م، ر، شفق
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
پېدائش:۱۹۱۵ ٫
وفات:۱۹ نومبر ۱۹۸۸ ٫
تاريخ:
مشهور مسلمان مؤرخ ابن خلدون ليکلي دي؛
"تاريخ يو داسي علم دی چي ښېګړي ئې زياتي او مقصدونه ئې سپېڅلي دي. دا موږ ته د تېرو امتونو د اخلاقو او حالاتو د انبيا عليهم السلام د سيرتونو، د بادشاهانو حکومتونو او د هغوئ سياستونو سره اشنا کوي."
(مقدمه تاريخ ابن خلدون)
تواريخ افاغنه:
د پښتون يا افغان ملت په بابله چي کوم تاريخونه ليکلي شوي دي دغو کښي "تواريخ افاغنه" خپل ګڼلی شي. رښتوني واقعات پکښي بيان شوي دي. د دې مصنف خواجو ملېزی مندڼ دی. دۀ دا تاريخ د "شاهد جهان پور" رياست (هندوستان) باني، نواب بهادر خان داؤدزي، په وېنا ترتيب کړی ؤ. "تواريخ افاغنه" د مغل بادشاه نورالدين جهانګير په دور کښي ليکلی شوی ؤ. مصنف خواجه ملېزي دغه دور کښي ژوندی ؤ. حالات او واقعات ئې د خپل پلار نيکه او نورو ژونديو مشرانو نه اورېدلي وو. ځيني تاريخي اثار ئې پخپلو سترګو ليدلي وو، د تصنيف مکمل کېدو نېټه ۱۰۳۳هـ/ ۱۶۲۳ ده.
"تواريخ افاغنه" په "تواريخ خان ګجو" هم مشهور ؤ، ځکه چي خواجو ملېزی د "خان ګجو" په مصاحبينو کښي شمار ؤ. د خان ګجو د وفات ذکر ئې کړی دی او د هغه د وفات نه پس ژوندی ؤ. ځکه نو د پروفېسر نواز طائر په خيال کېدائ شي. په دغه نسبت "تواريخ افاغنه" ته "تواريخ خان ګجو" هم وئيلي شوي دي. خو د دې ضخيم تاريخ، اصل مسوده لاس ته نۀ راځي. ځکه چي وروستو "تواريخ افاغنه" ته يوۀ نوې بڼه ورکړلې شوه او د دې خلاصه د "تواريخ حافظ رحمت خاني" په نوم يادولی شي.
تواريخ حافظ رحمت خاني:
د "تواريخ افاغنه" مسوده د شاهجهان پور د نواب خان بهادر خان داؤدزي په کتابتون کښي پرته وه، له هغه ځايه د روهيلکنډ نواب حافظ رحمت خان (۱۷۰۸- ۱۳ اپريل ۱۸۷۴) ته ولېږلې شوه. څوک چي تاريخ کښي د حافظ الملک په نوم يادېږي. د پلار نوم ئې شاه عالم خان ؤ او طورو شهامت پور کښي زېږېدلی ؤ. د قرآن پاک حافظ او د "خلاصة الانساب" (فارسي) مصنف هم دی. يو عالم فاضل شخصيت او فقيهه ؤ. هغه د تاريخي اهميت تر مخه "تواريخ افاغنه" ډېر خوښ کړو، خو دا خواهش ئې ښکاره کړو چي د مسودې نه دي د "تکرار" او "طوالت" خاشي پاشي ليري کړی شي او داسي سمون دي ورکړی شي چي نفسِ مضمون او متن ته نقصان اونۀ رسي. دا ذمه واري د حافظ الملک يو مصاحب پير معظم شاه (نوشهر پير سباک) پوره کړله. او د تورايخ حافظ رحمت خاني په نوم ئې د "تواريخ افاغنه" خلاصه ترتيب کړله. مؤلف پير معظم شاه اعتراف کړی دی چي د دې کتاب اول مصنف خواجو ملېزی دی. کتاب کښي د يو سل لسو کال (۱۱۰) مودې ۸۸۰هـ/ ۱۴۷۵ نه ۹۹۴هـ / ۱۵۸۵ پوري سمه سوات کښي د يوسفزيو او نورو قبيلو حالات او واقعات بيان شوي دي. په دې حواله پير معظم شاه د کتاب اخر کښي د وضاحت دپاره يو نظم ليکلی دی. يو څو شعرونه دا دي.
