ارباب محمد عثمان کاسی

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

که موږ د تاريخ په اوږدو کښي د ليک، او تحرير په هکله څېړنه وکړو نو دا به ثابته شي چي د کاغذ له ايجاد سره د فنِ تحرير د يوۀ نوي دور پېل وشو. تر دې له مخه په ډېر پخواني دور کښي تحرير يا ليکنه پر ډبرو، د پخو خاورو پر کتبو او لوښو د درختو پر ډډونو او د حيواناتو پر پوستکو باندي د دې دپاره ليکل کېده چي دغه ليک و راتلونکي نسل ته پاته شي.

خو د دغه تحرير د ثبت کولو دپاره بېخي ډېر کړاؤ ته اړتيا وه. که چرته اوس موږ و هغه مشکلاتو ته وګورو نو حيران به پاته شو. د مثال په توګه د پخو خاورو څخه د تحرير دپاره جوړي شوي کتبې انتهائي ډېري درنې وي. چي له يوۀ ځايه څخه و بل ځائ ته وړل ئې ډېر ګران کار ؤ.

د مثال په توګه د فرات سيند پر غاړه د ډېرو قديم ښار د اړک د مندر هينه څخه داسي کتبې هم لاس ته راغلي دي چي وزن ئې دوولس پونډه ته رسېدو. هم دغه چي پر ډبرو باندي کومي ليکني کېدې هغه محدود  وو، خو د درختو پر ډډونو او پاڼو باندي ليکني نا پائيداره وې، البته پر پوستکو باندي چي کوم تحريرونه کېدل هغه د نازکوالي او ملائم والي په اړه که څو هم نسبتاً ښۀ ؤ خو هلته پېښه دا وه چي د يوۀ کتاب د ليکلو دپاره به کم از کم و دوو سوو (۲۰۰) پوستکو ته اړتيا درلوده.

خو په دې کښي يو بل مشکل دا پېښ شو چي په يورپ کښي د خانقاه خاوندانو د دې عمل ډېره کلکه غندنه کوله.

خو د دغه مشکلاتو د ازالې دپاره تر ټولو له مخه په چين کښي کاغذ ايجاد شو. د تاريخ له پلټني څه معلومېږي چي د کاغذ ايجاد په يو سل پنځم قبل مسيح (۱۰۵ ق، م) کښي د هن (Hon) په دور سلطنت کښي منځ ته راغلو.

دا هم وئيل کېږي چي په ابتدائي ادوارو کښي د کاغذ د جوړولو دپاره د شهتوت د درختو او پټکو او يو قسم بوټی چي ورته (Levrel) وئيل کېدو دا به هم په کاغذ جوړولو کښي پکار راوستل کېده. د دې بوټي په پاڼو کښي دا خاصيت ؤ چي ځلا به ئې لرله، بله خبره دا وه چي څۀ واښه، او د زړو او ورستو کاليو، پخي، به هم ورسره ګډېدې.

دغه ټول مواد به اول و اوبو ته واچول شو دغه مواد به سل ورځي (۱۰۰) به ئې په دغه اوبو کښي تېري کړې. تر دغه عمل وروسته به چي کوم سخت والي پر سر راغلی ؤ، هغه به ځيني ليري کړل شو  او په هغه پاته مواد کښي به اک (چونا) واچول شوه  او بيا به اتۀ ورځي پرله پسې  و دغه مواد ته پر اور باندي جوش ورکول کېدو  او په وار وار خيشتول کېدل او خنډېدل، حتی چي دغه ټول مواد به د خمير شکل اختيار کړو او په مزيد کيميائي طريقه باندي به نور سپينوالی ورکړل شو.

دغه د اور په تاؤ پخ شوی مواد چي به کله د اغښلو پس تنکی کړل شو نو د وچولو دپاره به د يوۀ قريم په ذريعه پر دېوال ولګول شو.

خو د وخت له تېرېدلو سره سره د کاغذ په جوړولو کښي هم د جدت او نوي توب اثرات ښکاره کېدل.

په سل کاله کښي دننه د کاغذ د جوړولو په سلسله کښي ډېره اضافه وشوه خو د هغه وخت د چين خلګو دغه هنر يعني صنعت د ورېښمو د صنعت په شان پټ ونۀ ساتلو.

