محمود اياز
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
شايد يو ادب لوستونکی له دې تريخ حقيقت نه انکار و نۀ کړي چي T.S Eliot په خپل ژوند کښي پوره پنځوس کاله په انګلېسي ژبې او ادب خپله باچهي کړې ده. باالخصوص د کره کتني په ميدان کښي د هغه فکر و نظر په درسته نړۍ باندي نۀ صرف خور ؤ، بلکې د هغه تنقيدي نظريات دومره قوي او په فکري لحاظ دومره ژور ؤ چي په نړيواله سطح ناقدين د دوئ و تنقيدي مباحثو او څېړنو ته متوجه شول. اېليټ د روايت شرح او تفهيم په انتهائي ژوره تنقيدي پېرائيه کښي کړی دی. هغه د "روايت" اصطلاح په دومره هنر او کمال وښنله چي دغه اصطلاح ته ئې د يو معني خيز تصور مقام ور وبخښلی. د روايت په اړه چي زموږ د ناقدينو کوم عاميانه تصور دی، اېليټ په دغه اړه د دنيا د بشپړو نقادانو نه، نۀ صرف يو بېل او ځانګړی فکرونظر لري، بلکې دلته دا وئيل به زيات مناسب وي چي هغه د روايت و اصطلاح ته يوه نوې روح ور بخښلې ده. هغه د يو شمېر نقادانو د روايت په اړه له دې تفهيم سره يکسر اختلاف درلود چي د زړو شاعرانو تقليد کول يو روايتي انداز او رويه ده. داسي ليکوال او شاعران و ژبي او ادب ته څه نوې فکري او ادبي سرمايه نۀ شي ورکولائ. شايد ځکه هغه وائي چي د ماضي رنګ که هر څو تت او پيکه وي، له دې په پرته هم هغه په حال او مستقبل کښي ليدل کېږي. ولي چي زموږ د کلچر او تهذيب ريښې د لرغونو ادوارو له کلچر او تهذيب سره تړلي دي. خو اېليټ د روايت په اړه صرف دومره قدغن ضرور لګوي چي بايد موږ ماضي خپل آئيډيل و نۀ ګڼو. هم داسي روئې او احساس ته هغه د روايت پرستۍ نوم ورکوي. د هغه په خيال داسي رويه يو ليکوال د تکراري ليکنو و لور ته متوجه کوي کوم چي د ليکوال او د ليکني د دواړو د مرګ پېلامه ګرځي. ګوا له روايت څخه د اېليټ مراد دا بېخي نۀ دی چي د ماضي پرستش دي وکړلی شي. بلکې هغه "بدلون" د ادبي روايت يو اهم جز ګڼي. دغه رنګه هغه دا خبره هم په شد و مد سره کوي چي د ادبي ماضي سره مکمل اختلاف نۀ صرف خطرناکه رويه ده بلکې د ادبي تنزل لپاره د لاري هوارولو جوګه عمل دی. دلته د زياتي يادوني وړ خبره دا ده چي د شاعر لپاره د ماضي د شعور حاصلول اهمه لازمه ده. اېليټ وائي. چي "د تاريخي شعور مطلب صرف د ماضي د ماضيت ادراک نۀ بلکې د ماضي په حال کښي د موجود والي ادراک دی." د دې مطلب دا دی چي بنيادم صرف او صرف د تاريخي شعور له لاري د خپل نسل تقاضې په خپل ذات کښي محفوظولی شي. او د دې په رد عمل کښي چي کوم تخليق منظر عام ته راځي نو د روايت احساس به پکښي له ورايه خپل وزر رپوي. او د فکري عظمت پلوشې به هم ترېنه راپورته کېږي. دغه وجه ده چي هغه جدت له تکرار څخه بهتر بولي. موصوف پخپل کتاب "The sacred word" کښي د "روايت" تعريف څه داسي کوي.
