ماښام خټک
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
د بنيادم په فطرت کښي غم او خوشحالي دوه داسي اغږلي شوي جذبې دي چي له همېشه نه وجود لري او تل تر تله به د دۀ په فِطرت کښي موجودي وي. د دې نه وړاندي چي زۀ خپله خبره هم په دې بنياد وړاندي بوځم لږ به د غزل په مزاج هم اوغږېږم او هغه دا چي د غزل په مزاج کښي ډېر لچک دی او غزل د همېشه د پاره د رويو د بدلون سره خپل ځان بدل کړی. ولي په هر دور کښي د غزل غنائي اړخ د دې د حِسيت او د غزل د قبولِ عام بِنا ګرځېدلي. هسي خو د غزل په هکله ډېر څۀ وئيلی شوي، ولي کار کونکيو او غزل خوښونکيو په غزل کښي ماهيتي تجربې تر دې حده اوکړې چي غزل ئې خپل معراج ته اورسولو. په غزل کښي د ژبي د تجربو نه را واخله د ترقي پسند تحريک تر مقصديته په دې الغاو تلغاو کښي غزل د داسي مرحلو نه راتېر شو چي اوس غزل هره موضوع په خپله لمن کښي را ځائ کړه، که هر څو چا د غزل د قافئې او د رديف د بخيلۍ ګيله اوکړه ولي چا د دې لمن داسي کلکه اونيوله چي نۀ يواځي غزل د هغۀ د شخصيت پېژندګلو جوړه شوه بلکې هغه شخصيت هم بې د غزل د حوالې نيمګړی ښکاري.
ما په اغاز کښي د غم او د خوشحالۍ خبره کوله نو زۀ هم هغه خبري ته راځم چي تمام فنونونه د دې دوو جذبو نه چورلي را چورلي که هغه موسيقي ده که مصوري ده او که شاعري، دا زموږ د کلهمو رويو عکاسه ده او دا هم يو حقيقت دی چي د خوښۍ اظهار په هره رويه کښي بنيادم ته ښکاره کول خو ممکن دي ولي د غم په اظهار کښي بنيادم ته همېشه ستونزي مخ ته ودرېدلي دي. هسي هم په کړس کړس خندا زموږ د داخل زخم يعني تخليقي قوت په يو څو شېبو کښي والوځوي، ولي د ژړلو سره د غم احساس نۀ ختمېږي، د دې نامياتي محرک د انسان په وجود کښي لکه د څاڅکو څاڅکو د وجود برخه جوړه شي او په غلطه به نۀ يم که دا ووايم چي ولي د تخليق اولنۍ مرحله درد يا د درد څړيکه نۀ وي، د درد د څړيکو څاڅکي کله د غږ په شکل کښي کله د رنګونو په څېر او کله د توريو او ټکيو په صورت کښي خارج ته را ووځي او بيا موږ هم دغه خلګو ته د ناشناس، خيال محمد، ټکر، قمر ګله، يا د نغمې نامۀ ورکړو چاته د جمال شاه يا د ګل جي او يا بيا چا ته د سيد خيرمحمد عارف نامۀ ورکړو.
د تخيل دا سفر جاري او ساري دی او بيا چي په کومو سترګو يا بصيرت کښي دا قافله حصاره شي نو د دې په خوش بختۍ کښي کله شک کېدی شي او ماته د دې قافلې يعني د غزل د کاروان يا د غزليزي قافلې نخښې د سيد خير محمد عارف په بصارت او بصيرت کښي په نظر راځي.
