ګل محمد بيتاب

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

(ياد ګيرنه دا تکل د ساهو ليکونکيو مرکه پېښور کښي  په ٤جون  ١٩٩٢تنقيد ته پېش کړی شوې وه)

 

د افغانستان نوموړي ليکونکی حبيبي صېب  چي کله يوۀ پټه خزانه ومونده نو د دغي خزانې نه دا خبره ثابته شوه چي پښتو ډېره وړاندي وئيلې او ليکلې  شوه. خو چي کله دغه خزانه هغوئ بازار ته را وايسته نو ځينو کسانو پرې خپل واړه واړه شکونه ښکاره کړل.چي جواب ئې  دومره ګران نۀ ؤ. ډېره په اسانه ورکړی شو او هغوئ په دې خبره  مطمئن کړی شول. چي د دې خزانې مال ټول سوچه سرۀ دي. خو هغه د پښتو متل دی چي ''د زرو قدر د زرګر سره وي''. د دې خزانې دپاره هم داسي يو زرګر راپېدا شو کوم چي د هر قسمه زرو پېژندلو مهارت لري. دغه ادبي زرګر ښاغلی قلندر مومند صېب ؤ. بس ټولي خزانې ته ورلاندي وتو او ددې سوچه او جوټه  معلومول ئې شروع کړل. دغه موندلې شوې ټوله خزانه چي پکښي ډېري  زړې سکې هم شاملي وې  ئې  په تله کښي واچولې او اخري نتيجه ئې دا را  وايسته چي په دې خزانه کښي اصلي مال ډېر کم دی ځکه چي دې کښي اکثري سکې زموږ د زمانې دي او دپخوانو سکو سره ئې تول نشي کېدائ، البته چا ډېر هوښيار زرګر ورله د سرو اوبه ورکړي دي او اصل ته ئې د ورنزدې کولو هڅه کړې ده.لکه نن سبا  چي په دره کښي داسي ټوپکي، تماچي جوړولی شي چي په وزن او تول تردې پوري چي په استعمال کښي پرې هم  اکثر خلګ تېرخوري. خو زۀ  زرګر يم او اصلي نقلي بيلولی شم . خو دخزانې وارثان هم په خپله خبره ټينګ دي او دا دليل پېش کوي چي دا خزانه بالکل اصلي ده. ځکه چي په دې کښي پروت ټول سامان پخوانی دی چي رنګ ئې نۀ دی اړولی. او بله خبره داده چي دا خزانه خو څه حبيبي صېب په کور کښي نۀ ده موندلې بلکې په تورو غرونو ورپسې اوړېدلی ؤ. او ډېره په خوارو ئې رارسولې وه. خو قلندر صېب وائي چي '' خدا جب ديتا ہے تو چهت پهاڑ کے ديتا ہے'' دا الزام څه موده وړاندي کله چي به همېش خليل صېب د '' ادبي ټولي'' د اهتمام لاندي دومره په تندۍ سره  ديوانونه پېدا کول او چاپ کول هم لګېدلی ؤ. چي ښاغلی همېش خلېل ځان ته ډکشنري مخي ته کښېږدي، ګران ګران ټکي ګوري او متروکو ټکو ته خصوصي اهميت ورکوي، شعرونه اوليکي بيا ئې څه موده د کوټې په چت کښي کښېږدي او چي مياشت دوه ئې لوګي اووهي او دغه مسوده ښه توره شي  نو اعلان وکړي چي د فلاني شاعر ديوان پېدا شو.  او يوۀ لويه تبصره پرې اوليکي. هرکله چي همېش خليل صېب  ته دا خبري  اورسېدې  نو هغه پخپله هم ځان ته حېران شو. چي په دې کښي خو زۀ پخپله هم په اکثرو شعرونو نۀ پوهېږم   نو ما اوليکل څنګه؟ او بيا د ډېر سوچ نه پس ئې اووې چي زما دغه مخالفين په اصل کښي د خپلي نا پوهي دوجې  ماله ډېر لوئ کرېډت راکوي. دغسي د حبيبي صېب متعلق هم  د ادب هر طالب علم ته دا پته ده چي هغه دومره ښه شاعر نۀ ؤ  او که چېري د قلندر صېب دا رائ موږ اومنو چي دا شعرونه حبيبي صېب جوړ کړي دي نو بيا به هغۀ ته د ډېر لوئ شاعر خطاب هم ورکول غواړي ځکه چي دومره هر اړخيزه شاعري لکه چي په '' پټه خزانه'' کښي شوې ده نۀ صرف دا چي يو ګران کار دی بلکې ناممکنه ده.