" که چرته له روايت څخه صرف دا مراد واخستل شي چي د خپل تېر هېر نسل د کامرانيو دې ړوند تقليد يا خام تقليد وکړلائ شي. نو يقيناً له داسي روايت نه کناره کشي کول پکار ده. موږ ډېري داسي خوړي په رېګ کښي خشکي شوي ليدلي دي. او..... جدت بهر حال تر تکرار بهتر وي. روايت د وسيع يا پراخ مفهوم حامل دی. تر ټولو اوله خبره خو دا ده چي دغه روايت په ميراث کښي نۀ تر لاسه کېږي. د دې لپاره تاسو ته د شديد محنت ضرورت دی."
د روايت حصول تر هغه امکان نۀ لري تر څو چي شاعر د تاريخ د علم کوټلې مطالعه و نۀ لري. د فن د صحيح سمت د تعين لپاره د ګزشته روايتونو تعين از بس ضروري دی. اېليټ په رښتيا يو منفرد شاعر او دانشور ؤ. د ځان په اړه د هغه دا خيال د يادوني وړ دی. لکه هغه چي د ځان په هکله دا وئيلي چي،
"زه په سياست کښي شاه پسند، په مذهب کښي کېتهولک او په ادب کښي د کلاسيکيت قائل يم."
شايد هغه د روايت په اړه دا هم وئيل غواړي چي د ادب لپاره د ژوندي خيالاتو موجودګي زښته ضروري ده. د هغه په دغه نظريه کښي قاري کله کله داسي احساسوي لکه تخليق عظمت چي د هغه په هم دغو احساساتو کښي مېشته وي. نو ځکه هغه د ژوندي خيالاتو تحفظ لازم ګڼي او ترويج ئې يوه اهمه لازمه. هغه دا هم وائي چي دا هم د شاعر وظيفه جوړېږي چي هغه بايد د ژوند ادبي او فاني عناصر په يوه صورت کښي هم نظر انداز نۀ کړي او بايد په ادب کښي ئې منطبق کړي او را يو ځائ ئې کړي. او د داسي کولو وروسته خپلو جذباتو او احساساتو ته په پېرائيه اظهار کښي ځائ ورکړي. هم داسي شاعران د شاعرانه عظمت په حقيقت او صداقت اشنا وي. د روايت په اړه د هغه دغه تصور او تعقل د لوستونکي نه د غور او فکر غوښته کوي. ولي چي د هغه په دې نظريه کښي يو شمېر نکتې د قاري نه د کوټلي قرات (Close reading) مطالبه کوي. که دلته زۀ دا ووايم چي د هغه د دې تصور هغه لفظيات هم په ژور نظر لوستل پکار دي کوم چي اېليټ په شعوري توګه د دغي نظرئې شومه ګرځولي دي. کله هغه روايت د کاميابو تجربو ماحصل ګڼي، کله دا دعوه کوي چي روايت کله هم تمام ته نۀ رسي. او کله بيا داسي وائي چي روايت ادب له نوي دنيا سره نۀ صرف اشنا کوي، بلکې د تنقيدي معيار د تشکيل لپاره لا هم لاري هواروي. روايات او تجربات څه متضاد شيان نۀ دي.