شکر شکر چي مکتوب شه
دا کتاب په ښۀ اسلوب شه
دا کتاب اول طويل ؤ
ډېر په دۀ کښي قال او قيل ؤ
نو په حکم ما د "خان"
چي حافظ دی د قرآن
"شهامت پور" د دۀ وطن دی
"پيلي بهيت" ئې اوس مسکن دی
دا کتاب مي منتخب کړ
په ښۀ شان مي مهذب کړ
هجري سن زر سل اتيا دی
يو کال بل پرې هم بالا دی
پير معظم شاه "تورايخ حافظ رحمت خاني" په محرم ۱۱۸۱هـ/ ۱۷۶۸ کښي مکمل کړی ؤ. د دې ايکي يوۀ نقل شوې نسخه د لندن برټش ميوزيم لائبريرۍ کښي محفوظ ده. دغه نقل شوې نسخه مرزا محمد اسماعيل قندهاري، د مشهور ختيز پوه (مستشرق) ميجر ايچ ډبليو راورټي په فرمائش ۲۶ جولائي ۱۸۶۴ کښي ليکلې وه.
پښتو اکادمي :
پښتو اکادمي، پېښور پوهنتون د برټش ميوزيم انډيا افس لائبريرۍ نه د دغه نقل شوې نسخې مائکرو فلم تر لاسه کړو او دا اهم مسوده ئې د خان روشن خان (نوی کلی صوابۍ) په مالي مرسته ۱۹۷۱ (۱۳۹۱هـ) کښي چاپ او خوره کړه.
د دې د فوټو سټيټ رانقل کولو پروف لوستنه او څڼه سترګه کولو کښي د پښتو اکادمۍ مولانا محمد اسرائيل، ميا ثنا٫ الدين، سيف الرحمن سيد او محمد انور خان لاس وس کړی ؤ.
کامله رائ:
محقق، اديب دوست محمد خان کامل صاحب د افضل خان خټک "تاريخ مرصع" په مقدمه کښي د خپلي رائ اظهار کړی دی چي د اخوند دروېزه تذکرته الابرار والا شرار" (فارسي) او د ملک خواجو ملېزي "تواريخ افاغنه" (پښتو) د پښتنو خپل تاريخونه دي، ځکه چي دې کښي د هغو اشخاصو يا کردارونو حال احوال بيان شوی دی چي" د پښتونخوا له خاوري شوي دي. دلته اوسېدلي دي د خپلي خاوري دپاره ئې تاريخي کردار ادا کړی دی او بيا هم دې خاوري سره ګډ شوي او سم شوي دي".
د کامل صاحب په خيال که د "تواريخ افاغنه" موضوع لنډه تنګه ده خو تفصيلات ئې ښۀ او خوند ناک دي. ليکي؛
".....دا په پښتونخوا کښي د پښتنو د يادو شويو قامي مشرانو نه علاوه او له اکثرو اګاهو تېر شوي دوه پښتانۀ مشران ملک احمد مندڼ او خان ګجو مندڼ رامتعارفوي چي دواړه د ډېرو سترو صلاحيتونو څښتنان ليدلي شو."
د دوست محمد خان کامل صاحب کامله رائ دا ده:
"مولف (خواجو ملېزی) د جهانګير بادشاه په عهد کښي ژوند کاوه او غالباً چي کتاب ئې هم دغه عهد کښي ليکلی دی. اصل کتاب اوس ناياب دی البته تلخيص ئې چي پير معظم شاه د "تواريخ حافظ رحمت خاني" په نامۀ کړی دی، دستياب دی چي لږه موده اګاهو د ښاغلي محمد نواز طائر د "ډېري عالمانه او مفيدي مقدمې" چاپولی او خورولی دی.
