فيصل فاران
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
طبعزاد نظم وچه پپه باندي راته د ډاکټر چراغ حسين شاه د مضمون له کبله ناڅاپه دوهم ورډزورتهه(۱۷۷۰،۱۸۵۰) شهره افاق نظم لوسي ګرې راياد شه۔ داکټر صېب يو بل ښکلی نظم يال(يار) د لوسي ګرې سره نسبت صرف واړو نظمونو کښي د ماشومانو د موجودګۍ له کبله ورکړی دی اوليکلي ئې دي چي لوسي ګرې يوۀ عامه نفسياتي موضوع ده او دا د خپل بال بچ غم،د يارانو دوستانو بيمارۍ ،رنځ، خوشحالۍ ،حفاظت، تعليم او د نوکرۍ علامت دی۔ ښاغلی داکټر د نوکرۍ فکر سره ډېر په تندۍ دوه سوه کاله زوړ نظم لوسي ګرې چي ۱۷۹۹ء کښي ليکلی شوی او د ورډزورتهه اوسموئيل ټيلر کالرج مشترکه تصنيف غنائي قصې (lyrical ballads) په دوهم ايډيشن چي ۱۸۰۰ء کښي چاپ دی سره په نسبت د موجوده مشيني ټولني مسائلو نه راوړی دی۔ خو حقيقت داسي نۀ دی لوسي ګرې يو فوک لوري کردار دی چي د ورډزورتهه د نورونظمونو موضوع هم ګرځېدلی دی اوس که موږ د ورډزورتهه شخصيت ته ګورو چي د روماني مکتب سرخېل دی او د هغه وخت انګرېزۍ ټولني او تهذيب و تمدن ته ګورو نو دې تناظر کښي د ښاغلي ډاکټر وړاندي کړي خبري بې ځايه ښکاري۔ مثلاً ورډزورتهه د خپلي فرانسيسۍ ښځي انيتي والن(Annette vallon) نه يکې يوۀ لور وه۔ دغسي د يو نزدې عزيز په مړينه هغه ته بلها څه جائيداد پاتي شوی ؤ۔ نو ځکه هغه د نوکرۍ د فکر او د بال بچ غم نه ازاد ؤ او نه دغه زمانه کښي نوکرۍ د موجوده دورغوندي نفسياتي مسئله جوړه شوې وه۔ بيا هغه د انګلينډ د ملک الشعراء رابرټ سوتي (۱۷۷۴،۱۸۴۳) د مرګ نه پس پوئټ اف لورييټ هم جوړشه۔ دغه زمانه کښي د يونان او د اټلي د روايات ترمخه شباني يا کنډکي (پسټورلز) او د داستاني شاعري درز ؤ۔ دوهمه قسمه شاعرۍ کښي به يوۀ عوامي قصه منظوم کېده لکه څنګه چي پښتو کښي ادم خان درخانۍ يا ايران کښي د رستم او سهراب منظومي قصې ليدلې کېږې ۔ د بيلډ مطلب کښي فوک ټيلر،فيري ټيلر، ټريولزټيلر، بيرنګ ټيلز هر څه راځي۔ د شباني تر مخه (پېن) ديوتا چي بره نه سړی او لاندي نه بيز دی او هر وخت لائر غږوي باندي نظمونو ليکل خاص ارزښت لرلو۔ روم کښي دغه ديوتا پېټر پېن نومېږي۔ د ورزورتهه خطاب شاعر فطرت دی ۔ هغه خامخا خپل نظم کښي فطرت راځايوي۔ تر دې چي هغه ۱۸۰۲ء لندن او (اپان ويسټ منسټل بريج) غوندي ښار ايز نظمونوکښي هم فطرت نه استعاره او تشبيهه اخستي ده لکه د دوهم نظم دا درېيمه وګورئ۔
Thy soul was like a star and dwelt a part
Those hadst a voice whose sound like the sea
Pure as the naked heaven majestic free
د دغه وخت د نورو شاعرانو نظمونو کښي هم دغه قصه توکی په نظر راځي لکه!
Abu ben adhem written by Leigh hunt (1812-1880)
The toys written by Patmore (1823-1896)
Kubla Khan written by Samuel Taylor Coleridge
(1772-1834)
Daisy written by Francis Thompson (1859-1907)
دې ټولو نظمونو کښي اولسي قصې منظومي شوي دي۔ د لوسي ګرې خاتمه شاعر په دې بند کړې ده۔
There rough and smooth the trips along
And never looks behind
And sing a solitary song
That whistles in the wind.