اوس خو ژړا هم رانه نۀ شي د وجود په قبر
خندا مي غم کړه د زړۀ سره ! په رګو کښي يخه
چپه چپيا، توره تيارۀ او سهمجن غرونه وو
د اوبو غټ کاڼو ته زۀ لکه چشمه ږغېدم
څۀ په ژړا، څۀ په سلګيو، څۀ په غم، څۀ په وير
عمره ! په څۀ به رايادېږې چي ما څنګه تېر کړې
د سيد خير محمد عارف د غزل د لوستلو نه پس ماته د هغه په غزل کښي د رجحاناتو او د هغه په غزل کښي د جهاتو د غمژنتوب يا د اداسۍ ونډه زياته وښکارېده، ولي د دې دا هرګز مطلب نۀ دی چي هغه د ياسيت ښکار دی ولي چي د دې هر څۀ باوجود د هغه په غزل کښي خپله يوۀ سرمستي او سرشاري هم محسوسېږي. ولي چي غم او ياسيت دوه جدا جدا او تر څه حده د متضاد کېفياتو نومونه دي يعني يو غم وي او بل غم زړۀ ته پرېوتل وي. دی په خپل غم کښي بل هم شريکوي او د بل په غم کښي ځان هم شريکوي خو دی خپل ځان کله هم داسي نۀ وړاندي کوي چي د بل يا د قاري زړۀ په ځان وسوځوي يا د هغۀ دي ورسره همدردي پېدا شي. د دۀ په خپلي تخليقي روئې کښي د دۀ مزاج غېر سنجيده نۀ دی د دۀ په دې تګ کښي ستړيا نۀ بلکې د اوارګۍ تر حده مزل او منډه ده. او د دې مزل او منډي نه پس د هغه لمحې د احساس په شان ده لکه چي سړی ډېر ستړی وي او يو د دۀ مهربان د دۀ په پښو زور شروع کړي او دی په يوۀ ناخواله مسکا هغه ته جواب ورکړي. ولي دا لمحې د سترګو په رّپ کښي نۀ بلکې د دې احساس په طمع طمع هم عمرونه واوړي.
ما او تا دواړه د يو جسم د سائې په څير شُو
غمه راځه، نۀ مي ملګری شته، او نۀ پاته دی
زۀ چي شبنم شوم ګل په خپل وجود کښي جذب کړمه
زۀ چي ئې خيال شوم، نو هغۀ له خياله و ايستمه
ماران په غېږ کښي لوبوم، ستوري لمن ته راوړم
ستا د اوربل په تمنا، ستا د خيالونو په خيال
بدن مي وسو، خو د يار د پاره چتر يمه
د هجر باده ! راشه يومي سه، لوګی پاتي يم
د خير محمد عارف د غزلونو يو بل اړخ کوم چي زۀ په بيا بيا ځان پله متوجه کړی يم هغه د دۀ د غزلونو مقامي يا کليوال پس منظر دی. په نثر کښي خو دا پس منظرونه يا د دې پس منظرونو ډېره په بهرپُوره طريقه شوې ده ولي په شعر کښي هم شاعرانو دا اړخ ژوندی ساتلی دی او سيد خير محمد عارف هم په خپلو غزلونو يا تخليق کښي په څۀ نه څۀ حواله ځان د کليوال ماحول سره اوږه په اوږه ساتلی. که هر څو هغه نن د ښاري ژوند ژواک اموخت ولي نۀ دی او بيا نفسيات دان خو دا هم وائي چي د يو ماشوم د ژوند اولني پنځه کاله د دۀ شخصيت جوړوي او دا باقي عمر د دۀ د ځان په تکميل کښي تېر شي ځکه د دۀ دا لانديني شعرونه موږ د ژوند ليري حدونو ته ورسوي.
شايد زما د ارماني ځوانۍ، منظر پکښي وي
ګورم د سترګو نيمه بنده، نيمه وا دروازه
کورونه بار دي، ورونه پوري، او قلفان په ټال دي
خواره نصيبه! ټکوې به، بيا د چا دروازه
ټال په دې زاړه دېوال، هنداره له عمرونو وه
جوړه پکښي ستا د مخ څهره، شوله، ايله شوله
خدايه! بيا به چرته دا بې کوره مارغان کډه شي
دا د صبر درخته چي اره، شوله، ايله شوله
تا هغه مړ ژواندې ډيوۀ، هم راڅخه پُو کړله
ما خو تر ځان هم له مخه، تا، له رڼا وغوښته
د سيد خير محمد عارف په غزلونو کښي د تېر وخت د ياد باوجود د هغۀ غزل يو جمالياتي تصور او رنګ لري او د ماضي دې حصار دی په خپله ولقه کښي اخستی ولي د موجودي لمحې او د حال نه بلکل غافله نۀ دی او د خپلو ټولو حواسو سره ښۀ بيدار په نظر راځي او د دۀ په وړاندي ټول منظرونه د خپلو ټولو حقيقتونو سره ويړ پراته دي.
