ميرحسن خان اتل
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
د ادب او د علمي تاريخ پوهان قابو ټول په دې عقيده دي چي د يوناني ژبي نامتو اولسي شاعر هومر چي قابو ۱۲۰۰ق م ئې د تاريخي يونان په زړه اېتهنز کښې ژوند کولی په لاس د رسمي ادب د بنياد کاڼي اېښول شوي دي، هغه يوه ورځ د خپلو اولسي سندرو په اړه دا خبره وکړه:
"هغه مقدس ډېوډوکس را و بوله ځکه چي هغه ته خدائ د سندري د وئيلو صلاحيت ور کړی دی، دا صلاحيت په هر چا کښي نشته، دی چي څنګه هم و غواړي سندري وئيلائ شي او خلګ خوشحالوي" (۱)
د هومر دا خيالات او هغه هم په منظومه بڼه که څۀ هم څو پېړۍ پرله پسې هيڅ ډول عکس العمل ته نۀ شول مخامخ، خو پائ داسي ورځ راغله چي د اېتهنز يو بل اهل فکر زينوفېز تر نقد لاندي را وستل او د هغه د منظومو تخليقاتو په اړه ئې ووئيل چي دا د اولس اخلاق خرابوي ځکه دا د اولس لپاره نۀ دي ښۀ، د زينوفېز دې عکس العمل ته که په ژور فکر و کتل شي نو دا د ادب په تاريخ هغه نقطه يا پړاؤ را منځ ته کوي چېري چي تخليقي او تنقيدي ادب نۀ يواځي له يوه بل سره ځان نښلوي بلکې د يوه بل د ضرورت موجب هم ګرځي، هم دا وجه وه چي افلاطون هم په خپل مشهور کتاب الجمهوريه (Republic ) کښي پردې موضوع خبري وکړې او و ئې وئيل:
"شاعري چي د لفظونو په ذريعه د کوم شي نقل پېښ کوي هغه فطرت دی، او فطرت پخپله د اصل نقل دی نو ګويا شاعر د نقل نقل وړاندي کوي، شاعر د عقل نه ليري خبري کوي، او اخلاقي معيار هم خرابوي" (۲)
که څه هم افلاطون پردې موضوع تفصيلي بحث نۀ دی کړی خو د دۀ دا خبري د تخليقي او تنقيدي ادب تر منځ د تړون او له يوه بل سره د اړيکو يوه بله ښۀ او د غوره وړ بېلګه ده، د افلاطون شاګرد او نامتو فلسفي ارسطو هغه لومړی فلسفي دی چي پردې موضوع ئې د " بوطيقا" په نوم روغ کتاب و ليکلی، د ارسطو خبري او نظريه که څه هم د خپل استاد افلاطون او زينوفېز له نظريو او خبرو سره بالکل په مخالف لور کښي حرکت کوي او د هومر و خيالاتو او افکارو ته ورته خبري کوي خو د تخليقي او تنقيدي ادب ترمنځ د تړون او تعلق درېيمه ښۀ بېلګه په لاس راکوي ، ارسطو وائي:
"شاعر نقل يعني تصويرکشي نۀ کوي بلکې هغه ترجماني کوي". (۳)
بل ځائ بيا داسي وائي:
"ادب دي بايد د خوشحالۍ سوب و ګرځي" (۴)
د ارسطو دا دواړه خبري په اصل کښي د تخليقي ادب په اړه د خپلي رائ اظهار کول دي او د تخليقي ادب په اړه د رائ ورکولو يا اظهار کولو ته په ادب کښي (تنقيدي ادب) وائي.
د تخليقي ادب او تنقيدي ادب له يوه بل سره د تړون پر موضوع فيض الوهاب فيض په خپل کتاب "ادب او تنقيد" کښي وائي:
"که څه هم تنقيد د ژوند د هري څانګي او هر مېدان سره تعلق لري او هر علم او فن خپل تنقيد لري خو څومره تعلق چي ئې ادب سره دی دومره ئې بلي څانګي يا بل مېدان سره نشته، بلکې ادب د ژوند يواځنی داسي مېدان دی چي د دې په هکله د کېدونکي تنقيد دائره ډېره پراخه ده او د کلهمو علمونو ځيني پکښي اخذ او اکتساب کولائ شي، هر کله چي ادب د ژوند تنقيد ګڼلی شي نو بيا خو دا پخپله ادب دی او دغه شان ادب او تنقيد د يو بل مترادف يا متبادل ګڼل پکار دي". (۵)
نوموړی ليکوال پر مخ زياتوي :
"هر کله چي ادب د ژوند تنقيد و ګڼلی شي او د ادب مقصد او غايت دا دی چي د ژوند تر جماني دي په ښکلي او حسينه پېرايه کښي وشي د ژوند ښۀ اړخونه دي په داسي طريقه څرګند شي چي نور هم ښائښته او ښکلي ښکاره شي او د ژوند له ګلستانه دي ازغي په داسي هنر ليري کړل شي چي ګوتي ورسره زخمي نۀ شي، ځکه چي د ادب او ورسره د تنقيد هم که نور هر څۀ مقصدونه دي خو د جمال تخليق او د ذوق جمال تسکين او تزکيه پکښي شريک قدر دی" (۶)