هم دغه وجه ده چي ورو ورو د کاغذ دغه ايجاد تر وسط ايشيا پوري ورسېدو. په اوومه صدۍ کښي کوريا، جاپان، او څۀ وخت پس هندوستان هم د کاغذ په و دغه افاديت ته مخ وګرځولو.

د چيني حکمران تانګ Tang په دور کښي د چين صنعتي اثرات د مغرب تر سرحدونو پوري ورسېدل. تر ۶۵۰ م عيسوي کال پوري په سمرقند کښي هم د کاغذ په جوړولو پېل اوشو.

د اسلامي حکومتونو د عروج په زمانه کښي چي کله تر ليري ليري هېوادونو پوري د اسلامي حکومتونو فتوحات ورسېدل، نو په دغه وختونو کښي عباسي حکمرانانو د تبت له حکمران سره له دې کبله اتحاد کړی ؤ چي د چيني حکومت د اثرو نفوذ مخ نيوی وکړل شي. د دغه تدابيرو په رڼا کښي په ۷۵۱ م عيسوي کال کښي د عباسي حکومت فوځ په کرغستان کښي د طلاس سيند پر غاړه ماتي ورکړه. چي د هغه له سوبه و مغرب ته د چين رسائي ناممکنه شوه، خو له هغه سره سره و مغرب ته د کاغذ رسائي هم له ناممکناتو څخه شوه.

بل طرف ته د کاغذ د صنعت دغه سلسله تر اسلامي دنيا پوري راورسېده، مسلمانانو چيني کارګيران له ځانه سره کړل او بيا ئې د هم دغه کاريګرانو په طفيل په ۷۹۳م کال کښي د کاغذ اوله کارخانه جوړه کړه. د دې کارخانې د جوړېدلو سره سره په مسلمانانو کښي د چرمي کاغذ پر ځائ د دغه نوي کاغذ استعمال پکار راوستل شو. او له دې سره دا هم وشو چي په مصر کښي يو ډول واښه چي نر سل ورته وئيل کېدو د کاغذ په جوړولو کښي ډېره مهمه ثابته شوه. د هم دغه واښه په برکت دلته د کاغذ معيار نور هم اوچت شو.

په لسمه عيسوي صدۍ کښي د کاغذ صنعت له جنوبي افريقې څخه د سپېن تر اسلامي رياست پوري ډېر شهرت موندلی ؤ. د کاغذ له صنعت سره اړه لرونکي مسلمانان کاريګرانو د درختو پټوکي نۀ شو پېدا کولائ. ځکه دوئ د زړو ختو پيخي يو ځل بيا د تجربې په توګه پکار راوستل. خو د جوړېدلو پس دغه کاغذ معياري نۀ ؤ.

بلي خواته د روايت پالونکي هېوادونو حکمرانانو د کاغذ پر استعمال بنديز لګولی ؤ. په دې کښي د سسلي باچا روجر دوهم په ۱۴۴۵ عيسوي کال کښي او د جرمني باچا فريډرک دوهم د دغه نوي ايجاد شده کاغذ پر استعمال باندي په سرکاري دستاويزاتو او نورو چارو کښي پر کارولو بنديز لګولی ؤ.

د عيسايانو په دنيا کښي د کاغذ جوړولو  اوله کارخانه په۱۲۷۶ کال کښي په اټلي کښي پرانستل شوه، دغه کاغذ په مغربي دنيا کښي تر يو زر کلونو پوري د مسلمانانو ايجاد ګڼل کېدو. خو د خپل ضرورت له کبله فرانس، اټلي او جرمني د کاغذ و اهميت ته مائل شوي وو او بيا په څوارلسمه صدۍ کښي له دې صنعت سره وابسته شو. خو انګلستان تر ۱۴۹۵ عيسوي کال پوري له دې صنعت څخه ډېر ليري ؤ.