د محقق اديب دوست محمد خان کامل الفاظ دا دي.
".......دا دواړه کتابونه (تذکرته الابر او تواريخ رحمت خاني)
زموږ تاريخ هم زموږ په ځمکه برېښوي، هم د هغو کسانو يا کردارونو حال بيانوي چي د پښتونخوا له خاوري پورته شوي هم دلته اوسېدلي هم په دغه سټېج ئې خپل رول اد کړی دی او اخر بيا هم خپلي خاوري سره ګډ شوي او سم شوي دي خو د ....... کتاب موضوع ډېړ لنډ تنګ دی اګر که د خپل موضوع په دائره کښي ښۀ او خوند ناک تفصيلات لري او پښتونخوا کښي د پښتنو له يادو شويو قامي مشرانو علاوه دوه پښتانۀ مشران ملک احمد مندڼ او خان ګجو مندڼ رامتعارفوي چي دواړه د ډېرو سترو صلاحيتونو څښتنان ليدل شي".(مقدمه تاريخ مرصع)
انکشاف:
زموږ د پښتو اکادمۍ پېښور پوهنتون پوهانو وئيلي دي چي د "تواريخ حافظ رحمت خاني" د اصل "تواريخ افاغنه" نسخه ناياب ده، خو محقق اديب حبيب الله رفيع صاحب، پخپل کتاب "کتابونه دريابونه" کښي انکشاف کړی دی چي د افغانستان لوئ محقق اديب زلمي هېواد مل صاحب د "تواريخ افاغنه" اصل نسخه هم د برټش ميوزيم نه تر لاسه کړې ده( والله اعلم بالصواب).
اردو ترجمه:
د "تواريخ حافظ رحمت خاني" د تاريخي اهميت او افاديت تر مخه پښتو اکادمۍ پېښور پوهنتون کتاب ته د اردو جامه واغوستله. اردو ترجمه مولانا محمد اسرائيل صاحب کړې ده چي د اکادمۍ مشهور مترجم او اديب عالم منلی شو. مالي امداد د نوي کلي صوابۍ (کرنل شېرکلي) محقق او مؤرخ خان روشن خان (کاکا) ورکړی ؤ. دغسي اردو اشاعت زرتر زره د شائع کېدو جوګه شو او بيا د روشن خان په خوښه د اکېډمۍ په نوم چاپ او خور شو.
حواشې:
د خان روشن خان لويه تاريخي کارنامه دا ده چي په اردو کښي ئې د "تواريخ حافظ رحمت خاني" تاريخي او علمي حواشې (لمن ليکونه ـــ څنډي) وليکلې، تاريخي ياد داښتونو او شجرو نقشو سره ئې د کتاب معنوي حسن زيات کړو او د پښتنو يو جامع (کوټلی) تاريخ ئې ترتيب کړو. د "تواريخ حافظ رحمت خاني" دا دوهم اردو ايډيشن په ۱۹۷۶ کښي منظر عام ته راغی چي په ټولو پښتنو يو لوئ احسان دی او فياضۍ ته ئې ګورئ چي د دوهم اشاعت (اردو) ټول کتابونه ئې د تاريخ په مئينانو او "نظر شناس خلګو" ويړيا تقسيم کړی دی.
د روشن خان کاکا، بله کارنامه دا هم ده چي د اردو اشاعت د "تواريخ حافظ ر حمت خاني" ئې په درېيم ځل کال ۱۹۷۷ ٫کښي بيا چاپ کړو چي په نورو تحقيقي څنډو (حواشې) يو مکمل تاريخ جوړ شو. خو د حيرت مقام دی چي د پښتو يو ليکونکی اديب په دې علمي تاريخي څنډو خپل قلم له د څۀ ليکلو زحمت نۀ دی ورکړی. يا کېدائ شي زما له نظره داسي څۀ مضمون، مقاله نۀ وي تېره شوې. ښاغلي محمد پرويش شاهين ورسره نزدې پاتي ؤ مياشتنۍ "پښتو" کښي ئې د روشن خان د شخصيت لږه غوندي پېژندګلو ضرور کړې ده او د روشن خان د کاوشونو اعتراف ئې کړی دی.
