مولانا عبدالخالق مندوخېل
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
انسان بحېثيت انسان يو ذي عقل او ذي روح شی دی نو دی د خپل عقل او شعور په کبل د کائنات، موجودات عالم او خپل وجود په باره کښي په خپل ازاد تعقل او تفکر يو رايه/ خيال جوړوي، بيا د ها خپل خيال جوړه کړې رائ په مطابق له شيانو سره تعلق او رويه ساتي. د روئې او عمل صحيح او غلط، ښۀ او بد دار و مدار د فکر/ رائ پر صحت او خطا دی. او د فکر و خيال د خطا و صحيح مدار پر دا دی چي ايا دغه خيال/ رائ د صحيح حقيقي علم پر بنسټ جوړه شوې ده، يا تش د ګمان، خيالي اندازې، اټکل او وهم قياس پر بنياد؟ مثلاً کوم شيان چي انسان د خوراک څښاک لپاره کاروي د هغو متعلق د دۀ رائ د بدن د غذايت او د توانائي د حصول او افادې وي، خو پټوکي او هډوکي غورځوي ځکه چي د هغو متعلق د انسان رائ و بدن ته د غذايت او توانائي ورکولو نۀ ده جوړه شوې.
دغه رنګه په دنياوي ژوند کښي د انسان د افکارو او اعمالو د ترک و اختيار ښۀ او بد او د ژوند ټول کړۀ وړۀ پر دغه اساسي قاعده مبني دي. د دې قاعدې پر بنسټ اوس له جزياتو پورته پر کلياتو نظر واچوئ نو به ووينئ چي د دنيا د هر مذهب، تهذيب و تمدن، نظريه و فلسفه عمارت هم د کائنات، دنيا او انسان متعلق يو څو بنيادي آرا٫ و افکارو باندي ولاړ دی. هغه بنيادي سوالات (Ultimate problems) دا دي:
۱: دا لوئ کائنات په حېثيت د کُل سره څۀ شی دی؟
۲: د دې محيّرُ العقول کائنات پېدا کونکی او د کائنات په نظم و ضبط کښي کار فرما فطري او طبعي قوانينو (Natural & physical laws) خالق څوک دی؟
۳: د خالق يا علتُ العِلَل له انسان سره څۀ تعلق دی؟
۴: په دنيا کښي د انسان حېثيت، رتبه، کار او مقصد د پېدا کولو څۀ دی؟
۵: ايا انسان په دنيا کښي ازاد او خودمختار دی او که د يو خالق، مالک، حاکم د حکم پابند، ذمه وار او هغه ته جوابده دی؟
۶: دا دنيا دارالعذاب ده لکه چي عيسائي راهبان وائي، او که دارالجزا ده، لکه چي د عقيده تناسخ/ اواګون منونکي وائي، او که محض تفريح ګاه ده لکه چي ماده پرستان وائي، او که رزم ګاه ده، لکه چي د مارکس او ډارون خيال دی، او که دارلامتحان ده لکه چي اسلام وائي؟
په علمي ډګر کښي د دا قسم بنيادي پوښتنو (Ultimate problems) جواب او حل د يو فلسفې مذهب او تمدن اصل اساس ګڼل کېږي. او د دغو بنيادي پوښتنو د جواب او حل پر بنسټ د نظرئې او عمل تشکيل او د انساني ټولني د معاشرتي، سياسي، قانوني، تعليمي، معاشي او تمدني نظام عمارت جوړېږي.