ورډزورتهه د خپل فطرت سره بېخي سم د خپل نظم اختتام په فطرت کوي۔ هوا د فطرت يو جزو دی او هغه وائي چي د سيلۍ شپېلۍ يا د هو پونکی د لوسي ګرې د سلګۍ اواز دی ا و د سيلۍ يا ځول د شپېلۍ غوندي دا غږ افسانوي يا روايتي توجيه ته اړوي۔
لوسي ګرې يال سره يخي سمون نه خوري، البته وچه پپه سره سمون خوري۔ خو د دواړو نظمونو ادراک بدل دی۔ د ادراک څلور قسمه حقيقي، التباسي، واهمي او غير حقيقي وي۔ لوسي ګرې کښي ادراک ضرور په انتخابي صورت کښي رامنځ ته کېږي۔ لوسي ګرې کښي دغه انتخابي صورت زماني قالب او وچه پپه کښي مکاني قالب کښي تشکيل شوی دی۔ د دې باوجود چي لوسي ګرې کښي د ادراک قالب زماني دی هغه وخر اعه څنګ په څنګ د لوستو نکي خواشينۍ د جذبې له مخه په تلو ښکاري او وچه پپه کښي د مکاني قالب باوجود د خواشينۍ جذبې نه پرته هم د امنيت او انسانيت په افاقي اقدارو اډاڼه ده۔ لوسي ګرې د الميه ساده او وچه پپه کښي پېچيده حالت موندلی کېږي۔ د هئيت تر مخه لوسي ګرې قافيه ايز څلوريز دی۔ هر يو بند کښي څلور مصرعې دي او د هر بند وړومبۍ مصرعه د درېيمي او دوهمي مصرعه د څلورمي مصرعې هم قافيه ده۔ يعني هنري ښائست د وچه پپه نه زيات دی۔ وچه پپه معرّا نظم دی ۔ لوسي ګرې کښي شپاړس بندونه دي۔ دلته پنځلس شعرونه دي۔ هلته د وړومبي بند څلور مصرعې ګرې ، وائلډ، دی چائلډ په پنځلسم بند کښي تکرار شوي دي۔ دواړو نظمونو کښي مرکزي کردار يوۀ ماشومه جينۍ ده چي د مختلفو حالاتو تر مخه د افت ښکار کېږي۔ يوۀ د قدرتي افت برفبارۍ او دوهمه د بنيادم د راوستي افت بمبارۍ ښکار شوې ده۔ دواړه نظمونه بې انته دي چي کوم ځائ ختم شي۔ درحقيقت هغه ځائ نه شروع کېږي او په انجام ئې يوۀ بوږنونکي چپيا د لوستونکي په ذهن راخوره شي۔ چي دا څۀ اوشو۔ يعني دا د تفريح موقع څوخوبي لري۔ دواړو کښي محسوساتي کينوس په انتهائي پراختيا کښي راغلی دی۔ هلته شاعر د ناسټالجيا ښکار دی که لوسي ګرې پروفائل پوخ دی نو وچه پپه مجسمه دی۔ د لوسي ګرې اختتام داسي کېږي۔
I had heard of Lucy gray
And when I crossed the wild
I chanced to see at break day
The solitary child
No mate no comrade Lucy gray know
She dwelton a wide moor
Sweetest that ever green
Beside a human door
او د قمر راهي صېب نظم وچه پپه داسي شروع کېږي۔
سپينه پاغونده غوندي ماشومه ګوډۍ
کله نا کله به وړو سره حجرې ته راتله
دومره وړه وه چي رې به ئې په لام بدليده
دغه چاړوچاړو خبرو کښي ئې بل شان خوند ؤ۔
يعني هلته د لوسي ګرې څوک ملګری نشته دی. دلته شاعر او نور ماشومان ئې ملګري دي۔ وچه پپه کښي هم قمر راهي صېب حسب معمول خپل ژوندی ماحول ورګډ کړی دی ځکه نظم زموږ د چاپېرچل کښي ساه اخلي۔ لوسي ګرې کښي خبره د صورتي او بيا د صوتي ښکلا نه پېدا کېږي۔هلته د لوستونکي حمايت د ماشومي په تنهائي او دلته په چاړو چاړو خبرو کولو په معصوميت اخستی شوی دی۔ هلته پنځم بند کښي ماشومي ته پلار قصې ته ورپسې د تلو خبره کوي۔ دلته نهم بيت کښي ئې د خپل پلار سره د افغانستان د تلو ذکر دی۔ چي يقيناً دا خبره افغانستان د امريکې د ناراضګۍ نه څو مياشتي مخکښي د صوبائي حکومت د ملل متحده په مرسته مهاجرينو د سکورټي او په زور وطن ته د لېږلو پيريډ په ګوته کوي۔ لوسي ګرې کښي څوارلسم بند دی۔