لکه څنګه چي اګاهو ذکر شوی دی او دوست محمد خان کامل صاحب ورته اشاره کړې ده. "تواريخ حافظ رحمت خاني" د يوسفزيو مندڼ دوو قامي مشرانو حالات بيان کړی دی. يو ملک احمد مندڼ د پښتونخوا رياست باني ؤ. کله چي د کابل مغل حکمران مرزا الغ بيګ (وفات ۹۰۷هـ) د يوسفزيو اووه سوه (۷۰۰) مشران جرګه دربار ته راوبلله او بيا ئې په دوکه او فرېب ووژل نو دغه وخت ملک احمد د پنځلسو کالو تنکی ځوان ؤ. د يوسفزيو مشري ورته وسپارلې شوه. دۀ پخپل جرا٫ت او مړانه ځيرکتيا او تدبر مغل شهنشاه ظهير الدين بابر متاثره کړو، هغه ورسره روغه جوړه وکړه. د دۀ ورېره او د شاه منصور لور "بي بي مبارکه" ئې وادۀ کړله. د سمې سوات سردار ملک احمد په ۱۵۳۵ کښي د ۶۵ کالو په عمر کښي په حق رسېدلی دی. مزار ئې اله ډنډ ډېرۍ کښي دی.
دوهم مشهور شخصيت شېخ ملي بابا دی. چي د ملک احمد وزير اعظم ؤ. دۀ د يوسفزو په قبضه کښي ټولي ځمکي ۱۵۲۳ ٫کښي تقسيم کړي وې. د ځمکو د وېش دغه نظام د شېخ ملي په دفتر يادېږي. يو بل قامي کردار د ګجو خان مندڼ دی. د "تواريخ رحمت خاني" حالات واقعات د ګجو خان په دور پائ ته رسي. دغه وخت ډيلي کښي د مغل بادشاه" همايون" بادشاهي وه او کابل کښي د "کامران" واکداري وه. بيا هندوستان کښي د "شير شاه سوري" او ورپسې د "سليم شاه" بادشاهي وه. د مغلو زور اوبه شوی ؤ. که پښتونخوا کښي هر څو د ګجو خان د نوم "سکه" او خطبه نۀ وه خو زور طاقت او شان شوکت ئې د بادشاهانو په شان ؤ. د ملک احمد بابا نه پس هم د هغه د وصيت تر مخه ګجو خان د يوسفزيو قامي سردار ټاکلی شوی ؤ او تر ډېري مودې پوري د پښتونخوا د سلطنت واک اختيار د ګجو خان په لاس کښي ؤ. دی په ملکي معاملو او د عوامو په چارو کښي د ملک احمد نه زيات لائق سردار ثابت شوی ؤ ځکه چي د پښتنو هاغه قبيلې ئې هم د ورورولۍ سيني ته راجوختي کړلې د کومو چي يوسفزيو سره تربګني او دښمني وه. د حکمرانۍ او سردارۍ نه علاوه ګجو خان مندڼ "مستجاب الدعوات" هم ؤ. خلګو به د ګجو خان نه دعاګاني اخستې او د دۀ په دعا به د خلګو ديني او دنياوي مقصدونه، تر سره کېدل. د ژوند اخري دور کښي صوابۍ کښي مېشته شو، بيا هلته وفات شو مزار ئې "ګجوانو ډېرۍ" کښي د يوې غونډۍ په لمن کښي دی.
