غازي سيال

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

زر څانګه د پښتو د فوک سندرو په ميدان کښي يو پېژندلې شوې او منلې شوې نوم دی. زر څانګه يوه ډېره خوږ زبانه سندر غاړې ده. په سندره وئيلو کښي ئې غنايت زيات او پره دی. او هم دغه غنايت په فطري ډول د زرڅانګي د سندرو او موسيقي د شوخو، مستو او خوږو "سرونو" سره تړلی دی.

زر څانګه يوه فوک سندر غاړې ده، چي فوک سندره ئې د عروج بام ته رسولې ده. زر څانګي چي څومره سندر ي وئيلي دي يا ئې وائي:ټولې سندري فوک دي. زر څانګه د چا شاعر سندره نۀ شي زده کولائ د ياداښت ډېره کمزورې ده. که د چا شاعر سندري زده کړي يا وئيلې دي نو دا بيا د شاعر خوش قسمتي ده.

زر څانګه الفاظ هم صحيح نۀ شي ادا کولائ، الفاظ په خُله کښي ژوي. "ش" نۀ شي وئيلې "س" وائي. "دينه" "ويمه" وائي. "وونه" په ځائ "دمه" وائي نو د هر څه باوجود ټولي خامياني ئې خوږ اواز پټي کړي دي. يو ځلي چي په سندره کښي اونښلي بيا ئې په هغه وخت نۀ شي وئيلې بل وخت ته ئې پرېږدي.

د زرڅانګي لهجه مروت والا ده. زر څانګه صرف اواز لري يو ساز هم نۀ شي غږولی. د خپل خوږ اواز په زور د خلګو په زړونو راج کوي. ګلنار بيګم به زرڅانګي ته "نيم ژبي" وئيله.

زر څانګه د رنګه توره ده، په وجود نرۍ نروچکې ده. خو په فن کښي لکه "د شېخ بدين غرۀ" هومره تن آوره ده. ډېره خاموش طبع ده. په احساس کمتري کښي مبتلا ښکاري. په مزاج کښي نرمه ده. خبري کمي کوي، ډېره ساده خو په ګوتو کښي ئې هر وخت لګېدلی سګريټ نيولی وي.

د زرڅانګي خپل اصلي نوم "ځلوبه" دی يعني ځائبۍ. زر څانګي ته زر څانګه نوم رشيد علي خان دهقان ورکړی ؤ چي هغه وخت د ريډيو پاکستان پېښور سينئير پروډيوسر ؤ.

د زرڅانګي پېدايشي ځائ ټانګ دی. په ټانک کښي پېدا شوې ده او په سرائ نورنګ کښي لويه شوې ده. د زر څانګي د پېدايښت تاريخ يکم جنوري ۱۹۵۱ دی. خانه بدوش خاندان کښي پېدا شوې او لويه شوې ده. زر څانګه خانه بدوشي ډېره ډېر خوښوي. زرڅانګي د سرائ نورنګ نه علاوه په کوهاټ ټل کښي او په بنو کښي ډېر ژوند تېر کړی دی. په "سرائ نورنګ کښي ئې د ملا جان نومي سړي سره وادۀ شوی دی. ملا جان د زرڅانګي د پلار سره طبله غږوله.

د خانه بدوشو په دغه خاندان کښي خان تحصيل هم ؤ او د زرڅانګي سره ئې نزدې رشته ئې هم وه. خو زرڅانګه د خان تحصيل په نصيب کښي نۀ وه د ملا جان په نصيب کښي وه. ځکه  چي دا فيصلې په اسمانو کښي کېږي او دا فيصله په اسمانونو کښي شوې وه.

په زر څانګه کښي هغه ټول اوصاف موجود دي کوم چي د يوې پښتنې خاصه وي. هر وخت په سوچ کښي ډوبه ډوبه ښکاري. داسي معلومېږي لکه څه چينجی ئې چي په زړۀ کښي دی.

د زرڅانګي څوک استاد نشته. قدرت د هغې په خپله استاد دی. د هغې په غاړه کښي قدرت دومره خواږۀ ايښي دي چي ورته د رياض ضرورت نشته.