The followed from the snowy bank
Those foot marks one by one
Into the middle of the plank
And further there was none
دلته يولسم شعر دی
دې کښي ناڅاپه يو اخبار کښي مي تصوير وليده
يوۀ ماشومه شان جينۍ وه چي بېخي هغۀ وه
هلته د پښتو پلونه د پام وړ دي چي د لوسي ګرې دي هم او که نۀ او دلته وړوکی سيمي سټيټمنټ چي بېخي هغۀ وه۔ دا نظم د علاقائي او ذاتي قيد وبند نه بهر راوباسي او د نظم معنوي ارزښت ته پراختيا ورکوي او د ماشومي کردار علامت ته ورغوځوي۔ او د دنيا په هر ګوټ کښي د جنګي جنون ښکار د ګل غوندي ښائسته او د وږمې غوندي نازک ماشومان خپله غېږه کښي اخلي او د شاعر حقيقي رسيدنۀ په ګوته کوي۔ د وچي پپې نسبت د ډاکټر اقبال نظم فاطمه بنت عبدالله سره هم جوړېږي چي د ليبيا جنګ ازادۍ کښي ډېره په مړانه جنګېدلې وه۔ فاطمه په ۱۹۰۱ء کښي زېږېدلې وه او په نومبر ۱۹۱۲ء کښي د ترکي او اټلي د جنګ په دوران ئې يو يو ژوبل سپاهي ته خُله کښي اوبه څڅولې چي يو اطالوي سپاهي د ګرېوان نه اونيوله۔ هغې ځان خلاص کړه او د ترک سپاهي تُوره ئې راواخسته په اطالوي سپاهي ئې ګوزار اوکړه۔ د هغۀ لاس پرې شو۔ دې بيا خپله کوزه راواخسته خوشاته نه اطالوي فوځيانو په کوزه اوويشته۔ د فاطمه بنت عبدالله دغه واقعه په ۱۳نومبر ۱۹۱۲ء کښي د ابوالکلام ازاد اخبار الهلال کښي د هغې د رنګين تصوير سره خوره شوه نو ډاکټر اقبال پرې نظم وليکلو۔ دا نظم د مثنوي صورت کښي ليکلی په دوولسو شعرونو اډاڼه دی۔ شروع ئې داسي کېږې۔
فاطمہ تو آبروئے ملت مرحوم ہے ذرہ ذرہ تیری مشت خاک کا معصوم ہے
او دامصرعه خوئې اردو کښي د متل حېثيت لري۔
ایسی چنگاری بھی یا رب اپنی خاکستر میں تھی
خو دا نظم يو حادثاتي او جذباتي نظم دی چي څه فني او تخليقي خوبۍ نۀ لري، البته همدردانه جذبات ضرور بيدار وي۔ دغسي د اقبال نظم کښي مذهب په نظر وګوري نو فاطمه بنت عبدالله نو وچه پپه وليکي او چي کله ورته د جبر په نظر وګوري نو لوسي ګرې تخليق کړي۔ وچه پپه ته بې انتها تخليقي ښکلا د دې نظم سرخط هم بخښي ده۔ چي د لوستونکي دپاره لکه افسانوي تلوسه جوړوي، هلته د قافيه جاتي بنديز له کبله لوسي ګرې کښي نظم اوږد شوی۔ وچه پپه د خپل هئيت معرّا له کبله دې ستونزي سره نۀ دی مخ شوی۔ وچه پپه کښي شاعر د حور ذکر هم د دې نظم تخليقي عمل کښي د يو ژوندي کردار په توګه د ورګډېدو لپاره کوي ۔ ځکه چي د هغه مقصد ثقافتي اوصافو بيان نه دی۔ د دې نظم يوۀ غټه خوبۍ دا ده چي دې کښي شاعر لکه د فاطمه بنت عبدالله د نظم ليکونکي غوندي مبلغ نۀ ښکاري او نۀ ئې دا نظم دخپلي عقيدې يا نظرئې د پرچارلپاره ليکلی دی۔ زما په خيال دا نظم د ګران مشر قمر راهي صېب په مثالي نظمونو کښي يو دی او موږ ئې بې وېري ترهې د پښتو ژبي په منتخب نظمونو کښي کښېښودی دی.