اوس اهم سوال دا دی چي د کائنات، انسان او دنيا متعلق د ذکر شوو بنيادي سوالاتو د حل او جواب لټولو لپاره او د حق پېژندني په غرض له انسان سره د علم ذرائع (Source of knowledge) څۀ دي؟
چي د انسان جسماني ذهني او باطني قوت و استعداد، صلاحيت او قابليت ته وکتل شي نو معلومېږي چي د انسان په وس و دست کښي د علم ذرائع(Source of knowledge) څلور دي:
لومړی: وجدان: (Intution):
وجدان يو منطقي اصطلاح (Logical Term) دی. انساني علم پر دوه قسمه دی، يو بلا واسطه بل بِالواسطه. د بِلا واسطه علم يوۀ څانګه وجدان دی. يعني انسان ته چي د خپلو کېفياتو او حالاتو کوم حضوري علم (Direct perception) بې له څۀ خارجي واسطې حاصلېږي، هغه د دۀ وجدان دی. او د دغه علم بلا واسطه انسان ته د زوکړي له وخته ورکړه خالص عطيۀ ربّاني ده. لکه چي ماشوم پېدا شي، سم دستي بې له خارجي تعليم و تربيت ئې الله تعالی د خپل خوراک څښاک، ژړا، خندا، بول و براز او د حيات په نورو ضرورياتو ئې خبر کړي.
بادي النظر کښي ښکاره ده چي په دې ذريعه علم سره د کائنات، انسان او دنيا متعلق د بنيادي سوالاتو حل او جواب نۀ شي موندل کېدائ.
دوهم: حواس: (Sence orgens)
له انسان سره د علم و هدايت يوۀ ذريعه حواس دی. دا پنځه قویٰ دي.
(۱) ليدل/ باصره (۲) اورېدل/ سامعه (۳) بويول/ شامه (۴) څکل/ ذائقه (۵) لاس ور وړل/ لامسه
په دنيا کښي چي څومره شيان د محسوساتو له قبيل څخه دي، د هغو ټولو متعلق علم د حواس خمسه په ذريعه انسان ته حاصل شوی دی. خو حواس يواځي د مادي اشياؤ او محسوساتو متعلق د معلوماتو يوۀ ذريعه ده. که چېري موږ د پنځو حواسو پر قوت او استعداد کار باندي نظر واچوو. نو به راته څرګنده شي چي خالق کائنات هر قوت په داسي قالب کښي اچولی دی چي که ئې له خارج امداد نۀ وشي نو د حواسو قوت به خپل کار نۀ شي کولائ. مثلاً د قوت باصره کار ديد کول دي. که له خارج لمر يا برق يا چراغ د رڼا امداد نۀ کړي ور، ديد ئې نۀ وي. لکه په تاريکي کښي د شيانو د شتون باوجود نۀ ليدل کېدل.
بله دا چي د حواس په ذريعه حاصل شوي معلوماتو کښي د غلطۍ امکان وي، دا خبره نابغه زمانه فلسفي امام غزالي المنقذ من الضلال کتاب کښي داسي کړې ده:
"چي ما غور وکړ نو راته معلومه شوه چي يقيني علم يواځي د محسوساتو او بديهياتو دی، خو چي نور تعقل او تفکر مي وکړ نو په محسوساتو کښي مي هم شک پېدا شو، مثلاً سايه په ښکاره ساکن په نظر راځي مګر په حقيقت کښي سايه ساکن نۀ بلکې رو رو حرکت کوي. نو پر محسوساتو مي يقين نۀ شو پاته. "
الغرض پنځه حواس يواځي د مادي اشياؤ او محسوساتو د معلوماتو يوۀ ذريعه ده خو د کائنات، انسان او دنيا متعلق د مابعد الطبعياتي مسائلو حل او جواب انسان ته نۀ شي ورکولائ. مثلاً د کائنات د مبدأ او منتها، د دنيا سر او پائ او د زندګي د حقيقت ادراک په حواس معلومول محال دي.
درېيم: عقل(Reson):
عقل په انسان کښي د علوم نظرئې دحصول و ادراک و استعداد ته وئيل کېږي، دا ذريعه علم د خالق کائنات هغه عطا او رحمت دی چي انسان ته له حيوانانو امتياز ورکوي، او د صفت عقل په کبل انسان د اشرف المخلوقات د لقب لائق ګرځي.
عقل توری ماخوذ دی له، عَقَلَ البَعِير، څخه يعني د اوښ پښه او ګونډه په پړي تړل. تا چي ونۀ تښتي.
انساني عقل ته دا نوم په دې مناسبت ورکړل شوی دی چي د اوښ پښه او ګونډه چي څنګه په پړي تړلو سره هغه له تښتي راګرځوي داسي عقل انسان له قبائحو رابندوي.
