بارکوال مياخېل

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

له کله راهيسې چي انسانانو خبري پېل کړي دي، نو له يوه بل سره ئې د مکالمې په بڼه خپل معلومات او نظريات شريک کړي دي او په دې مکالمه کښي پوښتنه تر ځواب زياته ارزښتمنه اوسېدلې ده، ځکه چي د هر څۀ په اړه تر ټولو لومړى د انسان په ذهن کښي يو سوچ را پېدا کېږي او هغه سوچ د پوښتني په بڼه پر ژبه راځي او هغه پوښتنه له مقابل لوري ځواب تر لاسه کوي او د هغې موضوع په اړه ئې معلومات زياتوي، چي په اړه ئې پوښتنه شوې وي، نو په دې لحاظ پوښتنه له علمي پلوه ډېره مهمه ګڼلائ شو، همدا سبب دى چي په تاريخ کښي پوښتنه هم د علمي ودي سبب شوې ده او هم په ټولنه کښي د واکمنو طبقو له لوري تر جبر لاندي ساتل شوې ده. چينائي متل دى وائي "هغه څوک چي پوښتنه کوي د پنځو منټو لپاره ناپوه وي او هغه څوک چي پوښتنه نۀ کوي ټول عمر ناپوه پاتېږي". دا د پوښتنو برکت وو چي د فلسفې علم ئې ايجاد کړ او د لومړنيو انسانانو اندېښنې او تلوسې ئې را و پارولې، چي د لمر، سپوږمۍ، سمندر، ورېځو، بارانونو، شپې او ورځي، مرګ او ژوند په اړه ئې پوښتني را پورته کړې او همدغو پوښتنو د سائنس په برکت د کائنات کشف او تسخير ته لاره هواره کړه.

سقراط (٤٦٩/٤٧٠- ٣٩٩م.م) چي له ننه څه کم از کم دوه نيم زره کاله پخوا د يونان په کوڅو کښي ګرځېده، له ځوانانو سره ئې پر بېلابېلو موضوعاتو مکالمې کولې او پوښتني ئې ځني کولې، هغه پوهېدۀ چي هر انساني ذهن يو بېل فکر کوي او هر څۀ ته له خپلي زاوئې ګوري، نو د خپلو پوښتنو بېلابېل ځوابونه ئې تر لاسه کول او د پوښتنو په دې لړۍ کښي ئې د هر څۀ په اړه له هغه نسبتاً بېل ځوابونه تر لاسه کول، چي په ټولنه کښي موجود وو. د سقراط دا علمي روش يو ډول د فلسفې د نړۍ سنت وګرځېد او بيا د خدائ، کائناتو، انسان، ژوند او هر څۀ په اړه پوښتني را پورته شوې او دغو پوښتنو د وخت د واکمنو مفکورو پر خطر برسېره معقول ځوابونه وموندل او د پوښتني دا شېوه (طريقه) نۀ يواځي په فلسفه، بلکې په ادب، سياست، مذهب او نورو علومو کښي هم دود شوه.

پوښتنه د ذهني غوړېدا او فکري پراختيا تر ټولو لومړى محرک دى، خصوصاً په ماشومتوب کښي چي ماشوم لا په هيڅ عقيدوي او کلتوري بګاره (دايره) کښي بند نۀ وي، نو هغه د هر څه په اړه پرله پسې پوښتني کوي، نو که دۀ ته د دۀ له ذهني سوئې سره سم معقول ځوابونه ووئيل شي، نو له همدې ځايه د دۀ د ذهني غوړېدا سفر پېلېږي او کله چي هغه ښوونځي ته ځي نو ذهن ئې د زدکړي لپاره خلاص وي او ډېر پېچلي علوم ئې هم ډېر ژر ذهن ته ننوځي، خو په انساني تاريخ کښي چي په ټولنه کښي کومي مذهبي او سياسي طبقې واکمني اوسېدلي دي، هغوئ د دې لپاره چي واکمني ئې دوام وکړي او پر ټيټو طبقو باندي ظلم ئې تر پوښتني لاندي را نۀ شي، نو هڅه ئې کړې چي په هره توګه د پوښتنو د را پورته کېدو مخه ونيسي او پوښتنه داسي يو کږلى (Taboo) شى وګرځوي، چي هيڅوک ئې هم پر خُله د راوړلو جرات ونۀ کړي، همدا سبب دى چي پوښتنه په پېړيو- پېړيو د عقايدو، نظرياتو او کلتوري باورونو مينځه اوسېدلې ده او که ئې چا له دغو زندانونو د را ايستلو هڅه کړې ده، نو سرونه ئې پکښي بائيللي دي.