د دغه شاه پسند، کېتهولک او کلاسک شخصيت فکر و نظر شايد په دې سوب ځانګړې او منفرد دی. ولي چي هغه دا عقيده لري چي د ژبي او ادب د ماضي او حال ليکني بايد شاعر يا تخليق کار هضم کړي. او د تاريخي شعور حامل فن کار بايد خپل ادبي تاريخ ته له يو بېل زاويه نظر نۀ وګوري. د ماضي ادبي سرمايه نظر انداز کول ادبي خيانت دی. ځکه د روايت د پابندي لپاره د ماضي شعورضروري دی. ګوا له روايت څخه هله يو فن کار استفاده کولی شي چي هغه په بشپړ ادب باندي نظر وساتي. هم په داسي صورت کښي هغه يو نوی څيز تخليق کولی شي. موږ په عمومي توګه د روايت مطلب او مفهوم په غلط يا منفي تناظر کښي اخلو. لکه دا چي دا شعر روايتي دی. مطلب دا چي مضمون ئې زوړ دی يا استعارې او تشبيهات ئې نوي نۀ دي. يا څه نوې خبره پکښي نشته يا په بله معنا او تفهيم "روايتي" توری موږ د تقليدي، تکراري، زاړه يا فرسوده په معنا اکثره اخلو. خو اېليټ د دې نقطه نظر يکسر مخالف ؤ. بلکې ښکاره منکر ؤ. ولي چي د هغه په شخصي فکر روايت د ادب د نشونما کار کوي او د تکرار او تقليد په سوب ادب د جمود ښکار شي. په ادب کښي چي هر بدلون يا انقلاب کوم چي په ظاهره خو د روايت نه انحراف او بغاوت ښکاري. په اصل کښي دغه هم د روايت برخه وي د تاريخي شعور کوټلې مطالعه زماني مقام متعين کوي. او هم دغه مقام دراصل هغه د روايت د شعر په توګه رابرسېره کوي. که چرته د روايت له اصل حقيقت سره فن کار اشنا شي نو بيا هغه د انفرادي ذهانت (Individual talent) مالک شي. او له دې سره سره د لافانيت د سنجولو لپاره د روايت شعور مشروط دی. ځکه د "روايت" د دفاع لپاره د اېليټ هلي ځلي د هېرولو وړ نۀ دي.
اېليټ په اصل کښي په خپل مضمون "روايت او انفرادي اصلاحيت" کښي د تخليقي مزاج او تنقيدي روئې د صداقت حقيقت رابرسېره کوي او د هغه په خيال د يو شاعر انفرادي صلاحيت هلته رابرسېره کېږي چي هغه له خپلي ماضي، تهذيب او تاريخ سره کماحقه تړلی او پېوست پاته شوی وي. ولي چي اېليټ يوه فن پاره الهامي خيز نۀ تسليموي کومه چي د شدتِ جذبات په سوب خپله د واردي په توګه رابرسېره شي او يو شکل يا يوه بڼه خپله کړي. بلکې هغه فن پاره کټ مټ د "څيز" په څېر ګڼي. کوم چي باقاعده د شاعر د سليقې، محنت او شعوري کوشش په رد عمل کښي د تعمير تر عمل راتېرېږي. او دا کار د معروضي تلازماتو له لاري امکان لري. ولي چي فن د هغه په خيال کښي د مخکښي نه د سنجول شوي اثر افريني نوم دی. ولي هغه د شاعر دماغ د پلاټينيم د ټکړې په څېر ګڼي. او شايدد هغه دا پخه عقيده وه چي هر ژوندی نسل د خپل تنقيد لپاره معياري اصول خپله مرتب کوي. له ماضي او تېر هېر تهذيب سره پېوست پاته کېدل ځکه ضروري دي. ولي چي زاړه معيارونه د مسلسل نظر ثاني غوښتنه کوي. که موږ په دې عمل وکړو نو دا رنګه به ما بعد الطبيعياتي شاعران له يوه نوي معنويت سره منظر عام ته راشي او د دې شاعرانو په فکر کښي به کماحقه ځائ پېدا کړي. کلاسيکي مړۀ شاعران به بېرته را ژوندي شي او په مذهب کښي به د معنويت يو نوی احساس له سره را ژوندی شي. د روايت او انفرداي صلاحيت په اسانه تورو کښي تعهيم داسي کېدی شي چي د تخليق يا فن پارې لوئ او عظمت د روايت او انفرادي صلاحيت په شعور کښي نهام دی. او د لوئ عالمګير ادب تقاضې هم دلته لټول پکار دي. اېليټ په نظري مباحثو کښي د يادوني وړ خبره دا ده چي د تخليق لپاره بې خبري او د تنقيد لپاره خبرتيا ضروري ده. د هغه په خيال تنقيد چي له فکر څخه عاري وي هغه د ادب په دائره کښي له سره ځائيږي نۀ او نۀ د ادب د پر مختګ لپاره رول لوبولائ شي. ولي چي د هغه په خيال تنقيد د دوهمي درجې څيز نۀ دی. په هم دغه تناظر کښي د هغه د روايت سره سره به د هغه او انفرادي صلاحيت هم رابرسېره شي. هغه ته به دا حقيقت نور هم روښانه شي چي اېليټ د روايت او انفرادي صلاحيت تفهيم په څومره هنر او کمال کړی دی؟ او په علمي او فکري لحاظ ئې د روايت اصطلاح او انفرادي صلاحيت و مرکب ته څومره نوی او معني خيز تفهيم وربخښلی دی.