خو قلندر صېب  دلته کښي يو بل دليل پېش کوي او هغه داچي که چېري دومره پخوا زموږ په شاعرۍ کښي نظم ؤ ،غزل ؤ، قطعه وه، مرثيه وه  وغيره  او ښۀ معيار ئې هم ؤ نو دا معيار د پيرروښان وخت کښي ولي  راپرېوتو. خو د پټي خزانې د دفاع کونکيو دا دليل ترې هم څه کم نۀ دی هغوئ وائي چي خوشحال خان خټک او رحمان بابا خو هم پخوا تېر شوي دي د هغوئ غوندي شاعران ولي تر اوسه پېدا نۀ شو  او که دغسي  دجواب در جواب دا  سلسله جاري وه نو وېرېږم چي هسي نۀ د''پټي خزانې'' نه هغه د بوډۍ د زوی خزانه جوړه شي. لکه چي  د يوې کونډي بوډۍ زوی خزانه موندلې وه . په هغې کښي پرتې سکې په تول خو لکه د سرو درنې وې  ولي ډېري زياتي خاوري خټي ور  پوري نښتي وې،  نوهغه لاړو او ټولي ئې اووينځلې چي کله ئې ښې صفا کړې نو چاته ئې اوښودې هغه ورته اووې چي دا  سرۀ او سپين زر نۀ بلکې اوسپنه ده  او که د اوسپني په تول ئې  راکوې نو زۀ به ئې واخلم  خو سرۀ نۀ دي. دې اورېدو سره هغه هلک سودائي شو او چغي به ئې وهلې چي د پاکي نه پليته  ښۀ وه. د پاکي نه پليته  ښۀ وه. مور ئې ډاکټر له بوتلو او هغه ته ئې  قصه تېره کړه. ډاکټر ورله څه دوائي ورکړه چي کله ترې رارخصتېدل نو دپيسو تپوس ئې  ترې  اوکړو چي هغه ورته سل روپۍ اووې. بوډۍ اووې بچيه ماسره خو سل روپۍ نشته پنځوس به در کړم . ډاکټر اووې خير دی بيا به ئې راکړې خو زۀ پوره سل اخلم کمي نۀ. څو ورځي پس  چي بوډۍ پوره پيسې جمع کړې نو زوی ئې ځان سره کړو او ډاکټر له لاړه. ډاکټر له چي ئې پيسې ورکولې نو زوی طرفته ئې اوکتل وې سل روپۍ هېڅ شی نۀ دی خو ښۀ ده چي ستا دخُلې نه هغه ټکی ليري شو هلک تپوس اوکړو چي ما به څۀ وئيل  ؟ چي مور ئې ورته ورياد کړل نو بس هلک بيا شروع شو  دپاکي نه پليته ښۀ وه. ورسره ئې مور هم شروع  اوکړه. وې د تپوس نه ئې نۀ تپوس ښۀ ؤ. ډاکټر  هم ورپسې يو شېبه پس سودائي  شو وې د سلو نه پنځوس ښې وې.