دعوامي نېشنل پارټۍ سياسي رهنما محمد اعظم هوتي (مرحوم) او بيا پخوانی زلمی وزير اعلی امير حيدر خان هوتي ته دا اعزاز حاصل دی چي د ملک احمد بابا ګجو خان او شېخ ملي بابا او نورو قامي مشرانو مزارونه ئې د وخت د ګردو غبار نه صفا کړل او په دې يادګارونو او مزارونو ئې ډېر درانۀ درانۀ رقمونه خرڅ کړل.
دمحترم روشن خان د علمي تاريخي څنډو (حاشيو) ړومبۍ برخه هغه زمانې سره اړه لري چي افغان ملت ته بني اسرائيل وئيلی شو او نسلي تړون ئې د حضرت ابراهيم خليل الله، زوئ پېغمبر حضرت اسحاق عليه السلام سره دی. د تحقيق دوهمه حصه (د تواريخ حافظ رحمت خاني) خان ګجو د دور نه پس احوالو ته رسي.
دې تاريخي څنډو (حواشې) کښي روشن خان د پښتنو د ملي اتلانو سردارانو د هغوئ د کارناسمو، ټول هندوستان کښي د پښتنو مشرانو تاريخي کردارونه او احوال په علمي دليلونو او تاريخي حوالو راجمع کړي دي. دغو کښي ملي اتلانو سره سره د روحاني مشرانو او د عالمانو تذکرې د زيات اهميت جوګه دي.
د ملک احمد بابا، شېخ ملي بابا او ګجو خان نه پس د ملک کالو خان يوسفزي، سردار بهاکو خان، د سردار بهاکو خان په نوم د مغل بادشاه شاهجهان د فرمان يو عکس د پښتنو قبيلو او خېلونو شجرې او نقشې او په اخر کښي د "استدراک" عنوان تر مخه د نورو تاريخي علمي او سياسي شخصياتو او تذکره او پېژندګلو لوستونکو ته قيمي معلومات ورکوي.
د پښتنو د اصل نسل مسئله او دا نظريه چي پښتانۀ بني اسرائيل دي او د حضرت اسحاق بن يعقوب عليه السلام (اسرائيل) اولاد دي، خان روشن خان پخپل ژور علمي تحقيق منطقي انجام ته رسولې ده.
اعتراف او مننه:
زما د معلوماتو تر مخه مشهور اديب او صحافي الله بخش يوسفي چي په اردو کښي د يوسفزيو تاريخ افغان يا پټهان او دغسي نور کتابونه ليکلي وو نو د دې په شا هم د روشن خان لوئ لاس ؤ. اشاعت کښي به ئې مالي مرسته کوله بلکې يوسفي صاحب ته به ئې مواد او معلومات هم ورکول. د يوسفي صاحب د وفات نه پس روشن خان کاکا د" تواريخ حافظ رحمت خاني" اردو اشاعت او تاريخي څنډو ليکلو نه پس پخپل مخ سر يو شمېر کتابونه اردو کښي شائع کړل. "تذکره" يوسف زيو کي سرګشت" ملکه سوات" او نور..
هر دور کښي د نظر خاوندان هم موجود وي او د قلم کتاب عاشقان هم. دوئ د زړۀ په مينه د روشن خان د تاريخي کارنامو مننه او اعتراف کړی دی. زۀ د "اشاعتِ سوم" په حواله د دې ذکر مناسب ګڼم.
طارق بن يوسفي: د الله بخش يوسفي فرزند طارق بن يوسفي اعتراف کړی دی (ترجمه)
"که خان صاحب (روشن خان) ته د پښتون قام انسائيکلو پيډيا ووئيلی شي نو بې ځايه به نۀ وي. موږ او ټول قوم په خان صاحب (روشن خان) فخر کوو چي د دوئ په علم دوستۍ او تاريخ نوازۍ د پښتنو تاريخونه وليکلې شو.
ډاکټر معين الدين عقيل:
پروفېسر ډاکټر معين الدين چي د "تواريخ حافظ رحمت خاني" په دوهم اردو اشاعت يو نظر تېر کړو نو وې ليکل.