که دا ليکنه په غور وګورو نو داسي ښکاري لکه هغه چي په شعوري توګه د شاعر شخصيت و پس منظر ته شړل غواړي. يا په بله معنا دا وئيلی شو چي هغه د شاعر لپاره دا فرضِ عين ګڼي چي هغه له خپل داخلي شخصيت څخه تېر شي او د بشپړ ادب په مجموعي روايت کښي شامل شي. مطلب دا چي د روايت معنا د اېليټ په خيال درست ادب په خپل نظر کښي نيول دي. او هغه دا هم وائي چي د روايت د قبلولو لپاره لا هم د مها ذهانت ضرورت دی. ولي چي د روايت دغه قيمتي سرمايه د شاعر لاس ته په اسانه نۀ شي راتلی. که يو ادب لوستونکی د اېليټ د نثري او منظوم تخليقاتو مطالعه په کوټلي نظر وکړي نو لا محاله به په دې نتيجه رسي چي د ټي. اېس. ايليټ فکرو نظر د شخصي او آفاقي احساس امتزاج معلومېږي. روايت په ژوند او بقا٫ کښي زموږ د تاريخ او تهذيب سره سره زموږ د اقدارو مذهبي رواياتو د باقي پاته کېدو تحفظ هم په خپل وجود کښي لري. د روايت د شعور څخه په پرته د ماضي د حيات افروزې د وني شعور نا ممکن دی له کومي نه چي د حال شاخونه رازرغونېږي. اوس به د روايت په اړه زموږ د مروج فکر و نظر جاج واخلو. موږ هر هغه شاعر ته روايتي شاعر وايو چي شاعري ئې تازګي او نوی والی نۀ لري، کوم چي زاړه مضامين يا موضوعات په خپله شاعري کښي ځائيوي. هم داسي شاعر روايتي او د زړې لب و لهجې شاعر بلل کېږي. ګوا داسي شاعران زاړه يا ژويل شوي موضوعات په زړو قالبونو کښي پېش کوي. يا هغه شاعر روايتي شاعر بولو چي د زړو شاعرانو ړوند تقليد کوي يا هغه تشبيهات، هغه استعارې، هغه کنائې او لفظيات په خپلو شعرونو کښي کاروي کوم چي د زړو شاعرانو روايت ګرځېدلی وي يا د هم هغو زړو شاعرانو خيالات تکرار وي. و داسي شاعر ته روايتي شاعر، د داسي شاعر و شعر ته روايتي شعر او شاعرانه انداز ئې روايتي انداز بلل کېږي. ګوا داسي شاعران يو هم داسي ځانکړی انفراديت نۀ لري چي د خپلو زړو شاعرانو نه ځانله بېل مقام او تشخص پېدا کړي. او داسي روايتي شاعران کله هم ژوندي نۀ شي پاته کېدی. ولي چي دوئ تخليقي فن ته په ډېر عاميانه نظر ګوري.