د زرڅانګي په اواز کښي د جنوبي اضلاع کړۀ وړۀ جوت ښکاري. د ملک دننه هم او د ملک نه باهر هم خپل فوک رنګ ئې دنيا ته ور اوښلو.

زرڅانګه د هر موسم او د هر وخت سندر غاړې ده. د زرڅانګي په اواز کښي د غم اور سرور يو شان کېفيت مونده کېږي. اواز ئې د صنعت ګرۍ نه پاک دی. هيڅ په کښي د صنعت ګرۍ ګنجائش نشته. او په کوم اواز کښي چي صنعت ګري راشي نو هغه اواز خپل خوند بائيلي.

د زرڅانګي اواز د خپلي سيمي د غرونو په سينو کښي لاري جوړي کړي دي. او داسي نغمې ئې تر نه رابرڅېره کړي دي چي تر تل تله به ژوندۍ وي. داسي معلومېږي لکه چي زرڅانګه خدائ پاک پېدا کړې د  فوک دپاره وي او فولکلور چي د هري سيمي وي د هغې سيمي اسم و رواج، کلتور، نفسياتو، اخلاقو، تهذيب او د عقائدو ترجماني کوي: د پښتو فوکلور د پښتني معاشرې د پېژندګلو يو ريښتونی تصوير دی. پښتو فوکلور د شکل په لحاظ د ټپې په څير داسي رنګين شعر لري چي د دنيا هيڅ يوه ژبه کښي ئې مثال نۀ پېدا کېږي "ټپه" د تال" او د "سر" هغه سمندر دی چي په هره څپه کښي ئې محدوده جهانونه پراته دي. زموږ فوکلوري سندري اکثر په "ټپه" اډاڼه لري او ټپه پښتون ثقافت او مينه ده.

د زر څانګي په اواز کښي دا سندره 

خت مي زنځيري زنځيري دی وړی ئې نۀ شمه

وه ياره! درځم زر قدم اخستی نۀ شمه

دا سندره  د پښتون ثقافت څومره عکاسي کوي چي

"يوه غرنيزه پېغله په خپل محبوب روانه ده. زر قدم نۀ شي اخستی. پېغله محبوب ته وائي چي ما زنځيري قميص رخت اغوستی دی او په قميص مي دومره ډېري بخی ختلې وي چي د ډېري بخی د وجي نه دروند وي. زر زر نۀ شي تلی"

په لاره تلی ټوخی دي اوکړو

زۀ د مستو ککڼه خُله در ووتمه

په دا ټپه کښي د جذبې د شدڅومره زور دی

په کلي بيا سپاهيان بدل شول

زما بدمعاشه ياره څۀ دي کړي دينه؟

او داسي ډېري ټپې زرڅانګي وئيلي دي چي زموږ د ژوند ژواک سره ژور تعلق لري، خو زۀ ئې د مضمون د اوږدوالي د وجي نۀ شم راوړلی.

د زرڅانګي لهجه مروت والا ده چي څومره سندري ئې وئيلي دي په خپله مروت والا لهجه کښي ئې وئيلي دي. دا ځکه چي هغه بله لهجه وئيلی نۀ شي. هغه بالکل جټه بې تعليمه ده. کله کله "بې سُره" هم شي. خو د هغې خوږ اواز د هغې "بې سُري" پټ کړي. استاد شير افګن به هغې ته ميټهي بې سُری": وئيل.

د زرڅانګي خلاف زناناؤ سندر غاړو ډېر سازشونه جوړ کړل خو زرڅانګي به د خپل خوږ اواز په زور هر سازش ناکام کړو. زرڅانګي د خپل فن په زور خپل حېثيت برقرار ساتلی دی. عجز او انکساري د زرڅانګي په ضمير کښي اغېږلې شوی دی.

موسيقي د چا ميراث نۀ دی. موسيقي د شوق سره تعلق لري. او د شوق هيڅ قيمت نۀ وي. زرڅانګه هم دغه عشوق د موسيقي مېدان ته راګډه کړې ده.

