ذاکر زيارتوال
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
تصوف نۀ يواځي په پښتو شاعري کښي بلکې په ټولو ګاونډي شاعري کښي ئې غزوني کړي دي. تر دې وړاندي چي د حمزه شينواري پر تصوفي لاره رڼا واچوو ښۀ به دا وي چي لومړی تصوف تر بحث لاندي راوړو چي په اصل کښي تصوف څۀ دی .
تصوف څۀ دی؟
د تصوف تعريفونه هر صوفي د خپل سوچ او نظر مطابق کړي دي. خو په لغت کښي د تصوف توری له صوف څخه اخيستل شوی دی (صوف) د اوړۍ يا ستلۍ معنا شيندي.خو ځيني بيا وائي چي تصوف د صفا څخه ماخوذ دی او له صفا څخه د زړۀ صفائي مراد ده.
په اصطلاح کښي تصوف خدائ پاک ته د رسېدو يوه نېغه لاره ده. او صوفي هغه څوک دی چي د زړۀ صفائي حاصله کړي او د زړۀ صفائي هغه صفت دی چي انسان ته د خدائ تعالی عرفان ورباندي کېږي. يا به داسي ووايم چي صوفي هغه چاته وئيل کېږي چي په عملي توګه د تصوف لاره خپله کړي او د زړۀ صفائي ولري، دنيا تر شا واچوي،د شريعت رسۍ ټينګه کړي او يا دا چي صوفي هغه څوک کېدائ شي چي په ټول کائنات کښي ئې يواځي خدائ پاک خوښ کړی وي. د صوفيانو روح پاک او نفس ئې سپېڅلی وي او خپل رب ته نزدې وي.
ډاګټر نصيب الله سيماب په دې هکله ليکي:
“تصوف د روحانيت اصطلاح ده.د يو کس و روحاني تجربې ته تصوف وئيل کېږي”(1)
ډاکټر سيماب پر مخ زياتوي چي
“ تصوف په اصطلاح کښي عشق حقيقي ته وئيل کېږي. هغه عشق چي له خدائ سره وي.او دا عشق د هيڅ طمعې لالچ لپاره نۀ وي.مينه په دې خاطر نۀ چي هغه به د جنت انعام ورکړي،بلکې په دې خاطر چي د الله رضا ترلاسه کړي. د دې دپاره د طريقت لاره خپلېږي چي دا رياضت خپل اُصول لري. د هغه اُصولو په رڼا کښي يو صوفي کولائ شي چي د خپل نفس تزکيه وکړي،د دنيا د شتمنۍ پر ځائ د الله پر عشق تکيه وکړي”(2)
تصوف د خدائ د يو داسي بې غرضه دوستۍ او ميني نوم دی چي سالک ئې د زړۀ له تله کوي.
پروفېسر يوسف سليم چشتي د تصوف په اړه ليکي،
”تصوف دل کی نگہبانی کا دوسرا نام ہے کيوں کہ انسان بظاہر جسم اور نفس کا نام ہے مگر درحقيقت دل کا نام ہےاور اگر دل مسلمان نہ ہوسکا تو رکوع و سجود يا زبان سے خدا کا اقرار دونوں بے معنی ہيں“.(۳)
په عباسي دوره کښي تصوف د يو فن بڼه خپله کړه، ولي چي د يوناني فلسفيانو لکه افلاطون،ارسطو فلسفې د مسلمانانو عقايدو ته زيان رسولی ؤ او د امام غزالي غوندي کسانو د يوناني فلسفې په جواب کښي کتابونه وليکل.او يوناني فلسفه ئې رد کړه.
په تصوف کښي دوې لوئ نظرئې د وحدت الوجوداو وحدت الشهود په نوم نومول شوي دي. په دې لړ کښي ډېر بحثونه شوي دي او هره نظريه ډېر پلويان لري.
وحدت الشهود:
د دې نظرئې يعني د وحدت الشهود مطلب دى “همه از او است” يعني ټول موجودات د الله تعالى د صفاتو څرګندوونکي دي. په هر وجود کښي د الله صفات څرګندېږي، خو مخلوق هم وجود لري، خو په هغه معنا او درجه کښي وجود نۀ دى، چي د الله تعالى وجود دى.