تل به دي تيز بادونه نۀ وړي د اُميد ورېځي
يو وخت به موږ لره هم راشې، د باران په رنګه
تيارې زما په مقدر دي، د رڼا ملګرو
شفق رخصت کړلو ماښام، په سترګو سرو سباوون
ستا د څهرې ټول موسمونه، يو د بل په ضد وي
تندی سهار، بارخو دي ټکنده غرمه، ښکاري
که مي جرم دی هم دا دی که مي سر مات دی په دې دی
د پښتون وطن لېلی له، نته غواړم، پېزوان غواړم
عمر د ځان نۀ غواړمه، ستا سر سلامت غواړم
اوښکه شوم، له خپله کوره، ستا په ارمان ووتم
د سيد خير محمد عارف يو کمال دا هم دی چي هغۀ د تغزل موضوعات يواځي د خپلي معشوقې يا محبوبې د ښکلا يا حُسن د دلرُبائي د وصال او هجر تر حده محدود نۀ دی ساتلی بلکې دا ئې په خپل فطري رنګ کښي داسي راوړی چي د دې باطني ښکلا مخ ته راغلې او د دې دې ويړي ښکلا تر ليري ليري هر شی هره لړه او لوړه په خپله غېږه کښي رانغښتي چي په دې لانديني شعرونو کښي عارف صېب دې تاثر ته په ډېره هُنرمندۍ ځائ ورکړی دی.
په هر وګړي باندي ټال دي، بې لاسو لستوڼي
د حوادثو په مکتب کښي، د خندا جوګه شو
زما لمبه لمبه ځواني، ستا واوره واوره خولګۍ
د ژمي يخ دی، تېرومه، په اورونو ماښام
د سترګو توره ! لمر چي پرېوځي هر چرې، تيارۀ شي
يو پر ما نۀ دی، شا و خوا شو، پر کورونو ماښام
زۀ د ابشار په شان، په سر وهلو بوخت يم، همېش
ستا د تالاب د اوبو رنګه، دی، سکون په برخه
د سيد خير محمد عارف د غزلونو د لوستلو په وخت کله کله سړي ته دا احساس هم را وړاندي شي لکه چي يو کس لګيا دی په خپلو ګوتو يا په خپل مشقت لکه د غڼي يا د جولاګي د ځانه تاو را تاو د تارونو د کور بنا کوي چي د ښکار په هڅه پکښي اکثر خپله ښکار شي خو د دې شاته چي د ژوند کومه فلسفه ده هغه ټوله په رومان ولاړه ده چي تعلق ئې نۀ يواځي انفرادي بلکې د خپل عصر د ټولنيز ماحول يو وياند او ځلاند حقيقت هم دی. د تخليق په وخت يو مقام داسي هم راځي چي تخليق په خپله د تخليق کار حواله جوړه شي. د سيد خير محمد عارف په زياتره غزلونو کښي د امروزه ژوند د وارداتو ښکالو ځائ په ځائ يا بله پسې محسوسېږي او د هر تخليق صداقت او رښتنولي په دې خبره کښي پټه وي چي په دې کښي د تخليق کار خپله موجودګي تر کومه حده برسېرنه ده. په دې لړ کښي دا خبره په ډېر باور سره کېدی شي چي د سيد خير محمد عارف ادراک او د دۀ په تخيل کښي هيڅ تضاد نشته او د هيڅ قسمه د اُوپره نظريه سازۍ درک پکښي تر ليري ليري نۀ شي موندی البته په اظهار کښي ئې سادګي ده چي د غم او الم په اوږو بار ده.
خاونده! نۀ پوهېږم کوم مقام دی
کړي مي په اور پرورش، درخته د ژوند