حبيب الله کاکړ

د مجلې ګڼه:۱۲مه

 د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶

د روشن فکرۍ (Enlightenment) څرک که څه  هم د ژوند او فطرت له ډېرو کونجونو څخه د تيارې پړونی پورته کړی چي پکښي د روايت پسندۍ او  رجعت پسندۍ تر دوړو وخت لاندي کړې ډېري مرمرني څهرې  څرګندي شوې، خو د رڼا په دې څرک کښي  ډېر سپين رنګونه ورک هم شو. په دې سپينو رنګونو کښي يوه مهمه څهره د مذهب هم وه چي اوس ئې يا خو ايرې او سکاره پاتي و او يا که یې څه پوست په وجود پوري ؤ هغه هم د ټولنيز سائنسز د تجربې اپروچ په رحم و کرم تکيه کوله. د ټولنيز سائنس له غېږي چي کم ډسپلن زېږېدل هغوئ په خپلو خپلو سرحدونو کښي د مذهب مثبت او منفي اړخونه څېړل. د ټولن پوهني د پاره مذهب د يو ټولنيز انسټيټيوشن په حېث د څېړني جوګه ؤ، انتروپولوژي مذهب ته د کلتور د يو برخي په حېث کتل. د اقتصاد پوهانو په خيال مذهب د پروډکشن او ريپروډکشن د ټولني د اقتصادي او طبقاتي اړخ نوم ؤ، اروا پوهني  دی. د توهم پرستۍاو ذهني اطمينان  تر منځ لوست. د سوشل سائنس د دغه اپروچز (Approaches) په ضد يو نوی اپروچ د پينامينالوژي(Phenomenology)د شلمي پېړۍ د پوهنپوهني(Epistemology) له بحثونو وزېږېدی. د پينامينالوژيکل اپروچ پلويانو د سوشل سائنس د مذهب د څېړني اپروچ داسي و ګڼی لکه په ټيلي سکوپ کښي چي څوک د پيل(Elephant)د کتني هڅه کوي. د دوئ په خيال مذهب نۀ يواځي سوشل انسټيټيوشن دی لکه ټولن پوهنه چي ورته ګوري نۀ يواځي د کلتور يوه برخه لکه چي انتراپولژسټان ئې ګڼي. په دې اپروچز کښي د مذهب خپل هيئت د دوئ دمنهجي الحاد(Methodological atheism)په خاطر وړوکی شوی دی. مذهب بايد د مذهب په حېث و څېړل شي.پينامينالوژي  او له دې سره ورته د پس نوشت(Postmodernism)نور منهجونه لکه علم التاويل  (Hermeneutics)   او پينامينالوژيکل هرمينيوټيکس  (Phenomenological hermeneutics)  خپلي جرړي اصلاً د کانټ، فريز ، شليماخر (Fridrich Schliemacher) او اوټو له فلسفو اخلي. له اوټو څخه بغير دا نور درې واړه فلسفيان که څه هم پينامينالوژسټان نۀ ګڼل کېږي خو د دوئ په جماليات، احساسات او د مذهب په اړه چي کوم تصورات وو. د هغوئ غزېدنه وه چي د مذهب، انسان او د ژوند تجرباتو ته ئې د څېړلو نوي زاوئې پرانستلې. د جديد دور پوهان واقعي يو د بل د ذکر بغير تشريح کول ګران کار دی، ځکه  چي د دې وخت د پوهانو څېړني يا خو د يو بل په فلسفو ولاړي وې او يا يو بل ته ځواب وې. هغه په دې چي د يوه فلسفي خبره چي له کومه ځايه پېل کېږي هلته اصلاً د هغه بل خبره پائ ته رسېدلې وي. يو له بل څخه ئې پرېکول ځکه ډېر ګران دی. نو دا فېصله کول خو ګران کار دی، چي کانټ دي د دې دوو اپروچز تر منځ پُل وګڼل شي، يو د مذهب په اړه هغه منفي اپروچ ؤ کوم چي تر کانټ وړاندي په انټلکچول ډسکورس کښي رايج ؤ، او بل د دۀ وروسته اپروچ چي که څه هم مکمل مذهبي خو نۀ ګڼل کېږي خو د مذهب په اړه ورپکښي څه مثبته رويه ورو ورو  زېږېدله او لا زېږي. خو دومره ضرور ده چي کانټ چي لولې نو داسي ښکاري لکه چي ډېوډ هيوم (David Hume) او د هغه راډيکل تجربيت  ته مخامخ دی. له دۀ پس فلسفيان چي ګورې  نو داسي ښکاري لکه چي د راډيکل تجربيت په ضد د کانټ د تجلياتو وړانګو ئې قلم اخستی وي. کانټ په خپله مذهب د احساساتو او جمالياتو په رڼا کښي نۀ تشريح کوي. دی چي په مذهب خبره کوي يا خو ئې په مابعدالطبيعاتي بحثونو  او يا ئې د اخلاقياتو په فلسفه کښي کوي. خدائ د کانټ په خيال د وجود د هغي چينې نوم دی له څه چي د فطري وجود هره زره زېږي. سائنسي څېړنه د فطري وجود ممکنه وي د داسي وجود نه، په کوم څه چي د فطرت وجود په خپله تکيه کوي. سائنسي څېړنه  ځکه، کانټ زياتوي چي ؛نۀ خو د خدائ وجود ثابتولائ شي او نۀ ئې رد کولائ شي؛ البته د خدائ د تصور معنويت او افاديت که  ګورو نو به اخلاقياتو ته راځو.