که څۀ هم فلسفه د خدائ، کائناتو، انسان، ژوند، مرګ، له مرګه وروسته ژوند، جنت، دوزخ، روح او مادې په اړه پوښتني را پورته کوي او په عقلي اساس ورباندي بحث کوي، خو لکه څنګه چي ارواپوهنه (نفسيات) او ځيني نور علوم په لرغوني زمانه کښي د فلسفې برخه وو او بيا ځني جلا شول او د ځانګړيو علمومو په توګه ومنل شول، همداسي که د پوښتني علمي ارزښت ته پام وکړو، نو د دې لپاره چي پوښتنه د علمي غوړېدا د اساسي محرک په توګه وده وکړي، بايد د يو بېل علم او پوهني په توګه ومنل شي. په اوسنۍ نړۍ کښي چي هر انسان ته له هر ډول بنديزونو پرته د خپل نظر د څرګندولو حق ورکړل شوى او د بيان پر ازادۍ بنديز جرم ګڼل شوى، نو پوښتنه بايد د علم تر لاسه کولو د اساسي اړتيا په توګه يو بېل مضمون وګڼل شي او د يوه بېل علم په توګه بايد خپله تيوري ورته وټاکل شي، خپلي تدريسي تګلاري (ميتډونه) ورته جوړي شي او هغه خنډونه ئې له مخي و ايستل شي، چي له کبله ئې د علم د ودي سفر په ټپه درېدلى دى.

څنګه چي انسان هره ورځ د نوو خبرو اورېدو ته تږى وي او زړې خبري خوند نۀ ورکوي، تر زړو جامو په نوو کښي ځان ورته ښۀ ښکاري، همداسي زاړۀ فکرونه، زاړۀ دودونه، زاړۀ باورونه او زاړۀ خويونه هم د ژوند په روان سفر کښي د دې سبب کېږي، چي انسان ودروي او د زمانې له کاروانه ئې وځنډوي، ځکه نو اړتيا دې ته وي چي هغه د نن لپاره په ننني بازار کښي نوينه سودا وکړي او ځان له نوي زمانې سره وتړي، خو د پرونيو عقايدو، نظرياتو او دودونو په اړه په واقعيت کښي داسي نۀ ده او خلګ ئې ډېر په ګرانه بدلون ته تيارېږي، سبب ئې دا دى چي په ټولنه کښي واکمني طبقې خپله بقا په همدغو پرونيو شيانو کښي ويني، ځکه ئې نو د ژوندي ساتلو لپاره يوه شېبه هم نۀ ضائع کوي او د نوي زمانې د سمسور پسرلي هيڅ يو باد نۀ را پرېږدي، چي د خلګو په ذهنونو کښي د دغو حاکمو قوانينو په اړه د پوښتنو زړي را و ټوکېږي.

د فکري او علمي ازادۍ د ودي په مخ کښي اوس هم بېلابېلي دايرې لوئ خنډ دي، ځکه هر انسان له زرګونو کلونو راهيسې په يوه نۀ يوه عقيدوي، کلتوري او نظرياتي دايره کښي را ګېر دى او دغه دايرې ئې هره شېبه په ذهن کښي د را پېدا کېدونکيو پوښتنو وزرونه پرې کوي او را پورته کېدو ته ئې نۀ پرېږدي، که داسي نۀ وائ نو انساني ذهن فطرتاً د هر څۀ په اړه هره شېبه پوښتني را زېږوي او همدغه پوښتني ئې د ځوابونو په لاره تر حقائقو رسوي، خو د ډار بلا چي په پېړيو- پېړيو د دوئ په ذهنونو کښي بې شمېره پوښتني وژلي دي، نو د هر ډول کائناتي مظاهرو، خدائ، انساني فطرت، ژوند او مرګ په اړه تر حقائقو نۀ دي رسېدلي او کله چي يو ژوندى انسان د خپل ژوند او له ژوند سره تړليو رجحانونو  په اړه تر حقائقو ونۀ رسېږي، نو ذهني وده ئې هم په ټپه ودرېږي او د ژوند سفر له زوکړي تر مرګه په ويښو سترګو په خوب کښي پائ ته و رسوي.