  په راتلونکي وخت کښي که څوک دقلندر صېب په وکالت څۀ ليکل کوي هغوئ  به ددې کتاب يعني '' پټه خزانه في الميزان'' نه ضرور استفاده کوي. خو په دې کښي قلندر صېب  يواځي د وکيل نۀ بلکې د پوليس، وکيل او جج  درې واړو کردار په يو ځان اداکړی دی.  هغه وړومبی  لکه دپوليس افسر ملزم اونيسي  تفتيش ترې اوکړي. بيا د يو وکيل په حېث د خپل تفتيش په حق کښي دلا ئل پېش کړي  او په اخره کښي لکه دجج فېصله اوکړي. چي عدالت د پوليس د تفتيش او وکيل د وزني دلائلو په رڼا کښي دا فېصله  کوي چي '' پټه خزانه'' يو جعلي او جوړ کړی شوی کتاب دی.

  د ''پټي خزانې'' د جوابي مقالې په باره کښي ښاغلی قلندر مومند صېب دا هم وائي چي دوئ دا مقاله مرحوم دوست محمد خان کامل صېب ته هم اورولې وه چي د قلندر صېب په قول هغوئ نۀ صرف  داچي ددې مقالې سره اتفاق کړی ؤ بلکې ددې ئې ډېر تعريف هم کړی ؤ. دا خبره د ''پټي خزانې'' په منونکو ډېره بده لګي او وائي چي که چېري کامل صېب ددې مقالې سره اتفاق کړی ؤ نو ولي ئې پخپل ژوندون ددوئ د رائ په تائيد کښي مقاله او نۀ ليکله او ددې په ځائ ئې په اکثرو موقعو د ''پټي خزانې'' حوالې ورکړي دي. داخبره ماته هم داسي ښکارېده لکه  يو بنده چي په الېکشن کښي دکوم مړي ووټ په خپل حق کښي پول کړي .خو بيا مي په زړۀ کښي وې په قلندر صېب خو زموږ ډېر اعتبار دی. هغوئ څنګه داسي کولائ شي. دغه خبري زۀ په شک کښي اچولی وم  او دا داسي خبره وه چي د کتابونو په کتو نۀ حل کېده. ځکه چي هلته خو ښکاره خبره ده چي کامل صېب د ''پټي خزانې'' بې شماره حوالې ورکړي دي. دا دګرځېدو خبره وه او ددې دپاره دګواهانو ضرورت وو. دغسي په ګرځېدو ګرځېدو  زۀ سيف الرحمان سليم ته  ورسېدم. هغوئ نه مي ددې  معاملې په هکله پوښتنه اوکړه  هغه اووې'' هو'' دا بالکل رښتيا دي او زۀ ددې ګواه يم . 

''دا واقعه  داسي شوې وه چي زۀ قلندر مومند  له راغلی وم. هغه سره مي ګپ لګولو خو هغه دګپ موډ کښي نۀ ؤ. ماته  ئې اووې چي په '' پټه خزانه'' مي يو مضمون لېکلی دی هغه واوره بيا کامل صېب له ځو چي هغوئ  ته هم دا مضمون واوروم. ما ورته اووې دوه  ځله ستا مضمون نشم اورېدی .ځه چي ځو کامل صېب  له هغلته به ئې واورم دا کافي ده. کامل صېب بېمار ؤ، خپل کور کښي ؤ. قلندر صېب ورته دغه مضمون واورولو هغوئ ډېر خوښ کړو وې چي ستا د تحقيق ستائنه کوم .ډېر زيار دي کاږلی دی.''