نېدر لينډ په ۱۵۸۶ م کال کښي د کاغذ له ايجاد سره ارتباط پېدا کړ، ولي هغه وخت په يورپ کښي د ښۀ او معياري کاغذ ميندل ګران کار ؤ. ولي په نولسمه صدۍ کښي د درختو پټوکو ته توجه ورکړل شوه. د هغه په اساس په يورپ کښي د معياري کاغذ په جوړولو پېل اوشو او بيا يورپ و دغه صنعت ته ښائسته نوې بڼه ورکړه او ورسره ورسره ئې و کاغذ ته د (Paper) نوم ورکړ. دغه نوم په اصل کښي د يونان د پيپرس (Papyras) څخه ماخوذ دی کوم چي د نرسل يا سرکنډا غوندي د اوبو بوټی دی. چي تنه ئې ډېر تيز زرغون رنګ لري. او په سر کښي ئې ګلان هم وي. 

وئيل دا غواړم چي دا وخت په نړۍ کښي د کاغذ د اهميت اندازه کول ګران کار دی. کاغذ نۀ دا چي د کاغذ تحرير د نړۍ په هره شعبه کښي لازمي ګڼل کېږي او له دې نه هر لوستلی او نالوستلی سړی استفاده کوي او په دې استفاده سره مستفيض ګرځي.

بلکې د مسلمانانو دپاره خو د کاغذ ډېر فضيلت دا دی چي پر دې باندي قرآن پاک چاپېږي او دا وخت په نړۍ کښي تر ټولو زيات اشاعت چي د کوم کتاب کېږي او کوم کتاب چي د دنيا په هره ژبه کښي چاپېږي قرآن پاک يعني کلام الله دی، چي اول سحار ئې تلاوت د هر مسلمان د ژوند برخه دی او بيا ورپسې سحار تر ناشته وروسته د اخبار لوستل ضروري ګڼل کېږي. چي پکښي د هري طبقې دپاره څۀ ناڅۀ ذهني غذا ضرور وي او هر څوک پکښي خپل د طبعي مواد لټوي. زما يادېږي چي يو ځل مي په واشنګټن کښي په مځکني يعني په مځکه کښي په دننه ريلوې سټېشن کښي مي يو فرد وليد، هغه له هاکر څخه واشنګټن پوسټ نومي اخبار واخست، دغه اخبار ښۀ ضخامت درلود. اخبار اخستونکې ته مي پام ؤ هغه دغه اخبار پرله اړوی يو وخت ئې خپل د خوښي کالم وموند هغه ئې ولوست. او بيا ئې دغه ګرد اخبار نزدې پرته د ردي و ټوکرۍ ته واچوی.

خو د دې برعکس پر کاغذ باندي چاپ اخبار دلته خلګ سر تر پايه ګوري ګټه ئې دا ده چي زموږ عام خلګ د دوئ تر عام خلګو به ملي او بېن المللي حالاتو باندي ښۀ خبر دي، خو د دې برعکس هغه د بهروني دنيا عام خلګ پس پخپل خپل کارونو او پخپل مخصوص مښاغلو باندي ښۀ خبر وي.

په اخر کښي به د يوۀ مزاحيه کالم نګار هغه خبره په ګوته کړم کوم چي ليکي چي زۀ د هر سحار د اخبار د مړۀ شوو خلګو کالم په دې بنت ګورم چي دا مړۀ خو دا دي مړۀ شوي خو زما نوم پکښي نشته او په دا خوشحاله شم (چي چلو) چي زۀ خو لا دا دی تر نن ورځي پوري ژوندی يم.

بهر حال بېرته خپل اصل موضوع کاغذ ته مخ راوګرځوم. د کاغذ په باره کښي يو دانشور خپله خبره داسي کوي.

“We are creating things that last for ever, books from rags that always live with us.”

دا موږ چي څۀ تخليقي عمل تر سره کوو دا به د تل دپاره ختم شي. خو کوم کتابونه چي د زاړه رخت له ټکړو او پخو څخه جوړېږي هغه به راسره مل وي. راشئ چي دا وعده اوکړو چي که چرته خدمت نۀ شو کولائ نو کم از کم ښۀ کردار ادا کولو او  د نيکۍ د سوچ کولو دپاره خو چمتو شو.

حوالې:

 

The history of papers silk route foun Dalian.

A brix history of paper neathery de satiate  neathery balsell fuller July rooz.

World history, clive ponting p/372

 

FaLang translation system by Faboba