د خدائ له تصور سره چي د کومو اخلاقياتو تصور تړون لري هغه که دانساني ژوند په ګټه تمامېږي نو بيا د خدائ  د په وجود باندي د عقيدې بايد ملاتړ وشي. کانټ چي په کوم وخت کښي په دې بحث کښي مصروف ؤ دا وخت د رومانيت تحريک يواځي نۀ چي پېل شوی ؤ بلکې په مذهبي ډسکورس کښي ئې رومانوي زهد(Pietism) ته هم زوکړه ورکړې وه خو دۀ په خپله مذهب د احساساتو په ډګر کښي نۀ کړ توضيح. په فطرت کښي د ښائست ننداره د انسان د احساس  حاصل دی، چي د انساني دماغ د استعدادونو له هم آهنګۍ زېږي. په فطرت کښي د ښائست ننداره د جمال د خارجي وجود نتيجه نۀ ده، او نۀ په خارج کښي د داسي لامحدوديت وجود شته چي موږ ئې ننداره د عظمت ننداره ګڼو. د داسي قسم د عظمت(Sublime) ننداره چي  انسان ته هم د تحير احساس ورکوي او هم د وېري، اصلاً له نابلدي تجربې زېږي. د نابلدي تجربې اجنبيت چي کله د انساني دماغي د ادراک له قوته (Cognitive  faculties)  څخه وځي او د تخيل برخه شي ورنه ښائست او عظمت وزېږي. د سهار د لمرختلو يا لمر د پرېوتلو په منظر کښي ؛ دمثال په توګه؛ د کانټ په خيال داسي هيڅ قسم  ښائست  نشته چي وجود ئې د انسان له ذهن څخه بهر وي. البته د ښائست او عظمت (په صوفيانه ژبه کښي جلال او جمال) تجربه مکمل داخليت (Subjectivity) هم نۀ ده. د انساني دماغ د سټرکچر د يو والي له وجي څخه  د ښائست او عظمت تصوير د خارجي وجود شکل اختيار کړی دی. او موږ چي  کله په آرټ او شاعري  کښي د ښائست او د عظمت  په بيان باندي يو له  بل سره په بحث کښي دليلونه راوړو ، او ډېر وخت يو له بل سره قانع کېږو، دا داسي څرګندوي لکه ښائست او عظمت چي د يو مادي شي په حېث په خارج کښي موږ ليدلی وي. د کانټ په خيال د ښائست په هکله يو له بل سره دليلونه او يو له بل سره پر ښائست قانع کېدل ممکن فقط له دې وجي دی چي زموږ د دماغو سټرکچر يو دی نۀ له دې وجي چي ښائست خارج  په فطرت کښي د ځانګړي څيز (External entity) په حېث وجود لري. جيکب فريز له کانټ سره په دې خو اتفاق کوي چي د ښائست او عظمت ننداره چي که څه هم حسي وي خو د ذهن د ادراک له قوته (Cognitive forces) اوړي د تخيل (Imaginative forces) څانګي ته، چي تجربه ئې ادراک نه احساس زېږوي خو د کانټ له دې خبري سره بشپړه اختلاف لري چي ښائست خارج په فطرت کښي نشته. د فريز په خيال يو مذهبي سړی چي کله د ربانيت، تقدس، د جلال، د جمال د تجربې دعوه کوي، دا داسي دی لکه  يو آرټسټ چي په فطرت کښي د ښائست ننداره کوي. لکه څنګه چي د آرټسټ د ښائست ننداره فقط تصوراتي تخيل نۀ دی، بلکې د هغه ښائست ننداره ده کوم چي واقعي د ذهن نه بهر په فطرت کښي وجود لري داسي د تقدس، د جلال جمال هم په خارج کښي وجود لري. فريز په خپله په مذهب يقين نۀ درلود، او نۀ ئې مقصد دا ؤ چي د کانټ په ضد د مذهب دفاع وکړي. خوله کانټ سره د دۀ اختلاف په دې ؤ چي کانټ پېژندنه (Knowing) تر حس او عقل محدوده کوي او دی په پېژندنه کښي احساسات هم داخلوي. خو د حسي(Sensory)، عقلي (Rational) او احساساتي پېژندني تر منځ فرق فريز دا ګڼي چي، حسي پېژندنه په ذهن کښي ادراک (Cognition) پېدا کوي، او احساساتي پېژندنه وجد پېدا کوي. له حس څخه زېږېدلی تصور محدود وي، بحث ورباندي اسان، د دليل په ذريعه بل ورباندي پوه کول اسان وي، خو له وجدانه ټوکېدلی تصور لامحدود (Transcendent) وي. هغه د کميت له چوکاټه بشپړه وتلی د کېفيت تصوير وي.