وحدت الوجود:
وحدت الوجود هم نظريه ده هم فلسفه ده او هم عقيده ده. په دې هکله شير افضل برګوټی خپل نظر داسي وړاندي کوي.
"فلسفه،نظريه او عقيده دا درې واړه الفاظ د وحدت الوجود سره استمعالېږي،مثلا فلسفه وحدت الوجود،نظريه وحدت الوجود او عقيده وحدت الوجود،يعني وحدت الوجود يوه فلسفه ده،يوه نظريه ده،يا يوه عقيده ده چي څوک ئې اختيار کړي او يا ورته څوک مائل وي"(4)
د تصوف لويه نظريه د وحدت الوجود نظريه ده. ددې نظرئې منونکي باور لري چي وجود يو دى. او ټول کائنات په بېلابېلو صورتو کښي له دغه واحد وجود څخه راوتلي دي. او يو وخت به داسي هم راشي چي دغه کائنات به ټول په دغه يو وجود کښي ګډ شي يعني خالق او مخلوق به سره يو شي.دوئ زياتوي چي انسان د عبادت او رياضت له لاري يو داسي مقام ته رسېږي چي د کائنات په هر څه کښي به ورته الله په نظر ورځي او هر څه به د الله د ذات جز ګڼي.د تصوف دې نظرئې ته همه او است هم وئيل کېږي.
په پښتو ادب کښي د تصوف د کله راهسي پېل شو په دې لړ کښي حنيف خليل ليکي.
"په پښتو کښي د صوفيانه ادب ياتصوف باقاعده ابتدا د روښانيانو دور نه کېږي .هسي خو د بايزيد روښان نه وړاندي هم د ځينو شاعرانو لکه بيټ نيکه،شېخ عيسي مشواڼی،وغيره په کلام کښي صوفيانه رنګ ښکاري.خو په پښتو کښي باقاعده تصوفي ادب ابتدا د بايزيد روښان د افکارو نه شوې ده. بايزيدد خپلو افکارو د خوروني دپاره خيرالبيان کتاب وليکلو خو ورسره ئې ځيني داسي مريدان هم پېدا کړل چي هغه ټول شاعران او ليکوال وو. لکه ارزارني خويشکي ،مرزا خان انصاري، دولت لواڼی او محمد مخلص وغيره”(5)
که چېري موږ تصوف په کلاسيکه دوره کښي وڅېړو نو څرګنده به شي چي د پښتو ادب ټول ستر شاعران لکه ، عبدالرحمان بابا، خوشحال بابا، کاظم خان شيدا او نور د تصوف ستري ستني دي، خو په نوي دور کښي باباغزل امير حمزه شينواری يو داسي شخصيت دی چي تصوف ته ئې نوي رنګونه ورکړل. اميرحمزه شينواري يواځي په شاعري کښي د تصوف رنګونه نۀ دي څرګند کړي، بلکې هغه يو مکمل صوفي ؤ او تصوف ئې فقط د يو شاعر غوندي نۀ ؤ ، د يوه مکمل صوفي تصوف ئې ؤ،عبدالستار شاه چشتي د حمزه بابا پير ؤ د هغه بشپړ لاس نيوی ئې کړی وه.
هغه وخت چي حمزه بابا د پښتو په شعر وشاعري لاس نۀ ؤ پوري کړی او په اردو کښي ئې شاعري او ليک کول لا د تصوف ټينګ لاروی ؤ. دۀ د خپل پير په غوښتنه د پښتو شعر پېل کړ. حمزه په تصوف کښي د وحت الوجود د نظرئې ټينګ پلوی ؤ، د وجودي نظر وړانګې د دۀ په شاعري کښي ډېر په نظر راځي.
حمزه بابا خپل تصوفي نظريات په خپله شاعري کښي داسي وړاندي کوي.