 ما دا هم اورېدلي دي چي دغه مضمون يعني دپټي خزانې خلاف ليکلې شوې تحقيقي مقاله ښاغلي قلندر مومند صېب همېش خليل ته هم اورولې وه او هغوئ هم پرې هغه وخت څه رد عمل نۀ ؤ ښکاره کړی. خو څه موده پس قلندر صېب يوۀ ورځ د ورځپاڼي  '' شهباز'' اخبار په دفتر کښي اووې چي ګوره همېش خليل صېب داسي څوک پېدانۀ شو چي زما د مقالې جواب وليکي. د همېش خليل صېب دا خيال وۀ چي سړی اوس خرابېږي  نو لاړو کښېنستو او د مقالې جواب ئې اوليکلو. خو قلندر صېب هم د موقعې په انتظار کښي ناست ؤ او کله چي همېش خليل صېب د خوشحال خان خټک '' اخلاق نامۀ'' چاپ کړه نو قلندر صېب ورته پتون  اوټپولو چي اوس به ترې زۀ خپل بدل  اخلم. او دغه '' اخلاق نامۀ'' ئې '' اختلاق نامۀ'' اوبلله. داسي کار ئې وکړو لکه په روژو کښي د يو سړي په چيلو مرض راغلی ؤ نو چي په کومه ورځ به ئې چېلۍ مړۀ شوه نو هغه به روژه اوخوړه او اوبه ئې وئيل چي'' خدايه پاکه تۀ ما وهه او زۀ به دي روژې''. همېش خليل صېب هم ضد نېولی ؤ او '' د قصه خوانۍ ګپ'' کښي د قلندر صېب نه شوې غلطي ئې  د هر چا غوږو نو ته ورسوله چي منشي احمد جان د تنګي نۀ بلکې دبنو ؤ. زما استاد هم پاتي شوی ؤ او تردې پوري چي ما ئې جنا زه هم ليدلې وه. اوس مي دا هم اورېدلي دي چي هغوئ د'' پټي خزانې في الميزان ''  په جواب کښي کتاب هم لېکلی دی.  چي د پنځه شپږو مياشتو نه ورسره پروت دی خو د چاپ توان ئې نۀ لري. بهر حال موږ د موضوع نه ليري لاړو. دغه دواړه زموږ دپاره قابل قدر شخصيات دي  او د دواړو مخالفت پښتو ادب ته فائده ورکوي.د پښتو ژبي نصيب هم داسي دی چي ټول عمر ئې  په مخالفت کښي ګټه کړې ده. لکه د بايزيد روښان او اخون دروېزه مثال زموږ په وړاندي دی. په'' پټه خزانه في الميزان'' کښي  د ټولو نه زيات بحث په يو ټکي '' هېواد'' شوی دی. دا بحث که يوخوا ډېر طوئيل دی نو بل خوا ډېر خوندور هم دی.  ددې ټکي نه نن سبا د کشمير مسئله جوړه شوې ده او د دواړو اړخونو ليکوال ښۀ پاخۀ پاخۀ ثبوتو نه لري. او په دواړو معنو په پخوانو ديوانونو کښي راغلی دی. يعني ''هېواد'' د وطن په معنااو''هېواد''  د ليري والي يا فاصلې په معنا.

 البته دا خبره صحيح ده چي '' هېواد'' د ليري والي په معنا موږ د قلندر صېب د وجې  و پېژندو خو اوس قلندر صېب هډو دې خبري ته تن نۀ ږدي چي ګنې ددې ټکي بله معنا هم کېدی شي. او دومره خواري ئې کړې ده چي دمختلفو کتابونو نه ئې ټپې هم راغونډي کړي دي. زۀ پخپله  هم ددغه ټکي د معنا په هکله په شش و پنج کښي وم . نو يوۀ ورځ  ورغلم او ورسره مي پرې خبري اتري وکړې. ما ورته ووې چي دا صحيح ده چي په '' هېواد '' ټکي کښي د ليري والي  يا فاصلې معنا شته، ولي د وطن معنا هم ورکوي. قلندر صېب ئې مثال وغوښت نو ما ورته د پير محمد کاکړ دا شعر اووې

د بيلتانۀ غمونو تنګ کړم په وطن کښي

لکه څوک په بل هېواد کښي وي دوساغ

       وړومبی خو ئې دا اووې چي اول خو ماته پيرمحمد جعلي شاعر ښکاري او که چېري اصلي شاعر وي  نو د هېواد استعمال به ئې صحيح کړی ؤ. بله داچي کاکړ خو دسره نۀ دی . ما ورته اووې چي جي کاکړ خو ځکه  ؤ چي شمس الدين کاکړ ورته کاکړ وئيلي دي او هغه هم د هېواد متعلق دا شعر وئيلی دی.  چي ددې نه خو بېخي د وطن معنا را اوځي.