"روشن خان چي په ډېر کړاؤ او تحقيقي زيار کومي حاشئې (لمن ليکونه) او شجرې ترتيب کړي دي. زياتي سودمني او مفصل دي. د دې له مخه اصل کتاب د زياتي ښېګړي او د معلوماتو په لحاظ د يو جامع تاريخ بڼه اختيار کړې ده. د يوسفزۍ قبيلې په اړه اردو کښي دومره معلومات بل کوم تاريخ کښي لاس ته نۀ راځي او د دوهم اردو ايډيشن ښېګړه نوره زياته شوې ده او دا د يوې اعلی پائ تاريخي شاهکار دی."
پروفېسر محمد ايوب قادري:
(ترجمه) دا ښاغلی پوهاند روشن خان کاکا د يو تاريخ شناس په توګه پېژني، ليکي:
"حقيقت دا دی چي دوئ خان روشن خان د پخوانيو مورخينو په شان دا کتاب (تواريخ حافظ رحمت خاني اردو) د صحت او تحقيق اخري معيار ته رسولی دی."
پروفېسر ابو سلمان شاهجهان پوري:
ابو سلمان شاهجهان پوري د "تواريخ حافظ رحمت خاني" اردو ايډيشن لوستو نه پس يوۀ مقاله ليکلې ده په دې حيران دی چي د کاتب په حواله محترمو ليکونکو څومره ليکني کړي دي. دغه صرف د کتاب د متن او ترجمې تر مخه ليکلې شوي دي. د خان روشن خان حاشيو (تاريخي څنډو) ته پام لرنه نۀ ده شوې، دا کتاب "تواريخ حافظ رحمت خاني" خو د روشن خان په حواشې تاريخي ادبياتو کښي اهم ترين او بې مثاله ګرځيدلی دی او د يوسفزيو يو کوټلی تاريخ ترې جوړ شوی دی.
پروفېسر ابو سلمان شاهجهان پوري ډېر په تفصيل او دليل د محترم روشن خان د علمي معلوماتو څنډو (حواشې) اوصاف بيان کړي دي او بيا ليکي:
"که چري دا کار يو مشهور علمي شخصيت سر ته رسولی وي نو علمي دنيا کښي به يوۀ غلبله جوړه شوې وه. د دې کار معيار د پوهنتونونو د سيوري لاندي پي ايچ ډي دپاره کېدونکي علمي او تحقيقي کارونو د معيار نه ډېر اوچت دی."
پروفېسر ابو سلمان زياته کړې ده.
"دا د پښتنو يو مستند تاريخ دی او په دې موضوع چي څومره ښۀ ښۀ يو څو کتابونه شائع شوي دي هغو کښي دا کتاب" اردو ايډيشن دوم تواريخ حافظ رحمت خاني" د ټولو نه زيات اهم دی".
ښاغلي ابو سلمان شاهجهان پوري ليکلي دي.
د علمي شخصيت او مؤرخ په توګه د روشن خان نوم مخکښي چانۀ پېژندلو خو دا کتاب چي ئې په څومره قابليت ترتيب کړی دی او حاشئې ئې پرې ليکلي دي، د هغه د علمي او مورخانه حېثيت د ثبوت دپاره کافي دي."
پروفېسر هدايت الله:
د مردان کالج يو پروفېسر هدايت الله خټک هم اردو کښي يوۀ لنډه تنقيدي جائزه اخستې ده چي دا ډېر زيات جامع تاريخ او د افغان قبائلو باره کښي زيات مستند کتاب دی.
محمد پرويش شاهين:
د منګلور سوات شاهين هم يوۀ جائزه اخستې ده فرمائي:
(ترجمه)
تر اوسه زما د ا خيال ؤ چي خان روشن خان صرف د تاريخ افغان مرتب کونکو سر پرستي کوي او د قلمي نسخو په اشاعت کښي ورسره مدد کوي خو د دې کتاب لوستو نه پس اندازه وشوه چي خان صاحب د علمي او تحقيقي کارونو خاص ذوق او سليقه هم لري. د" تواريخ حافظ رحمت خاني اردو ايډيشن" د دوئ لويه تاريخي کارنامه ده چي د پښتنو تاريخ کښي به همېشه ژوندۍ وي او دې کښي د ګوتي کېښودو ګنجائش نشته.
