فاروق سرور
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
په کلي کښي هره ورځ د خرپ جنګ وي ، سور اور وي او خلګ مري ،خو په وونۍ کښي يوه شپه اسمان هم د يو نري کاغذ غوندي لاندي را ايله شي ، تاوان خو نۀ کړي پېښ، خو دربی ئې زيات وي او موږ په کورو کښي له وېري پټ شو.
بله ورځ هم دغه اسمان صفا وي او هم جنګ په زور کښي وي.
موږ چي کوچني وو او اسمان به نړېدی، نو به مو زرغونې توړۍ ته منډه کړه. هغې به وئيل چي ولاړ شئ او د اسمان ټوټې راوړئ.
موږ به ټوله ورځ لمني ډکي کړې او ماښام به دې ته راغلو. وږي به وو.
دې به هم د وزې په پيو ماړه کړو او هم به ئې د اسمان له ټوټو ستوري جوړ کړل چي پورته به ئې والوزول او له دې ستورو به پوره هفته ، شپه هم لکه ورځ روڼه وه او موږ ماشومانو به په لوئ ږغ لوبي پکښي کولې او کلی به په خندا ؤ.
خو اوس توړۍ مړۀ ده ، داسي هوښيار به د کومه وي چي دا نړاند جنګ به بندوي.
راتلونکي ورځ هم د اسمان د رانړېدو وي او هم جنګ روان وي.
دا څه ماښام وخت چي زۀ ناڅاپه د ډېري مودې وروسته په لويه غونډۍ د توړۍ کيږدۍ ووينم ، حېرانه شم ، په منډه چي ورشم ، نو توړۍ هم ژوندۍ وي او هم هلته ناسته وي ، بس دغسي ورته وژاړم او د جنګ حال ورکړم.
دا څۀ بله ورځ جنګ ودرېږي. د خرپ باران شي او پوره وونۍ جنګ نۀ وشي.
نن شپه بيا اسمان نړېږي او زۀ توړۍ ته په منډه ورشم.
که څه هم دا زما خوب وي خو زرغونه ما په تندي ښکل کړي چي بس زويه دغسي د اسمان ټوټې زر زر بېرته لوړي الوزوه چي ورېځي شي. ګوره باغونو سرۀ ګلونه وکړل چي خلګ په نس ماړه وي، نو به ولي يو بل وژني ؟