په هوا ئې د کشمير د تورو سترګو

لۀ زړۀ اوويسته نيازمن د خپل هېواد

قلندر صېب اووې چي لکه څنګه ئې دې شعر کښي بې شکه بې شبې د هېواد ټکي معنا وطن ده هم دغسي بې شکه بې شبې جعلي شاعر دی. او زما ددې تپوس په جواب چي ولي ئې جعلي شاعر جوړولو، هغوئ اووې  ځکه چي پير محمد ته پرې کاکړ اووائي. بله داچي د شمس الدين کاکړ په ديوان کښي ما دډېرو داسي کسانو شعرونه ليدلي دي  کوم چي زمانه ډېر کشران  او ستانه به لږ غوندي مشران وي. بيا مي ورته  اووې چي د حنان بارکزي متعلق مو څه خيال دی. وې يره په اصلي او جعلي مي سوچ نه دی کړی البته زما يقين دی چي دا به اصلي شاعر وي خو چي کله ورته ما د هغه دا شعر اووې

خواست  پروخت باندي کوه د نو خطانو

مسافر  د بل  هېواد   په  زړۀ  نری  وي

 نو غلی غوندي مسکی شو. وې نور ئې  د جعلي توب څه ثبوت غواړې. بس خو دغه ډېره وه کنه  دا څه چي تا اووې  دغه  وخت ماته  د صديق او مصري خان ګګياڼي شعرونه هم ياد وو چي هغوئ '' هېواد '' ټکی د " وطن'' په معنا استعمال کړی دی. خو ددې وېري مي ورته اونۀ وې چي هسي نه اوس دوئ ته هم جعلي اووائي ځکه چي په دې معامله کښي قلندر صېب هغه د پښتون خبره نيولې ده. لکه څنګه چي د يو سړي نه چا تپوس کړی ؤ چي کاکا ستا عمر څومره دی نو هغه وې پنځوس کاله، څه دوه څلور کاله پس ئې ترې بيا تپوس وکړو چي اوس د څومره کالو شوې نو هم هغه جواب ئې ورکړو د پنځوسو کالو. بيا ئې ترې شپږ اووه کاله پس تپوس وکړو وې اوس دڅومره مودې شوې.نو وې هم هغه ز ړه په زړه ده. سړي ترې ډېر په حېرانتيا کښي تپوس وکړو چي دا څنګه چل دی تۀ به ددې پنځوسو نه اوړې که نۀ هم دغسي پنځوس کلن به ئې . نو ورته ئې اووې چي زما يوۀ خبره وي. نو قلندر صېب هم وائي چي يو ځل مي وئيلي دي چي ددې ټکي بله معنا نشته او که هر چا په بله معنا استعمال کړی وي  هغه به اصلي نۀ بلکې جعلي شاعر وي او زما خيال دی  چي دداسي يو جعلي شاعر په اصلي کولو کښي به قلندر صېب د هغه ډېر مدد وکړي کوم چي د ''هېواد '' ټکی د قلندر صېب د معنا مطابق استعمال کړی وي. بهر حال  ددې ټکي وضاحت د کتاب ډېري زياتي پاڼي نيولي دي او د ډاکټر اسرار صېب  دا خبره  پخپل ځائ بالکل  صحيح ده چي دومره بحث پرې نۀ ؤ پکار.

په ''پټه خزانه في الميزان'' کښي د يونس خيبري د ديوان د شهادت په باب هم يوۀ مقاله لېکلې شوې ده چي زۀ  هم پرې  څو خبري کول غواړم.خو زۀ به صرف په هغه شعر بحث وکړم د کوم  د يوې مصرعې  نه چي د رحمان بابا د وفات تاريخ را اوځي. دې ته غالباً چي د ټولو نه وړومبۍ اشاره  ښاغلي همېش خليل صېب کړې وه خو دغه شعر ئې نۀ ؤ لېکلی . هغه شعر دادی 