روشن فکرونه:
د يو محقق او مؤرخ په توګه خان روشن خان خپل تاليف (حواشې بر تواريخ حافظ رحمت خاني) کښي د تاريخ پوهني او تاريخ لوستني د اهميت په ډاګه کولو دپاره ځائ په ځائ خپل "روشن فکرونه" څرګند کړي دي. ابتدايه (ص ۲۶۲) کښي ليکي:
ترجمه: ټول ژوندي قامونه د خپلو مشرانو او قامي خواخوږو شخصياتو يادونه کوي او د هغوئ يا د نماځلو دپاره د ستورې کوي. د دې دستورو خو تلليو مشرانو ته څۀ فائده نۀ رسي او که چري موږ د هغوئ په ياد کښي د ستوري نۀ کوو نو هغوئ ته پرې څه تاوان هم نۀ رسي. البته د دې په رڼا کښي د دغه قوم د اجتماعي اخلاقو باره کښي فېصله کېدلی شي.
"ښاغلی روشن خان ورپسې ليکي:"
"ژوندي قامونه چي د خپلو بزرګانو، محسنانو يادونه تازه کوي او هغوئ سره د ميني عقيدت اظهار کوي نو نۀ يواځي دخپلو قومي اخلاقو ثبوت ورکوي بلکې د هغو مشرانو د اخلاقو سيرت او کردار او د هغوئ د کارنامو په رڼا کښي د خپل روښانه سباوون دپاره نوي لاري لټوي. د هغوئ د تجربو نه سبق اخلي او دغسي د هغو غلطيو نه بچ شي د کومو څخه چي د لارښودني بغير محفوظ پاتي کېدل ناممکن وي."
روشن خان صاحب ليکي: (ترجمه)
"انسان صرف د مور پلار فرزند نۀ وي، دی د خپل قوم وارث هم وي او د قوم وراثت سره په دۀ څه ذمه وارۍ هم راځي."
وړاندي فرمائي: ترجمه
زموږ قوم ته احساس پکار دی چي موږ نن څه يو، دا ځکه يو چي موږ پرون څۀ وو او دا چي د انسان د علمي ژوند د مشکلاتو حل د وعظ او نصيحت په ځائ د قومي تاريخ زياته پوهه او صحيح تاريخ شناسۍ کښي دی. (۱۹ ستمبر ۱۹۷۵)
روشن خان د حواشې درېيم باب په دې الفاظو پېل کوي:
ترجمه: تاريخ د انسانانو يو تر بله ژوند ژواک او د يوې مهذبي معاشرې ودانولو د داستان نوم دی. تاريخ د ماضي لټون او لوستني نوم دی."
لکه څنګه چي ابن خلدون د تاريخ مقصدونه سپېڅلي او د زياتو ښېګړو جوګه ګڼلي دي، پښتون مؤرخ او محقق روشن خان هم د يو خاص سپېڅلي مقصد په خاطر د يوسفزيو د تاريخ ژورو ته رسېدلی دی. د قومي خواخوږۍ په جذبه ئې د پښتون قام د تاريخ پاڼي په کتابي شکلونو کښي ترتيب کړي دي چي دا ولوستی شي او پښتانۀ د خپل ژوند يو داسي علمي تاريخ دنيا ته وښئي چي هغه په کتابونو کښي بند نۀ وي، بلکې ازادوي. د علمي ژوند يوۀ نمونه او مثال وي.
اسمان ته لار د ختو نشته
زلمي ورخېژي د رېښمو په ټالونو
حوالې
تواريخ رحمت خاني (اردو) ترتيب و حواشې
خان روشن خان (اشاعت سوم( ٫۱۹۷۷)
۲: مقدمه ابن خلدون
۳مقدمه تاريخ مرصع
۴: د پښتونخوا باني