که کفيت څوک د وجود غواړي
وجود هغه دی چي نمود غواړي
ډېر وجودونه دي ممتاز وبله
هر يو صفات او څۀ حدود غواړي
وي تصادم به ئې په وخت د نمود
داسي حالت ئې هست وبود غواړي
ډېر وجودونه يو صفت او رنګ
هغه ډېر نۀ دي يو وجود غواړي
وجود خو يو دی نامکن ئې کثرت
خو په کثرت ئې خپل نمود غواړي(6)
او يا دا چي:
چي هر څيز ته نظر وکړمه حمزه دی
چي حمزه ته نظر وکړمه هر شی دی(7)
بل ځائ بيا داسي وائي:
د هر څيز امتيازي وجود ته ځېر شه
بده نۀ وايم که وايم چي احد يم(8)
په وجودي صوفيانو د خدائ د ميني غلبله دومره غالبه وي چي د خپل محبوب پرته نور هيڅ نۀ ورته ښکاري.حمزه بابا ته هم نور هيڅ نۀ ښکاري او ټول يو وهم ګڼي او يو وجود ويني لکه چي وائي .
يا خو هيڅ نشته دا واړه وهم وخيال دي
او که وي نو بس د يار به وي وجود(9)
د حمزه بابا د شاعري يو خاص مضمون د دحدت الوجود نظريه ده،هغه هم دا فکر کوي چي حقيقي وجود يو دی کوم چي د ټول کائنات خالق دی او مخلوق هم د هغه د وجود يوه برخه ده او د هغه د وجود صفات دي ،حمزه بابا د دغه فکر د څرګندولو په لړ کښي وائي:
ومه څاڅکی خو چي مل شوم له دريابه
اوس په ما د څاڅکي نۀ کېږي اطلاق(10)
په يو بل شعر کښي بيا داسي وائي.
قرار چرته وي د څاڅکي بې له بحره
شته سکون خو چي کامل ته ورشي(۱۱)
يا داچي:
جذبه د ميني هر طرف د يار طرف دی
هوس د ميني وائي نشته طرف په هر طرف کښي(۱۲)
ژوند حمزه واحد دی چي ظاهر دی په کثرت کښي
يو دی پکښي يو دی که کثرت دی د ژوندون(۱۳)
حمزه بابا د يو وجود قائل دی او له دې يو وجود څخه د بېلتون غم هم ژړوي له خپل اصل څخه دبېلېدو جذبات څۀ په داسي ټکو کښي بيانوي.
وم د اصل سره اصل خو چي بېل شوم
اوس په خپله خُله د خپل ځان په ثنا يم(۱۴)
او پرده هيڅ نۀ ګڼي څۀ چي پردې خورې دي دا ټولي دهغه ذات بې پردګي ښکاره کوي لکه چي وائي.
تۀ که په پرده کښي وې پرده به پاتي نۀ وه
ستا بې پردګۍ همه پردې دي پېدا کړي(۱۵)
د حمزه بابا په غزل کښي د وحدة الجود نظرئې قائل دی، خو د “وحدت” لپاره هغه د “کثرت” وجود ډېر اهم ګڼي او بغير له کثرته وحدت منلو ته هم تيار نۀ دى.لکه چي وائي.
حمزه که شي حجاب د ماسوا د زړۀ نۀ لري
کثرت عين وحدت دی په کثرت کښي نشته هيڅ(۱۶)
حمزه بابا يواځنی صوفي دی، چي هم صوفي دی او هم پښتون دی او هم د انسانيت خبره کوي او هم د پښتو خبره کوي. د حمزه بابا وحدت الوجود د روښانيانو غوندي نۀ دی. هغه په خپل تصوف کښي ټول انسانيت رانغښتی دی او هرانسان ځان ګڼي لکه چي وائي.
تۀ چي ماته وائې چي له مانه ځان قربان کړه
ځان له ځانه څنګه قربانېږي زۀ حېران يم(۱۷)
په اخر کښي بايد دا هم څرګنده شي چي د حمزه بابا تصوف د يو پښتون تصوف ؤ.دۀ تصوف ته يو نوی رنګ ورکړی ؤ او هغه رنګ د پښتونولي دی،د حمزه په تصوف کښي موږ ته د ترک دنيا او رهبانيت څرکونه بېخي په مخه نۀ راځي.