او د کېفيت تصوير فقط د داخليت تصوير کله هم نۀ وي، بلکې د داخليت له خارجيت سره د انتهائي مخامخ کېدلو نتيجه وي. يا په صوفيانه اصطلاح کښي په دغه حال پوهېدنه دغه حال غواړي. د ښائست، د تقدس، يا دخدائ دجمال او جلال تجربو ته فريز په جرمن کښي Ahndung وائي، چي په انګرېزي کښي ئې ژباړه په Intimations سره کېږي. روډولف اوټو د فريز له پېنامينالوژي څخه ډېر زيات متاثر ښکاري.  دی له فريز سره په دې خو مکمل اتفاق لري چي ښائست فقط ذهني اختراع نۀ بلکې خارجي وجود لري ، خو په دې ورسره اتفاق نۀ کوي چي د جمال او جلال مذهبي تجربه هم داسي ده لکه په فطرت کښي د ښائست تجربه. د جلال ننداره  اوټو مکمل د کانټ د سبلايم په رڼا کښي تشريح کوي. د اوټو په خيال په فطرت کښي د ښائست او دعظمت نندارې د مذهب د جلال له نندارې څخه ډېري وړې دي. بلکې موږ وئيلائ شو چي د عظمت او د ښائست ننداره اصلاً جلال د نندارې وړوکی څرک دی. د اوټو په خيال ټول مذهبونه اصلاً د يو اجنبي تجربې په اساس ولاړ دي. کم څه ته چي دی"هولي"(Holey)وائي. د هولي دغه جلالي تجربه دی د لاطينۍ ژبي په درو ټکو کښي تشريح کوي. Mysterium tremendum et fascinasله مايسټريم څخه د اوټو مقصد دا دی چي د هولي تجربه له هر قسم تجربې څخه بشپړه توپير لري. په دې کښي انسان يو مکمل اجنبي (Alien) ته مخامخ کېږي ، او انساني ذهن له هر قسم تصور څخه مکمل خالي کوي. له ټريمينډم څخه اوټو وېره، هېبت، خوف، او حيرانتيا د هولي د تجربې لازمي عناصر ګڼي. له فاشناس څخه د اوټو مقصد، شوق، مينه، سرور، جذبه، ولوله، لېوالتيا او ذوق  دی چي د هولي  سره مخامخ کېدلو کښي په انسان کښي زېږي. اوټو هر مذهب د يو داسي قسم تجربې پر اساس ولاړ ويني. د دۀ پي ايچ  ډي مقاله د پروټسټانټ مسيحيت سرخېل مارټن لوتهر کنګ په روحاني تجربه ليکلې وه. د هولي د تجربې دا درې مهم صفات  دځينو مذهبپوهانو په خيال ده اصلاً د لوتهر کنګ له مذهبي روحاني تجربې را اخستي دي. خو ځيني مذهبپوهان دا درې واړه صفتونه په ټولو روحاني او مذهبي تجرباتو کښي ويني. بهر کېف، اوټو مذهب په فطرت کښي او د فطرت شاته د جلال او د جمال د وجود احساس ګڼي. خو اوس سوال دا دی چي د هولي داسي تجربه ، د ژوند ډسکورس بدلوي که نۀ؟ نوي اخلاقيات، قوانين، او نوي اقدار زېږوي که په دې اړه د ابراهم جوشوا هيشل چي د پي ايچ ډي مقاله ئې د نبي پر شخصيت وه، ځواب مثبت دی. هم داسي لاهوری اقبال هم ليکي، چي نبي داسي قسم انسان وي چي د وحدانيت تجربه ئې په ځان کښي د ژوند ټول  اقدار ډوب کړي، او ترې  يوه نوې چشمه د اقدارو را وټوکېږي، چي د ژوند، انساني کلتور او تهذيب بهېدل په يو بل لوري کړي. خو د اوټو په خيال دا لازمي نۀ ده چي د هولي تجربه دي نوي اقدارو ته هم زوکړه ورکړي. په اوټو باندي د تنقيد لنډيز هم دا دی چي دی مذهب له اخلاقياتو، سماجي قوانينو، عباداتو څخه بېل فقط د احساساتو ټولګه ګڼي. 

 

Bibliography:

 

Gregory D. Alles, “Toward a Genealogy of the Holy: Rudolf Otto and the Apologetics of Religion.” Journal of the American Academy of Religion 69/2 (June 2001).

Roudulf Otto, The Idea of Holy: An Inquiry to the Non-Rational Factor in the Idea of the Divine and Its Relation to the Rational (Oxford: Oxford University Press, 1958)

Muhammad Iqbal, The Reconstruction of Religious Thought in Islam (Stanford: Stanford University Press, 2013).

Leary, David E. "The Psychology of Jakob Friedrich Fries (1773-1843): Its Context, Nature, and Historical Significance." Storica e Critica della Psicologia 3, no. 2 (1982): 217.

Internet Encyclopedia of Philosophy IEP. http://www.iep.utm.edu/kantaest/#SH2c (accessed 03 27, 2017).

 

FaLang translation system by Faboba