زرڅانګي د فن ابتدا٫ په لکي مروت کښي د وادۀ په يو تقريب کښي کړې ده. اتفاقاً په دغه تقريب کښي د ريډيو پاکستان پېښور مشهور بېنجونواز مصطفٰی هم موجود ؤ. مصطفٰی چي د زرڅانګي اواز واورېد ډېر زيات ئې متاثر کړو. او زرڅانګي ته ئې په ريډيو کښي د سندرو وئيلو مشوره ورکړه. او دا وعده ئې هم ورسره وکړه چي ريډيو ته به دي هغه سفارش کوي او زرڅانګي د مصطفٰی خبره اومنله. کله چي د زر څانګي اډيشن اوشو په اډيشن کښي پاس شوه او بيا د " څلوبه" نه په زرڅانګه بدله شوه او د اکريډټ هم رشيد علي خان دهقان ته ځي. د رشيد علي دهقان د جنوبي اضلاع په فوک ادب او فوک موسيقي ډېر احسانات دي. د بنو او د بنو سره د ملحقي سيمي ډېر سندر غاړي د ريډيو په ذريعه دهقان متعارف کړي دي. لکه د مثال په طور زرڅانګه، ګل نار بېګم، شهباز خان وزير، نسيم اختر، ياسمين، دلفراز نيازي، مصطفٰی، وزير جانه، قسمت خان، شيرين بها، ګل اندامه، شيردين او شيرافګن استاد او نور ډېر چي ماته ياد نۀ دي.

زر څانګه درنګه توره ده او په وجود نرۍ نروچکي ده خو اواز ئې د خوږو نه ډک دی او د خپل خوږ اواز په برکت ئې بين الاقوامي دورې هم کړي دي چي د کومو ملکونو دورې ئې کړې دي نومونه په دا ډول دي.

جرمني، امريکه، واشنګټن، عرب امارات، لندن، پيرس او افغانستان وغيره. د دا ساده باده زرڅانګي په اواز کښي دومره اثر لري چي ټوله دنيا ئې د اثر لاندي ده. فوک طرزونو ته ئې داسي اهنګ ورکړی دی چي دنيا ئې مني.

د زرڅانګي خپل ځان ته خپل يو انداز د بلي زنانه سندر غاړي په اواز کښي نشته.

زر څانګه د نورو زناناؤ سندر غاړو دپاره يو چېلنج دی لکه څنګه چي مخکښي وئيلي شوي دي چي زر څانګه کله کله تلفظ غلط هم ووائي. خو د هغې خوږ اواز هره خامي پټه کړي لکه د مثال په طور دا سندره چي:

د ګل ببري پيسې دي ډکي دي د ګلو

په لوړ ولاړې جلې

دغي غرئيزي فوک سندري ته چي زرڅانګي د اواز خواږه ورکړي دي د ترنم په لحاظ خو ډېره خوږه لګي خو په فني لحاظ سندري ته ډېر نقصان رسېدلی دی. په پاستۍ مصره کښي " ګلو" وئيلي شوي دي او په لاندي کښي "جلې" وئيلي شوي دي قافيه ئې برابره نۀ ده. دې ته نۀ څوک پېښورۍ وئيلې شي او نۀ بنوڅۍ.

او هم دغه "نيمکۍ" نثار محمد خان په دويم ځل په دغه طرز کښي د ګلنار بيګم په اواز کښي د لاهور په سنټرل پروډکشن کښي ريکارډ کړه او په خپل اصلي شکل کښي ګلنار بيګم ووئيله:

د ګل ببري پيسې دي ډکي دي د ګلې

په لوړو لاړي جلې

فوک سندره د موسيقي بنياد دی او دا بنياد چي مضبوط وي په سندره وئيلو کښي به راج هم د هغه وي او په فوک سندره وئيلو کښي راج د زرڅانګي ده. ځکه چي د فوک سندرو ټول بوج د زرڅانګي په اوږو پروت دی.

د نن سندر  غاړي د خپل فوک نه نۀ دي خبر او خاص کر د کلاسيکي موسيقي نه خو ئې سترګي برېښي.

 

FaLang translation system by Faboba