انساني ذهن له پېدايښته تخليقي وړتيا لري، خو په کومه ټولنه کښي چي خلګ له تخليقي وړتياوو بې برخي وي، د نوو فکرونو، علمونو او ټيکنالوجۍ ايجادوونکي پکښي نۀ وي، سبب ئې دا وي چي هلته د پوښتني بوټى د ذهنونو په کرونده کښي له ماشومتوبه لا سوځول شوى وي او غوړېدو ته نۀ وي پرېښوول شوى، خو که په کومو ذهنونو کښي په يوه نۀ بل سبب د پوښتني بوټى را زرغون شوى او غوړېدلى هم دى، نو په ټولنه کښي زهرجن ګڼل شوى دى او هغه څوک ګستاخ، ملحد، ګمراه، بېلاري، جاسوس، غدار او ښوئېدلى ګڼل شوى دى، چي د هر څۀ په اړه ئې په ذهن کښي پوښتني پېدا کېږي او تر حقائقو د رسېدو په خاطر پوښتني کوي، خو برعکس هغه څوک چي پوښتنه ئې د ذهن له هېواده د همېشه لپاره شړلې وي، په ټولنه کښي مروج قوانين، عقايد او دودونه همېشنى حقيقت وګڼي او تر مرګه ئې پر لمن تور داغ پوري نۀ شي.

پوښتنه د يوې معما يا غوټي په څېر ده، چي د يوې پېچلي موضوع مبهم اړخونه را سپړي، که پوښتنه ونۀ شي نو هغه موضوع به همداسي مبهمه پاته شي او څوک به په پوه نۀ شي، پوښتنه نۀ يواځي له خپله ځانه کېدائ شي، بلکې د يوې موضوع له اړوندو کسانو هم کېدائ شي او د ازاد بحث لپاره هم وړاندي کېدائ شي. بل دا چي پوښتنه شفاهي هم کېدائ شي او ليکنۍ هم، په کومو ټولنو کښي چي خلګ تعليم نۀ لري يا که تعليم لري خو کتاب لوستلو ته وخت نۀ لري، نو هغوئ د پوښتنو په وسيله خپلو ستونځو ته ځوابونه لټوي او د پوښتنو په وسيله خپل معلومات زياتوي، په کومو ټولنو کښي چي اوس څۀ نۀ څۀ پوښتني ارزښت موندلى او د بنديزونو له زندانه را وتلې ده، هلته هيڅ يوه موضوع داسي پاته نۀ ده چي په اړه دي ئې پوښتنه ونۀ شي او د خلګو ذهنونه دي د هغې موضوع په اړه له شکونو پاک او روښانه نۀ شي. خو زموږ غوندي په دوديزو ټولنو کښي لا هم پوښتنه له هره پلوه کږل شوې ده او د را پورته کېدو لپاره ئې يوې منظمي علمي مبارزې ته اړتيا ده.