خو د دې په مقابل کښي د اېليټ خيالات په دې اړه بېخي بېل او مختلف دي. هغه روايت د کلهم ادب يو ژوندی کُل بولي. روايت اصطلاح نۀ صرف په نړيواله کچه خپل اهميت، قدر و قيمت او ارزښت لري، بلکې د ستر اېليټ د شعر او انتقاد د مباحث د سنجولو لپاره د دې هم مطالعه ضروري ده. د هغه د تنقيدي Approach په اړه د نقاد لپاره د روايت تحفظ زښت ضروري دی. د هغه نه وړاندي د "روايتي لفظ" تقليدي، زاړه او فرسوده په معناؤ مستعمل وو، خو هغه د روايت شرحه او تفهيم په دومره هنر او کمال په يوه نوي تناظر کښي بيان کړ چي د روايت په اصطلاح کښي ئې يوه نوې روح پو کړله يا به دا ووايو چي د تخليق يا تخليقي تجربې لپاره ئې نوې لاره هواره کړله او ليکوال ئې په نړيواله کچه و خپل دې ځانګړي تعقل او تصور ته متوجه کړل. کټ مټ لکه علامه اقبال چي د خودي و تصور ته کوم نوی معنوي تفهيم ور وبخښلی هغومره يا د دې هم زيات لوئ کار اېليټ د روايت د خود ساخته تصور او تعقل نه واخست. او اوس تنقيد او شاعري د روايت د تصور د نظري مباحثو تابع ده. هغه انقلاب او بدلون د زندګۍ اصل حقيقت ګڼي او د ماضي پرستش يوه ګمراه او غېر علمي رويه بولي. ولي چي ادب د روايت د نشونما له سوبه متحرک پاته کېدلی شي. د ادب جمود د زندګۍ لپاره د مرګ مترادف دی. بدلون د ادبي روايت له جزياتو څخه يو اهم جزو دی. شايد ځکه بغاوت او انقلاب د روايت د تسلسل لپاره بېخي زيات مهم دی. او په هم دغه عمل او علمي رويه کښي د روايت د وجود بقا٫ او ژوند دی. په ظاهره خو انقلاب د روايت نه انحراف او بغاوت ښکاري، خو رښتيا دا دي چي هم دغه عمل خپله هم د روايت يوه حصه وي. اېليټ په اېنډريو ماروېل باندي په خپل يو مضمون کښي کاږي. چي "د تنقيد عظيمه او لازواله کارنامه ماضي را ژوندۍ کوي." د هغه دغه لا زوال فکر و نظر خپله د هغه د لوئي او عظمت اعتراف کوي. او هم دغه ټي. اېس اېليټ د انګلېسي ادب و اقدارو ته د خپلو نظري مباحثو او تعقلاتو له لاري د نوي تهذيبي روئې يوه بله دروازه خلاصه کړه او د هغه د دغو نظري او فکري مباحثو شور او غوغا د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري ورسېده. له دې باوجود له دغه عظيم شاعر او نقاد سره د عجز دغه وېره ملګرې اوسي. لکه دوئ چي وائي "زۀ په اکثره اوقاتو کښي په دې ليدلو حيران شم چي زۀ د جديد تنقيد پېش رو ګڼل کېږم"
د هغه په دغه تعقل، علمي او فکري روئې کښي يو نوی ژور احساس موږ محسوسوو. روايت زما په شخصي فکر په وسيع معنا او مفهوم کښي شايد هغه داسي اخلي چي هغه اجتماعي شخصيت کوم چي د ماضي په ادب کښي له پوره توان سره را ژوندی شي روايت بلل کېږي. نو ځکه د روايت په شعور کښي دا توان او طاقت موجود دی کوم چي يو شاعر ته د تخليق بې بها سرمايه ور وبخښي او هغه عظيمي لمحې هم، په کومو ساعتونو کښي چي عظيم تخليقات صورت پذير کېږي. د فنکار کار د ماضي ماضيت تر لاسه کول دی. د ليک په وخت بايد شاعر دا احساس له ځان سره شامل حال وساتي چي د هغه د نسل سره سره د دۀ ملک او د ټولي نړۍ ادب ژوندی دی. او په يوه نظام کښي مربوط دی. هم دغه تاريخي شعور هغه څيز دی کوم چي اديب د روايت پابند ساتي. د ماضي د شعور لپاره د فنکار غېر شخصي کېدل زښت ضروري دی. ولي چي د فنکار ترقي او عظمت د هغه د ذات په مسلسل معدومولو کښي دی. د اېليټ په شخصي فکر د درستي نړۍ ادبيات يوه اکائي ده. تر څو چي دا بشپړ او کلهم ادب په پام کښي و نۀ نيول شي تر هغه وخته يو څوک هم د روايت څخه پوره استفاده نۀ شي تر لاسه کولی. ولي چي د يو شاعر د فن پارې سره له دې مخکښي راغلي تخليقيات ټول زموږ په بشپړ تهذيبي نظام خيال کښي خپل وجود لري.