د لوړ بحث او بېلابېلو دليلونو وروسته موږ په دې نتيجه رسېږو چي د تخليقي ادب او تنقيدي ادب له يو بل سره تړون او تعلق ډېر ژور او نږدې دی، بلکې وئيلائ شو چي تنقيدي ادب په اصل کښي د تخليقي ادب له خېټي رازېږي، بله خبره دا ده چي د ادب دا دواړه اړخونه د يو بل لپاره ډېر ضروري او اړين دي، هغه په دې چي د ژوند يوه شعبه هم بغير له کوم معقول تنقيد څخه ترقي او پرمختګ نۀ شي کولائ، تنقيد هغه وسيله او وسله ده چي نۀ يواځي د يو شي کمزوري اړخونو په ګوته کوي بلکې د هغه د لا بهترۍ او ښۀ والي لپاره لاري او ګودرونه هم لټوي، د يوې ژبي د ادب د ترقي او پرمختګ راز هم په اصل کښي په تنقيدي ادب کښي پنهانه وي، تنقيدي ادب په اصل کښي د تخليقي ادب لارښونه کوي، که څوک مني او که نۀ ... خو دا حقيقت دی چي د تخليقي ادب پر سترګو تر هغه وخته د تيارې پټۍ تړل شوې وي تر څو چي ئې يوه پر مخ تللې تنقيدي ادب ته لاس رسی نۀ وي شوی، هم دا هغه رشته او تړون دی چي تخليقي او تنقيدي ادب ئې له پېړيو پېړيو له يوه بل سره نۀ يواځي څنګ په څنګ را روان ساتلي دي بلکې دا دواړه د يوه بل بغېر نيمګري او مانده معلومېږي، له بلي خوا يا به و وايو چي له بده مرغه په پښتو ادب کښي د تخليقي او تنقيدي ادب تر منځ د معيار او مقدار انډول سم نۀ دی ساتل شوی ځکه چي له يوې خوا خو د پښتو تخليقي ادب ورځ تر بلي په دې هڅه او کوشش ښکاري چي نۀ يواځي ځان د موضوعيت تر لوړ معيار ژورو پوري ورسوي بلکې د فن له پلوه هم ځانګړی مقام تر لاسه کړي خو له بلي خوا د تنقيدي ادب برخه اوس هم لا ډېرو ستونځو او تکاليفو ته مخامخ ده. هغه په دې چي په پښتو ادب کښي د تنقيدي ادب برخه لا تر اوسه ډېره خواره او د پخوا په څېر پمنه څهره لري، په پښتو ادب کښي د تنقيدي ادب برخه څلۀ خواره ده؟ يا څلۀ پمنه بڼه لري ؟ که څۀ هم دا موضوع اوس له هره پلوه او د ډېرو خلګو له خوا نښتېځل شوې او ژول شوې ده خو بيا هم زموږ د تخليقي ادب پر مرۍ د جمود ناسته خپسه موږ په وار وار دې ته هڅوي چي موږ پردې موضوع له نوي سره خبري وکړو او له دې خبرو څخه مو موخه داوي چي کېدائ شي د پښتو ژبي اديبان، ليکوالان دې ته و هڅېږي چي په پښتو ادب کښي نوو تنقيدي رجحاناتو او بحثونو ته لاره هواره کړي او په دې برخه کښي کار کولو ته زړونو ښۀ کړي، کېدائ شي اوس هم ډېر خلګ د دې خبري منلو ته نۀ وي تيار چي په پښتو ادب کښي د معياري تنقيدي رجحاناتو کاختي ده يا زموږ تنقيد ادب د نوي عصر غوښتني نۀ شي پوره کولائ، خو زما په اند که موږ د لږ ساعت لپاره خپل تنقيدي ادب معيار او مقدار له پوله د نورو ژبو د تنقيدي ادبياتو له معيار او مقدار سره و تلو او بيا د جذباتو پر ځائ لږ له سړې سينې څخه کار واخلو نو بيابه دا پرېکړه ډېره راته اسانه شي چي موږ د تنقيدي ادب په برخه کښي ډېرو هڅو او خواريو ته اړتيا لرو، ځکه ضرورت د دې خبري دی چي نور په پښتو ادب کښي د هر هغه اديب، نقاد او ليکوال حوصله افزائي وشي کوم چي د تنقيدي ادب په برخه کار کول غواړي، دا کار به د پښتو تخليقي ادب د لا معيار او توند پر مختګ سوب و ګرځي.
ماخذونه
(۱) خليل: ډاکټر حنيف، تنقيدي ادب، چاپ، يونيورسټي پبلشرز، چ لومړی، ۲۰۱۱م، مخ (۶)
(۲) هم دغه مخ (۶)
(۳) هم دغه مخ (۶)
(۳) هم دغه مخ (۶)
(۴) فيض: فيض عبدالوهاب، ادب او تنقيد، چاپ، دوستانو مرکه مردان او محکمه ثقافت پښتونخوا، چ لومړی، ۲۰۱۳م،
مخ (۱۱)
(۵) هم دغه مخ (۱۱)
(۲۴) خليل: ډاکټر حنيف، تنقيدي ادب، چاپ، يونيورسټي پبلشرز، چ لومړی، ۲۰۱۱م، مخ (۴۹)