عقل پر دوه قسمه دی يو هغه دی چي د پنځو حواسو له استعماله حاصل شي او بل هغه چي له اوله په هر انسان کښي موجود وي.
ځيني فلاسفه وائي عقل يو جوهر لطيف دی، محل ئې دماغ دی. ځيني حکما٫ وائي جوهر نۀ بلکې علم دی او محل ئې د انسان زړۀ دی لکه په دي آيت کښي:
أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا (الحج:۴۶)
له دې آيته ثابته شوه چي عقل علم دی او محل ئې قلب دی.
او ځيني مفکرين وائي عقل علم دی پر بديهي معلوماتو باندي.
اوس دې سوال ته پاملرنه پکار ده چي ايا انساني عقل د کائنات، انسان او دنيا متعلق د هغو بنيادي سوالاتو (Ultimate problems) حل يا جواب ورکولائ شي او که نۀ؟
اهل علم وائي چي عقل د پنځو حواسو له لاري معلومات تر لاسه کوي، نو د عقل ذريعه معلومات (Source of information) يواځي پنځه حواس دي، عقل د حواسو په فراهم کرده معلوماتو باندي فېصله کوي، که حواسو غلط معلومات ورکړلو، نو د دۀ فېصله به غلطه وي، که ئې ناقص مواد ورکړل نو د دۀ فېصله به ناقصه او نيمګړې وي، او که حواسو د خپلي نارسائي له کبله د ځينو شيانو په باب هيڅ مواد د لارښوني عقل ته نۀ ورساوه عقل د هغو متعلق هيڅ فېصله يا رهنمائي نۀ شي ورکولائ. لهذا په علمي ډګر کښي خو له دې انکار نۀ شي کېدائ چي د عقل رهنمائي او معلوماتو دائره سره له دې چي ډېره پراخه ده، خو پر يو خاص سيمه يا حد ولاړه ده، عقل چي د هر څه نتائجو استخراج کوي، بيا هم د هغو دائره تر محسوساتو پوري محدود ده، او چي حواس خمسه هر څۀ تيز کار وکړي او د محسوساتو صورتونه د عقل تر تصرف لاندي راوړي بيا هم د عقل دائره کار ودري او د محسوساتو او مادياتو تر سرحد مخته قدم نۀ شي اخستی.
هر کله چي د انساني د ادراک وسائل محدود دي او نۀ يواځي دا چي محدوديت لري بلکې ډېر کله د انسان د ګمراهۍ او غلطۍ پېلامه شي، د مثال په توګه موږ ته پر لري واټن ستر ستر شيان په نظر کښي وړوکي ښکاري، او د ناجوړۍ له کبله خواږه شيان په ذائقه کښي تريخ معلومېږي، او د بعدي مفاصلې په کبل موږ اکثر د رنګو په امتياز کښي خطا شو، نو څرګنده شوه چي د انسان د علمي رهنمائي او حقيقت پېژندني دپاره يواځي د عقل هدايت کافي نۀ دی. اول په دې چي عقل د محسوساتو تر حد زيات پر مخ قدم نۀ شي اخستی دوهم د عقل هدايت په خپل مقدور ميدان کښي هم نۀ دی کافي او نۀ مؤثر ثابت دی. ځکه موږ وينو چي انساني نفس له جذبات، رجحانات او قسماقسم خواهشات متاثر او مغلوب شي، بلکې اکثر په مشاهده کښي راغلې ده چي د عقل او جذبات يا خواهشات په منځ کښي کشمکش وي نو بری د جذباتو يا خواهشاتو وي، عقل عاجز او مغلوب شي، نو په دې حالت کښي خپله د عقل سليم دا تقاضا ده چي هلي تر عقل هم پورته د يو بل ذريعه علم او هادي ضرورت دی، چي هغه د سمي رهنمائي څښتن وي او د هغه رهنمائي له هر قسمه کوتاهۍ محدوديت او غلطۍ څخه پاکه وي، داسي ذريعه علم او هادي بې له الله تعالی او د هغه له رسولﷺ بل څوک نۀ شي کېدائ. دغه خدائي رهنمائي ته د شرع په ژبه وحي وائي.