په اصل کښي د اېليټ تمام نظريات د رومانويت پسندۍ يو واضح رد عمل دی. ولي چي رومانويت پسند ټول جدت طرازه وي او د روايت نه بېزار او هغه روايت په زړو معناؤ او مفهوم کښي له سره تسليموي. نۀ...... د هغه په خيال. خو روايت د ذهني تاريخي شعور دوهم نوم دی او د دې شعور په مرسته فن کار خپل ذهني څراغ بل ساتي. روايت خو په خپل اصل کښي د اظهار تسلسل دی کوم چي د ادوارو له انقلاباتو څخه متاثره کېږي خو مري نۀ، بلکې له خپل اوريجن سره پيوست وي. د روايت په ژوندي ساتلو کښي د ادب بقا٫ ده. روايت يوازينی هغه حقيقت دی چي تجربه هم د هم دغه روايت له شکمه رازېږي. د تجرباتو لپاره د مځکي ضرورت دی او دغه "مځکه" روايت موږ ته په لاس راکوي.
د استفادې کتابونه
1. ایم اے اردو گائیڈ: علامہ شہزادہ لطیف طاہر، غلام عباس ماہو، ایڈیشن 97-1996، اردو بازار، لاہور
2. اصول تنقید: پروفیسر محمد احسان الحق، تاریخ اشاعت اپریل 1988، علمی بک ہاوس، لاہور
3. امتحان تنقید و ادب: سید اصغر علی شاہ جعفری، سید تعظیم فاطمہ، ایڈیشن 1984، تاج بک ڈپو اردو بازار، لاہور
4. تعارف تنقید: پروفیسر سید خورشید حسین بخاری اشاعت، 1994، علمی کتاب خانہ اردو بازار، لاہور
5. تنقید شعر و ادب: اے فاروق، عبداللہ صدیقی، (سال اشاعت ندارد)، فاروق سنز اردوبازار، لاہور
6. توازن: محمد علی صدیقی، سال اول اشاعت 1976، ادارہ عصر نو کراچی نمبر 18
7. تنقید کا دائرہ: ڈاکٹر محمد اشرف کمال، اشاعت 2016، مثال پبلشرز، فیصل آباد
8. بہترین ادب 1947: مرتبہ ادارہ ادب لطیف، جون 1948، مکتبہ اردو بازار، لاہور
9. بہترین ادب 1949: مرتبین، چودھری برکت علی، میرزا ادیب، (سن اشاعت ندارد)، مکتبہ اردو بازار، لاہور
10. نظریاتی تنقید (مسائل و مباحث): ڈاکٹر ابوالکلام قاسمی، اشاعت 2015، بیکن بکس ملتان، لاہور
11. شاعری اور تہذیب: جاذب قریشی، اشاعت اوّل جون 1988، مکتبہ کامران، لیاقت آباد، کراچی
12. مغرب کے تنقیدی اصول: ڈاکٹر سجاد باقر رضوی، طبع ہفتم 2012، مقتدرہ قومی زبان پاکستان
13. ایلیٹ کے مضامین: جمیل جالبی 1989، سنگ میل پبلی کیشنز، لاہور
14. مغریبی تنقید کا مطالعہ (افلاطون سے ایلیٹ تک): عابد صدیق، طبع اول مارچ 2008، پورب اکادمی، اسلام آباد
15. تنقیدی نظریے: ڈاکٹر ملک حسن اختر، سن اشاعت 1981، مکتبہ میری لائبریری، لاہور
16. نقد حرف (تنقیدی مضامین): ممتاز حسین، اشاعت اوّل 1985، مکتبہ اسلوب، کراچی