له رحمانه  فيض  ياب    عبدالرحمان   شه

چي له دې سرايه په نوي سرائ مهمان شه

د وروستۍ مصرعې نه ١١٢٨هـ  را اوځي چي د رحمان بابا د مرګ کال دی. ښاغلي عبدالشکور رشاد صېب په پنځه ډوله ددې مصرعې نه دغه تاريخ راويستی دی. چي حبيبي صېب هم ورسره خپل اتفاق ښکاره کړی دی. خو قلندر صېب ئې نۀ مني او وائي چي وړومبی خو يونس د خيبر اوسېدونکی نۀ ؤ ځکه چي ځان ته ئې چېري خيبری نۀ  دي وئيلي. خو همېش خليل صېب  وائي چي په کراچۍ کښي يوۀ لائبريرۍ کښي د يونس د ديوان يوۀ قلمي مسوده پرته ده  چي په هغې  ىې يونس خيبری لېکلی دی. خو قلندر مومند صېب وائي چي حبيبي صېب په کراچۍ کښي څه موده تېره کړې وه .کېدی شي چي دغه نسخې ته د هغوئ قلم ور رسېدلی وي او دخيبري اضافه ئې ورسره کړې وي. بله داده  چي د پخوانۍ املا مطابق دا غزل  د'' ش''  په پټۍ کښي پکار ؤ او هرکله چي د '' ش'' په پټۍ کښي شي نو بيابه ترېنه د ''ه'' نمبري ليري کولی شي او بيا ترېنه دغه تاريخ په هيڅ صورت کښي هم نۀ را اوځي.  دديوان يونس په سريزه کښي ددې کتاب ترتيب کونکی او مقدمه نګار عبدالله بختاني وائي چي 

له تقدير سره مي کار د تدبير نشته

 په ديوان کښي د ''ت'' په رديف کښي راغلی  او د شعر په رديف کښي (نشت) ليکل شوی دی. چي موږ د اوسني ليک دود له مخه د ''نشت'' پر ځائ (نشته) ليکلې. بختاني صېب ددغه مرثئې کومه چي يونس درحمان بابا په مړينه وئيلې ده متعلق دا نۀ دي وئيلي چي داد''ش'' په پټي کښي ؤ او کنه د ''ه'' په پټۍ کښي ؤ. خو ښائي چي ''ه ''  ورسره په قلمي نسخه کښي نۀ وي ځکه چي په دې ديوان کښي   يو ځل '' نشته'' ''نشت'' ليکلی شوي دي.

کاش چي اوس عبدالحليم اثر افغاني وائ او دا مسئله ورته چا وړاندي کړې وائ. خدائٴ دي په ګور نور کړي. ډېري قيمتي ملغلري ئې د وينو د کومي نه بچ کړي وې، او داسي بې شمېره نسخې ورسره وې چي بل چا سره ئې هډو درک نۀ لګېدو. نو هغوئ  سره به ضرور داسي څو پاڼي وې  چي په هغو کښي به د يونس خيبري په باب معلومات ؤ. او که نۀ وي  نو د هغوئ د روح سره به ئې خبري کړي وې چي يونس خانه ته خو بې غمه پرو ت ئې  او موږ دي په لانجه اخته کړي يو. اول خو راته دا اووايه چي تۀ ئې  دکوم ځائ يې. او بله داچي دا غزل تا په کومه پټۍ کښي ليکلی ؤ. داسي نوري هم ځيني خبري زما ذهن کښي شته خو زۀ نۀ يم خبر چي تکل څومره اوږد والی او پلن والی لري او په خېټه کښي ئې  څومره څه راځي. بل دا وېره هم راسره ده هسي نۀ لکه '' دباتور نامې د يوې پاڼي'' ټول ملګري په اورېدو اورېدو کښي راته اوده شي او د تکل نه د خوند اخيستو او په دې د بحث په ځائ ورسره دا غم شي چي اوس به کله ختمېږي. نو هغه نور څه چي زما ذهن کښي دي بل تکل ته پرېږدم.

 

FaLang translation system by Faboba