۀ غرمه..... خېمې ..... د ماشومانو ژړا ......د ښځو وچي سپوري شونډي...... د يخو اوبو نهر او د يزيد فوځونه........دا هر څه مي مخي ته په يو ساعت کښي تېر شو او داسي مي محسوس کړه لکه هغۀ خوب نه په ريښتيا کربلا ليدلې وي.
ابراهيم چي د اوبو نلکه راخلاصه کړه نو يو ساعت ئې څه په داسي انداز ورته کتل چي زما ورته بېخي ساه رالنډه شوه او زړۀ مي داسي ستړی شو لکه د ابراهيم په ځائ زۀ خپله په ريښتيا د کربلا د دشتي نه يبلي پښې په منډه راتېر شوی وم، زړۀ مي نور ټينګ نۀ کړی شو، ملا صېب راپسې دوه درې اوزونه وکړل چي " هلکه مونځ ته دومره وخت نشته مونځ وکړه بيا ځۀ......." خو ما پرې څه غوږ ونۀګرولو او بهر روان شوم.
ماښام ته لږ وخت پاتي ؤ، د روح افزاح د يخ شربت نه مي جګ ډک کړو د جومات په لور روان شوم، د جومات په دروازه چي ورننوتم نو د چم ګاونډ ټول خلګ د ابراهیم نه راتاؤ وو او هغۀ اخري سلګۍ وهلې، او اوبه...... اوبه....... يو ګوټ اوبه اوازونه ئې کول ....... څه خلګو وئيل چي ورکړې اوبه خو ملا صېب او څه نورو د هغۀ ملګرو وئيل چي نۀ ....نۀ......لږ صبر .....لږ صبر...... دومره وخت نۀ دی پاتي.......
ما چي د ابراهيم وچو سپورو شونډو او خړو پړو سترګو ته وکتل نو د خوده ووتم او د يخ شربت جګ مي د ابراهيم په تراړو شونډو کېښودو، هغۀ په يو عجيبه انداز سترګي راپورته کړې، يوې لحظې ته ئې سترګي رڼې رڼې په ځلېدو شوې، يو ګوټ ئې څه په زوره تېره کړو، سترګي ئې کېښووې او شربت ئې په وښکو روان شو او دې کښي ملا بانګ کړه، روژه ماته شوه خلګ په دسترخوان راغونډ شو او زۀ غلی د ابراهيم سر ته کېښنستم، د جومات ملا او ځيني نور خلګ ورو ورو د يو بل سره پسېدل چي " په اخري وخت کښي ئې په غريب روژه ماته کړه.....خدائ خبر چي قبوله شوې به وي که نۀ.....؟"
د خلګو سره د ابراهيم نۀ .... د روژې غم ؤ...... او زما په ذهن کښي هغه سوال تر ننه داسي تړقېږي لکه د ژوندۍ کوتري نه چا سر وېستی وي چي " ابراهيم په خپل مرګ مړ دی؟! که يزيد په کربلا کښي د تندي نه شهيد کړی ؤ؟