څلورم: وحی:
چونکه پر ماورا٫ د محسوسات د انسان علم نشته او نۀ د ماورا٫ المحسوسات پر عدم (نشتوالي) څه علمي دليل شته. نو بيا د الله تعالی له صفت رحمت او ربوبيت سره به ايا دا منافي نۀ وي چي انسان د جهل په کډي کښي پرېږدي او تر عقل بالا بله ذريعه د هدايت نۀ کړي ورته عطا؟
هو بلکې د الله د صفت رحمت تقاضا ده چي انسان ته د ژوند لپاره کامله رهنمائي ورکړي.
الرَّحْمَنُ عَلَّمَ الْقُرْآَنَ خَلَقَ الْإِنْسَانَ عَلَّمَهُ الْبَيَانَ (الرحمن:۱-۴)
ژباړه: ډېر مهربان (الله) ښوولی دی قرآن. پېدا کړی ئې دی انسان، و دۀ ته ئې ور ښوولی دی بيان.
بله دا، الله تعالی چي هر شی پېدا کړ بيا ئې و هغه ته لار ښوونه هم وکړه.
رَبُّنَا الَّذِي أَعْطٰى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه:۵۰)
ژباړه: زموږ رب هغه هستي ده، چي ئې هر شي ته د هغه مناسبِ حال شکل و صورت، قوت و صلاحيت، صفات و خاصيات ورکړي دي، او بيا ئې رهنمائي ورته کړې ده.
د دې خدائي رهنمائي آثار و نخښې په ټولو ژونديو شيانو کښي ليدل کېدائ شي. مثلاً د شهدو د مچيو، د شهدو جوړولو لپاره زيار، او د هغې د ساتني دپاره په خاص ډيزائن منګي جوړول.
چي کوم رب د مځکي پر سر د انسان د حيات او بقا٫ دپاره د هر قسم حياتياتي، جسماني او غذائي ضروريات او اسباب پېدا کړي دي، نو د انسان د اخلاقي او روحاني رهنمائي لپاره ئې د عقيدې و عمل، اخلاقي او تمدني اصول او هدايات ئې هم نازل کړي دي، دا يو داسي حقيقت (Final Truth) دئ چي د دې پر خطا هيڅ علمي يا عقلي دليل نشته.
إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ وَمَا هُوَ بِالْهَزْلِ (الطارق ۱۳-۱۴)
ژباړه: بېشکه دا قرآن د حق، قطعي او فېصله کن وېنا ده، دا هسي ټوکي، عبث خبري نۀ دي.
پس که انساني عقل د خدائي وحي په رڼا کښي تګ نۀ کړي خپل او د وحي الهي له رهنمائي بغير قدم واخلي. نو به عقل د اوهام، ظنون، تعصبات او جذبات فاسده ښکار شي، د ګمراهۍ پر لار به ئې مخ شي، د حق معرفت ته به هيڅ کله نۀ ورسېږي.
لکه علامه اقبال وائي:
نکل جا عقل سے آگے کہ یہ نور چراغ راہ ہے منزل نہیں ہے
الله تعالی په خپل رحمت د هدايت او سمي لار ښووني بې خطا علم انسان ته عطا کړی دی. چي د اسماني کتاب نزول او د رسولﷺ بعثت دی:
قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ الله نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ يَهْدِي بِهِ الله مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (المائدة:۱۵-۱۶)
ژباړه: يقيناً تاسو ته د الله لخوا رڼا او واضح کتاب درغلی دی. په دې سره الله هر چاته چي څوک د هغه د رضا په لار ځي. هغوئ ته د سلامتۍ لاري ورښيي. او دوئ له تيارو څخه رڼا ته راباسي او سيدها لاري ته ئې بيائي.
الغرض د وحي تعليم د هغو بنيادي سوالاتو (Ultimate problems) صحيح کامل او تسلي بخښ جواب او حل انسان ته وړاندي کوي.
د وحي د حقانيت پېمانه:
په علمي ډګر کښي د قول يا نظرئې د صدق يا کذب معلومولو لپاره دوه قسمه پېمانې دي.