قلندر مومند د حمزه بابا د پښتون تصوف په هکله وائي.
"زۀ نۀ پوهېړم چي دا څۀ چل دی چي هر څو که زۀ تصوف سره هيڅ مس نۀ لرم او که رښتيا رانه پوښتنه کوئ نو چي څۀ مي د تصوف په هکله لوستي دي د هغې اکثريت د تصوف نه مخالف دي. خو بيا هم چي ما کله د حمزه صېب کلام کښي د تصوف نخښي لوستي کتلي او اورېدلي دي نو زما ذهن ئې ځان ته راکښلی دی.د دې وجه شايد چي دا وي چي د حمزه صېب تصوف د پښتون تصوف وي".(۱۸)
د حمزه بابا په غزل کښي صوفيانه رنګ په دې هم ځانګړتيا لري، چي هغۀ په تصوف کښي هم د پښتني نفسياتو خيال ساتلى دى. حمزه بابا خپل پښتون تصوف په دې شعر کښي وړاندي کړی دی.
ما حمزه ته يثربي باده خاونده
په ښاغلي پېمانه کښي د افغان را(۱۹)
پايله
له پورته څو بېلګو څخه دا په ګوته کېږي، چي په پښتو شعر کښي د تصوف برخه له روښاني دورې څخه شتون لري. په کلاسيکه دوره کښي موږ رحمان بابا وينو چي خپله ټوله شاعري ئې تصوف ته وقف کړې ده. د رحمان بابا راپه دې خوا د ځينو شاعرانو ټول شعرونه او د ځينو بيا لږ برخه تصوف ته ځانګړې شوې ده. په نوي دور کښي حمزه بابا يو داسي صوفي شاعر دی چي د تصوف ټول رنګونه ئې بدل کړي دي. حمزه بابا په تصوف کښي د وحدت الوجود د نظرئې قائل دی. خپل وجودي خيالات ئې ډېر په هنر سره په خپله شاعري کښي ځائ کړي دي. دلته دا هم په ګوته شوه چي حمزه بابا يواځي تر شاعري پوري محدود صوفي نۀ ؤ بلکې هغه په عملي ژوند کښي هم يو مکمل صوفي ؤ او يو پښتون تصوف ئې خپلي پښتني ټولني ته وړاندي کړی ؤ.
حوالې
نصيب الله سيماب ډاکټر ،د کره کتني اصطلاحات، ،پښتو اکېډمي کوټه،2013،مخ72
1. هم دغه اثر مخ 72
2. چشتی يوسف سليم پروفيسر ، تاريخ تصوف، ،علما اکيڈمی محکمہ اوقاف پنچاب لاہور،۱۹۷۶،ٍصحفہ،۶
3. برګوټی،شېر افضل خان، د پښتو شعر او ادب تاريخ،1995مخ190
4. خليل حنيف پروفېسر ،د پښتو ژبي او ادب تاريخ،غزنوي پلورنځی، کوټه،2011 مخ 145
5. د حمزه شينواري ديوان،يونيورسټۍ بک ايجنسي پېښور 2010 مخ416
6. هم دغه اثر مخ 583
7. هم دغه ثر مخ 172
8. هم دغه اثر مخ 112
9. هم دغه اثر مخ 130
10. هم دغه اثر مخ ۴۹۶
11. هم دغه اثر مخ ۵۰۶
12. هم دغه اثر مخ ۱۸۹
13. هم دغه اثر مخ ۱۶۹
14. هم دغه اثر مخ ۴۹۱
15. هم دغه اثر مخ ۱۰۸
16. هم دغه اثر مخ ۱۸۰
17. شينواري حمزه، غزوني ،سريزه قلندر مومند،حمزه اکېډمي پېښور ، 2010 مخ
18. د حمزه شينواري ديوان،يونيورسټۍ بک ايجنسي پېښور 2010 مخ46