د عقايدو او کلتورونو محدودو چوکاټونو زموږ تعليمي نظام هم اغېزمن کړى او په ښوونځيو، کالجونو او پوهنتونونو کښي مو پوښتنه کله- کله د يوې مېلمنې غوندي ږغ پورته کړي، خو هغه هم د غفلت، ناپوهۍ او ټيټ استعداد په چيغه بېرته خاموشه کړل شي، ځکه خو زموږ له تعليمي ادارو فارغ کسان هم په ټولنه کښي- پرته له سرکاري نوکرۍ- د مثبت بدلون وړتيا په ځان کښي نۀ لري او نۀ هم د علمي او فکري بدلون هيله ځني کېدائ شي، سبب ئې دا دى چي دوئ په يوه داسي تنګ او سالنډي چاپېريال کښي ساه اخيستې وي، چي ماشوم پکښي له ماشومتوبه لا پر پوښتنه رټل کېږي، که په کور کښي پوښتنه کوي نو د لويانو له ترخو روشونو سره مخامخېږي او پوښتنه ئې په خُله کښي داسي ور وچه کړي، چي بيا د را پورته کېدو جرات ونۀ کړي، په ښوونځي کښي ښوونکى د خپلي نااهلۍ د پټولو په خاطر د پوښتني اجازه نۀ ورکوي او يواځي هغه څۀ ور ښئي، چي په کتاب کښي ليکلي وي، په جومات او مدرسه کښي ملا استاد ورته وائي، چي په دين کښي د پوښتني اجازه نشته، په کالج او پوهنتون کښي که لږ و ډېر د پوښتني کلچر وي، خو دوئ چي تر دې وخته پر پوښتنه هر ځائ رټل شوي وي، نو د پوښتني جرات ئې ډېر پخوا لا د ذهن په هديره کښي ښخ کړى وي، نتيجه دا شي چي موږ يو داسي نسل و روزو، چي نۀ د يوې موضوع په اړه بشپړه پوهه او د څېړلو وړتيا تر لاسه کړي او نۀ د نوي علم په وده او تخليق کښي برخه واخلي، بيا نو ټول عمر د نورو پر تقليد او نقل ګزاره کوي.

که پوښتنپوهنه (Questioniology) د يوه نوي ټولنيز علم په توګه معرفي شي، نو نۀ يواځي د هغو علومو د ودي او په ټولنه کښي د نفوذ لپاره به لاره هواره شي، چي د غوړېدو په مخ کښي ئې عقايد او باورونه خنډ دي، بلکې په ټولنه کښي به هم د پوښتني کلچر ورسره وده وکړي، دا کار به په ټولنه کښي د واکمنو طبقو سرزوري مخکښي هم له منځه يوسي او هر څوک به له عمر، پوهي، رنګ، قبيلې، ژبي او عقيدې پرته د هر څۀ په اړه د پوښتني حق ولري او مقابل لورى به مجبور وي، چي پوښتني ته د يوه علم د درناوي په خاطر ځواب ووائي، له بله پلوه به هغه څوک چي پوښتنپوه (Questionist) وي او په پوښتنپوهنه کښي ئې زدکړي کړي وي، د دې علم په برخه کښي به هغه ټول محرکات وڅېړي او په اړه به ئې خلګو ته د شعور ورکولو دنده تر سره کړي، چي په سبب ئې پوښتنه په پېړيو له ارزښته لوېدلې ده. کله چي پوښتنه بېرته په خلګو کښي را ژوندۍ شوه او په تعليمي نظام کښي ئې د يوه بېل علم مقام خپل کړ، بيا نو دا ګنجائش نۀ پاتېږي چي پوښتنه دي نوره په تياره کښي پټه پاته شي او يا دي د ډار او تهديد خپسه په ذهنونو کښي د پوښتني پر ستوني پښه کښېږدي.

پوښتنپوهنه به د وخت په تېرېدو سره دا ګټه ولري، چي په خلګو کښي به د پوښتني کولو پوهه او شعور پېدا کړي او د هر څۀ په اړه د ښې پوښتني وړتيا به پکښي پېدا کړي، کله چي خلګ د ښې پوښتني چل زده کړي، نو ضرور به ښۀ ځواب تر لاسه کړي او په ذهن کښي به ئې غوټي پرانستل شي. د انسان ذهن د هر څه په اړه له بې شمېره غوټو ډک دى، کله چي دغه غوټي يوه- يوه پرانستل کېږي، نو د دۀ په ذهن کښي شکونه هم ورسره ختمېږي، خو د شکونو دا غوټي د پوښتنو په غاښونو پرانستل کېدائ شي، يو ځل چي پوښتنه په خلګو کښي عامه او مشهوره او اشنا شوه، بيا ئې نو هيڅوک له هرکلي مخ نۀ اړوي او پوښتني ته هر هغه څه د ځواب په توګه په ځولۍ کښي ور اچوي، چي هغه ئې په موندلو پسې را وتلي وي، بيا به د ولي، څنګه، چېري، کله، چا او دې ته ورته کلمې د چا د حساسيت را پارولو سبب نۀ جوړېږي او نۀ به جګړې ته لاره هواروي.