لومړی: دا چي قول او نظرئې ته په علمي اصولو کتنه وشي.
دوهم: د هغه قول و نظرئې وړاندي کونکي شخصيت او سيرت و کردار ته وکتل شي.
د لومړۍ قاعدې مطابق د قول د صداقت معلومولو معيار او پېمانه به دا وي:
۱: چي هغه قول به د عقل او مشاهدې خلاف نۀ وي، مثلاً دا قول چي غوا هګۍ اچوي.
د دې اصول په پېمانه چي وکتل شي نو دا حقيقت په ډاګه دی، چي د کتاب الله او د رسول الله ﷺ هيڅ يو قول خلاف عقل نۀ دی ثابت شوی. البته ځيني شيان د وحي ماورا٫ عقل دي، خلاف عقل نۀ. د خلاف عقل او ماورا٫ عقل تر ميان فرق دی.
خلاف عقل هغه ته وائي چي د هغه پر نۀ کېدو يا د هغه پر عدم عقل دليل او برهان قائم کړي. او يقيناً دا ثابته کړي چي کېدل ئې ناممکن او وجود ئې محال دی.
ماورا٫ عقل دې ته وائي چي د انسان د عقل د رسائي تر حد بالا تر وي، مګر د هغه پر عدم/ نۀ شتون څه دليل وي، او نه ئې پر محال/ نۀ کېدو برهان قائم وي. البته د عقل انساني د ادراک له احاطې بيرون وي.
۲: د قول، د صدق يا د کذب معلومولو د پېمانې دوهم اصول دا دی چي د يوۀ نمونه شيانو متعلق علم/ اخبار ورکولو ټولګي/ افراد په اقوالو او تعليماتو کښي به هيڅ تضاد نۀ وي.
د دې اصول په پېمانه چي وګورو نو وينو چي د ټولو انبياؤ عليهم السلام قول او اساسي تعليم/ دعوت يو رنګه دی. دا يو تاريخي حقيقت دی چي محمد رسول اللهﷺ له ابراهيم عليه السلام څخه کم و بېش دوه زره کاله مابعد زمانه کښي راغلی دی. مګر بنيادي تعليمات او دعوت ئې هغه دی کوم چي د ابراهيم عليه السلام دی. معلوم شوه چي دا د حق و صداقت له يوې سرچينې څخه ئې د علمِ حق رڼا او فېض نبوت اخستی دی.
۳: د قول د صداقت معلومولو درېيم اصول دا دی چي هغه تعليم و نظريه د انساني ټولني لپاره په عملي ژوند کښي مفيده او خوشګوار نتائج ورکونکي ثابته وي.
دا منل شوی تاريخي حقيقت دی چي د انبياؤ د تعليم پر اساس چي کومه انساني ټولنه جوړه شوې ده، او د خدائي دين پر بنسټ چي کوم تهذيب تعمير شوی هغه د خدا پرستۍ، عدل، ورور ولۍ، برابرۍ، ښېګڼي او پاکيزه اخلاقو يو ځانګړې نمونه وه.
دوهم: د قول او نظرئې وړاندي کوونکي شخصيت او کردار ته چي وکتل شي، نو څرګنده ده چي د وحي او نبوت پېښوونکو کسانو شخصيت بې داغ او کردار ئې ډېر پاک ؤ. د دوئ دښمنان هم د دوئ د صدق او ديانت قائل وو.
تر دې حده پوري چي قرآن د نبي ﷺ پاک ژوند او د دۀ صدق و ديانت د دليل په توګه مخالفينو ته وړاندي کوي.
فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِنْ قَبْلِهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (يونس:۱۶)
ژباړه: ما خو د خپل ژوند کلونه په تاسو کښي تېر کړي دي، ايا تاسو عقل نۀ لرئ.
ماخذات
(۱) القرآن الکريم
(۲) احيا علوم دين... امام غزالي
(۳) تهافته الفلاسفه... امام غزالي
(۴) المنقذمن الضلال... امام غزالي
(۵)اسلام اور جاهليت... امام ابو الا علی
(۶) د ژوند رڼا... مولوي رحمت الله مندوخېل