پوښتنه چي په انساني ټولنه کښي دومره بدنامه شوې ده، سبب ئې يواځي دا نۀ دى چي دا دوديز باورونه او نظامونه چېلنجوي يا ئې له نيمګړتياوو پرده پورته کوي، بلکې يو لوئ سبب ئې سياسي دى او واکمنو طبقو تل پر ځائ د دې چي پوښتنو ته کره ځوابونه ووائي او خپلي واکمنۍ ته دوام ورکړي، خپله نااهلي ئې په دې کښي پټه کړې ده، چي پوښتنه وځپي او د خپلي واکمنۍ د را نسکورېدو مخه ونيسي. د مذهبونو د حقانيت، سپېڅلتيا او دوام په اړه چي کله پوښتني را پورته شوي دي، نو نۀ يواځي معقول ځوابونه نۀ دي ورکړل شوي، بلکې د پوښتني جرات ئې هم په کفر تعبير شوى، د الحاد په چپلاخه وهل شوى او ټولنيز پرېکون ورسره اعلان شوى دى. د يوه ظالم نظام په اړه چي پوښتني را پورته شوي دي، نو واکمن ئې د خپلي بادارۍ د دوام لپاره پوښتني له غدارۍ سره تشبيه کړي دي او پوښتونکى ئې يا په دار ځړولى يا ئې د پوښتني په تور په زندانونو کښي له خپلو پوښتنو سره بند ساتلى دى، ځکه نو پوښتني د سياسي زور په وړاندي جرات بائيللى او د خلګو له ذهنونو ئې ډېره زمانه کډه کړې ده. که د پوښتني د بدنامۍ تر شا د سياست لاس نۀ وائ او د واکمنو طبقو واک ته ئې خطر نۀ پېښولائ، ممکن چي پوښتنه دومره بې مېوې ونه نۀ وائ پاته شوې او په ټولنه کښي ئې د معلوماتو او علمونو په غوړېدا کښي زيات نقش تر سره کړى وائ. پوښتنپوهنه چي خپل منطقي بنسټونه ولري، د علم په پرمختګ کښي ئې ونډه ارزښتمنه ثابته شي، د خلګو د ذهنونو او سوچونو په سائنسي کولو کښي مرسته وکړي، بيا نو د رڼا پر لور مزل ګړندى کېدائ شي او بشر د جهالت له تيارو ډېر ژر را وتلائ شي.

تجربو ښوولې ده چي د پوښتني مخ هم اکثر هغه څوک نيسي چي معلومات ئې لږ وي، لږ معلومات د کوشنۍ لاسي بتۍ (ټارچ) غوندي دي، چي تر لنډي فاصلې پوري لاره رڼا کولائ شي، تر هغه هاخواته لاره په تيارو کښي پټه وي، نو د لږو معلوماتو لرونکى څښتن پر ځائ د دې چي د خپلي کم علمۍ اعتراف وکړي او د يوې پوښتني په ځواب کښي پټه خُله پاته شي يا بخښنه غواړي، برعکس دا پوښتني د خپل ځان لپاره سپکاوى او پوښتنه ناوړه وګڼي، د معلوماتو د خپرېدو زوال هم له همدې ځايه پېل شي. څوک چي د موضوعاتو په اړه د معلوماتو خزانه لري، د هغوئ نظر محدود نۀ وي او پوښتني ته په ځواب کښي د معلوماتو په ورکولو کښي سپما نۀ کوي، اوس خبره دا ده چي څنګه يوه داسي منطقي لاره وټاکل شي، چي هر څوک که لږ معلومات لري که ډېر، د پوښتني کلچر ته په وده ورکولو کښي برخه واخلي، زما په نظر د دې يواځينۍ لاره دا ده چي پوښتنه هم لکه يو ښاخ د يوه بېل علم په توګه د علومو په ونه کښي را شين شي او پوښتنپوهنه (Questioniology) ومونول شي او د يوه علمي او ادبي مکتب په توګه د پوښتنيزم (Questionism) په نامه ونومول شي او د ودي لپاره ئې سنجيده کار وشي.

 

FaLang translation system by Faboba